اسرائیل؛ د زوال پر لور
محمدسلیم سليمان
د منځني ختیځ جیوپولیټیکه نقشه په تېرو دوو لسیزو کې دومره ژر نه ده بدله شوې لکه په دې وروستیو کلونو کې. هغه سیمه چې یو وخت د سیاسي توازن، نړیوالو منځګړیتوبونو او نازکو امنیتي معادلو پر بنسټ اداره کېده، اوس د پرلهپسې جګړو، اشغالونو او بشري ناورینونو په مرکز بدله شوې ده. د دغو بدلونونو او ناورينونو په سر کې اسرائیل دي؛ چې په ټول تاريخ کې یې سیمه له بېثباتۍ سره مخ کړې وه او ده. او په وروستيو کې یې خپل هغه يو څو نړيوال ملګري هم له ځان نه پردي کړي دي. نور یې د دولت او وجود پښې ورټولېږي په دغه هېواد کې روان سیاسي نظرونه او کړنې کټ مټ لکه د نازي جرمني د هېټلر له دورې سره ورته والی لري. د یهودانو د ساتنې په نوم د شعارونو له امله یې سلګونه زره فلسطينيان، لبنانيان، سوريايان او د شاوخوا نورو هېوادونو وګړي په ډېرې بې رحمي سره ووژل ، او د سیمې د ګاونډیو ملتونو ښکاره نسلوژنه یې روانه کړې ده. دا ټول د اسراييلو د مشرانو کار دی چې مشري یې بينجامين نتنیاهو کوي او دده د حکومت اصلي اجنډا هم همدا ده چې د خپلو ګټو لپاره یې ترسره کوي. د هغوی د واک د دوام یوازینۍ وسیله جګړه ده. که نه، نو نړیواله محکمه به وي او دده محکومېدل. د جرمنو نړيواله محکمه له ډېرې مودې راهیسې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د هغه د ملګرو د محاکمې په تمه دي. تر هغه چې نتنیاهو په واک کې وي، په منځني ختیځ کې به سوله رانه شي. او د اسرائیلي واکمنې طبقې د بقا بیه لا هم د فلسطین، لبنان، سوریې او نورو هېوادونو ملکي وګړي پرې کوي.
اسرائیلو ته دا مهمه نه ده چې له چا سره او د څه لپاره جګړه کوي. جګړه او د انسانانو له منځه وړل د دوی په عادت او موخه بدل شوې دي. که نه، نو د هغه وحشیانه یرغل لپاره بل دلیل نه شي موندل کېدای چې خپلې پولې پراخوي او د منځني ختیځ نوې نوې سیمې تر خپل اشغال او قلمرو لاندې راولي.
په تېرو څو کلونو کې اسرائیلو د سیمې نقشه په بشپړه توګه بدله کړې ده او شاوخوا ټول ملتونه یې د بېوزلۍ، ناوړه ژوند او د بشپړې نابودۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه چلند تر ټولو څرګند مثال د غزې تړانګه ده، چې په مصر کې د لاسلیک شوو سولې تړونونو خلاف یې غزه په يوه محاصره شوې سیمه بدله کړې ده. نه یوازې دا چې د سیمې اوسېدونکي د ژوند تر ټولو سختې مرحلې ته رسېدلي دي، بلکې اسرائیلي پوځ د پرلهپسې بمباریو او بشري محاصرې له لارې د فلسطینیانو لا له واړندې ځپل شوی ناوړه وضعیت نورهم ورخرابوي. د تړانګې له نیمایي څخه زیاته برخه يې په اصطلاح په حایلي سیمې بدله شوې ده، او اسرائیل د همدې تر نامه لاندې له خپلو سيمو سره د فلسطیني ځمکو د الحاق بهیر ښه په درز کې روان کړی دی.
همدغه برخلیک د سویلي لبنان لپاره هم په پام کې نیول شوی، چیرې چې اسرائیل د غیرنظامي ژېړې کرښې په نوم پروژه عملي کوي، چې په حقیقت کې د سویلي لبنان د اشغال معنا لري. د دې اقدام په غبرګون کې نړیوال عکسالعمل هم ښودل شوی دی. فرانسه، چې د لبنان تاریخي شریک ګڼل کېږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. دا به د لبنان د حاکمیت د بېرته ټینګېدو لامل شي که نه؟ د اوس لپاره يې ویل ګران دي، ځکه اسرائیل د نړیوالې ټولنې په کيسه کې هم نه دي او نه هم ارزښت ورکوي. هغه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو ډېری پرېکړې له پامه غورځولې دي.
تلابیب، یا په بله وینا د منځني ختیځ سرزوری او مشر یې نتنیاهو، یوازې خپل قوانین مني. د هغه قانون زور دی.
