د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو هوایي بریدونو اړوند د سپرغۍ د ویبپاڼې اعلامیه
د پاکستان پوځ له خوا د افغانستان پرخاوره د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو وژنه د نړیوالو قوانینو او انساني
حقونو خلاف یو جدي او غیر قانوني او کرغېړن عمل ګڼل کېږي. د جګړې په جریان کې د بې ګناه ملکي وګړونښه کول او د هغوي په وړاندې د تاوتریخوالي او بې رحمي ترسره کول، په ټولو بشري او انساني ارزښتونو ګوزار دی.
په جګړو کې د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو او بط ګناه وګړو خوندي کول د نړیوالو بشري قوانینو لومړی او مهم اصل دی. د جنیوا کنوانسیونونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مقررات ټول هېوادونه مکلفوي چې د جګړې په میدان کې د ملکي وګړو د خوندي کولو له پاره ګامونه پورته کړي.
ټول هوايي او پوځي عملیات، چیرې چې د ملکي خلکو ژوند ته خطر پیښږي، باید د نړیوالو حقوقي چوکاټونو سره سم ترسره شي. د پاکستان پوځ له خوا د افغانستان په خاوره دغه برید د نړیوالو حقوقي ژمنو څخه څرګنده سرغړونه بلل کېږي.
دغه ډول کړنې باید د نړیوالو محاکمو او عدلي سیستم له خوا په جدي توګه و څېړل شي.
د نړیوالو بشري حقونو سازمانونه باید د ښځو او ماشومانو د وژنې په وړاندې غبرګون وښيي او د هغوی د ژوند او انساني حقوقو په ساتنه کې خپل مسئولیت ترسره کړي.
موږ له ټولو هغه هېوادونو او ادارو څخه غواړو چې د داسې وحشیانه ظلمونو مخه ونیسي، او د هغوي ترسره کوونکي د نړیوالو قوانینو په چوږکاټ کې محاکمه او مجازات کړي.
موږ عقیده لرو چې ستونزې د خبرو اترو او دیالوګ له لارې حلولی شو او باید دداسې وحشيانه عملونو مخه ونیول شي.
موږ د پاکستان پوځ له خوا په افغانستان کې د هوايي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو وژنه په شدیدو الفاظو غندو. دا عمل نه یوازې د نړیوالو بشري حقونو خلاف دی، بلکې د انساني کرامت او سولې اصولو ته هم سخت زیان رسوي. موږ نړیوالې ټولنې ته یادونه کوو چې داسې ظلمونه باید هیڅ وخت د معافیت سره مخ نه شي، او د دې ډول جنایتونو په وړاندې باید پراخه او ټینګ اقدامات ترسره شي
.
د افغانستان او سوریې ترمنځ ؛ پېوندونه او پېغورونه
ولي الله ملکزی
له هرڅه وړاندې، د زړه له تل څخه دعا کوم چې د کون او کائناتو ستر واکمن دې ۲۰۲۵ میلادي کال زموږ د نړېوال کلي د اته میلیارده انسانانو لپاره د سولې د وږمو، ترانو او نغمو کال وګرځوي. درې اونۍ وړاندې په سوریې کې د حافظ الاسد او بشار الاسد د خونکاري رژیم ۵۴ کلنه اوسپنیزه واکمني د تاریخ په تورې تاخچې کې مهرو لاک شوه. په دمشق کې د صیدنایا زندان چې په بشري مسلخ سره شهرت لري، د نړېوالو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې په ټولې دنیا کې دریم خطرناک زندان وپېژندل شو. دلته په تیرو دیارلسو کلونو کې له یولک څخه زیات سوریايی وګړي بندیان شوي او د ۴۵ زره زندانیانو هډوکي په ډله ایزو قبرونو کې په نښه شویدي.
د بشار تخلص اسد دی، خو دومره ډارن انسان وخوت چې د تیښتې په شپه یې خپل سکنی ورور، ماهر الاسد هم خبر نه کړ او د دوه ټنه په تول له نغدو ډالرو سره په روسۍ الوتکې کې مسکو ته وتښتید. ویل کیږي چې یونیم میلیارد ډالر یې لا پخوا روسیې ته لېږدولي دي؛ خو هېڅ افغان مشر شامیانو ته د هېڅ ډول نادودې او بېغیرتۍ پېغرنده ونکړه. بشار داسې ملت ترشا پرېښود چې د سور صلیب او العربیة د ټلوېزیوني چېنل د معلوماتو له مخې، نوي سلنه هېوادوال یې د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي. مخکې له دې چې زه دلته د سوریې د نوي مشر د ضمني پېغور ځواب ووایم چې افغانستان خو یوه قبائلي ټولنه ده، غواړم د یو امانت او یو پور په توګه د څو ټکو یادونه وکړم.
