د پاملرنې وړ
انجنیر داؤد اڅک ۲۰ – ۲ - ۲۰۲۶
بېله شکه چي ژبه نه یوازي د افهام او تفهیم، بلکه د پوهني، افکارو، علم او تجربو د انتقال وسیله هم ده. ځکه نو ژبه په ژبپوهنه کي د ژوند لومړئ ضرورت بلل سویدی. دا هم روښانه ده چي تقریبأ هره ژبه بیلي لهجې لري او هره لهجه د ځانګړي او معیني جغرافیې محصول دی. طبعي ده چي بیلي لهجې په ژوندۍ ژبه کي رازیږي او پر مختګ کوي. دا به هم منو چي د لهجې په پیدایښت کي پر نورو تاریخي او جغرافیایي لاملونو سربېره شخصیتونه هم رول لري. یعني کله کله د یو شخص ایدیولکت Idiolect (ځانګړی ژبنئ سبک) وکړای سي چي د یوې لهجې او ژبي برخه وګرځي. دغه حالت په ژبپوهنه کي سبک پېژندني تصنع Artificiality بللی دی چي منفي اړخ لري او نه باید په ژبه کي داسي غیر طبعي صنعت رامنځته سي.
پدې معنا:
کله چي یو کاریزماتیک شخص په خپلو لیکنو او بیانونو کي یوه کلمه، اصطلاح یا یو تکیه کلام په پرله پسې توګه په یو ځانګړي سټایل سره کاروي او خپل عادت ئې ګرځولی وي، بیا نو د هغه شخص پلویان، د هغه سټایل خوښونکي یا غوړه مالان د هغه شخص د خوشحاله کولو یا هم د هغه کاریزماتیک شخص سره د سیالي کولو په خاطر په شعوري توګه د هغه شخص د سټایل او کلمو تقلید کوي. معلومداره چي دغه تقلید پراختیا مومي او بلاخره دغه زیاتونه د یوې لهجې برخه سي. لکه ځني کسان چي په خبرو کي د وزن او قافیې برابرولو یا د خبرو او جملو د ښه تسلسل په خاطر داسي زیاتوني کوي یا سويدي چي په ژبه کي ئې ضرورت نه لیدل کیږي، اما اوس رواج دي. دغه غیر ضروري زیاتوني شاید په هره ژبه کي وي، خو په پښتو او فارسي ژبو کي چي زموږ ملي ژبي دي داسي زیاتوني سته چي باید د عادت څخه ولوېږي او پرهېز ځني وکړو. ځکه چي اوس دیجیتالي عصر دی او ډېر اسناد د ګوګل یا کوم بل اپلیکېشن پذریعه ژباړل کیږي. موږ او تاسو وینو چي په غټو کنفرانسو او رسمي لیدونو کتنو کي حتا د ملل متحد په عمومي غونډو کي هم ژباړن دیجیتالي وي. ځکه نو غیر ضروري زیاتوني چي د ژبنیزو معیارو څخه دباندي وي، هم په ترجمه کي ستونزي رامنځته کوي او هم په ګرامري لحاظ اضافه او بې ضرورته وي.
لکه دغه مهملي کلمې چي د اصلي ویي (کلمې) وروسته کاریږي: کار مار، غنم منم، پسه مسه، کوټه موټه، چکر مکر، ړنګه بنګه، عکسو مکسو، ګنډل منډل او نور. زما (لیکوال) په اند د نوموړو کلمو دوهم یا مهمل شکل چي د اصلي کلمې سره اړیکه او معنا نلري او بې ضرورته زیاتونه ده باید د استعمال څه ئې ډډه وسي. البته ځني ورته کلمې سته چي معنا لري لکه احمد څو واره تېر او راتېر سو، همداسي نور.
بله زیاتونه دا ده کله چي یو کتاب چاپ سي نو ځني ښاغلي لیکوالان په خپلو متنونو کي کاږي چي: زما کتاب یا پلانئ کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال سو/ د چاپ په ګاڼه وپسولل سو. دغه زیاتوني هم ژباړن ته ستونزي زېږوي او هم جمله بې ضرورته اوږدیږي. باید مختصر ولیکو چي زما کتاب چاپ سو.
دریمه زیاتونه چي په پښتو ژبه کي رواج سوېده او پر تقریري ژبه سربېره اوس په لیکلو کي هم لیدل کیږي د (یو) کلمه ده، چي زما په اند یوه غیر ضروري زیاتونه ده او پر دیجیتالي ژباړن سربېره ئې ګرامر هم نه خوښوي.
د بیلګي په ډول ما (لیکوال) یو ښایسته کتاب ولیدۍ چي عنوان ئې وو (یو څو لپي فکرونه). همداسي په بل ځای کي لیکل سوي ول (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري)،(د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) او داسي نور.
ځني د نظر خاوندان وایي چي (یو) معین کونکې کلمه ده، یعني اندازه او ظرفیت تعین او ځانګړی کوي. ځکه (یو) ضروري دی او باید ولیکل سي. اما زه (لیکوال) په ډېر احترام د داسي نظر سره همږغی نه یم. نو پدې خاطر چي موضوع ښه روښانه سي، راځۍ چي پرهمدغه موضوع باندي یو لنډ او دوستانه بانډار وکړو چي (یو) په معین کولو، مشخص کولو یا ځانګړي کولو کي مرسته کوي که یا؟
لومړۍ جمله: یو څو لپي فکرونه. په (څو) باندي ټوله پوهېږو چي جمع ده او نامعینه یا نامعلومه جمع ده. یعني د دوو، درو، څلورو... په شان معینه جمع نده. په همدې خاطر موږ نه سو کولای چي دغه نامعلومه مقدار د (یو) پذریعه معین یا مشخص کړو. ځکه چي اندازه او مقدار په شمېره باندي تعین او ټاکل کیږي، بېله شمېرې څخه موږ نه سو کولای اندازه مشخص یا معین کړو. او که غواړو چي مقدار ئې معین کړو باید ظرفیت او اندازه ئې شمېر کړای سو. لکه یوه لپه، دوې لپي یا درې لپي فکرونه. او که غواړو چي یوه غیر معینه اندازه معرفي کړو نو باید ولیکو چي: څو لپي فکرونه. دغه جمله هم په ګرامري لحاظ ښکلې او لنډه ده او هم ئې ګوګل صاحب په معنا کي نه ورکیږي. یعني د (یو) کلمه دلته غیر ضروري زیاتونه ده او کوښښ باید وکړو چي استعمال نسي.
دوهمه جمله: د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري. د جملې په لومړۍ برخه کي ( د یو دوو کتابو په باره کي) وینو چي دوه کتابه په ښکلا سره معین سویدي، یعني تعداد ئې معلوم او معین دی چي دوه کتابه دي. بیا نو نه کوم ضرورت احساسیږي او نه کوم ګرامري اصل امر کوي چي (یو) پر اضافه کړو. او که (یو) اصل بولو بیا نو ادامه ئې هم باید ولرو.یعني د دوو دوو کتابو په باره کي، د درو دوو کتابو په باره کي، د څلورو دوو کتابو په باره کي هم باید ولرو چي نه ئې لرو. ځکه نو زما (لیکوال) عرض دا دی چي د (یو) ضرورت نسته او اضافه دی.
په دوهمه برخه (یو څو خبري) کي لوړ واضح سول چي (څو) نا معینه جمع ده. او موږ نسو کولای چي په (یو) ئې معینه کړو. که چیري د پورته توضیح پر بنسټ ئې بېله (یو) څخه ولیکو جمله به مو ښکلې او ساده لیکلې وي.
پایله دا چي:
که پورته زیاتوني د شفاهي ژبي څخه د عادت په خاطر نسو لیري کوالی نو په لیکلو کي باید ډډه ځني وکړو او پوره کوښښ وکړو چي پښتو ژبه ښکلې، ساده، اسانه او روانه ولیکو. یعني که لوړي جملې په لاندي ډول ولیکو هم به ښاغلی ګوګل خوشحاله وي او هم به د ګرامر احترام سوی وي:
۱ - د (یو څو لپي فکرونه) پر ځای که (څو لپي فکرونه) ولیکو ستونزه نه زېږوي.
۲- (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري) پر ځای که (د دوو کتابو په باره کي څو خبري) ولیکو جمله به قانونمنده وي.
۳ - (د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) پر ځای که (د افغانستان د کتابتونونو په اړه څو خبري) ولیکو تاوان نه کوو.
درنښت
دودیال
د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل. پورې او بیا تر۱۳۵۷ پورې؛ پړاو په پړاو او له بیلابیلو خورو- ورو اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونوڅخه منسجمه شوه. لومړی د(افغان اکاډمی) په نوم او بیا ډېر وروسته (د افغانستان دعلومو اکاډمي/اکادمی علوم افغانستان) شوه، چې تاریخ یې داسې بیانوم:
د اکاډمي بنسټ په حقیقت کې هماغه د ۱۳۱۱ل.(۱۹۳۲م.) دکندهار پښتو ادبي انجمن و چې رئیس یې محمدعثمانخان بارکزی او (پښتو) مجله یې نشراتی ارګان و. وروسته پر۱۳۱۶ل.(۱۹۳۷م.)کې کابل کې پښتوټولنه د علمی او اکاډمیک بنست په توګه جوړه شوه چې افتخاري رئیس یې د هغه وخت د معارف وزیر، محمدنعیم خان و. پښتو ټولنې ته (پښتو اکاډمي) هم ویل کېده، لکه اوس چې پېښور کې د پښټو اکاډمي ده. په ۱۳۳۴ل. (۱۹۵۵م.) کې ورته اساسنامه جوړه او یو شمېر بهرنیو اکاډمیو او دهیواد دننه علمی مراکزو سره یې توامیتونه وموندل. همدا وخت یې علمی کارکوونکو ته اکاډمیکې رتبې(څېړونکی، څېړنيار،څېړنوال،څېړندوی،څېړنپال) و ټاکل شوې. کابل مجله ، هېواد او زیری اخبار یې نشرات وو، خو هېواد اخبار له ۱۳۲۸ل.(۱۹۴۹م.) وروسته ورڅخه جلا شو. هېواد اخبار هغه وخت د ارواښاد عبدالرووف بینوا په مدیریت چلېده. د پښتو ټولنې مشاعرې، سیمینارونه او علمي کنفرانسونه دایر، علمي مقالې یې نشر اود افغانستان کالنۍ او دایرة المعارف یې چاپ کړل. هغه وخت د دولتي او شخصی (خصوصی)نویو تاسیس کېدونکو موسسو او بنسټونو نومونه د پښتو اکاډمی له خوا اېښودل کېدل چې زیاتره تراوسه اعتبار لري.
هر هېواد خپله انسایکلوپیدیا(دایرة المعارف) لري. افغانستان هم په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۱م.) کې د پښتو ټولنې په تشکیل کې د دایرة المعارف د ټولنې مدیریت جوړ کړ. لومړنی مدیر یې میا محمد حسین و. پر۱۳۲۵ل. لوی مدیریت شو او محمد هاشم پردیس (میوندوال) یې مدیرشو.
پر۱۳۲۷ل. کال د دایرة المعارف د نشر لړۍ شروع او تر ۱۳۲۸ل. پورې پینځو برخو(اجزاوو) کې د زرو مخونو په لرلو سره بشپړشو. د دري برخې مدیر یې میر علی اصغرشعاع و، خو پښتو اډیشن یې لا نه و نشر شوی. وروستی(شپږم) جز یې پر۱۳۴۸(۱۹۶۹م.) خپور شو. پښتو ادیشن باندې پر۱۳۲۹ل. کار پیل شو، مدیر یې غلام جیلانی جلالی و. وروستی(اووم ټوک) یې پر۱۳۵۵ل. کال خپور شو. په دې توګه د آریانا دایرة المعارف لومړی دور(شپږ ټوکه دري او اووه ټوکه پښتو) نشرشو. د اریانا دایرةالمعارف دوهم دور مستقل نه و، بلکې د افغانستان دعلومو د اکاډمی تشکیل کې پر۱۳۸۵ل. پیل شو، چې دا وخت یې مرکز ریاست ته اوچت شوی و، لومړی رئیس یې ارواښاد میوندي، بیا استاد رفیع او وروسته یې آغلی څېړنپوه ثریا پوپل رئیسه وه. راقم السطور د دایرة المعارف د انستیتیوت آمر وم. په دې دور کې مو پښتو او دري یو ځای شروع کړ. هر دري ارتیکل به پښتو ته او هر پښتو لیکل شوی آرتیکل مو دري ته ژباړل. په لیکوال شرط نه و چې دري یا پښتو یې ولیکي. لکه هغسې چې پنځوسمو کلونو کې د هېواد جغرافیایی قاموس پیل شوی و، دا وخت یې هم دوام وموند او اتنوګرافی ورسره.
د راقم السطور وړاندیز تل هغه وخت دا و چې د دایرة المعارف ریاست دې د( دایرة المعارف او قاموسونو) د ریاست په نوم شي او د دې ریاست اډانه کې دې یو د افغان دایرة المعارف انستیتیوت اوبل د افغان قاموس انستیتیتوت جوړ شي، خو د ادبیاتو مرکز؛ په تېره سرمحقق نصرالله ناصر صاحب زما وړاندیز رد او ویې ویل چې قاموسونه د ادبیاتو څانګې پورې اړه لري. د اکاډمی مرستیال ارواښاد سوبمن صاحب چې مخکې یې زما وړاندیز نه و رد کړی، د سرمحقق ناصر ټینګار یې ومانه او زما وړاندیز یې بابېزه پرېښود. ما ټینګار ونه کړ، کار ته مو دوام ورکړ، وروسته دواړو برخو کې ګټور کارونه وشول او ښه پرمختګ راغی.
لکه چې وویل شول اریانا دایرة المعارف په پیل کې مستقل و، خپله کړنلاره یې لرله. دې سره یوځای یو څو نور اکاډمیک بنسټونه هم په پیل کې یا د معارف وزارت یا د مطبوعاتو مستقل ریاست/اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند فعال وو، چې دا هریو باید لکه پښتو ټولنه او د دایرة المعارف مدیریت د اوسنۍ دعلومو اکاډمی بنسټونه وبولو، لکه : د تاریخ ټولنه (۱۳۲۱ل.) دمطبوعاتو ریاست اړوند، مدیریې احمدعلی کهزاد او خپرونه یې(آریانا مجله)وه، ورسره یو ځای یې د(افغانستان) مجله د یونسکو په ژبو خپروله. بل مهم بنسټ د لرغونپوهنې(باستانشناسی) آمریت و. دا په ۱۳۴۵ل. د انستتیتوت په نوم د اطلاعاتو او کلتور وزارت اډانه کې جوړشو. لومړنی آمر یې دکتور شاهی بای مستمندی و. دوه مجلې یې خپرولې: هرات باستان او کوشاني مجله .
بل اکاډمیک مرکز د کوشاني څېړنو مرکز و، چې د یونسکو د څوارلسمې عمومي غونډې او۳۲۳شمېره فېصلې سره سم جوړ شو، بیا د دغه نړیوال سازمان د پینځلسمې غونډې له پرېکړې سره سم یې ۱۹۶۸م. کال کې په ټوله منځنۍ آسیا کې د کوشانیانو په اړه څېړنې پیل کړې. په ۱۹۷۰م. کال په کابل کې د کوشانیانو یو نړیوال لوی کنفرانس دایر او د کوشاني څېړنو کار د علامه عبدالحی حبیبی تر ریاست لاندې په کار پیل وکړ. د کوشانیانو نړیوال کنفرانس کې دمنځنۍ آسیا پینځو هېوادو او ورسره د شوروی اتحاد، آلمان، فرانسې، انګلستان او امریکا د لرغونپوهنې د ادارو هیئتونو برخه لرله. له دغه نړیوال کنفرانس وروسته له ۱۳۵۴ل.(۱۹۷۵م.) وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په تشکیل کې د کوشانی څېړنو نړیوال مرکز جوړ او بودجه یې د یونسکو له خوا وه. خپرنیز ارګان یې د«تحقیقات کوشانی» مجله وه چې لومړنۍ ګڼه یې پر۱۳۵۷ل. کال کې خپره شوه.
پر۱۳۵۴ل. دپښتو څېړنو نړیوال مرکز د یونسکوله خوا منظور او مقر یې کابل کې په ۱۹۷۵ل.کې جوړ شو. د پرانیستی کنفرانس کې یې د افغاني څېړونکو ترڅنګ د بهرنیو هېوادو څیړونکو لکه پروفیسور مورگنسترن او یو شمېر نورو ګډون کړی و. همدی کنفرانس کې (پښتو) مجله دیونسکو په ژبو منظور او خپره شوه.
پورته یاد شویو ټولو مراکزو او بنسټونو خپلې ځانګړې تګلارې لرلې. دا ټول خواره واره اکاډمیک مراکز وو، حال دا چې نورو هېوادو دعلومو اکاډمۍ لرلې. دا وخت د افغانستان د علومو د اکاډمي مفکوره رامنځته شوه، چې د ۱۳۴۶ل. کال د تلې پر۲۶مه د(افغان اکاډمی) په نوم یوه طرح د محمدظاهرشاه د زېږېدنې په مناسبت ترلاس لاندې ونیول شوه. لومړني اسناد، مرام او تشکیل یې جوړ او یو شهزاده یې افتخاری رئیس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر یې آمرو ټاکل شو. دا لومړنی طرح د اطلاعاتو او کلتور د وزیر اکادیمسن محمود حبیبی په وړاندیز او د پاچا په موافقه په هغه لویه غونډه کې چې کابل هوټل کې جوړه شوی وه، لوړو مقاماتوته وړاندې شوه. په دې غونډه کې د صدارت مرستیالانو عبدالله یفتلی او دکتور عبدالقیوم، د اطلاعاتو او کلتور دوزارت رهبري لکه محمدخالد روشان معین او د هغه وخت پوهانو او لیکوالو لکه: دکتور سید بهاءالدینمجروح، خال محمد خسته، غلام محمد نوید، سید محمد قاسم رښتیا، محمد اسماعیل مبلغ، صالحمحمد پرونتا، عبدالوهاب طرزی، محمد صدیق روهی، میر محمد صدیق فرهنگ، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، حبیب الله تږی، پوهاند عبدالحی حبیبی، دکتور عبداللطیف جلالی، حبیب الرحمان جدیر ، سید فقیر علوي د اصلاح ورځپاڼې مدیر، میر سعید بریمن د هیواد ورځپاڼې رئیس، کریم روهینا د انیس مسؤول مدیر، عبدالحمید مبارز د باختر آژانس رئیس، محمد کریم نزیهی، محمد ابراهیم صفا، محمد ابراهیم ثابت او محمد هاشم رحیمی ګډون درلود. دغه طرح تائید او د ۱۳۴۹ل. کال د وري په دویمه د سلطنت د لسم نمبر فرمان له مخې افغان اکاډمي رسماً تشکیل او شاه محمود خان یې افتخاري رئیس شو. پورته یاد شوی اکاډمیک خواره- واره مراکز پکې منسجم او دغه درې واحدونه یې لرل: د تاریخ د ټولنې ریاست، د آریانا دایرة المعارف ریاست او د پښتو ژبې د پرمختیا آمریت، یو اداري آمریت او د کتابتون مدیریت.