بل څرګند مثال سوریه ده، هلته اسرائیل په ډېرې سپين سترګي د سوريې دروزی قبايل د دمشق له اوسني حکومت سره په جنجال کې اچوي ، څو په سیمه کې یو بل اور بل کړي او دی خپلو موخو ته ورسېږي. دا یې لا د جولان د لوړو له پخواني اشغال او د سوریې پر داخلي سیمو د هغو بریدونو سربېره نوی توطيه ده، په داسې حال کې چې هلته لا له وړاندې هم د اسرايلو او سوريې ترمنځ ګڼ اختلافات او حساسې سرې کرښې موجودې دي.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) فعالیتونه د جنګي جرمونو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده، چې په کې د انساني خواخوږۍ لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې. یوازې په سویلي لبنان کې شاوخوا یو نیم زر ودانۍ ویجاړې کړې دي، چې له سپوږمکيو اخيستل شوي انځورونه یې روښانه ثبوتونه دي . او لا هم دوام ورکوي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر په بېشرمۍ سره د غزې په ډول په لبنان کې د کورونو د نړولو د بهیر د چټکولو غوښتنه کوي. د دې کار لپاره هېڅ ستراتیژیک ضرورت ته یې اړتيا نشته؛ دا یوازې نسلوژنه او د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.
بنیامین نتنیاهو، چې له جنایي تعقیب سره مخ دی، ښه پوهېږي چې د هغه د څوکۍ دوام یوازې له اسلامي هېوادونو سره د تقابل په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي. هغه ته دښمن پکار دی، قربانیان پکار دي او جګړه پکار ده؛ هره بڼه چې ولري او په هره بیه چې تمامه شي. خو اسراييل به خامخا دا بیه پرې کوي. د نازي جرمني تجربه دا ثابتوي چې په تدريج سره به داسې يو ځواک راپیدا شي چې د اسرائیلو د یرغل پر وړاندې به ودرېږي، او هغه وخت به تلابیب هېڅ شی ونه ژغوري نه امریکا نه انګليس او نه نور هېوادونه او معلومه ده چې د زور قانون هېڅکله یو اړخیز نه وي؛ جګړه تل دوه اړخیزه وي.
تاریخ ښودلې چې هېڅ دولت یوازې د پوځي ځواک، وېرو او جګړو پر مټ تلپاتې امنیت نه شي ترلاسه کولای. هغه سیاستونه چې د زور، اشغال او دوامداره تقابل پر بنسټ ولاړ وي، ښایي لنډمهاله بریاوې ولري، خو په اوږد مهال کې د لا ژورو بحرانونو سبب ګرځي. نننی منځنی ختیځ د یوې داسې مرحلې پر درشل ولاړ دی چې پایلې یې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال امنیت پر راتلونکې هم اغېز لرلای شي. که د جګړې پر ځای د سیاسي حل، متقابل احترام او نړیوالو قوانینو د رعایت لاره ونه نیول شي، نو د تاوتریخوالي دا کړۍ به لا پراخه شي او بیه به یې بیا هم عادي او بېدفاع خلک پرې کوي.
د هرات د آشوب په اړه څو خبرې
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د هرات د وروستیو پېښو او ناارامیو په اړه بېلابېل تحلیلونه او نظرونه وړاندې کېږي. زه نه غواړم په دې بحث کې ښکېل شم چې د دغو تحرکاتو تر شا د چا، کومو کړیو او یا کومو هېوادونو لاس دی. همدارنګه، په دې اړه هم تفصیلي تبصره نه کوم چې ولې زموږ ځینې هزاره وروڼه یو ځل بیا د داسې حرکتونو برخه ګرځېدلې ده، هغه حرکتونه چې د «روښانۍ غورځنګ» د خونړیو تجربو یاد تازه کوي، کومچې بهزاد یې تر شا ولاړ و، خپله وتښتید او نور یې قربانۍ ته برابر کړ.
خو دومره ویلای شم چې د دغو پېښو تر شا د افغانستان د سولې، ثبات او ملي یووالي ضد کړۍ فعالې ښکاري.
دا ډول تحرکات په داسې وخت کې راڅرګندېږي چې سیمه، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، له جدي کورنیو ستونزو او بحرانونو سره مخ دي او د پاکستان د هوایې بریدونو سره همزمان تر سره کیږي او داسې ښکاري چې د پاکستان د مداخلاتو د پلان یوه برخه وي.
له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځول کېدای چې ځینې لوري د نړیوالو پام د خپلو کورنیو ستونزو څخه د اړولو لپاره په افغانستان کې د بېثباتۍ فضا پیاوړې کول غواړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر کورنۍ سیاسي او فکري کړۍ، که هغه د چپ اړخ وي او که د ښي اړخ، د هرات د امنیت غوښتنو تر شعارونو لاندې داسې دریځونه خپلوي چې په پایله کې د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پر ځای د اختلافاتو او کړکېچونو د ژورېدو لامل ګرځي.
افغانستان نن تر هر وخت زیات ملي تفاهم، سیاسي هوښیارتیا او ټولنیز یووالي ته اړتیا لري. هر هغه حرکت چې د قومي، مذهبي او یا سیاسي اختلافاتو د پارولو سبب کېږي، باید په دقت وارزول شي، ځکه د دغسې لوبو اصلي قربانیان تل د افغانستان عام وګړي وي.
سرنوشت مبهم داکتر اشرف غنی
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
نه فالبین هستم، نه نابغه و نه هم قصد تخریب دارم. آنچه مینویسم، نتیجه برداشتها و یافتههای فرا قومی و شخصی من است؛ یافتههایی که شاید هم دقیق نباشند. با این حال، گمانهزنی را حق خود میدانم.
نگرانی من از سر دلسوزی است؛ مبادا این موی سفید روزی سر از گوانتانامو درآورد یا بهگونهای به سرنوشت ظاهر قدیر گرفتار شود.
