د اوبامه دروغ او مکاري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدکریم نور



د سېپتمبر پر 23 ولسمشر اوبامه د ملګرو ملتونو په تالار کې خپله وینا واوروله چې خورا له مکر، دروغو او اړوپېچ خبرو څخه ډکه وه . له "سهار په خیر" څخه وروسته یې په دروغو او مکارۍ پیل وکړ :

"زه ستاسې مخته راغلی یم . . . . . . . او هوډ مې کړی دی چې خپل وطن او د باندې (بهرنیو ملکونو لپاره) په بشپړه توګه او زړورتوب سره د عدالت، نېکمرغۍ او ښېرارۍ لپاره کار وکړم ."

امریکا په خپل تاریخ کې تر اوسه پورې پرته له لوېدیځ المانه په هېڅ ځای کې ښېرازي نه ده کړي . په المان کې یې هم زړه نه وو، خو دا چې المانان ویښیار او پوه خلک دي، د امریکا له مکر او دروغو څخه یې ګټه واخېسته . بلخوا په سړه جګړه کې امریکا لوېدیځ المان ته اړه وه . که چېرې لوېدیځ المان همداسې جګړه ځپلی پاتې وای، نو کېدی شوای چې د ختیځ المان په څېر د کمونیزم پر خوا تللی وای چې په پای کې به کمونېست المان د لوېدیځې اروپا او امریکا لپاره ان له هېتلر څخه هم ستر ګواښ ګرځېدلی وای .

اوبامه وایي چې په تېرو څو کلونو کې خلکو امریکا ته د شک په سترګو کتل او لاملونه یې د امریکا په اړه ځینې غط مالومات ګڼي . خو بل ځای بیا په خپله مني چې امریکا تر ډېره ځایه په خپل زړه او یوازې سر سره عمل وکړ . حقیقت هر ګوره بل څه دی :

خلکو امریکا ته د شک په سترګو نه کتل، بلکې امریکا خلکو ته د شک په سترګو کتل . له همدې کبله یې ټوله نړۍ مجرمه ګڼله او په چا یې چې هر چېرته وس ورسېد، ویې کړول . هغه که زموږ د وطن کوم خوار شپون وو، که د بالیووډ شاروخ او که په خپله کوم امریکایي مسلمان . خلکو هر ګوره د امریکا پر اړه د هغو لاسوندونو پر بنسټ قضاوت کاوه او لا یې کوي چې امریکا یې هره ورځ د خپلو جرمونو په تر سره کولو کې په تر شا پرېږدي .

ښاغلی اوبامه وایي : "اوس لکه ستاسې ټولو په توګه، زما دنده دا ده چې د خپل ملت او خپلو خلکو په ګټه کار وکړم، او زه به هېڅ وخت د دغو ګټو د ساتلو لپاره بښنه ونه غواړم ."

افغان ولس او نړیواله ټولنه پوښتي : آیا د نګه ساکي، هېروشیما، نیکاراګوا، کولمبیا، وېتنام، لا اوس، المان، فلسطین، عراق او په افغانستان کې پر ولسي خلکو د بمبارد او ټولوژنو په وخت کې مو له چا څخه بښنه وغوښته؟ آیا هلته مو هم خپلې ګټې ساتلې که مو د خلکو او نورو ولسونو ګټې چور او تالانولې او لا یې تالانوئ؟

اوبامه خپله او د امریکا څېره په خپله سپړي :

"موږ پوهېږو چې راتلونکې یوازې په خبرو نه بلکې په کړنو سره جوړېږي . . . . . څوک چې زما د ملت شخصیت او علت تر پوښتنې لاندې نیسي، زه له تاسې څخه غواړم چې ټولو هغو کړو وړو ته وګوري چې موږ یوازې په نهو میاشتو کې تر سره کړې دي . . . . . ما د امریکا په لاس د خلکو کړول او ځورول بند کړل، د ګوانتانامو د بندولو امر مې ورکړ، او موږ هر سخت کار کوو چې د ښندوالۍ (افراطیت) د ځپلو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړ کړو . خو هر ملت باید پوه شي چې امریکا به د خپلو ارزښتنو پر بنسټ ژوند وکړي او زموږ لارښوونه به هر چاته یو مثال وي .