یوه خبره روښانه نه ده چې سره له دې چې ارواښاد روهي او استاد حبیب الله تږي د علومو داکاډمی طرح سره موافق او ورته خوشحاله وو، خو په دغه تشکیل کې یې د پښتو ټولنې د مدغم کولو مخالفت وکړ، ښايي موخه یې دا وه چې پښتو ټولنه همداسې خپلواکه پاتې شي(؟).
له هغه وخته را وروسته د افغان اکاډمي افتخاري او مسلکی علمی غړي(د الفبې په ترتیب) دا وو:
عبدالهادی داوي، علی احمد نعیمی، غلام جان خان، غلام جیلانی جلالی، غلام حسن مجددی، غلام فاروق اعتمادی، گل پاچا الفت، لعل محمد کاکړ، مایل هروي، محمد آصف سهیل، محمد ارسلان سلیمی، محمد ابراهیم ثابت، محمد ابراهیم خلیل، محمد اسماعیل مبلغ، محمد ابراهیم صفا، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، محمد رفیق حبیبی، احمد علی کهزاد، امین الله زمریالی، حبیب الله تږی، خال محمد خسته، دکتور محمد اکرم، ذبیح الله رسا، سید احمد شاه هاشمی، سید بهاءالدین مجروح، سید شمس الدین مجروح، سید قاسم رښتیا، صالح محمد پرونتا، ضیا قاریزاده، عبدالاحمد جاوید، عبدالحی حبیبی، عبدالخالق واسعی، عبدالرووف بینوا، عبدالرزاق پوپل، عبدالشکور رشاد، عبدالواحد واجد، محمد شاه ارشاد، محمد صدیق روهی، محمد صدیق طرزی، محمد صدیق فرهنگ، محمد فرید، محمد قدیر تره کی، محمد کریم نزیهي، محمد گل نوري، محمد هاشم رحیمي، مولانا عبدالعزیز قربت، نور احمد شاکر او یارمحمد نظامی.
افغان اکاډمی هغه وخت د بیلابیلو څیړنیزو او فرهنګی واحدونو په یو ځای کولو سره تاسیس شوه. دا وخت نړۍ د ساینس برخه کې نوي بریالیتوبونه ترلاسه او دا پیړۍ د ساینس او تکنالوژي عصر بلل شوی و، نوځکه افغان اکاډمی ځان ته څو مهمې موخې وټاکلې:
۱.د ټولنیزو علومو په برخه کې باید د هېواد د ژبو د ریښو او پیل، د علمی متونو د څېړنې او د ادب د کره کولو په اړه کار وشي،
۲.دعلمی، ادبي او ټولنیزو نښېرونو خپرول،
۳.د نویو فکری او ادبی افکارو او د ټولنیزو مسایلو د ارزونې ژباړې ترسره کول او د لرغونپوهنې په ډګر کې څېړنه،
۴.د آریانانا دایرة المعارف د کړنلارې پرمخ بیول چې لږ مخکې پیل شوی و، دهغو په دوام د اختصاصی دایرةالمعارفونو خپرول،
۵.د ساینسي څانګو(طبیعي علومو) پرمختیا.
دا وخت افغان اکاډمي یو شمېر مهمې مقالې او مستقل تاریخی کتابونه نشر کړل. د بیلګې په توګه د فولکلور برخه کې«د خلکو سندری» پر۱۳۴۹ل. کال ، « د پښتو پخوانۍ تذکرې» پر۱۳۵۰ل. کال. او «ابدالۍ توره» پر۱۳۵۲ل. کال. د دغو کتابو خپروونکی «د افغانستان اکادیمی» او اړوند څانګه یې د تاریخ ټولنه معرفي شوې وه. له دغو کتابونو سره یوځای مجلې هم نشر شوې وې.
څو کاله وروسته د ټولنې په پرمختګ او د عصروزمان غوښتنو سره سم« افغان اکادیمی» پراخه شوه او پربنسټ یې دافغانستان دعلومو اکاډمی/ اکادمی علوم افغانستان رامنځته شوه. د دغه نوي علمی او فرهنګی لوی مرکز فرمان د ۱۳۵۷ل. د زمري پر پينځلسمه(۱۹۷۸) د دوو برخو(طبیعی علومو اوټولنیزو علومو) په لرلو سره صادر شو. د وزیرانو دشورا دارالانشا د ښوونې او روزنې وزارت ته په دې اړه لاندنی لیک واستاو، دلیک متن کټ مټ داسې و:
(د وزیرانو د مجلس تر ۹۸۷ فیصلی لاندې په دیارلسمه غونډه، نیټه ۱۳۵۷/۵/۱۵ش. کې د ښوونې او روزنې د وزارت د عرضپاڼی په اساس پریکړه وشوه چې: په افغانستان کې دعلومو د تکامل په مقصد د علومو د اکاډمی تشکیل چې د یوې لوړې علمي سویې کمیسیون په واسطه ترتیب او تنظیم شوی دی، د وزیرانو د عالي مجلس له خوا د عظمی صدارت په چوکاټ کې تأیید او منظور شو).
د دغه لیک له صادرولو وروسته د علومو اکاډمی د ښوونې او روزنې(معارف) وزارت څخه خپلواکه او د یو جلا علمی ادارې په توګه د کب د میاشتې پردوهمه نېټه یې کار پیل کړ. لومړنی رئیس یې ارواښاد دکتورګل محمد نورزی و چې له رتبې لوړ بست کې مقرر شو. په دې اقدام سره د پخوانۍ پښتوټولنې قانون چې د دې علمی ادارې بنسټ و، د اجراءاتو سند شو. وروسته بیا هر ریاست او مرکز ته کاري کړنلاره او بیا د افغانستان د علومو د اکاډمی قانون جوړ شو.
لومړني رئیسان یې دا وو:
پوهندوی دکتور گل محمد نورزی، اکادمیسین غلام مجدد سلیمان لایق، پوهنمل گلداد، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتورعلوم عبدالکبیر رنجبر،اکادمیسین عبدالاحد عشرتی، سرمحقق محمد محسن فورملی، ملا محمد حسین مستسعد، مولوی خلیل الله فیروزی، سر محقق عبدالباری راشد، سرمحقق ثریا پوپل، ... او اوس یې رئیس شیخ فریدالدین دی.
د علومو اکاډمی وروستیو کې دریو برخو(بشری علوم، طبیعی علوم، اسلامی علوم)کې مرستیالان لرل؛ نومونه یې دا دي: کاندیدای اکادمیسین محمد ظاهر افق، سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتور علوم عبدالکبیر رنجبر.
هغو ذواتو چې معاونیتونه یې پرمخ بیولي، دا وو: ، اکادمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد،مولوی فریدالدین محمود، سرمحقق دکتورمحمد علم اسحاق زی،سرمحقق نصرالله سوبمن، سرمحقق محمد اسلم افضلی، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، کاندید اکادمیسین پوهنوال عبدالصمد سلیم، سرمحقق دکتور شاه محمد میوندی، مولوی شجاع الدین خدام، سرمحقق دکتور عبدالخلیل ظریفی، سرمحقق دکتور نجم الدین ترین،غلام ربانی ادیب، مولوی ذکی الله اشرفی، معاون سرمحقق میرمحمد شریف پاکرای، محقق عبدالباری راشد او مولوی سیف الرحمن سایف ستانکزی.
د اکاډمی علمی منشیان بیلابیلو وحتونو کې دغه درانه ذوات وو:دکتورعبدالسمیع غفاری، محمد ظاهر افق، محمد حسین هلالی، پوهاند دکتورمحمد نادرهادی، سرمحقق نصرالله ناصر، سرمحقق دکتور الف محمد شرر، سرمحقق سید امین مجاهد، دوکتور احمدشاه عمر وردک او احمدی.
وروسته تر ۱۳۶۵ل. کال څخه د ژبو او ټولنیزو علومو ترڅنګ؛ د ساینسی برخو لکه: د کیهانی څېړنو مرکز، انستیتوت سیسمولوژی و تهیه و نصب دستگاه زلزله سنج، د اوبو د څېړنوانستیتوت ، د لمر د انرژی کارولودیپارتمنت ، د باد د انرژی دکارولو څانګه، د جنیتکس، بیوتکنولوژی، جن¬ انجینیرنگ او خاورې پوهنې څانګې جوړې او د زراعت، فزیک، ریاضی، کیمیا، بیولوژی، تخنیک، زمکپوهنې علومو، طب او فارمسی ته پاملرنه وشوه.د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د ریاست رهبری هم د علومو اکاډمی په غاړه و.
د افغانستان دعلومو اکاډمی د بډای کتابتون لرونکی ده چې قیمتي خطي نسخې یې خوندي کړي دي. د خپرونو نومونه یې؛ اریانا، خراسان، پښتو، طبیعت، تیبان، زیری او تفکر دي. له دې برعلاوه هرکال د نویو څیړنو برخو کې نوي کتابونه نشروي. اوس دافغانستان د علومو اکاډمی د دایرة المعارف، دکوشانی څیړنو، د سیمه ییزو څیړنو اود اسلامی څیړنو مراکز ، لابراتوارونه، تشخیصیه کلنیک، د ونو او بوټو د مطالعې برخه، د اتنوګرافی موزیم او اداري څانګې لري.
د قانون له مخې، د اکاډمی رئیس انتخابی دی، د کار دوره یې څلورکاله ده. دغه علمی بنسټ د بیلابیلو هیوادو علمی مراکزو سره د اړیکو، د سیمینارونو او کنفرانسونوددایرولو، د علمی څېړنو د ترسره کولو، دهېواد دطبیعی زیرمو مطالعات او ارزونه، دملی اقتصاد د ودې په خاطر د نویو ساینسی او تکنولوژیکي پرمختګونو د مناسب کارولو د لارو موندل، د علمی، فرهنګی، اقتصادی او ټولنیزو پلانونو د طرح، ارزولو او تطبیق کې مرسته، د غیر اسلامی او بیګانه اثراتو مقابل کې درېدل او دهغو د نفوذ مخنیوی، ملی فرهنګ ته ارتقا ورکول او په ټوله کې په هېواد کې د علومو د کمی او کیفی ودې تامینول دي.
د علومو اکاډمی د اتنوګرافی د موزیم او د خپل کتابتون ترڅنګ؛ یو بل کتابتون چې ښاغلی حبیب الله رفیع ډالۍ کړی او د پوهاند امان الله حیدرزاد د پژګر او انځورګر د آثارو زېرمه لري د اتنوګرافی موزیم کې اېښودل شوي دي( استادحیدرزاد د۲۰۲۶د جنوري میاشت کې له هېواد بهر وفات شو جنتونه یې نصیب شه). دعلومو اکادمی درېیم پوړ کې د میناتوري د آثارو یو نندارتون هم لري. داکاډمی مرکزی ودانۍ د نوي ښار د شاببوجان د کوڅې پای کې ده، چې د کابل د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو وروسته دولسمشر حامدکرزي د فرهنګی مشارو دروند او منلي استاد ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل په پرله پسې هڅو او سید ه څارنه جوړه شوه. ورسره پخوانۍ ودانۍ ترمیم او د اتنوګرافي موزیم شو. مرکزی تعمیر د وړکتون او ترانسپورت او پخلنځي الخاقیې هم لري. بله ودانۍ یې زمبق څلور لاره کې او یوه بله دوه پوړیزه پخوانۍ ودانۍ یې د شیرپورڅلورلاره کې ده.
د علومو اکاډمی په وروستیو کې د نورو علمی پروژو ترڅنګ؛ دوه لویې پروژې عملي کړی: یوه یې د آریانادایرة المعارف دویم دور، په شپږوټوکونو کې په دري او پښتو ژبو او بل یې دهېواد د اتنولوژی پروژه وه. د دایرة المعارف لپاره د آرتیکلونو د لیکلو او د تثبیت او ارزونې لپاره د اکاډمی دعلمی غړو ترڅنګ د پولیتخنیک، طبي پوهنتون، کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون استادانو کار وکړ. د دایرةالمعارف د دوهم دور لومړی ټوک په ۱۳۸۵ل. کال چاپ ته چمتو او د نبراسکا (پخوانۍ اریانا) مطبعې سره یې د چاپ قرار داد وشو. راقم الحروف دا وخت د دغه انستیتیوت مشر او آغلی سرمحقق ثریا پوپل د مرکز رئیسه وه. ټول اوو تنو دغه انستیتیوت کې کار کاو.
په ۱۳۸۱ل. کال د لرغونپوهنې انستیتیوت له اکاډمی څخه جلا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره وتړل شو، خو علمی رهبری یې د اکاډمی په غاړه وه، په ۱۳۹۰ل. کې بېرته اکاډمی سره وتړل شو. د کابل د جنګونو له پیل مخکې ۷۰۰تنه دانشمندان او متخصصان په بیلابیلو دیپارتمنتونو کی په علمی کارونو بوخت وو، تر۱۳۸۱ل. د اکاډمی علمی کارونه خنډونو سره مخ شول، ترڅو چې بېرته تشکیلات او بودجه بشپړه شوه. په ۱۳۸۴ل. کې یې یو شمیر بستونه تنقیص شول. په دې کال د ښځینه کارکوونکو سلنه ۱۷ ٪ ته رسېدله.
تېر وخت کې چې کومو پوهانو د آثارو د شمېر له پلوره زیات کار کړی و، دا دي:
پوهاند دکتور احمد شاه جلال،پوهندوی دکتور اسدالله حبیب، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، دکتور حیدر مسعود، دکتور سامیه عبادی روشنگر، عبدالرحمن پهوال، عبدالرحیم خوشدل، عبدالرشید رؤف، عبدالسمیع غفاری، پوهنوال عبدالصمد سلیم، عبدالغفور باهر، سرمحقق دکتور عبدالکبیر رنجبر، عبدالمجید نباتی، دوکتورعلی احمد، غوټۍ خاورې، ش. یارقین، مهرزاد بلوچ، دوکتور ستانکزی، پوهاند شاه علی اکبر شهرستانی، غلام ابوبکر، پوهنوال دکتور غلام محمد بهرام، پوهاند فقیر محمد زمری، گل احمد خالدی، محمد ابراهیم عطایی، محمد اعظم سیستانی، محمد اکرم عثمان، دوست شینواری،محمد انور نومیالی، معتمد شینواری،محمد امین امام، محمد حسین هلالی، پوهاند محمد رحیم الهام، سرمحقق محمد صدیق روهی، محمد ظاهر افق، دکتور محمد یعقوب واحدی، غ.ا. ترین، شریف الله خان شریفی، دکتور محمود حبیبی، دوکتور مهر محمد اعجازی، پوهاند میر حسین شاه، سیدمحی الدین هاشمی، ع.یاد(طالبی)، فرهمند، عبدالواجد واجد، بشیرافغان، سید امین مجاهد، شرر، محمدشریف ځدراڼ، دوکتور سکندر حسینی، استاد لطیفه قریشی، داکتراحمدشاه وردک، مولوی بصیرت او ګڼ شمېر نور( دا چې د ګڼ شمېرحقدارو استادانو نومونه اوس را یاد نشول، بخښنه غواړم. دغې لیکنه کې یواځې په لنډ ډول د افغانستان د علومو د اکاډمی تاریخچه یاده شوه، د پوهانو اودانشمندانو نومونه ضمنی یادشول). د لیکنی موخه د دغه علمی -تحقیقی بنسټ کرونولوژیکه معرفی او د دیپارتمنتونو او ریاستونو پېژندنه وه. دلته به د ټولو درنو علمی ذواتو او څېړونکو د نومونو او څانګو یادول ډېر وخت او ځای ونیسي، نو دا کار به بل وخت ته پرېږدم.
په ټوله کې وروسته تر ۱۳۹۰ل. د اکاډمی د اوج کلونه مخ په ځوړ شول. رهبری متفرقه، دسپلین ضعیف، له بهر څخه لاسوهنې پیل، علمی ارزښتونه پایمال او د(جوان سازی) د سیاست له مخې تجربه لرونکی کادرونه بی واکه شول. دا وخت زیاتره پخواني استادان وفات او بیا وروسته تر۱۴۰۰ ل. زیاتره مهاجر شول.
لیکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله «وحدت»
د ژبپوهانو په اند کله چې انسان د ځمکې په هسکه او ټیټه قدم کیښوودلو، يو لړ داسې بې معنا آووزونه يې رامنځته کړل، چې ددوی ترمنځ د پوهاوي وړ نه و، خو د وخت په تیریدو سره دوی د یو څیز یا شي لپاره په یو واحد آواز سره دځینو په اړه یوه خوله شول او د همدې واحد آواز په ادا کولو سره د دوی ترمنځ مفاهمه رامنځته شوه، بلاخره د همدې مفاهمې پرمټ یې يو او بل ته خپل درک او اړوند پیغام انتقال کړ.
