سید عبید الله نادر 

ارواښاد مفتی منیر شاکر د مارچ په پنځلسمه د ۲۰۲۵ کال د روژي مبارکی په پنځلسمه په بمی چاودنه کې په خپل جومات کښي شهید کړای شو،                                         

پیښه د اورمړ تهاڼې په حدودو کې په پېښور کښي وشوه ،                                      

ارواښاد مفتی منیر شاکر یو حق ویونکی او بیداره سړی وو ،چې د ده ویناوي او تبلیغونه ټولي د حق په لاره کښي وي .                                                                       .

او د ده ویناوي تل بیدارونکي اړخونه درلودل ، د ده ویناوي او تقریرونه ، د اِمن ، سولي ، یو والي او د کرکي او نفرتونو د لیری کولو له پاره وي .                                        

د پنجابی استعمار او ظلمونو سخت مخالف وو.او د پنجاب د پوځ لاس وهنی یې په افغانستان کښي هم غندلي ،                                                                                     

پر حکومت پوځ او پنجاب استعمار او ملایانو یې سختی نیوکې کولې چې دا په خپله د ده قاتلین هم په ګوته کوي، چې قاتلین یې باید څوک اوسي .                                          .

پر حکومت او د پوځ پر کړنو او د پولیسو ادارو په چلند یې تل نیوکی درلودی               .

په پوځ یې نور لاره ورکه کړې وه ، او ډالری کارو بار ته یې ورته ډیره خطره ورپیښه کړې وه .                                                                                                      

قاتلین یې هغه کسان دي چې د دوي مفادات د ده د وینا له زوره په خطره کې ول، د دوی کارو بار په خطره کې وو.کار او د هغه او دهغه ملایانو او پوځ او استخبارتی شبکو د ډالری جنګونو مخه یې ډب کوله.                                                                             

او د هغه ملایانو پر ضد یې مبارزه کوله چې متحجره ډله وه ،                                 

چې د دین څخه یې د امرار معیشت او د پیسي پیدا کولو وسیله ګرځولی وه .او پر دین او مذهب یې تجارت کاوه ،                                                                            

او د هغوی مفادات د دي د تبلیغ له وجهی په خطره کښي ول ، نو د هغوي له خوا دی ووژل شو                                                                                                     .

که نه همدغه نعرې ، او سوری خو دا ټول روښانفکره ډله درګرده وهي ،چې سوله اَمن،او مونږ سوله امن غواړو ،او د پښتنو او بلوڅو خیر غواړو                                          

او خپل د کورو حجرو او جوماتونو له پاره خیر غواړو .                                        .

ارواښاد منیر شاکر د ډیرو ملایانو وینا ګانی هم د سوال لاندی راوستی                       

مفتی شاکر په رشتیا ویلو او حق ویلو شهید کړای شو                                          .

مفتی شاکر د هغه ډلو چې د پنجابی استعمار غلامی کوي ، شدیدأ مخالف وو.

قاتلین یې ښکاره دي ، هغوي چې پښتنو او بلوڅو ته اَمن نه غواړي ،او د پښتنو او بلوڅو د سر سودا کوي ، او د ډالری جنګونو او نیابتی جنګونو طرفداره او راوستونکي دي،او دي جنګونو ته لمنه وهی ،او جنګالیو سره مرسته کوي . دا ډله د ده قاتلین دي                                                                                                     .

مفتی منیر شاکر د هغه کسانو چې په افغانستان کښي د ښځو د تعلیم ، دکار او د بیان د آزادی مخالف دي ، د دي ډلو یې ډیر مذمت کاوه                                                        .

او دا متحجره ډلي یې غندلي.او د پنجاب استخبارتی لاس وهنې یې په افغانستان کې شدیدأ غندلي.

او هغه کسان چې :

د پښتنو او بلو څو د حجرو خیر نه غواړي ، او د سر سړی ورته وژني ،او یو غمخوار ورته نه پریږدي.د دي ډلو یې مذمت کاوه .