راتلونکې ریښتیا هم په خبرو نه جوړېږي، خو د امریکا کړه وړه پرته له ځناورتوب، چور، ویجاړولو، ملت وژلو او بمبارد څخه بل شی نه دي . په دې وینا کې اوبامه د امریکا هغه پالیسي برلا کوي چې بوش پر مخ وړه . دی پوهېږي چې د بوش کړنې تر اوسه پورې غیر قانوني وې . خو د ده (بوش) ټولې کړنلارې د امریکا د سنا جرګې په منښت وي . نو ځکه یوازې بوش مسئول نیول بس نه دي، بلکې د سنا جرګه په ټولو هغو جرمونو کې ککړه ده چې امریکا په عراق او افغانستان کې له خلکو سره کړي دي او لا یې کوي .

د سیپتمبر پر 27 د بي بي سي انګرېزۍ تېلویزیوني خپرونې خبر ورکړ چې د ګوانتانامو د تړلو مسئوله ډله وایي :
"ګوانتانامو لکه څنګه چې تصمیم نیول شوی وو، په هغه وخت نه شي تړل کېدای ."

ګوانتانامو که ریښتیا هم وتړل شي، کړول او ځورول د امریکا لوښه او تل پاتې پالیسي ده . د بشر د حقوقو ډله اوس هم داوه کوي چې په بګرام کې له بندیانو سره تر ګوانتانامو هم ډېر ناوړه چلند کېږي . په همدې ډول ډېرو باوري خبري رسنیو خبر ورکړ چې په بګرام کې اوس کړول دوه چنده شوي دي، ځکه چې د ګوانتانامو کړول یې بګرام ته را سرباری کړي دي .

اوبامه د افغانستان او پنجابستان په اړه وایي :

"موږ او نور ملتونه له پاکستان او افغانستان سره مرسته کوو چې د حکومت کولو ظرفیت ته پرمختګ ورکړي، او خپل حکومت په خپله رهنمایي کړي، تر څو د خپلو خلکو لپاره د امنیت چانس په خپله برابر کړي.

که څه هم چې د پنجابستان کرغېړن بنسټ په فساد او رشوت اېښودل شوی دی، خو په افغانستان کې د امریکایانو تر راتګه نه دومره فساد وو او نه هم دومره شډله اداره . که امریکا په راتلونکې کې دا ډول د حکومت کولو وړتیا افغانانو ته ورښیي، نو دا به په ریښتیا هم پرمختګ وي، خو د مرګ او نشت پر لور .

اوبامه د خپل انسانیت او انساني چلند څرګندونه کوي :

"موږ د بشر د حقوقو له ګروپ سره یو ځای شوو ."

په 2003 کال کې امریکا د بشر د حقوقو له سازمان څخه په رسمي توګه ووته، ځکه چې د بشر د حقوقو سازمان په دوی نیوکې کولې . په لمړي سر کې به امریکا د دغه سازمان هر پرېکړه چې د دوی د جرمونو ښوونه به یې کوله، ردوله . یو څه وخت وروسته یې دغه سازمان تورن کړ چې ګواکي د امریکا پر ضد تبلیغ کوي . خو اوبامه اوس نړیوال احسان باره کوي چې د بشر د حقوقو له سازمان سره بیا یو ځای شوي دي . دغه یو ځای کېدا د بشر د حقوقو ډلې ته کومه ګټه نه لري، ځکه چې د تېر وخت په څېر به بیا هم ټولې هغه پرېکړې رد (وېتو) کړې چې د دوی کړه وړه غندي . د بشر د حقوقو د سازمان لپاره د امریکا غړیتوب د شرم او خپګان خبره ده ځکه چې مظلومان به پوښتي چې مجرم څنګه کولای شي چې په خپله قاضي شي؟

اوبامه د معیوبینو او معلولینو سره د مرستې باټې ولي :

"موږ د معلولینیو د حقوقو د ستاتنې پریکړه امضا کړه ."

