مطیع الله سحر
په دې وروستیو کې چې د سولې هڅو رنګ راوړی، نو د مومن خان ښامار ورڅخه جوړ دی، څوک یې په خپله د وژلو هڅې کوي او ځینې یې په لوی لاس نورو ته منسوبوي، مګر په عدالت او انصاف ولاړه خبره داده چې د سولې ټول امتیاز باید افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لاړ شي، ځکه نوموړي سوله له شعار څخه په عمل بدله کړه. د سولې لپاره یې بیا بیا هڅې وکړې، پلان او برنامه یې ورته ترتیب کړل او بالاخره یې د مذاکره کوونکی پلاوی هم وټاکه. د سولې په برخه کې د نوموړي هڅې او دریځ واقعاً ټولو افغانانو ته د قدر وړ دي
ولسمشر غني به تاریخ تکرار ته پرېنږدي
محمدبشیر یوسفزوی
پښتو متل دی چې مار خوړلی له پړي هم ډارېږي. موږ چې د سولې د بیړنیو پرېکړو ډېرې بدې تجربې او ترخې خاطرې لرو، نو له همدې امله مو له موقتو حکومتونو هم خوا شنه ده. ځکه د جنیوا او راولپنډۍ پرېکړې او غونډې یې هغه څرګندې بېلګې دي چې هیواد په کې ویجاړ شو، بنسټونه په کې وپاشل شول او هیواد کورنۍ جګړې ته ننوت
امریکایې پوځیان ولي له افغانستان څخه وځي؟!
ملا عبدالسلام "ضعیف"
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
امريکا ولي له افغانستان څخه وځي؛ د یوه امریکایې له خولې د امريکا د ولس د لوی اکثريت نظر:
اول : د افغانستان – امریکا جګړه، د امريکا په تاريخ کې بې ګټي، اوږده او نه ګټونکي جګړه ده، چې تقريباً اوس نو ټول امريکايې وګړي له همدې اوږده جنګ څخه ناخوښ دي
د روسيې نوې لوبه؛ په مسکو کې افغان سياسيون څه کوي؟
په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد هڅو سولې ته د افغانانو هيلې تر پخوا زياتې کړي؛ اوس روسيې هم په دغه منځ کې دا ځل په مسکو کې د وسله والو طالبانو او هغه په اصطلاح افغان سياستوالو چې د افغان حکومت منتقدین دي؛ تر منځ ناسته برابره کړې ده. د وسله والو طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د روسیې پلازمېنې مسکو په ناسته کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی له یو شمېر په اصطلاح افغان سیاستوالو سره
صلح قَهقَرائیِ داکترزلمی خلیلزاد _ فاجعهٔ درحال شکل گیري
انجنیرعبدالصبورصافی
دراین روزها بازارِ گفتگوهای صلح وقطع جنگ همه جا گرم است ولی این صلح چیست که همه تشنهٔ آن اند بعضی ها برای آمدن صلح قیمت لایتناهی تعین میکنند بعضی ها ازآمدن این صلح درهراس اند، بدون شک که صلح یک ضرورت نهایت مبرم وعاجل است ولی گاهی هم برای یک لحظه کوچک اندیشیده یم که چه نوع صلحی میتواند درد ملت را دواکند زیرا این صلح بازی کودکانه نیست این صلح بین دوفرد ودوجوان نیست این صلح بین دوقوم ودوگروه نیست این صلح بین افعانهای
امنیزیا )یادفراموشی( وزخم خونین افغانستان وانفجار امریکا ازداخل
نویسنده : تام انگلهارت )Engelhard Tom .)
منبع وتاریخ نشر : کمان دریم» 42-10-4102 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
در سالهای پس از آن، ایده تقسیم صلح، حتی به اصطالح خود، به سادگی ناپدید می شود. )عکس:
برنامه اجرایی سرباز / فلیکر / سی سی(
ادامه در ضمیمه .
د سولې مخالف حکومت دی که طالب؟
محمدروښان ښاد
د سولې په برخه کې د حکومت او ولسمشر غني ملي، سیمه ییزې، د اسلامي هیوادونو او نړۍ په کچه کوښښونه او هلې ځلې ټول ملت ته معلومې دي. هر ځل چې د سولې په اړه د کوم مهم قدم او تصمیم خبره شوې، نو ولسمشر غني د سیاسیونو، علماو، مشرانو او ټولو اقشارو استازي ورغوښتي او له هغوی سره یې جلا جلا مفصلې خبرې او بحثونه کړي، د دوی پوښتنې، غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي
د غني ملي او ستانکزي پاکستانی دریځ
محمدبشیر یوسفزوی
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په ډېره مېړانه، اتلواله او زړورتیا د هیواد د دښمنانو پر وړاندې د زمریانو غوندې مبارزه کوي او شپه ورځ د هیواد د پت، عزت او دفاع په سنګرونو کې د خپل سر او ژوند په قېمت جګړه کوي د ټولو افغانانو خواخوږي او ملاتړ له ځانه سره لري
سوله زغم او تدبیر غواړي
مطیع الله سحر
سوله چې د خدای(ج) امر دی او د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد(ص) تل خپلو پیروانو ته دا امر کړی چې تاسو تل په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړئ، تر بل هر څه د اسلام او سولې لار غوره کړئ. د خپل مسلمان ورور خیر وغواړئ، هغه چې ناپوه وي ورته سمه لارښوونه وکړئ.
اتمر یې بایلي
عبداللطیف یاد
اتمر د ښاغلي غني په حکومت کې ښه رشد وکړ، ځکه چې له یوې خوا ورباندې غني له حده زیات اعتماد کړی و او د همدغه اعتماد په اساس یې نوموړي ته زیات صلاحیت ورکړی و. نوموړی د ملي امنیت سلاکار و، مګر په حقیقت کې یې د لومړي وزیر حیثیت درلود، ځکه په ډېرو مقرریو او تصامیمو کې د هغه فکر او نظر ته ارزښت ورکول کېده
امریکا دې پر موږ احسان نه کوي
محمدروښان ښاد
امریکا دې پر افغانانو احسان نه کوي او نه هم د دې حق لري، ځکه د شوروي له ماتې وروسته یې موږ یوازې اوناوړه ګاونډیانو ته پرېښودو. له همدې امله زموږ جنګ دادی څلوېښت کاله ادامه پیدا کړه.
بالاخره د همدغو جنګونو بدبخیتو په پایله کې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شو او کله چې بین المللي تروریستانو په افغانستان کې ځالې جوړې کړې او پر امریکا یې د برید پلان تطبیق کړ، نو امریکا وقهرېده او افغانستان ته راغله، نو امریکا حق نه لري چې پر موږ احسان وکړي، ځکه امریکا زموږ د امنیت له غمه نه ده مړه، بلکې عسکر یې د خپل امنیت لپاره دلته پراته دي