بالاخره یک بار هم در صف سربازان خود، او را «استادی و رتبه» دادند.
سخن من درباره سرنوشت آینده داکتر صاحب اشرف غنی است؛ اشرف غنی که گویا برای دومین بار است که ناپدید شده است.
او در دور دوم ریاستجمهوری، با تکیه بر چند «دوست» سناتور امریکایی خود گام برداشت؛ اما گامی که نه عاقبتاندیشانه بود و نه موفق.
با مقایسه و سنجش مصاحبه ای برادر و حامیان داکتر صاحب اشرف غنی با اظهارات زلمی خلیلزاد و مایک پمپئو، وزیر خارجه پیشین ایالات متحده و موضعگیری سخت سنای امریکا به این نتیجه رسیدهام.
برادرش در مصاحبهای میگوید که به دلیل حساسیتها و مشکلات امنیتی نمیتواند درباره محل بودوباش او چیزی بگوید.
از سوی دیگر، سخنان وزیر اطلاعات و فرهنگ پیشین او، عبدالبهاری جهانی، و نیز اظهارات پمپئو مبنی بر حمله به اشرف غنی، مسائلی است که باید جدی گرفته شود و نباید در پی سخنان برخی هواداران جوان داکتر اشرف غنی برویم و انرا جدی بگیریم؛ کسانی که زیر نام «نهضت جوانیسازی» چون سمارق سر برآوردند.
پنج سال است که پرونده فرار مفتضحانه نیروهای امریکایی در مجلس سنای امریکا زیر بررسی قرار دارد.
چندین جنرال امریکایی و شماری از مقامهای افغان برای ارائه توضیحات فراخوانده شدهاند.
خلیلزاد و پمپئو نیز گزارشهای خود را ارائه کردهاند.
پرونده خروج شرمآور نیروهای امریکایی هنوز تکمیل نشده و نیازمند جمعبندی نهایی است.
از این منظر، داکتر اشرف غنی بهعنوان رئیسجمهور فراری افغانستان که در زمینه مکلفیت های داشت، مکلف به پاسخگویی در این زمینه دانسته میشود.
در اوج بحران کرونا، پمپئو چندین بار به افغانستان سفر کرد و از داکتر اشرف غنی و امرالله صالح خواست تا انتخابات را به تعویق انداخته و با جدیت و مسئولیت بیشتری روی روند مذاکرات با طالبان کار کنند؛ اما آنان بر موضع خود(راه اندازی انتخابات ریاست جمهوری و تکمیل دوره ریاست جمهوری) پافشاری کردند.
کار به جایی رسید که امریکا یک میلیارد دالر از کمکهای خود را کاهش داد، اما باز هم این هشدارها مورد توجه داکتر اشرف غنی وامرالله خان قرار نگرفت.
پس از پمپئو، آنتونی بلینکن به وزارت خارجه امریکا رسید و نامهای به ارگ کابل فرستاد.
اما امرالله صالح، معاون اشرف غنی، آن را بیاهمیت جلوه داد و گفت که از اینگونه نامهها زیاد دریافت میکنند و نظام را با بودجه ریاضتی خود میچرخانند.
در همان زمان، بسیاری از ما با تعجب میپرسیدیم که این «بزرگان» بر چه کسی، بر چه چیزی و بر کدام امکانات تکیه دارند، سر میخ کی می پرند که چنین مواضعی اتخاذ میکنند.
در میان دوستان بارها گفته بودیم که چنین رفتارها و اظهاراتی، به دور از عقلانیت و منطق سیاسی است و بیشتر به تصمیمها و مواضع مالیخولیایی شباهت دارد؛ گویی از سرنوشت رژیمهای کاملاً وابسته گذشته هیچ درس عبرتی گرفته نشده است.
ترکیب هیأتی که برای مذاکره با طالبان به دوحه فرستاده شده بود نیز چنان عجیب و نامتجانس بود که انسان را به یاد قصه « برج گاو شیری» و ضربالمثل «زاغ و بودنه» میانداخت.
گمان میکنم که اشرف غنی یا برده شده است و یا برده خواهد شد تا پرونده شیوه فرار سر بازان امریکایی یکسره و نهایی شود.
همه شاهد بازدید برخی صحنه های پروسه بازداشت و انتقال رئیس جمهور قانونی ونزوئلا به ایالات متحده هم بودیم که آب از آب تکان نخورد.
یکی دو پرسش از هواداران او دارم:
چرا در این پنج سال، هیچگاه از معاذیر امنیتی داکتر اشرف غنی سخنی در میان نبود، که اکنون چنین موضوعی جدی مطرح میشود؟
* چرا در تبلیغات سیاسی، با نمایشهای به ظاهر ملی، نوعی خصومت با امریکا به نمایش گذاشته میشود؟
مضحکتر اینکه با سقوط و فرار جمهوریت و فروپاشی تمامی ارکان قدرت، قوه قضائیه، مقننه و اجرائیه عملاً صلاحیت اجرایی خود را از دست داد. در چنین شرایط، از نگر من شایسته این بود که واقعیت وضعیت پذیرفته می شد و رفع مسئولیت صورت میگرفت، نه اینکه تا امروز انها خود را زمامداران «منتخب» میدانند.
