فلسفي ادبي بحث داستايفسكې اودهغه قهرمانانو ته لنډه كتنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اكبر كرگر



په نولسمه پيړۍ كې دروس په فرهنگ كې داستايفسكي هغه ليكوال دى چې دنورو سترو ليكوالو سره يې يو ځاى دروس ادبي فرهنگ ته ځانگړى رونق اوشكل وركړ ۔ دروس ادبيات يې وځلول ۔ اوپه رومان ليكنه كې يې يوه نوى لاره پرانيستله چې دنيچه په قول دادبي اروا پوهنې سر لارى دى ۔ اوپه بل عبارت يې دروس ملت وجدان اوخبرتيا په ډاگه كړه ۔
دداستايفسكې دداستانونو قهرمانان دبهرنيو پيښو مولود نه دي ٠ دليكوال دداستانونو پيښې ترزياته حده درونى يا باطني اړخ لري .دداستايفسكي په نظر انسان يوازې دهغه دوينااوخبرو اترو له مخې نه پيژندل كيږي بلكې دهغه اعمال اوكړنې دانسان په نيت باندې دلالت كوي چې دانسان د دننيو اوبهرنيو تمايلاتو اوغوښتنو حكايت اوڅرگندونه كوي ٠

دداستايفسكې د شخصيت جوړونې هنر ځانگړې بڼه لري ٠ كوم تشريحات چې نوموړى يي دخپلو كركترونو اوشخصيتونو له پاره وړاندې كوي هغه ددې له پاره دي چې وښايي چې هيڅ انسان لكه څنگه چې بريښي اويا دهغه ظواهر دي دتعريف وړ نه دى ٠ دداستايفسكي په باور هغه اعمال چې انسان يي ترسره كوي دداسې اړتياوو اومجبوريتونو تابع دى چې ان دهغه په خپل تصور كې دخالت لري اودې ته ورته دى چې دهغه عقل مستقل اودهغه اراده كاملا ازاده ده.شخصيت يې بشپړ واك لري خو هغه په دې نه پوهيږي چې له كومه ځايه راغلى دى اوچيرته درومي اودهغه راتلل اوتلل دڅه له پاره دي؟.لكه خيام چې وايي :
دورى كه درامدن ورفتن ماست
اورا نه نهايت ٬نه بدايت پيداست
كس مى نزند دمى درين معنى راست
كاين امدن ازكجا ورفتن بكجاست
رباعيات خيام ۷۱مخ
لكه څنگه چې دداستايفسكي دلومړنيو داستانونوكې له يوه داستان څخه جوتيږي چې دهمزاد په نوم ياديږي ٠ ځينې قهرمانان په وينه كې د شريك ((همزاد)) سره يو ډول او هغه ته ورته توصيف شويدي ٠ دغه همزاد چې په لومړي پړاو كې دهغه دذهن اوتفكر مولود دي اودسيوري په څير يو دبل پسې روان دي ٠ په واقعيت كې نه يوازې دهغه د ارادي تابع دي بلكې داسې بريښي چې ترزياته حده دارادي دخاوند دغوښتنې پرخلاف عمل كوي ٠

دداستايفسكي دشخصيتونو په باب بايد دا خبره په ياد كې وساتو چې همزاد په پام كې نيول په واقعيت كې يو ډول پرديوالى دى او له خپل ځان څخه جلا اويو ډول دهويت بحران په ډاگه كوي ، داسې چې وايي چې دهر چا مشخصه دخپل ځان نه پيژندنه ده ٠ دغه سيوري چې كله ناكله ټاكوونكى اوسرنوشت جوړوونكى قدرت دى اودتصميم نيولو جلب يې په خپل لاس كې نيولى دى ۔داسې ځواك دى چې دقهرمانانو نيت په بد نيت اوخير په شر بدلوي اويا بد شر په(( كاذب خير)) بدلوي اوپه نتيجه كې قهرمان دضد قهرمان تر سطحې را ټيټوي ٠

دداستايفسكي دشخصيتونو په باطن اودننه كې په بيلابيلو درجو سره اوكله هم په نامحسوس ډول خير وشر يو له بله سره مقابله كوي ٠ اوپه يو ډول نه په يو ډول هر شخصيت په خپلو افكارو اواعمالو سره يوپړاو جوتوي ٠

له بله پلوه ظاهري پيښې دباطني حالاتو په تناسب ډيرې لږ ې اهميت لري ٠هغه څه چې دداستايفسكي په داستانونو كې پيښيږي ٠ جوتوي چې قهرمانان ناروغه اويا ځان وژنه كوي اودا زياتره ډير ساده اوبې اهميته مسايل دي ۔

