راسیزم څه ته وایې او څنګه رامنځ ته شو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

په دې هکله د ډیرو کلونو راهیسې خلک خبرې کوي. ځنې په دې باور دي چې انسانان يوازې ظاهري توپیر نه لري، بلکې دوې د ذکاوت او وړتیاو له پلوه هم توپیر لري. له همدې کبله دوې خلک په بیلابیلو ډلو وېشي. دوې خلک، د لوړې وړتیا ، لوړذکاوت او لوړ شعور او د ټيټ ذکاوت ، لږې وړتیا او ټيټ شعور پربنسټ سره جلا او ویشي.
انسانان د فزیکي ځانګړتیاو لکه د پوستکي د رنګ، د ويښتانو د رنګ، د شکل او څيرې او د وينو د ګروپونو له مخې پر ډلو يا نژاد او توکومونو ويشل کيدی شي«دغه ارثي ځانګړتیاوې دي». د همدغو ځانګړتیاو پر بنسټ درې اساسي توکومونه يا نژادونه پيژاندلی شو چې د منګولانو ، د نیګرانو او د قفقازي (دغه توکم د قفقاز په سیمه پورې اړه لري او اروپايان، هندیان، فارسیان او عربان په دربر کې نيسي چې دوی بیا په نورو څانګو ويشل کيږي) توکومونه پیژاندل شوي دي. دغه توکومونه په خپل وار سره په نورو کوچنیو ډلو ويشل کيږي. د ويلو وړ ده ددغه توپیر سره سره د نژادونو یا توکومونو ترمنځ بیخي جلا کوونکې پوله نشته او دوې په یو بل کې سره تر یوه بریده ګډشوي دي. یانې سوچه نژاد یا توکم نشته. توکمیز ویش د سیمه ایزو او کلتوري ځانګړتیاو په وسیله بشپړیږي.
د راسیزم یا توکم پالنې پلويان په دې عقیده دي چې توکومونه د رواني ځانګړتیاو له مخې هم سره توپیر لري لکه د ذکاوت، اخلاق او وړتیاو له پلوه هم توپیر لري. باید وویل شي چې رواني ځانګړتیاوې د کلتوري حالاتو تر اغیز لاندی دي.
کومې تجربې چې عالمانو ترسره کړي دي ښيی چې د توکومونو تر منځ جنيتيکي توپيرونه ډير کوچني دي.
د توکمیز توپير نظريه د شلمې پيړې په پیل کې تر یوه بریده په شمالي اروپا او شمالي امريکا کې منل شوې وه.
د شمالي اروپا په نامه توکم ، د اروپا د پرمختيا او ترقۍ د اساسي عنصر او خوځنده ماشين په توګه نومول کيده. په هغه وخت کې داسې ډار ؤ چې د ماشينیزم بې سارې پرمختيا او پراختيا چې د کډوالي بې ساری بهیر یې له ځانه سره درلود او لري، د شمالي اروپا توکمیز او جنيتيکي سچه توب به له ګواښ او خطر سره مخامخ کړي. نو د توکم د پاک ساتلو نظريه رامنځ ته شوه چې ورو ورو په ټولنیز سیاست واوښتله او مقصد يې د اروپايې ښه توکم ساتنه او پراختيا وه.
په ناروې کې د نژادي سچه ساتنې د غورځنګ مشر جان الفرد موين نومیده. نوموړي په ۱۹۰۸ کال کې د توکمیز سچه ساتنې پروګرام جوړکړ چې وروسته يې بين المللي ارزښت تر لاسه کړ.
دغه تیوري په عمل کې د دطبي اتحاديو او د بیالوژستانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوه. خو نیوکه کوونکو د دغه تيورې له اساسي برخي سره مخالفت نه درلود . دوې منله چې بې عقلي او عقلي ناروغۍ او همدارنګه ټولنیز چلندونه لکه الکولیزم، بې وزلي او جنایت ارثي او جنیتکي بڼه لري.
په وروستیو کلونو کې د طب د ډګر څيړونکو دا ثابته کړه چې جنیتیکي توپيرونه د انساني شخصیت د ودې دپاره اساسي رول نه لوبوي بلکې چاپیريال او ټولنيز حالات د انسانانو پر ودې نيغه اغيزه لري. یانې انساني شخصیت په ټولنه کې وده کوي او ټولنه ده چې انسانان له ټاکلو نظريو او فکرونو سره روزي. هیڅ چا به يو داسې ماشوم نه وي ليدلی چې په انګلیسي ژبې کورنۍ کې زیږیدلی وي او په پښتو یا دري ژبه خبرې وکړي او یا برعکس. همدارنګه هيڅ چا به داسې يو څوک نه وي ليدلی چې په عیسوي چاپیریال کې زیږیدلی وی او له زیږیدو سره سم مسلمان شوی وي او برعکس. هر ماشوم چې په هره کورنۍ کې نړۍ ته راځي په لومړيو وختو کې نه ژبه لري، نه عقیده او نه ايدیولوژي. دا هر څه لومړی په کورنۍ او بیا په ټولنه کې تر لاسه کوي. ددې مانا دا ده چې ژبه ،عقیده، ايدیولوژي ، اخلاق داټول ټولنیزې پديدې دي او په ټاکلي ټولنه کې انسان ته ورکول کيږي او په دې ډول انسانان د خپل چاپیریال سره سم ژبه ، عقیده او ایدیولوژي تر لاسه کوي . دا په لومړنۍ قدم کې کورنۍ او بیا ټولنه ده چې انسان ته ښيي چې څه ښه دي او څه بد دي يانې د ښه او بد په هکله قضات د ټولنیز عمومي فکر پر اساس تنظیميږي. که يو ماشوم له انساني ټولنې او خلکو لیرې په يو ځنګل کې لوی شي نو په کومه ژبه به خبرې کوي ، عقیده به يې څه وي او څه ډول اخلاق به لري؟ کله چې انسان له کورنۍ څخه لوی ټولنې ته ځي د انسان ليد او پوهه پراختیا مومي، په ښوونځي او پوهنتون کې د انسان پوهه منظمه او سیستماتیکه بڼه غوره کوي. او کله چې انسان خپل کلتوري چاپیریال څخه نوې کلتوري چاپیریال ته داخلیږي نو د انسان پوهه او شخصیت لا پسې غوړیږي.
