دکتاب نوم : پښتو ژبه او ادبيات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د کتاب ځانګړنې :


دکتاب نوم : پښتو ژبه او ادبيات
ليکوالان: پوهنمل محمدآقا(شېرزاد)
او پوهنمل جمشېد (رشيدي)
کمپوز اوډيزاين : رفيع الله (ستانګزی)
کمپيوټر چارې : رفيع الله (ستانګزی)
چاپځای: کابل ، افغانستان
چاپکال : ۱۳۸۵ لمريز
چاپ شمېر: 1000 ټوکه



لړليک


سرليک مخګڼه
سريزه...........................................................................
ژبه..............................................................................
دژبې ګرامر..................................................................
فونولوژي...................................................................
خپلواک اوازونه..........................................................
بې واک اوازونه..........................................................
نيم واک غږونه...........................................................
غبرګغږونه................................................................
ګړپوهنه (مورفولوژي).................................................
دمورفيم ډولونه..........................................................
دجنس په لحاظ د توم ګردان........................................
دنارينه نوم نښې.......................................................
ښڅينه نوم نښې........................................................
دعددپه لحاظ دنوم ګردان...........................................
دنارينه دنوم د جمع کولونښې نښانې.............................
دښځينه نوم دجمع کولو نښې نښانې..............................
دنوم حالتونه...............................................................
فاعلي حالت...............................................................
مفعولي حالت...............................................................
اضافي حالت ................................................................
ندايي حالت..............................................................
ارتباطي حالت............................................................
دنوم څلورګونې ډلې.........................................................
نوم او دهغه ډولونه.......................................................
ستاينوم او دهغه ډولونه..................................................
دستاينوم ډولونه............................................................
اسم عدد او ډولونه يې...................................................
نومځری (ضمير)...............................................................
دضمير ډولونه....................................................................
شخصي ضميرونه او ډولونه يې..........................................
ملکي ضميرونه.................................................................
اشاري ضميرونه...............................................................
پوښتني ضميرونه...............................................................
ناجوت ضميرونه.................................................................
قيدي ضميرونه..................................................................
کړ ول (قيد) او ډولونه يې....................................................
کړ (فعل)..........................................................................
دشخص په لحاظ دفعل ډولونه..............................................
فعل د زمانې په لحاظ............................................................
فعل د مانا په لحاظ.........................................................
نحو (ويناپوهنه).............................................................
جمله............................................................................
مبتدا .............................................................................
خبر .............................................................................
عبارت.........................................................................
دجملې مانيز ډولونه.....................................................
دجملې جوليز ډولونه.....................................................
د ادب او ادبياتو پيژندنه..................................................
دمحتوا له مخې د ادب ډولونه..........................................
نظم او نثر................................................................
شعر .........................................................................
دشعر ډولونه............................................................
دپښتو ادبياتو تاريخ..................................................
دادب تاريخ پيژند.....................................................
دپښتودادبي تاريخ دورې..........................................
لرغونې دوره.............................................................
داميرکروړ وياړنه....................................................
دپښتو ادب تاريخ ځينې نور شاعران او ليکوالان........
ددې دورې ښحينه شاعرانې..........................................
دپښتو ادب تاريخ منځنۍ دوره..................................
بايزيد روښان...........................................................
خوشحال خټک..........................................................
رحمان بابا.................................................................
حميد مومند..............................................................
دپښتو ادبياتو اوسنۍ دوره.........................................
داوسنۍ دورې دځينې شاعرانو شعرونه او نثرونه..........
صالح محمدکندهاری....................................................
غلام محی الدين افغان...........................................
ګل پاچا الفت............................................................
عبدالحی حبيبي.......................................................
عبدالرؤف بينوا........................................................
عبدالشکور رشاد......................................................
صديق الله رښتين.......................................................
املاء او انشاء..........................................................
املايي لارښوونې......................................................
په پښتو کې د(ی) ډولونه..............................................
دليکوالۍ فن............................................................
انشاء يا ليکنه.............................................................
دليکوالۍ دفنپه هکله څو عمومي لارښوونې او پاملرنې...
دمقالې ليکنې عمومي چوکاټ.....................................
دکتاب ليکنې عمومي چوکاټ......................................
ليک نښې....................................................................
اخځليکونه..................................................................
.................................................................................




سريزه


دباندينيو او کورنيوژبپوهانو دپلټنو او څيړنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې پښتون دآريايي قوم يوه څانګه ده اودا هغه آريايي پښت دی چې څلور زره کاله پخوا په بلخ،بخدي او آمو سيند په غاړو او شاوخوا کې اوسيدل،پښتو د همدې خلکو ژبه وه .
ځينو پښتو له سامي ژبو څخه يوه ژبه بللې ده. په دې اړوند يوه بانديني پروفيسور د روسيې د اکاډمۍ غړی چې (کلاپورت) نوميږي داسې ويلي دي : (( چې ځينو خلکو پښتو سامي بللې ده. خو زما په اند پښتو يوه خالصه هندو آرين ژبه ده. ځکه چې دغه ژبه نه دالفاظو، لغاتو او نه د ګرامر له مخې سامي ژبو سره کومه اړيکه لري . ))
دکلاپورت نظردپښتو ژبې په اړوند نورو ډېرو بهرنيو پوهانو هم تاييد کړی دی، او داخلي پوهان هم دا نظر تاييدوي .
ځکه چې پښتو ژبه،دالفاظو،ترکيبونو او ګرامر له مخې د عبراني او سامي ژبو سره هيڅ اړيکه او ورته والی نه لري. نوپښتو يوه لرغونې او تاريخي ژبه ده،چې دنسبتي (و) په يوځای کېدو سره د ويدي عصر مشهورې قبيلې (پښت = پکهت) ته منسوبيږي .
دپکهت قبيله د آريايي لسو قبيلو له ډلې څخه ده،چې د ريګويدا په کتاب کې يې څو ځايه نوم ياد شوی دی .
د ((پښت)) قبيله د وخت په تېرېدو سره د (ون) د روستاړي په يوځای کېدو سره د ((پښتون)) په بڼه اوښتې ده.
په هر صورت دغه ملت د لرغونې اريانا په خاوره کې دپامير، هندوکش، سپين غر، کسي غر په لمنو او دآمو،هلمند،آباسيند او نورو سيندونو په غاړو کې روښانه او وياړلی تاريخ لري .
پښتو او دري دواړه خويندې ژبې د هېواد په ښوونځيو، د ښوونکو دروزنې په عالي مؤسسو او دپوهنتون په ځينو پوهنځيو کې تدريس کيږي .
پښتو ژبه د ښوونې او روزنې پوهنتون ،په ځينو پوهنځيو کې
[ اختصاصي تعليمات،مسلکي تعليمات،ژبو او ادبياتو پوهنځی (دري، روسي، عربي او انګليسي)] څانګوکې تدريس کيږي. د پوهنځيو د درسي پلانونو مطابق ددې ژبې تدريس ته دوه کريدته يا دوه درسي ساعتونه په يوه سمستر کې او په ځينو کې په دوه سمسترونو کې تدريس کيږي.
پښتو ژبې ښوونکي کله چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث تدريس کوي دوی بايد دژبې د زده کړې او تدريس څلورګوني مهارتونه (اوريدل،خبرې کول،لوستل او ليکل) په پام کې ولري .
دژبې ښوونکي دې ددوهمې ژبې د تدريس په صورت کې کوښښ وکړي ،چې کوم دستوري او ګرامري توپيرونه چې د زده کوونکي د مورنۍ ژبې او د دوهمې ژبې ترمنځ موجود وي زده کوونکو ته ور په ګوته کړي. څو په راتلونکې کې زده کوونکي په دې اړوند د تېروتنې څخه ځان وژغوري .
مثلاً دپښتو ژبې ښوونکي کله،چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث په دري ژبو سيموکې ښوونځيويا دلوړو زده کړو په مؤسسوکې تدريس کوي،نو لازمه ده،چې په لومړي قدم کې په هغو توپيرونو باندې رڼا واچوي،کوم چې د دري ژبې او پښتو ژبې په ګرامري جوړښتونو کې موجود دي .
دمثال په ډول د مضاف او مضاف اليه په برخه کې،چې په پښتو ژبه کې لومړی مضاف اليه او بيا مضاف راځي.؛ لکه : ((دکابل مڼې)) چې يو اضافي ترکيب دی. (د) د اضافت ادات، (کابل) مضاف اليه او (مڼې) مضاف دی .همدغه ترکيب په دري ژبه کې برعکس راځي.خو که مضاف اليه د (مې، دې،يې) ضماير واقع شي،بيا د دري په شان لومړی مضاف او بيا مضاف اليه واقع کيږي .؛ لکه : (کتاب کې) او نور .
دصفت او موصوف په برخه کې چې په پښتو ژبه کې صفت تر خپل موصوف د مخه راځي او د موصوف سره مطابقت ښيي، حال دا چې په دري ژبه کې بيا دا فرق کوي .
په همدې ډول د مذکر او مؤنث په برخه کې چې په پښتو ژبه کې دنارينه نوم او ښځينه نوم لپاره ځانګړې نښې او علامې موجودې دي. چې بيا دا نښې او علامې د دري ژبې په ګرامر کې نه تر سترګو کيږي .
او په همدې ډول نور توپيرونه ....
ترتيب شوی درسي پروګرام لاندې برخې لري :
داچې زده کوونکي او زده کړيالان دپښتو ژبې په ګرامري اساساتو او قواعدو،پوهېدلي او زده کړه ترلاسه کړې وي،نو په لومړۍ برخه کې
دپښتو ژبې په درې جوړښتي نظامونو(فونولوژي،موفولوژي،سنتکس) باندې په فشرده ډول معلومات راوړل شوي دي .
دوهمه برخه کې په ادبياتو،نظم او نثر او دپښتو ادب تاريخ په دورو باندې د ضرورت وړ مطالب څرګند شوي دي .
په دريمه برخه کې داچې زده کړيال د تحصيل په لړ او فراغت مهال کې خپلې ليکنې او د نورو ليکنې په درست ډول ليکلې او تعقيب کړې وي، ځينې املايي او انشايي لارښوونې اود ليک نښې نښانې راوړل شوي دي .
په پای کې هغه اخځليکونه راوړل شوي،کوم چې ددې درسي کتاب په ترتيب کې ترې ګټه اخيستل شوې . ښايي د مطالبو په ترتيب او تنظيم کې نيمګړتياوې تر سترګو شي د درنو لوستونکو او پوهانو څخه يې دلا تکميل په اړوند سترګې په لار يو .
په درنښت
پوهنمل محمدآقا (شېرزاد)
دښوونې او روزنې پوهنتون دپښتوڅانګې استاد

ژبه

ژبه په عام ډول سره دپوهولو اورا پوهولو يا افهام اوتفهيم وسيله ده،په خاص ډول ژبه دغږيزو، اوريزو او سيمبولونو يو داسې كسبي او اتفاقي سيستم دی، چې ديوې ټولنې وګړي يې يو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي اويوبل ته يې اوروي.
يا په بله وينا: ژبه په خاص ډول هغه اوازونه دي،چې انسانان يې دخپلو افكارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تريو ځانګړي نظم او سيستم لاندې دغږيزو غړو په وسيله له خولې څخه راباسي او په دې توګه يو له بله سره اړيكه ټينګوي، يانې يو بل پوهوي او راپوهوي .
داچې ژبه لومړی ځل څنګه منځ ته راغلې ده ؟
په دي باب دعلماؤو تر منځ مختلف نظريات اقامه شوي دي چې دټولو راوړل يې دلته لازم نه دي خو په لنډ ډول داسې ويلی شو چې :
ژبه له ټولنيز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، داسې چې دټولنيز كار په بهير كې لومړی د نغوتو،اشارو او ورپسې دجړوپړو او هيجاني غږونو په بڼه غږيدا پيداشوې او بيا له هغو څخه د پرله پسې ټولنيزې اړتيا په توګه ژبه منځ ته راغلې ده.
د ژبې دپيدايښت تاريخ دانسانانو دپيدايښت دتاريخ سره ټينګې اړيكې لري.اودانساني ټولنې دتاريخ دتكامل او پرمختګ سره يې سم تكامل موندلی دی او په نتيجه كې يې دغه اوسنۍ بڼه غوره كړې ده .
داخو څرګنده خبره ده،چې لومړني انسان دپيدايښت په لومړي وخت ژبه نه درلوده،خو كله چې يې ددې ضرورت احساس كړ خپلې غوښتنې،افكار او خيالات نوروته انتقال كړي نو دستونزو او مشكلاتو سره سره يې ژبه منځ ته راوړه او دژبې د پيدايښت دغه پيښه ډيره پيچلې،دتحول اوتكامل ډېره اوږده دوره يې تېره كړې ده .
څرنګه چې ژبه په تاريخي ډول پيداشوې اودانسانانو ترمنځ دګډون يوه پيچلې وسيله ده.يانې هغه وخت،چې انسانانو ته دا احتياج پيداشوی،چې يوبل ته څه ووايي ددغه احتياج له مخې غږيزو غړو (صوتي اعضأ) پراختيا وموندله،چې په تدريج سره دغه پراختيا او برياليتوبونه پر مخ ولاړل،چې بالاخره دخبروكولو نننۍ نړۍ منځ ته راغله،چې دغه اوسنۍ بڼه او شكل دټولنيز ژوند د اوښتون او پرمختګ ښه پايله ده،چې ژبې هم ورسره په خپل وار اوښتون اوپرمختګ کړی دی.
دژبې ګرامر :
كله چې يوه ژبه څېړو او مطالعه كوو يې نو دهغې ژبې دغږونو او اوازونو جوړښت ،مورفيمونه يانې دمانا لرونکوعناصرو او كلمو جوړښت د عبارتونو او جملو جوړښت تر څيړنې او مطالعې لاندې نيسو،چې په نوې ژبپوهنه كې دتشريحي ژبپوهنې دغې برخې ته ګرامر وايي .
داچې ژبه ځان ته درغښت او ساختمان ځانګړی نظام لري نو دژبې ګرامر دژبې درغښت اوجوړښت همدغه نظامونه تشريح كوي.
پښويه يانې ګرامر د تشريحي ژبپوهنې هغه لويه او غوره څانګه ده،چې د يوې ژبې د جوړښت (ساختمان) نظام او سيستم د تاريخ په يوې ټاكلې مرحلې كې تر څيړنې او مطالعې لاندې نيسي.
پښتو ګرامر دغه وروسته درې مهمې او لويې څانګې لري :


۱ـ غږ پوهنه يا فونولوژي phonology
۲-ګړ پوهنه يا علم صرف(مورفولوژي) Morphology
۳- جمله پوهنه يا علم نحو(سنتكس) syntax


غږ پوهنه يا علم صوت(فونولوژي):


په غږ پوهنه كې غږونه او دهغو د پيداښت ډولونه او نورې ځانګړتياوې په علمي او سيستماتيك ډول تر څيړڼې او مطالعې لاندې نيول كيږي.
غږ يا فونيم:
دژبې تر ټولو كوچنی غږيز توك دی،چې په ځانګړې توګه كومه مانا نه لري مګر په كلمو كې دمانا د توپير سبب ګرځي .
مثلاًِِ: د(پ) فونيم په پند pand كې كه په (ب) بدل شي نو بند band ترې جوړيږي .
دفونيم ليكلې بڼې ته ګرافيم ويل کيږي . يا په بل عبارت ګرافيم هغه د ليدو وړ رسم دی،چې ديوه اواز ښكارندويي كوي.
غږونه دسا(هوا) دچلند له مخې په څلور برخو ويشل كيږي :
الف: خپلواك(واول )آوازونه
ب: ناخپلواك(كانسوننټ) اوازونه
ج: نيمواك (نيمه واول) آوازونه
د: غبرګغږونه (ديفتونګونه)يا تركيبي آوازونه
الف: خپلواك آوازونه (واول آوازونه):
هغه اوازونه دي،چې د تلفظ پروخت يې خوله يا صوتي وتونځی دهيڅ ډول هوايي بنديز سره نه مخامخ كيږي. يانې له خولې څخه داسې ښوی راوځي،چې غږيز غړي يو له بله سره ټكر نه كوي او په دې توګه د تنفس دهوا په جريان كې كوم بندښت او موانع منځ ته نه راځي.
واول اوازونه دادي:


۱- الف(ά ) لكه د اواز په كلمه كې = (άwάz)
۲- زور (a ) فتحه لكه د توره په كلمه كې = (tora )
۳- زورركی كوچنۍ (ه ) (ə) لكه دتره په كلمه كې (tra )
۴- څرګند يا لنډ زير (ي، ί) لكه دښادي په كلمه كې (sádi )
۵- اوږ د سپك زير (ې e ) لكه دناوې په كلمه كې (Náwe )
۶- اوږد پيښ (و=0 ) لكه دلور په كلمه كې (lor )
۷- لنډ پيښ (و=u ) لكه دسور ،خوی په كلمو كې (sur-xay )


ب: بيواك (كانسوننټ) اوازونه:
هغه اوازونو ته ويل كيږي،چې دتلفظ په وخت دسا(هوا) جريان دغږيزو غړو په واسطه په بشپړ يا نيمګړي ډول تمښت يا بندښت پيدا كوي .
په پښتو كي بيواك آوازونه دادي:


۱- (ب = b ) لكه په برخه barxa – بوره = bura كې
۲- (ت = t ) لكه په توره tora - تاك tak کې
3- (پ = p ) لكه په پور pur - پول pul كې
۴- (ټ = t ) لكه په ټال tál - نيټه Neta كې
۵- (ج = j ) لكه په جاج jáj - جنګ jang كې
په همدې ډول تر پايه .................................