دمثال په توگه دوه تنه په ترين كې سره اشنا كيږي يا دكورنۍ دغړو خبري اتري اويا داسې ددوه ورونو خبرې اترې په ډيره ساده توگه وړاندې كيږي ٠ خو دا كارونه دداستايفسكي په داستان ليكنه كې دومره مهم نه دي ٠ دداستايفسكي عظمت اولويي په دې كې ده چې په دې بريالي كيږي چې دمعمولي اومتداولو پيښو اوچلندونو په ترڅ كې ژورو باطني مسايلو ته لاره پيداكوي ٠ اودروني مسايلو دڅيړلو له لارې دانسان په دنني شخصيت كې پټ كونجونه راسپړي ٠ لوستونكي تفكر اوتامل ته رابولي اودخپل روح اوروان نا څرگندو برخو ته يې پام رااړوي ٠ داستايفسكي په شخصيت جوړونه كې ډير ساده نومونه غوره كوي ٬ اوهغه څه چې په كورني چاپيريال كې هغوته غږ كيږي يادوي ٠ خو په دې لړ كې لوستونكي تر زياته حده پوري په شرايطوباندې د حاكمې فضا په درك اوپوهيدنې قادر كوي ٠ اودكركترونو عاطفي حالات را بربنډوي ٠

سره له دې چې دداستايفسكي قهرمانان يو له بله سره يو ډول نه دي خو دهغو مشتركې خواوې هم را بربنډوي ٠ دداستايفسكي قهرمانان په مجموع كې ناسم اوناجوړ ه مزاجونه لري اوكله هم دژوندون په ميراثي جنبه تكيه پيداكوي ٠ په دې ډول چې اخلاف بايد داسلافو داعمالو ځواب ووايي چې دگناه مكافات هم په خپلو اوږو يوسي ٠ يا داسې چې دبشريت سرنوشت په نسلو نسلو يو بل ته انتقال كوي اواصلي پوښتنه بيا په ادم ابوالبشر يا باباى ادم پاى ته رسيږي ٠ له دې امله انسان يوازې دهغه اعمالو مسول نه دي چې تر سره كوي يې بلكې سرنوشت يې له يو نسل نه بل ته پاتې كيږي اوميراثي دي اودهغه حيات په دې مستقل ډول دهغه مكافاتو څخه چې په خپله وړاندې يې لري دپوهيدنې وړ نه دي ٠
دداستايفسكي په اثارو كې بايد يوازې په اعتقادي اوكلامي پوهه نه بلكې له ارواپوهنيزې زاويي هم ورته وكتل شي ٠ اودشخصيتونو دپيژندنې له پاره يې بايد فرهنگي اواعتقادي زمينه هم وڅيړل شي ٠ بايد ووايو چې ددې شخصيتونو دپيژندنې له پاره علم كلام اوعلم النفس (فلسفه اواروا پوهنه ) دواړه ضرور دي ٠
دداستايفسكي په باور سره اخلاقي عواطف په فطري توگه انسان ته لارښوونه كوي څرنگه چې دپيښو ښه اوبد نه پيژندل كيږي اوكه له عقل څخه دچارو دپيژندلو كچه ليري اولوړه وي نو په بدل كې دانسان په نزد يو عاطفي حساسيت دهغه دچلندونو اوعملونو نماينده گي كوي ٠

دداستايفسكي په نظر انسان الزاما دعقل په سبب نه انسان كيږي بلكې عواطف اوځينې روحي تمايلات چې صريح اوبيلوونكي نه گڼل كيږي اوپه اسانۍ سره نه پيژندل كيږي دانسان دصوري ذهن دمنطق څخه جلا اوځانگړې پيژندل كيږي ٠ اوحد واندازه ورته نه شي ټاكل كيداى ٠ داستايفسكي په خپلو اثارو كې داسې ټكو ته زياتې اشارې لري ٠ دهغه په رومانونو كې دعقل اوعاطفې ترمنځ يو ډول تقابل رامنځ ته كيږي ٠ البته عاطفه اوږدي ريښي لري اودغه ريښې په قومي سنتونو كې پيدا كوي ٠ يعنې هماغه غيرمدون فرهنگي ډول كې دي ٬په داسې حال كې چى عقل تر زياته حده په هغه وخت كې په روسيه كې تهاجمي اوحمله كوونكي يا متجاوزه جنبه درلوده اودهغه هيواد داصلي قومي روح سره يې هيڅ جوړښت نه درلود ٠ داستايفسكي په خپلو اثارو كې اخلاقي مسايل دخپلو كركترونو په تعدد سره په بيلابيلو ډولونو كې تجزيه اوتحليل كړي دي اويوازي دهغه په اثارو كې دقت اوتامل له لاري كولاى شو ډير په زړه پورې مالومات تر لاسه كړو ٠
دداستايفسكي په اثارو كې يو ږور تربيتي اغيز دادى چې لوستونكي خپل ځان ته متوجه كوي ۔ اوهغه دې ته اړ كوي يا دا ورته تداعي كوي چې څومره درومان له قهرمان سره په كومو مواردو كي توپير لري اوپه كومو مواردو كې ورته نږدي دى ۔ دداستايفسكي رومانونه يا ناولونه په دلوستونكي ددروني پريمينځلو اوپاكوالي له پاره ستره رواني دنده ترسره كوي ۔
پاى ۔ لندن ۔ دسمبر لومړې نيټه ۲۰۰۹