تر هغه ځایه چې د ده یو څو ویناوي یې چې هغه به هم ډیری لږي وي ، ما اوریدلي دي نو تبلیغ یې ډیر اغیزناک وو ،

په مرګ یې ډیر خلک و دردیده او په ښو او درنو الفاظو یې دی و نازوه او ډیرو د ده وژل د پنجاب د پوځ لاس و باله

یوې خور په نامه د فرزانه کوچۍ دا څو کرخي یې چې ما د ده د مطلب څخه همدا څو ټکي اخیستی لیکلي یې دي.

(نن مې ټولنیزې رسنۍ کتلې، ډیر زیات شمېر افغانانو د مفتی منیر شاکر په شهادت د غم او درنښت پوسټونه کړي وو. دغه ستر شخصیت یو مخلص عالم، داعي او د حق غږ وو . چې ټول ژوند یې د حق ویلو او د قام د حقونو لپاره وقف کړ.

هغه د ظلم او جبر پر وړاندې ودرېد، د خپلې داعیې لپاره یې مبارزه وکړه او په پای کې یې د شهادت لوړه درجه ترلاسه کړه. د هغه ژوند د پښتنو لپاره یوه روښانه بېلګه ده؛ الله دې ورته جنت الفردوس ورنصیب کړي او کورنۍ او لارویو ته دې یې صبر ورکړي.)

بله خوا د پښتنو د ژغورنۍ د ملی غورځنګ مشر منظور پشتین په خپله پاڼه کې لیکلي دي ،

(د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ، ښاغلی مفتي منیر شاکر، په شهادت ورسول شو.

په دې پیښې واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یو.

هغه وخت، چې د وخت حاکم به د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغه وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو، د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرأت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.

سرونه یې پرې شول، خو ټیټ نه شول.

په دې سخت وخت کې، ان شاءالله، موږ پښتانه به د ښاغلي مفتي صاحب د کورنۍ سره په هر ډګر کې ولاړ یو.

الله تعالی دې مفتي صاحب ته لوړ مقام نصیب کړي. آمین.

د نامتو شاعر ادیب عبدالباری جهانی څو ټکي غمرازی د مفتی منیر شاکر پر شهادت او وژل کیدو

انا لله و انا الیه راجعون!

(د پښتنو د ستر عالم او د د ینی او اجتماعی حقایقو مبلغ مفتی منیر شاکر په شهادت د زړه له کومي خواشینی سوم. حق متعال دي د هغه شهادت قبول کړي او اولادونو، کورنۍ او زما په څېر ټولو علاقه مندانو ته یې د زړه صبر او عوضونه غواړم.

زما په ټول اوږده ژوند کي مي د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړه ور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مي نه لویږي چي زما په باقي پاته ژوند کي دي بیا د هغه په څېر زړه ور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دي بیا په ډېرو زمانو کي داسي خوله ور او زړه ور انسان وویني.

مفتي منیر شاکر د خُرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چي نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دښمن وو چي هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چي حوصله یې نه درلودلای. هغه د مُلایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعی او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول.

مفتی منیر شاکر یوازي زړه ور او خوله ور دینی عالم نه وو. هغه د پښتنو د ځوان مشر منظورپښتین ترڅنګ دونه په نره ودرېدی چي د ګوتو په شمېر ملایانو به یې جرأت کړی وي او یا یې ښايی نه وي کړی.

شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د آی ایس آی او د دې منحوسي جاسوسي شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړه ور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه خو د خواشینۍ ځای دا دی چي نور د هغه ځای داسي تش سو چي په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دي د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله سوي وي په سزا ورسوي. )

آمین

بده به نه وي چې د منیر بونیری دا شعر د طنز په کلام کې یې ډیر اوچت ګذار پر متعصبینو ، او تیاره ذهنتونو پر خاوندانو کړی ،چې د مفتی منیر شاکر د ژوند تصویر کشی کوی ، چې ارواښاد د حق وئیلو په لاره کښي خپل قیمتی حیات د لاسه ورکړ ،

