انجنیر زلمی نصرت
دنمارک

زموږ په سیاسي فرهنګ کې یو له سترو تېروتنو څخه دا دی، چې تل مو هڅه کړې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته د «دوست» او «دښمن» نومونه ورکړو؛ ګواکې سیاست د احساساتو ډګر دی، نه د واقعیتونو نړۍ. 

هر ځل چې مو په بېړه کوم هېواد «دوست» بللی او یا مو بل «دښمن» ګڼلی، په پای کې یې تاوان خپله موږ ورکړی دی.

افغانستان د تاریخ او جغرافیې په څلورلارې کې پروت هېواد دی. د ډېرو نورو هېوادونو برعکس، موږ له داسې ګاونډیانو سره ژوند کوو چې هر یو یې خپلې ملي ګټې، اندېښنې او ځانګړې موخې لري. نه شو کولای خپل ګاونډیان وټاکو او نه یې بدلولای شو؛ خو هغه څه چې بدلولای شو، د هغوی په اړه زموږ لیدلوری او د اړیکو څرنګوالی دی.

په نړیوال سیاست کې نه تلپاتې دوست شته او نه هم تلپاتې دښمن. هغه څه چې دوام لري، ملي ګټې دي. که هند وي، پاکستان، ایران، چین، د منځنۍ آسیا هېوادونه او یا کوم بل ځواک، هر هېواد خپله تګلاره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړوي، نه زموږ د مینې، کرکې، احساساتو او شعارونو له مخې.

له بده مرغه، لا هم زموږ په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې داسې کسان شته چې هند د افغانستان تلپاتې دوست، پاکستان تلپاتې دښمن، یا د منځنۍ آسیا هېوادونه بې‌قید او شرطه دوستان ګڼي. ځینې بیا د ایران په اړه بیل نظر لري. دا ډول قضاوتونه تر دې چې د سیاست پر واقعیتونو ولاړ وي، د احساساتو، مخکینیو ذهنیتونو، ایډیالوژیکو او مذهبي تمایلاتو تولیدات دي.

د تېرو څه باندې پنځوسو کلونو تجربې ثابته کړې چې هېڅ هېواد د افغانستان لپاره خپلې ملي ګټې نه دي قرباني کړې او نه به یې وکړي. هر وخت چې یې ګټې غوښتې، له افغانستان سره یې مرسته کړې، او هر وخت چې یې خپلې ګټې په بل لوري کې لیدلې، خپله لاره یې بدله کړې ده. دا اصل یوازې زموږ د ګاونډیانو لپاره نه، بلکې د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره صدق کوي.

البته، دا خبره د دې معنا نه لري چې د ځینو ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې او زیانمنې پالیسۍ له پامه وغورځول شي. افغانستان د سیمه‌ییزو سیالیو له امله ډېر زیانونه لیدلي دي، او زموږ ډېرې ستونزې،له جګړو او ناامنۍ نیولې تر سیاسي بحرانونو پورې، د سیمې د ځینو هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري. خو همدغه حقیقت هم باید موږ د «دوست» او «دښمن» د احساساتي فکر ښکار نه کړي، ځکه هغوی هم، لکه د نړۍ نور هېوادونه، تر هر څه وړاندې خپلې ملي ګټې تعقیبوي.

اصلي تېروتنه هغه وخت پیلېږي چې موږ خپلې ملي ګټې هیرې کړو او د احساساتو اسیران شو، نورو ته د تلپاتې دوست یا تلپاتې دښمن نوم ورکړو. بریالۍ بهرنۍ پالیسي د مینې او کرکې پر بنسټ نه، بلکې د ملي ګټو، ګواښونو، فرصتونو او واقعیتونو پر دقیق درک  او ارزونې ولاړې وي.

ښايي غوره وي چې له دې وروسته خپله سیاسي ژبه بدله کړو. د «دوست» او «دښمن» پر ځای د «ګاونډي»، «ګډو ګټو» او یا «متضادو ګټو» اصطلاحات وکاروو. د ټولو ګاونډیانو درناوی، د سوله‌ییز ګډ ژوند اصل او د خپلو ملي ګټو ټینګه دفاع، کولی شي د یوې واقعبینانه او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ بنسټ جوړ کړي.

افغانستان تر هر وخت زیات سیاسي عقل، تدبیر او واقع‌بینۍ ته اړتیا لري؛ داسې عقل چې موږ ته دا را زده کړي چې هېوادونه د مینې او کرکې، وفادارۍ او بې‌وفایۍ، یا «مردۍ» او «نامردۍ» په تله ونه سنجو، بلکې د هغوی کړنې، ملي ګټې او سیاستونه د عقل، منطق او ملي مصلحت له مخې وارزوو.

په نړیوالو اړیکو کې نه تلپاتې دوستي شته، نه تلپاتې دښمني، او نه هم د «مردۍ» او «نامردۍ» مفاهیم د دولتونو د چلند معیار ګرځي. هغه څه چې تل پاتې وي، ملي ګټې، سیاسي بصیرت او د خپل ولس د حقونو او ګټو د دفاع وړتیا ده.

د کلام په پای کې غواړم په ټینګار سره ووایم چې دا ادعا، چې ګواکې ایران د افغانستان په اړه دوه‌مخیزه سیاست پر مخ وړي، تر ډېره یوه احساساتي، سطحي او له سیاسي واقعیتونو لرې ادعا ده. داسې برداشتونه نه یوازې د نړیوال سیاست له اصولو سره نابلدتیا ښيي، بلکې د سیمې د پېچلو اړیکو د درک کمزورتیا هم څرګندوي.

