قران ٬لپ تاپ اوكلاشينكوف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليكوالاوڅيړونكى :افغانستان پيژندونكى پروفيسور دوكتور انتونيو گوشتيزو

د LSE دلندن داقتصاد دپوهنتون دڅيړنې دڅانگې غړى ( دبحران په حالت كې دولت)

دبغاوت سرچينې

دم٠اكبر كرگر ژباړه

Dr Antonio Giustozzi

What's related > Academic Staff Publications

Department:

Crisis States Research Centre



Position:

Research Fellow



LSE phone number: 020 7849 4631

Email: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

Consultancy: Short term

Media experience: Radio

Summary of research interests and expertise: Dr Giustozzi works on the security dimension of failed states and states in a critical situation. He also researches the political aspects of insurgency and warlordism and states' response. Recent additions to his fields of study are ethnopolitics and the study of administration building in recovering states. In recent years, he has mainly been working in and on Afghanistan.

Experience keywords: Afghanistan; Failed States; Civil Wars; Insurgency and Counter-Insurgency; Warlordism; Ethnopolitics

قران ٬لپ تاپ اوكلاشينكوف

د۲۰۰۲ كال په لومړيو كې دطالبانو له خوا داسې اوازې خپرېدلې چې يو شورش له پاره بيا راټوليږي ٠ په هغه وخت كې طالبانو سرچينو داخبره تاييد كړه چې دطالبانو د تحريك مشران په پاكستان كې دي او هڅې كوي چې خپله شبكه يو وار بيا تنظيم كړي اودهيواد په جنوب اوختيز كې دټيټې كچې له ملاتړكوونكو بيا ډلې جوړې كړې ٠ سره له دې چې دطالبانو غړي ان په دې وپوهيدل چې په دې پړاو كې دبيلابيلو سيمه ييزو ډلو ترمنځ هيڅ ډول كوارديناسيون موجود نه دى اونه هم واقعي سازمان لري ٠ وروسته دحركت ځينو مشرانو ادعا كړې وه چې په ۲۰۰۲ كال كې دملا دادالله په مشرۍ يو ه غونډه شوې وه چې په هغه كې اعلان شوى وشو چې دراتلونكې پيل كېدونكې جگړې له پاره دلسو لوړ پوړو قوماندانانو ترمنځ دندې اوكارونه وويشلشول ٠ په پيل كې دبغاوت له پاره دبيلابيلو اختلافاتو پر سر دا موافقه شوي وه او دطالب مشرتابه كوچنۍ ډلې څخه دا پريكړه راغله چې بغاوت دې دكمزورې ډلې په وسيله پيل شي ٠ ولې دوى دا كار وكړ ؟ دا ځكه چې په دوى كې ځينې داسې كسان وو چې چې د۲۰۰۲ كال په لومړيو كې يې څرگندوله چې چې دكابل دحكومت ځينو وړانديزونو ته منتظر دي ( فرضا دواك دشريكولو له پاره ) كوم چې هيڅ ترسره نه شو ٠ په دې ډول دوې اړ شول چې تيرى پيل كړ ي ٠(۱) په داسې حال كې چې كېداى شول چې دا وړانديز ځينو ډيرو منځ مهالوڅيرو ته اوهمدارنگه هغو كسانو ته چې دپاكستاني چارواكو سره يي كار كولو په گډه شوى واى چې دمنځ مهالو او پيژندل شويو منځ مهالو طالبانو سره يوځاى كړي چې په حكومت كې برخه واخلي ٠ ( وگورئ ۳٠۱Cohesiveness of the Taliban ) دادشك وړ ده چې حتى كله دې هم ټول مشرتابه ته داسې وړانديزشوى وي ٠په دې كې دايديو لوجيكي دلايلو نور زيات احتمال شته چې طالبانو هيڅكله خپله ناكامي نه ده منلې او فكر كوي چې دا ددوى دنده ده چې جگړه پر مخ بوځي ٠د څو مياشتو ارامي كېداى شي چې دداسې اړټيا له مخې وه چې ډاډمن پټنځايونه ٬ اوبيا له سره نظم پيداكړي اواحتمالا په سايكولوجيك لحاظ درژيم داستثنايي اوگړندي سقوط له امله ځان بيا جوړ كړي ٠ددوى لومړي نيتونه دا وو چې يو وار بيا حركت پيل اودجنبش دپوړيو او رتبو فايلونه جوړ كړي چېترمخه دې كار هيڅ برياليتوب نه درلوداوڅو تنه زاړه طالبان په ۲۰۰۲ كال كې له دوى سره يوځاى شو