په ۱۹ پيړۍ کې د پوستکي رنګ ډير مهم رول لوبوه. د پوهنې يو شمیر کسانو ویل چې افريقایان اصلا حیواني بڼه لري، دوی غوښتل ثابته کړي چې دوې بیزو ته ورته دي. په دغه وخت د پوستکي رنګ د قضاوت يوه وسیله وه او ځنې آن په دې عقیده ول چې هرڅومره د پوستکي رنګ توروي هومره انسان کم عقله وي خو داتیوري هيڅکله هم سمه ثابته نه شوه.
راسیستي نظريې په جرمني کې د هټلر په مشرۍ د نازيانو په واکمنۍ کې زياته وده وکړه. کله چې نازيانو واک تر لاسه کړ آلمان د ټولنيز او اقتصادي پلوه ډیر ناوړه حالت درلود. بيکاري په ډیر لوړ حد کې وه او آلمان تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د درندو او ملا ماتونکو پورونو پيټی په غاړه درلود. کله چې هټلر د واک په درشل کې و هغه ژمنه کړې وه څو آلمان به له دغې بدمرغۍ ژغوري. نوموړي هڅه وکړه چې د خلکو د قهر او غصې مخه ټاکلو څيزونو ته واړوي. او په تيره بیا ځنې توکومونه يې په نښه کړل. د هټلر نظر دا وه چې د شمالي اروپا نسل بايد واکمن توکم اوسي.
په جنوبي افریقا او زیمبوابه کې اروپايې ښکيلاکګرو د ځايي خلکو پر خلاف ددې دپاره جګړه کوله څو د هغوی خاوره خپل کړي. دوې ځايي خلک په هغه خاوره چې پخوا ددوی وه په ارزانه بیه په کار ګمارل. اروپایی سوداګرو او نویو اوسیدونکو ويل چې دوی د ځايي خلکو په پرتله ښه دي او دا ښه کار دی چې ځمکې ددوې په لاس کې وي. اروپايانو زيات شمیر افریقايې اوسیدونکي د مریانو په توګه د نړۍ نورو ځايونوته د کار دپاره واستول او د هغوی سره يې د څارويو په شان چلند کولو، ډیر مريان په بیړۍ ګانو کې له سمندرونو بلې خواته واستول شول او زیات کسان په لاره کې مړه شول.
د امریکا متحده ایالاتونه هم یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د راسیزم له کړاوه څو پیړۍ ځوریدلې ده. د امریکا د تورپوستکو د آزادۍ د غورځنګ مشر داکتر مارتین لوتر کینګ چې وروسته د راسیستي ډلو له خوا ووژل شو يو وخت ويلي ول چې دهغه تر ټولو ستره هيله داده چې ددوۍ اولادونه په یوه ښوونځي، پوهنتون کې له سپين پوستکو سره يوځای زده کړه وکړي، په يوه سرویس او ریل کې سفر وکړي او په هر ځای کې چې يې خوښه وي کار او ژوند وکړي. د يادولو وړ ده چې د شلمې پیړۍ تر لومړنیو کالونو پورې د سپین پوستکو او تر پوستکو تر منځ د ټولنیز دريځ ستر توپیر موجود ؤ. وخت ثابته کړه چې د راسیزم نظریه له بنسټه غلطه وه نن تورپوستکي د امریکې د هنر او سپورت په ډګر کې ډیر اوچت مقام لري او نن د امریکې خلکو خپل ولسمشر هم له همدغه توکمه غوره کړ.
په اساسي ډول د راسیزم کلمه له همدغه ځايه رامنځ ته شوه خو وروسته ټولو هغه چلندونو ته چې د توکمیز توپیر پر بنسټ ولاړ ول راسیزم وبلل شول. که چيرې د انسانانو سره د هغه د توکم پر اساس غیر عادلانه چلند وشي او يا د توکم پر بنسټ انسان خپل او پردي وګڼل شي دا هم راسیزم دی.
راسیزم پايلې دا وی چې د توکم پر بنسټ ډیرو خلکو د کار د ترلاسه کولو چانس هم دلاسه ورکړ.
البته د توکم پالنې پایلې زياتې دي چې د پورتني مفهوم د پوهيدو له پاره کافي ګڼل کيږي.