کله به چې کوم آواز د محبوبیت، لنډون او مداومت له اړخه په پراخه کچه يوه واحد جنس یا شي ته وکارول شو، په نتیجه کې به یې عامه فهم رامنځته شو، همدا آواز به ددې بشري ټولګې د ژبې اساسي توکی وګرځیده.
غواړم په لنډ ډول ووایم چې لومړی بشري فهم د آواز له اړخه رامنځته شو، بيا ددې آواز انتقال نورو نسلونو ته د خپلې ژبې د ارزښت ساتنې په موخه، له يوه ځای څخه بل ځای ته د پيغام انتقالولو سره تورو ته اړتيا پيښه شوه.
ددې اړتیا سره سم د ژبپوهانو د اواز سمبولونه(توري) انتخاب کړل، ترڅو د ژبې د ارزښت ساتنه، آسانه ښوونه، ساده زده کړه او انتقال په ښه توګه ترسره شي.
راځو دیته چې (توری) څه ته ويل کېږي؟
توری د یوې ژبې هغه اساسي توکی یا سمبول دی چې له مخې یې هغه آواز رامنځته کیږي کوم چې د یوې ژبې له اساساتو سره اړیکه لري او له نورو معنا لرونکو آوازونو سره د یو ځای والي په صورت کې په یو شي، حالت یا نوم باندې دلالت کوي.
د توري له پیژند وروسته ويلای شو چې د تورو مجموعې ته د یوې ژبې الفبا ويل کیږي کوم چې د هماغه ژبې د مفاهيمو او اساساتو بنسټ پرې اتکا مومي.
دا چې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په شان د یو شمېر خاص او مختلطو الفبا تورو لرونکې ده، د پښتو خاص توري هغه دي چې يوازې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، او مختلط توري بیا هغه توري دي چې د پښتو ژبې سربېره، په نورو ژبو کې هم پراخ استعمال لري او د هغه ژبې د پیغام په ليږد او رالیږد کې د استعمال وړ وي.
پښتو ژبه له دوه ترکیبي برخو عربی او دری څخه رامنځته شوې ده، دا هغه ژبې دي، چې توري يې په پښو ژبه کې په پراخه کچه کارول کیږي.
اړینه ده چې د پښتو ژبې خاص یا ځانګړي توري وپيژنو؛ چې له پښتو علاوه په بله ژبه کې نه کارول کېږي، هغه توري ټول اته(۸) دي، په لاندې ډول دي.
ټ. څ. ځ. ډ. ړ. ښ. ڼ. ږ.
د همکار ژبو له ډلې عربي ژبه هغه ده چې تر دری ژبې ډیر توري یې په پښتو کې کارول کیږي، عربي ژبه ټول دیرش ۳۰ توري لري، چې اته ویشت (۲۸) توري پکې له کوم تړاو او ترکیب پرته په پښتو کې؛ لکه څرنګه چې په شکل کې استقلال لري په آواز کې هم له استقلال څخه برخمن دي، د عربي ژبې ټول دیرش (۳۰) توري په لاندې ډول دي:
ا. ب. ت. ث. ج. ح. خ. د. ذ. ر. ز. س. ش. ص. ض. ط. ظ. ع. غ. ف. ق. ک. ل. لا. م. ن. و. ه. ء. ی.
له پورته دیرش(۳۰) تورو څخه دوه داسې توري دي، چې استقلال نه لري، يو توری د همزه( ء ) دی، چې د (ا. و. ی) تورو سره د تړاو له مخې یا د توري د پاسه یا ښکته استعمالیږي.
دوهم توری د ( لا ) عربي توری دی چې د شکل له مخې ترکیبي توری بلل کیږي خو آواز ترې په واحده توګه ادا کیږي.
د همزه( ء ) او ( لا ) دوه هغه توري دي چې د اته ویشت استقلال لرونکو تورو سره يوځای شي ټولټال دیرش ۳۰ توري کیږي.
اوس راځو دری ژبې ته؛ دا د پښتو هغه ترکیبي ژبه ده چې له عربی او خپله پښتو ژبې وروسته په دریمه کچه زیات (څلور ) توري یې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، هغه توري په لاندې ډول دي:
چ. پ. ژ. ګ.
لکه څرنګه چې د پښتو ژبې ترکیبي یا یوځای کېدونکې برخې مو سره له خپلو حروفو وپیژندلې اوس دا هم زده کوو، چې په کلمه یا جمله کې توري د نښلون یا تړاو له اړخه په دوه ډوله دي، ۱- خپلواک توري ۲- ناخپلواک توري.
۱- خپلواک توري:
خپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره نه نښلي (یعنې یوازې له مخکېني توري سره نښلېږي)، چې ټول دوولس (۱۲) توري کیږي، او دا ټول دوولس توري دا دي:
ا ډ د ذ ر ز ړ ږ ژ و ڼ ء.
۲- ناخپلوک توري:
ناخپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره ونښلول شي، کوم چې په لاندې ډول دي:
ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ګ ك ل م ن هـ ي.
که په ټوله کې ووایو نو په پښتو ژبه کې ټولټال (۴۲) دوه څلویښت توري کارول کیږي، دا توري په لاندې ډول دي:
ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل لا م ن ڼ و ه ء ی.
تر دې ځایه مو د تورو په اړوند مفصل معلومات خپل کړل اوس دا هم لولو چې هر توری پرته له ناخپلواک تورو څخه د يوې کلمې په ترکیب کې دری حالتونه لري، لنډ وضاحت یې په لاندې ډول دی:
۱- لومړی حالت(د کلمې په پیل کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له بعدي یا ورپسې تورو سره په يوه کلمه کې نه نښلول کیږي خو برعکس ناخپلواک توري له ورپسې تورو سره نښلول کیږي.
۲: دوهم حالت(د کلمې په منځ کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري د استعمال ځای نه لري، خو ناخپلواک توري له مخکني او ورپسې تورو دواړو سره د نښلون وړتیا لري.
۳: دریم حالت (د کلمې په اخر کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له مخکني تورو سره د وصل وړتیا لري خو له وروستيو تورو سره بیا دا قابلیت له لاسه ورکوي، په دې حالت کې ناخپلواک توري هم د خپلواک په شان په پوره شکل سره ليکل کیږي.
پورته دری هغه حالتونه وو چې په کلمه کې د خپلواکو او ناخپلواکو تورو د ليکلو او تړلو وضعیت یې څرګند کړ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۰۱۰۸۰۰
ایمیل ادرس:
شب یَلدا یا شب چلّه یکی از کهنترین جشن های فرهنگی ماست!
یلدا اول زمستان و شب آخر پاییز است که درازترین شبهای سال است و در آن شب یا نزدیک بدان آفتاب به برج جدی تحویل می کند یلدا برابر است با شب اول جدی و شب هفتم دی ماه جلالی و شب بیست و یکم دسامبر. واژۀ«یلدا» به معنای«زایش زادروز» و تولد است یلدا و جشنی که در این شب برگزار می شود یک سنت باستانی است، نیاکان ما با این باور که فردای شب یلدا با دمیدن خورشید روزها بلندتر می شوند و تابش نور افزونی می یابد آخر پاییز و اول زمستان را شب زایش مهر یا زایش خورشید می خواندند.
ابوریحان بیرونی در آثارالباقیه از این جشن با نام «میلاد اکبر» نام برده و منظور از آن را «میلاد خورشید» دانستهاست واژۀ «شب چله» یا «شب چلۀ کلان» که در فرهنگ عامۀ مردم مترادف با شب یلدا بکار میرود از آن روست که چهل روز اول زمستان را «چلۀ بزرگ» و بیست روز بعد از آن را «خرد» نامیدهاند و در قدیم گاهشمار باستانی در بین کشاورزان تقسیمبندی چهل داشتهاست. چلّه دو موقعیت گاهشمار در طول یک سال خورشیدی با کارکردهای فرهنگ عامه، یکی در آغاز تابستان (سرطان) و دیگری در آغاز زمستان (جدی) هریک متشکل از دو بخش بزرگ (چهل روز) و خرد (بیست روز) است. واژهٔ چلّه برگرفته از چهل و مخفف «چهله» و صرفاً نشاندهندهٔ گذشت یک دورهٔ زمانی معین (و نه الزاماً چهل روزه) است.
مردم روزگاران دور و گذشته که کشاورزی بنیان زندگی آنان را تشکیل می داد و در طول سال با سپری شدن فصلها و تضادهای طبیعی خوی داشتند بر اثر تجربه و گذشت زمان توانستند کارها و فعالیتهای خود را با گردش خورشید و تغییر فصول و بلندی و کوتاهی روز و شب و جهت و حرکت و قرار ستارگان تنظیم کنند آنان ملاحظه می کردند که در بعضی ایام و فصول روزها بسیار بلند می شود و در نتیجه در آن روزها از روشنی و نور خورشید بیشتر می توانستند استفاده کنند این اعتقاد پدید آمد که نور و روشنایی و تابش خورشید نماد نیک و موافق بوده و با تاریکی و ظلمت شب در نبرد و کشمکشاند آنان دریافتند که کوتاهترین روزها آخرین روز پاییز و شب اول زمستان است و بلافاصله پس از آن روزها به تدریج بلندتر و شبها کوتاه تر می شوند از همین رو آنرا شب زایش خورشید نامیدند.
در جشن شب یلدا، سفرۀ پهن میشود که به آن سفرهٔ یلدا یا چله میگویند و با گونههایی از خشکبار، انار دانه شده و تربوز تزئین میشود انار و تربوز از مهمترین پیشنیازهای شب یلدا هستند. همچنین خشکبار مانند هلو و زردآلو و مغزیات شب یلدا نیز هواداران بسیاری دارد.
رنگ سرخ برای نیاکان ما نماد نور خورشید و گرامی بود. رنگ سرخ انار و تربوز و گزینش سیب سرخ و سنجد در سفرهٔ شب یلدا اشاره به همین دارد. در این جشن طی شدن بلندترین شب سال و به دنبال آن بلندتر شدن طول روزها در نیمکرهٔ شمالی صورت می گیرد که مصادف با انقلاب زمستانی است. جشن شب یلدا توسط بسیاری ملیتهای ساکن در نیم کرۀ شمالی زمین گرامی داشته میشود. این جشن در سال ۱۴۰۱ به عنوان زایش مهر ثبت میراث جهانی شدهاست.
عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا
مهمې مقالې
انجنیر داؤد اڅک ۲۰ – ۲ - ۲۰۲۶
بېله شکه چي ژبه نه یوازي د افهام او تفهیم، بلکه د پوهني، افکارو، علم او تجربو د انتقال وسیله هم ده. ځکه نو ژبه په ژبپوهنه کي د ژوند لومړئ ضرورت بلل سویدی. دا هم روښانه ده چي تقریبأ هره ژبه بیلي لهجې لري او هره لهجه د ځانګړي او معیني جغرافیې محصول دی. طبعي ده چي بیلي لهجې په ژوندۍ ژبه کي رازیږي او پر مختګ کوي. دا به هم منو چي د لهجې په پیدایښت کي پر نورو تاریخي او جغرافیایي لاملونو سربېره شخصیتونه هم رول لري. یعني کله کله د یو شخص ایدیولکت Idiolect (ځانګړی ژبنئ سبک) وکړای سي چي د یوې لهجې او ژبي برخه وګرځي. دغه حالت په ژبپوهنه کي سبک پېژندني تصنع Artificiality بللی دی چي منفي اړخ لري او نه باید په ژبه کي داسي غیر طبعي صنعت رامنځته سي.
پدې معنا:
کله چي یو کاریزماتیک شخص په خپلو لیکنو او بیانونو کي یوه کلمه، اصطلاح یا یو تکیه کلام په پرله پسې توګه په یو ځانګړي سټایل سره کاروي او خپل عادت ئې ګرځولی وي، بیا نو د هغه شخص پلویان، د هغه سټایل خوښونکي یا غوړه مالان د هغه شخص د خوشحاله کولو یا هم د هغه کاریزماتیک شخص سره د سیالي کولو په خاطر په شعوري توګه د هغه شخص د سټایل او کلمو تقلید کوي. معلومداره چي دغه تقلید پراختیا مومي او بلاخره دغه زیاتونه د یوې لهجې برخه سي. لکه ځني کسان چي په خبرو کي د وزن او قافیې برابرولو یا د خبرو او جملو د ښه تسلسل په خاطر داسي زیاتوني کوي یا سويدي چي په ژبه کي ئې ضرورت نه لیدل کیږي، اما اوس رواج دي. دغه غیر ضروري زیاتوني شاید په هره ژبه کي وي، خو په پښتو او فارسي ژبو کي چي زموږ ملي ژبي دي داسي زیاتوني سته چي باید د عادت څخه ولوېږي او پرهېز ځني وکړو. ځکه چي اوس دیجیتالي عصر دی او ډېر اسناد د ګوګل یا کوم بل اپلیکېشن پذریعه ژباړل کیږي. موږ او تاسو وینو چي په غټو کنفرانسو او رسمي لیدونو کتنو کي حتا د ملل متحد په عمومي غونډو کي هم ژباړن دیجیتالي وي. ځکه نو غیر ضروري زیاتوني چي د ژبنیزو معیارو څخه دباندي وي، هم په ترجمه کي ستونزي رامنځته کوي او هم په ګرامري لحاظ اضافه او بې ضرورته وي.
لکه دغه مهملي کلمې چي د اصلي ویي (کلمې) وروسته کاریږي: کار مار، غنم منم، پسه مسه، کوټه موټه، چکر مکر، ړنګه بنګه، عکسو مکسو، ګنډل منډل او نور. زما (لیکوال) په اند د نوموړو کلمو دوهم یا مهمل شکل چي د اصلي کلمې سره اړیکه او معنا نلري او بې ضرورته زیاتونه ده باید د استعمال څه ئې ډډه وسي. البته ځني ورته کلمې سته چي معنا لري لکه احمد څو واره تېر او راتېر سو، همداسي نور.
بله زیاتونه دا ده کله چي یو کتاب چاپ سي نو ځني ښاغلي لیکوالان په خپلو متنونو کي کاږي چي: زما کتاب یا پلانئ کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال سو/ د چاپ په ګاڼه وپسولل سو. دغه زیاتوني هم ژباړن ته ستونزي زېږوي او هم جمله بې ضرورته اوږدیږي. باید مختصر ولیکو چي زما کتاب چاپ سو.
دریمه زیاتونه چي په پښتو ژبه کي رواج سوېده او پر تقریري ژبه سربېره اوس په لیکلو کي هم لیدل کیږي د (یو) کلمه ده، چي زما په اند یوه غیر ضروري زیاتونه ده او پر دیجیتالي ژباړن سربېره ئې ګرامر هم نه خوښوي.
د بیلګي په ډول ما (لیکوال) یو ښایسته کتاب ولیدۍ چي عنوان ئې وو (یو څو لپي فکرونه). همداسي په بل ځای کي لیکل سوي ول (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري)،(د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) او داسي نور.
ځني د نظر خاوندان وایي چي (یو) معین کونکې کلمه ده، یعني اندازه او ظرفیت تعین او ځانګړی کوي. ځکه (یو) ضروري دی او باید ولیکل سي. اما زه (لیکوال) په ډېر احترام د داسي نظر سره همږغی نه یم. نو پدې خاطر چي موضوع ښه روښانه سي، راځۍ چي پرهمدغه موضوع باندي یو لنډ او دوستانه بانډار وکړو چي (یو) په معین کولو، مشخص کولو یا ځانګړي کولو کي مرسته کوي که یا؟
لومړۍ جمله: یو څو لپي فکرونه. په (څو) باندي ټوله پوهېږو چي جمع ده او نامعینه یا نامعلومه جمع ده. یعني د دوو، درو، څلورو... په شان معینه جمع نده. په همدې خاطر موږ نه سو کولای چي دغه نامعلومه مقدار د (یو) پذریعه معین یا مشخص کړو. ځکه چي اندازه او مقدار په شمېره باندي تعین او ټاکل کیږي، بېله شمېرې څخه موږ نه سو کولای اندازه مشخص یا معین کړو. او که غواړو چي مقدار ئې معین کړو باید ظرفیت او اندازه ئې شمېر کړای سو. لکه یوه لپه، دوې لپي یا درې لپي فکرونه. او که غواړو چي یوه غیر معینه اندازه معرفي کړو نو باید ولیکو چي: څو لپي فکرونه. دغه جمله هم په ګرامري لحاظ ښکلې او لنډه ده او هم ئې ګوګل صاحب په معنا کي نه ورکیږي. یعني د (یو) کلمه دلته غیر ضروري زیاتونه ده او کوښښ باید وکړو چي استعمال نسي.
دوهمه جمله: د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري. د جملې په لومړۍ برخه کي ( د یو دوو کتابو په باره کي) وینو چي دوه کتابه په ښکلا سره معین سویدي، یعني تعداد ئې معلوم او معین دی چي دوه کتابه دي. بیا نو نه کوم ضرورت احساسیږي او نه کوم ګرامري اصل امر کوي چي (یو) پر اضافه کړو. او که (یو) اصل بولو بیا نو ادامه ئې هم باید ولرو.یعني د دوو دوو کتابو په باره کي، د درو دوو کتابو په باره کي، د څلورو دوو کتابو په باره کي هم باید ولرو چي نه ئې لرو. ځکه نو زما (لیکوال) عرض دا دی چي د (یو) ضرورت نسته او اضافه دی.
په دوهمه برخه (یو څو خبري) کي لوړ واضح سول چي (څو) نا معینه جمع ده. او موږ نسو کولای چي په (یو) ئې معینه کړو. که چیري د پورته توضیح پر بنسټ ئې بېله (یو) څخه ولیکو جمله به مو ښکلې او ساده لیکلې وي.
پایله دا چي:
که پورته زیاتوني د شفاهي ژبي څخه د عادت په خاطر نسو لیري کوالی نو په لیکلو کي باید ډډه ځني وکړو او پوره کوښښ وکړو چي پښتو ژبه ښکلې، ساده، اسانه او روانه ولیکو. یعني که لوړي جملې په لاندي ډول ولیکو هم به ښاغلی ګوګل خوشحاله وي او هم به د ګرامر احترام سوی وي:
۱ - د (یو څو لپي فکرونه) پر ځای که (څو لپي فکرونه) ولیکو ستونزه نه زېږوي.
