څوک چې دپرديولښکرومخالف دۍ هغه نوطالب دۍ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

مخکې له دې چې دپورتنۍ پوښتنې په هکله خپل نظرڅرګندکړم اړينه ګڼم د يوې پيښې يادونه وکړم چې کولای شي لوستونکی دپورتنۍ پوښتنې ځواب پکښې پيداکړي ٠ داپيښه د څو کالو پخواکله چې مادهيوادپه عالی پوځې تعليمی مؤسسه ( حربی پوهنتون ) کې دنده لرله ترخه یادونه اوخاطرې تازه کوی اوداهغه وخت دۍ چې شوروی سرې اردو دانترناسيونالستی دندې دترسره کولو په پلمه زموږ په ګران ټاټويی کې دافغان ولس سره په جګړه لګیاوه اودهیواد په ګوټ ګوټ کې دجنګ اوجګړو، وژنو ، سوزولو،ربړولوغم لړلې لړۍ روانه وه ۰ کیسه خو داده چې يوه ورځ يې ددې مؤسسې دټولنيزو علومواستادان اوسياسی کارکونکی په يوه لوستخونه کې راغونډ کړې وو ترڅو دسياسی آمريت شوروی سلاکار خپل لکچر واوري ٠دې ږیره ور سلاکار چې کیم سګولوف نومیده په خټه اسیتین او دفلسفی علوموددکتورایې لرله دښه قلم خاونداویوتکړه وياندو٠ ددې خبرو سره سره هغه يوځان غوښتونکی اوخودخواه سړی و٠ هغه، هغه مهال يوکتاب دثور انقلاب په هکله ليکلې چې په درې ژبه ژباړل شوی هم و ۰ اوڅه موده وروسته، کله چې دمسکو سياست دافغانستان په اړوندتغيير ومونداوکرملن په افغانی جهادی ډلوکې نوی ياران اومتحدين پيدا کړې وو اوغوښتل يې چې هغوی دافغانستان په مشرتابه کې ووينی نودې فيلسوف چې دجنرالۍ رتبې ته رسيدلی و بل کتاب و ليکله چی په هغې کې دخپل پخوانی اثر خلاف دثورپرتمين انقلاب ته پوځې کودتا وايي ٠ زما هدف ددې ټکو دليکلوڅخه دا نه دۍ چې ولې دې شوروی فيلسوف ،پوځې سلاکار،عالم اودافغانستان دچاروڅيړونکی دثورداومې نيټې بدلون ته انقلاب ويلی اوبيايې هغه پوځې کودتا ګڼلې ده خبره پدې کې ده چې نوموړی شوروی افسرڅومره دخپل هيوادملی ګټو ته ژمن دۍ اودزمانې په مختلفو پړاوونوکې هغه څه وايي ،ليکی اوکوی چې دخپل هیواددمشرتابه پالیسۍ اودخپل هیوادګټې منعکسې کړی اودهغې دپلې کولو په خاطر نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي اوحتی دخپلوپخوانیوڅرګندونواوتخلیقی آثاروخلاف نورڅه ووایی چې دنوموړی شوروی افسرپه دې ډول دريځ کې ديوه رښتينی شوروی وطنپال انسان ځانګړتيا وينو ٠ کاشکې موږ هم دکيم سګولوف په شان چارواکې ، جنرالان ، پوهان اودلوړوزده کړو خاوندان درلودلای چې یوازې اویوازې یې دخپل ولس دسوکالۍ اوهيواددګټو په خاطر فکر اوعمل کړی وای نه داچې دايديالوژېکی باورونو، ګوندی اوګروپی اړيکواومصلحتونوپربنسټ اودنړيړالوسترواوځواکمنوهيوادونودپاليسيوپه چوکاټ کې دهيوادروانوچارواوبهير ته کوم چې زموږ دميليونومسلمانوخلکودباورونواو اعتقاداتو سره په ټکر کې دي قضاوت اوعمل وکړي ٠ ددې لپاره چې اصلې موضوع ته راشم راځم دلکچر محتوی ته ٠ لکچر دشوروی اتحاد ددښمنانوتبليغاتو ته ځانګړی شوی وچې د(( ثورانقلاب )) کورنیو اوبهرنیو دښمنانواومخالفینو دافغان - شوروی دوستۍ اوپه تيره دشوروی لښکرو په هکله پر مخ بيول اوموخه يې څه وه ؟ کله به چې نوموړی سلاکاردمخالفينودمختلفوډلودتبليغاتو په هکله څه ويل نودهرې برخې په پای کې به يې دا خبره زیاتوله چې (( دافغان پوځ داستادانو،سياسی کارکونکواودا، خ ،د ،ګ د غړو په ليکوکې هم داسی کسان شته چې دثور انقلاب دکورنيو دښمنانولکه بنسټپاله تنظيمونو، مائويستانو، افغان ملتيانو،سلطنت غوښتونکواوپه يوه کلمه کې دثوردانقلاب ددښمنانو)) خبرې کوي اودشوروی دانترناسيونالست پوځيانودوتلواودشوروی سلاکارانودرول دکمښت غوښتنه کوي٠ کله چې لکچردوام درلود متوجه شوم چې يواستادچې پخوانی افسراو دګونددحاکمې ډلې سره یې تړاودرلود ،يومتعهداوژمن ګوندی و، دلوړوګوندې حاکموکړيواو مقاماتوسره يې اړيکې او پيژندګلوی لرله ،تل به يې خورا ښکلې يونيفورم اغوست خپل کمربندچې په کرتۍ به يې تړلې و ليرې کړ، څوشيبې وروسته يې خپله نکتايي وايستله ، وروسته يې کرتی اوبيا کميس هم يوپه بل پسې وايستل خو مغروره شوروی سلاکارچې په لوستخونه کې دناستواوريدونکوحرکات څارل اودحاضرینوسره یې دسترګوژوندی تماس درلود خپل لکچر ته دپخواپه شان ادامه ورکوله اودهرې موضوع په آخر کې به يې د(( افغان استاداوسياسی کارکونکی )) نوم اخيسته چې په اصطلاح د((اشرارو ))اودهغې دنړيوالو حاميانو( امپريالستانو، چينايي عظمت غوښتونکو، ايرانی آخوندانو، پاکستانې پوځيانو، عربی شيخانو) په څير تبليغ کوي چې پدې توګه دانقلاب ددښمنانوژرندې ته اوبه ورخوشيوي٠ کله چې نوموړی استاد خپل کميس وايست نو ټول ورته متوجه شول چې هغه څه کوي؟ ځکه چې هغه دسپینې زيرپيراهنی په لرلو سره په خړودريشيوکې دپوځيانوپه خبره يو نيرنګی ټکۍ (( نقطۀ نيرنګې )) ښکاريده خوبيا هم لکچرورکونکې خپل لکچر ته ادامه ورکوله ،پدې وخت کې نورنود نوموړی استاددزغم کاسه په توييدوشوه له ځايه پاڅيده ويي ويل چې زه اشراراوانتی سويتست يم يا سياسی آمر ، سياسې آمرته يې سپکې سپورې اوښکنځلې پيل کړې کوټه شورماشورواخيستله نوموړی قهريدلی استادنورواستادانودکوټې څخه وايست ترڅوبله کومه ناوړه پيښه ونه شي اوپدې توګه د(( ثوردانقلاب ددښمنانودتبليغاتو ))لکچر هم پای ته ورسيداوټول ګډون کونکی دخپلو شعبو په لوری دلوستخونې نه ووتل٠ څوورځې وروسته ما دنوموړی استادسره دپيښی پوښتنه وکړه چې ولې هغه داسې په غوصه شواوخبره څه وه ؟ هغه وويل چې زه د حربی پوهنتون څخه تبديل شوې يم اوداردو دسياسی چارو لوی رئيس ورغوښتی وم چې ماته يې دتبديليدو خبره وکړه ما هم ورسره ومنله دفرصت څخه مې په استفادې سره په حربی پوهنتون کې چې د پوځ بنسټ دلته ايښودل کيږی څه مشورې ورکړی چې په هغې کې دا مساله هم وه چې سياسی آمر په پوهنتون کې خپله اتوريته له لاسه ورکړې اوټولې چارې دسياسی آمريت سلاکار پخپل لاس کې نيولې دي چې داډول وضعيت دمحصلينو په روحيه ناوړه اغيز اچوي اوپه کارده چې سياسی آمرخپل چلندته تغييرورکړي او نوښت اوابتکارترلاسه کړي ، مستقلانه عمل وکړي نه داچې په ټولوتدبيرونوکې سلاکار دمخه اودې دهغې شاته روان وي( ديادولووړده چې سياسی آمر په ونه خورا ټيټ اوشوروی مشاور جګ سړې و چې کله به دوی په لاره روان وو دچا خبره که مشاوربه يوګام اخيسته سياسی آمربايد دوه ګامونه پورته کړې وای نوله همدې امله به تل سلاکارمخکې اوسياسی آمر به يې شاته روان و ) ٠ هغه وويل چې ممکن داموضوع دسياسی چارو لوی رئيس دسياسی آمرسره شريکه کړې وي چې بايد خپلو نيمګړتياوواونواقصوته متوجه شي ٠ سياسی آمردا خبره ځانته توهين اوسپکاوی ګڼلی دۍ اوخبره يې داسې مشاورته کړی ده چې ګواکی زما په خبره په پوهنتون کې ټول کارونه، دچارولارښونه اواداره شوروی مشاورين کوي هغه څه چې مخالفین یې وایی ٠ کله چې مې دهغې څرګندونې واوريدې پوه شوم چې خبره څه وه٠ ددې پيښې وروسته داستادانو په منځ کې چې هغه په دووبرخوويشل شوی وو يوه برخه چې غوڅ اکثريت يې جوړاوه دشوروی لښکرو دشتون مخالف وواوبله کوچنۍ ډله چې ځانونه يې انترناسيونالستان اوسويتستان ګڼل داپوځونه يې دنظام دټينګښت اوساتلوضمانت کونکی شميرل اودهغوی شتون يې يو ضرورت ګاڼه٠ کله به چې هغه استادانوکوم چې دشوروی لښکرودشتون مخالفين وواوپدې هکله به يې سره بحث کاوه دټولوټکالوپه ترڅ کې به يې پخپلومنځونوکې ويل چې که دشورويانوضد څه وايۍ نوديونيفورم اودريشی پرته به ددې مؤسسې اوکافدرا( ديپارتمنت) څخه وزې ښه داده چی پدې اړوندچوپ پاتې شو ، خوبل پلو ته انترناسيونالستانواوسويتستانو به بيا ويل چې که څوک دشورويانو په دوستی باورنه لري، هغې ته دشک اوترديد په سترګه ګورې اودهغې ضد تبليغ کوي لوڅ لغړ( بدون نيکر ) به له دې عالې مؤسسې څخه ايستل کيږي٠ که دنوموړې کيسې تيرشواوداخبره مطرح کړوچې هغه مهال چې شوروی لښکرې په افغانستان کې پرتې وې آيا يوازې اوه ګونواواته ګونو تنظيمونو، مائويستانو، افغان ملتيانواوسلطنت غوښتونکودا غوښتل چې بايد شوروی اشغالګرې لښکرې له افغانستان څخه ووزي يا داچې ولس هم داهيله لرله ؟ آيا نوموړې ډلې داشغال پرضد جنګيدلې يا داچې دولس پرمټ يې مقاومت ته ادامه ورکوله ؟آيا دې ولس خپل سرونه په لاس کې نه وونيولی ترڅوخپل وطن آزادکړي ؟ که چيرې افغان ولس مقاومت ته ملا نه وای تړلې اووسله يې نه وای اخيستی آيا دې تنظيمونودا توان درلودچې دشوروی لښکروسره مقابله وکړي اوپه کليوکې شپې اوورځې تيرې کړي؟آيا دې ولس خپله يوه ګوله مړۍ دتنظیمونودجنګیالیو وروڼوسره نيمه کړي نه وه اودهغوی پالنه يې نه کوله؟آیا افغان روڼ اندې که بهرته تللی وو اویا په هیوادکې اوسیدل داشغال ضد نه وو؟ فکرکړم چې دې تنظيمونودخلکودقربانیواواتلوالیوپرمټ وکولای شول چې شورويان دې ته اړ باسي چې دهيوادڅخه په سرکوزۍ ووزي ٠ آيا دوخت په دولتی ادارو، دپوځ په ليکواودواکمن ګوند( ا، خ، د، ګ ) په غړوکې داسې کسان نه ووچې دشوروی لښکرو شتون يې په هيوادکې نه مانه اودهغې دوتلو غوښتنه يې کوله اوپه دې هيله يې شپې اوورځې سبا کولې ٠چې دنوموړې شوروی سلا کارڅرګندونې چې ((دافغان پوځ داستادانو،سياسی کارکونکواودګوندې غړو په ليکوکې هم داسې کسان شته چې دانقلاب ددښمنانو خبرې کوي )) ډيرښه ثبوت کيدای