نیوکې او لارښودنې
سید عبید الله نادر
حالات دومره مه کرکیچن کوئ چې د خلکو روح او روان پرې متأثره شي . د خلکو روحیې ته پام وساتئ خلکو ته باید د استعمار په وړاندی او مقابلې له پاره جرأت ورکړئ.
خلکو کښي اخلاقی جرأت مه وژنئ ښه استعدادونه وروزئ ښه استعدادونه د لاسه مه ورکوئ.
ژوندی خلک او په علم او معرفت سمبال خلک وساتئ ، په خلکو کښي اخلاقی جرأت له مینځه مه وړئ . د اوضاع او حالاتو په بدرنګه کولو کښي خلکو ته په زرګونه دروغ او دلائل مه وایاست .
خپلو فتوی ګانو ته مشروعیت مه ورکوئ . د سوکاله ژوند له پاره لارې وګورئ . او سوکالۍ فکر وکړئ .مونږ اورو چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې مامورین ځوانان او خلک په راز راز پلمو تحقیروي .
چې دا یو صحیح کار نه دی . دوی ته د ژوند په مبارزه کښي د شهامت روحیه ورکړئ .
هغه متل دی چې : (د خپل د کلي زمری مه وژنئ ،که نه د دښمن ګیدړان به مو هم ووژني ) .
ځوانان باید وروزل شي چې په راتلونکو کښي په چارو کښي اخلاقی جرأت ولري .دا چې که مونږ ځوانان په بیلو بیلو پلمو توهین او تحقیر کړو لکه څرنګه چې د طالبانو د امر بالمعرف او نوري ډلې یې کوي .نو دوي ته اخلاقي جرأت نه پاتي کیږي
لازمه ده چې ځوانان په هر ډګر کښي و هڅوو چې ، دوي د ژوند په مبارزه کښي په قوي او ټینګ عزم ولاړ وي .ډیر ځله نورو ملیتونود خپلو ځوانانو روحيه د دښمن په وړاندی لوړه ساتلي.
او ځوانانو ته یې د میړاني او شهامت درس ورکړی .نو هغوي د ځوانانو د تحقیر کم راوستو څخه ډډه کړي .د ځوانانو د تحقیر په هکله د طالبانو له خوا د یواځي زما مضمون نه دی ، بلکه
ډیرو خلکو په میډیا کښي د نیا له څلورو ګوټونو څخه نیوکي کړي او لګیا دي کوي یې . داچې طالبان یې ځان ته نیسي دا هم د دوی لا پروایي بیباکي او د مسوولیتونو نه تیښته ده .
په میډیا کښي سختی او تندی نیوکي په طالبنو کیږي د انجونو د مکتبونو د بندو دروازو په هکله په هره خپرونه کښي او فیسبوکونو کښي د نیوکو یوه غوغا ګډه ده .
چې دي ته باید طالبان پام واړوي او دا باید بی اهمیته ونه ګڼي ټول په یو آواز همدا غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه او پوهنتونونه د انجونو پر مخ پرانیزئ .
او انجونو ته د بیان او کار حق ورکړئ . دا ناری په دي څو کالو کښي چې طالبان د دوهم ځل له پاره حاکم شوي وهل کيږي .د فیسبوک په زرګونو پاڼو او ګروپونو کښی هم همدارنګه پر طالبانو نیوکي کيږي . په کار ده چې د دوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د حساسیتونو څخه چې په ټوله نړۍ کښي د طالبانو د کړنو په هکله دي ځانونه خبر کړي .
, .داسي ګروپ یا پانه او یا مضمون به په میډیا کښي نه وي چې ،د انجونو د تعلیم د بندید و غندنه ونه کړي . د دوي د فرهنګ وزارت به ډیره بی پروایي وي که د دي دومره حساسیتونو څخه ځانونه نه خبروی ، او باید دا د چارواکو درانه غوږونو ته ورسوي .
په په آخره کښي د حضرت حافظ په دي بیت خپله لیکنه ختموم .
حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است و بس
در قید آن مباش که نشنید یا شنید
فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی بهمثابه شاهکلید نجات افغانستان
بنام خداوند حق و عدالت
با اتکا بر طرح علمی–اکادمیک انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان و دیدگاههای مشترک حقوقدانان، نهادهای علمی - مسلکی، سیاسی، اجتماعی، فرهنگی ، فعالان مدنی و مدافعان حقوق زنان افغانستان، این اعلامیه بهعنوان حاصل یک اجماع فکری در کنفرانس علمی–مسلکی انجمن به نشر میرسد.
افغانستان با از نیم قرن جنگ تحمیلی و بحرانهای انباشته تاریخی، در یکی از عمیقترین مراحل فروپاشی حقوقی، سیاسی و اجتماعی قرار دارد. تجربه چهار سال و هشت ماه حاکمیت دیفکتوی طالبان نشان میدهد که استمرار یک نظام فاقد قانون اساسی، مبتنی بر قرائت ایدیولوژیک و انکار حاکمیت ملی و حاکمیت قانون، کشور را در وضعیت انسداد نهادی، انزوای بینالمللی و تهدید جدی نسبت به هست و بود آن قرار داده است.
در چنین وضعیت ناهنجار، افغانستان نهتنها با فقدان دولت مقتدر ملی و قانونمحور مواجه است، بلکه در معرض فشارهای بیرونی، بحرانهای منطقهای و تهدید مداخله و تجاوز نظامی نیز قرار دارد. از اینرو، بیش از هر زمان دیگر، بازاندیشی مسئولانه بر مبنای منافع علیای ملی و واقعیتهای عینی کشور ضرورتی اجتنابناپذیر است.