نن که په هند، سند او افغانستان کې له منارو څخه د آذان غږونه پورته کیږي، که په ختیز ترکستان کې د چا نوم محمد او احمد دی او که په بخاری او ترمذ کې چا نبوي احادیث راجمع کړيدي، دا ټول په دمشق کې د بني امیه د دولت شاهکارونه دي. سوریه د حضرت معاویه بن ابي سفیان، حضرت خالد بن الولید، حضرت عمرو بن العاص، حضرت زینب، حضرت عمر بن عبدالعزیز او سلطان صلاح الدین ایوبي په څیر د تاریخ جوړونکو شخصیتونو د مزارونو وطن دی. سوریه د سترګه ور شاعر، نِزار قَبَاني د قصیدو او غزلونو ټاټوبی او د آیفون او ایپل کمپیوټر د اصلي مخترع، سټیف جابز د پلار عبدالفتاح جَندَلِي پلرنی هېواد دی.
له بله اړخه، له پېرنګیانو څخه د خپلواکۍ د اتل اعلیحضرت امان الله خان د میرمن ملکه ثریا مور، اَسماء رَسمیه د سوریې د حلب اوسېدونکې وه. مورنی نېکه یې شيخ محمد صالح افندي نومېده چې د دمشق د اُموي جامع مسجد مؤذن وو. د یادونې ده چې په ۱۵۳۷م کال کې د هند د مغولي همایون له ماتې وروسته فرید خان (شېر شاه سوري) د پښتنو د دغې پراخې واکمنۍ بنسټګر وو. زما قدرمند دوست او څېړونکي، ډاکټر لطیف یاد پرون ما ته یوه لیکنه را واستوله او په هغې کې یې لیکلي چې په هندوستان کې سوري کورنۍ په غټه کې لودي پښتانه دي او د شام یا سورېې له خلکو سره کوم قومي تړاو نه لري.
اوس به راشم د سوریې د نوي مشر څرګندونې ته چې وايي: «موږ د طالبانو په ډول نه یو. افغانستان یوه قبائلي ټولنه ده، خو د سوریې د ټولنې فکر، چلند او طبیعت بل ډول دی. موږ د اِدلِب په سیمې کې پوهنتونونه درلودل او د ښځو ونډه په کې له شپېته سلنې زیاته وه». ما د یوټیوب د خپل چېنل له لارې د دغې ضمني پېغرندې ځواب په عربي ژبې ورکړی او که څوک له عربي سره اشنا وي، نو د همدې لیکنې په ملتیا دې د لېنک په کېکاږلو سره هلته وګوري.
په لنډو به همدومره ووایم چې همدې افغانې قبائلي ټولنې له نن څخه ۲۷۷ کاله وړاندې، یعنې په ۱۷۴۷م کال کې یو منتخب ټولواک درلود. د معاصر افغانستان بنسټګر، احمد شاه دراني د لویې جرګې په ترڅ کې د ټولو قومونو او خېلونو مشرانو هغه ته د مشرۍ پګړۍ په سر کېښوده. په هغه وخت کې دا کمساری ولسواکی نوښت د افغانانو د تمدن تر ټولو غوره بېلګه ده. له نن څخه ۱۰۲ کاله وړاندې، یعنی په ۱۹۲۱م کال کې په کابل کې افغان میرمنو د یوې میرمنې تر مشرۍ لاندې د «إرشاد النسوان» په نوم یوه جرېده درلودله چې په قلمي ډول یې خپرونې کولې. ما پخپله د دغې خپرونې د اول کال ۱۷ګڼه لیدلې، لوستلې او کاپي یې له ځان سره لرم. همدا شان د کابل راډیو لومړنۍ پښتنه ویانده یوه کونړۍ سیده مستوره شال نومیدله او زه پخپله په ډېر وړوکوالي کې د هغې له غږ سره بلد ووم. نوموړې د اسمار په ولسوالۍ کې د سناتور سید عبد الرزاق (شال پاچا) لور ده؛ په ۱۳۰۹ لمریز کې زېږیدلی او په ۱۳۷۷ کې وفات شوېده.