۲- (د یو دوو کتابو په باره کي یو څو خبري) پر ځای که (د دوو کتابو په باره کي څو خبري) ولیکو جمله به قانونمنده وي.
۳ - (د افغانستان د کتابتونونو په اړه یو څو خبري) پر ځای که (د افغانستان د کتابتونونو په اړه څو خبري) ولیکو تاوان نه کوو.
درنښت
دودیال
د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل. پورې او بیا تر۱۳۵۷ پورې؛ پړاو په پړاو او له بیلابیلو خورو- ورو اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونوڅخه منسجمه شوه. لومړی د(افغان اکاډمی) په نوم او بیا ډېر وروسته (د افغانستان دعلومو اکاډمي/اکادمی علوم افغانستان) شوه، چې تاریخ یې داسې بیانوم:
د اکاډمي بنسټ په حقیقت کې هماغه د ۱۳۱۱ل.(۱۹۳۲م.) دکندهار پښتو ادبي انجمن و چې رئیس یې محمدعثمانخان بارکزی او (پښتو) مجله یې نشراتی ارګان و. وروسته پر۱۳۱۶ل.(۱۹۳۷م.)کې کابل کې پښتوټولنه د علمی او اکاډمیک بنست په توګه جوړه شوه چې افتخاري رئیس یې د هغه وخت د معارف وزیر، محمدنعیم خان و. پښتو ټولنې ته (پښتو اکاډمي) هم ویل کېده، لکه اوس چې پېښور کې د پښټو اکاډمي ده. په ۱۳۳۴ل. (۱۹۵۵م.) کې ورته اساسنامه جوړه او یو شمېر بهرنیو اکاډمیو او دهیواد دننه علمی مراکزو سره یې توامیتونه وموندل. همدا وخت یې علمی کارکوونکو ته اکاډمیکې رتبې(څېړونکی، څېړنيار،څېړنوال،څېړندوی،څېړنپال) و ټاکل شوې. کابل مجله ، هېواد او زیری اخبار یې نشرات وو، خو هېواد اخبار له ۱۳۲۸ل.(۱۹۴۹م.) وروسته ورڅخه جلا شو. هېواد اخبار هغه وخت د ارواښاد عبدالرووف بینوا په مدیریت چلېده. د پښتو ټولنې مشاعرې، سیمینارونه او علمي کنفرانسونه دایر، علمي مقالې یې نشر اود افغانستان کالنۍ او دایرة المعارف یې چاپ کړل. هغه وخت د دولتي او شخصی (خصوصی)نویو تاسیس کېدونکو موسسو او بنسټونو نومونه د پښتو اکاډمی له خوا اېښودل کېدل چې زیاتره تراوسه اعتبار لري.
هر هېواد خپله انسایکلوپیدیا(دایرة المعارف) لري. افغانستان هم په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۱م.) کې د پښتو ټولنې په تشکیل کې د دایرة المعارف د ټولنې مدیریت جوړ کړ. لومړنی مدیر یې میا محمد حسین و. پر۱۳۲۵ل. لوی مدیریت شو او محمد هاشم پردیس (میوندوال) یې مدیرشو.
پر۱۳۲۷ل. کال د دایرة المعارف د نشر لړۍ شروع او تر ۱۳۲۸ل. پورې پینځو برخو(اجزاوو) کې د زرو مخونو په لرلو سره بشپړشو. د دري برخې مدیر یې میر علی اصغرشعاع و، خو پښتو اډیشن یې لا نه و نشر شوی. وروستی(شپږم) جز یې پر۱۳۴۸(۱۹۶۹م.) خپور شو. پښتو ادیشن باندې پر۱۳۲۹ل. کار پیل شو، مدیر یې غلام جیلانی جلالی و. وروستی(اووم ټوک) یې پر۱۳۵۵ل. کال خپور شو. په دې توګه د آریانا دایرة المعارف لومړی دور(شپږ ټوکه دري او اووه ټوکه پښتو) نشرشو. د اریانا دایرةالمعارف دوهم دور مستقل نه و، بلکې د افغانستان دعلومو د اکاډمی تشکیل کې پر۱۳۸۵ل. پیل شو، چې دا وخت یې مرکز ریاست ته اوچت شوی و، لومړی رئیس یې ارواښاد میوندي، بیا استاد رفیع او وروسته یې آغلی څېړنپوه ثریا پوپل رئیسه وه. راقم السطور د دایرة المعارف د انستیتیوت آمر وم. په دې دور کې مو پښتو او دري یو ځای شروع کړ. هر دري ارتیکل به پښتو ته او هر پښتو لیکل شوی آرتیکل مو دري ته ژباړل. په لیکوال شرط نه و چې دري یا پښتو یې ولیکي. لکه هغسې چې پنځوسمو کلونو کې د هېواد جغرافیایی قاموس پیل شوی و، دا وخت یې هم دوام وموند او اتنوګرافی ورسره.
د راقم السطور وړاندیز تل هغه وخت دا و چې د دایرة المعارف ریاست دې د( دایرة المعارف او قاموسونو) د ریاست په نوم شي او د دې ریاست اډانه کې دې یو د افغان دایرة المعارف انستیتیوت اوبل د افغان قاموس انستیتیتوت جوړ شي، خو د ادبیاتو مرکز؛ په تېره سرمحقق نصرالله ناصر صاحب زما وړاندیز رد او ویې ویل چې قاموسونه د ادبیاتو څانګې پورې اړه لري. د اکاډمی مرستیال ارواښاد سوبمن صاحب چې مخکې یې زما وړاندیز نه و رد کړی، د سرمحقق ناصر ټینګار یې ومانه او زما وړاندیز یې بابېزه پرېښود. ما ټینګار ونه کړ، کار ته مو دوام ورکړ، وروسته دواړو برخو کې ګټور کارونه وشول او ښه پرمختګ راغی.
لکه چې وویل شول اریانا دایرة المعارف په پیل کې مستقل و، خپله کړنلاره یې لرله. دې سره یوځای یو څو نور اکاډمیک بنسټونه هم په پیل کې یا د معارف وزارت یا د مطبوعاتو مستقل ریاست/اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند فعال وو، چې دا هریو باید لکه پښتو ټولنه او د دایرة المعارف مدیریت د اوسنۍ دعلومو اکاډمی بنسټونه وبولو، لکه : د تاریخ ټولنه (۱۳۲۱ل.) دمطبوعاتو ریاست اړوند، مدیریې احمدعلی کهزاد او خپرونه یې(آریانا مجله)وه، ورسره یو ځای یې د(افغانستان) مجله د یونسکو په ژبو خپروله. بل مهم بنسټ د لرغونپوهنې(باستانشناسی) آمریت و. دا په ۱۳۴۵ل. د انستتیتوت په نوم د اطلاعاتو او کلتور وزارت اډانه کې جوړشو. لومړنی آمر یې دکتور شاهی بای مستمندی و. دوه مجلې یې خپرولې: هرات باستان او کوشاني مجله .
بل اکاډمیک مرکز د کوشاني څېړنو مرکز و، چې د یونسکو د څوارلسمې عمومي غونډې او۳۲۳شمېره فېصلې سره سم جوړ شو، بیا د دغه نړیوال سازمان د پینځلسمې غونډې له پرېکړې سره سم یې ۱۹۶۸م. کال کې په ټوله منځنۍ آسیا کې د کوشانیانو په اړه څېړنې پیل کړې. په ۱۹۷۰م. کال په کابل کې د کوشانیانو یو نړیوال لوی کنفرانس دایر او د کوشاني څېړنو کار د علامه عبدالحی حبیبی تر ریاست لاندې په کار پیل وکړ. د کوشانیانو نړیوال کنفرانس کې دمنځنۍ آسیا پینځو هېوادو او ورسره د شوروی اتحاد، آلمان، فرانسې، انګلستان او امریکا د لرغونپوهنې د ادارو هیئتونو برخه لرله. له دغه نړیوال کنفرانس وروسته له ۱۳۵۴ل.(۱۹۷۵م.) وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په تشکیل کې د کوشانی څېړنو نړیوال مرکز جوړ او بودجه یې د یونسکو له خوا وه. خپرنیز ارګان یې د«تحقیقات کوشانی» مجله وه چې لومړنۍ ګڼه یې پر۱۳۵۷ل. کال کې خپره شوه.
پر۱۳۵۴ل. دپښتو څېړنو نړیوال مرکز د یونسکوله خوا منظور او مقر یې کابل کې په ۱۹۷۵ل.کې جوړ شو. د پرانیستی کنفرانس کې یې د افغاني څېړونکو ترڅنګ د بهرنیو هېوادو څیړونکو لکه پروفیسور مورگنسترن او یو شمېر نورو ګډون کړی و. همدی کنفرانس کې (پښتو) مجله دیونسکو په ژبو منظور او خپره شوه.
پورته یاد شویو ټولو مراکزو او بنسټونو خپلې ځانګړې تګلارې لرلې. دا ټول خواره واره اکاډمیک مراکز وو، حال دا چې نورو هېوادو دعلومو اکاډمۍ لرلې. دا وخت د افغانستان د علومو د اکاډمي مفکوره رامنځته شوه، چې د ۱۳۴۶ل. کال د تلې پر۲۶مه د(افغان اکاډمی) په نوم یوه طرح د محمدظاهرشاه د زېږېدنې په مناسبت ترلاس لاندې ونیول شوه. لومړني اسناد، مرام او تشکیل یې جوړ او یو شهزاده یې افتخاری رئیس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر یې آمرو ټاکل شو. دا لومړنی طرح د اطلاعاتو او کلتور د وزیر اکادیمسن محمود حبیبی په وړاندیز او د پاچا په موافقه په هغه لویه غونډه کې چې کابل هوټل کې جوړه شوی وه، لوړو مقاماتوته وړاندې شوه. په دې غونډه کې د صدارت مرستیالانو عبدالله یفتلی او دکتور عبدالقیوم، د اطلاعاتو او کلتور دوزارت رهبري لکه محمدخالد روشان معین او د هغه وخت پوهانو او لیکوالو لکه: دکتور سید بهاءالدینمجروح، خال محمد خسته، غلام محمد نوید، سید محمد قاسم رښتیا، محمد اسماعیل مبلغ، صالحمحمد پرونتا، عبدالوهاب طرزی، محمد صدیق روهی، میر محمد صدیق فرهنگ، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، حبیب الله تږی، پوهاند عبدالحی حبیبی، دکتور عبداللطیف جلالی، حبیب الرحمان جدیر ، سید فقیر علوي د اصلاح ورځپاڼې مدیر، میر سعید بریمن د هیواد ورځپاڼې رئیس، کریم روهینا د انیس مسؤول مدیر، عبدالحمید مبارز د باختر آژانس رئیس، محمد کریم نزیهی، محمد ابراهیم صفا، محمد ابراهیم ثابت او محمد هاشم رحیمی ګډون درلود. دغه طرح تائید او د ۱۳۴۹ل. کال د وري په دویمه د سلطنت د لسم نمبر فرمان له مخې افغان اکاډمي رسماً تشکیل او شاه محمود خان یې افتخاري رئیس شو. پورته یاد شوی اکاډمیک خواره- واره مراکز پکې منسجم او دغه درې واحدونه یې لرل: د تاریخ د ټولنې ریاست، د آریانا دایرة المعارف ریاست او د پښتو ژبې د پرمختیا آمریت، یو اداري آمریت او د کتابتون مدیریت.
یوه خبره روښانه نه ده چې سره له دې چې ارواښاد روهي او استاد حبیب الله تږي د علومو داکاډمی طرح سره موافق او ورته خوشحاله وو، خو په دغه تشکیل کې یې د پښتو ټولنې د مدغم کولو مخالفت وکړ، ښايي موخه یې دا وه چې پښتو ټولنه همداسې خپلواکه پاتې شي(؟).
له هغه وخته را وروسته د افغان اکاډمي افتخاري او مسلکی علمی غړي(د الفبې په ترتیب) دا وو:
عبدالهادی داوي، علی احمد نعیمی، غلام جان خان، غلام جیلانی جلالی، غلام حسن مجددی، غلام فاروق اعتمادی، گل پاچا الفت، لعل محمد کاکړ، مایل هروي، محمد آصف سهیل، محمد ارسلان سلیمی، محمد ابراهیم ثابت، محمد ابراهیم خلیل، محمد اسماعیل مبلغ، محمد ابراهیم صفا، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، محمد رفیق حبیبی، احمد علی کهزاد، امین الله زمریالی، حبیب الله تږی، خال محمد خسته، دکتور محمد اکرم، ذبیح الله رسا، سید احمد شاه هاشمی، سید بهاءالدین مجروح، سید شمس الدین مجروح، سید قاسم رښتیا، صالح محمد پرونتا، ضیا قاریزاده، عبدالاحمد جاوید، عبدالحی حبیبی، عبدالخالق واسعی، عبدالرووف بینوا، عبدالرزاق پوپل، عبدالشکور رشاد، عبدالواحد واجد، محمد شاه ارشاد، محمد صدیق روهی، محمد صدیق طرزی، محمد صدیق فرهنگ، محمد فرید، محمد قدیر تره کی، محمد کریم نزیهي، محمد گل نوري، محمد هاشم رحیمي، مولانا عبدالعزیز قربت، نور احمد شاکر او یارمحمد نظامی.
افغان اکاډمی هغه وخت د بیلابیلو څیړنیزو او فرهنګی واحدونو په یو ځای کولو سره تاسیس شوه. دا وخت نړۍ د ساینس برخه کې نوي بریالیتوبونه ترلاسه او دا پیړۍ د ساینس او تکنالوژي عصر بلل شوی و، نوځکه افغان اکاډمی ځان ته څو مهمې موخې وټاکلې:
۱.د ټولنیزو علومو په برخه کې باید د هېواد د ژبو د ریښو او پیل، د علمی متونو د څېړنې او د ادب د کره کولو په اړه کار وشي،
۲.دعلمی، ادبي او ټولنیزو نښېرونو خپرول،
۳.د نویو فکری او ادبی افکارو او د ټولنیزو مسایلو د ارزونې ژباړې ترسره کول او د لرغونپوهنې په ډګر کې څېړنه،
۴.د آریانانا دایرة المعارف د کړنلارې پرمخ بیول چې لږ مخکې پیل شوی و، دهغو په دوام د اختصاصی دایرةالمعارفونو خپرول،
۵.د ساینسي څانګو(طبیعي علومو) پرمختیا.
دا وخت افغان اکاډمي یو شمېر مهمې مقالې او مستقل تاریخی کتابونه نشر کړل. د بیلګې په توګه د فولکلور برخه کې«د خلکو سندری» پر۱۳۴۹ل. کال ، « د پښتو پخوانۍ تذکرې» پر۱۳۵۰ل. کال. او «ابدالۍ توره» پر۱۳۵۲ل. کال. د دغو کتابو خپروونکی «د افغانستان اکادیمی» او اړوند څانګه یې د تاریخ ټولنه معرفي شوې وه. له دغو کتابونو سره یوځای مجلې هم نشر شوې وې.
څو کاله وروسته د ټولنې په پرمختګ او د عصروزمان غوښتنو سره سم« افغان اکادیمی» پراخه شوه او پربنسټ یې دافغانستان دعلومو اکاډمی/ اکادمی علوم افغانستان رامنځته شوه. د دغه نوي علمی او فرهنګی لوی مرکز فرمان د ۱۳۵۷ل. د زمري پر پينځلسمه(۱۹۷۸) د دوو برخو(طبیعی علومو اوټولنیزو علومو) په لرلو سره صادر شو. د وزیرانو دشورا دارالانشا د ښوونې او روزنې وزارت ته په دې اړه لاندنی لیک واستاو، دلیک متن کټ مټ داسې و:
(د وزیرانو د مجلس تر ۹۸۷ فیصلی لاندې په دیارلسمه غونډه، نیټه ۱۳۵۷/۵/۱۵ش. کې د ښوونې او روزنې د وزارت د عرضپاڼی په اساس پریکړه وشوه چې: په افغانستان کې دعلومو د تکامل په مقصد د علومو د اکاډمی تشکیل چې د یوې لوړې علمي سویې کمیسیون په واسطه ترتیب او تنظیم شوی دی، د وزیرانو د عالي مجلس له خوا د عظمی صدارت په چوکاټ کې تأیید او منظور شو).
د دغه لیک له صادرولو وروسته د علومو اکاډمی د ښوونې او روزنې(معارف) وزارت څخه خپلواکه او د یو جلا علمی ادارې په توګه د کب د میاشتې پردوهمه نېټه یې کار پیل کړ. لومړنی رئیس یې ارواښاد دکتورګل محمد نورزی و چې له رتبې لوړ بست کې مقرر شو. په دې اقدام سره د پخوانۍ پښتوټولنې قانون چې د دې علمی ادارې بنسټ و، د اجراءاتو سند شو. وروسته بیا هر ریاست او مرکز ته کاري کړنلاره او بیا د افغانستان د علومو د اکاډمی قانون جوړ شو.
لومړني رئیسان یې دا وو:
پوهندوی دکتور گل محمد نورزی، اکادمیسین غلام مجدد سلیمان لایق، پوهنمل گلداد، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتورعلوم عبدالکبیر رنجبر،اکادمیسین عبدالاحد عشرتی، سرمحقق محمد محسن فورملی، ملا محمد حسین مستسعد، مولوی خلیل الله فیروزی، سر محقق عبدالباری راشد، سرمحقق ثریا پوپل، ... او اوس یې رئیس شیخ فریدالدین دی.
د علومو اکاډمی وروستیو کې دریو برخو(بشری علوم، طبیعی علوم، اسلامی علوم)کې مرستیالان لرل؛ نومونه یې دا دي: کاندیدای اکادمیسین محمد ظاهر افق، سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتور علوم عبدالکبیر رنجبر.
