دامن که دډيورنډ جرگه؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

څلرمه برخه

دامن جرگي لپاره تر وخت دمخه منډترړی
دابرخه ديومنلي شاعرمجبور صاحب پدغه يوبيت شروع کوم :
دننگونوفرشتې بيا پېغله شه،بيامورشه زموږناشونوفيصلوته اکبر وزېږوه ،بل اکبر وزېږوه
کله چي دپاکستان مشر جنرال پرويز مشرف دملگروملتودسازمان په لويه غونډه کي دبرخي اخيستولپاره امريکا ته تللی ودامريکا دبهرنيو چارو له وزيري کاندوليزا رايس سره په افغانستان کي دامنيت دټينگېدو اوترهگرودتگ راتگ دمخنيوی په پلمه وړانديز وکړ چې دډيورنډپرکرښه اغزن ديوال جوړکړي ،که څه هم دا څرگنده نشوه چي ددې وړانديز په هکله دامريکا نظر څه و مگر افغانانوسمدستي ددغه وړانديز خلاف خپل غبرغون ښکاره کړاو دپاکستان داکار يې په افغانستان دډيورنډکرښي په رسميت پېژندولو پلمه وبلل . له هغه وخت نه دنړۍ په مطبوعاتو کښي دډيورنډدکرښي په هکله دمختلفو معلوماتو خپرېدل پيل شوه ،په راډيو يي اوتلويزيوني پروگراموکښي دنظرخاوندانو سره دمرکو لړۍ لاپاي ته نده رسېدلې ،دمياشتنيو ،اونيزو اوورځپاڼو کي ډول ډول نظريات خپاره شوي دي .دالړئ دانترنټ تر پاڼو هم رارسېدلې ده اوپه يوشمير پاڼو کي دمختلفواندو خاوندانو دکرښي دبرخليک په اړوند خپل نظريات خپاره کړې دي .

ددغو پورته خپاره شوومعلوماتو اويوشمير کتابونو کښي دافغانستان دمورخينواثارکه په يوه ځغلنده نظر وڅېړل شي دکرښي اودهغې دسرنويشت په هکله نظريات پر لاندي ډولو ويشل کيږي اودغه ټکوته دڅېړونکی پاملرنه راگرځي :
دکرښي دپيدايښت په هکله
۱/ يوشمير ليکوال اوڅېړونکی پدي باوردی چي دډيورنډکرښه دانگريزانو سره د۱۸۴۲دتړون پايله اوپه زورپه افغاني شاهانو منل شوېده .
۲/ بله ډله دامني چې انگريزانو دهغې لومړئ کرغېړني معاهدې دلاسليک نه وروسته چي په ۱۸۲۴ کا ل کي لاسليک شوهبيادډيورنډتر تپل شوي کرښي پوري انگريزانوتل دپوځی اوسياسي امکاناتو اوميتودونه په استفادې سره هر ځل داسي شرايط برابر کړي چي دهيوادله بدنې نه يي يوپه بل پسې ټوټې جلاکړی دی ،مگر دوي گوت نيونه کوي او وايي چي دغوشاهانو دخپل شخصي اقتدار دساتلو لپاره بېله دېنه چې دولس نه پوښتنه وشي داسي لعنتي لوزنامې لاسليک کړی دي .
دکرښي دمشرعيت په هکله
۱/ دډيورنډدکرښي دمشروعيت په هکله يوه ډله دانظر لري ،ترکومه ځايه چې داکرښه دانگريزانو لخوا په زور په عبدالرحمن خان تپل شوې اولاسليک شوېده اوتر هغه وروسته يې نور شاهان اړيستی چي داکرښه په رسميت وپېژني ،نوله يوې خوا زور اودبلي خواپه سيمه کي دانگلسيانودااستعماری ماڼۍ ړنگېدل افغانانو ته داحق ورکوی چي نور داموافقه لغوه اعلان کړي اودپه رسميت پېژنلو نه يي دده وکړي .
