مامور پنجي ته څنګه رایې ورکړو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حیران

د کندوز ولایت، د قلعه ذال د ولسوالۍ په هغې ودانۍ کې چې کومه پخوانۍ فابریکه معلومېږي او د افغانستان د ټولو جګړو نښې یې په دېوالونو او کړکیو څرګندې دي، د تذکرو ورکولو په دفتر کې دروازې سره په یوه لرګینه تخته مونږ درې تنه ناست یو. مخامخ دېوال ته یوه د اوسپنې المارۍ ولاړه ده چې د دفتر یو کارکوونکی پکې د تذکرو او ځمکو تاریخچې لټوي. بېچاره په لیک لوست هم ښه نه پوهېږي او یخنۍ هم راخستی نو هر څه ترې خطا دي. المارۍ سره څنګ کې ښي لور ته یو مېز پروت دی چې شاته یې یو د ډاروونکې څېرې د ښه پاخه عمر سړی ناست دی ژر ژر څه لیکي. مونږ یې پر مخ هغه ټولې کرښې وینو چې ډار، ترهه، وحشت، غوسه، او کرکه پکې ځغلي راځغلي. د مېز مخې ته یو هلک په لاس کې څه کاغذونه نیولي او غلی ناست دی. له ډېر انتظار وروسته مخامخ سړي یو دم سر پورته کړ او د هلک نه یې په کریغه پوښتنه وکړه: “وایه کنه څه غواړې، داسې چوپ ناست یې لکه غولو ته!” ما سره څنګ کې ناست زمونږ د کلي ارباب او په المارۍ کې کاغذونه لټوونکي تن په ډق ډق وخندل. هلک په رپېدونکو لاسونو خپل کاغذونه ورمخکې کړل او غلي غوندې یې وویل: “تذکره.”
سړي په ټولو کاغذونو لکه د وږي کارغه تېز تېز نظر واچاوه، او بیا یې یوه کریغه وویسته: “د پلار تذکره دې راوړې؟" هلک څادر پر ځان ښه راکلک کړ، په رپېدونکو لاسونو یې د کاغذونو نه یوه پاڼه راوویسته او وروړاندې یې کړه: “دا ده صېب.” سړي تذکرې ته هیڅ ونه کاته، بله کریغه یې وویسته: “د ارباب صېب ټاپه کوم ده؟"
“ارباب صېب پېسې غواړي صېب!”
سړي د هغه کاغذونه ټول په مخ وروویشتل او کریغه یې کړه: “ځه ولاړ شه د ارباب صېب ټاپه راوړه.” هلک ولاړ نه شو، لکه څه چې یې ویل غوښتل، خو سړی ورپسې دا ځل راپاڅېد، هلک ته یې دیکه ورکړه او ورسره یې دا ځل یوه بله بېخي ناروا کریغه وویسته: “ووځه کنه د خره ځویه....” دا ځل کریغه دومره تېره او لړزوونکې وه چې د المارۍ ته ولاړ تن نه څه کتابچې او کتابونه لاندې راوغورځېدل. په ما یې هم ډېر بد اغېز وکړ. لاسونه مې په رېږدېدو شول، په بدن مې ویښته ودرېدل او د دفتر نه بېرون ووتم. هلک هم په دغه ساعت په ژړا بېرون ووت. په تلو تلو کې یې قسم وخوړ چې طالب به جوړېږي. ما پسې زما دواړه ملګري هم راووتل. ما ورته وویل: “دا څه دي؟" ارباب صېب، لکه بېخي هیڅ چې نه وي لیدلي، بېرته له ما نه پوښتنه وکړه: “ولې راووتلې؟ څه خبره ده؟ مریض خو به نه یې؟"
ما ورته وویل: “ارباب صېب، تذکرې همدا سړی ورکوي؟" هغه وویل: “هو.”
“نو دا خو ډېر بداخلاقه ندی؟" ارباب صېب ځواب راکړ: “نو مامور دی، د دولت سړی دی، دغسې خو وي. او هغه هلک سره ځکه دومره تېز شو چې د خپل کلي د ارباب نه یې ټاپه نه وه راوړې. ټاپه په پېسو لګي هسې خو نه لګي کنه.” دې وروستۍ خبرې سره یې سترګه هم ووهله ځکه چې زما په کاغذونو ده خپله ټاپه وهلې وه.
ما ورته وویل: “د ده نوم څه دی؟" هغه ځواب راکړ: “مامور پنجي.”
ما په زړه زړه کې د تذکرې نه اخیستلو پرېکړه کړې وه، خو ارباب صېب ډېره ډاډګیرنه راکړه او بالاخر بېرته دفتر ته ننوتلو. هلته مو سره د دې چې پېسې هم ورکړې، بیا هم د دغې ټولې بداخلاقۍ سره مخ شو. په پای کې اړ شوم چې ځان د ژورنالست او لیکوال په توګه معرفي کړم، د ولسوال د مرستیال سره خبره وکړم، او د مامور پنجي د بداخلاقۍ نه د ځان خلاصولو ترڅنګ تذکره هم ترلاسه کړم.