هغو ذواتو چې معاونیتونه یې پرمخ بیولي، دا وو: ، اکادمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد،مولوی فریدالدین محمود، سرمحقق دکتورمحمد علم اسحاق زی،سرمحقق نصرالله سوبمن، سرمحقق محمد اسلم افضلی، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، کاندید اکادمیسین پوهنوال عبدالصمد سلیم، سرمحقق دکتور شاه محمد میوندی، مولوی شجاع الدین خدام، سرمحقق دکتور عبدالخلیل ظریفی، سرمحقق دکتور نجم الدین ترین،غلام ربانی ادیب، مولوی ذکی الله اشرفی، معاون سرمحقق میرمحمد شریف پاکرای، محقق عبدالباری راشد او مولوی سیف الرحمن سایف ستانکزی.
د اکاډمی علمی منشیان بیلابیلو وحتونو کې دغه درانه ذوات وو:دکتورعبدالسمیع غفاری، محمد ظاهر افق، محمد حسین هلالی، پوهاند دکتورمحمد نادرهادی، سرمحقق نصرالله ناصر، سرمحقق دکتور الف محمد شرر، سرمحقق سید امین مجاهد، دوکتور احمدشاه عمر وردک او احمدی.
وروسته تر ۱۳۶۵ل. کال څخه د ژبو او ټولنیزو علومو ترڅنګ؛ د ساینسی برخو لکه: د کیهانی څېړنو مرکز، انستیتوت سیسمولوژی و تهیه و نصب دستگاه زلزله سنج، د اوبو د څېړنوانستیتوت ، د لمر د انرژی کارولودیپارتمنت ، د باد د انرژی دکارولو څانګه، د جنیتکس، بیوتکنولوژی، جن¬ انجینیرنگ او خاورې پوهنې څانګې جوړې او د زراعت، فزیک، ریاضی، کیمیا، بیولوژی، تخنیک، زمکپوهنې علومو، طب او فارمسی ته پاملرنه وشوه.د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د ریاست رهبری هم د علومو اکاډمی په غاړه و.
د افغانستان دعلومو اکاډمی د بډای کتابتون لرونکی ده چې قیمتي خطي نسخې یې خوندي کړي دي. د خپرونو نومونه یې؛ اریانا، خراسان، پښتو، طبیعت، تیبان، زیری او تفکر دي. له دې برعلاوه هرکال د نویو څیړنو برخو کې نوي کتابونه نشروي. اوس دافغانستان د علومو اکاډمی د دایرة المعارف، دکوشانی څیړنو، د سیمه ییزو څیړنو اود اسلامی څیړنو مراکز ، لابراتوارونه، تشخیصیه کلنیک، د ونو او بوټو د مطالعې برخه، د اتنوګرافی موزیم او اداري څانګې لري.
د قانون له مخې، د اکاډمی رئیس انتخابی دی، د کار دوره یې څلورکاله ده. دغه علمی بنسټ د بیلابیلو هیوادو علمی مراکزو سره د اړیکو، د سیمینارونو او کنفرانسونوددایرولو، د علمی څېړنو د ترسره کولو، دهېواد دطبیعی زیرمو مطالعات او ارزونه، دملی اقتصاد د ودې په خاطر د نویو ساینسی او تکنولوژیکي پرمختګونو د مناسب کارولو د لارو موندل، د علمی، فرهنګی، اقتصادی او ټولنیزو پلانونو د طرح، ارزولو او تطبیق کې مرسته، د غیر اسلامی او بیګانه اثراتو مقابل کې درېدل او دهغو د نفوذ مخنیوی، ملی فرهنګ ته ارتقا ورکول او په ټوله کې په هېواد کې د علومو د کمی او کیفی ودې تامینول دي.
د علومو اکاډمی د اتنوګرافی د موزیم او د خپل کتابتون ترڅنګ؛ یو بل کتابتون چې ښاغلی حبیب الله رفیع ډالۍ کړی او د پوهاند امان الله حیدرزاد د پژګر او انځورګر د آثارو زېرمه لري د اتنوګرافی موزیم کې اېښودل شوي دي( استادحیدرزاد د۲۰۲۶د جنوري میاشت کې له هېواد بهر وفات شو جنتونه یې نصیب شه). دعلومو اکادمی درېیم پوړ کې د میناتوري د آثارو یو نندارتون هم لري. داکاډمی مرکزی ودانۍ د نوي ښار د شاببوجان د کوڅې پای کې ده، چې د کابل د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو وروسته دولسمشر حامدکرزي د فرهنګی مشارو دروند او منلي استاد ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل په پرله پسې هڅو او سید ه څارنه جوړه شوه. ورسره پخوانۍ ودانۍ ترمیم او د اتنوګرافي موزیم شو. مرکزی تعمیر د وړکتون او ترانسپورت او پخلنځي الخاقیې هم لري. بله ودانۍ یې زمبق څلور لاره کې او یوه بله دوه پوړیزه پخوانۍ ودانۍ یې د شیرپورڅلورلاره کې ده.
د علومو اکاډمی په وروستیو کې د نورو علمی پروژو ترڅنګ؛ دوه لویې پروژې عملي کړی: یوه یې د آریانادایرة المعارف دویم دور، په شپږوټوکونو کې په دري او پښتو ژبو او بل یې دهېواد د اتنولوژی پروژه وه. د دایرة المعارف لپاره د آرتیکلونو د لیکلو او د تثبیت او ارزونې لپاره د اکاډمی دعلمی غړو ترڅنګ د پولیتخنیک، طبي پوهنتون، کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون استادانو کار وکړ. د دایرةالمعارف د دوهم دور لومړی ټوک په ۱۳۸۵ل. کال چاپ ته چمتو او د نبراسکا (پخوانۍ اریانا) مطبعې سره یې د چاپ قرار داد وشو. راقم الحروف دا وخت د دغه انستیتیوت مشر او آغلی سرمحقق ثریا پوپل د مرکز رئیسه وه. ټول اوو تنو دغه انستیتیوت کې کار کاو.
په ۱۳۸۱ل. کال د لرغونپوهنې انستیتیوت له اکاډمی څخه جلا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره وتړل شو، خو علمی رهبری یې د اکاډمی په غاړه وه، په ۱۳۹۰ل. کې بېرته اکاډمی سره وتړل شو. د کابل د جنګونو له پیل مخکې ۷۰۰تنه دانشمندان او متخصصان په بیلابیلو دیپارتمنتونو کی په علمی کارونو بوخت وو، تر۱۳۸۱ل. د اکاډمی علمی کارونه خنډونو سره مخ شول، ترڅو چې بېرته تشکیلات او بودجه بشپړه شوه. په ۱۳۸۴ل. کې یې یو شمیر بستونه تنقیص شول. په دې کال د ښځینه کارکوونکو سلنه ۱۷ ٪ ته رسېدله.
تېر وخت کې چې کومو پوهانو د آثارو د شمېر له پلوره زیات کار کړی و، دا دي:
پوهاند دکتور احمد شاه جلال،پوهندوی دکتور اسدالله حبیب، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، دکتور حیدر مسعود، دکتور سامیه عبادی روشنگر، عبدالرحمن پهوال، عبدالرحیم خوشدل، عبدالرشید رؤف، عبدالسمیع غفاری، پوهنوال عبدالصمد سلیم، عبدالغفور باهر، سرمحقق دکتور عبدالکبیر رنجبر، عبدالمجید نباتی، دوکتورعلی احمد، غوټۍ خاورې، ش. یارقین، مهرزاد بلوچ، دوکتور ستانکزی، پوهاند شاه علی اکبر شهرستانی، غلام ابوبکر، پوهنوال دکتور غلام محمد بهرام، پوهاند فقیر محمد زمری، گل احمد خالدی، محمد ابراهیم عطایی، محمد اعظم سیستانی، محمد اکرم عثمان، دوست شینواری،محمد انور نومیالی، معتمد شینواری،محمد امین امام، محمد حسین هلالی، پوهاند محمد رحیم الهام، سرمحقق محمد صدیق روهی، محمد ظاهر افق، دکتور محمد یعقوب واحدی، غ.ا. ترین، شریف الله خان شریفی، دکتور محمود حبیبی، دوکتور مهر محمد اعجازی، پوهاند میر حسین شاه، سیدمحی الدین هاشمی، ع.یاد(طالبی)، فرهمند، عبدالواجد واجد، بشیرافغان، سید امین مجاهد، شرر، محمدشریف ځدراڼ، دوکتور سکندر حسینی، استاد لطیفه قریشی، داکتراحمدشاه وردک، مولوی بصیرت او ګڼ شمېر نور( دا چې د ګڼ شمېرحقدارو استادانو نومونه اوس را یاد نشول، بخښنه غواړم. دغې لیکنه کې یواځې په لنډ ډول د افغانستان د علومو د اکاډمی تاریخچه یاده شوه، د پوهانو اودانشمندانو نومونه ضمنی یادشول). د لیکنی موخه د دغه علمی -تحقیقی بنسټ کرونولوژیکه معرفی او د دیپارتمنتونو او ریاستونو پېژندنه وه. دلته به د ټولو درنو علمی ذواتو او څېړونکو د نومونو او څانګو یادول ډېر وخت او ځای ونیسي، نو دا کار به بل وخت ته پرېږدم.
په ټوله کې وروسته تر ۱۳۹۰ل. د اکاډمی د اوج کلونه مخ په ځوړ شول. رهبری متفرقه، دسپلین ضعیف، له بهر څخه لاسوهنې پیل، علمی ارزښتونه پایمال او د(جوان سازی) د سیاست له مخې تجربه لرونکی کادرونه بی واکه شول. دا وخت زیاتره پخواني استادان وفات او بیا وروسته تر۱۴۰۰ ل. زیاتره مهاجر شول.
لیکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله «وحدت»
د ژبپوهانو په اند کله چې انسان د ځمکې په هسکه او ټیټه قدم کیښوودلو، يو لړ داسې بې معنا آووزونه يې رامنځته کړل، چې ددوی ترمنځ د پوهاوي وړ نه و، خو د وخت په تیریدو سره دوی د یو څیز یا شي لپاره په یو واحد آواز سره دځینو په اړه یوه خوله شول او د همدې واحد آواز په ادا کولو سره د دوی ترمنځ مفاهمه رامنځته شوه، بلاخره د همدې مفاهمې پرمټ یې يو او بل ته خپل درک او اړوند پیغام انتقال کړ.
کله به چې کوم آواز د محبوبیت، لنډون او مداومت له اړخه په پراخه کچه يوه واحد جنس یا شي ته وکارول شو، په نتیجه کې به یې عامه فهم رامنځته شو، همدا آواز به ددې بشري ټولګې د ژبې اساسي توکی وګرځیده.
غواړم په لنډ ډول ووایم چې لومړی بشري فهم د آواز له اړخه رامنځته شو، بيا ددې آواز انتقال نورو نسلونو ته د خپلې ژبې د ارزښت ساتنې په موخه، له يوه ځای څخه بل ځای ته د پيغام انتقالولو سره تورو ته اړتيا پيښه شوه.
ددې اړتیا سره سم د ژبپوهانو د اواز سمبولونه(توري) انتخاب کړل، ترڅو د ژبې د ارزښت ساتنه، آسانه ښوونه، ساده زده کړه او انتقال په ښه توګه ترسره شي.
راځو دیته چې (توری) څه ته ويل کېږي؟
توری د یوې ژبې هغه اساسي توکی یا سمبول دی چې له مخې یې هغه آواز رامنځته کیږي کوم چې د یوې ژبې له اساساتو سره اړیکه لري او له نورو معنا لرونکو آوازونو سره د یو ځای والي په صورت کې په یو شي، حالت یا نوم باندې دلالت کوي.
د توري له پیژند وروسته ويلای شو چې د تورو مجموعې ته د یوې ژبې الفبا ويل کیږي کوم چې د هماغه ژبې د مفاهيمو او اساساتو بنسټ پرې اتکا مومي.
دا چې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په شان د یو شمېر خاص او مختلطو الفبا تورو لرونکې ده، د پښتو خاص توري هغه دي چې يوازې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، او مختلط توري بیا هغه توري دي چې د پښتو ژبې سربېره، په نورو ژبو کې هم پراخ استعمال لري او د هغه ژبې د پیغام په ليږد او رالیږد کې د استعمال وړ وي.
پښتو ژبه له دوه ترکیبي برخو عربی او دری څخه رامنځته شوې ده، دا هغه ژبې دي، چې توري يې په پښو ژبه کې په پراخه کچه کارول کیږي.
اړینه ده چې د پښتو ژبې خاص یا ځانګړي توري وپيژنو؛ چې له پښتو علاوه په بله ژبه کې نه کارول کېږي، هغه توري ټول اته(۸) دي، په لاندې ډول دي.
ټ. څ. ځ. ډ. ړ. ښ. ڼ. ږ.
د همکار ژبو له ډلې عربي ژبه هغه ده چې تر دری ژبې ډیر توري یې په پښتو کې کارول کیږي، عربي ژبه ټول دیرش ۳۰ توري لري، چې اته ویشت (۲۸) توري پکې له کوم تړاو او ترکیب پرته په پښتو کې؛ لکه څرنګه چې په شکل کې استقلال لري په آواز کې هم له استقلال څخه برخمن دي، د عربي ژبې ټول دیرش (۳۰) توري په لاندې ډول دي:
ا. ب. ت. ث. ج. ح. خ. د. ذ. ر. ز. س. ش. ص. ض. ط. ظ. ع. غ. ف. ق. ک. ل. لا. م. ن. و. ه. ء. ی.
له پورته دیرش(۳۰) تورو څخه دوه داسې توري دي، چې استقلال نه لري، يو توری د همزه( ء ) دی، چې د (ا. و. ی) تورو سره د تړاو له مخې یا د توري د پاسه یا ښکته استعمالیږي.
دوهم توری د ( لا ) عربي توری دی چې د شکل له مخې ترکیبي توری بلل کیږي خو آواز ترې په واحده توګه ادا کیږي.
د همزه( ء ) او ( لا ) دوه هغه توري دي چې د اته ویشت استقلال لرونکو تورو سره يوځای شي ټولټال دیرش ۳۰ توري کیږي.
اوس راځو دری ژبې ته؛ دا د پښتو هغه ترکیبي ژبه ده چې له عربی او خپله پښتو ژبې وروسته په دریمه کچه زیات (څلور ) توري یې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، هغه توري په لاندې ډول دي:
چ. پ. ژ. ګ.
لکه څرنګه چې د پښتو ژبې ترکیبي یا یوځای کېدونکې برخې مو سره له خپلو حروفو وپیژندلې اوس دا هم زده کوو، چې په کلمه یا جمله کې توري د نښلون یا تړاو له اړخه په دوه ډوله دي، ۱- خپلواک توري ۲- ناخپلواک توري.
۱- خپلواک توري:
خپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره نه نښلي (یعنې یوازې له مخکېني توري سره نښلېږي)، چې ټول دوولس (۱۲) توري کیږي، او دا ټول دوولس توري دا دي:
ا ډ د ذ ر ز ړ ږ ژ و ڼ ء.
۲- ناخپلوک توري:
ناخپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره ونښلول شي، کوم چې په لاندې ډول دي:
ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ګ ك ل م ن هـ ي.
که په ټوله کې ووایو نو په پښتو ژبه کې ټولټال (۴۲) دوه څلویښت توري کارول کیږي، دا توري په لاندې ډول دي:
ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل لا م ن ڼ و ه ء ی.
تر دې ځایه مو د تورو په اړوند مفصل معلومات خپل کړل اوس دا هم لولو چې هر توری پرته له ناخپلواک تورو څخه د يوې کلمې په ترکیب کې دری حالتونه لري، لنډ وضاحت یې په لاندې ډول دی:
۱- لومړی حالت(د کلمې په پیل کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له بعدي یا ورپسې تورو سره په يوه کلمه کې نه نښلول کیږي خو برعکس ناخپلواک توري له ورپسې تورو سره نښلول کیږي.
۲: دوهم حالت(د کلمې په منځ کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري د استعمال ځای نه لري، خو ناخپلواک توري له مخکني او ورپسې تورو دواړو سره د نښلون وړتیا لري.
۳: دریم حالت (د کلمې په اخر کې د توري استعمال): په دې حالت کې خپلواک توري له مخکني تورو سره د وصل وړتیا لري خو له وروستيو تورو سره بیا دا قابلیت له لاسه ورکوي، په دې حالت کې ناخپلواک توري هم د خپلواک په شان په پوره شکل سره ليکل کیږي.
پورته دری هغه حالتونه وو چې په کلمه کې د خپلواکو او ناخپلواکو تورو د ليکلو او تړلو وضعیت یې څرګند کړ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۰۱۰۸۰۰
ایمیل ادرس:
سید عبیدالله نادر
لنډه کېسه د ماشومانو له پاره
د ښه کلام تأثیر او اغیزه
یوه ورځ یو ړوند سړی د یوې ودانی په پوړیوناست وو او خولۍ او یوه تابلو یې مخي ته ایښي وه ،او بر تابلو یې یوه لیکنه لوستل کیده چې پری لیکلي وو (زه ړوند یم د خدای په خاطر ما سره مرسته وکړئ) یو ډیرمبتکر صحافی د ده له څنګه تیریده ، او پر ده یې نظر واچوو.ویې لیدل چې فقط یو څو پیسي خلکو د ده په خولۍ کښي غورځولي دي.ده هم یو څو پیسي د خولۍ په مینځ کې ورته واچولي او پرته له دي چې د ړوند سړي څخه اجازه واخلي، د هغه تابلو یې جګه کړه هغه اعلان چې ړانده لیکلی وو هغه یې وګرځاوه او یو بل څه یې پر تابلو ولیکل. او تابلو یې د سړي خپو ته کېښوده .او له ّدغه ځایه نور لیری شو.او خپل روزګار پسي لاړ .