۲ / بله ډله نظر لري چي داکرښه که په جبراوياخوښه پر افغانانو تپل شوېده دپاکستان تر جوړېدو وروسته پدې هکله له پاکستان سره هيڅ ډول سند ندی لاسليک شوی . په ۱۹۴۷م کال کله چي پاکستان جوړشو اوافغاني چارواکو انگريزانوته دپښتنو اوبلوڅودبرخليک دټاکلو په هکله وړانديز وکړ دانگريزانو داوينا چي دهغوي سرنويشت ټاکل شوی دی او س هر څه خلاص شوه اوناوخته دی دهيڅ يوه افغان اودکرښي هاخوا پرتو قومونولپاره دمنلووړنه و .
۳ / يوشمير پدې نظر ديی چې داکرښه دانگريزانوتر استعمارلاندي هند او افغانستان تر منځ سرحدي کرښه نه وه ،او له بلي خوا انگريزانوداسيمه دخپل نفوذدسيمي په نامه له افغانستان نه جلا کړه اوداسيمه يي لکه دهندوستان خاوره خپله خاوره نده بللې او تل يي دخپل نفوذدسيمي په نامه يادول چي دا دوه مفهومونه يودبل سره فرق لري . له يوي خوا انگريزانو تل داکوښښ کړئ چې دافغانستان هر پاچا په يو ډول دډولونو مجبورکړی چي داکرښه په رسميت وپېژني اوله بلي خوا که دارښتيا هم دانگريزي امپراطوری اوافغانستان تر منځ سرحدي کرښه وه ،بيانو ولي دوي دهر پاچانه همدا يوخبر غوښته چي دديورنډ کرښه په رسميت وپېژني ؟
۴ /يوشمير پدي نظردي چي ددې کرښي دپيدايښت پيل په درغليو اوتيروتنو شوی ،دپاکستان دپيدايشت سره سم دانگريزانولخوا دکرښي دواړوخواواوسېدونکودارادې خلاف اودکوزي پښتونخوادپرتوقومونودخپلواکی اوسرنويشت دټاکلوحق ددروغجني ټول پوښتني ترنامه لاندي تر پښولاندي کړاوداسيمه يې په پاکستان پوري وتړل شوه .پدي ورستيوکي پاکستان کله کله دا ادعاهم کوي چي موږ دانگريزانو ميراث خواره يو،ددوي په وينا هغوي داکرښه دسرحدپه نوم ددواړو هيوادوتر منځه پرته ده ،په همدې شکل بايد پاته وي . مگر که ددوي نه پوښتنه وشي چي دپاکستان دجوړيدونه بيا تر اوسه ولي تاسوله افغاني چارواکو غوښتئ چي داکرښه په رسميت وپيژني ؟داغوښتنه له ظاهر شاه ،داودخان ،نورمحمدتره کي،نجيب الله نه شوې اودادی اوس يې له کرزي نه کوی نه پوهيږم ددوي جواب به څه وي .
که په رښتيا داکرښه دسرحدپه توگه منل شوې واي نودي ټولومنډترړوته اړتياڅه وه ؟ دنړي ټول بيل شوی ولسونه سره يوځاي شول دډيورنډپه کرښه جلاشوی پښتانه اوبلې خواته بلوڅ هم بايدله نورو پښتنواوبلوڅو سره يوځاي شي . که څه هم ايران ددې سره هيڅ ډول علاقه نلري ځکه هم تل پاکستان هڅوي چې دډيورنډکرښه په افغانستان دسرحدي کرښي په نامه په رسميت وپېژندل شي ،اويوشمير ايران پلوه سره لدې چي په افغانستان کي اوسېږي اوځان ته افغان وايي خوددې ډير ليوال دی چي بېله هر څه افغانستان تر خپل ټول حق پاکستان ته ورتير شي . دوي هم لدينه تشويش لري که پښتانه سره يوځاي شي اويوغښتلی افغانستان جوړشي ممکن دنوروجلاشوو سيموديوځاي کېدو غوښتنه وکړي او له بلې خوا ايران اوپاکستان ته ډالی شوی بلوڅ به سره يوځاي اوايران به کمزوری شي .