پاشنهآشیل افغانستان، فقدان دولت مشروع ملی، قانونمحور و عدالتگستر است ، دولتی که بتواند در برابر بحرانها مقابله نماید و از تمامیت سیاسی و اجتماعی کشور دفاع نماید.
چنین دولتی تنها در پرتو قانون اساسی نافذ شکل میگیرد.
قانون اساسی، بهمثابه تجسم اراده ملت و قرارداد اجتماعی، یگانه ابزار مهار بحران حقوقی و گشایش مسیر اعمال حق حاکمیت ملی و مشروعیت است.
حقی که مطابق ارزش های دینی، حقوقی و معیارهای بینالمللی، متعلق به مردم میباشد.
قانون اساسی جایگاه بلند و غیر قابل انکار دین مبین اسلام را در کشور اسلامی افغانستان تسجیل و با تعریف دولت و تفکیک قوای ثلاثه دولت ، چگونگی اشتراک مردم را ، در قدرت و اداره دولتی مسجل مسجل میسازد.
قانون اساسی همچنین چتر بزرگ ملی است که در یک جامعه کثیرالقوامی و متکثر، برای تمام اصلاع سیاست افغانستان و از رژیم شاهی و تا طالبان زمینه همزیستی را مساعد ، همگرایی و انسجام اجتماعی را تشویق مینماید و
صلح و ثبات پایدار ، و آیندهای قابل اطمینان برای افغانستان را پیروزی میکند.
فراخوان به اقدام بزرگ ملی:
ما از تمامی نیروهای سیاسی، نخبگان فکری، نهادهای مدنی و شهروندان کشور میخواهیم که:
- انفاذ عاجل قانون اساسی را بهعنوان مطالبه محوری ملی گفتمان عمومی قرار دهند،
- برای استقرار حاکمیت قانون و پایان دادن به خودکامگی، با فکر کلان ملی ، انسجام گسترده مدنی را ایجاد نماین،
از طریق گفتوگوی ملی فراگیر زمینه توافق بر نظم مبتنی بر قانون اساسی را فراهم سازند، -
- با طرح حاکمیت فانون ، از حقوق و آزادیهای بنیادین شهروندان، بهویژه حقوق زنان و دختران قاطعانه دفاع نمایند.
نهضت مدنی:
ما بر ضرورت شکلگیری یک نهضت سراسری مدنی در محور قانون اساسی تأکید میورزیم ، نهضتی فراگیر که صدای اکثریت خاموش را به نیروی تغییر مشروع و ملی مبدل سازد و بستر یک گذار مسئولانه و ارزشمحور را فراهم نماید و همه را به یک اقدام آگاهانه، مسئولانه و مدنی فرا میخوانیم تا در یک «حیّ علی الفلاح» تاریخی، با تمکین به حبلالمتین و منافع ملی افغانستان ، انفاذ قانون اساسی و با « انقلاب حقوق » این آرمان پدران بزرگ معنوی ما و خواست برحق مشروطه خواهان را به محور گفتمان ملی مبدل و در یک تعامل ارزشمحور با همه طرفها، از جمله اداره طالبان و جامعه جهانی، صدای مشروع و برحق مردم را نمایندگی نمایند و به ندای مادر وطن پاسخ مثبت دهند.
افغانستان حق دارد که بشاهراه صلح و ترقی گذار نماید و مردم مظلوم ما مستحق نظام قانونمند ، عدالت گستر و ناشی از اراده شان میباشند و ما با تمام غبار های تاریک و احوال ناهنجار در افغانستان و جهان با پاسداری از « انقلاب امید » درین راستا و بخاطر تحقق این آرمان سترگ ملی ، تلاش مینماییم.
و بیاد داشته باشیم که:
حق داده نمیشود !
حق گرفته میشود !
و منحیث حسن ختام کلام شاعر :
خصمِ قانون، دشمن آزادی است
خصمِ وطن و ملت و آبادی است
با حرمت
دارالانشای کنفرانس علمی - مسلکی انجمن
(۱۱) اپریل (۲۰۲۶ م)
کشور شاهی بلجیم
د امریکې او ایران په شخړه کې، د اسرئیلو رول، ستراتیژیک هدفو او د سیمې پر راتلونکې اغېزې
عبدالملک پرهیز
د امریکې او ایران ترمنځ وروستۍ مخامختیا او لنډمهال اوربند باید د یو محدود دوه اړخیزه کړکیچ په توګه ونه ارزول شي، بلکې دا د منځني ختیځ د پراخې ستراتیژیکې سیالۍ یوه برخه ده. په دې سیالۍ کې اسرائیل مرکزي او اغېزناکه رول لري، چې د امنیتي اندېښنو، ستراتیژیکو هدفونو او سیمه ییزو سنجونو پر بنسټ عمل کوي.
د اسراییلو اساسي ستراتیژي د خپل امنیت تضمین او د هر هغه ځواک مخنیوی دی چې کولی شي د دې هېواد پر وړاندې انډول رامنځته کړي. په همدې اډانه کې، ایران د اسراییلو له نظره یو بنسټیز ګواښ دی. دا یوازې پوځي ګواښ نه، بلکې څو اړخیزه ګواښ دی. چې مهم یې اټومي پروګرام، د توغندیو پرمختګ، او په سیمه کې پراخ نفوذ څخه عبارت دي. له همدې امله، اسراییل هڅه کوي چې ایران په داسې حالت کې وساتي څو ونه شي کولی د سیمې د ځواک انډول بدل کړي.