کلام د منير بونيری

وينـې تـه اوبـه وايـه کـه ژونــد کـوې

سپينې سپينې مه وايه که ژوند کوې

کفــــر ته د سره کفـــر مه وايـه

مړي ته اوده وايه که ژوند کوې

سپې ته ازمرى کارغه ته باز وايه

سپکو ته درانه وايه که ژوند کوې

دلته ژوند په لوي منافقـــت کېږي

زهرو ته خواږه وايه که ژوند کوې

يه منيره ځان بې نيټې مه وژنــه

بدو ته مې ښه وايه که ژوند کوې

د مفتی منیر شاکر ټولې ویناوي ثبت دي ، چې ده هر چا ته خپل پیغام پری ایښی دی ، او د هر چا د سوال ځواب په کښی شته، د مخه لدې چې ووژل شي د پولیسو ټولو ادارو ته یې د ځان د خطری په هکله خبرداری ورکړی وو ،

مفتی منیر شاکر د اوضاع او حالاتو نه ډیر با خبر انسان وو.

د ټولو دوستانو د مینه والو ښکلي خبری خو به يې ډیره ستونزمنه وي چې په دي مختصر کښي یې ځای کړم خو خپله لیکنه لنډوم.

الله تعالی دي منیر شاکر و بخښی او جنتونه دي نصیب شي، او دهغه کورنۍ او ټولو خواخوږو ته دي صبر جمیل په برخه شي

 