سیاست که تخیل
انجنیر محمد داؤد اڅک ۲۸ – ۵ - ۲۰۲۶
لومړئ به د سیاست پر لغوي معنا باندي یو لنډ بانډار وکړو چي ځینې سرچینې ئې پخوانۍ یوناني کلمه بولي او وایي چي د سیاس څخه اخیستل سوېده. سیاس بیا په لرغوني یونان کي هغه چا ته ویل کېدل چي اسان به ئې نعلول. ځینو سرچینو بیا اویستایي کلمه بللې ده چي د سا/ ساس څخه ریښه اخلي او د پرېکولو، ظلم کولو او تنبیه کولو په معنا ده. خو تازه پلټني په ټینګار سره وایي چي سیاست عربي کلمه ده او د ساس، یسوس، سیاسة څخه اخیستل سوېده چي د اداره کولو، تربیه کولو، فرمان ورکولو او ټولنیزو چارو سمبالولو په معنا ده. اما اویستایي ریښه ئې هم بې ارتباطه نه بولي.
سیاست په اصطلاح کي هم بېل بېل تعریف سویدی. خو زما (لیکوال) په اند د دولتي واک اخیستلو، په دولتي واک کي د شریکېدلو یا د دولتي واک د بدلېدلو لپاره مبازه کول سیاست دی. یعني که یو شخص د حکومتي واک اخیستلو، شریکېدلو یا بدلولو سره ټچ وکړي معنا دا چي سیاست کوي.
اوس راځو په بهر کي د افغانانو سیاست ته، چي واقعیأ سیاست کوي که په تخیل کي مصروف دي. ځکه پدې وختو کي لیدل کیږي چي د هیواد نه بهر په افغاني چپ او راست سیاسیونو کي تحرک ډېر سویدی. نوي ائتلافونه، جبهې او حزبونه ایجادیږي. په فردي توګه هم سیاسي نظر لرونکو خپلي تبصرې تیزي او ډیري کړیدي. اوس مهمه دا ده چي کوم سیاسي بنسټ یا سیاسي شخص کولای سي چي د بهر څخه په افغانستان کي د حاکمو شرایطو پر بدلون یعني ښه والي یا بدوالي باندي اثر وکړي یا اثر کولای سي.
زه (لیکوال) په پوره بې طرفۍ او خلوص باندي پدې اند یم چي هر حزب یا سازمان چي عملآ د هیواد له خلګو سره په اړیکه کي نه وي او هیڅ ډول تاثیر د هغوۍ پر ژوند باندي نلري، افغانان ئې هم د ټولني نماینده نه بولي او دوۍ فقط د امریکا B52 طیارو یا د بل کوم هیواد د نظامي کومک په امید ناست وي سخته اشتباه او نه بخښونکې خطا کوي. داسي حزب، سازمان، جبهه یا ائتلاف نه مشروعیت لري نه موفقیت. دا نه سیاست دی، نه افغانیت دی او نه انسانیت. ځکه چي بهرنیان د افغانانو یا د خدای لپاره په میلیارډو ډالر او خپل ځوانان نه قرباني کوي بلکه هر څه چي کوي د خپلو استعماري اهدافو لپاره ئې کوي. متل دی چي ( پیشي هم د خدای لپاره موږک نه نیسي). معنا دا چي هر حزب که د هیواد په سیاسي ډګر کي عملي حضور ونلري هغه ته فکري ډله ویلای سو نه یو ساسي قوت.
اما هغه افغانان چي رشتیا غواړي په بهر کي د افغان مظلوم او جنګ ځپلي اولس لپاره مثبت سیاست او پاکه مبارزه وکړي او نه غواړي چي د سیاست څخه په شعاري ډول د تفریحي وسیلې په حیث ګټه واخلي یا ځان مشهوره کړي، نو کولای سي چي د لاندي شرایطو په درلودلو سره په بهر کي یو تاثیر ګذاره حزب، سازمان، جبهه یا ائتلاف جوړ کړي:
- باید په هیواد کي ټولنیزه ریښه ولري. یعني د خلګو اعتماد ئې جلب کړی او نمایندګي ئې وکړای سي.
- په هیواد کي د اوسنيو حاکمو ذهني او عیني شرایطو مطابق روښانه، صلحه غوښتونکې، عملي او عیني د اجرا وړ برنامه ولري. نه احساسي او غیر عملي اصطلاحات یا تر خپل وس اضافه شعار ورکول.
- د نویو اهدافو، وسایلو او رهبري په درلودلو سره د پرونیو بتانو ماتول او د پخوانيو زړو د یوالونو نړول.
- د هر حکومت او مقابل طرف ښه ته ښه او بد ته بد ویل. یعني د خپل حریف د ټولو هغه مثبتو کارونو قدر کول چي د ملي ارزښتونو په چوکاټ کي ئې تر سره کړي وي یا ئې تر سره کوي. لکه اوسنئ نسبي امنیت، د قدرت د بیلو جزایرو له منځه وړل او د غښتلي مرکزي حکومت جوړول، د قوشتېبې کانال، د متعددو حلقوي سړکانو، د اوبو بندونو جوړول، د متعددو فلج سوو تولیدي او ساختمانی مؤسسو بیا فعاله کول، د نظامي تجهیزاتو ترمیم او نور. خو د نجونو پر مخ د تعلیم، تحصیل، کار د دروازو تړل، عصري علومو ته عدم توجه کول، د فردي ازادیو محدودول چي افغانستان او افغانانو ته سخت زیان رسوي باید په سیاسي ادبیاتو جدي تقبیح سي، څو د دوستۍ او تحمل په فضا کي د نیکو مشورو، تماسو او جرګو له لاري حل سي.