د امریکا او ایران ترمنځ مخامختیا په همدغه ټکي کې د اسراییلو له ستراتیژیکو ګټو سره همغږي پیدا کوي. هر هغه فشار چې پر ایران راوستل کېږي، د اسراییلو له نظره د هغوی د سیال او دښمن کمزوري کېدل. خو دا حالت یو اړخیز نه دی. د جګړې پراخېدل کولی شي د اسراییلو پر وړاندې مستقیم امنیتي ګواښونه زیات کړي، ځکه ایران د غیرمستقیم جګړې پراخ ظرفیت لري. له همدې امله، اسراییل د فشار او کنټرول تر منځ یو حساس انډول ساتي او د ایران د پیاوړي کېدو مخنیوی کوي، او په همدې حال کې نه غواړي جګړه له کنټروله ووځي.
د اسراییلو هدفونه یوازې په امنیتي ډګر پورې محدود نه دي. دا هېواد هڅه کوي څو په سیمه کې خپل پوځي او تخنیکي برلاسی وساتي، او په عین حال کې د ځان لپاره یو عادي او منل شوی سیاسي دریځ تثبیت کړي. د یو شمېر عربي هېوادونو سره د اړیکو عادي کېدل د همدې ستراتیژۍ برخه وه. خو ایران، د خپل سیاسي او ایدیولوژیک دریځ له مخې، د داسې یو سیمه ییز نظم مخالف دی چې اسراییل وکولی شي په بشپړه توګه ورسره یوځای شي.
د ځمکې د لاندې کولو مسله هم د دې معادلې یوه مهمه برخه ده، که څه هم په مستقیم ډول نه مطرح کېږي. په تاریخي لحاظ، د سیمې په ټولو تېرو جګړو کې اسرائیلو، د سیمې جغرافیه په خپله ګټه بدله کړې او ځینې سیمې د اسراییلو تر کنټرول لاندې راوستي دي. په اوسني سیاست کې، دا موضوع په عمومي ډول د «امنیتي اړتیا» او «ستراتیژیک ژورتیا» په ژبه بیانېږي، خو په عملي ډول د ځمکې کنټرول د سیاسي او امنیتي معادلو مهم عنصر پاتې شوی دی. د مېشت کولو د ځایونو پراختیا هم د دې بهیر برخه ده، چې د راتلونکو سیاسي حل لارو حدود ټاکي.
د اوسني اوربند په رڼا کې، اسراییل په یو منځني حالت کې ځای لري. له یوې خوا، د جګړې درېدنه د دې هېواد لپاره د امنیتي فشار د کمېدو مانا لري؛ له بلې خوا، د ایران پر وړاندې د فشار کمېدل د اسراییلو د اوږدمهاله هدفونو سره سمون نه لري. نو ځکه، دا اوربند نه بشپړ بری دی او نه هم ښکاره ماتې.
که ګټې او زیانونه له پراخې کړکۍ وکتل شي، اسراییل توانېدلی د ایران موضوع د نړیوال سیاست په سر کې وساتي او د امریکا ژمنتیا له ځان سره ټینګه کړي. خو ددې خلاف، د بحران دوام د دې هېواد لپاره دوامداره امنیتي فشار، اقتصادي لګښتونه او د څو جبهاتو د خطر احتمال زیاتوي.
د راتلونکې له نظره، د روانو ترینګلتیاوو دوام کولی شي د اسراییلو پر سیمه ییز او نړیوال دریځ ژورې اغېزې ولري. که دا حالت اوږد شي، اسراییل به اړ شي څو خپل امنیتي تمرکز زیات کړي، چې دا به پر اقتصادي او سیاسي سرچینو فشار راوړي. په عین حال کې، دا وضعیت کولی شي د نوو سیمه ییزو ائتلافونو د رامنځته کېدو لامل هم کېدی شي، ځکه ځینې هېوادونه د ایران د نفوذ پر وړاندې ورته اندېښنې لري.
په نړیواله کچه، د اسراییلو موقعیت تر ډېره د امریکا له سیاست سره تړلی پاتې کېږي. که فشار دوام وکړي، اسراییل به خپل ستراتیژیک برلاسی وساتي؛ خو که ډیپلوماسي پیاوړې شي، نو دا هېواد به اړ شي څو خپله تګلاره له نوو حالاتو سره برابره کړي.
په پایله کې، د امریکا او ایران شخړه، د اسراییلو ستراتیژي، او د ځمکې او نفوذ موضوعات ټول د یوې واحدې ستراتیژیکې معادلې برخې دي. اسراییل هڅه کوي څو خپل امنیت، برلاسی او سیاسي مشروعیت وساتي، خو ایران د دې هدفونو پر وړاندې یو اساسي خنډ پاتې کېږي. تر هغه چې دا بنسټیز تضادونه حل نه شي، د سیمې کړکېچ به دوام وکړي او هر ډول اوربند به د ثبات یوازې لنډ مهاله وسیله وي، نه د تلپاتې سولې حل.
افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد
عبدالصمد ازهر ۱۱/۰۴/۲۰۲۶
«پاکستان یا اسراییل، کدام یک در کشتار، جنایات جنگی و امحای کتلوی دست بالا دارد؟
در این مسابقه برای به دست آوردن دل منادی «امریکا را بار دیگر بزرگ سازید» در حالی که نتنیاهو یکه تاز میدان است و کشنر داماد و هرکاره ترامپ را نیز در کنار دارد. شهباز شریف و منیر عاصم تلاش می کنند در این سباق حایز نمراتی شوند. آن یکی «افتخار» فجیع ترین جنایات تاریخ بشریت را از بمباردمان مسلل شباروزی، کوچ دادن های تکراری، قطع مواد خوراکی، آب، برق، ادویه و خدمات گرفته تا غصب اجباری زمین ها، منازل و گستردن شهرک سازی ها در سرزمین فلسطین حمل می کند و از ۲۸ فبروری به این سو نیرومند ترین عملیات نظامی را به همراهی امریکا بر ملت ایران، بر رهبران، بر زیربناهای اقتصادی، نظامی و خدماتی ان راه انداخته است.
این کژدم دیگر، که از روز پیدایش ناگوارش همسایه گان شرقی و غربی اش – هند و افغانسان را نیش زده رفته، اینک کار به جایی رسیده که در معادلات امروزه جهانی برای همکاری در پیاده کردن نقشه راه آنها در غزه و تمامی فلسطین، خاور میانه و جنوب آسیا با امریکا و اسراییل کنار آمده، خدماتی را که در دهه های گذشته به نام جهاد و مبارزه با کمونیزم اجرا می کرد، امروز در قالب نو و مطابق به خواست ها و شرایط نو که دران نقشه های نتنیاهو برجسته گی خاص دارند، بر عهده گرفته است.»
این مقاله را چندی قبل، تا همین جا نوشته بودم. متوجه شدم که دوستان دیگر، عین موضوع را تحلیل نموده اند و تکرار مضاعف آن نه لازم است و نه تازه گی و بکارت دارد، بنا بر آن از ادامه و تکمیل آن منصرف شدم. اکنون با انکشاف حوادث و آغاز مذاکرات بین امریکا و ایران با میزبانی پاکستان در اسلام آباد، ادعای جدی ایران مبنی بر این که لبنان جزء آتش بس دو هفته ای با امریکا و اسراییل بود، و بدون قطع آتش در تمام متطقه صلحی وجود نخواهد داشت، قلم برداشتم بنویسم پس جایگاه افغانستان که آن هم جزء این پروژه و قربانی خونبارترین بمباردها، به هدف به خود مصروف ساختن طالب های افغان و جلوگیری آنها از پشتیبانی ایران در حالت تهاجم امریکا و اسراییل بر آن بود، در کجاست؟!
همان گونه که قبلاً نوشته ام، این تصادف نه بلکه یک اقدام پلان شده و وظیفه سپرده شده از سوی امریکا و اسراییل بود که از مدت ها قبل از آغاز تجاوز نظامی بر ایران، همراهان منطقه ای آن در یک زد و بند دقیق امریکا و اسراییل به شدت سرکوب شدند؛ رهبران، قوماندانان، فعالان و پیروان حماس در غزه و از حزب الله در لبنان به طور مسلسل کشته، زخمی و از صحنه بیرون ساخته شدند؛ رژیم بشار اسد در سوریه از سوی یک گروه داعشی مربوط به استخبارات امریکا، ترکیه و قطر سقوط داده شد و راه برای الحاق سرزمین های بیشتر برای اسراییل و دست باز برای از میان بردن مراکز نظامی و صنعتی آن کشور، فراهم گردید.
حمله های پاکستان بر افغانستان نیز از مدت ها قبل بیشتر در مناطق و ولایات متصل خط فرضی دیورند از مردمان ملکی قربانی گرفته می رفت و در عین زمان اخراج اجباری ملیون ها مهاجر ساکن در پاکستان، دولت داران افغان را مصروف ساخته ثبات اقتصادی و اجتماعی را مخدوش می گردانید.
این حمله ها بعد از آغاز تهاجم کلان اخیر امریکا و اسراییل بر ایران در ۲۸ فبروری ۲۰۲۶، شدت گرفته، پاکستان دستور داشت بر افغانستان، که زمامداران آن گفته بودند در صورت حمله امریکا و اسراییل بر ایران در حمایت از ایران خواهند ایستاد، حمله کند و ضربه های کاری وارد کند تا مصروف خود شده مجال تفکر در باره حمایت از دیگران را از دست دهد.
همه شاهدیم که پاکستان در بمباردمان های هوایی بر بیمارستان تداوی معتادان در کابل در شب ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، مطابق اظهارات امیرخان متقی وزیر امور خارجه بیشتر از چهارصد نفر کشته و ۲۶۵ نفر زخمی و مطابق احصائیه یوناما ۱۴۳ نفر کشته و ۱۱۹ نفر زخمی بر جا گذاشت و در کشور عزای ملی اعلام گشت.
اسراییل بعد از آغاز مجدد یورش ها بر لبنان در ۲ مارچ، در اقدام مشابه در ۸ اپریل ۲۰۲۶، در ظرف ۱۰ دقیقه بیشتر از یک صد ضربه هوایی را بر بیروت مرکز لبنان، وادی بقاع و جنوب لبنان وارد و ۳۰۳ نفر را کشته و صدها تن دیگر را زخمی نمود که دولت لبنان آن را جنایت قتل جمعی دانسته در کشور عزای ملی اعلان نمود.
این را هم شاهدیم و هر جنبنده ی متفکر می تواند این جنایات متکی بر بهانه ها و ادعاهای پوچ غیر واقعبینانه ی پاکستان و همچنان قتل عام در لبنان را با تهاجم امریکا و اسراییل بر ایران، در پیوند آشکار دریابد.