ج: نيمواك (سيم واول ) آوازونه:
هغه اوازونو ته ويل كيږي،چې دخپلواكو او بېواكو اوازونو تر مينځ منځګړيتوب كوي. يانې كه چيرې دسيلاب ، څپې يا هجا هسته وګرځي د خپلواك اواز بڼه او كه چيرې دڅپې هسته ونه ګرځي نو د بېواك اواز بڼه ځان ته نيسي .
پښتو ژبه دوه نيمواك اوازونه لري:


۱- (و = w ) لكه د درواغ rwágəd او ورور wror په كلمو كې
۲- (ي=y ) لكه دyum او يلبند yelband په كلمو كې


د: غبرګغږونه يا تركيبي اوازونه:
يو ډول نور اوازونه هم شته،چې هغو ته غبرګغږونه (ديفتانګونه) وايي.
غبرګغږونه عبارت له هغو اوازونو څخه دي،چې يو جز يې خپلواك يانې غږيز اواز اوبل جز يې نيمواك يانې سيم واول وي يانې د واولونو او سيم واول له يو ځای كيدوڅخه مينځ ته راځي خو پدې شرط،چې لومړی توری يې خپلواك او ورپسې دويم يې نيم واك وي اود يوستوي غږ په څير له خولې څخه راوځي. څرنګه چې په پښتو كې دوه نيمواك اوازونه لرو نو ديفتانګونه يې هم په دوه ډوله جوړيږي:
اول : د(y = ی) په مرسته جوړ شوي ديفتانګونه :


۱- ( آی=áy ) لكه : پای páy ځای záy
۲- (ای=ay ) لكه: سړی sαrαy منګی mαngαy
۳- (ۍ=yə) لكه: زمرۍ yəzmαr ملالۍ yə mαlál
۴- (وی= uy ) لكه: سوی suy ، خوی xuy
۵- (وی=oy )لكه : زوی zoy ، لوی loy
دوهم:د(و=w ) په مرسته جوړشوي غبرګغږونه:
۱- (او=αw ) لكه : لو lαw ، پلو pαlαw
۲- (آو=áw ) لكه: كړاو kαráw ، پړاو pαráw
۳- (و=wə) لكه : يو uəy ، كټو kαtow
۴-(يو=ew ) لكه : ديو dew ، ليو lew
۵- ( يو= iw ) لكه : تريو triw ، نيو Niw


يادونه: بيواك غبرګغږونه يا كلسترونو هم لرو. هغه غبرګغږونه دي چې ددوو يا زياتو بېواكو اوازونو د يو ځای كېدو څخه مينځ ته راځي بېواك مركب اوازونه يا كلسترونه يې بولي . لکه : شپه spa ، لمرlmαr ،مياشت myást
ګړ پوهنه يا علم صرف(Morphology ):
صرف يا مورفولوژي دګرامر هغه برخه ده، چې په هغه کې ديوې ژبې ټاكلي مورفيمونه، دهغوی جوړښت ،تركيب، ګردان اود هغوی ډولونه تر څيړنې او مطالعې لاندې نيول كيږي.

ګړ يا مورفيم: هغه كوچنی ژبنی مانيز واحد دی كه تجزيه شي خپله مانا له لاسه وركوي او دهغه له تجزيه كيدو څخه بې مانا اوازونه لاس ته راځي اويا په لنډ ډول بايد وويل شي :
مورفيم يو نه تجزيه كيدونكی مانا لرونكی واحد دی.
مورفيم او څپه:
څپه د هجا يا سيلاب په مانا ده. كله كه موږ د مورفيم څخه بحث كوو نو دڅپې موضوع حتماً را منځ ته كيږي،ځكه چې څپه د مورفيم يو جز دی .
څپه يا سيلاب ژبنی واحد دی،چې يايوخپلواك وي اويا له يوه خپلواك اويوه يا څو بيواكو څخه جوړوي او په يوځايي ډول له خولې څخه راووځي.
لكه : د(ابا) كلمه چې دوې څپې لري،چې لومړی (آ)يوه څپه يو خپلواك غږدی او دوهمه (با) بله څپه ده، چې له يوه بيواك (ب) اويوه خپلواك (ا) څخه جوړه شوې ده او په ګډه سره دواړه يو مورفيم جوړوي او كه چيرې تجزيه شي بې مانا غږونه يانې اوازونه لاس ته راځي .
خپلواك يا واول اواز دڅپې په جوړښت كې رغنده او اساسي رول لري په دې مانا چې پرته له خپلواك آواز څخه څپه نه شي جوړېدای يانې خپلواك آواز د څپې زړی يانې هسته جوړه وي.
څپه په دو ډوله ده:
الف: وازه څپه:
هغې څپې ته وايي،چې په خپلواك اواز پای ته رسيدلې وي .
لكه : ابا = άbά - زه = zə - ته = tə - بيا = byά
ب: تړلې څپه:
هغې څپې ته ويل كيږي،چې په يوه بيواك اواز پای ته رسيدلې وي.
لكه : مور mor – خور xor – كټ kαt خپل xpəl .
مورفيم او كلمه :
كلمه يو رواني واحد دی،چې بيل ويل كيږي او ليكل كيږي او لغوي مانا لري.خو مورفيم يو لفظي واحد دی،چې لغوي او ګرامري مانا لري مورفيم كله بيل او كله ديوې كلمې دجز په توګه راتلای شي .
دبيلګې په توګه كتابچه يوه كلمه ده،چې له دوو مورفيمونو (كتاب) او (چه) څخه جوړه شوې ده، يانې كتاب يو مستقل مورفيم او چه يو تصغيري روستاړی دی،چې يو نا خپلواك مورفيم دی نو پدې توګه كتابچه يوه كلمه ده او چه له دوو مورفيمونو څخه جوړه شوې ده .
دګړ يا مورفيم ډولونه :
مورفيم په لومړي سركې په دوو لويو څانګو ويشل كيږي :
۱- خپلواك يا آزاد يا غير مقيد مورفيمونه
۲-نا خپلواك يا تړلي او يا مقيد مورفيمونه.





نومونه فعلونه قيدونه وييکی (ادات تاړي (وندونه)


الف: تړلي مقيد مورفيمونه:
ديوې ژبې وينا او عبارت كې هغه وړې ټوټې او برخې،چې په ځانګړي او مستقل ډول د استعمال وړنه دي . يانې كه په ځانګړي او خپلواك ډول استعمال شي هيڅكله هم مانا نه وركوي نو ځكه تړلي مورفيمونه بلل كيږي.
لكه دكتابونو كلمه،چې له دوو مورفيمو څخه جوړه شوې ده (كتاب) يو خپلواك مورفيم او (ونه) دجمعې روستاړی دی كه چيرې دكتاب د كلمې څخه لرې كړای شي په خپلواكه توګه كومه مانا نه وركوي .
تړلي مورفيمونه يا نا خپلواكه كلمې دادي:
۱- سرينې : هغه نا خپلواكه كلمې دي،چې دكلمو اړوند توب لپاره په كلام كې دكلمې څخه دمخه راځي دكلمې سره يو ځای نه ليكل كيږي .
دکلمې په ماناکې کوم تغيرنه پېښوي . لکه : (له،په،پر،د،له،و) او نور .
۲- پسينې يا اوستريلونه (پسينه ها):
هغه نا خپلواكه كلمې دي،چې تريوه نوم وروسته راځي او دهغه نوم دريځ او څرنګوالی بيانوي – دكلمې په مانا باندې كو م اثر نه ښندي.
لكه: ( كې، پسې ،سره،ته، باندې،كره، پرته اونور

)
دسرينو او پسينو څو مثالونه په لاندې جملو كې وګورﺉ

:
۱- زه په ټولګي كې يم.
۲- په زيارسره بری حاصليږي .
۳- په چا پورې مه خاندﺉ.
۴- دخبرو لپاره وخت نه لري.
۵- ترښونځي پورې ځم.
۶- بې اوبو څخه ژوند نشته.
۷- و تا ته مې ووې


تاړي (وندونه): هغه تړلي او مقيد مورفيمونه دي،چې ازادو مورفيمونو سره د يو ځای والي او پيوستون له كبله دهغو مانا او مفهوم څرګنديدای شي چې په لاندې ډول دي:
۳- مختاړي :- چې په عربي يې سابقه په فارسي پيشوند او په پښتو يې مختاړي بولي هغه نا خپلواكې كلمې دي،چې دكلمې دريښې څخه دمخه دكلمې سره پيوست راځي او دكلمې مانا ته تغير وركوي.
۴- روستاړي : چې په عربي يې لاحقه پسوند او په پښتو يې روستاړي بولي.
هغه ناخپلواكې كلمې دي چې دكلمې څخه وروسته دريښې سره پيوست راځي او دكلمې مانا ته تغير وركوي. لكه :
ليك +وا ل = ليكوال ، پوهنه+تون= پوهنتون
پوهن+ځی= پوهنځی او داسې نور.
۵- وييكي (ادات) particles
ادات دنه ګردانيدونكو مورفيمونو يوه مهمه برخه ده او په لاندي ډول دي:
الف: اړيك وييكي (ارتباطي):
دغه ادات دڅومره والي، څرنګوالي او ورته والي له مخې دوه جملې سره نښلوي له ډېريو سره (چې) هم ملګرې كيږي او په ګډه ددوو ټوټو يا فقرو اړيكې سره ټينګوي .
لكه څومره ،ځكه چې ،كه څه هم ،بياهم، همداراز،څو، همدارنګه،مګر....
ب: ورتني (تشبهي) ادات:
هغو اداتو ته ويل كيږي،چې د دوو يا زياتو څيزونو او پديدو ته ورته والی او مشابهت ښيي؛لكه: غوندې ،په څير ،په رنګ ،په شان ،په دود، په توګه، په راز ..
ج: تړوييكي (دعطف ادات):
چې كلمې او جملې سره يو ځای كوي . لكه: (او،كه،يا،سره) .
مثال : باغ وای دګلونو پكې ناست وای زه او ته
ګل وای غوړيدلی باندې ملاست وای زه او ته
د: تولوييكي (داضافت توري):-
هغو اداتو ته ويل كيږي،چې څيزونه او پديدې سره اړوندوي او ملكيت ښيي پښتو يوازې د اضافت يو توری لري، چې هغه عبارت دی له (د) څخه .
مثلا : داحمد قلم، دشپانه رمه ، دژورناليزم پوهنځی
خپلواك (نامقيد)مورفيمونه:
ګردانيدونكي مورفيمونه په دوو لويو برخو ويشل كيږي :
۱- د نوم صرف
۲- دفعل صرف
نوم :- هغه كلمه ده چې بې له زمانې دارتباط څخه د راز راز څيزونو او پديدو څرګندونه كوي . لكه : تيږه،ښايست ،دوه او نور.
نوم په عمومي ډول د دريو اړخونو له مخې ګردانيږي . لكه:
جنس عدد او حالت . خو ضمير برسيره په جنس د شخص له پلوه هم ګردانيږي. لكه متكلم ،مخاطب او غايب.
دجنس په لحاظ دنوم ګردان :
دجنس څخه مطلب دادی،چې نوم په نارينه او ښځينه باندې ويشل كيږي. په پښتو كې دنارينه نوم او ښځينه نوم لپاره ځانته نښې او علامې موجودې دي، چې په ترتيب سره وروسته ښودل كيږي :
دنارينه (مذكر) نوم نښې:
ټول هغه نومونه او صفتونه چې په پای كې يې دغه وروسته نښې او علامې راغلې وي دجنس په لحاظ مذكر نومونه ګنل كيږي .
۱- هغه ټول نومونه،چې په اصل توري يانې كانسوننټ غږ ختم وي او سماعي مؤنث نه وي مذكر ګنل كيږي ؛ لكه: ميز، لاس، اور، كټ، او نور
۲- ټول نومونه،چې په نرمه (ی) يا (αy ) ديفتانګ ختم وي .لكه سړی، زمری پسرلی ، توريالی اونور.
۳- څركند واو . لكه : تالو ،چاكو ،سالو ، باړخو، پټو، شفتالو ...
۴- زوركی (ه- ) لكه زړه، نيكه، پسه، ليوه،تره.....
۵- آو (άw ) ديفتانګ . لكه: كړاو ، پړاو
۶- iwديفتانګ . لكه : تريو triwـــــــــ نيو Niw
۷- ew ديفتانګ . لكه : ليو lew ديو dew
۸- uy ديفتانګ . لكه : بویbuy خوی xuy
۹- uy ديفتانګ . لكه : ځای zάy پایpάy
۱۰- oy د يفتانګ . لكه : زوی zoy سویsoy
ښځينه (مونث) نوم نښې :
ټول هغه نومونه او صفتونه،چې په پای كې يې دغه وروسته نښې او علامې راغلې وي دجنس په لحاظ مؤنث نومونه بلل كيږي :
۱- الف (ά )؛ لكه : ليلا ،نڅا ،خندا،ژړا ،بيديا
۲- څرګنده (ه) (α ) لكه : غرمه،سترګه ،پاڼه،ګوته،لښته
۳- تانيثي (ۍ) =(əy ) ديفتانګ. لكه : ملالۍ ،تورپيكۍ ،كړكۍ ،ډوډۍ
۴- مجهوله (ې) = e . خپلواكه غږ : ناوې ،خواښې ،ملګرې،ادې
۵- د(ي=i ) خپلواك غږ يا څرګنده (ي)،په نسبتي صفاتوکې.
لكه: خپلوي ،ښادي ،دوستي ،بياتي.
۶- اوږ د واو (o ) لكه : ورشو ،بيزو،زانګو، ښارو....
۷- د ( w ) ديفتانګ ؛ لكه : كټو
يادونه :
۱- كانسوننت،چې مفرد مذكر نوم دپای نښه او علامه ده، دحقيقي معنوي مؤنثاتو نښه او علامه ده. لكه: مور،خور،ترور،لور.....
۲- زوركی (ه- ) ؛ لكه: چې مفرد مذكر نوم دپای نښه ده، په استثنايي ډول په ځينو كلمو كې دمفرد مؤنث نوم علامه هم ده.لكه : چاړه،وياله،خوله،ترله...
همدارنګه:
۱- الف(ά ) چې مفرد مؤنث نوم دپای نښه او علامه ده په بې قاعدې نومونو كې په استثنايي ډول د مفرد مذكر نومونو لپاره هم راځي .
لكه:ماما،كاكا،لالا،ملا......
۲- څرګنده(ي). چې مفرد مؤنث نوم دپای نښه ده په نسبتي اومغايره حالت كې دمفرد مذكر نوم دپای نښه جوړيږي .
لكه : كابلي ،مزاري،ننګرهاري ،سړي ،زمري،بريالي.....



دعدد په لحاظ دنوم ګردان
دعدد څخه مطلب او مراد دادی چې نوم مفرد دی او كه جمع
۱- مفرد نوم: هغه نوم دی،چې په يوه شخص يا په يوه شي دلالت كوي.
لكه: هلك
۲- جمع نوم: هغه دی،چې ديوه څخه په زياتو دلالت كوي.
لكه: هلكان ،نجونې،څانګې ،خنداوې .
الف: دنارينه (مذكر)نوم دجمع كولو نښې او علامې .
دغه وروسته نښې او علامې،چې مفرد مذكر نومونه جمع كوي په دې ډول دي:
۱- د(آن = άn ) روستاړي (پسوند) ؛ لكه :
مفرد جمع
هلك هلكان
پړانګ پړانګان
مچ مچان
ليوه ليوان
كارغه كارغان
آس آسان
۲- د(ونه Una ) روستاړی ( پسوند) : لكه:
مفرد جمع
كتاب كتابونه
قلم قلمونه

لاس لاسونه
كنډو كنډوونه
پسه پسونه

۳- د(ي- i ) واول: كوم مفرد مذكر نومونه،چې (αy ) په ديفتانګ پای شوي وي جمع يې په څرګنده (ي) سره جوړيږي . لكه :
مفرد جمع
پسرلی پسرلي
ملګری ملګري
ستوری ستوري
۴- زوركی (ه- ) يا كوچنۍ (ه) ؛ لکه :
مفرد جمع
غل غله
مل مله
په ځينو يو هيجايي نومونو يا صفتونو كې،چې لنډ (و) يې په منځ كې راغلی وي دغه دمنځ (و) په (الف) بدليږي او په پای كې دزوركي په زياتولو جمع كيږي.
مفرد جمع
كوڼ كاڼه
شپون شپانه
بيلتون بيلتانه
۵- ګانgάn) ) ؛ لكه : ماما ګان ، كاکاگان ،ساده ګان
۶- يان (yan ) ؛ لكه: ميرزايان ،ملايان،اشنايان
ب:- دښځينه (مؤنث) نوم دجمع كولو نښې او علامې:
دغه نښې او علامې،چې مفرد مؤنث نومونه جمع كوي په دې ډول دي:
۱- داوږده يا مجهوله (ې) واول: (پرته له ساده،لوده،پياده) مشتركه صفتونو څخه ټول هغه مفرد مؤنث نومونه،چې په (α ) باندې ختم وي په جمع كولوکې يې ( α )په (ې) باندې بدليږي.
مفرد جمع
ونه ونې
لښته لښتې
مياشت مياشتې
ستن ستنې
خوله خولې
۲- دزوركي واله (ۍ، ) ديفتانګ . لكه :
مفرد جمع
ډوډۍ ډوډۍ
څپلۍ څپلۍ
نارو غي ناروغۍ
خوشحالي خوشحالۍ
وداني ودانۍ