ليکنه: حميدالله بسيا
 
تاریخ د هغو مشرانو تل په ښو ټکو یادونه کوي چې په سوله يیزو لارو یې خپل هېوادونه او ملتونه د پرمختګ څوکو ته رسولي ، او تاریخ د هغو مشرانو کیسې هم لري چې د جګړې له کبله یې خپل ملتونه تباه کړی دي. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې روسيه او اوکراین په جګړه کې ښکېل شول ، چې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د نړۍ په کچه یې ستر بدلونونه رامنځته کړل.
ددې جګړې يو حیرانوونکی اړخ دا و چې د اوکراین مشر ولادیمیر زيلينسکي ، یو سیاستوال نه، بلکې یو کوميډین و، چې په سياست کې یې هیڅ مخکینی بکګراونډ نه درلود. هغه په تلویزیوني نندارو کې د یو فرضي ولسمشر رول لوبولی و، خو ناڅاپه په حقیقت کې د هېواد او بيا د پيل کړې جګړې د مشرۍ موقف ته ورسېد.
ددې جګړې اوږدېدل، له اوکراين سره د امريکا او نورو هېوادونو بې باوره ملګرتيا، د اوکراین ویجاړۍ، د زيلينسکي ناسمه مشري، او د سولې له لاسه تللي فرصتونه دا ثابتوي چې دا یوه ستره تراژي او غميزه ده چې اوکرآین ته بې له ورانۍ، ويجاړۍ، جغرافيا له لاسه ورکولو، د ميليونونوخلکو له بې کوره کېدلو او په لسګونو زرو له وژل کېدو هيڅ هم په لاس ورنغلل.
اوکراین د روسیې لپاره یوازې یو ګاونډی نه و؛ بلکې تاریخي، کلتوري، او اقتصادي خورا ټينګې اړیکې یې لرلې. د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، روسیې تل هڅه کړې وه چې اوکراین د خپل نفوذ په ساحه کې وساتي.
زيلينسکي د ولسمشرۍ له پیل راهیسې، پر ناټو او لوېدیځ ملاتړ کلکه تکیه وکړه. روسیې څو ځله خبرداری ورکړ چې اوکراین دې د ناټو غړی نه شي، خو زيلينسکي دا خبرداری جدي ونه ګاڼه، د اوکراين په ختيځ کې د هغو سيمو د خلکو ځورول یې پیل کړل چې مورنۍ ژبه یې روسي وه او همدارنګه د ناټو او لويديځ پراخېدونکي نفوذ، او د اوکراين پرلپسې سرغړونو پوتین اړ کړ چې له دې ګاونډي هېواد سره په جګړه کې ښکېل شي .
د زلنسکي د مشرتابه ځينې نیمګړتیاوې دادي چې د احساساتو پر بنسټ پرېکړې یې وکړې او کوي یې . جګړه چې پیل شوه،  زلنسکي ته د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې د سولې د خبرو اترو فرصتونه برابر شول، خو هغه يو هم ونه منل. پر لوېدیځ یې بې‌ساری اعتماد وکړ هغه فکر کاوه چې لوېدیځ په مرسته به روسیه ماته کړي، خو لوېدیځ یوازې محدود ملاتړ وکړ. د پوځ کمزوری مدیریت ،د سرتېرو او وسلو کمښت، او د عملیاتو ناکامي د اوکرایني پوځ ضعف ټکي وو. د اوکراین د پوځ که څه هم د ۲۰۲۲ په اوايلو کې، بریاوې لرلې، خو وروسته روسیې خپله ستراتیژي بدله کړه، او د جګړې وضعیت بدل شو.
د جګړې له امله، د اوکراین اقتصاد سخت وځپل شو ، جي ډي پي یې ۳۰٪ راټيټه شوه، میلیونونه کاري فرصتونه له منځه ولاړل، صنعتي مرکزونه ویجاړ شول، نړیوال پانګوال د اوکراین له بازارونو ووتل ، میلیونونه اوکراینيان کډوال شول، د برېښنا شبکې ویجاړې شوې ، خلکو رواني ستونزې پيدا کړې ، جګړه اوږده شوه  او ملت یې له اوږدمهاله بحران سره مخامخ کړ.
د جګړې له پیل څو میاشتې وروسته، روسیې او اوکراین د سولې خبرې اترې وکړې. د ترکیې، چین، او نورو هېوادونو هڅه دا وه چې جګړه پای ته ورسوي. روسیې د اوکراین د بې‌طرفۍ غوښتنه وکړه ، خو زيلينسکي رد کړه. لوېدیځ غوښتل جګړه اوږده شي، ځکه چې روسیه یې کمزورې کوله خو ددې جګړې دوام د اوکراین لپاره يوازې تباهي رامنځته کړه.
که زيلينسکي له روسیې سره سوله کړې وای، ښايي اوکراین د جګړې له تباهۍ ژغورل شوی وای. صنعت، اقتصاد، او زیربناوې نه وای ویجاړې شوې. میلیونونه اوکراینیان به نه وای کډوال شوي. د هېواد راتلونکی به روښانه وای.
دا جګړه یوازې د سیاست، اقتصاد، او نړیوال ځواک پر سر جګړه نه وه، بلکې دا د اوکراین د ملت لپاره یوه نه ختمېدونکې تراژیدي وه. اوکرايني سرتېري خورا ستړي سرګردانه او ډېری وژل شوي او ټپيان شوي دي او اوس یې په ختيزو جبهو کې چې جګړه دوام لري، او د دې تراژیدي وروستۍ صحنې روانې دي د اوکراین پوځ  له سختو ستونزو سره مخ دی، بشري قواه یې بیخي کمه شوې نظامي تجهيزات نه ورته رسېږی او سرتېري یې په ډول ډول رواني ناروغيو اخته دی ان دا چې د اوسني حکومت پر وړاندې د بغاوت غوښتنه کوي.
څو ورځې دمخه د اوکراين د ۹۵ مې هوايي بريد لوا د ځانګړې قطعې قواماندان يوه ويډيو په ټيلګرام کې ښکته پورته کېدله او بيا پرې ځينو رسنيو راپورونه هم وليکل چې په بې فايدې جګړې کې د داسې ښکليتيا يادونه یې کوله چې نه ختمېدونکې ده.
دا ويډيو چې د ۹۵مې هوايي لوا د یو قوماندان لخوا جوړه شوې، نه یوازې غواړي له اوامرو سرغړونه وکړي، بلکې د هیواد د لوړ پوړو پوځي او سیاسي مشرانو په اړه هم د بې باورۍ يادونه کوي. د خپلې جنګي تجربې او د خپل هیواد د مبهم راتلونکي په اړه  د اندیښنې په څرګندولو سربېره د لیشي په مستعار نامه دا قوماندان سرتیرو ته وايي چې د پوځي وسايلو د تخریب، د رسمي دندو په اجرا کې ضعف، د پرېکړو په ورو پلي کولو دې تمرکز وکړي او که یې لاس رسېږي  تجهیزات او وسلې دې غيرفعاله کړي يانې په يو ډول سرتېري قسمي بغاوت ته هڅوي.
که چېرې دا خبرې ریښتینې وګڼل شي، نو د اوکراین د وسله والو ځواکونو دننه ژوره نارضایتۍ ښیي ځکه دې خبرو کې یوازې نیوکه نه ، بلکې د اوسني حکومت پر وړاندې د فعالو اقداماتو غوښتنه کېږي.
لیشي په نامه دا مستعار شخص چې د یو تجربه لرونکي قوماندان په توګه ځان په ويډيو کې ښکاره کوي، د مشرتابه لخوا د دوی د پلورلو او خيانت خبره کوي. هغوی زیلینسکي له امریکا او روسیې سره په همکاري تورنوي او د زيلينسکي او د هغه د حکومت پر وړاندې د عمل کولو لپاره د ۹۵مې لوا چمتووالی اعلانوي.
خو که دا ويډيو جعلي هم وي د بي بي سي او نورو رسنيو راپورنه دا په ګوته کوي  چې د اوکراین د پوځ د مورال کمزوری شوی دی او داخلي خورا ستونزې لري.
او په جګړه کې  ښکېل هېواد په دننه کې بل بغاوت هېواد لا د بې ثباته کولو خواته بيولی شي.
لنډه دا چې په ناټو، اروپا او امريکا او نورو زبرځواکونو تکيه کول د کمزورو هېوادونو لپاره يو ډاډ او ملاتړ نه دی، بلکې دا هېوادونه به تر هغو پورې چې خپلې ګټې یې خوندي وي په خوا کې ولاړ وي خو چې کله یې وموندله چې نورې يې ګټې نه دي خوندي په هماغه ورځ يو سل او اتيا درچې تغيير کوي او په سپين ميدان به یې خپل سيال ته پرېږدي چې تاسې يې اوکراين او امريکا تر منځ اړيکې د ښه مثال په توګه ليدلی شئ چې اوس پرې د فشار او زور له امله نور هغه څه هم مني چې امريکا یې غواړي او د قيمتي او نايابه معدني موادو پټو او استخراجولو ته یې زړه دی.
 