۵ / دا نظر هم شته وايي : دغه سيمه چي دډيورنډدلعنتي اوتپل شوی کرښي پوسيله له افغانستان څخه جلا شوېده ،دلته خو انسانان اوسي چي اوس يي شمير تر ((۲۰)) ميليونواوړی اهغه وخت چې دا لعنتي کرښه لاسليک کېده داوسيدونکو شمير په يوه حساب ((درې))اوپه بل حساب ((اوه)) ميليونوته رسېده له هغه لومړئ ورځې بياتر وروستي لاس ليک کونکی ددغو خلکوپر سر سياسي تجارت شوی اوله دغه ولس نه پوښتنه نده شوې چې دوي څه وايي اوڅه غواړي . ددغوخلکوچې سرنويشت يي دډيورنددکرښي سره نه شلېدونکی پيوند لري له ارادي خلاف اوپر خپل سر ديوه نفر لاس ليک هر څوک چي واوپه هرمقام کښي چي يي قراردرلود دمنلو وړندی . ددي کرښي په هکله دافغانستان پارلمان اولويي جرگې دافغان ولس نظر په خپلوتاريخي پرېکړو کښي منعکس کړی دی . اوس هم دکرښي دبرخليک په هکله دهرډول رسمي بحث اونظر څرگندولو،ياپرېکړې په وخت کشي دکرښي دواړو خواو ته پرتو قومونو نظر ،غوښتني اووړانديزونوته جدي پاملرنه وشي .پر خپل سر اوبېله دولس نه نظر غوښتلواوموافقي نه به هردول پرېکړه هيچاته دمنلو وړ نه وي .
پردې خبر دټولونظرو خاوندان په اتفاق دی که همدا لهظه افغانستان دديورنډکرښه دسرحد په توگه په رسميت وپېژني په پاکستان کي به جشن جوړشي اودپاکستان لويه ستونزه به حل شي .په هغه صورت کښي به هرو مرو پرويزمشرف دالافه ووهی ،که ضياالحق دافغانستان اردوله منځه يووړاوقانوني رژيم يې ړنگ کړ ، دادی ما دډيورنډکرښه دسرحدپه توگه په افغانستان ومنل .
که احساساتي خبره هم ده اودپاکستان پلووبه خوښه نشي هيله مې داده چي پاکستاني چارواکي دا ارزو له ځان سره گورته يوسي .
دکرښي دبرخليک دټاکلوپه هکله هم دوه نظره موجود دی :
۱ / زيات شمير پدې نظر دی چې ددې کرښي دسرنويشت ټاکلو په خاطر ډير انسانان قربانی شوی دی په ځانگړې توگه پدي ديرش کلن ناورين کښي دپاکستان گډون اوخاصي علاقمندۍ يوازنۍ لامل همدا ددډيورنډ کرښه ده اوس چې په افغانستان کي دپاکستان په هڅونه اوروزنه داوسنی اداري چي شاته يې دامريکا متحده ايالات اروپا اويوشمير نور هيوادوولاړدي ، داوسنی حاکميت پر خلاف جگړه کي نه يوازي افغانان له منځه ځی بلکه دامريکايي او اروپايي وژل شوواوزخمی سربازانوشمير هم لږ نه دی .
همدا اوس داډار شته چي ددغو هيوادو حکومتونه به دخپلو خلکو دسياسي اوټولنيزفشارپه نتيجه کي مجبور شي له افغانستانه پښې خپل کړی ؛چي دابه دافغانانو او افغانستان لپاره يوبله غميزه اودبل کورنی ناورين پيل وي . که په اقتصادي لحاظ افغانستان ته ورکړه شوی پيسې ددولتي واک ټيکدارانوپه خپل منځ کې سره تقسيم کړې ،دوطن دتقسيم حق ورکول خوځان وژنه ده . له دې کبله اساسي اوحياتي سوال دادی چي ددوي (بهرنيوهيوادو ،ملگروملتواوامنيت شورا) په شتون کي چي همدا اوس يي تر ((۴۰)) زره ډير پوځی ځواک په افغانستان کې دپاکستان پر مالي اومدي مټوولاړيودلوسره په جگړه مصروف دي ، داديوسل اوڅورلس (۱۱۴)کالوراپاته لعنتي اوتپل شوي لانجه حل شي .