مازیګر بیرته هماغه صحافی همدې محل ته راغی .او وي لیدل چې د سړی خولۍ د پیسو څخه ډکه ده .ړانده د پښو د غږ څخه صحافی وپیژاند او د هغه څخه یې خواهش وکړ چې که هغه هماغه کس وي چې سهار یې پر تابلو څه ولیکل چې آیا څه یې لیکلي؟ صحافی وویل: دا خاص او مهم څه شی نه وو.ما فقط ستا لیکنه په بل شکل ولیکله. او یو مسکا یې وکړه او خپله لار یې ونیوله ،ړوند سړی پر دي هڅکله پوه نشو چې دي سړي پر تابلو څه لیکلي خو پر تابلو لوستل کیده .
(نن پسرلی دی او بهار دی او زه نشم کولای دا ښکلا ووینم)
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ګوګل د فارسی سرچینو څخه اخیستنه او ژباړه
یادونه
دغه کیسه څو کاله دمخه د عبدالملک پرهیز له خوا ژباړل شوې او په دې پاڼه او فیسبوک کې خپور شوی ؤ
ژباړه عبدالملک پرهیز
د ورونا په واټونو کې د کپیولت او مونتګیو د نامتو او رقیبو کورنیو د چوپړانو ترمینځ شخړه پیل کېږي، بنولیو چې د مونتګیو د کورنۍ غړی دی، هڅه کوي ددغه جګړې مخه ونیسي خو کله چې د کپیولت د کورنۍ د یو غړي تیبالت بې پروایي ویني چې د جګړې ډګر ته ننوتی دی، غصه کېږي. وروسته له دې چې د ښار وګړي ددغه همیشنیو نښتو او بدچلندونو له امله په قهر شول د نښتې دواړه اړخونه یې په شاتګ ته اړ کړل، د اشکالو شهزاده، د ورونا واکمن هڅه کوي ددغه کورنیو ترمینځ د سولې له تړون څخه د هر سرغړونکي دپاره د اعدام حکم جاري کړي، څو ددغه کورنیو ترمینځ له زیاتیدونکي کړکیچ څخه مخنیوی وکړي.
رومئو، د مونتګیو زوی، د خپل تره زوی بنولیو لیدو ته ځي، چې دمخه یې د چنار د بڼونو په سیمه کې، رومئو د چکر په حال کې لیدلی ؤ. رومئو د بنولیو له خوا د قهر او غصه کېدو څخه وروسته اعتراف کوي چې پر رزالین مین دی، خو دغه نجلۍ له هغه سره علاقه نه درلوده او پاملرنه یې ورته نه کوله. بنولیو هغه ته سپارښتنه کوي چې دغه نجلۍ هیره کړي او کومه بله ښکلې نجلۍ پیدا او غوره کړي. خو رومئو لا هماغسې خفه او پریشانه ؤ.
په همدې حال کې، کنت پاریس، د شهزاده اسکالوس خپلوان، د ژولیت سره د واده په فکر کې دی. د ژولیت پلار کپیولت، که څه هم پر دغه پیوستون خوښ دی، خو له پاریس څخه غوښتنه کوي څو دوه کاله صبر و کړي، ځکه ژولیت لا څوارلس کلنه شوې نه وه. کپیولت له خپلو چوپړانو څخه یو کس استوي څو د جشن او خوښۍ مراسمو ته نقاب لرونکي کسان د نڅا د پاره را وبولي، کوم چې یوه دودیزه نڅا وه، په دې هیله چې پاریس د ژولیت زړه لاس ته راوړي. رومئو او بنولیو چې لا اوس هم د رزالین په اړوند په خبرو اترو بوخت ول، د کپیولت له چوپړ سره مخامخ کېږي چې د رابلل شوی کسانو لیست یې له ځان سره درلود. بنولیو وړاندیز کوي چې دوی دواړه په دغه جشن کې ګډون وکړي، ځکه دا کار رومئو ته دا موقع په لاس ورکوي څو خپله معشوقه د نورو ښکلیو او ښایسته نجونو سره پرتله کړي. له دې کبله ، رومئو یوازې ددې دپاره چې په دغه لیست کې د رزالین نوم ؤ، نو په دغه مجلس کې به د بنولیو په ملګرتیا ګډون وکړي.
د کپیولت په کورنۍ کې، د ځوانې ژولیت، دهغې د مور او د هغې د پالونکي ترمينځ د پاریس سره د ژولیت د واده د امکان په اړوند خبرې روانې وې. ژولیت لا تر اوسه په پام کې نه لرل، واده وکړي. خو له دې خبرې سره موافقه کوي چې د محفل په ترڅ کې پاریس وویني. چې دا کار کېدی شي پر هغه د ژولیت عاشقیدو یا نه عاشقیدو سبب شي. جشن پیلېږي. پرېشانه او خپه رومئو د بنولیو او د خپل ټوقوماره ملګري مرکوتیو په ملګرتیا د کپیولت کور ته ځي. په کور کې رومئو له لېرې واټن څخه ژولیت ویني او سمدلاسه پرې مینېږي. رزالین ترې بیخي هیریږي. په داسې حال کې چې رومئو د ژولیټ او په محفل کې د نورو ښکلیو نجونو ننداره کوله، تیبالت هغه پیژني او له دې کبله چې نوموړی پرته له اجازې او په غلا دغه محفل ته راغلی، په قهریږي.
تیبالت پر رومئو د برید له پاره چمتو کېږي، خو کپیولت یې مخنیوی کوي. ډېر ژر رومئو له ژولیت سره خبرې کوي او دوي دواړه د یو بل سره د ژورې علاقه مندۍ احساس کوي. دوی بې له دې چې یو د بل نوم و پېژني، يو بل ښکلوي. کله چې رومئو د یوې پالونکۍ خبرې آوري نو پوهیږي چې ژولیت د هغوی د کورنۍ دښمن کپیولت لور ده، چې دهغه د زیات خپګان او پریشانۍ سبب کېږي. همدارنګه کله چې ژولیت پوهېږي کوم سړی چې یې ښکل کړ، د مونتګیو زوی دی، هغه هم ډېره پریشانه شوه.
کله چې مرکوتیو او بنولیو د کپیولت له کوره ځي، رومئو د بڼ له دیوال څخه آوړي او په بڼ کې پټېږي، ځکه هغه نه شوکولی ژولیت پریږدي. هغه په بڼ کې د خپل پټنځای څخه د کړکۍ د ښیښو له شانه ژولیت لیدله او د هغې غږ یې آوريده، هغې د رومئو په اړه خبرې کولې. رومئو د هغې نوم اخلي او پرې غږ کوي او دوی په خپلو کې سره د مینې تړون کوي. رومئو په بیړه د خپل دوست او د صومعې د راهب فریار لاورنس لیدو ته ځي. هغه د رومئو د مینې له دغه ناڅاپی بدلون څخه حيرانيږي، خو مني چې په پټه ددغه دوو عاشقانو نکاح ترسره کړي، ځکه فریار لاورنس ددغه دوو ځوانانو په مینه کې د کپیولت او مونتگیو د کورنیو د اوږد مهاله دښمنۍ پای لیده. یو ورځ وروسته، رومئو او ژولیت د فریار لاورنس په خونه کې له یو بل سره ویني. هغه پالونکې چې ددوی د راز ساتونکې ده، د واده په شپه یوه زینه چمتو کوي څو رومئو وکولی شی د ژولیت خونې ته د کړکۍ له لارې ننوځي.
سبا. بنولیو او مرکوتیو له تیبالت سره مخامخ کېږي کوم چې د ژولیت د تره زوی دی او لا تر اوسه د کپیولت په مېلمستیا کې د رومئو د راتګ له امله په قهر دی.
رومئو هم په دغه دوئل که شتون لري. اوس رومئو له تیبالت څخه چې د خپل واده له امله د هغه خپلوان شوی دی، غواړی له دوئل څخه تېر شي او غواړي هغه ته د خپلې مبارزې نه کولو دلیل ووایي. مرکوتیو چې د سولې له دغه وړاندیز څخه د انزجار احساس کوي وایي چې هغه به په خپله له تیبالت سره جګړه وکړي. دوی دواړه دوه په دوه جګړه پیلوي. رومئو هڅه کوي ددغه دوو جنګیالیو ترمینځ د منځګړتوب د لارې د جګړې مخه ونیسي. تیبالت د رومئو د تخر لاندې مرکوتیو په چاقو وهي او وژني. رومئو د قهر په څپو کې تیبالت وژني. او د پیښې له ځایه تیښتي. له دې پیښې لږ وروسته شهزاده، رومئو ته خبرداری ورکوي چې ددغه جنایت له امله د تل دپاره د ورونا له ښاره پریږدي. او په دې ډول هغه د تل دپاره تبعیدوی. فریار لاورنس یوه لاره جوړوي څو رومئو مخکې له دې چې ښار خوشې کړي او د مانتوا ښار ته لاړ شي، د سبا سهاره وروسته، د خپل واده شپه له ژولیت سره تېره کړي. ژولیت په خپله کوټه کې د خپل نوي مېړه راتلو ته په تمه پاتې کېږي. پالونکې کوټې ته راځي او له لږې پرشانۍ وروسته ژولیت ته وایي چې رومئو، تیبالت و واژه. ژولیت پریشانه او نا آرامه کېږي او دې ټکي ته یې پام کېږي چې د داسې یو چا سره یې واده کړی چې د هغې خپلوان یې وژلی. خو هغه ځان آراموي او له ځانه سره وایي چې هغه له رومئو سره ژمنه لري….
په دغه شپه رومئو په پټه د ژولیت خونې ته راځي او په پای کې د دوی واده او مینه پای ته رسېږي.
سهار دغه دوه مینان له یو او بل سره مخه ښه کوي او نه پوهیږي چې بیا به کله سره وویني. د ژولیت پلار چې د وروستیو پیښو څخه سخت اغېزمن شوی دی له ژولیت څخه غواړي چې د درې ورځو په دننه کې له پاریس سره واده وکړي. ژولیت نه پوهیده څه به پېښ شي، که خپل مور او پلار ته حقیقت ووایي، چې د پاریس سره واده نه کوي ځکه له رومئو سره یې په پټه واده کړی او د رومئو ښځه ده. نو ځکه له پاریس سره واده کول نه غواړي. له دې امله له خپلې پالونکې څخه د لارښوونې مشورې غوښتنه کوي. هغه ژولیت ته وایي، فکر وکړه چې رومئو مړ شوی دی او نور نشته، له پایس سره واده وکړه هغه به ستا دپاره ډېر ښه مېړه شي.
د پالونکې دغه د بې وفایۍ او خیانت خبرې د ژولیت د پریشانۍ او نا آرامۍ سبب شوې او په بیړه د فریار لاورنس لیدو ته ولاړه. فریار لاورنس یوه نقشه جوړوي څو ژولیت په مانتوا کې رومئو ته و رسوي. د پاریس سره تر واده یوه شپه دمخه باید ژولیت هغه شربت وڅکي چې ژولیت په ژور خوب ویده کړي او لکه د مړي ښکاره شي. او کله چې هغه ددوی کورنۍ هدیرې ته وړي څو خاورو ته یې و سپاري، فریار لاورنس به هغه بیرته په حال راوړي او په دې ډول به هغې ته ددې اجازه او آزادي تر لاسه شي څو په آزاده توګه له رومئو سره د کورنۍ دښمنۍ لېرې ژوند وکړي. ژولیت بیرته کور ته ځي او خبرېږي چې د واده ورځ، یوه ورځ نور هم ځنډول شوې. کله چې د واده ورځ را رسېږي ژولیت شپه دمخه هغه شربت څکي چې فریار لاورنس ورکړی ؤ او سهار کله چې پالونکې د هغې خونې ته راځي ویني چې هغه په ظاهره مړه ده. د کپیولت کورنۍ غمجنه کېږي او ژوليت د فریار لاورنس له پروګرام سره سم خاورو ته سپارل کېږي. خو د فریار لاورنس هغه لیک چې ټوله نقشه یې په کې لیکلې وه، په مانتوا کې د رومئو لاس ته نه رسېږي.
د هغه قاصد، فریار جان، په یو قرنطینه شوي کور کې ایساریږي او رومئو ته دومره خبر رسېږي چې ژولیت مړه شوې ده.
رومئو یوازې د ژولیت له مړینې خبریږي نو پریکړه کوي چې بې له هغې ژوند نه شي کولی، نو ښه به وي ځان ووژني. هغه له درملتون څخه د زهرو یو بوتل پیري، که څه هم پلورونکی د هغه ددې کار مخالف ؤ. هغه په بیړه ورونا ته ځان رسوي څو د ژولیت د قبر د پاسه ځان ووژني. رومئو د ژولیت د قبر تر څنګ د پاریس سره مخامخ کېږي چې د ژولیت پر قبر د ګلانو د شیندلو په حال کې ؤ. دوی دواړه سره شخړه او جګړه کوي او رومئو پاریس وژني. هغه مقبرې ته ننوځي او د ژولیت بې ساه بدن ویني، نوموړی د زهرو بوتل څکي او د ژوليت تر خوا مري. لږ وروسته فریار لاورنس رارسېږي او خبریږي چې رومئو پاریس او ځان یې هم وژلی دی. په همدې وخت کې ژولیت له مرګوني خوب ویښېږي. فریار لاورنس د پولیسو د پښتو غږ آوري. کله چې ژولیت له فریار لاورنس سره له تللو ډډه کوي، فریار یوازې ځي او تیښتي.
ژولیت خپل معشوق رومئو ویني چې ځان یې په زهرو وژلی دی. هغه د رومئو په زهرو ککړې شونډې ښکلوي او کله چې دغه ښکلول هغه نه وژني، د رومئو چاړه په خپله سینه کې ښخوي او د رومئو پر بدن یې بې ساه بدن لوېږي. پولیس، شهزاده، د کپیولت کورنۍ او مونتګیو کورنۍ را رسېږي. مونتګیو خبر ورکوي چې د هغه میرمن مونتګیو کله چې د رومئو د تبعید خبر واورید، له خپګانه مړه شوه. کپیولت او مونتګیو د خپلو اولادونو د مړیو په لیدلو سره هوکړه کوي څو خپله دښمني پای ته ورسوي او د ورونا د ښار په یوه آرامه سیمه کې دخپلو اولادونو طلایي مجسمې یو بل تر څنګ جوړ کړي.
لنډفلکولریکه قصه
عبدالملک پرهیز
په یو کلي کې یو بې وزلي بزګر اوسیده چې ډېره ښکلې مېرمنه یې درلوده.
دوی که څه هم زیات بې وزلي او غریب ول، خو له خپل ژوندانه زیات خوښ او خوشحاله ول.
د دوی تر مینځ هیحکله هم شخړې او ناندرې نه وې پیدا شوې او چا یې غږ نه ؤ آوریدلی.
د دوي د جونګړې تر څنګ ، یو شتمن سړي اوسیده چې ډېره ښکلی او څو پوړیزه وداني یې لرله.
یوه ورځ دغه شتمن سړي د خپل کور له کړکۍ څخه بهر کتل چې سترګې یې د ګاونډي په انګړ کې د بزګر پر ښکلې مېرمنې ولګېدې.
د بزګر مېرمن دومره ښکلې او ښایسته وه چې شتمن سړی په هماغه لومړي نظر پرې زړه بایلوده.
شتمن په دې فکر شو څو په هره لاره وي، دغه ښکلې مېرمنه له بزګر څخه جلا او ځانته واده کړي.
نو ځکه د هغې د خپلولو پر لارو چارو یې فکر وکړ او پریکړه یې وکړه څو له دغې ښکلې مېرمنې سره اړیکه ونیسي.
هغه ځانته مالومه کړه چې بزګر هره ورځ سهار وختي تر لمر خاته دمخه د کروندې په لور ځي او ماښام ناوخته بیرته کور ته راځی.
کله چې سبا سهار وختي بزګر له کوره ووت او د کار په لور ولاړ نو شتمن د بزګر د کور انګړ ته چې کنډوالې ته ورته ؤ، خپل کمیس و غورځاوه. او په تمه پاتې شو څو د بزګر میرمن له خپلې کوټې څخه را ووځي.
شیبه وروسته د بزګر مېرمن له کوټې راوځي. شتمن په بیړه ځان رسوي او مېرمنې ته سلام کوي.
شتمن وایي: زه ستاسې ګاونډی یم او زما کمیس ستاسې په انګړ کې لویدلی دی غواړم خپل کمیس واخلم.
د بزګر مېرمن وايی : سمه ده راشه او خپل کمیس واخله.
کله چې شتمن خپل کمیس اخلي نو ښکلې مېرمن ته په ځیر ګوري او وايي:
اوه، ته څومره ښکلې یې؟ ما هیڅکله هم خپل ژوند کې دومره ښکلې مېرمن لیدلې نه ده. خو افسوس چې ته د داسې سړي مېرمن یې چې له تا سره هیڅ مینه نه لري.
مېرمن وایی: زه پر خپل خاوند او هغه پر ما ګران دی موږ له یو بل سره له زړه نه مینه لرو. ځه دا بې ځایه خبرې ماته مه کوه.
شتمن بیا وایي: دا څنګه مینه ده؟!
ته د نړۍ تر ټولو ښکلې مېرمن یې خو په داسې زړو جامو کې ګرځې چې زما د نوکرانو جامې هم ترې ښې او نوي دي، که هغه له تاسره مینه لري نو تاته به ښکلي جامې راوړي.
میرمن بیا هم سړي ته وايی: موږ په همدې جامو کې له یو بل سره مینه لرو، مینه په کې نه بلکې زموږ په زړونو کې ده.
شتمن وایي: که ته هغه خوشې کړې او زما میرمن شې نو زه به تا ته د دنیا تر ټولو ښکلي جامې وپیرم، له تا به بي بي جوړه کړم . زه پر تا مین یم او له تا سره رښتنې مینه لرم نو ځکه ستا خوشحالي غواړم.
ښکلی مېرمن هغه ته وایي ځه دا بې ځایه خبرې مه کوه، زه هغه نه خوشې کوم ځکه پر ما ګران دی او موږ له یو بل سره مینه لرو.
شتمن د بزګر د میرمنې له خبرو خفه کېږي خو نه مایوسه کېږي.