په نړیوال سیاست کې هېڅ هېواد خپلې پرېکړې د احساساتو، شعارونو او تمو پر بنسټ نه کوي؛ بلکې خپلې پالیسۍ د خپلو ملي ګټو، امنیتي محاسبو او ستراتیژیکو موخو  او واقعیتونو له مخې تنظیموي. که یو هېواد په بېلابېلو شرایطو کې بېلابېلې تګلارې غوره کوي، دا د سیاست طبیعي منطق دی، نه دوه‌مخیزتوب.

اصلي ستونزه باید د نورو هېوادونو په سیاستونو کې نه، بلکې تر ډېره په خپلو کمزورو سیاسي محاسبو کې ولټوو. هغه سیاست چې لا هم پر یو اړخیزو دریځونو، احساساتي غبرګونونو او غیرانعطاف‌منونکو لیدلورو ولاړ وي، نشي کولای د نننۍ سیمې او نړۍ له واقعیتونو سره مقابله وکړي. اوسنی وخت د شعارونو او احساساتي قضاوتونو نه، بلکې د واقع‌بینانه، هوښیارانه او انعطاف‌منونکي سیاست غوښتنه کوي.

نور محمد غفوري

افغانستان د خپل معاصر تاریخ له هغو حساسو پړاوونو څخه تېرېږي چې د هر وخت په پرتله ملي همغږي، سیاسي تدبیر او ټولنیز تفاهم ته ډېره اړتیا لري. په داسې شرایطو کې چې هېواد له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، هره هغه موضوع چې د خلکو ترمنځ د بېلتون او تقابل فضا رامنځته کوي، باید په ډېر دقت، مسؤلیت او ملي لیدلوري وڅېړل شي.

په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ژبې اړوند بحثونه، په ځانګړې توګه د «دري» او «فارسي» د نومونو، تاریخي مخینې او اړیکو په اړه، پراخ شوي دي. بې‌شکه دا موضوع د ژبپوهنې، تاریخ او ادبیاتو له مهمو علمي بحثونو څخه ده، خو د هغې څېړنه او ارزونه باید د علمي میتودونو، مستندو تاریخي سرچینو او مسلکي څېړنو پر بنسټ ترسره شي، نه د ټولنیزو رسنیو په احساساتي او قطبي فضا کې.

په نړۍ کې ګڼې تجربې ښيي چې د ژبې، قوم، مذهب او هویت په څېر حساس موضوعات کله ناکله د سیاسي رقابتونو، تبلیغاتي جګړو او حتی د بهرنیو لاسوهنو لپاره د اغېزمنو وسیلو په توګه کارول شوي دي. له همدې امله، سیاسي هوښیارتیا دا ایجابوي چې د هرې داسې موضوع د مطرح کېدو وخت، انګېزه او احتمالي پایلې په دقت وارزول شي، څو د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پر وړاندې د ناخواسته زیان مخه ونیول شي.

دا په هېڅ صورت د دې معنا نه لري چې علمي بحثونه باید محدود شي. برعکس، د علم ازادي او علمي مناظره د هرې پرمختللې ټولنې اړتیا ده. خو د علمي بحث او سیاسي قطبي کېدو ترمنځ باید روښانه کرښه موجوده وي. د «دري» او «فارسي» د اړیکو، ورته‌والي او توپیرونو په اړه جدي علمي څېړنې باید په پوهنتونونو، علمي کنفرانسونو، څېړنیزو مرکزونو او تخصصي مجلو کې ترسره شي؛ هلته چې استدلال، سند او علمي نقد د بحث معیار وي، نه احساسات، شعارونه او متقابل تورونه.

ټولنیزې رسنۍ، که څه هم د نظر د تبادلې مهمه وسیله ده، خو د خپل جوړښت له مخې د پېچلو علمي موضوعاتو د ژورې ارزونې مناسب چاپېریال نه ګڼل کېږي. په دغو فضاوو کې ډېر وخت علمي استدلال د احساساتو، تعصب او سیاسي قطبي کېدو تر سیوري لاندې پاتې کېږي، چې پایله یې د تفاهم پر ځای د بې‌باورۍ او ټولنیز واټن زیاتېدل وي.

نن د افغانستان اساسي اړتیا دا ده چې پر هغو ارزښتونو تمرکز وشي چې د هېواد د ټولو اتباعو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوي او ملي یووالي بنسټ جوړوي. د ګډو ګټو پیاوړتیا د اختلافاتو له ژورولو څخه ډېر ارزښت لري. فکري بلوغ دا ایجابوي چې د هرې حساسې موضوع په اړه، تر هر څه وړاندې، دا وپوښتل شي چې د هغې د مطرح کېدو وخت، موخه او اغېزې د هېواد له ملي ګټو سره څومره همغږي لري.

علمي حقیقت د څېړنې، استدلال او ازاد علمي بحث له لارې موندل کېږي، خو ملي یووالی د زغم، متقابل احترام او ګډ مسؤلیت محصول دی. بریالۍ ټولنې هغه دي چې هم د علمي اختلاف درناوی کوي او هم اجازه نه ورکوي چې علمي موضوعات د ټولنیزې تفرقې او سیاسي تقابل په وسیله بدل شي. افغانستان هم همداسې متوازن او مسؤلانه چلند ته اړتیا لري؛ داسې چلند چې د علم ازادي خوندي کړي او په عین حال کې د ملي یووالي او ګډو ملي ګټو ساتنه هم تضمین کړي.