دملگروملتوسازمان اودنړئ نور اړونده سازمانونه دا اخلاقي دنده لري اوبايد افغانستان اودکرښي بلې خوا پښتنو اوبلوڅوته خپل رواحق ورکړي ،که دغه لاجمنه مسله ددوي په موجديت ،مرسته اومخامخ گډون دبېطرفانه قضوت پر بنيادحل شي اودافغاني شاهانو په دود راتلونکی تاريخ ته پرېښودل شي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ به همدا حالت دوام ولري . نړيوالو بايد پدي پوه شي چي ددې تاريخي لانجې دعادلانه حل له مخي به په سيمه اونړۍ کښې ډيري ستونزي ورکي شي اودبلې خوابه دنژيوال تروريستي سازمان لپاره دپټيدوځاله خرابه شي .
۲ / يولږ شمير کسان پدي باوردي چي اوس ددې خبرووخت نه دی چي له پاکستان سره دډيورنډپرکرښه خبري وشي ،دليل راوړي افغانستان په جگړه اخته دي ،کورنی بې اتفاقی اوج ته رسېدلي ،په اقتصادي لحاظ افغانستان داتوان نلري ،شرايط برابر ندي اوداسي نور . . . .
زه پدې عقيده يم چي دډيورنډدکرښي په هکله ټولي خبري روڼي اوڅرگندي وي ،پر هره خبره دکرښي ددواړو خوا پرتوقومونوسره مشوره وشي په چانگړې توگه دکرښي سويل ته پراته قومونه دلومړي توب حق لري ،هغوي بې سرنويشته شوي اوپه پنجاپيانوپوري تړل شوی دی دېخواته پرته پښتانه په خپل ټاټوبي کي اوس اوسي دخپل هيواد سياسي سرنويشت ټاکلوحق لري ،که څه همدلته يوکس يا يوه دله پرهيواد حاکميت چلوي خوبيا هم هغوي افغانان دي ،هلته هر څه دپنجاپي ميجرانواوجنرالانوپوسيله دهغوي په گټه تر سره کيږي .
تر کومه ځايه چي دولت له غير متجانسوډلواوڅېرونه دپردوپلاس جوړشوی دی ماته لدې ځايه نه معلوميږي چې دافغانستان دولتي چارواکی څومره د ارادې اوعمل ازادي لري ؟څومره دافغانستان اوافغانانو سره خواخوږي لري اوڅومره پدي پوهيږي چي څنگه دکومولارو ،امکاناتواو وسيلونه په استفادي اوگټه اخيستني سره کولاي شی دپاکستان سره دالانجمنه مسله حل کړي .
زه پدې عقيده يم چي افغانانو اوهاخوا پښتنو اوبلوڅوته به بل داسي چانس اوامکانات پلاس ورنشي ،همدا يي وخت دی چي خپل دحق غوښتلو اوازاوچت کړی . تر څودنړئ عادي خلک پدي پوه شي چي داددموکراسی اوعدالت پلويان په رښتيا دپښتنو اوبلوڅودغصب شوی حق دترلاسه کېدوسره څومره علاقه لري .
پدي ورستيو ورځو کي زماسره داسي ډار پيداشوی دی چي دپاکستان دبهرنيو پلويانواوپاکستان ددقيق اوژور سياست په پايله کښي يوځل بيادډيورنډپرکرښه سياسي تجارت وشي، دمسلې پر سر يوازي يواوبل ته دترخو اوتودوخبروپه ويلوقناعت وشي اوپدي شعاري خبرو چي دا يا هغه نه منو په اوبوکي لټه کښېښودل شي او پر تير شي .
