را تلونکې ولسمشريزې ټاکنې او د يوه وېرونکي ايتلاف د رامنځته کېدو وېره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لعل نبي

له نړۍ اونيزې په مننه

له څه مودې راهيسې چې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو بيا ترسراوي ته لږې ورځې پاتې دي، د يو شمېر خلکو لخوا په دې ټاکنو کې د خپلې تلې د درنولو هڅې روانې دي، چا د رسنيو له لارې په بېلا بېلو ډولونو ولس ته د ځان ښودنې چارې پيل کړي، چا له بهرنيو افغانستان واکمنو هېوادونو سره خپلې اړيکې او ژمنې ډېرې کړي او چا......


هسې خو تر تېرو ولسمشريزو ټاکنو په دې ټاکنو کې د ډېرو خلکو د کانديديدو خبره کيږي خو تر دا مهاله د واکمن حامد کرزي په ګډون د علي احمد جلالي،اشرف غني احمدزي،رمضان بشردوست،ډاکټر عبد الله عبدالله،ګل اغاشېرزي او يو شمېر نورو کسانو د احتمالي کانديديدو اوازه د خلکو په خوله کې ده د دې احتمالي کانديدانو په اړه که سړى سوچ وکړي نو تر نورو لومړى خبره پر واکمن ولسمشر راځي او هغه داسې چې دى به بيا هم په دې ټاکنو کې په کانديديدو سره خپله څوکۍ وساتۍ او کنه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د افغانستان په اوسنۍ نه اټکل کېدونکي او د ناباوره وضعيت کې يې ځوابول خورا ګران ښکاري خو هغه څه چې ډېرى شنونکي يې وايي دا ده چې د امريکا نوى ولسمشر بارک اوباما د کرزي له واکمنۍ ناخوښه او غواړي پر ځاى يې يو بل څوک پر دغې څوکۍ وګماري او دا کار ځکه کولاى شي چې امريکا او ملګري يې د افغانستان د واکمن ټاکلو تر ټولو لوړترين او واکداره خلک دي

د کرزي د بل احتمالي ځاى ناستي په اړه تر ډېره له څه وخته د علي احمد جلالي اوړاشرف غني احمد زي نومونه په دې ډېر ياديدل چې له يوې خوا يې د کرزي دولت کې لوړې دندې لرلې وې او له بلې خوا له هغو ټکو سره چې بهرني هېوادونه يې له افغانستان او افغانستان واکمنو غواړي ډېر اشنادي د بېلګې په ډول د ټوپکوالۍ له منځه وړل ،د جنګي مجرمينو محاکمه.د نيشه يي توکو د کښت وکر مخنيوى او...

خو له هغه مهاله راهيسې چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د مجاهدينو او کمونيستانو د مدافعينو ښاغلو!!(ملي متحدې جبهې)له لورې په دې ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کانديديدو خبره په خولو خپره شوه او ورپسې د امريکا د نوي ولسمشر اوباما د دندې د لوړې مراسمو ته د احتمالي کانديدانو (علي جلالي ،غني احمدزي،ډاکټر عبدالله،او شېرزي)د تګ خبره رسنيو خپره کړه نو ولس او شنونکي په تر سره کېدونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د تېر په څېر يو ځل بيا د قدرت لېونيو خلکو د هر ډول نه کېدونکي چارې کېدو اندېښمن کړل ځکه له کرزي څخه د خلکو ناراضي والى او پرځاى يې د نوروهغو په پرتله د جلالي او غني احمدزي که نور څه نه وي نو د پوهې او مسلکي والي له امله يې هم خلک دې ته لېواله کړي و چې دې دوو او يا کوم بل تر دوى ښه کانديدونکى سړى به د کرزي ځاى ناستى او که کومه بله ښه پايله نه وي نو خلک خو به د لوږې تندې او يا هم په نېمو شپو کې د ترهګر او القاعده په نوم د بمونو له سيوري په امن کېدو سره تر پخوا د نسبي ښه ژوند لرونکي شي خو له ياد شوو دواړو کانديدانو سره د عبد الله عبد الله او ګل اغا شېرزي تګ امريکا ته خلک پوه کړل چې امريکا دا ځل په افغانستان کې د پخوا په شان نوي سوليدلي او بې مخي څېرې د واک پر ګدۍ کېښنوي ځکه که امريکا د عبد الله عبد الله پلوى نه واى نو داوباما د لوړې مراسمو ته د ميلونونه افغانانو پر وژلو د تورنو کسانو (متحدې جبهې ---کمونيستانو او ټوپکوالواو د مجاهدينو له نومه د ګټه اخيستونکو خلکو ))د استازي ګډون په داسې مراسموکې بله څه مانالري؟

يا د ګل اغا شېرزي په څېر د يوه هوښيار او پرمختللي ياماډرن جېب وهونکي او پيسه وهونکي ګډون په داسې مراسمو کې څه ارزښت لرلاى شي؟

که د دې ارزښت ځينې خلک د افغانستان دولت کې د هغه سلاکار وزيري او د ننګرهار د والي په توګه دنده لرل وښيى خو بيا هم تېروتي ځکه هغه خو د دولت له پريکړې او اجازې پرته په يوه بهرني هېواد کې د داسې مراسمو د ښکلي کولو حق هېڅکله هم نه لري.

پورتنيو خبرو ته په پام سره اوس ډېرى افغانان او شنونکي په دې اندېښنه لري چې د اوباما د لوړې مراسمو کې د دغو کسانو ګډون دا احتمال رامنځته کوي چې امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به مو د دغو کسانو په يو موټي توب سره د ددوى له منځه يو د کرزي ځاى ناستي توب ته وړاندې کړي او که دا کار وشي نو د کمونيستانو او ټوپکوالو له ګډ ايتلافي دولته خو به اوسنى کرزى خلکو ته لږ تر لږه په دې هم ښه وي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال که نور څه نه وي بهرنيو هېوادونو ته د کړو سفرونو پر مهال خو به له دپلوماتيکو اصولو سره پوره اشنا شوى وي او يا ښايي دا خبره يې چې ځينې خلک يې ټاکنيز کمپاين هم ګڼي څه ناڅه حقيقت وخيژي چې ويلي يې و د ده په اند د واکمنۍ تر ټولو لويه نېمګړتيا يې د بهرنيو ځواکونو له لورې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې نه مخنيوى و او که بيا پر خپلې څوکۍ پاتې شي نو مخنيوى به يې وکړي.

په پاى کې که ديوې لنډې پايلې په توګه يو ټکى وړاندې کړونو دا به وي چې که د اوبامامينه والو څلورو ګډ کانديد په ولسمشريزو ټاکنو کې موجوديت ولري نو تر اوسني واکمن دولته به يې خلکو ته پايلې ډېرې ناوړه او وېرونکي وي او که په دې ټاکنوکې رېښتا هم د ولس رايې ارزښت ولري نو افغان ولس به کله هم د دغه ايتلاف کانديد ته رايه ورنه کړي او بيا به هم پخپل همدې زوړ ملا پسې نيت وتړي اود خپل نا څرګند او وېرونکي برخليک د ليدو ورځې به شماري او که يې رايې څه ارزښت ونه لري نو بيا دې خداى پر دې بې څوکه او بې پوښتنې ولس ورحميږي ځکه چې د دوو لويديزپالو او دوو ټوپکوالو ايتلاف به يې د ځپلي ژوند راتلونکى له ناخوالو ډک کړي