نور محمد غفوری

04.7.2026

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک

افغانستان به دلیل موقعیت جغرافیایی، محاط بودن به خشکه، قرار گرفتن در چهارراه آسیا و از همه مهم‌تر، تکرار اشتباهات تاریخی از سوی حکومت‌ها، احزاب سیاسی و جریان‌های مذهبی، همواره در معرض رقابت قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی قرار داشته است. نتیجه این سیاست‌های نادرست آن بوده که برای رسیدن به قدرت، بیشتر به حمایت بیرونی تکیه کرده‌ایم تا بر اراده و اجماع ملی. 

در چنین شرایطی، حکومت‌ها نیز نتوانسته‌اند تعادل لازم را در سیاست خارجی و روابط با همسایگان و قدرت‌های جهانی حفظ کنند.

من هیچ اعتراضی به دعوت از جناب احمد مسعود و استاد محمد محقق برای شرکت در مراسم تشییع و خاک‌سپاری رهبر شیعیان جهان ندارم. 
این موضوع، در چارچوب روابط سیاسی و دیپلماتیک، قابل درک است.

اما پرسش اساسی من این است که چرا اختلافات داخلی افغان‌ها باید همواره در پایتخت‌های دیگر حل‌وفصل شود؟ چرا ما هنوز نتوانسته‌ایم خود، سرنوشت سیاسی کشور را تعیین کنیم و هر بار دیگران نقش میانجی یا تصمیم‌گیرنده را بر عهده بگیرند ؟
همه میدانیم که پیامد های امدن اردوی سرخ،  توافقات ژینو،  پشاور، دعوت‌ربانی به مسکو، بن اول ، توافقات امنیتی با امریکا و دوحه افغانستان را به کدام طرف تیله کرد!
پرسش دیگر این است که چرا در تنظیم روابط با همسایگان، منافع ملی را محور قرار نمی‌دهیم؟ چرا پیش از اتخاذ مواضع سیاسی، پیامدهای آن را نمی‌سنجیم؟

آیا در شرایطی که افغانستان هنوز از ثبات سیاسی، اقتصادی و نظامی لازم برخوردار نیست، درست بود که در جنگی موضع‌گیری کنیم که در یک سوی آن امریکا و اسرائیل قرار داشتند و در سوی دیگر ایران؛ جنگی که حتی بسیاری از قدرت‌های بزرگ جهان، از جمله روسیه، نیز از ورود مستقیم و موضع‌گیری قاطع در آن خودداری کردند؟

به باور من، پاسخ روشن است؛ خیر. افغانستان نه ظرفیت چنین تقابلی را دارد و نه منافع ملی آن ایجاب می‌کرد که جانب یکی از طرف‌های این منازعه را بگیرد. سیاست خردمندانه برای کشوری مانند افغانستان، حفظ بی‌طرفی فعال و تأمین منافع ملی است، نه ورود به رقابت قدرت‌های بزرگ.

امروز پیامدهای این رویکرد را به‌خوبی مشاهده می‌کنیم. ایالات متحده از موضع پاکستان حمایت کرد و حق دفاع از منافع خود را برای اسلام‌آباد به رسمیت شناخت؛ موضعی که در عمل، حمایت از حملات هوایی پاکستان بر خاک افغانستان نیز تلقی شد.

از سوی دیگر، به نظر می‌رسد جبهه مقاومت نیز تا حدی مورد توجه و حمایت سیاسی ایران قرار گرفته است. این احتمال نیز وجود دارد که این موضوع بخشی از توافقات و رایزنی‌های پشت‌پرده میان امریکا، ایران و با میانجی‌گری پاکستان باشد؛ هرچند درباره جزئیات آن نمی‌توان با قطعیت سخن گفت.

اگر به گذشته بنگریم، در دوران حکومت داکتر نجیب‌الله نیز اتحاد جماهیر شوروی تلاش گسترده‌ای انجام داد تا تاجیکستان، ایران و ازبکستان را برای حمایت از جبهه شمال هماهنگ سازد؛ جبهه‌ای که فرمانده نظامی برجسته آن، احمدشاه مسعود بود.

به باور من، ایران نیز این بار تلاش کرده است تجربه‌ای مشابه را تکرار کند؛ اما شرایط امروز با دهه هفتاد تفاوت اساسی دارد. جامعه و جریان‌های سیاسی افغانستان دیگر مانند گذشته زیر چتر یک شخصیت یا یک جریان واحد گرد هم نمی‌آیند. اگر چنین اجماعی وجود می‌داشت، شخصیت‌هایی چون عطامحمد نور، یونس قانونی، مارشال عبدالرشید دوستم و دیگر رهبران سیاسی نیز باید در این روند حضور می‌داشتند.

در مورد استاد محمد محقق، موضوع متفاوت است. جایگاه سیاسی و نوع روابط ایشان با جمهوری اسلامی ایران از گذشته تاکنون روشن بوده و حضور ایشان در چنین مراسمی، نیازمند تفسیر یا تحلیل ویژه‌ای نیست.

افغانستان بیش از هر زمان دیگری به یک سیاست خارجی متوازن، عقلانی و مبتنی بر منافع ملی نیاز دارد؛ سیاستی که نه بر وابستگی به شرق استوار باشد و نه به غرب، بلکه تنها معیار آن حفظ استقلال، ثبات و منافع مردم افغانستان باشد. تا زمانی که از اشتباهات تاریخی خود درس نگیریم، همچنان هزینه رقابت دیگران را خواهیم پرداخت.

