د بخښونکی او مهربان لوے څښتن په نامه پوپ او د اسلام سپکاوے

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: انور شاهين خانخېل، پېښور
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

د نړۍ د کېتولکو عيسائيانو د مشر شپاړسم بنېډېکټ پوپ لخوا اسلام ته د تشدد د دين نسبت ورکولواو اسلام د يو غېر عقلی او بې علمه دين په توګه معرفی کولو د نړۍ د کروړونو مسلمانانو غم او غصه راپارولے ده او د پاپ لخوا د اسلام د سپېڅلی دين په سپکاوی يې خپل سخت غبرګون ښودلے. د يو دينی مشر په توګه د دۀ د دې ناروا او غېر ذمه دارانه وېنا چې څومره هم غندنه او مذت وشی کم دے.
که څه هم د اسلام په خلاف د اسلام د دښمنانو لخوا دسيسې او اقدامات څه نوې خبره نه ده او په هر دور کښې د اسلام د بدنامولو او کمزوری کولو کوششونه شوی دی خو په دې وروستيو کلونو کښې د اسلام په خلاف د امريکې، برطانيې او صهيونېسټ رژيم لخوا دغه اقدامات او سازشونه زيات او پراخه شوی دی او له هر طرف نه چې يې وس رسی او موقع ورته په لاس ورځی په اسلام باندې له ګوزار نه ډډه نه کوی او په خاصه توګه د يو ترهه ګر، تشدد پسند او د تورې او زور په ذريعه د خپور شوی دين په توګه د اسلام په معرفی کولو باندې ډېر زور ورکوی. په داسې حال کښې چې مسلمانان د عيسائيت او يهوديت په شمول ټولو الهی دينونو ته په درنه سترګه ګوری او په خاصه توګه د حضرت عيسی عليه السلام او حضرت بی بی مريم سلام الله عليها لپاره ډېر د تقدس قائل دی او د دې باوجود چې موجوده عيسائيت يو تحريف شوے دين بولی خو بيا هم د عيسائيانو احترام کوی خو بل طرف ته د عيسائی او يهودی نړۍ مذهبی مشران له انصاف نه کار نه اخلی او اسلام په دهشت ګردۍ، تشدد او زور وينې باندې تورنوی.
که څه هم دا خبره لکه د نمر دنيا ته ښکاره او په ډاګه ده چې اسلام نوم د امن، سلامتيا، روغې، جوړې سولې، دوستۍ او ورورولۍ دين دے او د يو اخيری الهی دين په توګه د اسلام په تعليماتو کښې هيڅ داسې خبره نشته چې ورته دغه ناروا نسبت ورکړې شی. البته تر څو چې په اسلام کښې د جهاد او مبارزې خبره ده نو د دې اجازه اسلام په هغه وخت کښې ورکوی چې کله يو دښمن په اسلامی ټاټوبی باندې تيرې وکړی او يا يې ونيسی او يا هم د مسلمانانو ځان، مال او ناموس په خطره کښې شی. چې دغه جهاد، مبارزه او مقاومت دفاعی بڼه لری. اسلام هيڅ کله په يو غېر مسلمان هيواد، سيمې يا فرد باندې بې ګناه د حملې اجازه نه ورکوی او دا کار يو جرم ګڼی، خو له بده مرغه کوم دين چې د خداے ګران رسول (ص) راوړۀ او دنيا ته يې د نمونې په توګه وښود د خداے له ګران رسول (ص) نه وروستو اکثرو تش په نامه حکمرانانو هغه مسخ کړ او د خپل اقتدار د ساتلو او د ملکونو د نيولو ، د غنيمت د مالونو د راغونډولو او د وينځو او غلامانو د حاصلولو لپاره له تشدد، زور او تورې څخه کار واخېست چې زمونږ د تش په نامه مسلمانو واکمنانو د خپلو خواهشاتو د تسکين لپاره دغو غېر اسلامی اعمالو د اسلام دښمنانو ته يو اوزار او بانه په ګوتو ورکړه چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف يې استعمال کړی .