چرا لبنان و چرا افغانستان؟
حزب الله لبنان، از دهه ها به این سو، به مثابه نیروی نیابتی ایران در لبنان ،شبیه حماس در غزه، در پشتیبانی فعال از فلسطین و ایران قرار دارد. اما حاکمیت طالبان در افغانستان، که خود در تکاپوی حفظ قدرت، ثبات و استقرار است، نه در کدام جنگ مسلحانه به نفع ایران، نیابتی های ایران و یا فلسطین اشتراک داشته و نه ظرفیت و امکانات رساندن کمک تخنیکی یا نظامی را دارد، صرف به دلیل پشتیبانی از داعیه برحق مردم فلسطین و اظهار ایستاده گی در جانب ایران علیه تجاوزات اسراییل و امریکا، مورد غضب ترمپ و نتنیاهو قرار گرفته، دولت نیابتی منطقه ای آنها(پاکستان) موظف گردیده آن را تأدیب کند.
فراموش نمی کنیم که آقای ترمپ رییس جمهور امریکا، به جای تقبیح قتل عام کابل و اظهار تسلیت به قربانییان حادثه و مردم افغانستان، آن عملیات را ستود و بر فرماندهان پاکستانی درود فرستاد، که این، یک دلیل آشکار در تایید ادعای ماست.
در مذاکرات اسلام آباد روی آتش بس دایمی و تلاش برای پایان دادن دایمی معضل خاور میانه، ایران نباید افغانستان را به خاطر گل روی شهباز شریف و عاصم منیر فراموش نماید. تجاوزات نظامی هوایی و سپس زمینی اسراییل بر لبنان به شمول قتل عام ۸ اپریل و تهاجم های هوایی پاکستان بر افغانستان به شمول قتل عام ۱۶ مارچ، همه مشمول یک پروژه، مربوط به یک باند، تابع یک دستور و در هم آهنگی با نقشه حمله بر ایران، صورت گرفته رفت. تاریخ فراموش نمی کند که ترمپ با تبختر و کبریای خدایی اعلان نمود که امشب یک تمدن پنج هزار ساله چنان سقوط می کند که هیچگاه نمی تواند دوباره به پا ایستد. اما در یک چرخش آنی به آتش بس دو هفته ای رفت و اینک بلند پایگانش برای مذاکره بر نقاط ده گانه پیشنهادی ایران به پای میز مذاکره رفته است.
بنا بر همین دلایل پیشنهاد می کنم دولتداران ایران، به سپاسگزاریی که از افغان ها ادا کرده اند اکتفا نورزیده، قطع تجاوز، قطع صدور گروه های تروریستی و پایان دادن به تمام انواع مداخله از جانب پاکستان را نیز دز موازات آنچه برای لبنان می خواهند، در آجندای مذاکرات قرار داده خواستار عمل گردند.
۲۲/۰۱/۱۴-۵
۱۱/۰۴/۲۰۲۶
برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!
ليکنه: حميدالله بسيا
حتی تر ټولو پیاوړي او پرمختللي پوځونه هم کله ناکله د روغ ژوند د عادتونو (ورزش او فيټنس) له امله له ستونزو سره مخ کېدای شي. د فزیکي فعالیتونو ثبتوونکې اپلېکېشنونه، لکه Strava، کله ناکله ناڅاپه داسې معلومات په عمومي ډول افشا کوي کوي چې باید پټ وساتل شي لکه د پوځي اډو دقيق او دننه موقعيتونه ، د ځواکونو تګ راتګ مسيرونه، د سرتېرو فعاليتونه او نور ډېر...
د څېړنو له مخې، که سرتېري دا ډول اپلېکېشنونه بېاحتیاطه کاروي، نو خبره یوازې د منډې وهلو یا فټنس پورې نه محدودېږي، بلکې دا هم ښيي چې د امنیتي پوهاوي کچه یې هم باید تر دې ډېره لوړه وي.
د بریتانیا د The i Paper ورځپاڼې وروستي څېړنې څرګنده کړه چې له ۵۰۰ څخه ډېرو برتانوي سرتېرو په شوق سره خپل موقعیت او شخصي معلومات د Strava اپليکېشن له لارې چې د فيټنس او ورزش اپليکېشن دی په عمومي ډول شریک کړي دي. په خطر کې د ځينو ډېرو مهم ستراتيژيکو پوځي ځایونو معلومات راغلي دي، لکه د فاسلېن سمندري اډه چې د بریتانیا د اټومي حملو د مخنیوي ځواک پکې ځای پر ځای دی، په نورثووډ کې د پوځ د قوماندې مرکز، او د شمالي یارکشایر فایلېنګډېلز اډه چې په هېواد کې د بالستیک توغندیو د پر وخت خبرداري یوازینۍ سیستم لري. سربېره پر دې يې د بهرنیو اډو موقعیتونه هم څرګند کړي دي، لکه په قبرس کې د اکروتیري او د هند سمندر کې ډیاګو ګارسیا، چې د ایران سره په روانو شخړو کې فعاله ونډه لري معلومات شامل دي.
جالب دا ده چې دا ستونزه یوازې پر يو اپلیکېشن پورې محدوده نه ده. مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د فټنس او نورو ورزشي اپونو د Heatmap یا د فعالیتونو د نقشې له لارې پټ پوځي ځایونه کشف شوي وو. کله چې زرګونه سرتېري او کاروونکي خپلې منډې وهل، بایسکل چلونه یا تګ راتګ پکې ثبتوي، نو دا معلومات په عمومي نقشه کې څرګندېږي، او که دغه منډې او ورزشي فعالیتونه په پټو اډو کې ترسره شي، نو هماغه ځایونه هم په نقشه کې روښانه کېږي. په دې ډول، حتی هغه اډې چې په رسمي ډول یې موقعیت نه دی اعلان شوی، عادي خلکو ته هم په جزياتو ښکاره کېدلای شي.