ليکنه : محمدسليم سليمان

په نړیوال سیاست کې هره پرېکړه یوازې هغه نه وي چې په رسمي اعلامیو او پېغامونو کې ښکاري. د لویو قدرتونو ترمنځ سیالي، ستراتیژیکې ګټې او پټې سیاسي محاسبې ډېر وخت د مهمو پرېکړو تر شا اصلي رول لوبوي. کله ژمنې لویې وي، خو عملي اقدامات محدود وي، او کله بیا د هېوادونو دریځونه د خپلو ملي ګټو له مخې په چټکۍ بدلېږي.

ناټو هم د نړۍ له هغو اغېزناکو ائتلافونو څخه ده چې پرېکړې یې یوازې پر یوه هېواد نه، بلکې پر نړیوال امنیت او سیاست هم اغېز کوي. د دې ائتلاف د وروستیو دریځونو او پرېکړو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ ځینې یې د امنیتي اړتیاوو برخه بولي او ځینې نور یې د لویو قدرتونو د سیاسي او ستراتیژیکو لوبو انعکاس ګڼي. همدې موضوع د ناټو د رول او پالیسیو په اړه بحثونه لا پسې تود کړي دي.

د ۲۰۲۶ کال د جولايي په ۷ او ۸ نېټه به په ترکیه کې د ناټو سرمشریزه  ترسره شي او تمه ده چې د اوکراین د ډیپلوماسۍ لپاره به یوه مهمه لاسته‌راوړنه  نه وي. اوکراين د کلکو امنیتي تضمینونو، د عمل د نوي پلان او تر ټولو مهم، د کلنۍ ۴۰ میلیارده ډالرو مرستې په تمه دی، هغه مرستې چې د غونډې تر شا پرې ډېرې خبرې کېدې. خو د راپور له مخې، پایله د به د تمې خلاف وي؛ د لویو ژمنو پر ځای به محدودې مرستې اعلان شي او د پراخ او دوامدار ملاتړ پر ځای به لهاحتیاطه ډک دریځ غوره شي.

انکره به د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو پلاوو ته هرکلی ووايي. اوکراین په دې سرمشريزه کې د مېلمه په توګه ګډون کوي، خو د رایې ورکولو حق به نه لري. د غونډې اصلي موضوع لکه څنګه چې مخکې د ناټو سرمنشي  سټولټنبرګ اعلان کړې وه د اوکراين لپاره د کال ۴۰ میلیارده ډالرو د تمویل تصویب دی، خو د غونډې له پيل وړاندې څرګنده شوه چې تصویب به نه شي. متحده ایالاتو، چې د ناټو تر ټولو لوی تمویلونکی بلل کېږي، وايي چې د بودجې محدودیتونه او کورنۍ ستونزې د مرستو د اندازې بیاکتنې ته اړتیا لري. د ۴۰ میلیارده ډالرو پر ځای، د ۱۰ تر ۱۲ میلیارده ډالرو پورې د مرستې وړاندیز شوی. همدارنګه، د اوږدمهالو ژمنو پر ځای به یوازې د یوه کال لپاره د تمویل وړاندیز له ځینو شرطونو سره مطرح شي.

د متن د لیکوال له نظره، د اوکراین لپاره دا یوازې د مرستو کمښت نه، بلکې دا هم ښيي چې د ناټو په ستراتیژۍ کې د دغه هېواد اهمیت کم شوی دی. لیکوال استدلال کوي چې په داسې حال کې چې په ختیځ کې جګړه روانه ده او په جنوب کې ځینې سیمې له لاسه وتلې دي، لوېدیځ هڅه کوي داسې تګلاره خپله کړي چې هم خپل سیاسي اعتبار وساتي او هم له مستقیمې جګړې څخه ځان لرې وساتي. د همدې لیدلوري له مخې، داسې ښکاري چې اوکراین د زبرځواکونو په سیاسي حسابونو کې د  یوې معاملې د یوې وسیلې په توګه انځور شوی، او ارزښت یې د اروپایي مالیه ورکوونکو د ستړیا له زیاتېدو سره کمېږي.

د سرمشریزې له پیل مخکې پنځو هېوادونو : بریتانيې، ایټاليا، پولېنډ، فرانسې او جرمنيیوه ګډه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل:  موږ اراده لرو چې اوکراین ناټو ته لا نږدې کړو. په اعلامیه کې د غړیتوب لپاره کومه مشخصه نېټه یا عملي نقشه نه ده وړاندې شوې، بلکې یوازې د نیت څرګندونه شوې ده.

په ورته وخت کې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړ چې که د ملي لږکیو ګټې په پام کې ونه نیول شي، د مالي مرستو په اړه هر ډول پرېکړه به بنده کړي. بل لور ته، ترکیې چې د غونډې کوربه‌توب کاوه، د راپور له مخې ترکيه هڅه کوي چې له مسکو سره خپلې اړیکې زیانمنې نه کړي، ځکه د انرژۍ او ګرځندوی په برخو کې ورسره اړیکې لري او د اقتصاد عمده برخه یې له روسيې سره په راکړه ورکړه ولاړه ده. د لیکوال په اند، دا وضعیت د ناټو د غړو ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي، او اوکراین د دغو اختلافاتو تر ټولو اغېزمن شوی اړخ دی.