۳- ګانې او وې (gάne- we ) روستاړی (پسوند)؛ لكه:
مفرد جمع
خندا خنداګانې يا خنداوې
ژړا ژراګانې يا ژړاوې
بلا بلاګانې يا بلاوې
بوډۍ بوډۍ ګانې
انۍ انۍ ګانې
راديو راديوګانې
بيزو بيزو ګانې
پرته له (ميرزا ،اشنا،ملا) څخه،چې مفرد مذكر كلمې دي او جمع يې د(يان) په روستاړي سره جوړيږي .
۴- د(انې- άne ) روستاړی يانې پسوند؛ لكه:
مفرد جمع
كابلۍ كابليانې
دوبۍ دوبيانې
ګونګۍ ګونګيانې
لمسۍ لمسيانې
۵- د (يندې yαnde ) روستاړی يانې پسوند:
نوموړې نښه حقيقي مانوي مؤنثات جمع كوي ؛ لكه :
مفرد جمع
مور ميندې
خور خويندې
ترور تريندې
نږور نږيندې
۶- (يانې - yάne ) ؛ لكه : ميرزايانې ،ملايانې، آشنايانې
دنوم حالتونه :
دنوم حالت څخه مراد دادی،چې نوم په خپل چاپيريال كې دكومو حالاتو درلودونكی دی . نوم چې په جمله كې استعماليږي دا لاندې حالتونه لري:
۱- فاعلي حالت:
كه چيرې نوم په جمله كې فاعل واقع شي يانې كار او عمل ترې صادر شي حالت ته يې فاعلي حالت وايي .
لكه:رفيع سبق وايي . شاه محمود ليك كاږي . .زرمينه كاركوي.
په پورته مثالونو كې (رفيع، شاه محمود،زرمينه) په جملو كې فاعل واقع شوي دي،چې فاعلي حالت لري.
۲- مفعولي حالت:
كه چيرې يو نوم په يوه جمله كې مفعول واقع شي يانې پر هغه پای ته ورسيږي. هغه نوم ته مفعول ا و حالت ته يې مفعولي حالت وايي ؛ لكه :
توريالی ډوډۍ خوري. پلوشه مقاله ليكي.
په پورته مثالونو كې (ډوډۍ اومقاله) نومونه مفعول واقع شوي دي او حالت ته يې مفعولي حالت وايي .
۳- اضافي حالت:
كه چيرې يو نوم په جمله كې مضاف اليه واقع شي اويا دا چې يو څه ورپورې اړه ولري ،د نوم دغه حالت ته اضافي حالت وايي. په يو اضافي تركيب كې لومړی د اضافت توری (د) ورپسې مضاف اليه اوبيا مضاف راځي.
لكه : دزرمينې كور ښكلی دی. پدې جمله كې (زرمينې كور) اضافي تركيب دی چې (د) اضافت توری (زرمينه) مضاف اليه او (كور) مضاف دی.
يا لكه : زما كتاب ،ستا كتاب، د ده كتاب، دهغه كتاب، دهغې كتاب .
يادونه: كه چيرې مضاف اليه د (مې،دې،يې) ضمير واقع شي په دې صورت كې داضافت (د) نه راځي او د دري ژبې په څير لومړی مضاف او بيا مضاف اليه راځي.؛ لكه : كتاب مې ورك شو، پدې جمله كې (كتاب مې) داضافي تركيب بڼه لري،چې (كتاب) مضاف او(مې)ضمير مضاف اليه واقع شوی دی. په همدې ډول كتاب دې ،كتاب يې .
۴- ندايي حالت :
كه چيرې يو نوم ته بلنه يا غږ شوی وي. بلننوم يا منادي بلل كيږي ا و حالت ته يې ندايي حالت وايي .
په ندايي حالت كې دمذكر نوم په آخر كې ( α ) او د مؤنث نوم په پای كې (ې) زياتيږي. لکه :
احمد! ، اې مسلمانانو! ، زلميه! ، فاطمې! ، زرغونې! و داسي نور
۵- ارتباطي حالت:
كله كه يو نوم د ارتباط له اداتو سره استعمال شي او دارتباط ادات ورڅخه دمخه يا وروسته راشي نو هغه نوم ارتباطي حالت لري. مثلاً:
له كوره راغلم ، بازار ته ځم.
په دغو مثالونو كي (كور او بازار ) نومونه ارتباطي حالت لري.
يا دونه : دنوم يا ضمير داصلي بڼو سرهيڅكله دارتباط توری نه استعماليږي.
دنوم څلورګونې ډلې:
په پښتو ژبه كې نوم څلورګونې ډلې دادي:
۱- څيز نوم اسم شی)
۲- ستاينوم ( اسم صفت)
۳- شمير نوم (اسم عدد)
۴- نومځری (اسم ضمير)
نوم او د هغه ډولونه:
نوم چې ژبپوهان يې اسم بولي يو داسې نوم دی . چې يو ځای ،شی يا پديدې نومونه او څرګندونه كوي او دا وروسته ډولونه لري:
۱- عام نوم: داسې څيز يا پديده نوموي،چې ځانګړی او خاص نه وي بلكې ډولونه او خيلونه ولري ؛ لكه : هيواد ، ولس، هلك ،نجلۍ،څاروي.........
۲- خاص يا ځانګړی نوم : چې ځانګړی څيز يا پديده، شخص يا ځای نوموي. لكه: عبيد ، نظيفه،افغانستان ، كندهار...........
۳- جمع نوم: چې يوه ډله او جميعت نوموي.
لكه: ټولګی ،لښكر،رمه،ګوند،ټبر، غنم.........
۴- جنس نوم: چې په يو نه شمير يدونكي څيز اړه لري .
لكه : اوبه ، غوړي، تيل........
۵- دمانا نوم: هغه نوم ته وايي،چې په غير محسوس څيز اړه لري او مادي وجود نه لري . لكه: پوهنه ،ښايست،فكراو ويره..............
۶- ذات نوم: چې په يو حس كيدونكي څيز پورې اړه لري يا په بله وينا داسې يو څيز،چې زموږ په حواسو حس كيدای شي : لكه. ونه ،تيږه ،اوبه..........
۷- صوت نوم: چې طبعي(پنځي) يا مصنوعي اوازونو انګازه نوموي.
لكه : درزهار، ترپهار،.......
ستاينوم او دهغه ډولونه:
ستاينوم (صفت) په خپلواك ډول څه نه نوموي بلكې د يو شي څرنګوالی بيانوي . لكه : روغ ، غښتلی ،كمزوری، ښايسته ، تور او سپين .........
په پښتو ژبه كې صفت دلوړتيا دپوړونو ياد لږوالي ،ډيروالي بيلابيلې ښكاره درې ګونې درجې نه لري . لكه په دري ژبه کې(خوب، خوبتر،خوبترين ) (بد، بدتر، بدترين) له دې امله په پښتو ژبه كې يو صفت د اداتو په ملتيا خپله درجه او طبقه ښكاره كوي. لكه: ( ښه، ډير ښه، خوراښه )،(سپين،ډېرسپين، لاډېرسپين) يا زښته ډېر.
صفت دا ورسته ډولونه لري :
۱- اصلي صفت: چې ديونوم ذاتي ښه والی او بد والی ښكاره كوي.
لكه : ښه ،بد ، سپين ، تور................
۲- نسبتي صفت: چې يو بل نوم ته يې نسبت شوی وي.
لكه : كندهاري ،يوسفزي ،كورني......

۳- عددي صفت: هغه كلمه ده،چې دهغوی په واسطه ديو شي شمير او اندازه معلوميږي . لكه : دوه ، پنځه ،لسم ، شلم، دوه لاسونه او نور.......


۴- استفهامي صفت: چې دپوښتنې په وخت كې استعماليږي او موصوف ورسره راغلی وي. لكه: څومره غنم دې پكار دي ، كوم هلك پوه ده ،
څو كتابونه اخلې .....
۵- فاعلي صفت. لكه پالونكی ،تلونكی ، تللی ، ګرځيدلی.
۶- مفعولي صفات . لكه : ساتلی، ليكلی ،پرې شوی ،وهل شوی .
۷- اشاري صفتونه: هغه كلمې دي،چې دهغو په واسطه يونوم ته اشاره شوې وي او هغه ته اختصاص ورکړی شي .
لكه: دغه باغ د انګورو دی . دا ونه ښه سيوری لري .
۸- مجرد صفتونه: هغه ته وايي،چې په خارج كې كوم مادي وجود ونلري او خالي وصف او حالت ترې مراديږي .
لكه : ليونتوب،هوښيارتوب، روغتيا،اوږدوالی .
يادونه: په پښتو ژبه كې صفت د خپل موصوف څخه د مخه راځي او صفت د خپل موصوف سره دجنس عدد او حالت له پلوه ګردانيږي او صفت د خپل موصوف سره سمون ښيي.
شمير نوم(اسم عدد) او ډولونه يې:
عدد هغه كلمه ده،چې دڅيزونو شميره بيانوي په خپلواكه توګه كومه نومونه نه كوي ،بلكې په يوه څيزنوم پورې اړه لري . خو ستاينوم غوندې يې څرنګوالی نه ښيي بلكې څومره والی او پوړوالی ښيي .
دشمير نوم ډولونه په دې ډول دي:
۱- اصلي عدد .لكه : يو ، دوه، درې ،څلور،پنځه .........
۲- وصفي يا رتبيي عدد. لكه : لومړی ، دويم ، دريم ، څلورم......
۳- كسري عدد: چې داړونده څيز نوم ماتوالی او برخه والی ښيي.
لكه: يو پردوه،دوه پر څلور،درې پر پنځه ، درې پر څلور........
۴- انقسامي يا تقسيمي عدد: چې مربوط څيز نوم ويشنه او جوړه كيدنه څرګندوي . لكه : يويو ، دوه دوه ، درې درې ، څلور څلور ، پنځه پنځه ..........
۵- تخميني عدد: چې ديو څيز نوم يانې معدود پر ځای غبرګ غبرګ څيز نومونه راوړي او يو هم نه ټاكي .
لكه : يو دوه ، دوه درې ، درې څلور ، څلور پنځه.........
يادونه : په پښتو ژبه كې عدد تر معدود د مخه راځي او لږ ډير ګردانيږي په پښتو ژبه كې ( يو او دوه ) د جنس له پلوه د خپل معدود سره سمون ښيي خو نور اصلي اعداد د خپل معدود سره مطابقت نه ښيي . لكه:
مذكر مونث
يو كتاب يوه كتابچه
دو كتابونه دوه كتابچې
درې قلمونه درې كتابچې
څلور قلمونه څلور كتابچې
نومځری (ضمير):
نومځری هغه كلمه ده،چې د يو نوم ښكارندو يي كوي او دنوم پر ځای استعماليږي اويا يې دتكرار مخنيوی كوي.
ضمير دنورو نومونو پر خلاف دجنس ، عدد او حالت سر بيره دشخص يانې متكلم ، مخاطب، غايب له پلوه هم ګردان مومي.
د ضمير ډولونه:
ضمير په پښتو كې لاندې ډولونه لري :
۱- شخصي ضميرونه : هغه ضميرونه دي،چې عموما د اشخاصو پرځای راځي او يو له دريو اشخاصو څخه ښيي .
داستعمال له مخې شخصي ضميرونه په دوه ډوله ويشل كيږي :
الف: غښتلي (قوي) يا مفصل ضميرونه :
هغه ضميرونو ته ويل كيږي،چې يو ازې (خپلواكه ) توګه استعماليږي او دبلې كلمې سره پيوست او متصل نه راځي ددغو ضميرونو مفرده بڼه دو حالته لري:
يانې اصلي حالت او غير اصلي يا مغيره حالت . لكه په لاندې جدول كې:





منفصل شخصي ضميرونه:


شخص





جمع



اصلي حالت



غير اصلي حالت







متكلم



زه



ما



موږ



مخاطب



ته



تا



تاسې



غايب



دی



ده-



دوی



دا



دې





ب: كمزوري (ضعيف) يا متصل ضميرونه:
هغو ضميرونو ته ويل كيږي،چې په خپلواكه توګه كومه مانا نه وركوي او خپله مانا او مفهوم دنورو نومونو او كلمو سره د يو ځای والي په صورت كې په ډاګه كوي .
كمزوري شخصي ضميرونه :


شخص

مفرد



جمع



۱



مې



مو



۲



دې



مو



۳



يې



يې





۲- ملكي يا اضافي ضميرونه:
عبارت له هغوضميرونو څخه دي،چې ديو شي ملكيت او متعلقيت بيانوي. لكه:


شخص

مفرد



جمع



۱



زما



زمونږ



۲



ستا



ستاسې



۳



دوه



د دوی



ددې





۳-اشاري ضميرونه:
هغو ضميرونه ته وايي،چې وګړو او څيزونو ته اشاره كوي.


واټن

مفرد



جمع



اصلي حالت



غير اصلي حالت



اصلي حالت



غير اصلي حالت



لنډ



دغه-α



دغه-ə



دغه-α



دغو



دغه-α



دغي-e



دغه-α



دغو



لر



هغه-α



هغه- ə



هغه-α



هغو



هغه-α



هغه-e



هغه-α



هغو



لا لر



هوغه- α



هوغه- ə



هوغه -α



هوغو



هوغه- α



هوغې-e



هوغه -α



هوغو





پوښتني يا استفهامي ضميرونه :
چې داشخاصو او څيزونو پر ځای د پوښتنې په وخت كې استعاليږي. لكه :
۱- څوك (چا) څوك راغی ؟ چاوويل؟
۲- كوم (كومه) كو م سړی راغی؟ كومه ښځه راغله؟
۳- كله . (مهال او زمانه پوښتي او ګردان نه لري) كله راځې؟
۴- چيرته ( ځای پوښتي او ګردان نه لري) چيرته تللی وې؟
۵- څنګه چې ديو وګړي يا شي او يا عمل څرنګوالی پوښتي.
څنګه كاردې وکړ؟
۶- څه ډېرۍ ديوشي يا وګړي پيژندنه پوښتي او ډېرۍ جنس نوم پورې اړه لري او ګردان نه لري .
۷- څو چې د وګړو يا شيانو شمير پوښتي.
۸- څومره چې ډېرۍ داشياوو او وګړو شمير او دجنس د څرنګوالي،كيفيت او مقدار پو ښتنه كوي.
۹- ولې چې ديو عمل او پيښې عامل او سبب پو ښتي.
نا جوت يا مبهم ضميرونه:
چې د نامعين وګړي لپاره راځي . لكه :
هر هر ځلمی كاركوي
بل بل څوک راغی
نور نور شاګردان راغلل
ټول ټول هلكان درس لولي
يادونه : همدارنګه ځينې ،هيڅ او څوك هم مبهم ضميرونه دي .
پلوي يا قيدي ضميرونه:
چې ديو چار (عمل) او فعل سمت او پلو د وګړو (اشخاصو) له پلوه ښيي او درې ګوڼې بڼې لري .
لكه : را د متكلم لوری ښيي . لكه: راځم
در مخاطب لوری ښيي . لكه: درځم
ور د غايب لوری ښيي. لكه: ورځم.

كړ ول (قيد):
هغه ژبنی عنصردی،چې ديو فعل د پيښيدنې څرنګوالی ښيي. دا څرنګوالی د فعل د پيښيدلو ځای يا مهال ټاكي . ټينګار او داسې نورې ځانګړتياوې ښكاره كوي .
د قيد ډولونه:
۱- د زمان قيد (مهال) قيد : چې دمهال له مخې د يو فعل پيښـيدنه څرګندوي. لكه : اوس، دمخه ،نن ،پرون.......
۲- د مكان (ځای) قيد : چې ديو فعل پيښيدنه د ځای ا و چاپيريال له مخې څرګندوي. لكه: دلته،هلته،مخكې، وروسته، كښته،پورته........
۳- څرګندني او ټينګاري قيد: چې دفعل ټينګار ښيي.
لكه : په ميړانه ،په څرګنده،په منډه ،په ډاګه، څه نا څه،لږ او ډېر................
۴- دشك قيود. لكه: ګوندې ، ښايي
۵- د علت قيود . لكه: څله ځې ، ولې نه كښينې.
۶- د وضيعت او حالت قيود. لكه : ژر ژر راځه، په ورو ورو ځه............
فعل يا (كړ):
فعل د وينا ديو عمده جز په توګه هغه خپلواكه كلمه ده،چې په يوه زمانه كې ديوكار په كولو يا كېدلو دلالت كوي. دنوم او فعل تو پير په دې كې ده، چې نوم زمانې پورې اړه نلري او فعل نه بايد هرو مرو زمانه مرادوي.
لاندي مثالونو ته وګورﺉ:
حال زمانه راتلونكې زمانه ماضي زمانه
ذبيح خط ليكي ذبيح به خط وليكي ذبيح خط وليكه
لېمه درس لولي لېمه به درس ولولي لېمې درس ولوست
لطف الله كاركوي لطف الله به كار وكړي لطف الله كار وكړ
په پورته مثالونو كې وګورﺉ چې په حال زمانه ، راتلونكې زمانه او ماضي زمانه كې كار او چار ترسره شوی دی.
دشخص په لحاظ د فعل ډولونه:
په پښتو ژبه كې فعل د شخص څرګندونه كوي، په فعل كې دشخص د اړخ څرګنديدل هماغه تصريفي روستاړی دی،چې دفعل په اصل (ريښه) پورې نښلول كيږي .د بېلګې په توګه:
۱- متكلم فعل : زه ځم m
۲- مخاطب فعل : ته ځې - e
۳- غايب فعل : دی - ځي






په پورته فعلي ګردان كې (ام – ې- ي )د لومړي ، دوهم ، اودريم شخص مفرد حالت څرګندوي.
فعل دزمانې په لحاظ:
فعل دزمانې په لحاظ په درې ډوله دی:
۱- حال زمانه ۲- ماضي زمانه ۳- راتلونكې زمانه
۱- د حال زمانه فعل: هغه دی،چې په اوسنۍ زمانه كې ديوكا ر په كولو دلالت كوي. لكه : لولم ،غواړم ، ګورم........
۲- مستقبل يا راتلونكې زمانې فعل: چې په راتلونكې زمانه كې ديو كار په كولو دلالت كوي . لكه : وبه يې ليكم، وبه يې وينم، وبه يې خورم........
۳- د ماضي زمانې فعل: چې په تيره زمانه كې پر يو كار دلالت كوي .
لكه : وليده ، پاڅيده....
مفرد جمع
زه پاڅيدم موږ پا څيدو
ته پاڅېدې تاسې پاڅيدﺉ
دی پاڅيده دوی پاڅيدل
دا پا څيده دوی پاڅيدلې
فعل د مانا په لحاظ لاندې ډولونه لري:
۱- لازمي فعل: هغه دی،چې يوازې په فاعل تماميږي او مفعول نه غواړي .
مفرد نا تيره زمانه جمع
زه پاڅيږم موږ پاڅيږو
ته پاڅيږې تاسې پاڅيږﺉ
دی پا څيږي دوی پاڅيږي
۲- متعدي فعل: هغه فعل ته وايي،چې په جمله كې سربيره پر فعل او فاعل مفعول هم قبلوي .
لكه : نا تيره زمانه تيره زمانه
زه كتاب ليكم ما كتاب ليكه
ته كتاب ليكې تا كتاب ليكه
دی كتاب ليكي ده كتاب ليكه
۳- معلوم فعل :
كه چيرې په جمله كې ديو فعل فاعل معلوم وي هغه ته معلوم فعل وايي.
لكه : ما زلمی وليده ، زه زلمی وينم
دليدلو فعل او اثر په زلمي واقع شوی دی .
۴- مجهول فعل :
كه چيرې دفعل فاعل معلوم نه وي نو هغه ته مجهول فعل وايي.
لكه مياشت ليدل شوې. هلك وهل كيږي.
۵- مثبت فعل :
چې ديو كار په كولو باندې دلالت كوي.
لكه : زه ځم زه هره ورځ لامبم
۶- منفي فعل:
چې ديو كار په نه كولو باندې دلالت كوي .
لكه: زه كورته نه ځم. څوك چې درس نه وايي ناكاميږي.