ژورنالیستانو وموندله چې ځینو پوځیانو، ښايي د موضوع د جدي والي له درک پرته، په Strava کې د هغو پوځي بېړیو انځورونه خپاره کړي چې د سکاټلېنډ بندر ته داخلېږي، او همدارنګه د عملیاتو پر مهال د پوځي الوتکې له کړکۍ څخه اخیستل شوي عکسونه. ځینو حتی خپل ورځني مسیرونه، د تمرین وختونه او عادتونه هم ثبت کړي، چې دا ټول د استخباراتي تحلیل لپاره ارزښتناک خام مواد کېدای شي. داسې ښکاري چې د سرتېرو د خپلو لاسته راوړنو د ښودلو لیوالتیا د ځان ساتنې پر حس غالبه شوې ده.
کارپوهان وایي چې دا ډول معلومات یوازې د ځایونو د معلومولو لپاره نه کارول کېږي، بلکې د سرتېرو د ورځني ژوند د تحلیل لپاره هم مهم دي. د بېلګې په توګه، که یو سرتېری هره ورځ په ټاکلي وخت منډه وهي، نو دا د هغه د مهال وېش په اړه معلومات ورکوي. دا ډول معلومات ښايي د هدفمند بریدونو، څارنې یا حتی د شخصي فشار اچولو لپاره وکارول شي.
چارواکو جدي اندېښنه څرګنده کړې چې دا معلومات ښايي د دښمنانو له خوا د پوځي عملیاتو په اړه د مهمو معلوماتو د ترلاسه کولو او د اډو د کارکوونکو د کورنیو د شخصي معلوماتو د زیانمنولو لپاره وکارول شي. د بریتانیا د دفاع وزارت استازو ویلي: دا ډېره یوه جدي ستونزه ده.
دا پېښه یوازینۍ نه ده. مخکې له دې فرانسوي ورځپاڼې Le Monde راپور ورکړی و، یو فرانسوي افسر چې آرتور نومېده، په تصادفي ډول د Strava له لارې د چارليس دوګول الوتکې وړونکې بېړۍ موقعیت افشا کړي وو. د هغه د تمرین او ورزش د معلوماتو له خپرېدو څخه معلومه شوه چې د مدیترانې په سمندر کې د بېړۍ دقیق موقعیت، د ترکیې له ساحل څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې، معلوم شي. دا معلومات وروسته د سپوږمکۍ انځورونو سره پرتله او تایید شول، چې دا ښيي څومره کوچنۍ تېروتنه هم ستر امنیتي خطر رامنځته کولای شي.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې توند شوی، او هلته فرانسوي پوځي اډې د ایران له خوا تر بریدونو لاندې راغلي (چې په یوه برید کې یو فرانسوی سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي)، دا ډول بې احتیاطي لا هم ډېره بې پروايي او د سرتېرو نه پوهاوی ښکاري.
په پای کې، دواړه پېښې دا څرګندوي چې ټکنالوژي که څه هم د اسانتیا لپاره جوړه شوې، خو بې احتیاطه کارول یې ان په شخصي ژوند کې د عامو وګړو لپاره هم جدي پایلې لرلای شي. د هېوادونو امنيتي ادارې اوس هڅه کوي چې خپلو سرتېرو ته د ډیجیټلي امنیت په اړه لا زیاتې روزنې ورکړي، لکه د موقعیت بندول، شخصي معلومات نه شریکول، او د عامه پلیټفارمونو په کارولو کې احتیاط کول. ځکه په نننۍ نړۍ کې جګړه یوازې په میدان کې نه، بلکې په ډیجیټلي فضا کې هم روانه ده.
تر اوسه داسې باوري او مستند شواهد نشته چې وښيي ايران دې په مستقیم ډول د Strava یا ورته فټنس اپلیکېشنونو له لارې ځانګړې پوځي اډې په نښه کړې وي. خو دا خبره هم مهمه ده چې دا ډول وسایل په نظري او عملي ډول د استخباراتي کار لپاره ډېر ارزښت لري. راځو موضوع ته چې ايا په منطقي ډول دا کار ممکن دی؟
د ځواب په توګه بايد ووايوو هو، بالکل ممکن دی. فټنس اپونه لکه Strava د وګړو موقعیت (جي پي ايس)، د حرکت مسیرونه، د فعالیت وختونه ، کله ناکله عکسونه او شخصي معلومات معلومات ښکاره کوي او دا معلومات که یو استخباراتي ارګان لکه د ايران د اسلامي انقلاب ځواکونو ته په لاس ورشي او تحلیل یې کړي، کولی شي:
پټې اډې وپېژني ، د سرتېرو ورځنی عادت معلوم کړي او د عملیاتو په اړه غیر مستقیم نښې ترلاسه کړي
ځوپوښتنه داده چې ولې د ایران نوم په دې بحث کې راځي؟ ځکه چې ایران له کلونو راهیسې د نامتقارن جګړې يا asymmetric warfare ستراتیژي کاروله. مانا دا چې: مستقیمه جګړه یې نه کوله، بلکې استخبارات، سایبري بریدونه، او نیابتي ډلې یې کارولې او ددې لپاره د معلوماتو ترلاسه کول ورته ډېر مهم وو.