اوکراین په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره بهرنۍ مالي مرسته ترلاسه کړه. له دې جملې څخه ۲۰ میلیارده ډالر پوځي او ۱۵ میلیارده ډالر د بودجې ملاتړ لپاره ځانګړي شوي وو. د لیکوال په وینا، همدومره مرسته د اقتصاد د دوام او د مالي ناتوانۍ د مخنیوي لپاره بسنه کړې وه.

د متن په وینا، که راتلونکې مرسته یوازې ۱۰ میلیارده ډالر وي، نو د اوکراین د مالیې وزارت اټکل کړی چې حتی په خوشبینانه حالت کې به هم د بودجې کسر لږ تر لږه ۲۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. لیکوال پوښتنه کوي چې دا کسر به څنګه جبران شي: که پیسې چاپ شي، انفلاسیون به لوړ شي، او که له خصوصي پانګه‌والو پور واخیستل شي، د لوړو سودونو له امله به مالي فشار لا زیات شي.

د لیکوال په باور، واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې اوکراین نور هغه جیوپولیټیکي ګټې نه شي برابرولای چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې لرلې. هغه استدلال کوي چې د جګړې وضعیت، د ځینو سیمو له لاسه ورکول، د کيف په حکومت کې دننه د مالي فساد دوام او پر لوېدیځو مالي مرستو د اقتصاد تکیه، د دې لامل شوي چې د مرستو د کچې د کمولو پرېکړه وشي، په داسې حال کې چې د ملاتړ سیاسي بڼه لا هم وساتل شي.

په متن کې راغلي چې د اوکراین دولتي رسنیو د ناټو سرمشریزه د تاریخي نږدېوالي ، بې‌ساري ملاتړ په توګه وړاندې کړه. لیکوال ادعا کوي چې په دغو راپورونو کې د مرستو د اندازې د کمېدو موضوع نه وه یاده شوې، او پر ځای یې د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د نوي پړاو او پر شریکانو د باور په اړه څرګندونې ډېرې انعکاس شوې.

د متن له مخې، اروپایي رسنیو هم تر ډېره د مرستو د کمېدو پر موضوع تمرکز ونه کړ. د بېلګې په توګه، ګارډين، بي بي سي، دويچويلې د همکاري د چوکاټ د پراخېدو او تخنیکي جزئیاتو یادونه کړې ده.

اوکراین کې د سرمشریزې د پایلو په اړه د  زيلينکسي په دفتر کې چارواکو هڅه وکړه دا څرګنده کړي چې ۱۰ میلیارده ډالر یوازې د مرستو لومړنۍ برخه ده او امکان دې  ولري چې وروسته نورې مرستې هم برابرې شي. خو لیکوال د ۲۰۲۵ کال تجربې ته په اشارې وايي چې هره نوې مالي بسته تر مخکنۍ هغې کوچنۍ وي.

د متن له مخې، ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي لا هم له نړیوالو شریکانو سره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي، خو عمومي نظر دادی چې  د امريکا متحده ایالات اوس اوکراین ته د پخوا په څېر نه ګوري. همدارنګه د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رااخلي چې اروپا باید د اوکراین د ملاتړ ډېره مالي برخه پر غاړه واخلي. د لیکوال په اند، په دې شرایطو کې اوکراین له یوې خوا د روسیې له پوځي فشار او له بلې خوا د لوېدیځ د کمېدونکي ملاتړ ترمنځ له سخت وضعیت سره مخ دی.

د لیکوال په اند، په انکره کې د ناټو سرمشریزې وښودله چې ناټو اوسمهال د اوکراین غړیتوب ته چمتو نه ده، نه ورته د امنیت عملي تضمینونه ورکوي او نه هم غواړي جګړه د نامحدود وخت لپاره تمویل کړي. د هغه په نظر، د ۱۰ میلیارده ډالرو مرسته د پراخ ملاتړ نښه نه، بلکې یو محدود اقدام دی چې موخه یې د اوکراین د سمدستي اقتصادي ستونزو ځنډول دي، نه د هغو بشپړ حل.

د لیکوال په باور، دا وضعیت د اوکراین د خلکو لپاره د نویو مالیاتو، د تعرفو د لوړېدو او د ژوند د کچې د لا ټیټېدو احتمال زیاتوي. هغه استدلال کوي چې د چارواکو له لوري د تاریخي نږدېوالي او بریا په څېر څرګندونې به د خلکو اقتصادي ستونزې حل نه کړي، او د ده په اند ډېری خلک د پوځي نه، بلکې اقتصادي ستونزو اغېزې احساسوي.

د لیکوال د ارزونې له مخې، کله چې اروپا خپلې مرستې کموي، متحده ایالات خپل لومړیتوبونه بدلوي او ناټو د اوکراین د غړیتوب پرېکړه ځنډوي، نو دا ښيي چې اوکراین د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي. هغه خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت درک نه شي، راتلونکې به لا ستونزمنه وي. همدارنګه، هغه نیوکه کوي چې سیاسي مشران تر ډېره د خپلو سیاسي دریځونو او ګټو په ساتلو تمرکز لري، په داسې حال کې چې د عادي خلکو ستونزې دویمې درجې ته پاتې کېږي.

د متن په پای کې لیکوال په انتقادي ډول د ناټو له ملاتړ څخه مننه څرګندوي او وايي چې ښايي په راتلونکو غونډو کې د مرستو لا ټیټې ژمنې هم د لوی پرمختګ په توګه وړاندې شي. هغه په پای کې له اوکراینیانو غواړي چې د مالي ژمنو ارزونه په دقت وکړي او د رسمي څرګندونو په اړه انتقادي چلند ولري.