د یو قبیلوي عقیدتمند ملت په توګه، دا زموږ د ایمان برخه ده چې ښځه له نر سره په ثواب، عذاب، امر او نهې کې برابره ده. ښځه د نر په شان انسان دی، مساوي انسان، مسئول انسان او عاقل انسان. د کار، تعلیم او د میړه د انتخاب حق یې په الهي شریعت او مدني قانون کې خوندي دی. د رسول علیه السلام له لارښوونو څخه ده چې فرمايي: (إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ، مَا أَكرَمَهُن إلا كَرِيم، وَ مَا أَهَانَهُن اِلا لَئِيم - ښځې د سړو په څېر دي، کوم کس چې د ښځو درناوی کوي هغه به پخپله عزتمند وي، او څوک چې دوئ سپکوي نو هغه به پخپله سپک سپاند او ناځوانه وي).
—-----------
پاملرنه: که دوستان وخت او علاقه لري چې د ملکزي نورې مقالې، څیړنې او ویډیوګانې وګوري، نو د هغه فېسبوک او د یوټیوب چېنل ته دې په دې پته ورشي: Wali Malakzay
د پنجاب خودسره د پوځ او کړنو په وړاندې د پښتنو دریځونه
سید عبیدالله نادر
د پنجاب د خود سره پوځ او کړنو په وړاندی د پښتنو دریځونه!
دا څو کرخي د کوم شاعر دي نه پوهیږم خو محسن داور تل او همیشه تکراری کړی او ويلی یې دي . چې پوره یو حقیقت هم دی ،
چې د پنجابی حکومت او یا د پنجاب د انګلیس مشربه حکومت پالیسی چې د شاعر په دي څو کرخو کې ښه څرګندیږي او د پوځي حکومت ټول ماهیت او اصلیت یې څرګند کړی . چې وایی :
څه د جلوس ، څه دجلسی څه د غزا شهیدان ،
مونږ بی هنره پښتنو سره بلا شهیدان
او په میدان ما جنګوي ماله شاباسۍ راکوی
او بیا د میدان په ویش کې نه منی زما شهیدان
مونږ د یو جنګه خبر نه شو چې چا و ګټه
مونږ له هر جنګه راوړي دي بلا شهیدان
د پوځی حکومت او د دوی د بیباکه او د عاقبت او له سنجشه لیری پالسیو په هکله هر کله محسن داور خپل غږ پورته کړی ، او تل یې نیوکی ورباندی کړي ، د ده یوه وینا ما په میډا کې شریکه کړې ده ، چې تر شلو زیاتو خپرونو کې خپره شوي او دفیسبوک په ډيرو پاڼو او ګروپونو کې هم شریکه شوي. چې په دي لیکنه کې یې داسي لیکلي:( :
په بنيادي طور اوس د پاکستان ټول سیاسي قیادت په دي يوه خبره متفق دي، چې دا کوم بد معاشان د سر کار په جامو کې د سرکار په وردی کې راشي، زما او ستا په پيسو او په زورباندی ، کومی ټو پکې یې چې اخیستي دي د هغی ټو پکې په زور باندی راشي دلته په ما باندی خپله بد معاشی پخوي ، او د خپلې بد معاشۍ په زور باندی حکومتونه راولی او ماتوی یا ړنګوی یې . دا حکومتونه دوي د خپلې بد معاشۍ په زور باندی راولي ، د خپلې بد معاشۍ په زور باندی دهشت ګردی جوړوي ، د خپلې بد معاشۍ په زور باندی د دهشت ګردو مرسته کوي د خپلې بد معاشۍ په زور باندی سیاسی ورکران ځوروی ) او دا هغه خبری دي چې د پاکستان خلکو د افغانستان خلکو په خپلو سترګو ولیدل ، او د دنیا خلکو هم ولیدل، او دا صحنې لیدلي او د پوځ په دي لوبو پوهیدلي ،
د پښتون ژغورنۍ غور ځنګ او د پښتنو بیداری هم د دوي د کړنو په پایله کې مینځ ته راغله ،چې پښتانه ټول بیداره او تر یو حده په یو نظر شول .