دغه معلولین او معیوبین څوک دي او چا ګوډ او مات کړل؟ امریکا په عراق او افغانستان کې په خپلو ړندو بمباریو، راکټونو، کمیاوي-بیولوژیکي او کمزورو اتومي وسلو، کړولو او بندي کولو دومره خلک ګوټ او مات کړل چې شمېر یې د بشري حقوقو له سازمانونو څخه ورک دی . د نکه ساکي څخه نیولې تر هېروشیما، لااوس، عراق او په افغانستان کې په میلیونونو مېرمنو داسې ماشومان وزیږول چې د مور په ګېډه کې یې خپله طبعي بڼه امریکایي زهري وسلو له منځه وړې وه . امریکا که دغه انساني ضد جرمونه نه وای کړي، نو به ګوډ او مات شتون درلود او نه به هم د دوی د حقوقو د ساتلو کومه ټولنه .

اوبامه د ترهګرۍ او ښندوالۍ پر ضد د هڅو په اړه وایي :
"تاسې غور وکړئ که چېرې موږ په خپلو هڅو کې ناکامه شو، نو ښدوالې (افراطي) ډلې به په نړۍ کې ترهګري کوي، تاوتریخوالۍ به پایښت (دوام) ولري، ټولوژنه او ظلم به په لویه پیمانه سره روان وي او نېستي به تل پاتې وي .

آی اېس آی چې په افغانستان، هېند او کشمیر کې پر ترهګریزو کړو وړ بوخت دی، د چا ملګری دی؟

څوک ورسره لوجېستېکي او نظامي مرستې کوي؟

آیا آی اېس اې د امریکا او انګرېزانو په غوښتنه په افغانستان کې جګړه د 30 کلونو لپاره ونه غزوله؟

آیا پنجابستان په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او کشمیر کې په بې ګنا خلکو ظلم نه کوي؟
ایا القاعده افغانانو راجوړه کړه که په خپله د امریکا سي آی اې او آی اېس آی؟

آیا همدغه د القاعده غړي چې نن له امریکا سره په لوبو بوخت دي، د سي آی اې په لوجېستیکي او نظامي مرستو د کوسوو او البانیا په جګړه کې ونه کارول شول؟

آیا د حزب الله غړي چې امریکا او اروپا یې ترهګر بولي، کوسووو ته د سي آی اې په الوتکو کې رانغلل؟

آیا په افغانستان کې طالبانو ته همدا امریکا او انګلستان وسلې نه ورکوي؟

د پښتو بي بي سي د خبر پر بنسټ په بغلان کې افغان پولیس طالبانو ته خپلې وسلې ورکوي . آیا افغان پولیس دومره خپلواک دي چې دا کار وکړای شي؟

له بده مرغه نه افغان پولیس دومره زړور دي او نه هم طالبان دومره ویښیار او په وطن مین، او نه هم دغې پېښې کومه ناڅاپي ( تصادف) دی، بلکې دا ټول د امریکا د پلان له مخې کېږي . که طالبان ساټې باټې ولي چې دومره امریکایي سرتېري یې ووژل، دا کومه د یادښت وړ خبره نه ده . امریکا پوهېږي چې د خپلو سوداګریزو، سیاسي او ستراتیژیکو ګټو د خونديتابه لپاره باید یو څو بې مور او پلاره امریکایي ځناور هم ووژل شي . ګټه په تاوان کېږي، هره جګړه یو نوی اوښتون رامنځته کوي او هر اوښتون په وینو رامنځته کېږي او ککرۍ خاورې کوي .

په نړۍ کې اوسنۍ نېستي او خواري امریکا رامنځته کړه . اوسنی نړیوال اقتصادي ناورین د افغانانو کار نه وو، بلکې د امریکایي لښکرو او جګړو له امله منځته راغی . که ریښتیا هم بنسټپالو او ترهګر دا ناورین رامنځته کړی وي، نو هغوی خو هم امریکا جوړ کړل . له 2001 څخه تر 2008 پورې د ترهګرو شمېر چې لس چنده شوی دی، د امریکا د خوني او ویجاړوونکې پالیسۍ له امله.