په ټوله کې، د نړیوال سیاست په ډګر کې پرېکړې تل د هېوادونو د ملي ګټو، امنیتي اړتیاوو او ستراتیژیکو محاسبو پر بنسټ ترسره کېږي. له همدې امله، ژمنې او رسمي څرګندونې تل د عملي اقداماتو ضمانت نه کوي، او ډېر وخت د وخت، شرایطو او سیاسي بدلونونو له مخې بدلېږي.

 

عبدالملک پرهیز
مراسم رسمی تدفین  در تاریخ ۳ جولای، صرفاً یک رویداد تشریفاتی نبود؛ بلکه به صحنه ‌ای برای بروز برخی نشانه‌های مهم سیاسی و دیپلماتیک در منطقه تبدیل شد. در میان رویدادهای قابل توجه این مراسم، حضور همزمان هیأت رسمی امارت اسلامی افغانستان و نیز هیأتی منتسب به جبهه مقاومت، پرسش‌های جدی درباره جهت ‌گیری جدید سیاست منطقه ‌ای ایران ایجاد کرده است.
در عرف روابط بین‌الملل، دعوت همزمان از نمایندگان حکومت رسمی یک کشور و مخالفان سیاسی یا نظامی آن، اقدامی غیرمعمول تلقی می‌شود. چنین اقدامی معمولاً حامل پیام‌های چندلایه است؛ از یک سو می‌تواند نشانه حفظ کانال‌های ارتباطی با تمام بازیگران باشد، و از سوی دیگر ممکن است به عنوان ابزار فشار سیاسی و تاکتیکی برای تأثیرگذاری بر معادلات آینده به کار گرفته شود.
برای درک بهتر این رویداد، باید به الگوی تاریخی روابط میان افغانستان و ایران  نگاه کرد. در چهار دهه گذشته، سیاست ایران در قبال افغانستان همواره دارای دو بعد موازی بوده است: نخست، حفظ روابط رسمی با دولت‌های مستقر در کابل؛ دوم، ایجاد و نگهداری ارتباط با شبکه‌ها، گروه‌ها و جریان‌های غیردولتی. این الگوی رفتاری نشان می‌دهد که تهران معمولاً تلاش کرده است نفوذ خود را محدود به ساختار رسمی دولت‌ها نکند، بلکه در لایه‌های مختلف سیاسی و امنیتی حضور داشته باشد.
این سیاست، بخشی از راهبرد گسترده‌ تر ایران در منطقه است؛ راهبردی که مبتنی بر ایجاد اهرم‌های چندگانه برای حفظ نفوذ و مدیریت تهدیدها است. در چارچوب این منطق، افغانستان همواره یکی از حوزه‌های مهم محاسبات امنیتی تهران بوده است.
با این حال، وضعیت امروز با گذشته تفاوت‌هایی اساسی دارد. حکومت فعلی افغانستان در جریان تنش‌های اخیر میان ، ایران و امریکا، موضعی نسبتاً محتاط اما غیرخصمانه در قبال تهران اتخاذ کرده است. مسیرهای تجاری میان دو کشور حفظ شده و کابل نیز از هرگونه حمایت آشکار از مخالفان ایران خودداری کرده است. از منظر سیاسی، این رفتار به معنای پرهیز افغانستان از ورود مستقیم به تنش‌های منطقه‌ای بوده است.
در چنین شرایطی، اقدام اخیر ایران پرسش ‌برانگیزتر می‌ شود. چرا تهران در زمانی که از همکاری نسبی کابل بهره ‌مند است، همزمان به مخالفان حکومت افغانستان نیز فضا می ‌دهد؟
یکی از پاسخ ‌های ممکن را باید در تحولات داخلی ایران جست ‌وجو کرد. ایران در سال‌های اخیر با مجموعه‌ ای از فشارهای فزاینده مواجه بوده است: بحران‌های اقتصادی، فشارهای خارجی، تهدیدهای امنیتی و رقابت‌های درونی در ساختار قدرت. این عوامل به صورت طبیعی بر سیاست خارجی کشور اثر می‌ گذارند. در بسیاری از موارد، هرچه بی ‌ثباتی داخلی بیشتر شود، رفتار منطقه‌ ای نیز پیچیده‌ تر و گاه متناقض ‌تر می‌گردد.
عامل مهم دیگر، نقش  در معادلات منطقه‌ ای است. پاکستان همچنان یکی از مهم‌ ترین بازیگران اثرگذار در پرونده افغانستان محسوب می‌ شود. هرگونه تغییر در موازنه میان تهران، اسلام‌آباد و کابل می ‌تواند پیامدهای مستقیم امنیتی و سیاسی برای افغانستان داشته باشد. به همین دلیل، نمی‌توان احتمال هماهنگی‌های پشت ‌پرده میان برخی بازیگران منطقه‌ای را نادیده گرفت؛ هرچند برای نتیجه‌ گیری قطعی درباره چنین فرضیه ‌هایی به شواهد بیشتری نیاز است.
از منظر ژئوپلیتیک، منطقه اکنون وارد مرحله ‌ای از بازآرایی قدرت شده است. در این مرحله، برخی بازیگران که پیش ‌تر نقش تعیین ‌کننده ‌تری داشتند، اکنون خود با بحران‌های درونی مواجه ‌اند. این امر سبب شده است که برخی کشورها از «بازیگر فعال» به «میدان رقابت» تبدیل شوند. نشانه‌هایی وجود دارد که ایران نیز تا حدی وارد چنین مرحله‌ ای شده است.
برای افغانستان، این وضعیت هم تهدید است و هم فرصت. تهدید از آن جهت که هرگونه بی ‌ثباتی در محیط پیرامونی می ‌تواند مستقیماً امنیت داخلی افغانستان را تحت تأثیر قرار دهد. اما فرصت از آن جهت که تغییر در موازنه‌ های منطقه‌ ای می‌تواند فضای مانور بیشتری برای کابل ایجاد کند.
در چنین فضایی، مهم ‌ترین نیاز افغانستان، هوشیاری راهبردی است. سیاست خارجی افغانستان باید بر پایه توازن، واقع‌ گرایی و مدیریت دقیق روابط با بازیگران منطقه ‌ای شکل گیرد. ورود شتاب ‌زده به بلوک‌ بندی‌های منطقه ‌ای می ‌تواند هزینه ‌زا باشد، اما استفاده هوشمندانه از شکاف‌ها و فرصت‌های موجود می ‌تواند جایگاه افغانستان را تقویت کند.
تحولات اخیر نشان می‌دهد که منطقه وارد فصل تازه‌ ای از رقابت‌های ژئوپلیتیک شده است. در این میان، افغانستان دیگر صرفاً ناظر این تحولات نیست، بلکه خود بخشی از معادله است. چگونگی مدیریت این مرحله، نقش تعیین ‌کننده‌ای در آینده سیاسی و امنیتی کشور خواهد داشت.