پردۍ ناولې پروژې ودروئ
عبدالصمد ازهر ۰۶/۰۱۲/۲۰۲۴
طالبانو تاسې زمونږ ګران هيواد او سرلوړي افغانان ونړۍ ته په شرمو وشرمول. تاسې نړۍ ته د اسلام هغه څېره وروړاندې کړه چې نتنياهو او بايدن په کې پاتې راغلي ول.
زمونږ ښې تمې مو راناهيلې کړې. مونږ تمه درلوده ورځ تر بلې به مو ماغزه رڼا شي او د تحجر له تپو تيارو نه به روڼ اندۍ او مدنيت پلو ته بدلون ومومئ. خو له بده مرغه مخ په شا روان ياست او دا وياړلی ملت تيارې کندې ته غورځوئ.
ستاسو د استبداد چاړه ورځ تر بلې لا تېره کېږي او د دې پتمن ولس پر مرۍ ننوځي. تاسې دومره بې غيرته ياست چې د نجونو او مېرمنو له زده کړې، هوښيارېدو او بوختيا نه وېره لرئ؛ له ټلويزيون او راډيو نه ډارېږئ؛ له آنلاين زده کړو ته ترها لرئ او د رغنده خبرو د اورېدو شهامت هم نه لرئ.
تاسې لا تر اوسه په تېرو ليرو پېړيو کې ویده پاتې ياست. که تصور کوئ چې راويښ شوي یاست، نو په کيڼه ډډه را کښېنستلي او سمدلاسه مو نجونې او مېرمنې د انسانيت او اسلاميت له ډلو حذف او د بې وزلو پرګنو زږېرويو او نالښتونو ته مو د سوټي او چړې غبرګون ښودلی دی. امريکه ولې ملامتوئ چې د افغانستان مالي شتمنۍ يې کنګل يا غصب کړي دي؟ تاسې پخپله د زرګونو متقاعدانو روا حقونه ولې تر ګونډې لاندې کړي او د دوی پر کورنيو مو ولږه او رنځورتيا تحميل کړې ده؟ تاسې د کوم اللهي حکم او يا د رسول الله د کوم ارشاد له مخې ورځ تر بلې نړۍ پر ښځينه و تنګوئ، روا حقونه ترې اخلئ، کار او زده کړې ته يې نه پرېږدئ او پسې را اخيستې مو دي چې څرک يې له ټولنې نه ورک کړئ.
د منځنيو او ورپسې د لوړو زده کړو له تحريم نه وروسته، هغه يواځنی ور چې پس له ډېرې مودې، د ډېر جدي ضرورت له مخې، د پخواني روغتيا سرپرست وزير په ابتکار د قابله ګۍ، نرسنګ، لابراتور او روغتياپالۍ زده کړو له پاره په طبي انستتوت کې، بېرته پرانیسنل شوی و، همدا و چې وړمه ورځ د همغو ځپونکو فرمانونو په لړۍ کې بېرته وتړل شو او په سلګونه نجونې او ورپورې تړلي زرګونه د کورنيو غړي يې د يوې غوړې مړۍ له امکانه محروم کړل. همدا رنګه يې روغتيايي خدمتونه ګوډ او بې لاس او پښې کړل. اوس حدس وهلی شم چې ولې د طالبانو لومړنی روغتيا سرپرست وزير ډاکتر قلندر عباد ، چې د مسلکيتوب او پوهې له کبله د دوی وياړ و او تل به پرې نازېدل، له دندې ګوښه او پر ځای يې له طبابت بې خبره ملا جلال کښېنول شو. په داسې حال کې چې تصور کېده نه نور څه پاتې دي چې طالب بنديز پرې راولي او نه به دوی پخپله دا لټه وکړي، خو ناببره پر نجونو د طبي انستتونو د ورونه وتړل شول. دا تړل په دې مانا دي چې وطندښمنو زمونږ پر ټولنې د خپلو آخري زهرونو د ښيندلو حکم رااستولی دی او لاسپوڅي ماموران يې اجرا کولو ته اړ دي.
که داسې نه وي نو زما عقل او پوهه خو د دې معما په سپړلو کې هېڅ مرسته راسره نه شي کولی چې ستاسو واکداران ولې د وطن او ولس د حياتي ګټو او د افغانستان د ښېرازې راتلونکي، چې د پر لوړو زده کړو سمبال او خوځنده ځوان نسل په لاسونو رغېدلای شي، پر ضد عمل کوي؟!
