چارترپروازدبن لادن لپاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له روسي نه ژباړونکی : حبيب الله غمخور
د ۲۰۰۷ داگست ۲۵



ليکوال :گيورگي ايلين

لمړی درجه تروريست خپل دوستان (دکورنۍ غړي)پسله ۱۱ دسپتامبرنه له امريکانه روغ رمټ وايستل .
اسامه بن لادن دسپتامبرد۱۱ تر تروريستي حملې وروسته خپل ټول خپلوان دالوتکی دچارترپروازپوسيله چې دهغه لخواريزرف شوئ و له امريکانه وايستل شول .
ددې هيجان انگيزه سفرټول اسنادپه آمريکا کښې ديوې اجتماعي ټولنې((Judicial Watch )) دغوښتني پر اساس په انترنت پاڼه کې ايښودل شوی وه .
پدې اړه د FBR په یوراپورکښي ذکرشوی وه چې د۲۰۰۱ م کال دسپتامبرپر ۱۹ نېټه دلاس انجلس نه د((RyanAir )) په ۷۲۷ نمبر پروازکې يوشمير دسعود عربستان اتباع چې دهغې جملې نه داسامه بن لادن دفاميل غړي هم شامل وه دسعودي عربستان په لورپه الوتکه کې پروازوکړ .
دلومړی ځل لپاره ددې پروازپه هکله سندپخواپه ۲۰۰۵ م کال کې ترلاسه شو،خوهغه وخت ФБР (FBR ) له دغه سند څخه داسامه بن لادن دکورنۍ دغړونومونه پاک کړې وه .
مگر د((Judicial Watch )) اجتماعی سازمان حقوق پوهانود ۲۰۰۶ م کا ل دنومبرپه مياشتي کي دآمريکا ستري محکمې ته په پورته ويل شوي سندکې دلاس وهني په اړوند شکايت وړاندي کړ . ستري محکمې دامريکاد((FBR )) اداره مجبورکړه چې ددغه چارترپروازاسنادپه خپله واقعی اولومړنۍ بڼۀ خپاره کړی .
څېړونکی داسي نتيجه گيري کوي چې ((ممکن داالوتکه دسعودي عربستان دشاهی کورنۍ اوياخوهم خپله دلومړۍ درجه ترورسيت اسامه بن لادن لخوااماده شوې وي .))
دسپتامبرپر ۱۴ نېټه دآمريکادمتحده ايالاتوڅخه داډول ((شپږ)) چارترپروازونه تر سره شوي دي .
داسامه بن لادن دخپلوانوپه هکله خبري دمايکل کورا په ډيرمشهورفلم ((Фаренгейт 9/11 ))کي هم راپورته شوې .
نړيوال دامنی چې د۲۰۰۱ کال دسپتامبرد۱۱نېټې تر تروريستي حملې دوې ورځی وروسته دسپتامبرپر ۱۴ نېټه دجورج ډبليوبوش دادارې په مرسته ( ( ۱۴۲)) دسعودي عربستان اتباع دهغه جملې نه داسامه بن لادن دکورنۍ غړي له آمريکانه ووتل .
دالقاعدی دسازمان درهبردوروراسلام بن لادن په ويناپه حقيقت کښي ټول جريان داسي نه و،لکه چي په فلم کې ښکارېده .هغه وايي زموږ خپلوان دسپتامبرپر ۲۰ نېټه له آمريکاڅخه دسعودي عربستان په لور روان شول . ځکه تر حملې وروسته په لمړيوورځوکې دآمريکافضادټولوتجارتي پروازونوپرمخ تړلې وه .
په سويس کې اوسېدونکی اسلام بن لادن وايي چې هغه له ۱۹۸۷کال راپدې خواسعودي عربستان ته سفر ندئ کړی اودهغه وخت نه ئې داسامه بن لادن سره نه دي ليدلې .
له تروريست نه دهغه کورنۍ جلاشول .داسامه بن لادن اواسلام بن لادن پلار محمدبن لادن (( ۲۳)) ښځی يعنې کوروداني درلودې چي له هغونه ئي (( ۵۴ )) اولادونه پيداشوی دي، چې زيات شمير ئې يودبل سره هيڅ ډول اړېکي نلري .
اسلام بن لادن ډيره ښکلې اومډرنه لورلري چې بافادوفور((Вафа Дуфур )) نومېږي او سندري وايي .هغه دآمريکاپه کلفورنيا کې دنياته راغلي له درې کلنۍ څخه تر لس کلنۍ پوري په سعودي عربستان کې اوسېدلې ده ،پسله څه وخت نه هغه دخپلي مورسره سويس ته راغله .اوس هغه دلندن په يوتعميرکې چې يونيم ميلیون ډالره ارزښت لري ژوندکوي . (په غټ گمان دابه هغه ښځه وي چې څه موده وړاندي ئې ديوه انگليسي سره واده وکړاودواده خبرئې په ‌بي بي سي ويب پاڼه کې هم خپورشو.ژباړن)
ددې ښايسته انجلۍ نيم لوڅ عکسونه دنارينه وولپاره د((GQ )) په نامه مجله کې خپاره شوي دی .
بافادوفورداسامه بن لادن دکورنۍ ديوه غړي سره هم اړيکي نلري اونه هم په عربي ژبه خبري کوي . پاي