•••

په کابل ښار کې د پولیسو یو ماموریت دی. د پراخې او اوږدې خونې په یو سر کې د پولیسو د جنايي پېښو قوماندان ناست دی او بل سر کې تخته باندې یوې خوا ته یو ځوان هلک او بلې خوا ته نور شپږ کسان ناست دي. یواځې ناست هلک او ورته مخامخ شپږو کسانو کې یو ځوان په څه خبره جنګ کړی دی او اوس پولیسو راوستي دي. قوماندان صېب لومړی د شپږو کسانو څخه د هغه ځلمي نه پوښتنه وکړه چې جنګ یې کړی دی. شپږ واړه څوک بااثره خلک معلومېدل. ځوان کرار کرار خپله کیسه تېره کړه او خپل مظلومیت یې ښکاره کړ. قوماندان صېب ورته غوږ نیولی و. چې هغه خپله کیسه پای ته ورسوله نو قوماندان صېب یواځې ناست ځوان ته مخ واړاوه او کریغه یې کړه: “ولې دې جنګ کړی دې خلکو سره؟"
هغه خپل مخالف ځوان ته په اشاره سره وویل: “قوماندان صېب، دوی زه وهلی یم، دوی ما ته کور په کرایه راکړی و، اوس مې بې وخته ترې وباسي، د ده تره بدمعاش دی، خلک یې...”
یو ګړز وشو. قوماندان صېب په هلک د خپل بوټ ګوزار وکړ، ورسره یې په ښکنځلو لاس پورې کړ: “د سپي ځویه، هغه خو صاحب منصب دی، ته ورته بدمعاش وایې...” قوماندان صېب داسې په زړه ورتیا د هغه "صاحب منصب یا بدمعاش" ملګرتیا او دفاع کوله لکه ښه له نږدې چې یې پېژني. بیا یې امر وکړ چې هغه یواځې ناست هلک ونیسي، ځکه نه یواځې دا چې جنګ یې کړی بلکې یو پخواني صاحب منصب ته یې بدمعاش هم وویل. دروازه کې ولاړ پولیس پرې ورغوټه شول. هلک په ژړا شو او پر ځان یې لعنت ویل پېل کړل چې ولې دې وطن ته راغلی دی.

•••

د مخابراتو په وزارت کې دننه د افغان ټیلي کام دفتر دی. خلکو ته په ۵۰۰۰ افغانۍ داخله او ۲۰۰۰ د میاشتې د انټرنېټ اسانتیا ورکوي. ما د جون د میاشتې په لسمه نېټه یو ایس بي (USB ) او کارتونه واخیستل او په خپل کار بوخت شوم. د اصولو له مخې زما انټرنېټ باید د جولای تر لسمې نېټې کار کړی وای، خو چې په اوله نېټه مې سهار وکوت نو بند شوی و. په زړه کې مې وویل ښایي کومه تخنیکي ستونځه لري. دفتر ته ورغلم او پوښتنه مې وکړه. هلته ناست مامور صېب راته وویل تخنیکي ستونځه نشته، همداسې ده چې په هره نېټه یې واخلې، په اوله نېټه به بندېږي. یو ځوان هلته ناست و د "حکومت غل دی، حکومت غل دی" تکرار یې کاوه. راته وې ویل چې په څلیرویشتمه نېټه یې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړې وې او ایله شپږ ورځې یې انټرنېټ کارولی و چې په اوله نېټه بند شو. د مامور صېب نه مې پوښتنه وکړه چې کوم وخت تاسې په اول سر کې خلکو نه د داخلې پېسې اخلئ نو هغه وخت یې په دې خبره ولې نه پوهوئ؟ هغه د خپل ځای نه پاڅېد او په دروازه ووت.

اوس تاسې نور شمار په خپله وکړئ چې که د افغانستان په ټولو شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو کې یو یو مامور پنجی هم وي او د هغه د دغه ډول چلند له امله په میاشت کې یو تن هم د دولت مخالف کېږي نو په کال کې ۴۸۰۰ تنه شول. په تېرو اتو کلونو کې دغه شمېره ۳۸۴۰۰ تنو ته رسېږي. دغسې چې په ټول افغانستان کې د پولیسو څومره ماموریتونه او د افغان ټیلي کام په څېر د عامه خدمت دفترونه یو یو مامور پنجی هم ولري نو هره میاشت په زرګونو خلک د دې هېواد د ژوند او راتلونکي، او د دې د حکومت څخه بېزاره کېږي او ټولې هیلې یې په سیند لاهو کېږي. نو یا به د دولت مخالف کېږي، یا به د وطن نه پښې سپکوي، او که نور هیڅ نشي کولی په ټولټاکنو کې خو به برخه بېخي نه اخلي.

د پاسه پرې د ډېر تاسف خبره دا ده چې کوم خلک په تېرو اتو کلونو کې د دې مامور پنجیانو په پنجو کې پراته وو هغوی نن بیا په خورا بې شرمۍ خلکو ته د خپل خدمت کیسې کوي او د بیا حکومت کولو لپاره په راتلونکیو ټولټاکنو کې رایې غواړي. دغه رهبران دې په خپلو ګرېوانونو کې سرونه ښکته کړي او لږ سوچ دې وکړي چې مامور پنجیانو ته رایې څنګه ورکړو؟ که دوی په تېرو اتو کلونو کې دا وطن د مامور پنجیانو له پنجو خلاص نه کړای شو، نو په راتلونکیو څلورو یا پنځو کلونو کې به يې په کوم ځواک او دلیل ترې خلاص کړي؟ او ایا کوم یو دا ژمنه کړې هم ده چې وطن به له مامور پنجیانو خلاصوي؟ دا خبره یاد وساتئ چې که افغانستان مو د مامور پنجیانو له پنجو خلاص نه کړ، نو هغوی مو د افغانستان نه خلاصوي!