سیامک بهاری

«از اول فروردین ۱۴۰۴ خدمات بهداشتی، درمانی، معاملات ملکی و حق ایاب و ذهاب، اسکان، تحصیل و . . . به اتباع غیر مجاز ارائه نمی‌شود».

 

با پایان مهلت آمایش‌ها تا اول فروردین، با مسدود کردن هر روزنه امیدی بر بهبود وضعیت میلیونها نفر که از بد حادثه ناچار به جمهوری اسلامی ایران پناه آورده‌اند و هرگز پناهی نیافتند، جهنمی زیر پای مهاجرین و پناهندگان افغانستانی دهان باز کرده است. نه جایی برای ماندن نه پایی برای رفتن! دو راهی غیر قابل انتخابی است که مقابل ‌آنان قرار داد شده است.

 

جان صدها فعال سیاسی و جامعه مدنی و نظامیان پیشین در خطر جدی است! اخراج فله‌ای پناهندگان و مهاجرین افغانستانی به بهانه "مجاز و غیر مجاز"، وضع قوانین ضد پناهندگی و محروم کردن از حق پناهندگی وضعیت غیر انسانی و اضطراری فاجعه‌باری خلق کرده است.

 

حکومت اسلامی ایران آنان را مقصر و عامل گرانی و بیکاری و مصائب اجتماعی معرفی می‌کند. با چشم پوشی عامدانه بر فاجعه تمام عیار انسانی ، زن ستیزی و محرومیت از حقوق اولیه اجتماعی، فقر و فلاکت گسترده در افغانستانِ تحت حکومت طالبان را، کشوری امن اعلام کرده است: «اتباع افغانستانی با توجه به ثبات نسبی ایجاد شده و سیاست‌های اعلامی حاکمیت فعلی افغانستان، هیچ مانعی برای بازگشت به کشورشان وجود ندارد، بنابراین طبق هماهنگی‌های صورت گرفته با سفارت افغانستان، این افراد می‌توانند به کشور خود بازگردند . . .»

