ډېرځلې غټ خلک وړې خبرې کوي!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال/غبرګولى/يوه نۍ/خادم کوچى.


يوازې داخبره بس نه ګڼل کېږي چې ډېرځلې غټ خلک وړې خبرې کوي،ډېرځلې داسې هم کېږي چې خلک سياسي غټانو ته دپوهه خلکوپه سترګه ګوري خوله بده مرغه هغوى دومره هوښيار،پوهه اوښاغلي وي چې له هرلوري څخه لوېشت پرې کېږدي همهاغه يوه لوېشت وي،ډېرځلې بيا داسې وي چې غټانوته په غټه اوبډه سترګه کتل کېږي خوهغه بيادومره وي لکه پوچ غوزيادومره پنډاوپېرړوي لکه ډول اوداچې غړمبااودربا يې له لرې لرې څخه ځي،درومي، غرمبي،ډېروخلکوته دغټوخلکو کارونه اوارمانونه ډېرغټ ښکاره کېږي خوهغسې نه وي دادخلکوښه نيت اوګومان وي، ډېرځلې دغټوخلکوغټانو کارونه اوارمانونه بياواړه،واړه وي يادوړو ماشومانوپه څېردوړو،وړوکارونو اووړو،وړوارمانونو په خيال اوچورتوکې وي،نوښه خبره به داوي چې موږيوازې په سترووړنګاښو کورونو،ماڼيوباندې باورونه لرواوداچې په ستروپوسټونو اوچوکيوباندې ګوتې ونه شمېروښه خلک، ښه مېړونه اوښه ارزښتونه هرچېرته وي اوچې هرچېرته وي هغه به زموږارزښتونه شتمني اولارښوودوي.
له بده مرغه زموږدهيوادډېرخلک په ځانګړي ډول دوخت سياسي واکمن مشران په لوړوڅوکيواوستروپوسټونوناست دي،ډېرځلې همدغه غټان غټ خلک واړه،واړه،کارونه اووړې خبرې کوي، دجنګي کلا،خراساني افغانستان دماليې وزيردپاکستان په دوره اودوران تللى وو،ښاغلى دهغې ډلې مشرده چې ديونوم اوارمان له پاره پښتانه پکې راټولېدل اوداچې دغه ډلګۍپه يونوم اوموخه باندې جوړه شوې يادېدله،ښايي دايووخت ووخوله کله نه چې موږدغه ډلګۍپېژندلې ده اوله لرې لرې څخه يې ننداره کوو،نه خويې دخپلوخلکوله پاره دپام وړکوم کارکړى دى اونه خويې په سيمه کې دکوم پښت اوژبې له پاره کوم خدمت کړى دى،تردې پورې چې دغه ډلګۍاومشران يې نه پېژندل کېږي چې دوى څوک دي ؟؟کومه تګلاره لري؟؟اوڅه کول غواړي؟؟ .
موږدهغه خلکوپه بده ورځ مرګ اوژوبله باندې خواشيني ښکاره کووچې په دغه ډلګۍياددغې ډلګۍپه پاللوکې يې کړاوونه اوزيانونه ګاللي دي.
دډلګۍپه تېرباندې خبرې کول نه غواړم چې پخوادغوخلکوته کوم لوري کوم هيوادمالي مرسته ورکوله يادغه خلک چالمسول اوپړېل خودافغانستان دجګړې ياجهادپه ورځوکې دغه خلک دومره پيکه،ورک اوبېخونده ووچې موندل يې په ورکه شمېرل کېدلى شي،دبون له توپيري، جنګي،جنګسالار،پاټکسالار،بدنام اوپټ اېتلاف څخه راوروسته داسې ښکاره کېدله چې دهندکوش ياهندوکڅ دټلوالې يوه برخه همدغه مشرتوب ووشورويان اودهغوى په خېټه کې تاجکستان،اوزبکستان، تورکمنستان،هندوستان اواېرانستان بياهغه هيوادونه ووچې دهندوکڅ له غاري مشرانوسره يې مرسته کوله اودجګړې دګټلوزړه يې ورکاوو،ښايي دهمدغه تړاووله مخې ووچې داوسنۍماليې وزيراوددغه ګوندمشرله خولۍوالوسره دپاکستان دسپارت په لور،ورودانګل په ګډه سره يې سپارت ولوټه اوپه يوه مرکه کې يې خپل ځان داسې ښکاره کړچې ښاغلى دچاخپل اودچاپردى دى؟؟.الوبل.
دغبرګولي په مياشت کې ښاغلي وزيربيا پاکستاني مشرانوته خپله ځولۍوغوړوله چې دهندوستان مالونه دې دهندهمېشني دوست خراساني افغانستان ته پرې ښودل شي،دپاکستان اوهندوستان اړوک، غليمواړيکوته په کتلوسره ښاغلي ډېره وړه اوپيکه خبره کوله اوداچې دجنګي کلاخراساني افغانستان دنورومشرانوپه څېراوتوګه هسې خوشى لوګ ګډوو، دخراساني افغانستان مشران که غټ خلک وي ياله دې څخه وروسته لوى اوغټ خلک شي نوله خپل پخواني هغه دوښمن چې يووخت خراسانيانودهغوى خدايان ورته ماتول اودهغوى ډېرارزښتونه يې دغنمت په نوم ترې راوړل ګواکي ننني دوست هندوستان اوپاکستان دواړوڅخه دې دسترسړک يالويې موټروې دتېرولواو دافغانستان په لوردغځولوغوښتنه وکړي په پېښو،سياسي،مالي اوجنګي توپيرونودې خپل ځان پوهه کړي دخپلوخلکواونوروهيوادونودهمېشنۍخوښۍله پاره دې يوه رغنده سياسي،مالي اوټولنيزه لاره پيداکړي .
مننه.