دافغان اولس مشر په نوم د سلام فرهنګي ټولني پرانيستئ ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سلام فرهنګي ټولني له خوا



په دې ورځو شپو کي زموږ د هېواد او پا کستان تر منځ د ډيورنډ د توري کرښي په اړه ديوې تاريخي ستونزي په توګه د بيلا بيلو سياسي کړيو ، دېپلماتيکو اډانو او د يوشمير هېوادونو دستراتيژيکو مرکزونو له لوري ډول ډول اندونه او خيالات خپاره شوي او د خپرېدو دا لړۍ ورځ په ورځ لا پسي توديږي . سلام فرهنګي ټولنه ، اړوندان او پلويان يې هم د همدې ليک له لاري د هېواد د تاريخي هويت د ساتلو اود ځمکنئ بشپړتيا دتامين په هيله ، درنو هېوادوالو او پر هېواد واکمني ادارې او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر ښاغلي حامد کرزي دپام اړولو په نيت لاندي ټکي د پرانيستي ليک په توګه خپروي :

لومړئ : افغان اولس او د ډيورنډ د توري کرښي دواړو خواو ته ميشتو قومونو او اولسونو هيڅکله دا کرغيړنه کرښه نه ده منلې ؛

دوهم : د ډيورنډ د توري کرښي د تپل کېدو راهيسي هيڅ افغان واکمن د دې کرښي درسمي پيژندلو جرئت نه دئ کړئ ، او د هېواد يو شمير ملي واکمنانو بيا د همدې کرښي د نه منلو پر سرهر ډول ربړ ته ځان ورکړ ، چا لس کلنه واکمني پريښودل ، چا يې د له مينځه وړلو په نيت د جګړې اعلان وکړ ، څوک يې د نه منلو په تور په دار وځړېدل ؛ خو دا ملي ذلت يې ونه مانه ؛

دريم : د افغان اولس دريځ هم هاغه دئ چي دا کرښه نه مني ؛د اوسنئ واکمني ادارې وجيبه ګرځي او مکلفه ده چي د افغان اولس رايه پلې کړي .



ښاغلې اولسمشره ! زموږ باور دا دۍ چي زموږ پر هېواد د رواني جګړې يو ستر او بنسټيزلاميل د ډيورنډ کرغيړنه کرښه ده ؛ تاسو د دې تاريخي ستونزي د حل لپاره هم د خپل اولس توان د ځان سره لرۍ او هم د نړيوالو ملتيا تر لاسه کولای شئ . په پريکړنده ملي دريځ د هېواد ژغورلو ته ژمن پاته شئ ! او دا کرښه د تل لپاره ورکه او د هېواد بشپړ تيا تامين کړئ ! د هېواد زرين تاريخ ملي اتلان نه هيروي .

په هېوادنئ مينه

د سلام فرهنګي ټولني له خوا

2007-01-08