اوبامه د سولې په اړه وایي :

"د نړۍ د سولې جوړښت د یوه سړي، یوه ګوند او یوه ملت کار نه دی . . . . دغه به نه د لویو ملتونو، نه د وړو ملتونه سوله وي، دغه باید داسې سوله وي چې د ټولې نړۍ په همکارۍ باندې تکیه وي .

په نړۍ کې خو یوازې امریکا په جګړه بوخته ده . له سړې جګړې را وروسته همدا امریکا او د دوی ملګري او ګوډاګیان جګړه کوي . امریکا په فلطسین کې د یهودي غلامانو په مرسته جګړه کوي، په عراق او افغانستان کې په خپله خلک وژني، پاکستان ته یې امر کړی چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې همداسې په بلوچستان، پښتونخوا، هېند او کشمیر کې جګړه روانه وساتي . نو سوله هم پر امریکا پورې تړې ده . که امریکا سوله غواړي، نو خوامخوا به راشي . له دوی څخه پرته ټوله نړۍ سوله غواړي .

اوبامه د ملګرو ملتونو د جرګې په اړه وایي :

دغه جرګه معمولا د ملتونو د یو ځای کولو او د حل پر ځای د واټن د راپیداکولو ځای ګرځېدلی دی . د دې پر ځای چې دلته ستونزو ته حل پیدا کړي، په دغه ځای کې له غم او اندېښنې څخه ناوړه ګټه اخلي او سیاسي لوبي کوي.

د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر اوسه هېڅ ملک دومره پرېکړې نه دي رد (وېتو) کړې لکه امریکا . په دویم ګام کې انګلستان راځي . کله چې د ملګرو ملتونو پرېکړې رد شي، په دې مانا چې نړۍ یو خوا وي، خو وېتوکوونکی هېواد بلخوا . نو دا په خپله ستونزې ډېروې، او همدا سیاسي لوبې او د ملتونو د یو ځای کولو پر ځای د دوی تر منځ واټن راولي . دغه کارونه سوله خوښوونکي ملتونو نه کوي، بلکې هغه ملتونو چې نړۍ سوځوي . کله چې د عراق د جګړی په اړه ملګرو ملتونو د امریکا امر ونه مانه، امریکا په زغرده وویل : "موږ ملګرو ملتونو ته اړ نه یو، بلکې دوی موږ ته . او امریکا به هر یوه (د ملګرو ملتونو غړي) ته پوره سزا ورکړي . ځکه چې موږ له وخته وویل : یا به له موږ سره واست یا له ترهګرو سره . "

اوبامه د ملګرو ملتونو د راتلونکې په اړه وایي :

دا زموږ خوښه، کېدای شي چې د هغو نسل په نامه سره یاد شو چې د شلمې پېړۍ ناندرۍ یې یوویشتمې پېړۍ ته کش کړې، سخت تصمیمونه یې ځنډولي، راتلونکې ته یې نه دي کتلي او د سولې په ساتنه کې ناکامه شوي دي . او دا ځکه چې موږ ځانونه د هغه څه لپاره جوړ کړل چې باید پر ضد یې وای . او یا هم کېدای شي چې داسې یو نسل شو چې ان د سمندر ها غاړې ته وګورو، یو ځای شو او د بشریت د ګټو لپاره کار وکړو او په پای کې دغه انستیتوت ته چی ملګرې ملتونه نومېږي یوه مانا ورکوي .

دا ټولې خورا ښې خبرې دي، خو امریکا تل هغه کوي چې په نړۍ کې جګړه رامنځته کړي او د ملګرو ملتونو د انستېتوت مانا تر پښو لاندې کړي .