که مونږ د خداے د ګران رسول (ص) ژوند او سيرت ولټوو نو هيڅکله ه غوی په کافرانو باندې په حمله کښې مخکښې شوی نه دی او ټول جنګونه يې دفاعی بڼه لری. که د خداے د ګران رسول (ص) د دور تاريخی پاڼې ولټول شی نو دا حقيقت په ډاګه کيږی. چې د هغه حضرت (ص) په وخت کښې چې څومره جنګونه هم شوی دی نو هغه وخت شوی دی چې کله دښمن په اسلامی ټاټوبی حمله کړې ده او يا يې د حملې تياری او تابيا کړې ده او مسلمانانو ته يې د نقصان رسولو کوشش کړے دے نو د خداے ګران رسول (ص) د اسلامی ټاټوبی او مسلمانانو د مال، ځان او ناموس په دفاع کښې بيا مبارزه او مقابله کړې ده. او حتی چې د جنګ په مېدان کښې يې هم د اسلام له امن او امان نه ډک تعليمات او اصول له لاسه نه دی ورکړی او ان تردې چې په ګوزار کښې يې هم ابتدا نه ده کړې. لکه ټولو تاريخونو ليکلی دی چې د خداے ګران رسول (ص) به تقريباٌ په هر جنګ کښې حضرت علی کرم الله وجهه د اسلام د لښکر قوماندان ټاکلو نو حضرت علی (ک) چې د خداے د ګران رسول (ص) د سنتو په ځاے راړلو يو ځانګړے نمونه ؤ چې کله به د جنګ په مېدان کښې خپل مقابل د دښمن قوماندان سره مخامخ شو نو درې خبرې به يې ورته کولې يوه دا چې زۀ تا ته د اسلام د مبين دين د قبلولو بلنه درکووم که دا به يې و نه منله نو ورته به يې وويل چې له جنګ نه لاس واخله او له هلاکت نه مخکښې ستون شه او که دا خبره به يې هم و نه منله نو ورته به يې ويل چې وړومبے ګوزار کوه. يعنې د جنګ په مېدان کښې هم اسلام د جنګ شروع کولو د پېل اجازه نه ورکوی څه دا چې په يو ملک او سيمې باندې حمله وکړی. خو له بده مرغه بيا وروستو د خداے د ګران رسول (ص) د هغو سنتو خيال و نه ساتل شو او په غېر اسلامی ملکونو باندې حملې او تيری شروع شول او د بې ګناه انسانانو قتل عامونو، د هغوی د مالونو حالونو لوټلو، د هغوی اسيران کولو او په خپلې غلامۍ او وينځتوب کښې راوستلو او يا د تورې په زور مسلمانولو ته د اسلامی جهاد نوم ورکړے شو او د خداے د ګران رسول (ص) سنت يواځې د نمونځونو اودسونو تر مسائلو پورې محدود شول او په سياسی، اقتصادی، قضائی اجتماعی، فرهنګی او په تېره بيا جنګی وغېر مسائلو کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پېروۍ په ځاے د خپلو نفسانی خواهشاتو پېروۍ ته د اسلام نوم ورکړې شو. چې د دې خبرو د دليل لپاره د اکثرو مسلمانو واکمنانو له کردار څخه د تاريخ کتابونه ډک دی. د تش په نامه مسلمانو واکمنانو د جنګ د دغه روش يو غټ نقصان دا وشو چې غېر مسلم عالمان او پوهان يا د ويرې او يا هم د يو مقصد لپاره په ظاهره مسلمانان شول او بيا يې د اسلام په جامه کښې داسې کتابونه وليکل او يا يې د روايتونو په نامه د مسلمانانو په کتابونو کښې داسې مواد داخل کړل چې يې نه يواځې اسلام ټوټې ټوټې کړ بلکې د اسلام په زرينو او د بشريت د خېر ښېګړې ښکلی تعليماتو باندې يې ګردونه وغورزول.
همدا رنګ بل نقصان دا وشو چې په غېر مسلمه نړۍ کښې د اسلام غوندې د امن او سلامتيا دين يې په يو دهشت ګرد او د تورې له لارې خپور شوی دين باندې مشهور کړ.
ارواښاد مولانا مودودی صېب هم چې په نړيواله سويه کله د غېر مسلمو لخوا په اسلام باندې د ډول دا تورونه وليدل نو په ځواب کښې يې (( خلافت او ملوکيت )) نومې کتاب وليکۀ او دا خبره يې په ګوته کړه چې د تورې په زور د اسلام په خپرولو کښې د اصل اسلام يا د اسلام د راوړونکې هستۍ څه قصور نشته بلکې قصور د هغو ملوک ډوله مسلمانو واکمنانو دے چې د اسلام په نوم يې غېر اسلامی اعمال تر سره کړی دی .