زه پدې عقيده يم که دپاکستان او افغانستان تر منځ دکرښي پر سره جنجال شته ؟چې دايو واقيعت دی، نوبيا ولي نړي واله ټولنه پر هر څه سترگې پټوي اوله بلي خوا ولي پر خپلو ځوانانو او افغانان دجگړې په اورکې کړېدلي ولس زړه نه خوږوي چې هره ورځ ددي لعنتي کرښي دگټو قرباني کيږي ؟ امريکا ،انگلستان اواروپاته ولي پاکستان حتي دخپلو هيوادو تر خلکوهم گران دی ،داچي وايي زموږ ملي گټي ،نوملي گټي خودملت لپاره وي او ملت دانسانانونه جوړېږي ،نه پوهيږم چي دازبرځواکان يي دچالپاره غواړي ؟
زماپه نظر پدي هکله زموږ دهيواد دولتي چارواکي تر اوسه کومه معينه ،دقيقه اوسنجول شوي پاليسي نلري ،ځکه هم يو څه وايي اوبل څه اجرأ کوي . په کوم دليل زموږ دبهرنيوچارو وزارت ديوليک په لېږلوچي هغه هم پايله يې معلومه نشوه دننداره کونکی وزارت دنده سرته رسوي . له بده مرغه پدې شپېتوکلو کښي ديورنډ دکرښي پر سر دجنجال سره بيا هم هغه معلومات چي دموضوع دروښانتيا لپاره اړين برېښي دليکوالو په واک کښي ورنکړه شول ،قضاوت يوازي دتاريخ ليکونکوپر ليکنوکيږي اوهغه هم مختلف دی ، زمادمعلوماتوله مخي دافغانستان دبهرنيو چارووزارت ارشيف دتنظيموتر منځ ددولتي واک پر سر جگړه کي چور شو،ځيني وايي چي ارشيف دپاکستان په امرله منځه ولاړ،که چيري په ملي ارشيف کي دديورنددکرښي په هکله کوم اسنادوي بايددافغانانواوڅېړونکوپه واک کښي ورکړه شي ،ترڅودهمدغواسنادوپر بنيادقضاوت وشي اوداسوال حل شی چي ځيني واي دديورندکرښه پخوا لاپه رسميت پېړندل شوي ده اونور داخبره ختم ده بايد اوسنی حکومت يي يوچل بيا په رسميت وپېژني ،بله ډله وايي چې داګږښه کرغېړنه اودهيچالخواپه رسميت نده پېژندل شوي پښتانه بايد سره يوځاي شي .
دموضوع دروښانتيا لپاره دافغانستان دعلومو اکاډمي اوژوندي تاريخ پوهان ملي دنده لري لري چي موضوع روښانه وڅېړې ،اودغې جنجالي مسلې ته دتاريخي شواهدو اوعلمي تحليل په اساس دپاي ټکی کښېږدی ، دپوهانودغه دبازارپه نرخ ډوډئ خوړل اوله بې ځايه غير معقولواحساساتونه ډار دافغان ولس سره جفاده .
دامريکاددفاع دوزيراونوروبهرنيواستازوتر راتگ وروسته ښاغلی کرزی هم چوپ شو، خوست ته دده له سفر نه داطمع کېده چې هلته به نوې طرحه اعلان کړي .
مگر متاسفانه دپخواپه پشان ئې دبې شميره اونه پلي کيدونکووعدوسفر لنډپاي ته ورساوه .
ولي په مقابل کي همدا لهظه چي داکرښي ليکم دازادی راډيونه مي واورېدل چې جنرال مشرف داسلامي هيوادو په سفر ملاوتړله اونن دجنوري ((۲۰)) مه نيټه هغه دسعودي عربستان په لور دروانېدوپه وخت کي ژورنالستانوته په لوړ اواز وويل که امريکااوغربي هيوادونه غواړي دترهگری اوافراطيت مخه ونيسي داسلامي هيوادوته ورپېښي ستونزي دي حل کړی .
داډول څرگندوني پسله هغه کيږي چي دپاکستان اوافغانستان تر منځ په خبرو کي تريخوالی يوڅه ډير راڅرگند شو،اودنړی ديوشمير هيوادو په ځانگړې توگه دامريکادولتي استازي يوپه بل پسي کابل ته راغلل ،نه پوهېږو چي ددي سفروپايلي به څه وي ؟ پاکستان خو دادی په ځغرده اوس نړی ته خپل سياست او غوښتني دکتي کوي ،غواړي داسلامي هيوادونه دفاع وکړي ،دده داخبري پدې ورستيو کښي دډيورند پرکرښه داغزن تار او مانيو نو دښخېدواوافغانستان دامنيت حالت په اړوند دبهرنيو هيوادو داستازوڅرگندونوته يوډول غير مستقيم ځواب هم دی . دديورنددکرښي پر سر درپېښ شوی جنجال پر سر دبهرنيو هيوادو دراغلو استازو اونورو سا ز مانونظرياتوپه هکله به په راتلونکې برخه کي يوڅه په تفصيل يادونه وشي .
نوربيا