 

وزارت کشور تحت نام "ساماندهی اتباع افغانستانی و شناسایی اتباع خارجی" با طرح آمایش‌های مکرر با رشوه‌‌گیری و سرشماری و بازشماری اتباع، همزمان با هجوم گسترده و سازماندهی شده نیروی انتظامی، به دستگیری و اخراج و رد مرز کردن فله‌ای و تحقیرآمیز چندین هزار نفره در روز، فاجعه‌ای انسانی رقم می‌زنند.

 

هزاران کارگر مهاجر مستأصل افغانستانی علیرغم به جان خریدن خطر گذر از مرزهای مین‌گذاری شده و نا‌امن‌ترین راه‌ها، رد مرز می‌شوند و ناچارند مجددا با پرداخت هزینه سنگین همین راه را مجددا برگردند، در جستجوی کار و یافتن لقمه‌ای نان در بازار بیرحم کار سخت‌ترین و تحقیر‌آمیز‌ترین شرایط را بپذیرند!

 

دفتر سازمان ملل باید مسئولیت خود را بپذیرد و پاسخگو باشد. هیچ انسانی غیرقانونی نیست! پناهندگی جرم نیست، مهاجرت حق همه انسانهاست. حق شهروندی پناهندگان افغانستانی در ایران باید به رسمیت شناخته شود. حمایت از پناهندگان و مهاجرین افغانستانی را باید سازمان داد!

زلمی نصرت

زور، زور است، اگر انکار هم کنیم، باز هم زور، زور است!

حالا دیگر نه ایدیالوژی، نه فلسفه، نه اخلاقیات، بلکه سرمایه است که گپ اول را در جهان می‌ زند.

ایدیالوژی؟ بله، هست! اما مثل قاشق در سفره‌ی سرمایه‌داری؛ مقبول است، اما کسی به آن سیر نمیشود و فقط برای هم زدن استفاده می‌شود، نه خوردن!

یک نگاه به قواره ایلان ماسک بیندازید.

نه افلاطون است، نه حرکاتش از جنس خردمندان. بلکه

حرکاتش شبهه حرکات بوزینه است.

اما چون می‌داند، چطور با پول، پول بزاید، حالا در جهان او فرمان می‌دهد!

حالا جهان را او تکان می‌دهد!

در قریه هم قدیم‌ها کسی که نان می‌داد، گپش ابرو داشت.

گپش حجت بود.

و اما ما، جالب است که با یک بغل مارکسباوری نشسته‌ایم زیر صندلی گرم، عزت و ذلت دیگران را با متر و خط‌کش اندازه می‌گیریم!

حالا اگر کسی بپرسد نصرت جان تو که از زیر سایه‌ی مارکسباوری روسي بیرون آمدی و خودت را به غرب رساندی، با کدام روی و با کدام حقی درباره‌ی عزت و ذلت دیگران قضاوت می کنی و حرف می زنئ؟

پاسخ؟ سخت است، خیلی سخت!

کشوری که بالای ۴۰۰۰ کلاهک هسته‌ای دارد، آیا به فکر عدالت جهانی بود؟ یوگسلاوی، سوریه، عراق، افغانستان... همه را معامله نکرد. غیرت و عزت کجا بود؟ در کدام بند از معاهده‌های تجاری جهان گنجانده شده بود که ما حالا به دنبال کشفش باشیم؟

و پاکستان؟

آن‌هم که از ازل رفیق، هم پیمان و شریک دسترخوان آمریکا و انگلیس بوده، پس بلد است چطور سر ما تجارت کند، کلاه بگذارد، کلاه بردارد، و باز هم کلاه بگذارد!

و در آخر هم بگوید که: ولا سوه تفاهم شد.