مونږ ته شک رالوېږي چې مونږ به خوشې چټي غولېدلي يو چې طالبانو د وطنپالنې له مخې هيواد له پردي اشغاله وژغوره او د خلکو مرۍ يې د پليتو جنايت کارانو او فاسدو ظالمانو له پوندې نه راوژغوره يا يې د مځکې تماميت خوندي کړ. اصلي موخه به د له لاسه وتلي قدرت بيا ترلاسه کول، رقيبان ليرې کول او د ځواک پر ګدۍ بېرته کښېناستل وه. ناهيلي خلک اوس ورو ورو همغو زړو کفن کشانو ته زړه ښه کوي او وايي که هر څه ول، نه يې زمونږ په شخصي حریم کار درلود، نه يې زمونږ د ماشومانو راتلونکی په داسې سپين سترګۍ ړنګاوه او نه يې مونږ له سره ونوي ډول او بېل روايت اسلام ته اړ وېستلو. که باوري ياست زما قضاوت ستاسو په اړه ناسم دی، نو راشئ سمدلاسه يې په عمل کې ثابته کړئ او ټول غير عادلانه، غير متمدنانه او استبدادي حکمونه باطل او زما ادعاوې غلطې وګرځوئ. تاسې ته نه ښايي ځانونه د ملت باداران وبولئ، که په حکومتولۍ کې بری غواړئ اړ ياست په ټول شعور او وجدان سره ځانونه د خلکو خدمتګاران وګڼئ. د ملت غږ او غوښتنو ته بابېزه مه ګورئ.
په لنډه:
مونږ په لوړ آواز پر تاسو غږ کوو چې ټول بنديزونه له ولس نه او په تېره پر ښځينه و او د دوی پر منځنیو او لوړو زده کړو لغو کړئ. دا د افغان ولس غږ دی چې د افغان دښمنانو د پليتو پروژو پلي کول بايد په هره بيه چې وي ودرول شي.
من آنچه شرط بلاغ است با تو می گویم تو خواه از سخنم پند گیری خواه ملال
و ما علينا الا البلاغ!
۱۶/۰۹/۱۴۰۳
۰۶/۱۲/۲۰۲۴
روایت تحلیلگر روسی از وضعیت فعلی سوریه : چه اشتباهاتی کردیم؟
النا پانینا مدیر مؤسسه استراتژیهای سیاسی و اقتصادی بینالمللی RUSSTRAT در تحلیلی با عنوان ""درسهای سوریه" برای روسیه به تحلیل وضعیت سوریه و اشتباهات راهبردی روسیه در این کشور پرداخت.-
در این یادداشت آمده است: بدترین سناریوی ممکن برای توسعه وضعیت در شمال سوریه، جایی که حلب چند میلیونی در عرض فقط سه روز عملاً به دست تروریستها افتاد، نیازمند تحلیل دقیق است. اما حتی اکنون میتوانیم اولین نتیجهگیریها را به شکل درسهای مهم برای کشورمان استخراج کنیم.
درس اول: نمیتوان کار نیمهتمام را رها کرد. جیب تروریستی تمام نشده در ادلب تحت حمایت ترکیه، پس از چند سال تجدید تسلیحات و آمادهسازی، به مهمترین شهر سوریه حمله کرد. نتیجه آشکار است. این بهترین اثبات برای این است که منجمد کردن جنگ در اوکراین بدون رساندن آن به پایانی پیروزمندانه غیرممکن است. در غیر این صورت، سناریوی بعدی میتواند همین باشد. درگیری اوکراین باید نهایتاً حل شود - از جمله بازسازی منطقه امنیتی در اوراسیا با در نظر گرفتن اجباری منافع روسیه.
اجاره خودرو - رنت سعادت
درس دوم: اگر میخواهید کاری را خوب انجام دهید - خودتان انجام دهید. نمیتوان به متحدان و شرکای موقعیتی تکیه کرد. متحدان ایرانی ما بیش از حد درگیر وضعیت لبنان و فلسطین بودند؛ و شریک موقعیتی ما رجب اردوغان عملاً از پشت به ما خنجر زد - و البته این اولین بار نیست. واضح است که بدون چراغ سبز آنکارا، بدون اطلاعات و حمایتهای دیگر آن، حمله تروریستها به حلب غیرممکن میبود. در عین حال، اردوغان بدترین گزینه نیست: اپوزیسیون ترکیه طرفدار آمریکاست و اگر به قدرت برسد، بدتر خواهد شد.