موږ په خورا ژورې خواشینۍ او سختې غوسې سره د پاکستان د متجاوز رژیم له لوري تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر بې ګناه ولسي وګړو وروستي وحشیانه هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندو.
دا وحشیانه بریدونه، چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان، ښځې، ځوانان او سپین ‌ږیري شهیدان او ټپیان شوي، نه یوازې د بشریت پر ضد ښکاره جنایت دی، بلکې د ټولو نړیوالو قوانینو، بشري ارزښتونو او انساني اصولو ښکاره نقض هم ګڼل کېږي.
د پاکستان تېری کوونکی رژیم له اوږدې مودې راهیسې د افغان ولس پر وړاندې خپلو کرغېړنو او غیر انساني اعمالو ته دوام ورکړی، او له بده مرغه د افغانانو او نړیوالې ټولنې پرله ‌پسې غبرګونونو ته یې بشپړه بې‌اعتنايي ښودلې ده. دغه ډول جنایتونه هېڅ ډول توجیه نه لري او تاریخ به یې هېڅکله ونه بښي.
موږ دا بریدونه یو نه بښوونکی جنایت بولو او په کلکه اعلان کوو چې د افغان ولس پر وړاندې هر ډول تېری، ظلم او وحشت به د نړیوال وجدان له قضاوت څخه پټ پاتې نه شي.
موږ له  ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او ټولو عدالت‌غوښتونکو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دغو وحشیانه بریدونو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي، څرګند او ټینګ دریځ غوره کړي، او پر پاکستان فشار راوړي څو د خپلو تیریو او جنایتونو حساب ورکړي.
د بې ګناه افغانانو وینه ارزانه نه ده. د ظلم پر وړاندې چوپتیا، له ظالم سره مرسته ده.

