مطیع الله سحر
افغانستان چې د اسیا په زړه کې ځای لري، پخوا به یوازې په کلیشه یي توګه په لیکنو، ویناوو او شعرونو کې د اسیا زړه یادېده، مګر ولسمشر غني په دې وروستیو څلور نیمو کالو کې د خپلو اقتصادي، ملي او سیمه ییزو برنامو او پلانونو پر مټ په واقعي توګه د اسیا په زړه او څلور لاره بدل کړ او د سیمه ییزه همکاریو د وصل مرکز یې وګرځاوه.
خپل سر ورکوم خو سرتېري ساتم!
محمدبشیر یوسفزوی
د روان کال د کب په ۱۸ ماسخوتن مهال ولسمشر غني په کندهار کې د وسله وال پوځ سرتېرو ته په وینا کې وویل، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه خپل سر ورکوم، خو تاسې له لاسه نه ورکوم او هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به منحل او هلیکوپترې به د داغمې په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر وکړي
د سولې کمی
مطیع الله سحر
پر افغانستان خدای تعالی پرېمانه منابع او نعمتونه لورولي دي. د هیواد غرونه، اوبه، موقعیت، بوټي، مېوې او هر څه د عاید یوه سرشاره منبع ده، خو دا چې موږ یا ورڅخه استفاده نه ده کړې او یا هم د جنګونو او شرایطو له امله دې دې فرصت نه دی برابر شوی چې ورڅخه استفاده وشي، نو دا زموږ کمی دی
طالبان ولس ته ځواب لري؟
اېمل پیاوړی
افغان ولس له وسله واله طالبانو څخه چې له تېرو اتلسو کالو راهیسې نامشروع جنګ پیل کړی او د دغه جنګ په پایله کې یې لسګونه زره افغانان شهیدان کړي دي. له دوی څخه یو لړ اساسي پوښتنې لري، خو پوښتنه داده چې ایا طالبان د ولس پوښتنو ته معقول ځوابونه لري؟
ولس باعزته سوله غواړي
محمدبشیر یوسفزوی
د ننګرهار په غني خېلو کې د ولس استازو او قومي مشرانو ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، موږ د مسکو سوله نه غواړو، موږ د مکې او هغه سوله غواړو چې ته یې غواړې ځکه موږ پوهېږو چې ستا سوله د وطن په خیر ده او زموږ ټولو عزت په کې خوندي دی.
حنیف "علَمدار" او وسله وال یې
ژباړه: عبداللطیف یاد
حنیف اتمر ښایي د افغانستان له محدودو سیاستوالو څخه یو وي چې د عامه اړیکو په ارزښت پوهېږي. د دې باوجود هم له رسنیو تښتي او نه غواړي چې د رسنیو د محافلو نقل وي. له همدې امله زه ښاغلی اتمر په تصادفي توګه په رسنیو کې کم وینم. د اتمر مطبوعاتي ټيم که پخواپه حکومت کې و او یا هم اوس له حکومت دباندې، تل کوښښ کوي
حنیف "علَمدار" او وسله وال یې
ژباړه: عبداللطیف یاد
حنیف اتمر ښایي د افغانستان له محدودو سیاستوالو څخه یو وي چې د عامه اړیکو په ارزښت پوهېږي. د دې باوجود هم له رسنیو تښتي او نه غواړي چې د رسنیو د محافلو نقل وي. له همدې امله زه ښاغلی اتمر په تصادفي توګه په رسنیو کې کم وینم. د اتمر مطبوعاتي ټيم که پخواپه حکومت کې و او یا هم اوس له حکومت دباندې، تل کوښښ کوي
ولایتونو ته د ولسمشر کاري سفرونه
مطیع الله سحر
محمد اشرف غني به د افغانستان په تاریخ کې یوازینی ولسمشر وي چې د خپلې واکمنۍ په لړ کې یې له هیواده بهر او د هیواد دننه ډېر زیات رسمي او کاري سفرونه وکړل،او د ټولو سفرونو په ترڅ کې یې د هیواد لپاره ځانګړې لاسته راوړنې درلودې. دغه سفرونه د ټولو افغانانو لپاره واقعاً د منلو وړ دي. افغان ولس هم له ولسمشر غني نه منندوی دی، ځکه دوی پوهېږي چې د ښاغلي غني دا ټولې هڅې د اباد افغانستان او بسیا ولس لپاره دي
له طالب سره سوله او يو څو خبرې
په داسې حال کې چې له طالب وسله والو سره د امريکايې پلاوي پنځم پړاو خبرې لا هم په قطر کې روانې دي او پايله يې لا رسنيو ته نه ده راوتلې؛ دلته په کور دننه له ډلو ټپلو او ځینې احزابو سره چې له طالب سره جنګي او د مخالفت مخينه لري؛ اندېښمن شوي دي. په خوا کې ورسره يو شمېر د ښځو د حقونو فعالان او ميرمنې هم اندېښمن دي چې له طالب سره له سولې وروسته به د ښځو حقونو ته څومره پاملرنه وشي
د سولې د روانو مذاکراتو یوه ګټه
محمدبشیر یوسفزوی
افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني بار بار وویل، چې د افغانستان په روان ناورین کې پاکستان مستقیم لاس لري، ځکه چې جنګ په پاکستان کې پلانېږي. طالبان او د دوی مشران په پاکستان کې مېشت دي، وسلې، مهمات، د ټپیانو د درملنې او نورې اسانتیاوې ورته پاکستان ورکوي، مګر پاکستان به له دې هر څه انکار کاوه او دا به یې بې ځایه تورونه بلل
د ولسمشر غني سیاسي قمار
محمدبشیر یوسفزوی
عموماً په ټاکنیز او کمپایني موسم کې شعارونه بدلېږي، معاملې کېږي او په هر قېمت واک ته د رسېدو هڅه کېږي، خو ولسمشر غني برعکس په انتخاباتي موسم کې هم سیاسي قمار وواهه، ځکه د دولت جوړولو شعار یې انتخاب کړ.