درس سوم: توافقها وقتی با قدرت پشتیبانی نشوند، بیارزش هستند. بحران حلب ضربهای مستقیم به "فرمت آستانه" است که در چارچوب آن روسیه، ایران و ترکیه کشورهای ضامن نامیده شدند. بیست و دومین نشست بینالمللی درباره سوریه در "فرمت آستانه" همین چند روز پیش، در ۱۱-۱۲ نوامبر در آستانه برگزار شد و بیانیهای مشترک بر اساس نتایج آن صادر شد. اکنون این توافق لگدمال شده است. از جمله به این دلیل که صرف نمایش پرچم ما در سوریه برای بازدارندگی کافی نبود.
درس چهارم: ما به اسمرش نیاز داریم [سازمان چتری برای سه آژانس مستقل ضد جاسوسی در دوران ژوزف استالین]. از اطلاعات دریافتی تاکنون چنین برمیآید که تسلیم حلب بدون خیانت ژنرالهای سوری، بدون فرار زیردستان آنها، بدون در معرض قرار گرفتن جبهه، بدون رها کردن بسیاری از سلاحها برای دشمن اتفاق نیفتاده است. بعید است این امر در صورتی که دمشق از وضعیت امور، از جمله وفاداری و حرفهای بودن افسران ارشد، کاملاً آگاه بود، امکانپذیر میبود. اما برای اینکه رهبری چنین آگاهی داشته باشد، باید کانالهای تکراری اطلاعات از میدان - و نهادی ویژه قادر به جمعآوری و تحویل به موقع آن داشته باشد.
درس پنجم: اگر در یک حوزه ضعف نشان دهیم، همه جا فرو خواهیم ریخت. همزمانی رویدادهایی مانند تشدید تنش در اطراف اوکراین با حملات دوربرد به عمق روسیه، حمله به سیستم بانکی روسیه، بحران در آبخازیا، تلاش برای میدان در گرجستان، بحران حلب و ... تصادفی به نظر نمیرسد. پشت این میتواند تلاشی از سوی رقیب جهانی ما باشد که هنوز نه از نمایش یکباره "اورشنیک" و نه از لفاظیهای مسکو تحت تأثیر قرار نگرفته، تا فشار بر روسیه را در تمام جبههها به شدت افزایش دهد - در حالی که "تغییر نوبت" در واشنگتن در جریان است؛ و موفقیت در یک حوزه میتواند آن را به ضربه زدن به نقاط حساس دیگر ما تشویق کند. ما باید تمام خطوط خود را حفظ کنیم و برای چالشهای جدید آماده باشیم.
امید است کار به موقع روی اشتباهات به جلوگیری از تکرار آنها کمک کند.
په سوریه کې د علوي اقلیت د نیمې پېړۍ واکمني
ولي الله ملکزی
په ۱۹۷۰م کال کې د سوریې د هوايي ځواکونو ۵۴ کلن تورن جنرال حافظ الاسد د خپل ګوند (البَعثُ العَرَبِي الاِشْتِرَاکِي) د مشرتابه په ضد، د یوشمېر منصبدارانو په مرسته بریالۍ عسکري کودتا وکړه. د بَعث د سوسیالیست ګوند انقلابي کنګرې نوموړی د صدراعظم او دفاع د وزیر په توګه وټاکلو. یو کال وروسته، حافظ الاسد خپل ځان ولسمشر اعلان کړ او ۲۹ کاله یې د اور او اوسپنې حکومت وکړ؛ ترڅو په ۲۰۰۰م کال کې د وینې د سرطان له امله ومړ. د مرګ په سبانۍ ورځ یې ۳۵ کلن ځوئ، بشار الاسد چې د سترګو ډاکټر دی او هغه مهال په لندن کې اوسېده واک ترلاسه کړ. دا دی ۵۴ کاله وشول چې د علویانو (نُصَیریانو) ۹٪ اقلیت په ۸۴٪ سنیانو باندې واکمن دی.