- په داخل کي باید ټینګه او ملي ارتباطي شبکه ولري.
- په بهر کي باید د دیاسپورا حمایت متمرکز او د ځان کړي. لکه اوس د چنګښو من باید نه وي.
- د بین المللي بنسټونو سره مؤثر او د ملي ګټو پر بنیاد مثبت تعامل. نه قدرت ته د ځان رسولو تعامل.
پایله:
که پورته شرایط یو حزب، سازمان، جبه یا ائیتلاف پوره کړي بېله شکه چي پرمختګ، موفقیت او صمیمیت به ئې په خلګو کي محسوس وي. هم په داخل هم په خارج کي.
که نه، کاین راه که تو میروي به ترکستان است.
سیاست به نرخ دالر، نه به نام باور
انجنیر زلمی نصرت
دانمارک
نه حامی ملا استم و نه دشمن ملا؛ اما در مورد ملاهایی که از دین سوءاستفاده میکنند و آگاهی لازم ندارند، طبعاً تفاوت قائل استم؛ البته در مورد مسائل عام ملی و کشوری، نه در مسائل دینی؛ زیرا من تعلیمات و تحقیقات دینی ندارم که با ملاها درگیر شوم.
اما کسانی که در دوران اشغال شوروی در کنار ملاها ایستادند و از جهاد دفاع کردند، یک نهضت را تکفیر کردند، از کشور گریختند و پس از بن اول وزیر شدند، توافقات بن را مشروع دانستند و از اشغال حمایت کردند، اما بعد از سقوط و فرار جمهوریت، امروز دوباره گیر بدل کرده ، توافقات دوحه را نامشروع میخوانند، علیه ملاها سخن میزنند و با افتخار خود را سکولار معرفی میکنند؛ به باور من اینها شخصیتهای بیاعتقاد اند؛ افرادی که سیاست را به نرخ دالر پیش میبرند، نه بر بنیاد باور و اصول.
چنین افرادی در نهایت در جبههٔ مخالف منافع ملی، استحکام و سلامت افغانستان قرار میگیرند. میان آنان و چپیهایی که روزگاری بیدینی میکردند، اما امروز برخیشان در مسابقهٔ حج عمره قرار دارند، و نیز کسانی که زمانی از آستین ملاها بیرون آمدند، امروز دوباره خود را انقلابی و چپنما معرفی میکنند و از آزادی، عدالت و رهایی افغانستان سخن میزنند، تفاوت چندانی وجود ندارد.
صدای ترکستان جنوبی؛ واکنشی در برابر هژمونی زبانی و قومی
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
من در مورد صدای ترکستان جنوبی در شمال افغانستان به این باورم که افغانستان از مرحلۀ تجزیه عبور کرده است. بدون تبصره بر این موضوع، میخواهم بگویم که:
صدای ترکستان جنوبی، عکسالعملی در برابر هژمونی پارسیخواهان، خراسانخواهان و هزارستانخواهان است؛ جریانی که باعث شد فارسیزبانانِ ترکتبار به واکنش وادار شوند و بپرسند چرا باید زیر سلطه و هژمونی فرهنگی و زبانی پارسی قرار بگیرند، از آن پیروی کنند و آن را بپذیرند؛ مگر اینکه از هویت قومی و زبانی خود دست بکشند.
در صفحۀ پنجم نامۀ مورخ ۱۳۲۶ هجری خورشیدی، وزیر محمدگلخان مومند خطاب به شاهمحمود، که تازه از لندن برگشته بود، چنین مینویسد:
«… چند مدتی معارف پشتو شد، اما بعداً این نظریه بهعنوان زیرکی و فریب مخالفان چنین مطرح گردید که در هر جایی که پشتونها اکثریت دارند، تحصیلات به زبان پشتو باشد و زبان فارسی منحیث یک زبان در سیستم آموزشی شامل گردد؛ و در مناطقی که فارسیزبانان اکثریتاند، تعلیمات به زبان فارسی و آموزش پشتو بهعنوان یک زبان در نصاب شامل شود.
… خوب، این را هم میپذیریم؛ اما اقلیتهای دیگر مانند عربها، اوزبیکها، ترکمنها و دیگران نیز جمعیت قابل توجهی دارند. اگر رعایت حقوق اقلیتها مطرح است، باید به عربها به زبان عربی، به اوزبیکها به زبان اوزبیکی و به ترکمنها به زبان ترکمنی آموزش داده شود، در حالیکه چنین نمیشود و آموزش فارسی بهصورت اجباری بر آنان تحمیل میگردد.
… نمیدانم علت برتری دادن فارسی چیست، در حالیکه نه پشتو و نه فارسی زبان مادری بسیاری از آنان است. بسیاری از این مردم حتی به فراگیری زبان پشتو نیز علاقهمند هستند. اگر قبول ندارید، میتوانم عرایض آنان را نیز برای شما بفرستم…»
برگرفته از کتاب «د افغانستان د بقا محور»، چاپ ۱۴۰۰ ل .
