محمد جواد ته ازادی -امریکااودکابل حکومت ته تاریخی مخ توروالی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ذکریا یوسفزی

جوادجان د ٧ کاله بند له تیریدونه ، هغه هم د دنیا په یو ډیر دوحشت او جنایت نه ډک زندان یابندیخانه کی (ګوانتانامو) دازادی دنعمت نه برځورداره شو. هغه کله چې دناسمو اوجعلی تورونودمخی دکابل د حکومت د وخت دکورنیو چارووزیر او مسئولینو په مرسته بندی ، وزورول شواووروسته لاس تړلی دامریکا استخباراتو ته تسلیم شو،ددولسوکالو(١٢) عمر یی درلود .
داحادثه که څه هم دامریکایانو دپاره عادی مسئله ده ، ځکه چې دهغوی دداوروستیو کالونو تاریخ دهمدغسی حوادثونه ډیر مثالونه لری ، اوداچې دهغوی داستخباراتو (CIA) په پټو بندیخانوکی( CIA دشلو (٢٠ ) نه زیاتوهیوادوکی پټی بندیخانی لری ) چې په افغانستان ،تایلند،لیتوانیا ،هنګری ،پولیند ،عراق پاکستان ، رومانیا ،ا ردن ، مصر،کویت ،په غالب ګومان په سعودی عرب اونورو هیوادوکی دی څه تیریږی ، ا و څه جنایتونه پکی سرته رسیږی ، او څومره بیګناه مسلمانان پکی دغم او نا امیدی شپی اوورځی تیروی لوی خدای ته به معلومه وی .
اوس نوولیدل شی چې امریکا دا ددموکراسی ، ازادی اودبشر دحقوقو لوی ټیکه دار او ادعاکوونکی او په سرکی یی رئیس جمهور اوباما پدی هکله څه غبرګون ښکاره کوی ؟ که ددوی غبرګون یوازی دګوانتانامو دبندیخانی تړل وی داخو هیڅ کوم کارندی بلکه یو سمبولیک اقدام به وی ، ځکه لکه څرنګه چې می مخکی وویل ،هغوی ددینه بدتر ی نوری پټۍ بندیخانی لری .
زماا په نظر ددوی ښه اوعادلانه غبرګون به داوی چې :
١ - جوادجان ته دده دحق تلفۍ ،دد ه نه دهغه دازادی داخستنی ، دده دزوره ونی اودده دبی عزتیو بدل دی دبین المللی قوانینو په چوکات کی ورکړی
٢ - دده اودکورنی نه یی باید دامریکی دولت په رسمی توګه معذرت وغواړی
٣ - نوردی ودوی دازادی ،دموکراسی اودبشری حقوقو نه ددفاع ادعاوی نکوی
۴ - دCIA ددرستو پټو بندیخانو چې په نورو هیوادوکی دی دبندیدو اعلان دی وکړی
۵ - دخپل شتون دڅرنګوالی او یانشتون ته دی په افغانستان کی ددی هیواددخلکو دغوښتنو په چوکاټ کی دی غاړه کیږدی .
راغلو دکابل حکومت ته ! داحکومت په سرکی یی ښاروال کرزی اوپه تیره بیا دهغه وخت په اصطلاح د کورنیو چارو وزیر دی دخپل پدی غیرقانونی او غیر افغانی عمل باندی اقراراود محمد جواد او د ده د کورنی نه دی په ښکاره توګه معذرت وغواړی ، اوداقضیه دی په پارلمان کی دیو ناپییلی کمیسیون لخوا تحقیق ا و بررسی اووروسته داقضیه دی عدلی مراجعو ته د وروستی تصمیم د پاره وسپاری ، ځکه چې امریکایانو پخپله خوله اعتراف کړی دی ،چې په جواد باندی ناحقه دبمی برید او چاودنی تور لګول شوی وو ، اوورته یی ویلی وو که چیری دی اعتراف ونکړی نومونږ به ستاکورنی بندی کوو ،نوهغه چی یو ماشوم وو ،دویری نه یی په شکنجه اوزور تری اعتراف اخستلی وو ،ا وبیاددنیا په کوم قانون کی دی چې کوچنی ماشوم دی بندی شی ؟
په اخیر بایدوویل شی چې جوادجان ډیر عذابونه وګالل خو اخرازاد شو ، زه ورته دزړه له کومی مبارکی وایم ،دښه صحت اودښې ایندی هیله ورته کوم ،ا و وایم چې محمد جوادته ازادی بیا ورپه برخه شوه ، ولی دامریکااودکابل حکومت ته تاریخی مخ توروالی په برخه شو .
پای
ذکریا یوسفزی
د (صفوف حزب وطن htt://safufehezbewatan.persianblog.ir) دویبلاک چلونکی