فاتحه مه راکوۍ !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجينر عبدالکبير کاکړ

يا مې مړ کړۍ يا مې ګوانتنامو ته واستوۍ!
دا د هغه افغان زارۍ او ننواتې دي چه د ۲۰۰۸ ميلادي کال د آګست په مياشت کې کله چې امريکائې پيلوټانو ًد شينډنډ دعزيزآباد په کلي باندې ، بمونه وغورځول او په راکټونو ئې وويشت اود ښځو ، ماشومانو ، واړو او زاړو په ګډون یې نوي تنه بې ګناه انسانان شهيدان کړل او له خپلې کورنۍ څخه يوازې دی ژوندی پاتي شو. په دغه پېښه کې دده پنځه اولادونه او ښځه په شهادت و رسيدل، له دې څخه مخکې هم ( ًامريکائې سوله ساتو ځواکونوً) د اروزګان په ولايت کې د واده په مراسمو باندې بمونه غورځولي ول او څه د پاسه شپيته تنه ئې په شهادت رسولي ول ، څوځله ئې د ننګرهار په ولايت کې په بې ګناه انسانانو بمبارۍ کړې وې ،په دې وروستو کې ئې د واده په ګډون کوونکو ګولۍ و اورولې ، د يوشمير ښځو ،وړو او زړو په شمول یې ناوې هم په شهادت ورسوله . تر دې دمه دوی د نورستان ، کنړ ، لغمان ، پکتيا ، خوست ، قندهار ، هلمند او په یو شمیر نورو ولايتونو کې هم پر کلیو او بانډو بمبارۍ کړۍ دي او بې ګناه افغانان ئې په شهادت رسولي دی. دوی کله ناکله د خپل جرم او ګناه څخه په ډير غرور عذر هم غواړي ، خولکه چې وايې
ً آزموده را آزمودن خطا است ً . دا ځل ئې بيا هم خپله اصلي څيره را وښوده او د شينډنډ د عزيزآباد په کلي ئې بمبارۍ وکړې چې نوي تنه ئې شهيدان او يو زيات شمير ئې زخميان او په وينو ولړل.
د يوې کورنۍ ټول يوولس تنه غړي شهيدان شول او هيڅ څوک ترې ژوندۍ پاتې نه شو ، د بلې کورنۍ شپږ تنه شهيدان شول او يواځې د اولادونو پلار ژوندۍ پاتې دی ، دده حال له همده څخه واورۍ:
فاتحه مه راکوۍ! مړمې کړۍ ! اۍ مسلمانانو او نړيوالو ! وګورۍ زما ګاونډي ته ! محشر څه ته وائې؟ همدا محشر دۍ ، همدا قيامت دۍ ، ګاونډی مې د خپلو يوولسو ماشومانو اود کورنۍ له نورو غړیو سره ووژل شول ، هيڅ څوک ترې ژوندی پاتې ندی چې د نورو په مرګ وژاړي ، هغوۍ خو بيا نيکمرغه ول ، کاشکې زه هم د هغوۍ غوندې وژل شوی وای ، زه څومره بد مرغه يم ، زه څنګه او ولې د خدای په قهر او غضب اخته شوم چې ژوندۍ پاتی شوم ، زه د خپلو شپږو اولادونو او د کورنۍ د غړو په کوم مړي وژاړم او اوښکې پرې تویې کړم . نورخو نه يادوم مګر کوچنۍ عبدالله جان می آرام ته نه پريږدي . دعبدالله ګوټی ککرۍ می د خاورو او دوړو له منځه راپيدا کړه ، يو لاس او دوه پښی می هم ورته پيدا کړل ، هغه می د سر لاندی ورته کيښودل ، سترګی ئې خلاصی پاتی وې ، نه پټيدې ، زما سترګو ته ئې کتل ، شايد چې له ما څخه ئې د خپل ځان اوبدن ټوټی غوښتی خو پيدا می نکړی ، ما خو د وجود ټوټی ئې ډيری ولټولی ، خو پيدا می نکړی ، يو لاس ئې هم ورک وه ، عبدالله ګوټۍ می ځوروي ، اوښکی می وچی شوی دي ، نه می ژړا ته پريږدي اونه می آرام ته . پرون می د نورو اولادونو سره يوځای ، قبر ته وسپاره ، ښخ می کړ او ښه می تر خاورو لاندی پټ کړ ، خو بيا می هم آرام ته نه پريږدي ، رښتيا په ياد می شوه چې هغه خو اوړمه ورځ له ما څخه مڼی غوښتی وې ، ما وعده کړې وه چې بل سبا به ئې له بازاره ورته راوړم ، ما خو د منصور ، اکبر ، انځر او عمر سره هم د مڼو وعده کړی وه ، ای خدايه ! زه خو د ټولو پوروړۍ پاتی شوم ، په وعدی می وفا ونکړی شوه ، کاشکی زه هم له دوی سره يو ځای مړ وای.
ای د وطن ً مشره ً ! ای ً قدرمن ً جمهور رئيسه! هيله کوم هدايت ورکړه ، امر وکړه چې ما هم ووژني او له اولادونو سره می يوځای ښخ کړي ، ما خپله وينه تاسو ته بښلی ده ، زمونږ مرګ خو هسی هم مُباح دۍ ، مونږ خو د ً وښو ً په خوړلو لوی شوي یو اوهمداسې مو ژوند کړی ، نو د خدای لپاره ، ما مړکړه چې نور نو د عبدالله جان سترګی مې ونه ځوروي ، خپل ټوټی ټوټې بدن رانه ونه غواړي ، هغه انتظار باسي ، هغه پلار غواړي ، هغه ما غواړي ، هغه ته خپل پلار واستوه!
د عبدالله ګوټي سره مرسته وکړه ! زه درته دوعا کوم ، ستا سرلوړي او خوشحالي د وړوکي جمهورزاده جان(شاهزاده) سره ، له خدايه غواړم ، ومی بښه چې نوم ئې رانه هيرشوی دی ، ته ورسره لوبی کوه ، هغه خوشحال ساته ، هغه ته خو ښاغلي سرکوزي د لوبو لپاره ښايسته ريل ، سوغات راوړی دی ، حتماً ښاغليوبوش ، ګولډن براون ، ديکچيني او نورو به هم ښه ښه سوغاتونه ورته راوړي وي ، خوشحاله به وي ، خدای دی لا هم خوشحاله لري ، ته دی ورسره هم آرامه اوسی ، خو د همدې نازولي پر سرقسم درکوم چه مړمی کړه ، ما له خپلی کورنۍ سره يوځای ښخ کړه عبدالله ګوټی زما دراتلولاره څاري،هغه هره شيبه ګوري او ما غواړي.
ای د پارلمان قدرمنو نمايندګانو!
تاسو خو د ملت ً غم خواران ً ياست تاسی راسره مرسته وکړۍ ، زما واسطه شۍ ، له امريکايانو هيله وکړۍ چې يوه چورلکه يا ب ـ۵۲ الوتکه را واستوي ، زه يواځی پاتی يم ، که ئې مړ کړم ، وينه می تاسو ته بښم ، خو زما د وجود يوه ټوټه هم که پاتی وه ، هغه راته د عبدالله جان په څنګ کی ښخه کړۍ.
اۍ زما د ګران هيواد خويندو او وروڼو!
له تاسو څخه څه نه غواړم ، تاسی هم څه نه لرۍ ، له تاسو څخه دوعا غواړم ، ټولو ماشومانو ، ښځو او نارينه وو ته (وړو او زړو ته) ، همدی ټولو نوي تنو ته چې ًامريکائې دوستانو ً ووژل ، او زما عبدالله جان ته دوعا وکړۍ.
ای زمادګران وطن د ملي اردو او ملي څارندوی افسرانو او سربازانو!
قربان مو له نامه شم ، قربان مو له غيرت او همت شم ، تاسو خو د وطن د استقلال او ارضي تماميت ساتونکي ياست ، تاسو خو د قانونيت ، مصئونيت او عدالت ضمه واران ياست ، تاسو خو زمونږ د خوارو او ځپل شوو وطنوالو د سر ، مال او ناموس ، ساتونکي ياست ، له تاسو څخه مننه کوم چې داسې خطيره ، ملي او حياتي دنده سرته رسوۍ ، کور ودانۍ درته وايم ، خوله تاسو څخه هم يوه هيله لرم چې د خپلو امريکائې
ً دوستانو ً خيال ساتۍ ، دوی ًميلمانه ًدي چې درڅخه خفه نشي ، ددوی له ً مرستو ً څخه داسی قدرداني وکړۍ لکه چې سروالان ئې کوي ، خپل جمهوررئيس اوخپلو ًدوستانوً ته ښه خدمت وکړۍ او ورته وفاداره اوسۍ
قدرمنو د ناتو او ددوی د متحدو هيوادو افسرانو او سربازانو!
تاسی خو هسې هم ، بی له قيد او شرطه زمونږ هيوادته ، بی له کومی بلنی راغلي یاست . په خپلو عملياتي فعاليتو کی پوره آزادي لرۍ هرڅه چې غواړۍ ، سرته ئې رسوۍ ، زمونږ په هيواد کی ستاسو پر سر ، بل سر نشته ، نو له تاسو هيله کوم ، له ما سره مرسته وکړۍ ، هغه داچی که بيا هم ژوندۍ پاتی شوم نو زموږ د هيواد له ًمشر ً (جمهور رئيس) او امريکائې ً دوستانو ً څخه وغواړۍ چې : که می نه وژني نو ، مادې ګوانتنامو ته واستوي ، زه په دی پاکه او مقدسه خاوره کی نور اوسيدلۍ نشم ، ما خپل افغاني غيرت ، همت او ميړانه له لاسه ورکړيده ، زما د انتقام حس مړشوی دی ، زه د عبدالله جان او د ټولو نوي تنو کليوالو شهيدانو پوروړی يم نو ما ګوانتنامو ته واستوۍ ، هلته چې زما سرکښه
مظلوم او بی ګناه وطنوال اوسيږي ، دا هغه ګوانتنامو ده چې امريکا يانو
او غربي متحدينو ته ئې په دې يوويشتمه پيړۍ کې ، د بشر د حقوقو څخه د دفاع او د ديموکراسۍ سمبول ګڼل کيږي او پری وياړي.



يادونه : منصور ، اکبر ، ا نځر او عمر ئې هم ځامن دي چې لکه د عبدالله جان په شان په شهادت رسيدلي دي. انجينر عبدالکبير کاکړ
جرمنی ۳۰ . ۰۸ .۲۰۰۸