نو که داسې ازاد معلومات موجود وي، طبعي ده چې ایران او نور هېوادونه به یې اوس هم څاري. دا لا نه ده ثابته شوې چې ایران دا کار کړی خو شرایط داسې دي چې که یې ونه کاروي، نو دا به د دوی لپاره د یوې مهمې موقعې له لاسه ورکول وي.
شادباش ها و درس ها
عبدالصمد ازهر ۱۰ / ۰۴ / ۲۰۲۶
شادباش ها بر مردم ایران که در برابر غول وحشی امپریالیزم با ماشین عظیم نظامی استوار بر پیشرفته ترین تکنولوژی، با پایداری ایستادند.
در حالی که خاطرات نهایت تلخی از مداخلات زهر آگین حاکمیت های آن کشور، به خصوص رژیم آخوندی در برابر کشور و مردم با شرف ما، داریم، تدبیر آنها را در آماده گی های همه جانبه نظامی و اقتصادی برای چنین روزی و چنین یورشی، رغم تعذیرات کمرشکن و درازمدت، قابل تمجید می دانم.
می دانم که ایران نمی تواند با امریکا و اسراییل، این یکه تاز های جهان، از نگاه قدرت نظامی و اقتصادی همسری کند، اما عزم راسخ آن در حفظ استقلال و غرور ملی و تعهد آن برای شکستن دیوار نفوذ ناپذیر قدرت پترودالر و پایگاه های آن، سرمشق تاریخی برای همه و به خصوص برای رژیم های مزدور عرب در منطقه، به جا می گذارد.
عرب هایی که برای نجات امریکا از سقوط اقتصادی و ادامه امپراتوری جهانی آن، حقیرانه با پیشکش های تریلیونی به پابوسی شتافته فلسطین، لبنان، لیبیا، سوریه، سودان و یمن را همچون شکرانه ی حفظ دیکتاتوری های خانواده گی سلطنتی و امارتی شان به قربانی گذاشته اند، شرمساری تاریخی را بر پیشانی حمل خواهند کرد.
از ایران بیاموزیم:
- در جهانی که هیچ گرگی بر هیچ بره یی رحم نمیکند، پیوسته باید پیشبین حوادث بود و در برابر آن آماده گی داشت؛
- بدون تمرکز بر دانش و تکنولوژی معاصر نمی توان گامی به پیش نهاد. تربیت نسل ها، به شمول مردان و زنان، مجهز با این توانایی ها، ضمانت رستگاری را ایجاد میکند؛
- رغم قیود منفور و غیر مقبول دولتمردان ایران که جدا قابل نکوهش اند، گسترش امکانات تحصیل و اشتغال زنان در اداره، سیاست و اقتصاد تحسین برانگیز است و باید از آن یاد گرفت؛
- حفظ وحدت ملی در مسایل بزرگ مربوط به منافع ملی و در برابر تجاوزات دشمن. پدیده یی است که در ایران درخشش داشت. در حالی که در افغانستان غارتگران که از غارت باز مانده اند، به تشویق و حمایت از تجاوز می پردازند.
ما در این مبارزه عادلانه مردم ایران، برای شان موفقیت آرزو می کنیم و امیدواریم دولت آن نیز در پایان این روزها و شبهای دشوار، بر مواضع منفی خود در داخل کشور و در منطقه تجدید نظر کند.
۲۱/۰۱/۱۴۰۵
۱۰/۰۴/۲۰۲۶
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تر شا ژور علتونه او راتلونکې تګ لاره
عبدالملک پرهېز
د امریکا او ایران ترمنځ وروستی اوربند، د منځني ختیځ په حساس سیاسي چاپېریال کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي. که څه هم دا اوربند لنډمهاله بڼه لري، خو تر شا یې داسې ژور ستراتیژیک عوامل پراته دي چې د دواړو لورو د سیاست، اقتصاد او امنیتي محاسبو انعکاس په کې تر سترګو کېږي. دا پرمختګ باید د یو ساده ډیپلوماټیک بریالیتوب په توګه ونه کتل شي، بلکې د یوه پیچلي ځواک انډول دی چې په لنډمهاله توګه رامینځ ته شوی.
په واشنګټن کې دا اوربند د کمزورۍ نښه نه بولي، بلکې دا د احتیاطي محاسبې پایله بولي. امریکا په دې پوهېږي چې له ایران سره مستقیمه جګړه یوازې دوه اړخیزه شخړه نه پاتې کېږي، بلکې ډېر ژر به د سیمې نورو هېوادونه د جګړې ډګر ته ورګډ شي یا جګړه نورو هیوادونو ته غځول شي. نو ځکه په ځانګړي ډول، د جګړې درول او اوربند اهمیت لري چې پوځي ترینګړتیا به د انرژۍ نړیوال بازارونه تر مستقیمې اغېزې لاندې راولي او د ګډوډېدو احتمال به نه یوازې د تېلو بیې لوړې کړي، بلکې نړیوال اقتصادي ثبات هم له ټینګ ګواښ سره مخامخوي. له همدې امله، امریکا هڅه کوي څو د جګړې د کنټرولولو دپاره یو لنډمهالی ځنډ رامنځته کړي.
له بلې خوا، کورنۍ سیاسي عوامل هم د دې پرېکړې په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري. امریکایي سیاست د اوږدمهالو جګړو تر وړاندې حساس دی، او هر هغه اقدام چې د اوږدې جګړې لامل شي، د حکومت لپاره سیاسي لګښتونه زیاتوي. همدارنګه، نظامي محاسبه ښيي چې ایران یوازې یو دودیز سیال نه دی، بلکې د غیرمستقیمې جګړې پراخ وس او توان لري. داسې وړتیا چې هغې په مرسته کولی شي د سیمې په بېلابېلو برخو کې فشار رامینځ ته کړي او امریکا دې ته اړ باسي څو د مستقیم ټکر پر ځای له احتیاطه څخه کار واخلي.