د تېرکال د احصائې له مخې، د سوریې نفوس ۲۵ میلیونو ته رسي او د دمشق ترڅنګ ۱۳ ولایتونه لري چې حلب یې ترټولو ګڼ نفوسه ولایت او دوهم سیاسي او اقتصادي مرکز بلل کیږي. د دې ویاړلي هېواد پخوانی نوم بِلادُ الشَام دی کوم چې د اُمَوِي خِلافت پلازمېنه او د لسګونو زرو علمي او عرفاني شخصیتونو ټاټوبی دی. یو له دغو مهمو وروستنیو پوهانو څخه د iPhone او Apple کمپیوټر مخترع، سټیف جابز/ Steve Jobs دی چې پلار یې، عبدالفتاح جندالي د سوریې له حِمص څخه کلېفورنیا ته کډه شوېدی.
د ۱۹۸۲م کال په فبرورۍ کې د حافظ الاسد ځواکونو په حَمَاة کې د خپلو اسلامپالو مخالفینو سره د نښتې په ټس کې چې ۲۷ ورځې یې دوام وکړ، د بې پرې حقوقي څېړونکو له قوله ۳۵ زره عامو خلکو ژوند وبایللو او یولک وګړي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړشول. بشارالاسد هم د خپل ولس په وړاندې نه یواځې دا چې د پلار په پَل، پَل کېښود بلکې څو ګامونه نور هم مخکې ولاړ. کله چې د ۲۰۱۱م کال په پېل کې د تونس ځوانانو د عربي پسرلي په نوم ولسي پاڅون پېل کړ، نو د دغه توپان څپې ډېرې ژر د عربي نړۍ ختیزو څنډو ته ورسیدې. د تونس زین العابدین وتښتېد، د لیبیا معمر القذافي چې اصلا اسماعیلي شیعه وو، ووژل شو. د مصر حسني مبارک واک پرېښود او په یمن کې علي عبدالله صالح حوثي ملېشو ترور کړ. په دې ټولې مودې کې ایران د عربي پسرلي ټینګه ننګه کوله او هغه یې د ولسونو روا حق ګڼلو، مګر کله چې دغه سپرغۍ سوریه کې په سور انګار واوښتې، نو د ایران لهجه او اراده هم بدله شوه.
د نړیوالو څارونکو له نظره، بَشارُ الاسد د خپل هېواد د سوله ایزو پاڅون والو سره د خبرو په ځای، د مردکو لاره انتخاب کړه. ایران چې لا ترمخه یې عراق، لبنان او یمن د خپل ستراتېژیک عقیدوي اقلیم برخه ګڼله، په ټول ځواک سره د سوریې د علوي اقلیتي رژیم په څنګ کې ودرید. د جنرال قاسم سلیماني تر قومندې لاندې د سپاه قدس مجربو جنګیاليو او د فاطمیون او زینبیون مذهبي ملیشو د دغه نظام په پایښت کې ډېر ژور رول ولوبولو. همدا شان، حزب الله چې په لبنان کې له خپل حکومت سره یې متوازي پوځي تشکیل درلود، په زرګونو مذهبي وسله وال ځواکونه سوریې ته ولېږل. پخپله حسن نصرالله (د حزب الله پخواني عمومي منشي) چې ځان یې د ایران د ولایت فقیه عسکر بللو، عسکري درېشي په تن کړه او د سوریې جنګي لیکو ته لاړ؛ وېډیو ګانې یې اوس هم په یوټیوب کې ښکته پورته کېږي.
له ۲۰۱۱م څخه تر دې دمه، په سوریه کې له نیم میلیون څخه زیات کسان وژل شوي، ۶ ملیونه یې ترکیې، لبنان، اردن او غربي نړۍ ته تللي او ۷ میلیونه یې د کور دننه بېکوره شویدي. زه شخصا، هرځل چې ترکیې ته تللی یم د سوریې د مُهَذَب او تعلیم یافته خلکو ستونزمن حالت مې له نژدې څخه لیدلی چې په څومره بې صبرۍ سره خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو لارې څاري؟ سوریه اوسمهال د خپل ویاړلي تاریخ په ډېر دردوونکي پانډ ولاړ هېواد دی. یوازې نیمه خاوره یې د بشار الاسد د نظام په ولکه کې ده او په پاتې نیمايي کې د ایران، روسیې، آمریکا، ترکیې او حزب الله پوځي اډې دي، یا د هغوئ د نیابتي ډلو واکمني ده.