نحو (Syntax )
دلغت په لحاظ نحو د عربي ژبې كلمه ده،چې په پښتو كې ورته وينا پوهنه وايي او په انګليسي ژبه كې يې سنتكس Syntax بولي .
په نحو كې دمفردو كلمو ديو ځای كيدو، د جملو جوړښت او قاعدې، په جملو كې دكلمو ترتيب يو له بله ارتباط او نور حالات ښودل كيږي.
جمله Sentence
د مورفيمونو او كلمو يو داسې ترتيب شوې مجموعه ده، چې يو بشپړ مفهوم او مطلب پرې پوهول كيږي.
دا چې خبرې يا وينا په جملو كيږي نو داسې يې هم پيژندلای شو :
جمله : دخبرو وينايا ګړهار هغه بشپړه خپلواكه رغاونه ده، چې ترې بله ستره رغاونه نشته. په بله وينا جمله د خبرو او وينا تر ټولو لو ی واحد دی.
په پښتو ژبه كې يوه جمله د فاعل ،مفعول، فعل او نورو اړونده توكونو څخه جوړښت مومي او په دې ډول پر دوو برخو ويشل کيږي.
چې يوه ته نوموال (اسمي) اوبل ته يې كړوال (فعلي) غونډ وايي .
د پازې او دندې له مخې نوموال غونډ ته ايښی (مسنداليه) او مبتدا يا نهاد او كړوال غونډ ته ايښونی (مسند) يا خبر يا ګذاره هم ويل كيږي.
نودجملې اساسي برخې مبتدا او خبر دي. چې په ساده جملو كې مبتدا او خبر او يا دواړه د جملې اساسي برخه او بنسټ تشكيلوي. لکه :


۱- زده كونكي درس لولي.
۲- نجيب لاړ.
۳- ماهيان د درياب په زړه كې نڅيدل.
په پورته جملو كې : زده كونكي ، نجيب ، او ماهيان مبتدا او لولي ، لاړ او نڅيدل د خبر په توګه راغلي دي.
مبتدا:
د جملې اساسي برخه ده او معمولاً د يو شخص يا يو شي په باره كې معلومات وركوي دجملو د جوړښت له مخې دا ويلای شو چې: نوم،ستاينوم، شمير نوم، ضمير او دكلام نورې برخې د مبتدا په حيث راتلای شي .
خبر :
دجملې داساسي اجزاوو په دوهمه برخه كې خبر راځي په خبر كې فعل د خپلو اړوندو توكونو سره راځي په دې توګه ټول لوی او واړه يا خپلواك او نا خپلواك توكونه په يوه جمله كې را غونډيدای شي اود همدغه توكونو په كموالي او زياتوالي سره وړې يا لويې جملې مينځ ته راځي .
عبارت:
دوې يا ډيرې خپلواكې كلمې،چې يوه دبلې تابع شي او مركب مفهوم افاده كړي عبارت بلل كيږي. په عبارت كې يوه كلمه اساسي او بله كلمه يې تابع وي. لكه : د(شين اسمان) په عبارت كې (اسمان) اساسي كلمه او د(شين) كلمه د هغه تابع ده.
بايد وويل شي،چې عبارت هيڅكله د جملې ځای نه شي نيولی دا ځكه چې عبارت پوره مطلب نشي بيانولی او هميشه نيمګړی مطلب را په ګوته كوي.
دجملې مانيز ډولونه:
په پښتو كې د جملې مشهور قسمونه دادي :
۱- امريه جمله: چې په كښې د يو كار كولو حكم او غوښتنه شوې وي.
لكه ډوډۍ وخوره. دروغ مه وايه.
۲- پوښتني يا استفهامي جمله : هغه جمله ده،چې له چا څخه د يو كار يا يو حالت د پوښتنې په وخت كې ويل كيږي . كله ورسره د پوښتنې ادات راځي او كله نه او يوازې د آواز آهنګ او فشار په وسيله پيژندل كيږي .
لكه: ايا ستا ورور راغلی دی؟
خط دې ورته وليكه؟
ستا كور چيرې دی؟
۳- بيانيه جمله : هغه جمله ده،چې دبلې جملې حال بيانوي. لكه :
پرون مې واوريدل،چې دپښتو كاميابانو ته انعام وركوي.
۴- خبري جمله: چې ديو شي د حال او كيفيت څخه حكايت كوي. لكه:
دغه سړی زمرك نو ميږي.
زما كور په كابل كې دی .
۵- ندايه جمله: چې دغږ كولو او خطاب په وخت كې منځ ته راځي او دا هغه جمله ده،چې دندا حرف پكې وي: لكه:او هلكه! يو ګيلاس اوبه راوړه.
۶- تمنايي جمله: هغه جمله ده،چې دتمنا داداتو او فعل نه جوړيږي او ديو شي هيله او ارمان پكې څرګند شوی وي. لكه : كاشكې ته هم راغلی وای !
ارمان چې توريالی دلته وای !
۷- قسمتي جمله: هغه جمله ده،چې دقسم او لوړې كولو په وخت كې استعاليږي .لكه : قسم كه دې پريږدم . په خدای كه رانه خلاص شې .
۸- تعجيبي جمله : هغه جمله ده،چې د تعجب او حيرانتيا د څرګندولو لپاره استعماليږي. لكه : څه ښكلې منظره ده! څه رنګ رنګ غرونه دي!
۹- شكي او احتمالي جمله : هغه جمله ده،چې دشك او احتمال ښودلو لپاره كارول كيږي.لكه : ښايي احمد راغلې وي.
۱۰- تأكيدي جمله: هغه جمله ده،چې دتأكيد لپاره استعاليږي. لكه :
خامخا به بريالی وينې. هرو مرو به موږ كره راځې .
د جملې جوليز ډولونه:
دجولې او څومره والي له مخې جمله په لاندې ډولو ويشل كيږي :
۱- يو ستوې (ساده مفرده) جمله:
هغه راز جمله ده،چې له مبتدا او خبر څخه جوړه شوې وي. يوستوې جمله بيا په دوه ډوله ويشل كيږي:
آره يوستوې جمله: چې مبتدا يې له يوه فاعل يا مفعول او خبريې له يوه فعل اود متعدي فعل په ترڅ كې له يو مفعول او فعل څخه جوړ وي.
لكه : زمرك ځي . زرك اوبه څښي.
زما يو ملګری هيڅكله خپل كورنی كار نه هيروي.
ارته يو ستوې يا پراخه جمله: چې مبتدا او خبر يې له دوو توكونو څخه تيری وکړي او په دې توګه پكې زيات ارتوالی راشي. لكه:
دافغانستان اسلامي دولت يو كلتوري ډله دامريكا په بلنه هغه هيواد ته سفر كوي او نور...............................
غبرګه جمله : هغه جمله ده،چې ديوه مبتدا او يوه خبر پرځای دوه ، دوه مبتدا او خبر ولري. ياپه بله وينا :
که د يوې پوهې او مطلب د بشپړتيا يا د دوو اړوندو مطلبو د څرګندونې له پاره سره دوې جملې په کوم ارتباطي ادات غبرګې او ملګرې راشي .
يوه غبرګه جمله منځ ته راوړي،چې يوه يې آره يا خپلواکه او بله يې څېرمه (فرعي) يا بې واکه بلل کيږي .
لکه : زما زوی اوه کلن (دی) او لور مې شپږ کلنه ده .
که شمال نه وي ــــ ونه نه ښوريږي .
سمسور اېران ته لاړ ـــ چې ځان ته کار مزدوري پيدا کړي .
چې ته راغلې ـــ زه به ولاړ شم .




د ادب او ادبياتو پيژندنه
د ادبياتو د تعريف او پيژندنې په باب ډېر څه ويل شوي دي .
دعربي او خراساني پوهانو په اند :
ادب په لغت کې پوهې،زيرکۍ،اخلاقي تهذيب او فضيلت ته ويل کيږي. او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه او رياضت دی،چې انسان ته فضيلت ورپه برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې يې له سهوې او ښوېېدنې څخه ژغوري .
ددغو پوهانو په عقيده ادب پر دوه ډوله دی :
۱- فطري ادب : چې په ښو خويونو او معاشرتي تهذيب پورې اړه لري .
۲-اکتسابي ادب : چې له نورو خلکو څخه زده کيږي او د بليغې وينا لارې چارې ښيي. اوسني ادبي کره کتونکي د ادب په برخه کې پر دغسې يادونو قناعت نه کوي .
لومړی دا چې ادب د اخلاق پوهنې (Ethics ) له پلوه بېله مقوله ده او دښکلا پوهنې (Aesthetics ) له نظره بله مقوله ده .
دلته زيار اېستل شوی دی ، چې اخلاقي او استيتيکي مقولې سره توحيد کړي .
دوهم دا چې اخلاق فطري نه دي ، بلکې دبلېغې وينا په څير اکتسابي دي او له ټولنې څخه زده کيږي .
ديادو شويو پوهانو په نظر ادبي علوم هغو پوهنو ته ويل کيږ ي،چې د بليغې وينا لارې چارې او اصول راښيي .
دوی د ادب د وېش په برخه کې يو شانته نظر نه لري ،ځينې يې پر اتو څانګو ، ځينې يې پر دولسو او ځينې نور يې پر څوارلس څانګو وېشي، ځينې پوهان د ادب دعلم اصول او فروع سره جلا کوي .
دادب د علم اصول دادي : لغت، صرف،نحو،اشتقاق،معاني،بيان،بديع، عروض او قافيه .
دادب د علم فروع دادي : خط،نقدالشعر(قرض الشعر)،انشاء،محاضرات، تاريخ او قصص،انساب،مسالک او ممالک،امثال،دواوين،اغلوطات او روايات د ادبياتو کلاسيک مفهوم او ارزښت ؤ،چې د عربي او خراساني پوهانو له نظره څرګند شو.
په لويديځه نړۍ کې ادبيات (Literature ) د ټولو چاپي آثارو مجموعې ته ويل کيږي . د بېلګې په توګه طبي ادبيات هغو ټولو چاپي آثارو ته ويل کيږي،چې د طب په باره کې ليکل شوي وي .
که ادبيات د چاپي آثارو په مانا واخلو نو په هغه صورت کې به دادبياتو په تاريخ کې د فزيک،هندسې،جغرافيې،منطق او داسې نورو پوهنو په باره کې هم معلومات ورکوو، په داسې حال کې،چې دادبياتو په تاريخ کې يوازې په ژبنيو هنري اثارو باندې بحث کيږي .
کله کله په عام مفهوم ديوې ژبې ټولو ليکلو آثارو ته هم ادبيات ويل شوي دي.خو اوس يې دغې لفظي او اصطلاحي تعبير بدلون موندلی اوادب د اجتماعي علومو او فنونو ديوې سترې او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی،چې ټولنيز واقيعتونه او حقايق په کې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي ،که څه هم د ادبپوهانو له خوا په دې باره کې، چې ادب څه شي ته ويل کيږي؟
يو واحد او منل شوی پيژند (تعريف) نه دی وړاندې شوی،چې هر چېرې د هر چا له پاره د منلو وړ وي خو ډېرۍ ادبپوهان ادب داسې تعريفوي :
ادب يو ژبنی هنردی،چې واقيعتونه په انځورونو کې وړاندې کوي.
د انځور (تصوير يا ايماژ) څخه مقصد دادی،چې ادب واقيعت کټ مټ او په مستقيمه توګه نه بيانوي، بلکې د ادبي اثر د ليکونکي له خوا په ښکلي او احساس پاروونکي شکل وړاندې کيږي . يا په بله ژبه نوښتګر (شاعر يا کيسه ليکونکي) له واقيعت څخه خپله انطباع او برداشت په عاطفي بڼه انځوروي.
دهمدې مفکورې په اساس ويل کيږي،چې بيا جوړونه (بازآفريني) د ادب او په عام ډول د هنر يوه مهمه ځاګړنه ده . د ادب دغه ځانګړنه دتخيل په مرسته تر سره کيږي .
دادبي اثر (شعر،کيسه،ډرامه،طنز او داسې نورو) تر ټول عمده خاصيت د احساس انتقال دی . که يو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او داورېدونکي يا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي نو هغه ادبي اثر نه دی .
ادبپوهانو د محتوی له مخې ادبيات پر دوو سترو برخو ويشلي دي :

تخليقي ادبيات



تحقيقي يا څېړنيز ادبيات





تخليقي هنري يا (بديعي) ادبياتو ته اصلي او واقعي ادبيات وايي .
چې په هغو کې (شعر،لنډه کيسه، ډرامه،ناول،رومان،ادبي ټوټې،طنز او نور) شامل دي .
تحقيقي يا څيړنيز ادبيات دادبي آثارو د ماهيت، منشأ ، تکامل او څرنګوالي په باره کې څيړنې کوي. تحقيقي ادبياتو ته ادبپوهنه يا ادبي څېړنې ويل کيږي يا په بله ژبه تخليقي ادبيات ژبني هنري آثار دي او تحقيقي ادبيات د دغسې آثارو په باره کې بحث او څېړنه ده .



نظم او نثر
نثر : په لغت کې پاشلو،شيندلو،تيتولو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی،چې د وزن له قيده څخه خالي او آزاد وي .
په خبرو اترو کې نثر دشعر او نظم نه ړومبی دی، خو د پښتو ادب په لاس ته راغلو ليکلو آثارو کې شعر د نثر څخه دمخه ميندل شوی او لاس ته راغلی دی .
دنثر لومړی اثر چې زموږ په تذکرو کې د هغه نوم ذکر شوی هغه د محمد هاشم سرواني د ((سالو وږمه)) نوميږي،چې ورک دی .
بيا په (612) هجري کال کې د سليمان ماکو تذکرة الاولياء څو پاڼې پيدا شوي دي .
ددې سند نه وروسته د روښانيانو په وخت کې مسجع نثر د ميا روښان او اخون دروېزه له خوا را منځ ته شوی دی .
د (1000)هجري نه وروسته ورځ په ورځ نثر ساده شوی او هم يې پرمختيا موندلې او تکامل يې کړی دی ، چې ددې لوی اديب او مبتکر په خپله خوشحال خان ؤ،دنثر دا دوره تر (1300)هجري پورې رارسيږي .
په اوسنۍ دوره کې د مولوي احمد،منشي احمد جان،مير احمدشاه رضواني او راوروسته د ماسټر عبدالکريم ،قيام الدين خادم،عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، عبدالشکور رشاد او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو نثر ساده او روان دی .
نظم :
نظم په لغت کې د مرغلرو پييلو ته وايي. او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافيه وال وي . يا په بل عبارت : نظم د هنري ادبياتو هغې برخې ته وايي،چې په اشعارو کې مختلف مفاهيم پراته او د نثر نه يې توپير وشي .
شعر :
عربو شعر داسې تعريف کړی دی :
شعر په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي. اصطلاحاً هر بليغ کلام او سپيڅلې خوندورې وينا ته چې وزن او قافيه ولري شعر وايي، نو وزن او تول د شعر مهم رکن دی .
صديق الله رښتين شعر داسې راپيژني :
شعر د هغو لطيفو ، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی،چې د موزونو او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي .
دالفت صاحب په وينا :
شعر هغه وينا ده،چې الفاظ يې ښکلي وي او ويونکي په کې فکر،پوهه، ذوق ، د زړه هيجان او د روح آغېزه سره ګډه کړي .
محمد صديق روهي شعر داسې راپيژني :
د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقيعت تخيلي او بيا ځلي انځورولو ته شعر ويل کيږي .
د احسان طبري په اند شعر د څلورو ضروري شيانو درلودونکی وي :
1- مفکوره (اندېشه)
2- احساس
3- تخيل
4- آهنګ او وزن
دشعر ډولونه :
پښتو ژبه دوه ډوله شعرونه او نظمونه لري :
چې يوډول يې اولسي او ملي شعرونه دي،چې ځانته خاص ملي وزن لري .
لکه : لنډۍ،نارې،کاکړې غاړې،نيمکۍ،بګتۍ،چاربيتې،بدلې او نور.
همدارنګه دوړې،متلونه،دکمکيانو وزمينې سندرې،ساندې،فالونه، للوګانې او نور هم داولسي ادب په چوکاټ کې راتلای شي .
بل ډول يې ديواني او عروضي شعرونه دي،چې د عربي او فارسي سره برابر په يوه قاعده ويل شوي دي .
په عروضي ډوله شعرونو کې : قطعه،رباعي،غزل،بوللـــه يا قصيده،مثنوي، مربع، مخمس ، مسدس،ترکيب بند،ترجيح بند او نور شامل دي .