والله، نوش جانش! شما را دلتان!

دنیا بی رحم تر از آن است که کسی روی لجبازی کسی حساب باز کند.

در جهان امروز اگر فلکسیبل نباشیم، مثل چوب خشک با اولین باد می‌شکنیم. اما بعضی‌ها هنوز هم فکر می‌کنند، که اگر دم خود را شخ بگیرند و محکم سر جایشان بایستند، دنیا به احترام‌شان تعظیم می‌کند. درحالی‌که دنیا منتظر هیچ‌کس نمی‌ماند، فقط از رویشان تیر می‌شود!

انعطاف‌پذیری یعنی بفهمی که حقیقت همیشه سیاه و سفید نیست، بلکه یک طیف خاکستری گسترده است. یعنی اگر دیدی مسیر اشتباه است، بتوانی بدون اینکه غرورت آسیب ببیند، راهت را عوض کنی. اما، بعضی‌ها هنوز هم فکر می‌کنند، که اگر نرمش نشان دهند، اعتبارشان خدشه‌دار می‌شود، درحالی‌که بزرگ‌ترین قدرت در همین انعطاف است، نه در لجاجت!

قویترین ها همیشه آن هایی اند که بلد اند خم شوند، اما نشکنند.!

و اما، ماچطور؟ یا شخ، شخ میرویم و می‌شکنیم، و اگر خم، خم میرویم باز هم می شکنیم.

این است فلسفه وجودی ما!

نه به آن شوروی شور و نه به این بی نمکی!

 

عبدالملک پرهیز

زلنسکي د اوکراین ولسمشر د امریکې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالدترامپ د ملاتړ د تر لاسه کولو دپاره امریکې ته په سفر راغلی ؤ. 

دونالدترامپ هغه ته وویل: " یا تړون لاسلیک کوې یا د امریکې مرستې درول کېږي. دونالدترامپ اوکراین د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځ ته کولو په قمار تورن کړ. 

دونالدترامپ له اوکراین سره د امریکې پر مرستو تاکید وکړ او دغه مرستو ته د زلنسکي د قدر په سترګه د نه کتلو له امله د خپګان څرګندونه وکړه.

موږ هڅه کوو د حل لاره پیداکړو موږ ته مه وایه چې موږ څه وکړو. تاسې په داسې دریځ کې نه یاست چې موږ ته ووایاست څه وکړو. موږ په ښه دریځ کې یو موږ د قدرت دریځ لرو. تاسې په ښه دریځ کې نه یاست. تاسې ځان په ډېر بد حالت کې ښکیل کړی دی. تاسې په ښه دریځ کې نه یاست، ستاسې لاس بر نه دی، تاسې قمار وهئ، تاسې د میلیونونو خلکو پر ژوند قمار وهئ. تاسې په دریمې نړیوالې جګړې قمار وهئ او داسې کار ترسره کوئ چې دې هیواد ته زیات نه درناوی دی. "

دغه خبرې چې د ژورنالیستانو د سترګو تر وړاندې ترسره شوې له بشپړې ناکامئ سره پای ته و رسیدې. 

دونالدترامپ پر خپل ایکس ولیکل چې زلنسکي د سولې دپاره چمتو نه و کله چې نوموړی د سولې دپاره چمتو شي نو کولی شي بیا دلته راشي.

ددغه خبرو اترو پایلو ته ټوله نړۍ سترګې په لاره وه. داسې هیله کیده چې د مهمو منرالونو د معدنونو تړون او د سولې اړوند تړون لاسلیک شوی وای. 

زلنسکی د خبرو په بهیر کې د سخت فشار لاندې ؤ د دونالد ترامپ تر خوا د هغه مرستیال او د دفاع وزیر هم په دې خبرو کې ګډون درلود چې په پرله پسې ډول یې زلنسکي تر فشار لاندې نیولو. 

د خبرو بهیر ښایي چې دونالد ترامپ او ډلې یې د حد اکثر فشار لاره غوره کړې. 