کله چې شتمن ځي نو د بزګر مېرمن له ځانه سره فکر کوی چې ولې مېړه یې هغې ته هیڅکله هم نوي او ښکلې جامې نه پیري؟
شاید هغه له ما سره مینه نه لري، کیدی شي له بل چا سره مینه ولري؟!
دهغې په زړه کې وسوسه پیداکېږی او د باور مزي یې سستیږي.
کله چې ماښام بزګر کور ته راځي نو وینی چې میرمن یې د تل خلاف خفه ده.
له خپلې مېرمنې پوښتنه کوي: څه خبره ده؟ ناروغه خو به نه یې؟
مېرمن یې په ځواب کې وایي: نه ناروغه نه یم، بیخي روغه رمټه یمه.
بزګر: نو بیا څه خبره ده چې داسې طبیعت وران او ویجاړ دی؟
مېرمنه وایي: دا ځکه چې ته له ما سره مینه نه لرې.
بزګر: دا څه بې ځایه خبرې کوې!. ته پوهېږې چې تر هر چا او هر څه پر ما ګرانه یې او د زړه له تله در سره مینه لرم.
مېرمن: هو، په تشو خبرو مې مه تېر باسه، دا هسې تشې خبرې دي.
بزګر: ګوره ګرانې! زما په وس کې چې څه وي له تا یې نه سپموم. که زما ځان مې هم وغواړې له تا یې ځاروم.
ښکلي خبري دي، ځان دې له ما مه ځاروه، بس یوه جوړه نوي جامې راته راوړه. له هغه وخته چې ستا مېرمنه یم تل په همدې زړو او جنډه جامو کې ګرځم. آیا مینه همدې ته وایې؟ نور خلک خپل مېرمنې ته ښکلي او نوي جامې راوړي.
بزګر ددې خبرو په آوریدو سره زیات اندیښمن کېږي او سبا خپلې ټولې پیسې له ځانه سره اخلي او ښار ته ځي او خپلې مېرمن ته ښکلي جامې رانیسي او مېرمنې ته یې راوړي. مېرمنه یې خوشحالېږي او له ځانه سره وایي:
ګاونډی دروغ وایي زه پر خپل مېړه ډېره ګرانه یم.
سبا شتمن بیا هم په بله پلمه د بزګر کور ته راځي او ګوري چې د بزګر مېرمنې ښکلي او نوي جامې آغوستي او ډېره خوشحاله ده.
مېرمنه وایي: وګوره چې خاوند مې څومره ښکلي جامې راته راوړي دی هغه له ماسره ډېره مینه لری.
شتمن: که ته رښتیا هم پر هغه ګرانه یې نو تاته به یې ښکلي ګاڼې هم راوړي واي!؟
نوموړی د ګاڼو کوچنی بکس ګوټی پرانیزي او د بزګر ښکلې مېرمنې ته یې ښایي او وايې: دا غاړه کۍ، دغه ټیک، دا د الماسو ګوته او ټول سره زر دا ټول به ستا شي که ته زما ښځه شې.
مېرمنه وایي: زه په خپلې غریبۍ خوشحاله یمه، خپلې ګاڼې دې ځانته وساته ، زه خپل خاوند په شتمنۍ نه بدلوم. زما خاوند غریب دی خو موږ له یو بل سره مینه لرو. ځه نور دلته مه راځه ما په دې خبرو تیر ایستی نه شې.
شتمن بیا هم یو څه مایوسه کېږي خو هیله له لاسه نه ورکوی.
کله چې شتمن ځي نو د مېرمنې په فکر کې ګډوډ فکرونه لاره پیداکوي.
دا هم رښتیا وایي، زه خو هيڅ ګاڼې نه لرم، خاوند مې هیڅ هم ماته ګاڼې نه راوړي. اور دې په داسې مینه ولګی. ټوله ورځ په کور کې ناسته یمه هغه ته خواړه پخوم، کور جارو کوم، جامې یې وینځم. خو دی تش لاسونه راځی او ځی او وایي ته په ما ګرانه یې. هرو مرو له بل چا سره پټه مینه لري او ما تېر باسي. د هغې په زړه کې دې ته ورته راز راز خبرې او فکرونه راځي او پر مېړه یې باور سستېږي. له سترګو یې د اوښکو باران جاري کېږي.
کله چې ماښام بزګر کور ته راځي او زیات ستړی او ستومان هم وي. ګوري چې مېرمن یې هیڅ هم نه دي پاخه کړي.
بزګر: ښځې بیا څه خبره ده ولې ژاړې، بیا ولې خفه یې؟
مېرمن: ته له ما سره مینه نه لرې، زه هیڅ ګاڼې نه لرم او تا ماته هیڅ کله همدګاڼې نه دي اخیستي. د نورو خلکو ښځې څومره زیاتې او ښکلي ګاڼې لري، زه څه لرم؟ دا هم مینه شوه!؟
بزګر: بزګر بیا هم زیات پریشانه کېږي او وایي: غم مه کوه خدای مهربان دی ګاڼې به هم درته راوړم.
بزګر چې خپلې ټولې پیسې پر جامو لګولي وې، او نور یوه روپۍ یې هم نه لرله، له ځانه سره فکر کوي چې د ګاڼو د پاره پیسې څنګه او چیرته پیداکړي؟ له لږ فکر وروسته دې پایلې ته رسېږي چې له خپل ورور څخه پیسې پور کړي او خپلې ګرانې مېرمنې ته ګاڼې را ونیسي.
سبا د خپل ورور کور ته ځی او ترې د پور غوښتنه کوي.
خپل ورور ته وايي: ستا په ځمکو کې به کار وکړم او ستا د پور پیسې به څومره چې ژر ممکن وي خلاص کړم.
ورور یې وایي: سمه ده زما هغه ځمکې آبادې کړه چې له تیږو او کاڼو ډکې دي. ټولې تیږي به له ځمکې ایسته کړې او کښت او کر ته به یې چمتو کړې.
د ورور ټول شرطونه مني. پیسې اخلي او له ښاره خپلې ښکلې او ګرانې میرمنې ته د سرو زرو ګاڼې پیري او کور ته ځي او خپلې مېرمنې ته د ښکلیو او ارزښتناکه ګاڼو سوغات ورکوي.
مېرمن یې د ګاڼو په تر لاسه کولو ډېره خوشالېږي او له ځانه سره وایي چې مېړه یې ورسره رښتیانۍ مینه لري، ګاونډی خوشې دروغ وایي او ماته په ذزړه کې شک پیداکوي.
سبا بیا هم شتمن ګاونډی د هغې لیدو ته راځي او د ګاڼو په لیدلو زیات خفه کېږي، ځکه بیا هم له ناکامي سره مخامخ کېږي خو بیا هم له خپله هوډه نه په شا کېږي او د بزګر مېرمنې ته وایي:
دا د مینې نښه نه ده، که هغه رښتیا هم له تاسره مینه لري نو تاته باید لږ تر لږه یوه معجزه و ښايي.
مېرمن په حیرانتیا وایي: معجزه! موږ خو عادي خلک یو، عادي خلک د معجزې وس نه لري.
خو شتمن ګاونډی وایي: ولی نه، موږ هم معجزه کولی شو، که چیرې موږ په رښتیا مین شوي اوسو، رښتنې مینه د معجزې شرط دی.
مېرمنه وایي: ښه که ته رښتیا وایې نو ماته یوه معجزه وکړه!
شتمن وایي: زه یوازې هغه وخت معجزه کولی شم چې ته خپل خاوند خوشې کړې او له ما سره واده وکړې.
مېرمنه که څه هم په دې خبره باور نه کوي، خو بیا هم په زړه کې یې شک پیداکېږي او ماښام خپل مېړه ته وایي،: تا راته ښکلي جامې او لوړ بیه ګاڼې د خپلې مینې د ثبوت په توګه راوړې خو دا د مینې ثبوت نه دی.
بزګر: زه څه وکړم چې تا ته خپله مینه ثابته کړم.
مېرمن: ماته معجزه وکړه، بیا به ستا مینه و منم.
بزګر زیات پریشانه کېږي او نه پوهېږي څنګه معجزه وکړي.
سبا بیا د ورور په ځمکه کې د کار له پاره ځي. په کرونده کې له زیات کاره وروسته د لنډې دمې له پاره په هغه ځای کې د یوې لویې ونې په لور ځي څو د هغې تر سیور لاندې دمه وکړي.
کله چې ونې ته رسېږی ویني چې هلته یو بوډا سړی ناست دی. بوډا ټه سلام کوي.
بوډا پوښتنه کوي: څوک یې او دلته څه کوې؟
بزګر خپله ټوله قصه هغه ته کوي او وایي مېرمن مې زما د مینې د ثبوت له پاره د معجزې غوښتنه کوي. نه پوهېږم څه وکړم؟
زه معجزه کولی نه شم زه خو یو عادي انسان یم، خو مېرمن مې خفه ده او زما پر مینه باور نه کوي، نه پوهېږم څه وکړم.
بوډا وایی:
زه تاته دوه لښتې درکوم، دغه دوه لښتې واخله. لښتې تا سره د معجزه په کولو کې مرسته کوي.
کله چې لومړې لښته د چا په لور ونیسې او ووایې خر شه نو له هغه کس به خر جوړ شي او کله چې دویمه لښته یې په لور ونیسې نو بیرته به انسان شي.
بزګر وویل: کولی شې دغه معجزه پر ما ترسره کړې څو ډاډه شم چې دا کار ترسره کېږي.
بوډا وویل: هو.
کله چې لومړې لښته د بزګر په لور نیسي نو وایي خر شه، بزګر په خره بدلېږي او د خره غږونه باسي. کله چې دویمه لښته د هغه په لور نیسي وایي سړی شه، نو بزګر بیرته انسان کېږي.
بزګر په زیاتې خوښۍ لښتې له ځانه اخلي او د تل خلاف وختي کور ته ځي.
شتمن چې پوهیده بزګر په کور کې نشته نو د بزګر کور ته تللی ؤ او د هغه له مېرمنې یې غوښتل چې له بزګر جلا او له ده سره واده وکړي.
هغه د بزګر مېرمنې ته وویل: ته پر خپل مېړه ګرانه نه یې، که ته رښتیا په هغه ګرانه اوسې نو هغه به هرومرو د خپلې مینې په خاطره تاته کومه معجزه وکړي!
هغه هڅه کوله د مېړه په نسبت د هغه د مېرمنې باور بیا هم له مینځه یوسي او پر خپل مېړه یې بدګومانه کړي.
بزګر چې کله کور ته رسېږي نو د شتمن سړي ټولې خبرې آوري او پر خپلې مېرمنې غږ کوي: ګرانې مېرمنې نن مې تا ته د خپلې مینې د ثابتولو پریکړه کړې او داسې معجزه به وکړم چې زما د مینې د تل پاتې ثبوت په توګه به پاتې شي.
هغه لومړۍ نښته شتمن سړی ته نیسي او وایې د خپلو کرغېړنو کړنو په خاطر ځه او خر شه.
شتمن سړی په شیبه کې په خره بدلېږي.
مېرمن ددې معجزې د لیدلو له امله بیخي هک حیرانه پاتې کېږي او له بزګر پوښتنه کوي چې دا کار یې څنګه ترسره کړ؟
بزګر له خپلې میرمنې پوښتنه کوي: هغه د جامو او ګاڼو خبره هم ده تاته کړې وه؟ مېرمنې یې وویل:
هو ده له ما غوښتنه کوله چې تا خوشې کړم او له هغه سره واده وکړم خو ما یې خبرې نه منلې. ده ویل چې زه پرتا ګرانه نه یم او باید له تا جلا او له هغه سره واده وکړم.
بزګر ویل: زه پریشان وم نو له خدای مې هیله وکړه چې د یوې معجزه واک او وس راکړی نو خدای زما سوال او غوښتنه و منله او ماته یې د معجزه واک راکړ.
بزګر دواړه لښتې په یو سم ځای کې ږدي.
هغه خر به انګړ کې تړي او هره ورځ په خره سپریږي او کار ته ځي. هغه د خپل ورور له کروندې څخه ټولې تیږې او کاڼی ټولوي او پر خره یې باروي او بل ځای ته یې وړي.
د وخت په تېریدو بزګر په خپلو پښو دریږي او د زیاتو شتو او مال خاوند کېږي او په زیاتې خوښۍ او نیکمرغۍ کې ژوند کوي.
د کلونو له تیریدو وروسته خر زوړ او له کاره لوېږي او نور د کار وس د لاسه ورکوي.
خر چې نور د بزګر نه په کاریده نو بزګر دویمه لښته راوړي او د خره په لور یې نیسي او وايي ځه سړی شه. خر په یو ان کې بیرته په انسان بدلېږي.
خو اوس زیات بوډا او کمزوری شوی ؤ.
بزګر هغه ته وایي: ځه اوس خپل کور ته ولاړ شه او په یاد ولره چې بیا هیځکله هم د چا د مېرمنې د خپلولو هڅه و نه کړې.
دودیال
یادښت: د ۱۳۹۱ل. کال په اوړي کې د اطلاعاتو او فرهنګ د مشاور ارواښاد جلال نورانی په نوښت وپتېیل شوه چې په افغانستان کې د معاصرو نثری –تخلیقی ادبیاتو د خوږ ژانر(طنز او طنزلیکنې) په اړه یو علمی سیمینار دایر شي. دهغه وخت د رادیو- تلویزیون رئیــس ښاغلی ډاکترواحد نظري(چې خپله هم ښه طنز لیکوال، سناریست، دفلم ډایرکتر اوادیتور، او د هنرونو په رموزونوپوه څېره او دسیمنار د تدویر لپاره دیو شمیر امکاناتو لرونکی و) هم دا موضوع په ډیره خوشحالۍ تایید او د هرډول مرستې وعده یې ورکړه.
طنزی از سرزمین هندوستان
نوشته دلیپ سنګ
ترجمه ذبیح الله اسمایی
عجایبات نیویارک افسانه ایست و ادم غیر مترقبه به انها مواجه میګردد.
یکی از ان عجایب که من به ان مواجه شدم این بود که در یک روزنامه خبر کوتاهی را به این شرح خواندم:
،، میتنګهای بیوه زنان و بیوه مردان وادی شمال درخیابان ۳۲۱ ، کوچه واشنګتن برګنفیلد روز چهار شنبه ساعت هشت بعد از ظهر دایر میګردد. درمحفل دینس جانز موزیک مینوازد. رقص وجود خواهد داشت و موجودیت کیک و قهوه نیز برکیفیت محفل خواهد افزود. ،،
عبدالملک پرهیز
ایا پوهېږئ چې څنګه د سیکوپاتي رامینځ ته کیدل او خپریدل د ټولنې جوړښت او فرهنګي ارزښتونه اغیزمنوي؟
زما نوی کتاب «ټولنه او سېکوپاتي» د اروا پوهنې او ټولن پوهنې د ډګر د پوهانو د ژورو علمي څېړنېو پربنسټ او د عملي بېلګوپر بنسټ د ټولنې او سیکوپاتي ترمنځ اړیکې، د سیکوپاتي پېژندنه، د ټولنیزو بدلونونو او رواني بېثباتیو اغېزې، حل لارې او د مخنیوي لارې چارې بیانوي. که غواړې پوه شې چې څنګه ټولنیز جوړښتونه او رواني بېثباتي یو ځای خطرناک پایلې مینځ ته راوړي او ټولنه بې ثباته کوي نو دغه کتاب ولولئ. په دي کتاب کې د ټولنې د وګړو مختلف چلندونه او شخصیتي توپیرونه او د هغو له علتونو سره اشنا کېږئ. تاسې به زده کړئ چې څرنګه پر داسې ټولنیزو ننګونو بر لاسی تر لاسه کړئ او ځان او خپله کورنۍ له ممکنه خطرونو وژغورئ. دغه کتاب د سیکوپاتي پټ اړخونه رابرسیره کوي. همدارنګه په دې کې کتاب کې سېکوپاتي ته ورته نورې اروایی ستونزې، د هغوی ورته والی او توپیرونه هم څېړل شوي.
که تاسو د ټولنیزو علومو، ارواپوهنې یا ټولنیزو ستونزو په اړه د ژور پوهاوي لیوالتیا لرئ، دا کتاب ستاسو له پاره دی.
دغه کتاب له لاندې کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کولی شئ:
1. په ملک اصغر څلور لاري کې د مستقبل کتاب پلورنځای
2. Aksos Book Store:
+93 (0) 798989696 د تیلفون نمبر:
ادرس: د کابل پارک ته مخامخ
3. انتشارات سعید.
ادرس: جاده اسمایی/ پلازا منزل دوم .
د تیلفون نمبر.۰۷۰۷۵۷۵۹۳۵
۰۷۸۸۱۰۰۱۵۷
4.
دایمی کتاب سعادت.
ادرس: مقابل چار راهی دهن باغ شهرارا
د تیلفون نمبر
۰۷۷۷۷۷۷۰۱۲
لیکنه: اجمل اټک یوسفزی
دا په زړه پورې او زړه راښکونکی نوم «له کرکې، کرکه» هغه کتاب ته ټاکل شوی چې څه موده دمخه له چاپه راووت او د کتاب مینه والو ته په اختیار کې وسپارل شو. د ښاغلي لیکوال او څېړونکي، ولي الله ملکزي صاحب څو نور په زړه پورې، علمي او غني کتابونه تردې دمخه چاپ شويدي. د (دین او جګړه) کتاب او همدارنګه د عرفان او تصوف کتابونه یې په خپل ځای کې د نوښت او ابتکار ترڅنګ د پوره علمي او کلتوري ارزښت درلودنکي دي.