نو بس که نن د مسيحيانو پوپ يا د هغۀ په ډول نور غېر مسلمه عالمان او پوهان په تاريخ کښې د ځينو مسلمانو واکمنانو دغه تريخجن اعمال د اسلام تعليمات ګڼی او يا يې د اسلام په مبين الهی دين پورې غوټه کوی نو دا به غټه بې انصافی وی ځکه چې که د مسيحيت او په تېره بيا د کليسا د مذهبی مشرانو تاريخ ولټول شی نو هغوی تل د عقل، علم، سائېنس او ټېکنالوجۍ مخالفت کړے دے او که چا د سائېنس او ټېکنالوجۍ له لارې يو څيز ايجاد کړے يا يې يوه سائېنسی نظريه وړاندې کړې ده نو د کليسا لخوا پرې فتوې لګېدلی او د عقائدو د تحقيقاتو لپاره جوړ شويو عدالتونو او محکمو ته راښکل شوی دی او حتی اعدام او پانسی شوی دی او همدا رنګ په مختلفو دورونو کښې هغو واکمنانو چې مسيحی يا يهودی دين يې درلود چې کوم ظلمونه په خپلو مخالفينو په خاصه توګه مسلمانانو باندې کړی دی د تاريخ کتونکو نه پټ نه دی او لرې به نه ځو په اوس حال کښې د صهيونسټ رژيم واکداران چې ځانونه يهوديان او د حضرت موسی (ع) پېروکار ګڼی او د بوش په شان د امريکې ظالم واکداران چې ځانونه د عيسائيت دين او حضرت عيسی (ع) پېروکار بولی ظلمونه لکه د نمر څرګند دی او د انسانيت د تباهۍ لپاره يې د ډله ايزو وژلو ډول ډول اېټمی، کېميائی او زهرجنې وسلې جوړې کړی او حتی په هېروشيما او ناګه ساقی باندې يې دغه اېټمی وسلې استعمال کړی هم دی او اوس هم په عراق، افغانستان غوندې هېوادونو کښې بې ګناه مسلمانان د مسېحيت د دغو دعوېدارانو له لاسه په اور او وينو کښې لوغړيږی، او هم په دې وروستيو کښې په لبنان باندې د يهودی دين او د حضرت موسی (ع) د پېروکارۍ دعوا کوونکی صهيونېسټ رژيم چې شا ته يې ټوله مسيحی نړۍ ولاره ده په خپلو ظالمانه حملو سره د زرګونو بې ګناه ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او ځوانانو قتل عام وکړ او اراده يې لرله چې له لبنان نه پس په نورو اسلامی هېودونو کښې د مسلمانانو په قتل عام سره د هغوی په ملکونو باندې قبضه وکړی او د دنيا او په خاصه توګه د مېنځنی ختيځ نقشه بدله کړی يعنې سل په سلو کښې يې د امريکې ، انګرېزانو او صهيونېسټ رژيم په غلامۍ کښې راولی خو خداے پاک د ځمکې په سر د خپل حجت د قائمولو لپاره ورته هغه يو موټے حزب الله چې نه ورسره الوتکې وې، نه ټېنکونه، نه توپې، نه سمندری بېړۍ او کيشتۍ وې ټينګ ودروۀ او د نړۍ په پرمختلليو وسلو سره سنبال شېطانی قوت او د هغۀ بادارانو او ملاتړو ته يې يوه تاريخ او معجزه ډوله ماتې ورکړه او د وسلو په نوې ټېکنالوجۍ باندې يې د ايمان غلبه په عملی توګه دنيا ته وښوده. خو امريکه، اسرائيل او برطانيه بيا هم له ظلم او ستم نه لاس نه اخلی او خداے خبر چې نورې څه څه ارادې لری. خو د يهودی او عيسائی دينونو د پېروکارۍ دعوا کوونکو د دغو واکمنانو د دومره ظلمونو او ستمونو باوجود اسلامی نړۍ دومره له انصاف نه کار اخلی چې د دوی د ظلمونو په خاطر د دوی دينونه نه تورنوی او نه دا کارونه د دوی د دينونو تعليمات ګڼی او نه دا وائی چې نعوذ بالله چې دا حکمونه ورته حضرت موسی (ع) يا حضرت عيسی (ع) ورکړی دی بلکې دا ټول د دغو ظالمانو حاکمانو ذاتی فعل ګڼی. لکه يوه ورځ د ايران د اسلامی انقلاب بنسټ اېښودونکی ارواښاد امام خمېنی صېب د امرېکې ولسمشر کارټر ته په خطاب کښې وويل چې تاسو مسيحيان دا وائئ چې حضرت عيسی (ع) فرمايلی دی ((چې که څوک درنه په مخ يوه څپېړه وباسی نو ورته دا بل مخ هم ونيسه)) که څه هم مونږ مسلمانان داسې نا معقوله او له عقل، منطق او انصاف نه د لرې خبرې نسبت يو الهی پېغمبر ته نه شو ورکولې خو بيا هم چې ستاسو دا عقيده ده نو ايا تاسو چې د حضرت عيسی (ع) د پېروکارۍ دعوا کوئ په دغه قول باندې عمل کوئ؟ نه بلکې د دغه قول برعکس عمل کوئ. او همدا رنګ د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد هم د امريکې ولسمشر ښاغلی جارج بوش ته دا خبره کړې ده او وروته يې اشارتاً د امريکايانو، انګرېزانو او صهېونېسټانو لخوا د بې ګناه خلکو قتل عامونه، په نورو هېوادونو باندې تيری، او د هغوی ظلمونه او ستمونه په ګوته کړی دی او پوښتنه يې ترې کړې ده چې ايا دا کارونه له هغه چا سره ښائی چې د حضرت موسی (ع) او حضرت عيسی (ع) د پېروکارۍ دعوا کوی؟
مطلب دا چې د دغو ظالمو حکومتونو د غلطو سياستونو په وجه مونږ هيڅکله د هغوی دينونه نه تورنووو خو په يهودو او عيسائيانو او په خاصه توګه د دوی په مذهبی مشرانو کښې هډو انصاف نشته او د تش په نامه مسلمانو واکمنانو د ذاتی سياستونو او ظلمونو په وجه د اسلام مبين دين او د دې دين ستر الهی پېغمبر رحمت اللعالمين خاتم النبيين حضرت محمد مصطفی (ص) تورنوی. خو دلته به دا خبره وکړو چې د دا ډول بې منطقه او بې دليله وېنا د دغه پوپ خپله وېنا نه ده بلکې د دې شا ته امريکه، برطانيه او صهېونېسټ رژيم غوندې شېطانی قوتونه دی ځکه چې د دا ډول کارونه څه نوې خبره نه ده بلکې له سلمان رشدی او تسليمه نسرين نه واخلې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د ګستاخانه کارټونونو د جوړولو او د ګوانټانامو په جېل کښې د قران مجيد د بې حرمتۍ تر وخته پورې دوام لری او دا ټولې لوبې د اسلام او مسلمانانو په خلاف د يو خطرناک سازش کړۍ دی چې د شپاړسم بنېډېکټ پوپ وروستنۍ وېنا هم د دې سازش يوه برخه ده. او دا لوبه به لا روانه وی د نړيوال استکبار او عالمی کفر لخوا د دغو ټولو سازشونو د ناکامولو يواځېنۍ لار د مسلمانانو په خپل دين باندې په صحيح توګه پوهېدل، دينی او سياسی بېداری او په خپلو کښې يووالے او پېوستون دے او په خپل منځ کښې د داسې متحجره او جاهلو ډلو چې اسلام په فرسوده او وروستو پاتې شکل کښې يا په خپله او يا هم د امريکې په سازش سره وړاندې کوی مخنيوے دے.
او د اسلامی هېوادونو سياسی او مذهبی مشرانو ته پکار دی چې په دې نازک دور کښې چې هر خوا ته د اسلام په خلاف مختلف جالونه خوارۀ شوی دی خپلو سياستونو او مذهبی باورونو ته بيا يوه کتنه وکړی او د تعصب عېنکونه دې له سترګو لرې کړی او خپل هېوادونه دې لکه د ايران په شان د امريکې له غلامۍ نه ازاد کړی او که د استکبار د حملو، تېريو او ظلمونو په وړاندې مقاومت او مبارزه کول غواړی نو بيا دې د لبنان حزب الله د ځان لپاره نمونه وګرځوی. ځکه چې هغوی په عملی توګه د خداے د دې پاک کلام چې: (( وَ اَنْتُم لاَعْلَون اِنْ کُنْتُمْ مومِنين )) تفسير په عملی توګه دنيا ته وښودو چې د مومن لپاره ماتې او شکست نشته بلکې تل به غالب او کامياب وی او په اسلام کښې د تېښتې او پټېدو ګنجائش نشته هر څه چې وی په مېدان به وی او د خوشحال بابا (رح) په قول چې
پـــه جهان د ننګيالی دی دا دوه کاره
يا به وخوری ککرۍ يا به کامران شی
يعنې د دې دوو ترمنځ بله خبره په اسلام کښې نشته او هر کله د کفر په لاس دې ماتې وخوړه او ذليل او خوار شوې نو پوه شه چې د قران مجيد د ذکر شوی مبارک ايت له مخې مومن نه يې او هسې په خوله مسلمان يې .
په هر حال مونږ د شپاړسم بنېډېکټ پوپ دا غېر ذمه دارانه او له تعصب نه ډکه وېنا په سختۍ سره غندو او هغۀ ته پکار دی چې نه يواځې له مسلمانانو نه بخښنه او معافی وغواړی بلکې له خپلې عهدې نه دې څنګته شی ځکه چې د دا ډول کس چې د شېطانی قوتونو د سازشونو په عملی کولو کښې ونډه لری د نړۍ د يو دين د پېروکارو مشری نه شی کولې او د دې مشرۍ اهل نه دے.