زلنسکي د عادلانه سولې او د امنیتي ضمانتونه غوښتنه کوله. هغه ویل چې روسانو پر اوکراین برید کړی او موږ ددوی د برید تر وړاندې له خپل هیواد او خاورې څخه دفاع او ساتنه کړې.

خبرې له سختو ناندریو سره پای ته و رسیدې. زلنسکي د اوکراین په لور و خوځنده. 

د اروپاي هیوادونو مشرانو چې د اوکراین پلویان دي د اوکراین له دریځ څخه ملاتړ کړی او د هغه دریځ عادلانه بولي، دوی هم له ضمانتونو سره د یوې عادلانه تړون غوښتنه کوي.

خو لکه چې وایي ، ځوک چې پیسې ورکوي فرمان ورکوي. 

امریکا د اوکراین د جګړې په سلو کې شپته ورکوي. 

ترامپ لا دمخه ویلي ول چې له اوکراین سره خپلې مرستې کموي. 

خو له دې خبرو وروسته دا ویره پیداشوې چې دغه مرستې به په بشپړه توګه ودرول شي. چې دا کار د جګړې حالت تر سختې پوښتنې لاندې راوړي.

دا اوکراین دی چې د امریکې متحده ایالتونو مرستې ته اړتیا لري. اوکراین ته په کار وه چې په دیپلوماتیکه ژبه او د دیپلوماتیکو نزاکتونو په پام نیولو سره دغه خبرو ته تللي وای. جګړیز فشار او سترس زلنسکي په بد دریځ کې و درولو. 

سبا به د اوکراین د جګړې پلویان او مخالفین خپل دریځونه هم دننه په امریکې او هم له امریکې بهر څرګند کړي.

داسې ښکاري چې نړۍ په چټکۍ سره څېره بدلوي.

  

 انجنیر زلمی نصرت 

یک‌ وقت نوشته بودم که آن ‌قدر که پشتون‌ ستیزان برای بیداری پشتون‌ها و رشد زبان پشتو خدمت کرده‌اند، هیچ زمامدار پشتونی نکرده و نخواهد کرد! واقعاً که مبارک‌شان باد! 

چند روز پیش به یک محفل فرهنگی زبان دعوت شدم. از همان لحظه‌ی ورود حس کردم که این بیشتر یک گردهمایی تاریخی است تا یک نشست فرهنگی، زیرا اکثر سخنرانان همان چپی‌های دیروزی بودند که هنوز هم با افتخار، چپ ‌بودن ‌شان را مثل مدال به سینه دارند. 

به جز از یک نفر که کمی با احتیاط حرف زد، بقیه سه، سه بار عبدالرحمان خان، نادر غدار، ظاهر کل، داوود خان، داکتر نجیب، سلیمان لایق را از قبر کشیدند، خوب لت ‌وکوب کردند و دوباره دفن نمودند! 

تازه، نوبت که به، عبدالباري جهانی، حامد کرزی و اشرف غنی رسید، آنان را سر خر چپه سوار کرده، تا ناکجاآباد روان کردند! 

اما شاهکار محفل زمانی رخ داد که یک پشتون، ادیب زبان دری و پشتو با پسرش هم دعوت شده بود و قرار بود سخنرانی کند. در دقیقه‌ی نود، ارام در گوشش گفتند: "وخت کم است، نوشته‌ات را هم به موقع نفرستادی، از لست بیرون شدی.ولی بیا، این مجله را بگیر، مقاله‌ات را بدون پول نشر کردیم!" 

داکتر محترم که خواست به عوض زبان پشتو به زبان فارسی دری صحبت کند، جواب شنید: "نه خیر، در برنامه‌ی دیگر!" داکتر هم دست پسرکش را گرفت و با وقار از سالن خارج شد. 

من اما ماندم، کف زدم و هورا کنان با خود گفتم:" به این می‌گویند محفل فرهنگی."

به همین خاطر، از همین ادرس به تدویرکنندگان آن محفل با شکوه فرهنگی شادباش و مبارکباد میفرستم و برایشان می گویم که بسیار هم آموختم.

 

زیاتې مقالې …