اوبامه د یوې ښېرازه راتلونکې کېدون سپړي : یوه د سولې او ښېرازۍ راتلونکې هغه وخت لاسته راوړلای شو که چېرې د ټولو ملتونو حقوق وپېژنو، خو هر ملت خپلې پازې (مسئولیتونه) لري . . . . . د اتومي وسلو مخنیوئ او بې وسلې کول، د سولې او منیت خپرول، د چاپېریال ساتنه، او نړیوال اقتصاد چې تولو خلکو ته د پرمختګ موکه ورکوي .

اوبامه په خپله برسېرنه وینا کې ریښتینی دی، خو آیا امریکا به د خپلې تګلارې سره مخالفت وکړي، آیا امریکا به د نورو ملتونو رښتې (حقوق) وپېژني او دوی ته به درناوی وکړي؟

له بده مرغه امریکا خپل مسئولیت یوازې د ترهګرۍ، جګړې او د بشریت وژلو ته ځانګړی کړی دی . نو سوله او امنیت به څنګه رامنځته شي؟ امریکا هره ورځ په سیده او ناسیده توګه په زرګونو کمیاوي-بیولوژیکي او نورې ډول-ډول وسلې کاروي، نو چاپېریال به څنګه وساتل شي او نړیوال اقتصادي پرمختګ به څنګه مخ پر وړاندې روان شي؟

اوبامه همداسې د اتومي وسلو د قاچاق او غلا لپاره د ګډ کار او هڅو غوښتنه کوي، خو له دې څخه انکار کوي چې د دوی غلام (پنجابستان) نه یوازې شمالي کوریا، بلکې همداسې ایران، سوریې او لیبیا ته هم د اتومي تخنیک لارښونې کولې . د دې پر ځای چې پنجابستان ته په نړیواله توګه جزا ورکړل شي، امریکا خپلې نظامي او اقتصادي مرستې څو چنده کړې .

اوبامه د ایران او شمالي کوریا په اړه وایي :

که چېرې دوی د ملګرو ملتونو له نورمونو څخه انکار وکړي، او د اتومي وسلو جوړولو ته د سیمه ییز ټیکاو او د خپلو خلکو د امنیت په پرتله وړاندې والی ورکړي، . . . . نو مسئول به ونیول شي . نړۍ باید په ټینګه سره له یو بل سره ودرېږي او وښیي چې چې نړیوال قانون یوازې یوه خالي ژمنه نه ده، هر پرېکړه به په زور پې ومنل شي . موږ باید دا یقیني کړو چې راتلونکې په وهم او ډار پورې نه وي تړلې .

شمالي کوریا سیمه ییز ټیکاو ته ګرد سره زیان نه دی رسولی، ایران هر ګوره تل خپله هڅه کړې ده . خو تر ټولو ډېر په خپله امریکا نړیوال ټیکاو له منځه وړی دی، د ملګرو ملتونو هره پریکړه یې سپکه ګڼلې ده (کله یې چې په زړه نه وي) او د نړۍ راتلونکې ګواښي . د یوې څېړنې له مخې چې د یوه امریکایي انستېتوت لخوا په 2008 کال وشوه، دا ښیي چې د نړۍ اتیا سلنه برخه خلک اندېښمن دي چې امریکا به د دوی په شا او خوا کې جګړه او ترهګري رامنځته کوي . د عراق د جګړې څخه مخکې ډېرو ملکونو د وسلو جوړول درولي ول، خو د عراق له جګړې وروسته ډېر ملکونه د اتومي وسلو د جوړولو او یا پېرلو تابیا وکړه .

اوبامه د راتلونکې سولې په اړه وایي : ملګري ملتونو د هغې ګروهې پر بنسټ زیږدلي دي چې خلک په نړۍ کې خپل ژوند وکړي، خپلې کورنۍ وروزي او خپلو جنجالونو ته په سوله ییز توګه حل پیدا کړي . خو موږ پوهېږو چې د نړۍ په ډېرو کونجونو کې دغه آیدیال لاسته نه دی راوړی شوی . . . د سولې لپاره باید زموږ هڅې په هغه تصمیم سره پیل شي چې د بې ګنا نرینه، ښځو او ماشومان قاتلان ونه زغمو .