یو کتاب کې د مذهب او عقیدې په نوم او رنګ کې د انسانانو د لویو لویو نړیوالو او سیمه ایزو جنګونو د ګټو او تاوانونو کره او دقیق جاج اخیستل شوی دی. په پای کې یې نتیجه ښودل شوې ده چې دغو جنګونو څومره کورونه، وطنونه او ملتونه وران کړي دي او په پایله کې یې څه ترلاسه شوي دی؟ دویم مهم او علمي کتاب د مختلفو عقیدو، فکرونو، طرزونو، مذهبونو او مکتبونو په چاپیرچل کې د تصوف او طریقت هغه اختلافي مسایل دي چې له پېړیو پېړیو راهیسې د انسان د ژوند ژواک سره څه د دین او مذهب په بڼه او رنګ او څه د ثقافت او ولسي کلتور له امله منل شوي یا را مل شويدي. خو د ځینو تندرو شیخانو او پراخ خیاله صوفیانو د شدیدو مذهبي اختلافاتو له امله ترننه جنجالي دي او څېړل یې هم پوره علمیت ، زړورتیا او جرئت غواړي؛ خو دغه جرئت هم ښاغلي ملکزي کړی دی او د انسانانو د تاریخ په دغه مهم او خورا حساسه برخه کې یې هم یو ښه اثر چې علمي حساب پرې کېدلای شي راپنځولی دی.
درېیم په زړه پورې اثر یې چې له بېلابېلو لیکنو، مقالو او مرکو ګډه ټولګه ده هم په خپل ذات کې یو ابتکار او نوښت دی. په دغه کتاب کې هم لکه د پخوانیو تذکرو غوندې د ځینو لیکوالانو، ادیبانو، هنرمندانو او د لوبو د اتلانو مرکې او د هغوئ ژوند لیکونه لیکل شوي او هم په ورځینیو روانو حالاتو د ښاغلي لیکوال ژور تحلیلونه را اخیستل شوي دي. ښاغلي ملکزي ته څښتن تعالی خاصه وړتیا او ذکاوت ورکړی دی. د لوړو زده کړو د معتبرو سندونو د ترلاسه کولو ترڅنګ، د ښه فصاحت او بلاغت خاوند هم دی. که لیکل کوي او که وینا، دواړه یې د علمیت له برکته او د فصاحت او بلاغت له فضیلته غني، ګټورې او خوندورې وي. د وطن او نړۍ په روانو حالاتو ژور نظر لري او د خپل نظر او بصیرت خاوند دی.
د فیسبوک او یوټیوب په نړۍ کې د وخت د غوښتنې او تقاضا سره سم د ورځې په حالاتو کله نا کله وینا او لیکل کوي. ویناوې او لیکل یې دومره کره او په تاریخي سندونو غني وي چې هرچا ته خوند ورکوي او مینه وال یې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. ښایي د پوهې او علمیت تر څنګ یې یو بل کمال دا هم وي چې پر سیمه ایزو ژبو سربېره، په عربي او انګلیسي ژبو هم ښه پوره لاس بری دی او د هرې نړۍ والې غټې وړې موضوع د څېړلو او شاربلو لپاره له بې شمېره عربي او انګلیسي ماخذونو لټه او ګټه اخلي او په خپلو وطنوالو او مینه والو یې پیرزو کوي.
«له کرکې، کرکه» کتاب مې ولوست؛ هر سرلیک ته په ورننوتلو بیا د چا زړه نه کیږي چې موضوع په نیمایې کې پرېږدي. د بېلګې په توګه، «عربستان له روایتونو تر نوښتونو» دغه لیکنه ډېره لنډه ده خو په دغې لیکنې کې لکه سیند په لپه کې د سعودي د تاریخ ډېر ټکي را ځای شوي دي او لوستونکو ته د سعودي د وروستیو څو پېړیو تاریخ مخې ته کوي.
د «کوچنی قطر او ستر شهکارونه» په لنډه لیکنه کې د قطر د سیاست، پرمختګ، تاریخ، جغرافیې او ورځني، میاشتني او کلني عاید په هکله پوره کرکه معلومات دي چې هر لوستونکي ته لکه د تاریخ او جغرافیې استاد پوره معلومات ورکوي. همدارنګه «استانبول؛ د امپراتوریو د عروج او زوال سمبول» د ترکیې په هکله دومره په زړه پورې معلومات لري چې په څو څو وارې لوستلو هم د لوستونکي تنده نه ماتیږي. حتی د ترکي د ډرامو په هکله هم ښاغلي لیکوال معلومات وړاندې کړي دي او لیکي: له بله پلوه ترکۍ ډرامې اوس د امریکا او جنوبي کوریا وروسته په نړۍ کې درېیم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول، ١٥٠ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ٢٥ ژبو ژباړل شوې او په ٧١ هېوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. بل سرلیک یې «پاریس؛ د رڼاګانو او عطرونو ښار» دی دلته هم لیکوال د خپل سفر په ترڅ کې د پاریس او فرانسې په تاریخ او کلتور ښه غوښنه او په زړه پورې لیکنه کړې ده او د نړۍ په کروړونو انسانانو کې یې د فرانسویانو او د فرانسوۍ ژبې اهمیت او ارزښت ستایلی او څېړلی دی او په پایله کې وایي: که انګریزي د علم او ټکنالوژۍ ژبه ده او عربي د فصاحت او بلاغت ژبه ده، نو فرانسوي د ډیپلوماسۍ او رومانس ژبه ده. په لیکنه کې د فرانسې د مشهور لوړ څلي [ایفل ټاور] په هکله دومره معلومات دي چې د لوستونکي یې هسې لیدو ته سمدواره زړه راوپخسیږي.
لیکوال د نړۍ په هر ګوټ کې د سفر په وخت د لیکلو په وخت د خپل وطن ناورین او غمیزه نه ده هېره کړې او د هر پرمختللي هېواد د پرون او نن په تړاو یې د لیکنو په منځ کې خپل وطن هم د یو ارمان په توګه ځای کړی دی. د لومړۍ او دویمې نړۍ والې جګړې په ترڅ کې د فرانسویانو په هکله لیکي: په لومړۍ او دویمې نړۍ والې جګړې کې د فرانسویانو ستره اندېښنه د ایفل څلی، د سوربون پوهنتون او د موزیمونو خوندي ساتل وو. ځکه فرانسویان دغه څلي ته د خپلې کلتوري وړتیا او شاخص په سترګه ګوري. خو دوه نیمې لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په مهال د کابل پوهنتون او د علامه سید جمال الدین افغاني قبر د جګړه مارو غټ سنګرونه وو. په کابل کې د میوند څلی د کرکجنو ټوپکمارانو د هوسونو نذرانه شو او د ارګ سرې غالۍ زما د سترګو په وړاندې په شنو ډاټسنو کې بار شوې همدا د ژوندیو او لاپوکو ولسونو ترمنځ توپیر دی.
همدارنګه د سعودي اړونده لیکنه کې، د عربستان د ٣٦ کلن ځوان واکمن، شهزاده محمد بن سلمان د نویو بدلونو، ازادیو پرمختګونو او کارنامو په پای کې د شیخ ابن باز د فتواو وروسته لیکي: د عربستان د نوښتونو په دې پراخه بهیر کې د مکې، مدینې، بدر، احد، طائف او تبوک پېغلې په ډاډه زړونو هر سهار د قلم او کتابچې له کاروان سره غاړه غړۍ ښونځيو او پوهنځیو ته ځي او مازدیګر بېرته کورنو ته راستنیږي. مګر د سپین غر، تور غر، شمشاد، تاترې او سالنګ په لمنو کې مېشتې نجونې د (ن، والقلم وما یسطرون) د سفر بیا پیل ته په تمه دي او د امر ثاني د انتظار شېبې د ګوتو په څوکو شماري.
په هر حال د کتاب په هر سرلیک ډېرې خبرې کېدلای شي خو د وخت او د لوستونکو د حوصلې په پار دغه بېلګې مشت نمونه ای خروار وګڼئ او دغه ګټور کتاب خامخا ولولئ. ښاغلي مشر لیکوال او مهربانه ملګري، ملکزي صاحب ته د کتاب مبارکي وایوو او هیله لرو چې په همدا شان ګټورو کتابونو خپل خوار ولس ونازوي او په علمي غنا کې یې برخه واخلي. په پای کې د ښاغلي ملکزي د لیک د خوږلن او کره معلوماتو له امله، ښاغلي ته یوه مشوره ورکول هم غواړم: که په راتلونکي کې د خپلو سفرونو یونلیکونه د یوې سفرنامې په بڼه ولیکلای شي نو ډېر ګټور کار به وشي. هم به د سفرنامې پخوانی دود په ځای شي او هم به دغه خواره واره معلومات په یوه او منظم پرلپسې کتاب کې خوندي شي.
په درنښت
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فېسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
پلها نقش مهمی در معماری مدرن و توسعهٔ شهرها دارند و جزو راههای ارتباطی پرکاربرد محسوب میشوند باتوجه به پیشرفت تکنولوژی و استفاده از ابزارهای پیشرفتهتر امروزه شاهد ساختهشدن پلهای عظیمی در سرتاسر جهان هستیم. اینکه بگوییم کدام یک از پل های دنیا طولانی ترین پل هستند کار سختی است. در چند سال گذشته اختلاف های زیاد برای اندازه گیری طول بلندترین پل های دنیا وجود داشته چون معیارهای زیادی برای این اندازه گیری وجود دارد ولی پل هایی که در زیر معرفی شده است به عنوان طولانی ترین پل های جهان شهرت دارند:
پل هانگ کانگ - ژوهای: این پل و مسیری که آن را به جاده متصل میکند در مجموع ۵۵ کیلومتر طول دارد و هانگکانگ را به شبهجزیرهٔ ماکائو و به شهر جوهای در خاک چین متصل میکند این پل طوری طراحی شده که در مقابل زلزله و طوفان مقاوم است و برای ساخت آن حدود ۴۰۰ هزار تن فولاد به کار رفته است؛ با این میزان فولاد میتوان ۶۰ برج ایفل ساخت.
حدود ۳۰ کیلومتر مسیر این پل از روی آب در دریای جنوب در دلتای رودخانهٔ پرل (مروارید) میگذرد که ۷ کیلومتر آن مسیر تونلی است که در زیر آب ساخته شده و بوسیلهٔ دو جزیرهٔ مصنوعی به پل متصل شده است.
پل بزرگ پکن: پل بزرگ پکن هم با طول بیشاز ۴۸ کیلومتر همانند اکثر پلهای طولانی دنیا بخشی از خط قطار تندرو پکن – شانگهای محسوب میشود که در سال ۲۰۱۰ افتتاح شدهاست.
پل جدید یولانوفسک: این پل هم روی رودخانهٔ ولگا در روسیه کشیده شده تا شهر اولیانوفسک را به سمت شرقی آستان اولیانوفسک وصل کند پل با طول ۱۹٫۹۸ کیلومتر دومین پل طولانی روسیه و یکی از طولانی ترین پل های اروپا است.
پل پنانگ: اگر این پل نبود هیچ وقت نمی توانستید از راه جاده ای خودتان را از مالزیا به جزیرهٔ زیبای پنانگ برسانید این پل دو مسیر رفت و برگشت دارد و در قسمتی از آن جایی مخصوص برای گرفتن عوارض از وسایط نقلیهٰ عبوری قرار گرفته است این پل با ۱۳٫۵ کیلومتر طول دراز ترین پل مالزیا و چهارمین پل طولانی جنوب شرقی آسیا است.
پل جوبیلی پارک وی: پل «جوبیلی پارک وی» یک جفت پل بتونی موازی است که ایالت های مختلف آمریکا را به هم وصل می کند این پل حدود ۱۲ کیلومتر طول دارد و در سال ۱۹۷۸ افتتاح شده
پل بیجینگ: این پل بخشی از پروژهٔ عظیم خط آهن تندروی پکن به شانگهای است طول این پل ۴۸,۵۸ متر می باشد.
شهر ساتاروف روسیه پلی دارد که روی رودخانهٔ ولگا کشیده شده و در زمان افتتاح در سال ۱۹۶۵ طولانی ترین پل این ناحیه بود طول این پل حدود ۲۸۰۳ متر است و شهر ساتاروف در غرب رودخانهٔ ولگا را به شهر انگلس در سمت شرق رودخانه وصل می کند. پل ساتاروف طولانی ترین پل روسیه است.
پل Aizhai: طولانی ترین پل جهان برای حل معضل ترافیک در یکی از آستان های کوهستانی چین ساخته شده است که هزینه ای بیش از ۱۷۰ میلیون پوند در بر داشته است. پل "Aizhai" به طور رسمی در مارچ ۲۰۱۲ برای حل معضل ترافیک افتتاح شد؛ طول این پل بیش از ۱۱۷۶ متر است و ارتفاع آن به ۳۳۶ متر می رسد. پل Aizhai طولانی ترین پل جهان است.
پل کنفدراسیون: در فصل زمستان گذشتن از روی این پل تجربه ای خاص و منحصر بفرد است چون در این فصل از سال تنگهٔ نورتامبرلند در کانادا کاملا یخ می زند. از این پل برای اتصال آستان Brunswick و جزیرهٔ «پرینس ادوارد» استفاده می شود و زمستان ها لقب «طولانی ترین پل دنیا روی یخ» را می گیرد. پل کنفدراسیون طولانی ترین پل دنیا روی یخ است.
دراز ترین پل جهان دانی یانگ کونشان ( Danyang–Kunshan ) نام دارد که با طول ۱۶۴٫۸ کیلومتر توانست نام خود را به عنوان طولانی ترین پل دنیا در کتاب رکاردهای گینس به ثبت برساند برای ساخت این پل عظیم۸.۵ میلیارد دلار بودجه صرف شد و از ۱۰۰۰۰ نیروی کار استفاده گشت و یکی از بزرگ ترین پروژه های ساخت و ساز چین از سال ۲۰۰۰ میلادی تا به امروز بوده است. سالانه به طور میانگین ۸۰ میلیون نفر از روی دانی یانگ عبور می کنند ساخت این پل در سال ۲۰۰۶ میلادی آغاز و در سال ۲۰۱۰ میلادی پایان یافت و در سال ۲۰۱۱ میلادی به روی عموم باز شد. این پل بر روی رود یانگتسه در آستان جیانگسو در شرق چین بنا شده و شانگهای را به نانجینگ مرکز آستان جیانگسو متصل می کند این مسیر در گذشته با موتر حدود ۱۱ ساعت زمان لازم داشت اما امروزه با وجود این پل و قطار های پرسرعتش این زمان به ۵ ساعت کاهش یافته است.
امکان پیاده روی بر روی دانی یانگ کونسان وجود ندارد اما اگر علاقمند هستید که بر روی این پل بروید می توانید از قطارهای سریع السیر هم استفاده کنید.
چین یکی از بزگ ترین کشورها در صنعت گردشگری است و در سال ۲۰۱۲ میلادی به عنوان کشوری که بیشترین سرمایه گذاری را در سطح جهان برای پیشرفت صنعت گردشگری کرد معروف شد و نامش هم با همین عنوان در فهرست گینس به ثبت رسیده است.
پل چناب- هند
این پل کمانی در حقیقت برج ایفل در پاریس و پل مرتفعی در چین که عنوان بلندترین سازهٔ جهان را یدک میکشد پشت سر گذاشته و به بلندترین پل جهان تبدیل خواهد شد ارتفاع این پل ۳۵۹ متر است که بر فراز رود چناب ساخته شده است این رود از کشمیر هند به سمت پاکستان جریان دارد.
آشوینی وایشناو وزیر راه آهن هند به تازگی عکسی از این پل کمانی را در شبکههای مجازی ارسال کرده و آن را «بلندترین پل کمانی دنیا- پل چناب بر فراز ابرها» خوانده است.
این سازهٔ فلزی بخشی از پروژهٔ راه آهن هیمالیا است که از دهها پل و تونل به مسافت ۹۰۰ کیلومتر تشکیل شده و شهر دهلی نو را به کشمیر و منطقه سرینگر متصل میکند.
برای پل چناب از یک جرثقیل کیبلی با ارتفاع ۹۱۵ متر که بالاترین ارتفاع جهان است استفاده شده این جرثقیل دارای کمان اصلی ۴۶۷ متری است که برای مقاومت در برابر باد تا سرعت ۲۶۶ کیلومتر در ساعت و دمای منفی ۴۰ درجه سانتیگراد طراحی شده است.
یکی از مهندسان در این پروژه گفته: ما قطعات فولادی و بتنی ضد انفجار را به عنوان یک اقدام احتیاطی برابر حملات تروریستی احتمالی در این پل قرار دادهایم.
کارشناسان نظامی میگویند در صورتی که حتی یکی از ۱۷ پایهٔ اصلی این پل هم تخریب شود این پل آسیبی نخواهد دید.
هند میگوید پل ۱.۳ کیلومتری چناب با هزینه ۱۷۶ میلیون یورو دورتادور منطقه کشمیر ساخته شده و دیگر پروژه های ریلی در هیمالیا نیز به آن متصل خواهند شد.
پل کمانی «ناجیه» چین با ارتفاع ۳۰۵ متر در آستان گوئیژو در حال حاضر مرتفع ترین پل ریلی جهان به حساب می آید.
په جاپان کې یو ۵۰ کلن کراټه کوونکی توانیدلی هغه دوه ایږې تیښتې ته اړباسي چې پر نوموړي یې برید کړی و.
پولیسو او ځايي رسنیو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي ۶) وویل، ماساتو فوکودا له دغو بریدګرو نسواري رنګه ایږو سره په نښته کې سربېرن ټپي شوی دی.
رسنیو وویل، د جاپان د ایچي سیمې دغه اوسېدونکی د نایورو په غرنۍ سیمه کې د یو ابشار لیدلو ته روان وو چې پر لاره د دوو ایږو سره مخامخ شو او یوې یږې ورباندې برید وکړ.
د ایږو دپاره له بده مرغه چې دا سړی د کراټې د هنر ماهر و. فوکودا یوې سیمه ییزې خپرونې ته وویل: "ما فکر وکړ چې باید له خپل هنر څخه کار واخلم که نه و به وژل شم."
د راپورونو له مخې، فوکودا بریدګره ایږه دوه ځله پر سر په لغتو ووهله چې له کبله یې د هغه پښه ژوبله شوه خو دواړه هیږې له سیمې وتښتېدلې.
د رسنیو په وینا، ددې ایږو قد لږ تر لږه ۱.۵ متر و.
ایږې چې وزن یې تر ۵۰۰ کیلوګرامه رسیږي، تر انسانانو ځواکمنې ګڼل کیږي.