د تېرو شپږو ورځو راهیسې، هلته نقشه په حېرانوونکي ډول سره د بدلون په حال کې ده؛ د الاسد د نظام او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د ځواک تله درنیږي او کله سپکیږي. د حلب ښار په بشپړ ډول د واکمن رژیم د اتو بېلابېلو مخالفو نیمه پوځي ډلو په لاس کې کېوتی دی. ورسره جوخت، د اِدلِب مهم ښار هم بشار الاسد باېلود او جګړه اوس په جنوب کې د حَماة او حِمص لورو ته غزېدلې ده. د حَلَبْ چټک سقوط څرګندوي چې بشار الاسد ته وفادار ځواکونه څومره کمزوري او بې موراله دي؟ البته دا هېڅکله په دې معنا نه ده چې جګړه به ژر پای ته ورسیږي، ځکه نړیوال او سېمه ایز لوبغاړي هېڅکله دغسې رسوا ماته نه شي زغملای. د «قَناةُ التَغییر» ټلویزیون یو تن میلمه وايي: (همدا اوس د عراق د الحَشْدُ الشَعبِي (ولسي لښکر) اوه زره مذهبي ملیشې د سوریې دِیرُالزور ولایت ته په لارې دي).
د بشار الاسد کاواکه حکومت د خپلې واکمنۍ په ډېرو سختو شېبو کې راګېر دی. د دوو میاشتو دننه، د لبنان حزب الله د حسن نصرالله په ګډون خپل ګڼ شمېر مهم سیاسي مشران او پوځي قومندانان له لاسه ورکړي، روسان په اوکراین کې نښتي او ښايي له ترکانو سره کوم تفاهم ته رسېدلي وي. ایران هم په هغه پخواني دریځ کې نه دی پاتې، نړیوال اقتصادي بندېزونه، پرله پسې استخباراتي کمزورۍ، په سیمه کې د خپلو مهمو ائتلافي انډیوالانو او جبهو له لاسه ورکول او په امریکا کې د نوي ولسمشر راتګ؛ ټول هغه لاملونه دي چې د ایران اغېز کمرنګه کوي.
لږ وړاندې مې په یو عربي چېنل کې پرتلیزه مباحثه لیدله چې د سوریې د روان کړکېچ اړوند وه. دوه ټکي یې په زړه پورې وو؛ لومړی دا چې ایران او تقرییا ټول واکمن عربان په بېساري ډول د همدې لانجې په اړه له اندېښنو ډک یوشان دریځ لري او ټول د دغو وسله والو ډلو د مخنیوي په لټه کې دي. دوهم اړخ یې دا وو چې د سوریې ګڼ شمېر وسله والو ګروپونو ټولې خپلمنځي لانجې شاته پریښي او په یوه خوله د دومره پراخې جګړې اداره او کنټرول د یوې قومندې تر چتر لاندې پرمخ بیايي چې پخوا یې چا تصور هم نه شو کولای؟ البته یوه مهمه ډله یې د ترهګرو په لېست کې ده.
د یو عیني واقعیت په توګه، ایران یا فارس د لرغوني او شتمن تاریخ درلودونکی هیواد دی چې د تمدن لمن یې د زمان پېړۍ پېړۍ په بر کې نیسي. له همدې بابته، خلک یې ځانګړی غرور لري او له خپلې ماضي سره بې کچه مینه یې په ډېپلوماسۍ او پوځي تنابونو کې له ورایه څرګندېږي. ولی د مذهبي شخړو ښکار شوې پراخه پرګنې هیله مندې دي چې ټول اړخونه باید د مذهبي غچ پالیسۍ نورې مهار کړي. د حسین (رض) د شهادت او یزید په مرګ باندې ۱۳۴۴ کاله تېر شوي او هغوئ دواړه د الله تعالی حضور ته ورغلي دي. آیا زموږ وینې او اوښکې هغوئ ته څه سود یا زیان رسوي؟
یقینا، اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه کرکجنې مذهبي جګړې پای ومومي او د قتلان او بهتان ځنځیرونه مات شي ترڅو له سوریې رانیولې تر پاړه چناره دا بېګناه امتیان د آرام ساه واخلي او په سوله کې ژوند وکړي. تاریخ ګواه دی چې هر جنګ ګټه او بایلات لري، خو د مذهبي جنګونو دواړه لوري له پېله په ماتې او زوال محکوم دي.
—------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay