سترګې دې ښايئسته دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغه لیکنه ښاغلي تمیم ابوي را استولې ده



په پښتو اد ب کې د لوی لیکوال طاهر افريدے د ناول (ستا سترګې ښائېسته دي) د نظره تېره شوله چې د هغه جينۍ ( شربت ګلې ) عکس ياد وي ، چې نېشنل جيوګرافک مېګزين خپور کړے وۀ ، اؤ د هغې زمردي سترګو ته د دنيا د ټولو نه د ښائېسته سترګو خطاب ورکړل شوے وه ـ په کلونو وروستو له دې تصوير اخستونکے يو وار بيا ددې سترګو په لټون ووځي ، اؤ د ډېرو منډو ترړو اؤ کړاؤ نه وروستو دې جينۍ ته رسي.
فوټو ګرافر ډېر کلونه پس په دغه سترګو کې څه اوليدۀ ؟ دا يو ځان له د زړه چاودون قيصه ده ـ
د بې کسۍ اؤ کډ والۍ په درد هغه څوک پوهيدلے شي ، چې ددې زړه چاودون سره مخ شوي وي ـ چاته چې دا معلومه وي چې د خپلو عزيزانو د مرګ ژوبلې اؤ لوږې تندې ليدل شاېد د دنيا د ټولو نه لوئې عذاب دے ـ داسې عذاب چې تاثير ئې دننه هډوکو ته رسي اؤ هډوکي ريجوي ـ
ددې ناول پئېل ددې نه کيږي چې د کلي مقبره چې مدام په څور د کلي د رقبې نه وړه وه ، د څه مودې راسې ددې لمن د کلي نه راتاويږي اؤ د يو وږ سترګي اؤ طاقتور چارواکي په څير دا هدېره ورځ په ورځ کلي پلو ته پښې غزوي ، د خواؤشا په مزکو خپله خېټه اچوي. اؤ د کلي نه هره ورځ خلق په وړو وړو قافلو کې په اوښانو ، خرو اؤ قچرو خپل سامانونه باروي ، په کږو وږو لارو په کنډاو اوړي ، پناه کيږي ـ خدائې خبر، په کنډاونو اوړېدونکي دا خلق به چرته بېرته هم راشي او کنه!!
ددې ناول مرکزي کردار دولس يا ديارلس کلن سيندک همغه قافلې ته ګوري ، د کوم چې دغه ښائسته سترګې عظمت نومې انجلۍ ملګرې ده. سيندک ، چې مور پلار اؤ خور ئې د بمانو خوراک شويدي ، په وازو سترګو دې تلونکي کاروان ته په ننداره دے ـ اؤ په زړه کې ئې د بې کسۍ اؤ بې وسۍ دوړې آلوزي ـ
د خپل عمر نه هم سخته مزدوري کول د سيندک د ژوند علامت دے ـ هغه ژوند چې د ډېرو ناکړدو سره هم ساه اخلي ـ د بمبارۍ اؤ د ګولو په باران کې هم انسان مينه کول ، ستار ټنګول اؤ ښکار کول نه هېروي ـ
په دې ناول کې څو تنکي اؤ ځوان کردارونه دي ـ چې د ژوند د ستونزو سره د مخ کېدو لپاره راوتلي دي ـ چې ددې په بدل د ژوندڅو خوشحالۍ اؤ رښتونې خپلولۍ اوګټي ـ
د افغان کډوالو د کامپونو نقشه په دا رنګ راښکلې شوې ده ـ
دا کامپ څه وۀ ؟ د تاله ترغه ، د شلو ګوډو ، اؤ د بې سر و سامانه مهاجرو استوګن ځائې وۀ ـ کوم چې د يوې غوجلې نه ډېر ښه نه ښکارېدلو ـ اؤ چې په کوم کې ددې د اوسېدونکو د شلېد لي پېزار په څير يو څيز هم په تول پوره نه وۀ ـ د کوم کالۀ چې به دېوال لوړ وۀ ، د هغې به دروازه نه وه ـ د کوم يو کور چې به دروازه وه ، نو تمبه (پټ ) به ئې نه وۀ ـ اؤ که دا به وو نو بيا به ئې دېوالونه داسې وو چې په لار تېرېدونکي کس به دننه د پوره کور ننداره کولے شوله ـ په خاورو کې خړ پړ لغړو ماشومانو به په په سپېرو مخونو، وچو شونډو اؤ پښې ابله پښو د ناخوالۍ لوبې کولې ـ کڼ کپر، کړيدلي اؤ ځورېدلي نارېنؤ د همت او حوصلو په ډانګورو اوس هم حرکت کولو. زنانؤ به اوږدې شوقې (قميصونه ) اؤ درانۀ پرتوګونه اغوستي ، د نزدې نهر نه په ټېمانو يا د خاورو په لوخو کې اوبه راډکولېـ
د پښتون مردان خانې اؤ زنان خانې څومره انځورونه د خپلو وړو وړو توکو سره مونږ ته ښکاري ـ هغه که د اختر د مياشتې په ليدلو د اختر د تېارو انځور دے اؤ که په قهوه خانو کې روان سياسي بحث ـ په دې ناول کې ضمير خرڅوونکي اؤ اخستونکي هم دي ، اؤ تربګنۍ پالونکي اؤ ورسره د روغې جوړې کولو خاوندان هم ـ هګی اؤ چرګان جنګونکي هم دي ، نو د نخې وېشتو مقابلې هم ـ لختۍ اؤ ډمې دي ـ د سپو ، اسونو اؤ شادوګانو تماشې دي ـ خو يوه دنيا ده چې په دې ناول کې ئې راغونډه کړېده ـ
په دې ناول کې د سيندک اؤ عظمت د کردارونو تر څنګ د ستاره په نوم د ېوې لوستي اؤ با شعوره ښځې کردار هم شته څوک چې سياسي شعور لري ، شعرونه وائي ، اؤ په کامپ کې جينکو ته ليک لوست ښائي اؤ تربيه کول ئې خپل فرض ګڼي ـ
سيندک ته عظمت مېلاؤ شي ، خو تقدير يو وار بيا د دوئې سره ټوقه اوکړي ـ اؤ ايجنسيانې سيندک د ورانکارۍ په تور د کوره اوچت کړي ـ او بيا هغه په زندان کې بې شمېره ورځې اؤ شپې تېروي ـ بې انتها تشدد زغمي ـ اؤ بيا ډېره موده پس چې څنګه چا بې د څه وجهې اوچت کړے وۀ ، همدغه رنګ ئې راپرېږدي ـ دا شان به څومره ساده ګان اؤ معصومانان وي چې د بم په چاودنو کې به سرونه خوري ، خو ايجنسيانې به هم دوۍ باندې لاس پاکوي ، اؤ د خودکشه بمبار نامې به پرې ږدي ـ
مونږ په خپلو اخبارونو کې د افغان کډوالو د بېرته تللو خبرونه لولو ـ د هغه ټرکونو انځورونه هم وينو چې په پړو تړلې بسترې ترې را زوړندې وي اؤ په ماتو او چيتو صندوقونو لپاسه دا بدنصيبه (خانمان برباد ) پرې ناست ښکاري ـ ددې بېرته تلونکو د ژوند کلونه نن هم خراب دي ، او د تباهۍ خبرونه ئې د زنځېر د هغه خوا نه هم رارسي ـ
هغه ناول د کوم تنستې چې د يوې جينۍ د ملالو سترګو د ستائېنې نه پئېل شوې وه ، هغه د وړومبي سر نه د يو هېواد اؤ قام د اړي ګړي او کړاؤ قيصه ده ـ يو داسې شهر اشوب ، ېو داسې زړه چاودون چې اخري ټوک به يي ، خدائې خبر چې کله ليکل شي ـ اؤ نه يم خبر ، د څومره بې ګناه خلقو په سرونو به د وينو دا چپې لا اوس هم تېرووځي ـ



www.roshanaye.com