شي٠ داچې دروسانوپرمټ واک ته رسيدلو چارواکو،دهغوی پلويانواوهغوپه اصطلاح ( روڼ اندو) چې دڅوکۍ ،مقامونواوقدرت په نيشه کې ډوب وواوټولوټولنیزو پدیدواوپیښو ته به یې دخپلوایدیالوژیکې اعتقاداتوله دریځه کتل اودقضاوت یوازینۍ معیاریې ایدیالوژی اودشوروی اتحاددپالیسۍ وه هغه څوک به چې دشوروی لښکرو دشتون مخالف ووهغې ته اشرار ، انتې سويتست ،تنګ نظره ناسيونالست ، منفی باف اودسياست څخه بيخبره کسان شميرل ، هغه يې محکومول، زندانونوته استول اوداسې نور٠٠٠ آيا هغه واقعا اشراراودپردیو ګوډاګیان وو؟ آيا هغه ګوندې غړی ،دولتې مامور،افسراوسرتیری چې دشوروی انترناسيونالسې لښکرواوسلاکارانوشتون او دندو ته يې دشک اوترديد په سترګه کتل اوهغه ورته دمنلووړنه وه هغه تنګ نظره ناسيونالست و؟يا څوک چې سويتست نه و هغه مجرم وچې بايد وټکول شي ، وځورول شي ؟آيا زموږآزادخياله اوپروطن مين ولس چې دسرې اردو شتون يې پخپل ټاټوبې کې ځانته سپکاوی ګاڼه اودهغې پرضد يې مقاومت کاوه هغه دوطن دښمن اوترهګرو؟فکرکيږي چې پورتنيواودهغی په شان لسهاوونوروپوښتنوته به ځواب منفی وۍ٠ هغه وطنوال چې دشوروی يرغلګرولښکرومخالف وو که په دولت کې وويا ددولت نه بهر په حاکم ګوندکې وو يا په نوروسياسی ډلوکې، که دشورويانوپرضد يې وسله واله مبارزه کوله،یا دهغې ضدتبلیغ کاوهدخپلو اولادونودنفقې دپیدا کولو په موخه کاراوفعالیت کاوه خوشوروې نیواکګریې نه غوښتل اودهغې څخه یې کرکه لرله ، هرڅوک چې وو اوهره دنده يې چې لرله دهيوادرښتينی بچي وو، دخپل هيواداوخلکوسره يې مينه لرله اود هيوادسرلوړی اوخپلواکی يې غوښتله٠ پرهغوی ددښمن او اشرارټاپې وهل دواقعيتونوڅخه سترګې پټول ، دخپلو خلکوسره دښمنی کول اوداشغالګرانوپه چوپړکې دريدل وو ٠ که چيرې اوسنی افغانستان ته اوهغه څه چې نن زموږ په هيوادکې تيريږي چې هغه يو ناامنه افغانستان اوپه هيوادکې دپخواپه شان دجهادپه نامه جګړه روانه ده اودا جګړه ددې دولت مخالفين پدې نامه ترسره کوي چې هيواديې اشغال شوی دۍ ، دهيوادبرخليک نورټاکی نودوی پتتيلې ده چې هيوادبه آزادوي ،خپل برخليک به پخپله ټاکی اوترهغو به خپل سپيڅلی مقاومت ته ادامه ورکوي ترڅو پردی لښکرې له افغانستان څخه نه وي وتلې٠ که چيرې نن ورځ يو روڼ اندی ،دروڼ اندی په اصلی مفهوم سره داپوښتنه مطرح کوي چې پردۍ لښکرې دې دخپلووتلومهال ويش وټاکي ،افغان ملی پوځ دې پرپښوودروی ،دمخالفينوسره دې بيله قيد اوشرطه خبرې پيل ترڅوافغان وژنه دتل لًپاره ختمه شي آيا ددې ډول طرحې وړاندې کول دطالب له دريځ اوچلند څخه ملاتړدي ؟آيا يوازې طالب دپرديولښکرو دوتلوغوښتنه کوي يا خلک هم دالښکرې نه غواړي ؟ فکرکوم چې که څوک ددې نظر دخاوندانو په پته دطالب ،بنسټپال ،دموکراسی ضداوداسې نورې ټاپې او نومونه ايږدي دشوروی داشغال دمهال چارواکواودهغې دپلويانودچلندسره هيڅ توپير نلري٠موږ وینو چې په روښنفکری محفلونواورسنیوکې کله چې څوک دمخالفینو سره دخبرو اومذاکرومساله طرح کوی ،دناټویی ځواکونودعملیاتواوکړووړوڅخه انتقادکوی اوددې ځواکونودوتلو دمهال ویش خبره راپورته کوی هغې ته طالب اویانکتایی لرونکی طالب ویل کیږی چې کټ مټ دشوروې داشغال ددوران تبلیغاتو ته ورته دی۰ پدې بايد دټولو سر خلاص شي چې زموږدهيوادناورين اواوسنې ناتارته دپای دټکی ايښودل يوازې اويوازې هغه مهال شونی اوعملی دي چې په هيواد کې دپرديولاسوهنې ختمې اولاسوهنوته پلمې نه وي ،په هيوادکې دتلپاتې سولې دراوستلواوټينګولولپاره دمخالفينوسره دخبرواومذاکروته مخه شي٠ که څوک دخپل هيواداودهغې دخلکوسره مينه لري، دخپل هيوادپرمختګ اودهغې داوسيدونکونيکمرغی غواړي هغې ته رسيدل په يوه سوله ايزاوخوندی افغانستان کې ممکن دي ٠ که موږدهيوادديوشميرروڼ اندوڅرګندونوته چې په ډله ايزورسنيو يا په مشاجروکې انعکاس مومي ځیرشو داخبره ډيره ترسترګوکيږي ، طالبان بنسټپال دی ،ښه سابقه نلري نن مهال سولې اوپرمختګ ته لوی خنډ دۍله دې امله دهغوی سره دخبرواوتفاهم اړتيا نشته هک پک پاتې کيږم چې دوی ولې دخپل هيوادواقعيتونوته نه متوجه کيږي اودپرمختللی غربې ټولنودمعيارونواوسليقو پراساس خپل هيواداوخپلوخلکو ته ګوري ،دخپلوخلکودخپلوپلرونواوميندواعتقادات ،باورونه، نړی لید اوغوښتنې په پام کې نه نيسي ،هغه نشي درک کولای اویا نه غواړی هغه درک اودافغانی ټولنې واقعیتونه څرنګه چې دی ومنی۰ آيا دوی په دې نه دی پوهيدلې چې شورويانو ونه کولای شول چې په افغانستان کې په زورسره سوسيالستی ټولنه جوړه کړي آيا نن داولس چمتودۍ چی په زور سره غربی دموکراسی ته غاړه کيږدي٠ آيا دوی هغه راپورچې څه موده مخکې دسنلس شورا خپورکړچې دهغې له مخې طالبان دهيواددسلو څخه پر ٥٤ برخه واکمن دي ټکان نه دۍ ورکړی چې ولې رانسکورشوی طالبان دومره ځواکمن شول اوځواک یې په څه کې دۍ ؟زما له نظره دطالبانو ځواک اودپیاوړتیا لامل په دې کې دۍ چې هغوی هغه شعارونه ورکوی اودهغې لپاره جنګیږی کوم چې پرخلکوښه لګیږی ، هغوی هغه څه وایی چې کړیدلی افغان ولس دهغو پلی کیدل غواړی اوسربیره پردې دطالبانو بیا راڅرګندیدل اوپه یوه دسترګووړ ځواک د تبدیلید لوعلت پخپله اوسنی بې کفایته اوپه فساداخته دولت اواداره اودناټویی ځواکونوناوړه چلنداوکړه وړه دی چې دوخت په تیریدو سره خلک دهغې څخه فاصله نیسی اودمخالفینوسره خواخوږی پیدا کوی ۰د پورتنیو څرګندونوڅخه دانتیجه ترلاسه کیږی چې افغان سیاستوالواوپه تیره روڼ اندو ته چې په ټولنه کې ستر رسالت اومسؤلیتونه لری ښایی چې دهیواد روانو پیښواودافغانی ټولنې واقعیتونوته دخپلوایدیالوژیکی باورونوله دریځه اودغربی نړۍ له عینکوونه ګوری ،دافغانی ټولنې واقعیتونوته که دهغوی خوښیږی یا نه خوښیږی ، هغې ته غاړه کیږدی اودپردیو نسخودتطبیق لپاره که خورا په زړه پورې هم وی زړه خوښ نه کړی دهغه څه لپاره فکر اوعمل وکړی چې افغانستان مسلمان ولس یې غواړی اودهغې دهضمولو قابلیت لری که نه نو دخپلوخلکوسره به يې ستره جفا کړې وي٠ اوداسې وخت به راشی چې دخپل نننی دریځ څخه پښیمانه وی چې پښیمانی بیاهیڅ ګټه نلری۰
۴-۴-۲۰۰۸
پای