باید پذیرفت که ترکتباران امروز افغانستان، ترکتباران صد سال پیش نیستند. چه کسی بخواهد و چه نخواهد، آنان برای حفظ زبان و هویت خویش دست به هر اقدامی خواهند زد. با جبر و تحمیل نهتنها مشکلی حل نمیشود، بلکه ناممکن است کسی بتواند هژمونی خود را بر آنان تحمیل کند.
همچنین باید اعتراف کرد که در حق ترکتباران جفا شده است؛ هم از سوی دیگران و هم از سوی خودشان، زیرا به زبان و هویت خویش کمتر توجه کردند و برای مدت طولانی زیر هژمونی زبان فارسی قرار گرفتند. با این حال، امروز دیگر اجازه نخواهند داد کسی زبان و هویتشان را از میان ببرد
.
د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه
نور محمد غفوری
سریزه
د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته دا وښوده چې یوازې د دموکراسۍ شعارونه، تش په نامه انتخابات، پارلمان او ظاهري سیاسي جوړښتونه نهشي کولای یو ملت د ثبات، عدالت او پرمختګ پر لور رهبري کړي. هغه نظامونه چې د ولس له ارادې، سیاسي شعور او ملي واقعیتونو څخه جلا وي، که هر څومره د ولسواکۍ ادعا وکړي، بیا هم د خلکو باور نه شي ترلاسه کولای.
په تیرو دوو لسیزو کې د دموکراسۍ د ناکامۍ مسئولیت یوازې د استبدادي، مافیایي او بهرنیو لاسوهنو پر غاړه نه دی؛ بلکې د هغو سیاسي او فکري جریانونو نیمګړتیاوې هم رول لري چې ځانونه یې د دموکراسۍ او پرمختګ مدعیان او استازي بلل.
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې په لنډه توګه د دموکراسۍ د تېرو تجربو مهم درسونه وڅېړل شي او دا روښانه شي چې دموکرات ځواکونه باید په راتلونکې کې کومو اصولو او واقعیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دموکراتو ځواکونو نیمګړتیاوې
۱- له ولس څخه واټن
په تېر تحمیلي اسلامي جمهوریت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه کمزوري دا وه چې د خلکو له واقعي ژوند او ورځنیو ستونزو څخه لیرې پاتې شول. د دوی ډېر سیاسي فعالیتونه تر ډېره په لویو ښارونو، محدودو سیاسي مجلسونو، رسنیزو بحثونو او د خپلو تنظيمي او فکري حلقو ترمنځ راڅرخېدل، خو له کلیو، عادي خلکو، بزګرانو، کارګرانو، بېوزلو قشرونو او حتی ډېرو ځوانانو سره یې ژور او دوامدار تماس کم و.
په داسې حالت کې ډېر وخت سیاست یوازې د نخبهګانو او محدودو سیاسي څېرو ترمنځ بحث پاتې شو، نه د عام ولس د عملي ژوند برخه. د خلکو اصلي ستونزې لکه بېکاري، فقر، ناامني، تعلیم، روغتیا او ټولنیزې اړتیاوې یا کافي نه اورېدل کېدې او یا هم په عملي او دوامدار ډول ورباندې کار نه کېده. په دې خاطر ډېرو خلکو دا جریانونه خپل استازي او د خپلو دردونو غږ نه باله.
۲- د دموکراسۍ د اصولو نه عملي کول
ډېرو هغو سازمانونو او اشخاصو چې د دموکراسۍ شعارونه ورکول، د دموکراسۍ له عملي تجربو بې برخې او یا خپلو نظریاتو ته وفادار نه وو. په خپل داخلي جوړښت کې یې د نظر ازادي، حسابورکونه، شفافیت او سالم انتقاد نه زغمه. په ډېرو مواردو کې فردي تصمیمونه، پر ټول ګوند باندې د خپل فریکشن د پریکړو تحمیل، شخصي سلیقې او تنظيمي انحصار د دموکراتیکو اصولو ځای نیولی و.
د دموکراسۍ په اړه یوازې شعار ورکول بسنه نه کوي؛ اصلي خبره دا ده چې د دموکراسۍ اصول په عمل کې هم مراعات شي. په تېر وخت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه ستونزه دا وه چې که څه هم دوی د آزادۍ، عدالت او دموکراسۍ خبرې کولې، خو په خپلو داخلي جوړښتونو او سیاسي چلند کې یې هماغه اصول نه عملي کول.
ډیر ځله به مهمې پرېکړې د ګډو مشورو او دموکراتیکو پروسو پر ځای د څو محدودو اشخاصو له خوا نیول کېدې. یعنې د سازمانونو دننه فردي تصمیمونه، شخصي سلیقې او د قدرت انحصار غالب و. د رهبرۍ د بدلون او تناوب په وړاندې حساسیتونه ډیر و. په عموم کې د حسابورکونې کمزورتیا (په تیره بیا د مالي چارو روښانتیا) هم یوه بله ستونزه وه. داسې ګوندونه او سازمانونه به ډیر کم وي چې مشرانو یې خپلو صفوفو ته د ګوند د مالی چارو روښانه حساب ورکړی وي. په رښتینې دموکراسۍ کې مشران او مسئولین باید د خپلو کړنو، پرېکړو او ناکامیو وضاحت ورکړي او که نه، نو د اصلاح او پرمختګ لاره محدودېږي.