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
هر نوم چې غواړئ را باندې کېږدئ:
لابي‌گر، متعصب، قوم‌پال،  فاشیست،، بې دین، مخالف او یا دښمن؛  ماته هېڅ اهمیت نه لري.
ځکه افغانستان او د  اسلامي افغانستان سترې ملي گټې زما لپاره له هر ډول ټاپو او نومونو څخه ډېر ارزښت لري.
 زما د فکر او د باورونو لاره  له تفوق طلبانو، زیاده خواهانو او  د مظلوم‌نما وو څخه  له بنیاده بیله ده.
عجیبه ده؛ که د افغانستان دفاع، د هغه د ثبات او پیاوړتیا ملاتړ، او د هر ډول پرمختگ، بیارغونې، سړک جوړونې، د بریښنا او کانال جوړونې ملاتړ د ځینو له نظره د طالبانو ملاتړ وگڼل شي او راباندې د «لابي‌گرۍ» ټاپه ولگول شي، زما لپاره هېڅ توپیر نه کوي. 
ځکه هغه څه چې زما لپاره ارزښت لري د افغانستان ثبات، عزت او سترې ملي گټې دي، نه بل څه.
که له طالبانو سره د نړۍ د تعامل ملاتړ، چې زه یې د افغانستان په گټه بولم، د ځینو له خوا په بل ډول تعبیر شي، نه راته توپیر لري او نه هم کوم اهمیت.
که د افغانستان د کنگل شویو شتمنیو د ازادولو ملاتړ، چې زه یې د هېواد په گټه گڼم، د طالبانو ملاتړ تعبیر شي، نو آن دومره ارزښت هم نه ورکوم چې ورته پام وکړم.
که د جمهوریت د تېښتېدلو کسانو چیغې او شعارونه، چې نن د عدالت، دیموکراسۍ، د وطن‌خدمت، قانونیت، مشروعیت او اساسي قانون  او د ازادو انتخابانو خبرې کوي، خو لا هم د خپل تېر په اړه حساب ورکوونکي نه دي، زما د نیوکې او غندنې هدف وگرځي او دا هم د طالبانو ملاتړ وگڼل شي، نو دا دې  هم همداسې وي.
که زه پوځي، تروریستي او‌چریکي حل لاره  منتفي او غندم او هغه د افغانستان د ستونزو د حل ځواب نه گڼم، او بیا هم که زما دا دریځ په بل ډول تفسیر شي، زما لپاره یوه‌ پیسه اهمیت هم نه لري.
که د افغانستان د ستونزو د حل سپارل بهرنیو قدرتونو ته، زما له مخالفت سره مخ شي او ځینې یې قوم‌پالي او تعصب وبولي، بیا هم همداسې دې وي.
تر هغه چې افغانان خپله خپلې ستونزې حل نه کړي، هېڅ بهرنی ځواک به د هغو د حل توان ونه لري.
بهرنیو قدرتونو تر اوسه افغانستان ته له تفرقې او نفاق پرته بل میراث نه دي پري ایښي.
همدوی وو او همدوی دي چې افغان یې د افغان پر وړاندې درولی او د دې خاورې د اولادونو ترمنځ یې د جگړې زمینه برابره کړې ده.
همدارنگه، د افغانستان د اسلامي امارت د نیمگړتیاوو، تېروتنو او کمزوریو نقد او روښانه کول، د ملي گټو او د هېواد د سترو مصالحو په چوکاټ کې، باید د طالبانو سره د دښمنۍ په معنا هم تعبیر نه شي او که طالبانو هم دا کرښه خپله کړي او د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي، یوازې او بې پایه به پاتې شي.
لکه څنگه چې د ځینو گټورو اقداماتو ملاتړ د بې‌قید او شرطه ملاتړ معنا نه لري، همدارنگه خواخوږی او مسؤلانه نقد هم د ااا سره د خصومت او دښمنۍ معنا نه لري.
او که طالبان هر ډول نیوکه، له لازمو وضاحتونو او ځوابونو پرته، د اسلام، شریعت یا نظام ضد وبولي، نو دا هم زما ستونزه نه ده؛ همداسې ده.
زما مسؤلیت د خپلو باورونو په چوکاټ کې د هغه څه بیانول دي چې زه یې د افغانستان او د هغه د خلکو په گټه گڼم، نه د دې یا هغه سیاسي جریان   او  یا کوم خاص شخص رضایت ترلاسه کول.
ډیرې وینې و‌بهیدې،  ډیر او په  کافي اندازه مو یو بل ووژل، وطن مو وران او د پردو په لمنه کې مو وغورځول، نور بس دی.
یا ربه! د دې کار انجام داسې وگرځوه چې ته پرې راضي شې، او موږ ته بریا او نجات راپه برخه شي.

انجنیر زلمی نصرت

دنمارک

که څوک‌زما سره هم‌نظره هم نه وي، دا به ما له دې څخه منع نه کړي چې خپل نظر او برداشت څرگند کړم.

یو ځل بیا، د جمهوریت له شریکانو نیولې تر غیر شریکانو او آن بهرنیو لوبغاړو پورې، ټول د «ټول‌شموله حکومت» خبره کوي. خو داسې ښکاري چې د دې مفهوم د دقیق، عیني، علمي او عملي تعریف په اړه روښانه اجماع شتون نه لري. 

غوره ده چې پوهان او د نظر خاوندان دا مفهوم لا روښانه تشریح کړي. 

زما له نظره، ټول‌شموله حکومت هغه حکومت دی چې د بنسټیزو اقتصادي پروژو د پراختیا تر څنگ،په ورته وخت کې امنیت او ثبات تأمین کړي او په هېواد کې د سرچینو او شتمنیو د عادلانه وېش زمینه برابره کړي او اکثریت ته د منلو وي.

که د ټول‌شمولتیا معیار قومي، تنظیمي او حزبي گډون  او انتخابات وي، نو ویلای شو چې د جمهوریت نظام په خپل  نس کې تر ټولو پرمختللي جوړښت کې، د یوه بهتره او غوره ټول‌شموله نظام تجربه وړاندې کړې وه؛ داسې نظام چې پکې واک، بودیجه او سرچینې د مرکز او ولایتونو ترمنځ، او همدارنگه د قومونو د تیکه دارانو او زورواکانو  او حزبونو ترمنځ وېشل شوې وو او درې واړه قوې لکه مقننه، قضائیه او اجرائیه د اساسي قانون په چوکاټ کې موجود و او نړیوال ملاتړ او مشروعیت یې  هم درلود.

خو تجربې وښوده چې یوازې د رسمي جوړښتونو شتون او د واک وېش او نړیوال مشروعیت د دوامدار ثبات، اغېزمن امنیت او اقتصادي عدالت د تحقق لپاره بسنه نه کوي. 

له همدې امله، مخکې له دې چې د «ټول‌شمولتیا» مفهوم په دوامداره توگه تکرار شي، اړینه ده چې د افغانستان د ټولنې له واقعیتونو سره سم، د دې مفهوم یو دقیق، عملي او مناسب تعریف وړاندې شي.

زما په باور، ټول‌شمولتیا تر دې وړاندې چې د سیاسي او قومي، تنظیمي او حزبي سهم ورکولو او د واک د وېش معنا ولري، د حکومت هغه مسلکي وړتیا ده، چې امنیت تأمین کړي، ثبات وساتي، او د هېوادوالو لپاره د سرچینو او فرصتونو په گټه اخیستنه کې عدالت رامنځته کړي، د خلکو ملاتړ ولري، خلکو ته د کار او تعلیم فرصتونه‌برابر کړي،اساسي قانون ولري او د خلکو رایو  او فکر ته ارزښت ورکړي، سره د نړیوال تعامل.

زیاتې مقالې …