د ملګرو ملتونو پر سر کې امریکا شتون لري چې تل یې دغه منشور د یوې آلې په توګه کارولی دی . که چېرې امریکا ریښتیا هم د ملګرو ملتونو د قانون درناوی کولای، نو ولې یې د عراق یوه ډېره کوشنۍ ستونزه د میلینونو بې ګنا انسانانو په وینو دومره پېچلې کړه چې اوس یې حل ګرد سره ناشونی دی . د اوبامه په خوله (آیادییل) خو په خپله امریکا له منځه وړی دی او لا ترې انکار کوي . د شمالي کوریا له ماشومانو څخه نیولې، تر لااوس، ویتنام، نیکاراګوا، فلسطین، عراق او افغانستان پورې د ټولو ماشومانو، نرینه او ښځو قاتلان یا په خپله امریکایان دي او یا هم د دوی هغه ملګري دي چې په امریکایي نظامي مرستو یې خلک وژلي دي . نو که اوبامه ریښتیا وایي، ولې جورج بوش او د ده خونکاره ډله نه محکمه کوي؟ ولې د سنا د جرګې ټول هغه غړي چې بوش ته یې پالیسي جوړوله، نه محکمه کوي؟ ولې د افغانستان ټوپک سالاران یې ټول په واک راوستل؟

د اوبامه په وینا "ښندوالو ډلو (افراطیانو) خلکو ته پرته له کرکې او ویجاړۍ څخه نور هیڅ شی هم نه شي ورکولای . . . . موږ به القاعدې ته هېڅ پټنځای په افغانستان کې او یا هم په کوم بل ملک کې ورنه کړو ."

امریکا اوس هم فکر کوي چې په نړۍ کې یې خلکو ته مینه، خواخوږي، ښېرازي او سوله ورکړې ده . د دې پر ځای چې د القاعدی پټنځای په پنجابستان، سعدي عرب، اسپانیا، جرمني، انګلستان او په خپله په امریکا کې په ګوته کړي، پر افغانستان یې ور تپي . اوبامه ډاډه دی چې د ده دغه داوه چې ګواکي القاعده په افغانستان کې ده، د طلبا الجاهلین لخوا زبادېږي . لرې نه ده چې یو څو ورځې وروسته طالبان بیا په زغرده ووایي چې القاعده له دوی سره یو ځای او له دوی سره مټ په مټ جګړه کوي .

اوباما په دې ګروهه دی چې "راتلونکې په هغو کسانو پورې اړه لري چې دوی جوړول کوي نه ورانول ."

الحمد لله چې همدا خبره ریښتیا هم ده . افغان مظلوم او دردېدلی ملت باید پوه او ځان تیار کړي چې د افغانستان راتلونکې نه د امریکایانو ده او نه هم د دوی د ناخبره طالب غلامانو، بلکې د پوه او ریښتینو مؤمنو افغان کړېدلیو خویندو او وروڼو!!

اوبامه د فلطسین او اسرایئلو په اړه وایي :

د جګړې بیه زموږ سیاستوالو نه ده ورکړې، بلکې د اسرایئل په سدوروت (د ښار نوم) هغو نجونو ورکړې ده چې په وهم او ډار کې خپلې سترګې پټوي چې اوس به یې په نیمه شپه کې راکټ ژوند واخلي . د دې جګړې بیه د فلسطین د غرا په تراړه کې هغه هلکان ورکوي چې دوی نه پاکې اوبه لري او نه هم خپل ملک . . . . دا د هر انسان مطلق حق دی چې په عزت او امنیت کې ژوند وکړي ."

دا هم شو د صلیبي تاړاکګرو عدالت!

د اوبامه د وینا پر بنسټ یوازې د اسرایئلي ماشومانو پر سر راکټونه رالوږېږي، د فلسطیني ماشومانو ستونزه هر ګوره یوازې پاکې اوبه ده او بل په رسمي توګه هېواد نه لري . خو حقیقت دا دی چې دا فلسطیني ماشومان دي چې له شپېتو کلونو راهیسې یې پر سرونو د امریکا وسلې د اسرایئلي سړي خورو له خوا اورول کېږي .