دموکراسي یوازې سیاسي نظام نه دی، بلکې یو فرهنګ او طرز فکر هم دی. که یو سازمان په خپل داخل کې شفافیت، مشوره، د نظر احترام او حسابورکونه ونه لري، نو په عملي ډول د دموکراتیکې ټولنې د جوړولو ادعا هم کمزورې کېږي.
۳- شخصي او تنظيمي رقابتونه
د ملي اجماع او ګډې مبارزې پر ځای، شخصي اختلافونو، فرکسیوني میلانونو، تنظيمي رقابتونو او کوچنیو ګټو د دموکراتو ځواکونو ترمنځ بېباوري زیاته کړه. هرې ډلې ځان محور ګاڼه او د ګډ ملي هدف پر ځای یې خپل محدود سیاسي موجودیت ته لومړیتوب ورکاوه. د ګوندونو او سازمانونو په سر کې اکثراً داسې کسانو ځای نیولی و چې شخصي ګټې یې له عامو ټولنیزو هغو څخه لوړې ګڼلې. د دې پر ځای چې مختلف سیاسي او فکري جریانونه د هېواد د لویو ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي، هره ډله تر ډېره د خپل نفوذ، نوم، تشکیلاتو او محدودو ګټو په ساتلو بوخته وه. کله چې سیاسي مشرتابه شخصي حسابونه او محدودې ګټې تر ملي او ټولنیزو اهدافو لوړې وبولي، نو سیاسي مبارزه خپله اصلي معنا له لاسه ورکوي.
په ډېرو مواردو کې کوچني اختلافونه دومره لوی کېدل چې د ګډ کار او اعتماد فضا یې له منځه وړله. کله ناکله شخصي رقابتونه او د رهبرۍ پر سر شخړې تر اصولي او ملي مسایلو مهمې بلل کېدې. هرې ډلې هڅه کوله چې ځان اصلي او برحقه وښيي او نور کمزوري یا بېاهمیته ثابت کړي. دا حالت د دې سبب شو چې د دموکراتو او مترقي ځواکونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ رامنځته نه شي.
فرکسیوني او تنظيمي ذهنیت ستونزه لا نوره ژوره کړې وه. د دې پر ځای چې اختلافات د سالم بحث او دموکراتیک تعامل له لارې حل شي، ډېر وخت سیاسي ډلې په کوچنیو حلقو ووېشل شوې او هرې حلقې یوازې د خپلو کسانو، خپلو اړیکو او خپل نفوذ د پراخېدو هڅه کوله. همدا بېلتونونه د خلکو په منځ کې هم د بېباورۍ سبب ګرځېدل.
په اصل کې، هر سیاسي حرکت هغه وخت اغېزمن کېدای شي چې ګډ هدف، متقابل اعتماد او د همکارۍ فرهنګ پکې موجود وي. که شخصي او تنظيمي رقابتونه تر ملي ګټو مهم شي، نو سیاسي ځواکونه ټوټې کېږي او نه شي کولای د ټولنې په کچه اغېزمن بدلون رامنځته کړي.
۴- د نوي نسل کمزورې روزنه
په تېرو کلونو کې د ځوان نسل سیاسي او فکري روزنې ته هومره پاملرنه ونه شوه لکه څنګه چې د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې لپاره اړینه وه. ډېری ځوانان یا له منظمې فکري روزنې بېبرخې پاتې شول او یا هم داسې چاپېریال ته ور ولوېدل چې پکې احساساتي، تقلیدي او تعصبي فکر تر آزاد او انتقادي فکر پیاوړی و.
په شل کلن اسلامي جمهوریت کې د ځوانانو یوه برخه د داسې مادي او مصرفي ذهنیتونو تر اغېز لاندې راغله چې پکې شتمني، شخصي ګټې او اقتصادي امتیازات تر فکري او ټولنیزو ارزښتونو مهم بلل کېدل. یوې برخې نورو بیا د سیاسي او مدنی فعالیتونو خواته میلان وموند. سالمه سیاسي روزنه یوازې دا نه ده چې یو ځوان سیاست ته داخل شي؛ بلکې دا هم اړینه ده چې هغه د تحلیل، پوښتنې، انتقاد، زغم، ملي فکر او ټولنیز مسئولیت په داسې روحیه وروزل شي چې هره موضوع په دلیل او فکر وارزوي، نه دا چې یوازې د اشخاصو، شعارونو یا احساساتو تر اغېزې لاندې پرېکړې وکړي. په عملي ډګر کې ډېری سیاسي او فکري جریانونه ونه توانېدل چې داسې بافکره، مستقل او مسئول ځوانان وروزي چې د راتلونکي سالم مشرتابه بنسټ جوړ کړاي شي. په دې خاطر سیاسي ډګر تر ډېره د تیرو سیالیو، زړو څېرو او پخوانیو فکرونو تر اغېز لاندې پاتې شو. نوې نظریې، نوې انرژي او عصري سیاسي لیدلوري کمزوري وو او ځوان نسل ته د رهبرۍ او عملي تجربې زمینه کمه برابره شوه.