پښتو ادبياتو تاريخ
دادب تاريخ پيژند(تعريف):
ادب تاريخ په عامه توګه د نړۍ او په خاصه توګه د يو هېواد او مليت د ادبياتو د پرمختګ لړۍ مطالعه او ترڅېړنې لاندې نيسي،کوم چې د تکامل په مختلفو ټاکلو او ځانګړو دورو او مرحلو کې څرګندشوی وي او همدارنګه د ځانګړو ليکوالانو اثار هم تر تحليل او څېړنې لاندې نيول کيږي.
يا په بله وينا:
ادب تاريخ په مختلفو سياسي،ټولنيزاو اقتصادي پېښو کې د ادب پرمختيايي جريان تر څېړنې لاندې نيسي او په دغه جريان کې د مختلفو آثارو ارزښت او مقام ټاکي.
په لنډ ډول ويلی شو،چې ادب تاريخ د ادبي جريان پرمختګ او مختلفې پديدې او ټاکلې دورې تر څيړنې لاندې نيسي .
د پښتو د ادبي تاريخ دورې
دادبي دورو وېش د پاره بايد يو منطقي معيار وټاکل شي ، ددغه معيار له مخې بايد د هرې دورې ځانګړتياوې وښودل شي، که چېرې هماغه معيار په ټولو ادبي دورو باندې د تطبيق وړ نه وي ، نو دادبي دورو تصنيف خپل اعتبار او ارزښت له لاسه ورکوي.
دپښتو ادبي تاريخ ليکونکو : (علامه عبدالحی حبيبي،استادصديق الله رښتين، نور محمد غمجن،دوست شينواری،محمد انور نوميالی، محمدصديق روهي...) دادبي دورو د ټاکلو دپاره د بېلو بېلو معيارونو څخه کار اخيستی دی،چې ددغو پوهانو او استادانو کار د قدر وړ دی .
دسرمحقق محمد صديق روهي د پښتو ادبياتو تاريخ (معاصره دوره) اثرکې د پښتو ادبي تاريخ په دريو عمده دورو وېشل کيږي .
1 - لرغونې دوره
2 – منځنۍ دوره
3 – معاصره (اوسنۍ) دوره
هره دوره په پړاونو وېشل کيږي .
لرغونې (پخوانۍ) دوره :
د تحريري اسنادو له مخې په ادبي تاريخ کې دغه دوره د امير کروړ سوري څخه پيليږي ،چې د امير پولاد سوري زوی ؤ،چې په کال (139) هجري سنه د غور په مندېش کې امير شو او جهان پهلوان يې باله .
دپښتو ادب تاريخ دغه دوره تر شپاړسمې ميلادي پيړۍ پورې دوام کوي يانې د بايزيد روښان تر ظهور او پاڅون پورې رسيږي .
په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې د پښتونخوا په ختيځه برخه کې د هند مغلي سلطنت په زمانه کې فيوډالي توليدي مناسبات منځ ته راځي او په ادبياتو کې هم بدلون ليدل کيږي .
دپخوانۍ دورې عمده موضوعګانې دنمانځنې سندرې ، وياړنې (قومي تفاخر)، ويرنې،مينه ،بېلتون او اخلاقي ښوونې دي،چې په هغو کې پيچلي تخيلات او لفظي صنايع چندانې نه ليدل کيږي .
د غوريانو د واکمنۍ په دوره کې قصيدې جوړونه يو نوی پړاو ګڼل کيږي . که څه هم قصيدې له درباري ادب سره نږدېوالی لري،خوپه هغوکې د پښتنو قبيلو مشران او واکمنان د يووالي او قبيلوي قدرت د سمبولونو په توګه ستايل شوي دي .
شاعر د صلې او انعام د اخستلو له پاره شعرنه وايي،او نه په ستاينه کې له اغراق نه کار اخلي،د پښتو د لرغونو آريايانو د سندرو وزن ساتي،تر اوسه پورې پښتو شعر همدغه ځانګړتيا ساتلې ده ، يانې د شعر وزن د څپې (فشار ـ اکسينټ) او دهجاوو (سيلابونو) د شمېر په اساس ټاکل کيږي .
دپښتو ډېر زوړ او پخوانی شعر چې زموږ لاس ته راغلی دی دامير کروړ سوري يو حماسي (Epic ) شعر دی ،چې پټې خزانې د تاريخ سوري په حواله خوندي کړی دی ، دهمدې لاس ته راغلې حماسي شعر په استناد موږ د پښتو ادب تاريخ لرغونې دوره د (100) هجري څخه شروع کيږي . داسې ښکاري چې په سوريانو کې دپښتو شعر د اسلام له ابتدا څخه موجود ؤ،ځکه چې د امير کروړ د ژوند وخت پس له سل هجري څخه شروع کيږي .
وياړنه د امير کروړ جهان
زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسندوپرتخاراوپرکابل نسته
بل په زابل نسته
له ماتل نسته
غشی دمن مې ځي برېښناپه مېرڅمنوباندې
په ژوبله يونم يرغالم پرتښتېدنوباندې
په ماتېدو نسته
له ما اتل نسته
زمادبريوپرخول تاوييږي هسک په نمنځ وپه وياړ
داس له سوومې مځکه ريږدي غرونه کاندم لتاړ
کړم اېوادونه ويجاړ
له مااتل نسته
زمادتورې ترشپول لاندې دي هرات وجروم
غرج وباميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پيژندو يم په روم
له ما اتل نسته
پرمرو زما غشي لوڼي ډاري دښن راڅخه
دهريوا د رود پرڅنډو ځم تښتي پلن را څخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نسته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخ سور وکړه
په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نسته
خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم
دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم
له ما اتل نسته
پرلويوغرو مې وينا درومي نه په ځنډو په ټال
نړۍ زماده نوم مې بولي پردريځ ستايوال
په ورځو شپومياشتوکال
له ما اتل نسته
دپښتو دا زوړ شعر،چې دهجري دوهمې پيړۍ له لومړۍ برخې څخه راپاتې دی د ژبې اداء،لغاتو او کلماتو له مخې مخصوص رنګ لري او زموږ د اوسنۍ ژبې له محاوروي جريان سره توپير لري. ډېر داسې لغات او سوچه کلمات په کې راغلي دي،چې اوس متروک او په عمومي محاوره کې نه استعماليږي .
ددې شعر له لساني پلټنې څخه دا نتيجه په لاس راځي،چې په هجري لومړۍ او دوهمه پيړۍ کې پښتو ژبه د نورو ژبو له اختلاط سوچه او تر (400) هجري پورې يې دا سوچه توب او نګه والی ساتلی دی .
دمانا له پلوه هم دا لومړی شعر د حماسي اشعارو څخه،چې د دنيا د ادب يوه غوره برخه ده دا يو برجسته او غوره نښه ګڼل کيږي . د شاعر لوړ حماسي مقام او دده د توري غلبه او بری ښه تصوير کوي . شاعر د خپل پاخه شعر او غښتلې قريحې په مرسته خپله وياړنه په داسې ډول کوي،چې يو توانا او مقتدر شاعر ته ښايي له دغې وياړنې څخه د امير کروړ مينه او د خپل ټبر د پالنې احساسات ښه څرګنديږي .
دشعر عروضي کيف او وزن دا څرګندوي،چې پښتو ژبې پخوا د عروضو او بحر له پلوه هم پاخه اشعار درلوده او دغه مخصوص بحور له خورا زړې زمانې څخه په شعر کې موجوده وه.
په پايله کې دا ويلای شو،چې ددې شعر د ويلو پروخت پښتو په غور کې خپل ادبي پوخوالي ته رسېدلې وه.پښتو تردې شعر دمخه بايد ډېر ادبي مراحل تېر کړي وي ،چې د (100) هجري کال په شااوخوا کې دې پوخوالي او متانت ته رسېدلې وي .
داچې موږ د امير کروړ له کښلي شعرنه د مخه بل ليکلی منظوم يا منثور اثر په لاس کې نه لرو. ددې خبرې دلايل ډېر دي ،خود ډېرونه يودليل يې دادی، چې د تاريخ په اوږدو کې افغانستان تل د بهرنيو يرغلګرانو ټاټوبی ؤ، نوممکن ددې تېريو او حملو له کبله دپښتو ژبې آثار له منځه تللي وي. داخبره يوازې د پښتو ژبې دادب په هکله نه بلکې دنورو خويندو ژبو په باب هم ويلی شو.



دپښتو ادب تاريخ لرغونې دورې ځنې نور شاعران او ليکوالان :
هاشم زيد سرواڼي :
له امير کروړ نه وروسته هاشم زيد سروانی د هلمند په سروان په سنه (223هه) کې زېږېدلی او په بست کې يې د علماؤ او فصحاوو څخه لوستنه وکړه .
داستاد حبيبي په قول : د هلمند سروان دهلمند د غاړو د هغو ښارو پورې اړه لري ،چې په هغو وختونوکې يې روڼ مدنيت درلود او اوس وران دی .
ابومحمد هاشم په پښتو ژبه يو کتاب کښلی دی،چې (سالو وږمه) نومېده او د عربي ژبو د اشعارو دفصاحت او بلاغت بيان په کې شوی دی .
نوموړي په عربي،فارسي او پښتو ژبه شعرونه ويل چې يوه بېلګه يې داده :
ژبه هم ښه وينا کاندې چې يې وينه
دخاوندپه لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وينا يې اروي
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه
شيخ بيټنی (ح) :
د پښتنو په لرغونو اوسېدنځايونو کې يوه ډېره مشهوره تاريخي سيمه د سليمان د غرونو لمنې دي. دغه دسليمان غرونه په ځينو کتابونو او تاريخي اثارو کې د (کسې غره) په نامه هم راغلي دي .
دکسې د غره په لمنو کې د روزل شويو شاعرانو په ډله کې ترټولو معلوم پخوانی سړی شيخ بېټنی دی،چې دژوند زمانه يې د دريمې هجري پيړۍ شااو خوا ټاکل کېدای شي او کېدای شي د (350 هه) کال په شااوخوا کې مړ وي .
دشيخ بيټني يو مناجات سليمان ماکو په تذکرة الاولياء کې راوړی دی. چې د پښتو د زړو اشعارو په لړ کې ډېر مهم شعر دی .
د شيخ بيټني مناجات دادی :
لويه خدايه، لويه خدايه ستاپه مينه په هر ځايه
غرولاړ دی درناوي کې ټوله ژوي په زاري کې
دلته دي د غرو لمنې زموږ کېږدۍ دي په کې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
دلته لږ زموږ اور بل دی ووړ کوګی دی ووړ بورجل دی
مينه ستاکې موږ مېشته يو بل دچا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستاده دمــــــــــــړو وده لـــــــه تــا ده
داپالنه ستاده خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
دلرغونو شاعرانو په لړ کې شيخ اسعد سوري،چې د محمد زوی ؤ،چې په کال (420 هه) په بفن کې وفات شو .
ښکارندوی غوري،چې د غوريانو د سلطنتي کورنۍ پياوړی شاعر او اديب دی، د سلطان شهاب الدين غوري په زمانه کې يې ژوند کاوه (580 هه) . نوموړی د احمد زوی دی . په پټه خزانه کې دده يو ښکلی شعر،چې پښتو ادب پرې وياړي راغلی . داشعر تقريباً (45) بيته کيږي مطلع يې داده :
دپسرلي ښکلونکي بيا کړي سينګارونه
بيايې ولونل په غرونو کې لعلونه ..
ملکيار غرشين د ښکارندوی هم عصر دی (580 هه). بېلا بېل مؤرخين ليکي،چې دی په ډهلي کې اوسېده او تر (581 هه) په هغه جنګ کې هم ليدل شوی،چې سلطان لومړی پلا په ملتان يرغل وکړ او په ډهلي کې وفات او دشيخ ابوبکر طوسي د مزار ترڅنګ ښخ دی .
دده يو شعر چې د جنګ په ډګر کې يې زمزمه کړ :
څښتن مو مل دی اوس مو يرغل دی هېوادمومل دی
غازيانو ګوری څښتن مو مل دی
تورې تېرې کړﺉ دښمن مو پرې کړﺉ منګولې سرې کړﺉ
څله به تښتو څښتن مو مل دی
که ټينګ کړو زړونه په بري يونه چې زمري يونه
اسلام راڅخه څښتن مو مل دی
غازيانو راسی ټول شا او خوا سی د شهاب په ملا سی
دښمن مو غوڅ کی څښتن مو مل دی
دملکيار غرشين په دې رزمي سندره کې د اسلامي فاتحانو ستاينه شوې ده او داسلام په تنګه د جنګېدونکو لښکرو د هڅولو او پارولو هڅه په کې شوې ده .
ملکيار غرشين د سلطان شهاب الدين غوري د زمانې سړی دی. کله چې سلطان شهاب الدين غوري د اسلامي فتوحاتو په منظور پر هندوستان لشکرکشۍ کولې نودغه شاعر او عارف هم دده ملګری و.
تيمني :
دی هم د ملکيار غرشين او ښکارندوی هم عصر شاعر دی . دتيمني د قوم چې تخلص يې هم تيمني دی . د (580) په شا او خوا کې تېر شوی دی. دی د غوري غياث الدين معاصر ؤ په زمينداور کې اوسېده .
د تايمني په نامه دا شعر په ملي وزم



نن زه غږېږم په صفت د سلطان
چې دی بادار غازي ملک د جهان
د فېروز کوه او غور رڼا له ده ده
هم د تېرو تورو برېښنا له ده ده
چې توره وکاږي چړتون کي خالي
غليم يې کله کړي په توره سيالي
غياث الدين د غور زمری عاليشان
د اسلام دين دده په توره روښان
قطب الدين بختيار :
د پلار نوم يې احمد او دموسی لمسی دی. دی يو عابد ، عارف او فاضل شخص ګڼل شوی دی . په قوم بختيار پښتون دی . او دده نيکه موسی هند ته تللی ؤ نو ځکه دده لمسی قطب الدين په هند کې ډېر شهرت لري . دی په (633 هه) کال او د بل روايت له مخې په (634هه) کال د عمر په (48) کال او په ډهلي کې ښخ شو، چې تر اوسه يې مزار ډېر مشهور دی .
دده د شعر يوه نمونه :
وير مې زړه سوری کړ راته وګوره ملوکې
په بېلتون کې دې وباسم له خوږمنه زړګي کوکې
راته وګوره ملوکې
غوړه ولی دې اوربل دی اور زما په زړګي بل دی
زه بختيار خاورې اېرې شوم په اورسوی مې ګوګل دی
راته وګوره ملوکې

شيخ متي :
د لرغونې دورې يو بل يا دشاعر شيخ متي دی . دی د شيخ عباس زوی دی په ( 623 هه) کې زېږېدلی دی او بيا په ( 688 هه) کال د (65) کالو په عمر وفات شوی دی .
دی په کلات بابا هم شهرت لري،چې په هماغه غونډۍ کې دفن دی.
((خدای مينه)) په نوم کتاب يې ډېر شهرت لري،ځکه چې دده په قبر به پروت و او هر چا به لوسته ، خو له بده مرغه،چې اوس ورک شوی دی.محمد هوتک په پټه خزانه کې دده يو شعر راخيستی چې

لولويې :
خاونده ښکلی ستاجمال دی ښکاره يې لور په لور کمال دی
که ورځ که شپه،که پيړۍ کال دی ستادقدرت کمکی مثال دی
ســــــتا دنـــورونو يوه رڼا ده دلــــته چې جـــوړه تماشا ده
ټول ستادياد نارې سورې دي
داستادمينې نندارې دي
دلته لوی غرونه زرغونيږي د ژوند وږمې په کې چليږي
بوراوې شاوخوا کړيږي سترګې ليدو ته يې هيښيږي
لويه خاونده،ټوله،ته يې
تل دنړۍ په ښکلېده يې

لرغونې دورې پورې مربوط نور شاعران هم لرو . لکه :
باباهوتک ، شيخ ملکيار هوتک،اکبرزمينداور غزلبول شاعر،شيخ ملي، سلطان بهلول لودي،خليل خان نيازی،کجوخان راڼيزی،شيخ محمدصالح، زرغون خان،بابړخان،دوست محمد کاکړ او نور . چې د هر يو ژوندليک او دشعرونو راوړل دلته موضوع اوږدوي .
دښځينه شاعرانو څخه به د زرغونې او رابعې يادونه وکړو :



زرغونه کاکړه :
په پښتنې ښځينه وو شاعرانو کې زرغونه لومړنۍ شاعره ده،چې شعرونه يې موندل شوي دي ، کېدای شي دا لومړنۍ شاعره نه وي او له دې څخه دمخه هم شاعرانې تېرې شوي دي .
دا وخت مشهوره شاعره چې تقريباً د (900 ه ) په شااوخوا کې تېره شوې ده، دملادين محمد لور وه او د سعدالله خان نورزي ماينه وه . په قوم کاکړه او د کندهار د پنجوايي اوسېدونکې وه. ښکلی خط يې درلود او دسعدي بوستان يې په پښتو نظم ترجمه کړی دی. دپټې خزانې څخه يې د مثنوي يو څوبيته دلته رانقلوو:
اورېدلې مې قصه ده چې له شاتو نه خوږه ده
داختر په ورځ سهار بايزيد چې ؤ رويدار
له حمامه را وتلی په کوڅه کې تېرېدلی
اېرې خاورې چاله بامه راچپه کړلې ناپامه
مخ او سريې سوککړ په اېرو په خاورو خړ
بايزيد په شکرکښوشو دخپل مخ په پاکېدوشو
چې زه وړ يم د بل اور چې په اور کې سم نسکور
رابعه :
رابعه د پټې خزانې دليکنو سره سم د ظهيرالدين محمد بابر (937 هه.ق مړ) د زمانې شاعره وه ، په کندهار کې اوسېده او داشعارو ديوان يې درلود .
ددې شاعرې دغه لاندې رباعي پټې خزانې راوړې ده :
آدم زاديې زمکې وته ستون کا په اور دغم يې سوی لړمون کا
دوزخ يې روغ کا،پرمخ د زمکې نوم يې دهغه دلته بېلتون کا
ددې يوې رباعي پرته ددې نور اثار موږته نه دي معلوم. اما له دې يوې رباعي څخه يې هم دوينا قدرت ښکاري او دا راښيي چې رابعې به په خپل ديوان کې عشقي موضوعات په خورا ادبي نزاکت او لطافت بيان کړي وي .
بي بي نيکبخته :
دا مېرمن نېکبخته د شيخ الله داد لور وه،چې پلار نيکه يې په اشنغر کې اوسېدل په (951 هه-ق) کال له شيخ قدم سره واده وکړ. مېرمن نېکبخته زاهده،پرهيزګاره او عالمه ښځه وه. په (969هه-ق) کال يې د (ارشادالفقراء) په نامه يو کتاب ليکلی ؤ، چې درې ټوټې ترې محمد هوتک په



پټه خزانه کې اخيستې دي، د يوې ټوټې څو بيته دادي :
په زړه ښادشې اې مؤمنه په ظاهر په باطن سپينه
ظاهر زهدپه اخلاص کړې په زړه ټينګ شه له يقينه
شکر صبرپه هر حال کړه خودنمای مه شه خودبينه
دمېرمن نېکبختې لاس ته راغلې منظومې ټوټې تبليغي رنګ لري ، نصايح او پندونه يې په دې اثر کې وړاندې کړي ډي .



دپښتو ادبياتو تاريخ دوهمه (منځنۍ او کلاسيکه) دوره :
دپښتو ادبياتو د تاريخ دوهمه دوره،چې منځنۍ (متوسطه)دوره هم ورته ويلای شو،دلسمې هجري پېړۍ له اواسطو پيل کيږي او دڅوارلسمې هجري پيړۍ ترلومړيو دوو دريو لسيزو پورې رارسي .
دپښتو ادبياتو منځنۍ دوره له سياسي او اېډيالوجيکي مبارزې سره پيل کيږي. خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه دباندې نه وزي .
په دې دوره کې پښتو ادبيات د افغانستان ، پښتونخوا او هند په سيمو کې له ځينو ملي مذهبي او پښتني جنبشونو سره په ارتباط کې ايجاديږي او وده کوي .دمنطقي مسلط فرهنګي او ادبي جريانونه پرپښتو ادبياتو خپل اغېز ښندي او دهمدغو جرياناتو په پيروي په پښتو ادب کې ځانګړي سبکونه پيداکيږي او ځان ته خپل خاص پيروان مومي .
مياروښان ديوې مذهبي فرقې دلارښود په توګه په توره او قلم مبارزه کوي .
روښان او خوشحال خټک دواړو دپښتنو د خپلواکۍ اوملي حاکميت دپاره توده او سړه جګړه پرمخ بېولې ده .
روښانيانو دعرفان له لارې دخلکو دسياسي شعور دلوړولو،په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو،د احساس د وېښولو دپاره آهنګ وال ادبي آثار ايجاد کړل او په دې توګه يې دکتبي ادبياتو پانګه رامنځ ته شوه.
خوشحال خټک پښتو ادبيات د مضمون،شکل او قالب له پلوه غني کړل. ده دفارسي ژبې ټول قالبونه ؛لکه : (مثنوي،غزل،قصيدې،رباعي،مخمس او نور...) لفظي او معنوي صنايع په پښتو ادب کې راوستل. دمضمون له پلوه دده په اثارو کې ډېر زيات نوښتونه ليدل کيږي .چې دهغه وخت په شرايطوکې ساری نه لري .
دمنځنۍ دورې ادبيات دمضمون او شکل په لحاظ دپخوانۍ دورې له ادبياتو سره جوخت توپيرليدل کيږي.
ددې دورې يوه عمده ځانګړنه داده،چې زموږ ددې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي آثار په واک کې لرو .
په دې دوره کې دپښتو ادبياتو علايق له ګاونډيو ژبو سره هم پراختيامومي. له عربي،فارسي او هندي ژبو څخه پښتوته او له پښتوڅخه ځينو دغو ژبو ته د آثارو د راکړې ورکړې مسله هم خپلو لوړو پړاوونوته خيژي .
د افکارو ژورتيا،دتخيل رنګيني او دقالبونو تنوع دمنځنۍ ادبي دورې غوره ځانګړنې ګڼل کيږي .
دا څرګنده خبره ده ،چې د روښانيانو عرفان،دخوشحال دملي تشخيص احساس،درحمان بابا ادبي بلاغت دحميد او کاظم شيدا نازکخيالي د پخوانۍ ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کيږي.
په منځنۍ ادبي دوره کې درې مهم پړاوونه د فکري،سياسي او هنري ځانګړنو له مخې دتشخيص وړ دي،چې غوره استازي يې په فکري لحاظ د روښان پلويان په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ رحمان بابا، حميد،شيدا، حنان بارکزی او نور دي .



بايزيد روښان
په هغو نثرونوکې،چې دسليمان ماکو نثر وروسته زموږ لاس ته رسېدلی او همدا اوس يې بېلګه موجوده ده،دخيرالبيان نثر دی .
دخيرالبيان د کتاب مؤلف مياروښان يو له هغو مشهورو او مصروفو ليکوالو او متصرفينو څخه دی ،چې د پښتو ادب په تاريخ کې ډېر شهرت لري . بايزيد روښان سربېره پردې چې يوعالم سړی ؤ،يو توريالی عسکر هم ؤ او ډېره موده يې دمغلو په مقابل کې جکړې کړي دي او دپښتونولۍ نوم يې ساتلی دی. دپلار نوم يې شيخ عبدالله ؤ،چې پس له اوه پښته څخه شيخ سراج الدين انصاري ته رسيږي ،چې د مياروښان پلار په کاڼي ګرام وزيرستان کې ؤ،مياروښان علاوه پردې چې د بايزيدپه نوم يادېده په پېر روشن يا روښان هم يادشوی دی،مخاليفينويې په ((پير تاريک)) سره هم ياد کړی دی ، دبايزيد انصاري يا بايزيد مسکين په نوم هم ذکر شوی دی .
بايزيد روښان په سنه (932 ه ) کال زېږېدلی او په (994ه ) کال کې وفات شوی دی،دښاغلي خادم دليکنو له مخې پير روښان د ملاپاينده نومې سړي څخه چې دده د پلار له شاګردانو څخه ؤ درس ويلی دی او طريقت يې له خواجه اسماعيل څخه چې د رياضت خاوند ؤ او ډېر مُريدان او معتقدان يې لرل،اخيستی دی، بيا وروسته په خپله دطريقې په مخ بېولو کې لارښود او رهبر شو او د خاص مسلک او طريقت خاوند شو.
دخيرالبيان د نثر نمونه :
ادميان زما په هستۍ کې دي زما هستي ده په ادميانو لکه کبونه په اوبواو اوبه په کبونو کې لکه کبونه په اوبوژوندي دي په ماژوندي دي ادميان ، په قرآن کې ويلي دي سبحان کب چې په اوبو کې ګرزي مخ يې واوبو ته شي هسې هر لور وته چې جاروزي مخ يې وماته شي د ادميانو زه يم وېښته په پوست کې د ادميانو په وينو په غوښه د ادميانو په رګ په پله د ادميانو په هډو په ماغزه د ادميانو په هرڅه کې يم،چې څه شته دسړي په ځان تحقيق ده زما هستي له هره څيزه بهر لکه ده له ادميانو زه نږدې يم ادميانو ته له ځانه .
د خيرالبيان اصلي نسخه په لاس کې نه شته او دغه راز څونمونې مارګين سټرن ترېنه په خپله يوه مقاله کې رانقل کړي دي ،چې خپله نظريه يې پرې داسې څرګنده کړې ده :
دخيرالبيان په نثرکې د عربي ژبې رنګ او تأثير ښکاره دی،جمله بندي يې عيناً په عربي سبک تطبيقيږي .
دمقفی نثر لومړۍ نمونه په پښتو کې د خيرالبيان څخه لاس ته راځي، تر دې دمخه موږ د دغسې نثر نمونه په پښتو کې نه وينو .
په پښتو کې ديني او اخلاقي مسايل او د آياتونو او حديثونو ترجمې هم غالباً له خيرالبيان څخه شروع کيږ ي.
د خيرالبيان نثر د لسم هجري قرن نثر يوه نمونه ده او په دغه وخت کې فارسي نثر هم د عربي له تأثير لاندې ؤ .



خوشحال خټک
خوشحال خان د شهبازخان زوی د (1022 ّّه.ق) کال د ربيع الثاني په مياشت د خټکو د اکوړې په سرای کې زېږېدلی دی .
خوشحال خان په خپله يوه قصيده کې خپل ځان داسې راپيژندلی دی :
زه خوشحال د شهباز خان چې تورزن يم کان په کان
شــــهبازخان ديحی خان و چې بل نه و هـــسې ځوان
يـــــحــی خـــان د اکـوړي و چې په توره شــو سلطان
دهجرت زردوه ويشت سن و چـــې زه راغــلم په جهان
هــغه کال پوره پـنــځـوس و چې شهيد شو شهباز خان
دهـــغــــــه دور بادشـــــاه و قــــدر دان شــــــاه جهان
دپلارځای يې وماته راکړ پــه ولس شوم حکمران
دخوشحال خان ددې قصيدې د پورته بيتونو څخه د خوشحال د ژوند زمانه او دده دکورنۍ شجره ډېره ښه معلوميږي .
دکوچنيوالي څخه د خوشحال ژوند له ځينو حوادثو سره ملګری دی ، دمثال په ډول په (1029 ه . ق) کال د خوشحال دشپږو کالو ؤ،چې په لنډي سيند کې لاهوشو او نجات يې وموند. په (1030 هه.ق) کال دی د اتو کالو ؤ ،چې له څپرې نه کاڼی پرې راولوېد دا ځل له مرګ نه بچ شو .
خوشحال خان خټک نه يوازې د خپل وخت او زمان يو ټولنيز،سياسي شخصيت او بريالی سالار ؤ، بلکې دی دپښتو ژبې يو داسې شاعر او ليکوال ؤ ، که ووايو د پښتو ادب تاريخ دده له نامه او اثارو پرته نيمګړی دی ، نو دا به کومه د مبالغې خبره نه وي .
خوشحال خټک لکه چې يې ويلي دي ، پښتو ژبې او ادب ته په نظم او نثر کې هغه څه ورکړل،چې ترده دمخه او وروسته يې ښايي ساری موږ په ندرت سره بيامومو.
په تازه تازه مضمون دپښتو شعر
په مانا مې دشېراز او خجند کړ
په بل ځای کې بيا وايي :
که دنظم که دنثر که دخط دی په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
خوشحال دمغلي واکمنو له خوا بندي شوی هم دی .
پس له بنده دی دا عزم د خوشحال د خاطر جزم
يانيولی مخ مـکـې تـــه يـا مـــغــــلــــو ســــــره رزم
تربند دمخه د خوشحال بابا آثار يوډول تمايلات لري او تربند وروسته يې شعر او هنر بل رنګ اخلي .
محققانو د خوشحال د آثارو شمېره ډېره زياته ښوولې ده ، خو هغه آثار،چې معلوم دي په لاندې ډول دي :
دخوشحال کليات،چې دبيتونو شمېر يې تر څلوېښت زرو ډېر ښودل شوی دی. فراقنامه،دستارنامه،بازنامه،فالنامه،فضل نامه،طب نامه،بياض، ځنځيرۍ ، سواتنامه، پارسي ديوان،اخلاقنامه د خوشحال آثار نه يوازې د کميت په لحاظ ديادونې او مننې وړدي، بلکې په کيفي لحاظ هم د خوشحال د آثارو کيفيت ډېر لوړ دی . خوشحال تر (1100 ه .ق) پورې ژوندی ؤ،دده په کليات کې قصيدې،غزلې،رباعي،قطعې،مخمس،مسدس،معشر،ترکيب بند، ترجيح بند، مثنوي،ذوالقافيتين او نور پيدا کولای شو .



دخوشحال د ښکلو غزلونو څخه ديوې غزلې څو بېته د بېلګې په توګه راوړو :
توره چې تېرېږي خوګوزار لره که نه
زلفې چې ول ول شي خوخپل يار لره که نه
ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه
شېخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه
می شته چنګ و نی شته د خپل يار سره خوشحاله
خپل بياض په لاس کې څه ګلزار لره که نه



رحمان بابا
رحمان بابا په بهادر کلي کې،چې له پېښور څخه درې ميله لرې جنوبي اړخ ته پروت دی . له عبدالستار مومند کره وزېږېده .
پټه خزانه د رحمان بابا د زېږېدو کال (1042 ه .ق) ښيي، لکه څنګه چې مشهوره ده رحمان بابا پيدا شوی خو په بهادر کلي کې ؤ، وروسته د ځينو وجوهاتو له کبله يې خپل کلی پرېښود او هزار خوانې ته راغی .
رحمان بابا له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه زده کړه کړې او له هغه څخه يې فقه او تصوف زده کړل ، بيا کوهاټ ته ولاړ هلته يې سبقونه ولوستل او ښه عالم شو . رحمان بابا يو عالم او عابد سړی ؤ .
رحمان بابا د خپل وخت رواجي علوم لوستي وو، په پارسي او عربي ادب کې يې مطالعه درلوده، رحمان بابا دتصوف له رموزو هم خبر ؤ .
د رحمان بلبل تصوف سړی له خدای او دخدای له مخلوق سره د ناپايې مينې په اظهار کې خلاصه کولای شي . د استاد کامل په وينا : ((له خدای دهغه له مخلوق سره محبت دتصوف داسې اصول دي چې له مذهب سره د بشپړ مطابقت،پاکۍ او عظمت له پلوه ډېر منل شوي دي )). د رحمان بابا د شاعرۍ پيغام همدا محبت دی .
استاد روهي په خپله يوه ليکنه کې دا نظريه داسې تفسير کړې ده چې : ((رحمان بابا د يوه فقر ځپلي اولس زړه ته دخپل پيغام په وسيله لار پيدا کوي او ددغه پيغام اصلي جوهر مينه او محبت دی . عشق او محبت نه يوازې د انسان د نجات وسيله ده،بلکې د جهان دتکوين لومړنی محرک هم دی .
لکه رحمان بابا چې ويلي دي :
داجهان دی خدای له عشقه پيدا کړی دجملوو مخلوقاتو پلار دی دا
دپښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په (1128 هه.ق) کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او دپېښور د هزارخانې په هديره کې خاورته وسپارل شو .
له ده څخه په پښتو ژبه دشعر يوښکلی دېوان راپاتې دی،چې په دوو دفترونو کې تنظيم شوی دی. دا دېوان په پښتوکې مشهور او داحترام وړ دی او خلک فالونه پر باسي او خپل مرادونه ځنې غواړي . په دې دېوان کې ښکلې غزلې، قصيده ډوله اوږدې غزلې مخمس اومسبع پيداکيږي .
دده روان ساده او عام فهمه شعر د هر چا او هرې سويې د خاوند پر مزاج برابر دی ، دده شعر که آسان دی خو ژور انساني مفاهيم په کې رانغښتي دي .
درحمان بابا دشعر يوه بېلګه :
که په ګنج دشاهي فخرشهريارکا عاشقان يې ددلبروپه رخسارکا
خرقه پوشوپه خرقه کې دی موندلی هغه حظ چې په دنيايې دنيار دارکا
پتنګانولره خدای په اورکې ورکړ هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کا
نيک ساعت په بدبدل د هيچامه شه په وصال کې غم دهجروردوڅارکا
دبېړۍپه ډوبېده چې خدای راضي شي يګانګي دزړونو کله هلته کار کا
هغه مخ چې مادر زادښايسته نه دی مشقت دمشاطې واړه مردار کا
باز دنار له خوبه پاڅي پسې ګرځي چې فلک دعاشقانو بخت بېدار کا
نيمه شپه يې يار ترسره پورې کښېني لکه شمع چې څوک بله په مزار کا
دمستۍ د هوښيارۍ يې يون څرګند دی په هرچاکې چې څه وي هسې رفتار کا
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی
چې ددين متاع بدله په دينار کا





عبدالحميد مومند
عبدالحميد مومندهم له بده مرغه د پښتود همهغويوڅو وتليو شاعرانو په لړ کې دی،چې د زده کړې او مړينې جوتې نېټې يې لاهم د څيړنې په تورو اوبو کې ډوبې دي خو بيا هم دحميدبابا دټاټوبي او زېږنځي په باب هم پښتانه پوهان او دپښتنو څېړونکي يوه خوله نه وو خو وروستيو پلټنو جوته کړه،چې حميدبابا دپېښور کوهاټ سړک او باړې رود پرښۍ غاړه پراته کلي ماشوګګړ ماشو کې زېږېدلی دی .
تر (1338) لمريز کال او (1959 زېږديز) کال پورې کورني څېړونکي او بهرني ختيځپوهان پښتو څېړونکي او ليکوال د راورټي د روايت له مخې په دې عقيده ؤ،چې ګڼې حميد مومند تر (1145 هه.ق) پورې ژوندی و او يا د بلومهارت Blumharat په وينا پر همدغه کال مړ دی .
خو د حميد بابا دشرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه عقيده واوښته او تر (1148 ه .ق) پورې د حميد ژوند يقيني ثابت شو .
دحميد بابا مزار د ماشو (ماشوګګړ) په لويه هديره کې دی ، دحميد دېوان چې د اټکل له مخې دده په ژوند ټول شوی دی په ادبي حلقو کې په دُر مرجان مشهور دی . دعبدالحميد مومند وروستی او تر ټولوچاپ شويو ديوانونو بشپړ ديوان همدا سرمحقق هېوادمل په زيار ديوان دی ،چې (290)غزلې او قصيده ډوله غزلې،قصيدې ، يومخمس، يو ترکيب بند او دوې څلوريزې لري، چې د ټولو بيتونو شمېر يې (2932) ته رسي د حميد مومند نور مشهور آثار دادي : نيرنګ عشق ، دعزيز او شاهد دمينې سوځنده داستان دی،چې پښتو ژباړه يې دحميد له برکته په ادبي حلقوکې هم د ډېر لوړ نامه خاونده شوې ده .
شاه او ګدا د حميد بابا دا منظومه داستاني ژباړه ده . دشاه ګدا د بيتونو شمېره (1788) بيته ده .
حميدبابا دغه کتاب په داسې ډول ترجمه کړی دی،چې دترجمې په فن کې يې ځانله يو ښکاره مقام پيدا کړی دی .
شرعة الاسلام : دا کتاب په پاړسو هم ترجمه شوی دی . چې د تذکرةالابرار و الاشرار په مأخذونو کې راوړل شوی دی .
پښتو منظومه ترجمه يې دحميد مومند په غښتلي قلم ليکل شوی ده،چې په پښتو تبليغي اثارو کې د ادبي نفاست له مخې هسکه درجه لري .
دا دخوږ ژبي شاعر حميد مومند د نظم نمونه :


نــــــــــه زمـاده نــه دســتــاده دادنـــيـــا پــاتــې شــوې لـه هــرچاده دادنيا
ديـــوه غــېـږ کـې پرته وبل ته خاندي څــه لــولۍ او بـې حياده دا دنيا
پـــه رڼـــايـــې دچــاکارنـه پوره کيږي دآسمان برق وبرېښناده داد دنيـا
که ظاهرښکلې زېباليده شي څـه شـو پــه بــاطــن تــوره بــلاده دا دنـيـا
مـــروت د آشــنـايـۍ پـه کـې نــه شـته کـــه اشـــنـا ده نا آشــناده دا دنيا
په يوځای يې ټيکاو هېچېرې نه شي لکه سيوری خوا وشا ده دا دنيا
تــل پـه ځـان پـورې دخـپــلـو طـالبانـو مسخــرې کـاپــه خـندا ده دا دنيا
په سودا يې سودمن شوي هېڅوک نه دی جـــوفــروش ګـنـدم نماده دا دنيا
چې حميدپه کې خندا کا رېشخندي کا
ځـــای د غـــــــم او د ژړا ده دا دنـــــيـــــــــا





دپښتو ادبياتو اوسنۍ دوره :
دپښتو دادبي تاريخ اوسنۍ دوره،دشلمې پيړۍ له دوهمې لسيزې څخه پيل کيږي . دا بايد ووايو،چې په (1839 زېږديز) کال د ډيورنډ د تحميلي کرښې په اثر د ادبي تحول اوسنۍ دوره په لره او بره پښتونخوا کې دسياسي جريانون د جلاوالي په سبب يو شانته انکشاف نه کوي خوپيلامه يې يوشانته ده .
د اوسنۍ ادبي دورې ادبيات دمنځنۍ دورې ادبياتو سره د محتوی، شکل،ژانرونو او قالبونو له پلوه څرګندتوپير لري او دادبي تحول نوې دوره بلل کېدای شي .
دمضمون او محتوا له پلوه د اوسنۍ دورې په ادبياتو کې نوي فکري او سياسي تمايلات،نوي هنري مېتودونه لکه (ريالېزم او نور) نوي ادبي ژانرونه لکه (ناول،لنډه کيسه،نوی شعر، ادبي ټوټه،طنز او نور) رامنځ ته شوي دي .
په ادبي قالبونو کې هم نوی شعر،منثور شعر په ايجادولو سره تنوع او نوښتونه منځ ته راځي . دپښتو دمعاصر ادب دپيلامې په اړوند دپوهانو اندونه يوډول نه دي. خو دپښتو ادبياتو تاريخ معاصره دوره کتاب مؤلف سرمحقق صديق روهي په عقيده دپښتو معاصر ادب په لره پښتونخوا کې د (1910 زېږديز) کال شا او خوا د (افغان) جريدې په خپرېدلو سره پيليږي. په دغه جريده کې دپښتو ادب نوي ژانرونه باب شول او د راحت زاخيلي،فضل محمودمخفي،عبدالاکبر خان اکبر غوندې ليکوالو او شاعرانو دمعاصر ادب زړي وکرل .
په افغانستان کې د سراج الاخبار د دوهم ځل (1911 زېږديز) کال په خپرېدو سره دپښتو معاصر ادب بنسټ کېښودل شو. د سراج الاخبار د جريدې په خپرېدلو سره دپښتوژبې او ادبياتو ته هم دانکشاف زمينه برابريږي. په همدې وخت کې په لره او بره پښتونخوا کې ډېر داسې ځوانان موجود وو،چې د نويوعلمونو او اروپايي ادب مطالعه يې کړې وه،نوي ادبي ژانرونه او فورمونه يې پيژندلي وو. دخپل خيال د اظهار لپاره يې نوې لارې په نښه کړې وې .او دپښتو د لرغوني ادب پر پاخه بنسټ يې دپښتو د ننني ادب ماڼۍ پيل کړه،په افغانستان کې د ((سراج الاخبار افغانستان)) جريده د مولوي عبدالرؤف کندهاري له خوا د (1906 زېږديز) کال د جنوري په يوولسمه نېټه له چاپه راووتله خو له همدغې لومړۍ ګڼې له خپرېدلو وروسته جريده بنده شوه او دوهم ځل لپاره د (سراج الاخبارافغانيه) په نامه په (1911 زېږديز) دمحمود طرزي په مديريت او مشرۍ خپره شوه .
محمود طرزي او عبدالرحمن لودين په (سراج الاخبار افغانيه) کې دپښتو نظمونو او مقالو خپرولو ته په اګاهانه توګه پاملرنه اړولې وه . دپښتو لومړی شعر چې په دې جريده کې خپور شودمولوي صالح محمدکندهاري شعر دی :


داڅـــه عــجب دوران دی
چې راغلی په افغان دی
رنـــګــــارنــــګــــه تـــــرقــــي ده
څه عجب محبوب عنوان دی
داله کومه سو په موږ کې
چې ظـــاهــــراونمايان دی
داخـــــوعــــصــــر دســـــــراج دی
چې افغان ټول پرې روښان دی
ته ســـــراج الاخــبـــار تــه ګــوره
چې دملک په تن کې ځان دی
اوس بــيا نــور علي نور سو
په پښتوچې دی ګويان دی
په دغه شعرکې دنوي دوران دپيلېدو زېری ورکړل شوی دی .


د اوسنۍ او معاصرې دورې د ځينو شاعرانو شعرونه او دکلام نمونې :
مولوي صالح محمد کندهاری : (1269 – 1339 هه.ش)
صالح محمدهوتک په کندهار کې زېږېدلی او دپنځلس کلنۍ په عمر کابل ته راغی . لومړنۍ زده کړه يې دکابل د حبيبې په مدرسه کې سرته ورسوله او بيا په هماغه مدرسه کې دښوونکي په توګه مقرر شو .
مولوي صالح محمد هوتک دپښتو ژبې درس ورکاوه او دپښتو درسي کتابونه يې ليکلي دي . دده آثار دادي :

خود آموز پښتو

لومړی کتاب

پښتوژبه لومړی ټوک،دوهم ټوک

دپښتوژبې لپاره تدريسي کتاب

پښتوصرف او نحو،له اردو څخه ژباړل شوی

دعزيزي تفسير ترجمه په پښتو ژبه

اطاعت اولوالامر په پښتو ژبه

پښتومقنوي





دمولوي صالح محمد ډېرۍ ليکنې تعليمي او تدريسي بڼه لري،ده دپښتو د معاصر ادب د سرلاري په توګه نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. دده يو بل شعر چې دلومړۍ نړيوالې جګړې په وخت کې يې دعثماني ترکيې په ملاتړ ويلی او په سراج الاخبارکې چاپ شوی دی. دانګرېزانو د سخت غبرګون سره مخ شو . هغه شعر دادی :




ته کره د زمکې ګوره
نظر وکړه زما وروره
دنياده پــــرشور راغلې
تــــورېـــدلې،قهرېدلې
لري ډول چــــې پرې دنيا دی
پــــريــورپ که پر اېشيا دی
ټول په جنـګ سره اخته دي
پــــه ســـرو وينواغشته دي
جرمــن دی خدای ګمارلی
روس،انـګرېز ته شکارلی
انګرېزان په وير اخته دي
ډېر مغموم خورا خفه دی
هــــــمـــــت ګـــوره دتـــرکانو
درومــــيـــــانو،عــثمــانيانو
اې زمـــــــا بــــرادرانـــو
اې جمله مســــلـمانانو
ښه فرصت دی خدای راکړې
ښــــه مــوقـــع دی پـــيـداکړې
چې کفار سـره اخـــتـه دي
په سرو ويـنو اغشته د

ي
دغه مثنوي ټوله (70) بيته ده. داسې ښکاري چې انګرېزانو به امير حبيب الله خان ته سپارښتنه کړي وي،چې د مولوي صالح محمدکندهاري د آثارو د خپرېدو مخه ونيسي. تريوه کال پورې چابيا په سراج الاخبارکې دده اثر ونه ليد. ددې لپاره چې د خپلو اثارو د خپرېدو لپاره يې لار خلاصه کړې وي. په (1295 هه.ش) کې يې د (اطاعت اولوالامر) تر سرليک لاندې يو شعر له چاپه راووت .
د مولوي صالح محمد (دبلبل ژړا) يا (په قفس کې بلبل) په نامه شعر ډېر شهرت لري، دا دعبدالهادي داوي د شعر ژباړه ده .
غلام محی الدين افغان (1279 – 1339 هه.ق)
غلام محی الدين افغان د عبدالرشيد زوی،په کندهار کې زېږېدلی دی،د تبعيد په موده کې يې په هند کې عصري پوهنې زده کړي .
ويل کيږي چې دی په اردو،سنسګرېت،عربي ،انګريزي او فارسي ژبو پوهېده. دی،چې کله کابل ته راستون شود هېواد، د ځوانانود روزنې په منظور يې معارف ته مخه کړه او د دارالمعلمين مدير وټاکل شو .
د خپلواکۍ دبشپړتيا،دعصري پوهنو د تعميم ، پراختيا او د ملي احساس د وېښتيا په لار کې يې هلې ځلې وکړې. افغان دپښتو ژبې د سوچه کولو سره هم مينه درلوده. غلام محی الدين افغان په (1300 ه .ش) کال خپلې نغمې بس کړې او همېشني باغ ته يې سفر وکړ.
(دمړينې نېټه چهارشنبه، د زمري 11، 1300 هه.مطابق 28 ذيقعده 1339) .
دافغان دشعر يوه بېلګه :


زړه زمــــاډک دی لـــه مــيـــنــــې دوطــــن خپل وطن ماتـه عزيزدی ترخپل تن
هريوګل مې دوطن پرما ډېــر ګران دی تــــرکـشـميره،ترپـاريس و تر لـندن
شيرين ځان مې په شيرين وطن فدا دی زه خــودارنګه فــرهـاد يـمه کوهکن
ګـــلـســتــان مـې دوطـن لادرکــنـــار دی خـــارســـتان دی دوطـن راته ګلـشن
دوطــن پــه حــمــايـت کې ځان مباح دی پــه دامــيـنـه کې لازم دی سرباختن

چـې دچــاپـه ســرســودا د وطــن نـه وي ســـردده دی مـــســتــحـــق د بــريدن
چاپه زړه کې چې جنون د وطــن نه وي دهغه زړه خدای همېش لري غمجن
که څه ډېر دي په جهان کې عـزتـونـه
ډېر عزت دی په خدمت کې د وطن


ګل پاچا الفت (1288 – 1356 هه.ش)
ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوی دسيد فقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون په (1909) زېږديز کال،چې د (1288 هه.ش) سره سمون لري د لغمان ولايت د عزيز خان په کڅ کې زېږېدلی دی .
ګل پاچا الفت دپښتو د معاصرو ادبياتو هغه لوی اديب،شاعر او ليکوال دی،چې په ادبپوهنې،ژبپوهنې او لغتپوهنې کې دده ادبي او هنري خدمتونه او دده نه ستړې کېدونکې هڅې نه يوازې د هېرېدو نه دي، بلکې زموږ د اوسني او راتلونکي نسل لپاره ديو لوی ادبي او هنري مکتب حيثيت لري . ځکه چې دی، په نظم او نثر کې د ځانګړي سبک خاوند ليکوال دی .
الفت د زړه رنځور ؤ او د همدغې ناروغۍ له امله په (1977) زېږديز کال،چې د (1356 هه.ش) کال سره برابر دی د قوس مياشتې په (28) مه د (63) کالو په عمر له دې نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې او په ډېر درنښت د لغمان د عزيز خان په کڅ کې د کابل جلال اباد، د لويې لارې په غاړه په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو .
دالفت چاپ شوي کتابونه او رسالې :
1- دپسرلي نغمه 2- ښه لمسون 3- عالي افکار 4- د آزادۍ پيغام
5- غوره اشعار 6- د زړه وينا 7 – د الفت خبرې. 8 – بله ډيوه
9 – نوی سبک او نوی ادب 10- غوره نثرونه 11- لغوي څېړنه
12-ليکوالي املاء او انشأ 13- څه ليکل يا ليک پوهه 14- ادبي بحثونه
15- پښتو سندرې 16- ملي قهرمان 17- منطق 18- اسلام او داسلام نقش دفرد او جامعې په جوړولو کې 19- اجتماعي نظريات
20ـ دټولنې علم 21 – لوړ خيالونه او ژور فکرونه 22- احمدشاه بابا افغان ....
دالفت دشعر بېلګه :




زما ګناه
نه مې دچامال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي
نـــــــــوره ګـــــنــاه نـه لرم په دې ګناه مې مه نيسه
زړه کې مې چې پـټ ظالم ته بدغوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانــــو مې ژړلي دي
داګناه دســــــتـــرګــو کـــه د زړه ده نـه پوهېږمه
بدمې چې ليدلي خدايږو بد مې هم ګڼلي دی
زه يې په ليدلو او ويلو ګناه ګـــار شــــومــه
نوريې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي
نـــه يـــمـه خــــايـــن پــه خــيــانت د نورو پوه يمه
پوهه که ګناه وي خلق ټول اوس پــوهېدلي دي
داچې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټـــيـــټ سـرونه هم
ستامخ کې چې سم نه شوه سم کله چليدلي دي
هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان دتاغلام ګڼي
مــــا غـــــلامــــــانـــــــه ذهــــنـــيــوتــونه پيژندلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي دبل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسـېدلي دي



دګل پاچا الفت دنثريوه بېلګه :
ملي يووالی
هغه خلک چې په يوه وطن کې اوسيږي ګټه او زيان يې يو دی،ديوه واکمن امرته يې غاړه اېښې وي له يوه بېرغ لاندې راټوليږي اومشترک تاريخ لري يو ملت بلل کيږي .
افغانستان يو وطن دی، ددې وطن ټول اوسېدونکي يوملت دی،ددې ملت نوم افغان دی،لکه چې په افغانستان کې ساړه او تاوده ،وچ اولامده،هسک اوټيټ ځايونه شته،چې په ځينوکې يو راز غلې او يوې کيږي په ځينو کې بل راز. په ملت کې هم راز راز خلک شته،وطن هغه تنګ او کوچنی کور نه دی چې ديوه پلار او ديوې مور اولادونه به په کې استوګنه لري اونه هغه کلی دی، چې ټول اوسېدونکي به يې يوخېل يا قوم وي په دې اوسنۍ زمانه کې اوس ځينې داسې کورونه هم شته،چې يومسلمان پښتون له يوې روسي يا امريکايي مېرمنې سره په کې اوسيږي او دواړه ديوه اولاد مور او پلار وي .
هرکله چې په يوه کاله کې دا حال دی نوپه يوه لوی وطن کې به ولې هندو اومسلمان،شعيه او سني،پښتون او تاجک ديوه ملت په حيث نه اوسيږي.
زه ډېر داسې دوه وروڼه پيژنم چې يو پښتو وايي او بل پاړسي .
(دالفت نثري کليات 107 مخ )



عبدالحی حبيبي (1289 – 1363 ه .ش)
عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوی ،په قوم کاکړ اوپه (1289 ه ) کال د کندهار په ښار کې زېږېدلی دی .
څرنګه چې دی دکندهار دسترعالم مولوي حبيب الله (مشهورپه حبو اخونزاده) کورنۍ ته منسوب دی نو ځکه يې پرځان د حبيبي تخلص اېښی دی .
پوهاندعبدالحی حبيبي دپښتو ژبې،ادب او دپښتنو دتاريخ ترټولو ستر محقق دی او د همدې امله يې د (لوی استاد) لقب ګټلی دی .
لوی استاد په خپلو څېړنو کې دپښتو ادبياتو ډېر تياره ګوټونه روښانه کړي دي، ده په سلګونو آثار (کتابونه،رسالې او مقالې) ليکلي دي .
په فارسي ژبه دده ډېرۍ ليکنې دپښتو ادبياتو اود افغانستان تاريخ معرفي کولو ته وقف شوي دي.
پوهاند حبيبي د ادب او هنر په هر ادبي او هنري ژانر کې دپوره صلاحيت خاوند ؤ، هغه په هنري نثرکې لومړی سړی ؤ،چې په (1314 هه.ش) کال يې يو هنري نثر (اثر) د ((توريالۍ پښتنه)) په نوم وليکه او له هغه وروسته يې دپښتو ادبياتودتاريخ لپاره دومره کار کړی دی،چې تر اوسه هيڅ ليکوال او اديب په دې اندازه قلم نه دی چلولی. استاد نه يوازې پښتو ژبې او ادب ته خدمت کړی دی بلکې دري ژبې ته يې هم ډېر خدمتونه کړي دي .
دعبدالحی حبيبي دځينو اثارو نومونه دادي :
1- سپيڅلې پښتو 2- تاريخچه پشتو 3- دسليمان مالو تذکرة او دپټې خزانې ميندل 4- پښتو ادبياتوتاريخ لومړی ټوک او دوهم ټوک
5- پښتانه شعراء لومړی ټوک 6- پښتو لويکانو غزنه 7- پښتو او پښتونواله
8- مشاهير افغانستان 9- پسرلنۍ سندره 10ـ دډارمسټر دهار وبهار ژباړه 11- تاريخ مختصر افغانستان
دعبدالحی حبيبي د نثر نمونه :
دفداکارۍ صحنه
دننګيالوپښتنوکهول لاپرلارې وه،چې خدای سپېدې وچاودې،سهارسو پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه.ترلمانځه وروسته زمري خان بابا توره له تېکې راوکښه،په پښتني جوش يې وويل ((خدايه! داتوره ماستاد رضا او د پښتنوالي او ننګ او ناموس دساتنې دپاره راکښلې ده ، زه ځان او خپل ګران زوی او دسترګو توره تورپيکۍ او خپله پښتنه ملګرې زرغونه پرتاسپارم! )).
دايې وويل د لمر لومړيو وړانګو دده توره برېښوله،مخ پرنوې کلاراغلل. هرڅومې چې رانږدې کيږي،ګرز او غبار،د توپو ډزهار،دټوپکو ټکهار،د تيارو غړمبهار ډېرېږي او داسې ښکاري،چې دسپين بولدک پرکلا دمحشر ورځ ده . ننګياليو پښتنوچې دا حال وليد ځانونه يې چمتو کړه . دسپين ږيري بابا دپښتونوالي احساسات مشتعل سوه ناره يې کړه :
« دا کلا...دازمکه...داخاوره...داوطن...دازموږ دپلاراونيکه هديره...مګر خاوند نه لري ؟
خدايه پښتانه ژوندي دي که مړه ؟
بياپردې خاوره د غليم قدمونه اېښود کيږي؟
ها – دميوند زمرو ! ...څه سواست ؟
ها – داحمدشاه بابا او اکبر غازي اولاده ! ...چېرې ياست ؟
ها – پښتو او پښتنوالې ! ...
ها ! – د بارک او اڅک زامنو ! ...
د ننګ او ناموس وخت دی ...»
پرسپينه ږيره يې روڼې اوښکې بهيږي آخره پلا خپل ګران ګلالی زوی ريدي په بغل کې نيسي،پرتندي يې مچوي،وايي :
(( خدايه ! ...دا زوی خو خاص ددغې ورځې دپاره لوی کړی ،،دادی ستا رضا او دوطن دپاره يې قرباني کوم !...))
تردې وروسته تورپېکۍ هم پرسپين باړخو باندې مچوي ورته وايي :
((جنکۍ ! دسترګو تورې ! دپښتانه مېرمنې تل پرخپل ننګ و ناموس ترسر تېريږي. له خدايه غواړم چې ته هم يوه توريالۍ پښتنه سې او د وطن انتقام له غليم څخه واخلې .
ريدي خان،چې هم آخر وليد خپله ګرانه او دزړه سر محبوبه يې په بغل کې ونيوه،آخرنۍ وداع يې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه تابه ويل يو اهل جنت له حورې سره مينه کوي ...
وروسته نو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ورمچ کړه او حق پليت يې ځينې واخيست . تورې له تېکې څخه وبرېښېدلې. ټوله په ګډه دفداکارۍ ميدان ته راغلل.
( دتورپيکۍ کيسه په اوسني ليکوال کې بشپړه چاپ شوې ده،ودې کتل شي )
داستاد حبيبي دشعر بېلګه :


سپوږمۍ !
داســـمـــان ســـپــينې سپوږميه !
مخ دې روڼ،تندی دې ورين دی
شا او خوا دې پلوشې ځي
په رڼادې تور بڼ سپين دی
دويــــرجــــنــــــو خــــوالــه ګرې
راسه زړه مې ډېرغمګين دی
راسه زماګرانې پۍ مخې!
چې يودم د زړه خواله کړو
سره کښېنو لاس تر غـاړه
خواپه خوا سره پاله کړو
ښــــکـــلـې پېغلې مه شرمېږه
پــټ دې ولې ترغره مخ کی؟
ته يې زماد زړګي مــلګرې
تل به نوروپر موږ رخ کی
لـــه هـــــېواده لېرې ګرځم
زماپــه زړه پورې ملګرې!
د وطن بل څــوک خو نسته
دلـــــتــــه يـــم يـوازې لېرې
نه خواږه ياران خپلوان سـته
نــــه ددوی خـــــوږې خـــبـرې
يوه ته يې زما ملـګرې
راسره يې له هـــېـواده
هم هورې يې هم دلې يې
خدای دې تل ولره ښاده!
چې زه درومم ته هــــم درومــې
چې زه ناست يم،ناسته ته يـې
په ځغاســـته راسره ځغلې
چـــې بــېده يــم ته بېده يې
وفـــــاداره ښـــــکـــــلـــې پېغله
ته سپوږمۍ ،که پـښتنه يې؟
ســــتا وفا دپــــښــتنو ده
اسماني پېغلــې نجلۍ !
په ښوی ښکلې پښتنه يې
دغـــــمــــجـــن مـــيـن شهۍ