اوبامه د ناروغیو د ورکولو په موخه باټې ولي چې دوی "63 (دري شپېته) بیلیونه روپۍ د اېډز، تبرکولوز، ملاریا، پولیو او ټولیزې روغتیا لپاره ځانګړې کړې دي .

هغه ناروغۍ چې په عراق او افغانستان کې د همدوی د بمباریو او راکټونو د کارولو په پای کې رامنځته شوي دي او لا رامنځته کېږي، د هغه پازوالي (مسئولیت) او لګښت به څوک ومني؟ آیا هغه هم د افغانانو ګنا ده؟

اوبامه د دولتي فساد په اړه هیله کوي چې "د نړۍ ملتونو باید رشوت او فساد ورک کړي، ځکه چې دغه شیان د پرمختګ مخه نیسي . پرمختګ هغه وخت نه کېږي چې په خلکو ظلم وشي او سوداګر رشوت ورکړي ."

دغه هیله یوه سپېڅلې هغه ده، خو که اوبامه ریښتیا وایي، نو په افغان ولس یې ولې ټول قاچاقبر، ظالمان، مفسېدین او هر ډول لنډه غر ورتپلي دي . که ریښتیا هم اوبامه د فساد مخه نیسي، نو پیل یې ولې په افغانستان کې نه کوي؟ که دغه هیله د امریکا په تاریخ کې د کوم ځل لپاره سپېڅلې پاتې وي، نو ولې یې په ویتنام او نیکاراګوا کې د یوه فاسېد حکومت د ساتلو په موخه په زرګونو بې ګنا انسانان ووژل؟

اوبامه مظلومانو ته په نصیحت کوي :

"هېڅ ملت باید د بل ملت ظلم ونه مني، او نه هم کوم شخص د خپلو خلکو ."

د همدې وینا پر بنسټ ټول افغانان باید د امریکا پر ضد راپورته شي او د دوی د وحشت لښکر ورمات کړي، ځکه چې اوبامه همدا غواړي .

اوبامه د خپلې تجربې او عقیدې پر بنسټ له خلکو سره ژمنه کوي :

"امریکا به له هغو خلکو سره درېږي چې دوی د خپل عزت او حقوقو لپاره مبارزه کوي ."

همدا دلیل دی چې اسرایئل یې له شپېتو کلونو راهیسي د فلسطین پر ماشومانو واکمن کړي دي . او همدا دلیل دی چې د عراق او افغانستان له خلک سره هره په عزت او آبرو سره چلند کوي!

اوبامه د دېموکراسۍ ستاینه کوي : "د خلکو حکومت، چې خلکو جوړ کړی وي، کیدای شي چې د خلکو په ګټه کار وکړي او خپلو شخصي ګټو ته ونه ګوري ."

د امریکا دغه "دېمور کوسۍ" خو افغانانو ته یوازې ناورین، جګړه، ظلم او ټولوژنه راوړه . خو بیا هم ولې دغه دیموکراسي د سعدي عرب، مصر او اوردن لپاره نه وړاندې کېږي؟ ولې د فلسطین، الجزایر، سوډان او نیکاراګوا دېموکراسي ردېږي؟

اوبامه په پای کې د هر دولت لپاره لارښوونه کوي :

دېموکراسي په یوه ملت د بل چا له لوري نه شي منل کېدای . هره ټولنه باید خپله لار په خپله پیدا کړي، که څه هم چې هېڅ لاره بشپړه سمه نه ده . هر ملک باید پر داسې یوه لار ولاړ شي چې په خپل تېر کلتور او خلکو کې یې ولیې (ریښې) کړې وي .

نو که داسې وي په اسلام پسې یې ولې را اخېستې ده

مننه چې دومره اوږده لیکنه مو ولوستله



محمدکریم نور