ددې خلاف، تهران دا اوربند د یو فرصت په توګه ارزوي. ایران هڅه کوي چې له دې لنډمهاله آرامۍ څخه د فشار د کمولو لپاره ګټه پورته کړي. اقتصادي بندیزونه د ایران پر اقتصاد ژوره اغېزه لري، او د هر ډول نرمښت رامینځ ته کېدل د دې هېواد لپاره د ژوندي پاتې کېدو تر کچې ارزښت لري. له همدې امله، اوربند یوازې د امنیتي حالت د ارامولو وسیله نه ده، بلکې د اقتصادي ساه اخیستنې یوه کړکۍ هم ده.
د اټومي پروګرام موضوع لا هم د شخړې په زړه کې ځای لري. ایران غواړي خپل تخنیکي پرمختګونه وساتي او د بهرنیو محدودیتونو تر سیوري لاندې رانشي، په داسې حال کې چې امریکا دا موضوع د نړیوال امنیت له زاویې ارزوي او دا نړیوال امنیت ته خطر بولي. دا اختلاف پخوا هم د خبرو په اډانه کې څرګند شوی و، او تر اوسه لا په هماغه قوت شتون لري.
سربېره پر دې، د سیمه ییز نفوذ موضوع د دواړو لورو ترمنځ د سیالۍ بله مهمه برخه ده. ایران خپل شتون د یوه دفاعي کمربند په توګه بولي، په داسې حال کې چې امریکا دا نفوذ د بې ثباتۍ د عامل په توګه ارزوي. دا ډول مخالف پوهاوي د دې سبب ګرځي څو هر ډول اوږدمهاله تفاهم ستونزمن شي.
په ټوله کې، اوسنی حالت د «نه جګړه، نه سولې» یو نازک انډول ښيي. دواړه لوري هڅه کوي چې له مستقیم ټکر څخه ډډه وکړي، خو په عین حال کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو څخه هم نه تېرېږي. دا حالت کولی شي د لنډمهاله اوربندونو د تکرار سبب شي، پرته له دې چې بنسټیز اختلافات حل شي.
د راتلونکي په اړه، بېلابېل احتمالات شته. که څه هم د پراخې موافقې امکان شته، خو دا به د دواړو لورو له لوري د مهمو امتیازاتو د ورکولو او له یو شمېر دریځونو څخه د په شا کېدوغوښتنه وکړي، چې ترلاسه کول یې اسانه نه برېښي. ډېر امکان دا دی چې اوسنی اوربند وغځول شي او خبرې بې له پایلې دوام وکړي. په عین حال کې، د ناڅاپي پېښو خطر هم زیات دی، چې کولی شي دا نازک انډول مات کړي او حالت بېرته د شخړې پر لور یوسي.
په پایله کې ویلی شو، چې دا اوربند یوه پایله ده، بلکې د یوه بهیر پیل دی. امریکا هڅه کوي چې د جګړې خطر او لګښت محدود کړي، او ایران غواړي چې فشار کم کړي او خپل دریځ پیاوړی وساتي. تر هغه چې د اختلاف اصلي مسایل حل نه شي، دا ډول لنډمهاله موافقې به دوام ولري، خو د تلپاتې سولې ضمانت کېدلی نه شي.
ترس خاموش
روایت پنجم: از درون کشور
در روزگار اقامتم در داخل کشور، مجال آن دست داد تا با انسانهایی از اقشار و پیشههای گوناگون همسخن شوم؛ روایتهایی شنیدم که هر یک بازتابی از رنج، امید و واقعیتهای تلخ و شیرین این سرزمین بود.
در بسیاری از این گفتوگوها، سرمایهداران از تجربه زیسته خود در نظام جمهوری سخن میگفتند؛ از روزگاری که پرداخت مالیات و عوارض گمرکی، نه بهمثابه یک تکلیف قانونی، بلکه همچون باجی ناگزیر به زورمندان و برخی از ارکان قدرت تلقی میشد.
در آن میان تلخی وجود داشت:
همان زورمندان و اراکین بلند پایه نظام که دست مطالبه داشتند، خود از دایره پرداخت مالیات و پاسخگویی در برابر قانون بیرون بودند.
اما ما سرمایداران « ملی» در وخت وارد کردن اجناس ، در وخت گدام کردن اجناس و در وخت عرضه و انتقال اجناس به بازار باج میدادیم.
امروز، با انکه وضع لوایح جدید پرداخت مالیات رسمیتر و فیصدی بالاتر را به خود گرفته و نشانی از یک نظم و از یک تغییر را با خود دارد.
اما نشانه ای از ترس خاموش هنوز زنده است؛ هراسی که در دلها ریشه دواند است.
ترس سرمایداران از بازگشت جنگسالاران دوران جمهوریت از سر برآوردن دوباره زورمندان، و از تکرار چرخه فسادهایی که روزگاری بر پیکر جمهوریت سایه افگنده بود.
حراس از اختتاف فرزندان شان، ترس از عدم مصونیت فردی آنها، که در خانه های خود کوته قلفی بودند.
پسران شان خواب نه داشت و رفتن تا خانه اقارب برای شان حیثیت خود کشی را داشت.
خلاصه وارخطا اند از تکرار بازگشت مافیای سیاسی ، اقتصادی و جنگی جمهوریت.
انجنیر زلمی نصرت