(see 2.2 Early recruitment ) ٠ دمشرانو دغه كوچنۍ ډلې غړي اودسيمو قوماندانان دډير لوى شمير حركت قوماندانان ونومول شول اوخپل بغاوت ته يې ايديو لوجك خصلت وركړ ٠ اوخپل استقامت يې داسې تعريف كړ چې څرنگه يې غوښتل وې نيسي ٠



۱٠۱دطالبانو ايديو لوژي

دنويو طالبانو دايديو لوژي تعريف څه اسانه كار نه دى دا دغورځنگ په باب يو تت يا ناڅرگند تصوير وړاندې كوي ٠سره له دې كيداى شي په امانت دارۍ فرض كړو چې دا په لوېه پيمانه د پخوانو طالبانو له ايديو لوژي څخه منځ ته راغلې دي ٠كېداى شي دا ايديولوژي دډير محافظه كار كليوالي اسلام اودديوبندي اسلامي دوكتورين ديو تركيب په توگه تشريح شي ٬ چې په عبادتونو او دمعمول چلندونو په اهميت باندې ټينگار كوي ٠ په قوي توگه دديوبندي نظر څخه اغيزمن دي ٬ طالبان علاقه لري چي جزايي اوجنايي قوانين د شريعت ډيرې كمزورې سطحې تعبير ته راكښته كړي ٠ دا هيڅكله دښځو په هكله لكه څنگه چې دهغوئ خويونه دي مشهوده اوڅرگنده نه ده ٠ سره له دې چې په اصولو كې دوى دښځو دكاركولو اوزده كړې مخالف نه دي ٬ ددوى سخت گيري په پياوړي توگه درسمي كاليو اودجنس د جلا والي په اصولو ولاړه ده چې په اغيزمنه او په بشپړه توگه ددې سبب كيږي چې دښځو زده كړه يوې څنډې كې ځاى ونيسي ٬ اوهمدارنگه له ښاري نارينه روښانفكرانوسره په واټن كې شي ٠ همداشان طالبانو دټولې نړۍ سره په اړېكو درلودلو كې مينه نه درلوده ٬ خو په پرنسيپ كې يې پر دوې اعتراض كړى نه و٬ اودغه راز له ۲۰۰۰ وروسته دوى نور زيات گوښې (تجريد) شول اودعربو ميلمنو سره دتماس اودهغو دنفوذ په نتيجه كې نور هم زيات گوښې شول ٠ يوازې ددوى دشريعت په اړوند ددوى دسخت دريځ نه ډكو غوښتنو له ټولې نړۍ سره ددوى اړيكې ډيرې ستونزمنې اوغير عملي كړې وې ٠دپخوانو طالبانو دواكمنۍ په ساحه كې سياست٬ دشريعت دارتودوكس غوښتنې د وړانديز ترسطحې راټيټ شوى و چې يو سخت دريځه سني تعبيرپورې محدود و٠ ددې په نتيجه كې دلويديځ په وړاندې دهغوۍ مخالفت د لويديځ دفرهنگي مودل دغندلو په بنسټ و ٬ خو دې كار په استراتيژيك مخالفت باندې دلالت نه كاوه٠په دې اساس ٬په دې برخه كې دا دادطالبانو د ستريكتو سينسو ( stricto sensue )٬ ايديالوجي نه وه بلكې دا په شك كې خبره ده يعنې په گيومه كې كښل شويده ٠



داسې يوهڅه هم كيږي چې طالبان په افغانستان كې دكليواو – ښار ترمنځ د شخړې دڅرگندونې په توگه وليدل شي ٬خو دا مهمه ده چې په دې ټينگار وشي چې طالبان د كليوالي فرهنگ ځانگړي اصطلاح وه ٬دكلي ملا چې دپښتونوالي دقبايلي كودكس په مخالفت كې ولاړ و ٬حاكميت اكثرا ددوى دغوښتنو مخالفت كوي ٠ (See 2.5 Taliban, tribes and elders) (2)



كه څه هم له نويو طالبانو هم زياتره دغه غوښتنې كيږي ٬مالوميږي چې٬ دوى هم دزاړه جريان يا غورځنگ څخه په يو شمير مسايلو كې اختلاف لري ٠ دوى دخپلو بهرنيو جهادي پلويانو څخه مجذوب شوي و اوددوارد شوې تكنالوجي اوتخنيك په وړاندې ٬ډير انعطاف منونكي اوډير لږ سخت دريزه (ارتودوكس) وو ٠

دوى نه يوازې دجهادي سندرو دټيپونو دتوليد دپراختيا په برخه كې پانگه اچونه وكړه ( دموسيقي دسامان الاتو پرته ) چې دوى دمخه ان په ۱۹۹۰ كلونو كې كارول ٬بلكې ان دويديو دتوليد په برخه كې يې هم پانگه اچولې وه ٠ يوه څرگنده وونكي مساله په هر شكل چې وه هغه دعكس يا تصوير منع كول وو (تلويزيون ٬فوتو گرافي اوسينما ) چې ان د۲۰۰۱ كال پورې يې دوام درلود (٠ يا عمليكيده)ان دطالبانو دحاكميت له كلونو تر مخه په دې اړوند طالبانو يو لړ لنډ مهاله نرمښتونه (انعطافونه) وښودل ٠ ٬ دمثال په توگه بهرنيو ژورنالستانوته يي اجازه وركوله چې ددوى دجنگيالو فيلمونه واخلي ( خو نه دمشرانو ) ٠خوله دې سره هم ددوى په سخت دريزۍ كې په لويه پيمانه دمستندو فيلمونو ٬مركو څخه دكار اخيستنه اودعكسونوپه برخه كې چې دنويو طالبانو له ويناوواودتبليغاتي سې ډې گانو اودې وې دې گانو څخه كار اخيستل و ٬ اكثرا دقوماندانانو له څيرو هم ليدل كيدل جوتيږي بدلون راغى ٠ (وگورئ ۴٠۷ پروپاگندا ) ياغيانو به دجنگ ډگرته د ويديو كامرې وړلې ٬اوپه دې ترتيب يې دجگړو فيلمونه اخيستل اوعكسونه يې بيا دپروپاگندي موادو په توگه په كاروړل ٠ داسې ويل كيږي چې تقريبا لږ ترلږه ځينې طالب قوماندانان د۲۰۰۵ كال پورې دولسوالۍ دقوماندانو ترسطحې ( رتبې)پورې ليدل شوي و چې په هغو ځايونو كې چې به يي عمليات كول ٬سره له دې چې په افغانستان كې برښنا هم ډيره لږه وه له لپ ټاپ نه هم كار اخيستلو ( ۳)

بل ډيرمهم ټكې دادى٬ چې له ۲۰۰۱ كال وروسته نوي طالبان ډير زيات دپخوانو له

پخوانو جهادي ځواكونو سره گډ شول ٠ (په دې برخه وگورئ ۴٠۷ پروپاگند ) (۴ ) دوى له مبالغونه ډكو اوڅرگندو مفاهيمو لكه نړيوال مسيحيت ٬ داسلام پر ضد جگړه ٬ اوله نورونړيوالو جهادي ډلو سره په پيوستون باندې ټينگار كاوه چې په څرگنده توگه په نړيواله سطحه كې د ورته جگړې په باب دپوهيدنې يوه برخه ده ٠ كيداى شي دطالبانو دايديولوژې نړيوال كيدل ددوى دستراتيژي په پيژندلو كې كليدې ټكى وي ٠ ( (see 4.11 Mao’s epigones ,Fleas’ ,fourth generation ‘warriors or international jihadists?)



له دې امله نه چې دافغانستان په دننه كې دپان اسلاميزم دجوړيدو اوپراختياد موجوديت ٬له كبله ده ٬ ځكه چې پياوړى بهرنى مرستندوى لري ٠ دمثال په توگه :

په ۲۰۰۳ كال كې په عراق باندې دامريكا په مشرۍ حملې په افغانې عقايدو اوپه يقينې توگه په وروسته پاتې كليوالي سيمو كې چې طالبان هلته زيات ملاتړي لري كوم اثرو نه كړ ٠ سره له دې دا ډير زيات امكان لري چې په ټوله اسلامي نړۍ كې دپان اسلاميزم دچال چلند په پوښلو كې مرسته وكړي ٬او په نتيجه كې ستره اوپټه ځمك لاندې ( زير زمينې) مالي مرسته نه يوازې دعراق دياغيانو له پاره بلكې دافغان ياغيانو له پاره هم ترلاسه كړي ٬ دا څرخيد نگ( in turn ) ددې سبب كېدای شو چې طالبان په زياتيدونكي توگه وتوانيږي چې دشورشونو دپراختيا له پاره يوه پانگه اچونه وكړي ٠



دطالبانو دايديو لوژي يو ډير مهم شكل دازاد ماركيت وړاندې كول وو۔ په دې برخه داسې شواهد شته چې دا بڼه دطالبانو دغورځنگ دتاريخ په پيل كې په ۱۹۹۴ كال كې كله چې دوی دسوداگرو مالي ملاتړ ومنلو چې دافغانستان په جنوب كې لاره پاكه كړي ( 5)۔ په داسې حال كې چې دوى ان د۲۰۰۱كالڅخه وروسته بيرته دې ډول معاملي ته راستانه شول ۔ دوی (طالبانو ) داستثمار اوتير ايستلو هيڅ پوهه نه درلوده چې دازاد ماركيټ دغه منابعو څخه دخپلې جگړې د پر مخ بيولو لهپاره كارواخلي ٬ نه يوازې دلوجيستيكې هدفونو په اړوند ٬ بلكې دپوځي عملياتو له پاره هم ۔ همدارنگه ښايي دمزدورو جنگياليو طالبانو له پاره له اټكل څخه پورته وي (See2.2Early recruitment ) په دې برخه كې داسې ډير شواهد شته چې دطالبانو ځينو جنگيالو ته پيسې وركول كيدلې ٬(چې مزد دكار داجرا پورې مربوط و (piece work لكه ad hoc دندې اجرا كول٠ كيداى شول دې كار دتوغندې دډز دشعاع يا واټن چې ددوښمن داډې پورې رسيږي ٬دهدف دويشتلو ( وژلو )پورې ٬اړه درلوده ٠

( see4.4 establishing structure and a shadow government)



كه چيري ددې بازار تكيه په مشخصه توگه په بهرنيو لاس وهنو نه واى نو دا به څرگنده واى چې ياغيتوب دطالبانواصلي هنري اوايديولوجيك تخليق دي ٠

٠په تيرو وختونو كې ازاد ماركيټ داسې كارول كيده چې دياغيانو دغورځنگ لوژستيكي چارې پر مخ بوځي ٬لكه څنگه چې په۱۹۸۰ كلونو كېدافغان مجاهدينو له خوا ترې كار اخيستل كيده ٠ يو شمير ايديولوژيك ياغي شورشيان ٬يا يو شمير انفرادي كسان ښايي چې دشخصې انگيزې پر بنياد هڅول شوي وي خو ترڅو پورې چې ليكوال پوهيږي هيڅكله په څرگند ډول يو جنگيالى هم دبل چا له خو ا د دى دندې ترسره كولو له پاره نه دى استخدام شوى٠

په هر حالت كې٬ دنويو طالبانودغورځنگ د ايديولوژي څرنگوالى چې معتقدينو درښتيني عقيدې دماهيت بنسټ جوړوي د حقيقت په نسبت لږه مساله ده ٠ په ټولو محاسباتو كې ٬ په شمال مغربي سرحدې ايالت( پښتونخوا ) دديو بندې مدرسې شاگردان ٬دافغان كليو ملايان چې هملته روزل شوي و ٬ ساده كليوال هم له هغو سره يو ځاى شول ٬چې په قوي عزم سره كثرا چمتو وو چې ديو سبب له پاره خپل ځان قرباني كړي ٠ دامريكا اوناتو سرچينې ادعا كوي چې زيات شمير طالبان له ۲۰۰۲ كال راهيسې له منځه تللي دي ٠ د۲۰۰۶ كال په جريان كې دا ډول له منځه تلل كه د۲۰۰۵كال سره چې ۳۰۰۰ تنه وژل شوي ٬ پرتله شي نو درې واره به زيا ت له منځه تللي وي ٠ ديو بدېل رقم څرگند شوى چې جوتوي وايي د۲۰۰۶ كال په جريان كې ۲۵۰۰ ياغيان دناتو دځواكونو له خوا ووژل شول ٠ دكلنې اندازې وژل شويو يا له منځه تللو اندازه به د۱۲او ۱۳ په سلو په لړ كې وه ٠ ( وگورئ ۲٠۱ طالبان څومره پياوړي دي ٠ ) لكه څنگه چې ښودل كيږي لږ ترلږه په څو قضيو كې دا جوتيږي ٬ډير امكان لري چې دطالبانو دتلفاتو شميره دناتو له خوا داټكل نه ډيره پورته وي ٬ (۶)٠



هرهغه شمير چې ازادې سرچينې يې څرگندوي دقيق دىهغه دادى چې دطالبانو تلفات په حقيقت كې په ځانگړي توگه په ۲۰۰۶ كال كې بيخې زيات وو٠په ۲۰۰۶ كال په جولاى كې دطالبانو يو قوماندان ژورنالستانو ته وويل چې له هغو اتو كسانو څخه چې له يو كلي څخه له طالبانو سره يو ځاى شوي وو٬ درې تنه يې لا دمخه مړه شو ي دي ٠ كوم شې چې ثابت دى هغه ددومره لويو وژنو په اړوند ددوى بياځلي سكوت دى ٠ د۲۰۰۶ كال په اكتوبر كې دناتو ځواكونو رپوټ وركړ چې دطالبانو ترمنځ په گډې همكارۍ كې ديو درز دپيدا كېدو ښكارونديي كوي٬ چې لوړ پوړې كسان يې له منځه ولاړل خو دوى د۲۰۰۵ كال په پيل كې هم دا كار كړى و ٠د راديو د وينا وو له مخې په ځينو وختونو كې دطالبانو قوماندانان شكايت كوي چې مشرتابه هيات يې دجگړې ډگر ته له تللو څخه ډډه كوي ٠ په واقعيت كې دا ډول تعبير چې زيات ويل شوى دى په ډاگه كوي چې ددې ټولو له منځه تلنو سره سره٬بياهم د۲۰۰۶ كال تر پايه پورې هيڅ داسې نښانه نه وه چېگواكې په طالبانو كې درزموجود دى ٠ ځينې ډلې د شديدو جگړو پر مهال دپوهيدنې وړ دي خو دا ضروري نه ده چې وويل شي ټول سازمان نږدېټوټه كيدلو ته نږدى دى ٠هغه طالبانو چې په پاكستان يا افغانستان كې دژورنالستانو سره ليدلي دى څرگندوي چې داسې كومه نښه نشته چې دوى دې له خپل هدف او پريكړې عقيدې اوبالاخره له برياليتوب له لاسه وركړى وي ٠ ددولت دبيا روغې جوړي وړانديزونه چې په پرله پسې توگه كيږي دشورشيانو په منځ كې ورسره په ډيره لږه اندازه علاقه مندې ښودل شوي ده٠

٠( see 6.8 Reconciliation efforts ) (7)