یوه بله مهمه نیمګړتیا دا وه چې ځوانانو ته د سازماني او عملي تجربو د زده کړې لپاره لازم فرصتونه کم وو. په ډېرو سیاسي او مدني جریانونو کې ځوانان یوازې د ملاتړ کوونکو او عملي اجراکوونکو په توګه کارول کېدل، خو د تصمیم نیولو، مدیریت، بحث، مذاکراتو، د اختلاف د حل، عامه اړیکو او سازمان جوړونې په برخو کې ورته د پخو روزونکو له لوري د منظم کوچینګ او روزنې شرایط برابر نه و.
رهبرۍ یوازې د شعارونو او احساساتو له لارې په ناڅاپي ډول نه رامنځته کېږي؛ بلکې سالم مشران تدریجي روزنې، دوامدارې تجربې او عملي کار ته اړتیا لري. ځوانان باید د فکري زده کړو تر څنګ په عملي سیاسي، مدني او سازماني فعالیتونو کې هم وروزل شي، څو وکولای شي چې د ټیم او سازمان د مدیریت وړتیا پیدا کړي؛ د ستونزو د حل او تصمیم نیولو تجربه ترلاسه کړي؛ د خلکو سره د ارتباط او اعتماد جوړولو مهارتونه زده کړي او د سالمې رهبرۍ مسئولیت په تدریجي ډول پر غاړه واخلي.
کله چې یوه ټولنه یا سیاسي جریان د ځوانانو د روزنې، کوچینګ (Coaching ) او عملي تجربو لپاره دوامدار پروګرام ونه لري، نو د رهبرۍ تشه رامنځته کېږي. په داسې حالت کې یا هماغه زاړه اشخاص د زړو فکرونو سره تل په صحنه پاتې کېږي، او یا هم بې تجربه او احساساتي کسان ناڅاپه د رهبرۍ مقام ته رسېږي چې د لویو مسئولیتونو د سم مدیریت لازم ظرفیت نه لري.
کله چې یو نسل سالم فکري بنسټ او تدریجي عملي تجربې ونه لري، نو معمولاً دوه حالتونه رامنځته کېږي، یا په تقلیدي ډول د زړو او ناکامو سیاسي دودونو پیروي کوي او یا هم ژر د افراطي، احساساتي او تندلارو شعارونو تر اغېز لاندې راځي. بېروزنې او بېسیاسي شعوره ځوانان ډېر وخت د ژورو تحلیلونو پر ځای د احساساتو، تبلیغاتو او جذابو شعارونو له مخې متأثر کېږي. همدا تشه افراطي ډلو او عوامفریبو جریانونو ته زمینه برابروي چې د ځوانانو احساسات د خپلو موخو لپاره وکاروي.
د دې کمزورې روزنې بله پایله دا وه چې سیاست له فکري او عملي پرمختګ څخه وروسته پاتې شو. نه د نوې رهبرۍ قوي نسل رامنځته شو، نه سالم سیاسي بدیلونه جوړ شول، او نه هم داسې مشران وروزل شول چې هم پوهه، هم ملي احساس او هم د مسئولیت ظرفیت ولري.
په اصل کې، هره ټولنه چې د خپل ځوان نسل پر فکري، تعلیمي، سازماني او سیاسي روزنه پانګونه ونه کړي، د راتلونکي له بحران سره مخ کېږي. ځکه د ټولنې دوام، بدلون او سالم مشرتابه د همدغو ځوانانو له فکر، تجربې او ظرفیت سره تړلی وي.
پایله:
په ټوله کې دا لیکنه موږ ته دا مهم درس راکوي چې د دموکراسۍ ناکامي یوازې د بهرنیو لاسوهنو یا استبدادي جوړښتونو نتیجه نه وه، بلکې د دموکراتو او مترقي جریانونو داخلي کمزورتیاوې هم پکې اساسي رول درلود.
له ولس څخه واټن، د دموکراتیکو اصولو نه عملي کول، د شخصي او تنظيمي رقابتونو پراخېدل، او د نوي نسل کمزورې فکري او سازماني روزنه هغه بنسټیز عوامل وو چې د دې جریانونو اغېزمنتیا یې محدوده کړه. په ځانګړي ډول د ځوان نسل د سالمې روزنې او عملي تجربې نشتوالی د دې سبب شو چې نه قوي بدیل رهبري رامنځته شي او نه هم د دموکراسۍ فرهنګ په ټولنه کې ژور شي.
دا تجربه ښيي چې رښتینې دموکراسي یوازې په شعارونو، جوړښتونو او انتخاباتو ولاړه نه وي، بلکې د ولسي اړیکو، داخلي دموکراسۍ، ملي یووالي او د نسلونو د منظمې روزنې پر بنسټ جوړېږي. که دا عناصر موجود نه وي، نو د دموکراسۍ ظاهري چوکاټ هم دوامداره ثبات او مشروعیت نه شي رامنځته کولای.
په لنډ ډول، د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا ده چې سیاسي جریانونه له ولس سره ژور ارتباط، د داخلي دموکراسۍ عملي کول، د شخصي رقابتونو کمول، او د ځوان نسل منظمه فکري او عملي روزنه خپل لومړیتوب وګرځوي؛ ځکه همدا عناصر کولای شي د یوې سالمې، ملي او پایدارې دموکراسۍ ریښتینی بنسټ رامنځته کړي.
نور محمد غفوری
۱۸/ می/۲۰۲۶م