عبدالرؤف بېنوا (1293 – 1363 ه ،ش)
عبدالرؤف بېنوا د مفتي عبدالله زوی په (1293 ه ،ش) کال چې د (1913) زېږديز کال سره سمون خوري، په کندهار کې زېږېدلی دی، په خټه الېزی پښتون دی.
لومړنۍ زده کړې يې د خپلې کورنۍ د غړو او دکندهاري عالمانو څخه کړې ده، وروسته يې په خصوصي ډول زده کړې او مطالعې ته دوام ورکړ.
بېنوا ډېر اثار ليکلي دي،چې مشهور يې دادي :
پښتنې مېرمنې،مېرويس نيکه،ادبي فنون،هوتکي ها، پرېشانه افکار، ټاګور دکيتاانجلي ژباړه،اوسنی ليکوال (درې ټوکه)، پښتونستان،پښتو کلي ، پردېس،پښتو د شاهانو په دربار کې، خوشحال خان خټک څه وايي، چند آهنګ ملي ، د غنمو وږی ، د افغانستان تاريخي پېښې، د زړه خواله ،د افغانستان نوميالي (په درې ټوکه کې) او نور .
استاد بېنوا د پښتو د معاصر ادب ښه ليکوال او شاعر تېرشوی دی، په هنري نثرکې خصوصاً ډرامه کې لومړی ليکوال دی .
بېنوا په (1363 ه .ش) کال د سرطان دناروغۍ له پاره نيويارک ته ولاړ، هلته وفات شو او په نيو جرسي کې خاورو ته وسپارل شو .
خوا دبېنوا وصيت ترسرليک لاندې شعر کې بېنوا داسې غوښتنه کړې، کله چې وطن د سرو لښکرو نه ازاد شي نو زما هډونه به خپل وطن پاک افغانستان ته رسوﺉ. ددې وصيت وروستي درې بيته داسې دي :



زما هډونه به دروړﺉ وخپل وطن ته
مړبلبل به رسوﺉ وخپل ګلشن ته
ښخوﺉ به ماپه پاک افغانستان کې
دپروټو،ننګياليو په جهان کې
زماپه شنخته به ليکی ځلميو! دا
((دلته ښح دی پردېس شوی بېنوا))
دبېنوا دشعر بېلګه :
غلی شانته انقلاب
نسيم ووې دګـل غوږ کې،بدل شوديارانې رنګ
غلی شـــــــانته انقلاب دی،بدلوي دزمانې رنګ
ورسره نوي رنګونه رنګارنګ تحولونه
کړي سمسور به زاغ رغونه
نوی سـاز نوی آواز دی،هم شونوی دنغمې رنګ
غلی شــــــانته انقلاب دی، بدلوي دزمانې رنګ
نوی دام نوی صياد دی نوی چل نوی بېداد دی
نوی آه نوی فرياد دی
هوښياري صـيد لره بويه، بدل شوی د دانې رنګ
غلی شانـــــتـــه انـقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ
لري نوي محبسونه نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هېوادونه
چې بندي پرې نه پوهيږي،داسې شــو د زولانې رنګ
غلی شانته انــــقـــلاب دی ، بــــدلـــوي د زمانې رنګ
طلايي جام کې د دور شراب زهر دي په دور
نوشېدل يې غواړي غور
ای سرمست زلميه پام کـړه،بل راز شو دميخانې رنګ
غــــلی شانته انـــــقـــــلاب دی ، بدلـوي د زمانې رنګ
سره واوښتل قومونه ويښ خبرشول له ژوندونه
د ويدو شول وران کورونه
ګوره کله به شــي نوی دپښتون د کاشانې رنګ
غلی شانته انـــقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ



پوهاند عبدالشکور رشاد (1300 – 1383 ه .ش)
پوهاند اکاډيمېسن عبدالشکور رشاد، د عبدالغفور خان زوی د حاجي محمد آياز خان لمسی په خټه بابړ، په (1300 ه .ش) کال کې د کندهار ښار د بابړو په کوڅه کې زېږېدلی دی، پنځه کلن ؤ چې په ښوونځي کې داخل شو،ښوونځي ته تر تلو دمخ يې قرآن عظيم الشان ختم کړی،بوستان،ګلستان،پنج ګنج او نور مروج فارسي کتابونه يې لوستي او دفقې شريفې په زده کړه يې پيل کړی ؤ، د کندهار د ګنج په ښوونځي کې تر يوولس کلنۍ پورې زده کړه وکړه . په ښوونځي کې د هغه لياقت اوازه دومره خپره شوه چې کله امان الله خان کندهار ته تللی ؤ نو د ګنج په ښوونځي د کوچني عبدالشکور ټولګي ته ورغی او ورته يې وويل : ((بچيه زه ستا په خاطردې ټولګي ته راننوتم)) .
استاد اوه ويشت کلن ؤ چې د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره په خپل شخصي لګښت هند ته لاړ او هلته يې پوره اوه کاله د ژبو،ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په باره کې مطالعات وکړل .
علامه رشاد له (1337 لمريز) کال څخه د کابل پوهنتون په ادب پوهنځی کې د استادۍ دنده په غاړه لرله، استاد په فارسي او اردو ژبو دومره لاس بری ؤ لکه په خپله مورنۍ ژبه باندې . په عربي،روسي،انګليسي او هندي ژبو مسلط ؤ.
دهېواد له دغه لوی عالم څخه (32) چاپ شوي او (65) ناچاپ کتابونه او دغه راز په سل ګونو علمي او ادبي مقالې راپاتې دي .
دغه لوی عالم نامتو او دقيق ليکوال او څيړونکی،چې په سيمه او نړۍ کې يې خپله ځانګړې پيژندګلوي درلوده له يو عمر وياړلي خدمت نه وروسته د (83) کالو په عمر د (1383 لمريز) کال د لېندۍ په يوولسمه نېټه له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او خپل ټول ارادتمندان يې په خپلې مړينې د غم په ټغر کښېنول .
دپوهاند عبدالشکور رشاد د شعر يوه بېلګه :


حريت
دمـــجــنــون ژونــدون به څه وي چې ليلا مري
څـه په کار دی تش کالبوت چې زړه دچامري
زړه ډيـــوه ده دا دخــټـو پـــه کــالب کې
خدای ومه کـړه چې دا ډيـوه دچــامري
چـــې مــرغــه لاړشـــي قـفــس د ماتېـدو دی
که به زړه مري تش ګوګل دې لاپخوا مري

هــيـــڅ مــمــکن نــه دی پـــايــښــت دهـــغه پږي
زړه چې مري کالبوت مجبور دی خامخا مري
حــــريـــت دهــــرمـــلــت دبدن زړه دی
که دانه و،هم ملت مري هم بقا مري

پوهاند صديق الله رښتين
پوهاند صديق الله رښتين د مولوي تاج محمد زوی د (1298 ه .ش) کال شا اوخوا دمومندو په سره کمره کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپله علمي کورنۍ کې کړې ده او بيايې خپل تحصيلات د ننګرهار د هډې په نجم المدارس او دکابل په عربي دارالعلوم کې سرته رسولي دي .
پوهاند صديق الله رښتين د خدمت ډېره موده په پښتو ټولنه کې او دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي کې داستاد په توګه تېره کړې ده .
پوهاند رښتين په ابتدا کې شعرونه هم ويل خو وروسته يې خپل وخت ژبپوهنې او ادبپوهنې ته وقف کړ.
رښتين دخپل وخت نوميالی ليکوال او قوي نثر ليکونکی دی،چې آثار يې په متفرق او مستقل ډول د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي .
پوهاند صديق الله رښتين په (1377 ه .ش) کال دليندۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې وفات او دننګرهار په بهسودو کې خاورو ته وسپارل شو .
دپوهاند رښتين نامتو اثار دادي :
دپښتو ادب تاريخ، دپښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، دپښتولوی ګرامر (په پارسي ژبه) پښتو قصې، د هندسفر، پښتو ژبښودنه،د ژوند سندره ، نوی ژوند، دمينې هنداره، دپښتو مصدرونو لارښود او نور ....



املاء او انشاء
املا د عربي کلمه ده په لغت کې مهلت ورکولو ت واېي .
په ادبي اصطلاح کې :خپلې خبرې په صحيح ډول ليکل دي که څوک له ځان نه څه نشي ليکلی ، مګر د بل ليک له مخې نقل کولای شي دغه نقل ته املاء‌ نشو ويلې .
املايي لارښوونې
داملاء خاوند بايد دا لاندې ټکي په نظر کي ونيسي:
۱ـ څه چې ليکي بايد د صحيح تلفظ له مخې يې وليکي او په غلط تلفظ پسې لاړنه شي په هره ژبه کې د عوامو تلفظ او صحيح تلفظ يو څه فرق لري.
ځينې الفاظ شته،چې په ويلو کې يو راز او په ليکلو کې بل راز دي.
لکه د پښتو په عامه محاوره کې (الک) ويل کيږي ، مګر په ليکلو کې (هلک) ليکل کيږي . همدارنګه په دري ژبه کې چې (او) ويل کيږي او (آب) ليکل کيږي .
۲ـ د ګرامر مراعات : په ليکلو کې بايد د صرف او نحوې مراعات وشې . ځينې جملې په وينا کې دومره لنډې شوې دي،چې په ليک کې نشته . لکه (څيکې)ويل کيږي او په پښتو ليک کې بيا همدا کلام (څه يې کوې؟) ليکل کيږي .
په دري ژبه کې هم (مچم) ويل کيږي او (من چه ميدانم)ليکل کيږي .
۳ـ دوه بيلې کليمې به يوله بله ليکلو کې نه نښلوو . يانې دا راز کلمات
(لوی کور)، (ټول سړي) بايد داسې ونه ليکو : (لويکور،ټولسړي).
۴ـ که له دووکلمو څخه يوه کلمه جوړه شوې وي ، لکه (ټوليمشر)،(ټولواک) بيايې په ليک کې بيلول ښه نه دي . همدا ډول د (بيلتانه )کلمه (بې لتانه ) غوندې ونه ليکو چې مانا يې تغيرپيدا کوي.
۵ـ د کلماتو په ليکلو کې دا مراعات هم ضرور دی،چې يوه کلمه د يوې بلې کلمې په شان ونه ليکو او څومره چې کيدی شي د التباس او اشتباه مخه ونيسو.
مثلاً (پوښتنه) د تپوس په مانا او (پښتنه ) د پښتون مؤنثه کلمه بايد په ليکلو کې فرق ولري .
همدارنګه (ګوډ) او (ګډ) بايد يو شان ونه ليکو او نه (پريښی) لکه (پرې ايښی) وليکو . (نوی) د جديد په مانا او (نه وي) د نباشد په مانا په ليکلو کې بايد فرق ولري .
۶ـ په پښتو کې دنفي توري او دنهي توري (نه ،مه ) له افعالو څخه جدا ليکل کيږي .لکه: (نه ځي، نه کوي ، نه ويني، مه وايه ، مه کوه ، مه ځه ، مه غواړه) مګر په (نشي ، نشته ، نګړي ، مشه ، مکړه ) کې يې ډېرۍ متصل ليکي .
۷ـ پښتو توری :
په پښتو ژبه کې ځينې خاص توري شته ، چې په فارسي او عربي کې نشته ، ددغو تورو ځای پيژندل او په خپل محل کې يې ليکل په پښتو املاء کې ډير اهميت لري . چې هغه دادي :
ښ : دا توری ځينې پښتانه لکه (خ) يا (خ) ته نژدې تلفظ کوي او ځينې پښتانه يې د (ش) غوندې ادا کوي . نو د غه دوه يا درې مختلف غږونه چې يو ځای او بل ځای د لهجې د اختلاف په وجه د ځينو لغاتو په تلفظ کې شته ، په ليک کې ددغه توري په ليکلو دغه اختلاف له منځه تللی اود ليک يو راز والی يې ساتلی دی .
داتوری په داسې لغاتو کې ليکل کيږي . لکه : ( ښه ، لو ښی ، اوښ) چې څوک يې يو راز او څوک يې بل راز تلفظ کوي .
کومه کلمه،چې يوازې د ( خ) يا يوازې د ( ش) اواز راغلی وي هلته دغه توري نه ليکل کيږي ، لکه (خټه ، خاوره ، شګه ، شولې ...) په دغه اساس بايد (خندل) چې د (خنديدن) په مانا دي په ( خ) ، او (شيندل) د پاشيدن په مانا په
( ش ) وليکو. او (ښندل)چې دقربانولو او سرورکولو په مانا سره په پښتو (ښ) وليکل شي،چې ددرې واړه کلمو مانا ګانې وساتو .
ږ:­- د پښتو داخاص تو ری هم ځينې پښتانه لکه (ژ) او ځينې يې لکه (ګ) اداکوي ، نو ځکه په هغو کلمو کې ليکل کيږي،چې د لهجو د اختلاف په وجه دغه دوه آوازونه ولري . لکه : (ږلۍ ، لږ ، کوږ) دغه توري هم په پښتو املاکې دلهجو د اختلاف مخه نيولې ده او دليک يو والی يې ساتلی دی .
کومې کلمې چې يوازې د(ګ) يا يوازې د (ژ) اواز لري هلته دا توری نه ليکل کيږي او هماغه (ګ) يا (ژ) ليکي . لکه : (مالګه ، ګوړه ، ژبه ، ژرنده ، ژوند ...)
ځ:ـ دا هم پښتو خاص توری دی له (ز) نه لږ غوندې دورند دی ،چې په ځينو پښتو کلمو کې يې ليکل ډير ضرور دی ، لکه : ځان ،ځنډ ، ځنګل ، او داسې نور ... .
په پښتو کې ځينې نشته لکه (ځه ) چې دتللو امر دی او په پښتو (ځ) ليکل کيږي که دا کلمه په (ز) وليکو نو (زه ) د مفرد متکلم ضمير ترينه جوړيږي .
همدغه شان (ځوړ) د (ښکته ) په مانا که په (ز) وليکل شي نو د (زوړ) سره مشبه کيږي.
دا توری د پښتو په پخواني رسم الخط کې ډير استعماليده ، اوس يې په ځينو لغاتو کې ځای (ز) نيولی دی . لکه : ( زما ، زغمل ، زوی ، ګرزيدل اوداسې نور ... دغه تغير او تحول ته چې ګورو دا اټکل کيدی شي،چې څه زمانه وروسته به دغه توری له منځه ولاړشي او خپل ځای به (ز) ته پريږدي ، ځکه چې ددې دواړو تورو ترمنځ په تلفظ کې دومره فرق نشته ،چې هر څوک پرې پوه شي او له يوه کُلي قانون لاندې راشي . دلته چې کومه قاعده يو څه تطبيق پيداکوي هغه داده چې : کوم کلمات،چې په دري کې په (ج) ويل کيږي او په پښتو کې هماغه کلمات په (ځ) نو هلته بايد همدغه پښتو (ځ) وليکو . لکه : ځوان ، ځان ، ځنګل اوداسې نور .
سربيره پردې په هغوکلمو کې يې هم ليکل ضرور دي،چې که په (ز) وليکل شي نو له يوه بل پښتو لغت سره القباس پيداکوي ، لکه ځړيدل ، زړيدل .
څ:ـ داهم پښتو توری دی چې په فارسي او عربي کې نشته ، تلفظ يې (س) ته نږدی دی او ځينې کسان يې په ځای د (س) توري استعمالوي . که ددغه توري په ځای (س) وليکل شي نو دځينو کلمو مانا بدليږي ، لکه : (څټ ، څوک ) چې (سټ ، سوک) ترې جوړيږي .
ډ،ړ،ټ :دا درې توري په پښتو املا کې ډيره زياته برخه لري چې ځای پيژندل يې ډير ضرور دي او صحيح تلفظ يې په کار دی ، که يو ليکوال په ليکو کې او ويونکی په وينا کې (ټ) په (ت) او (ړ) يا (ډ) په (د) بدل کړي ، دا املاء اودغه تلفظ صحيح نه ګڼل کيږي او په ځينو لغاتو کې دمانا د تغير مو جب ګرځي .
لکه : (وړ، ټول ، ډار) چې (ور ، تول ، دار) ترې جوړيږي .
ڼ:ـ داتوری له (ن) څخه دروند ادا کيږي ، لکه : ( مڼه ، بڼ ، تڼۍ ) ب کلمو کې . پخوا نو ليکوالو او اوس ځينو ليکوالو دا توری داسې (نړ) ليکلی دی چې دوه توري (ن+ړ) يې يو ځای کړي دي او د يو توري نو م يې پرې ايښی دی ، داتوری بايد په بسيط ډول (ڼ) وليکو ځکه چې په مرکب ډول يې ليکل په ځينو کلمو کې مشکلات پيښوي .لکه : (نړۍ ، خونړۍ ، کونړ، نړول ، نړيدل ) اوداسې نور .
په پښتو کې د (ی) ډولونه :
په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي .
۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .
۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زبر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .
۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).
۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .
۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).
ددغويا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )
ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.
که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځی) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي .

دليکوالۍ فن يا انشاء
ليک د فکر او احساساتو دانتقال يوه وسيله ده ، چې په هغه کې ديو لړ منل شوو اشارو او علامو څخه کار اخستل کيږی،يا ليک هغه علامې او سمبولونه دي،چې داواز دثبتيدو لپاره وضع شوي وي .
د ليک پيدايښت د بشر ژوند ته نظم ور وبا ښه اود تاريخ اغاز ورسره وشو .
دليک پيدايښت دبشري تجربو دليږدولو وسيله شو اودبشر تجربو ته يې داسې تسلسل ورکړ،چې نسل په نسل پرمختيايې ګامونه واخلي .
دليک همدې ارزښت دسواد عاميدل او د لومړنيو زده کړو جبري کيدل رامنځ ته کړل اواوس دنړۍ په ډيرو وروسته پاتې هيوادونو او ټولنو کې هم هڅه کيږي،چې ماشومان ليک او لوست زده کړي او دعلم له نعمت نه برخمن شي .
نوپه دې بنا ليک لوست يو ضرورت دی خو تر هغه راوروسته ليکوالي بيا فن دی،چې خاصه زده کړه اوخاصې لارښوونې غواړي .
اوس چې موليک وپيژاند ، نو د انشاء يا ليکوالۍ فن به هم په لنډ ډول درو پيژنو :
انشاء يا ليکنه :
انشا‌‌‌ء د شروع «ايجاد» او وضع کولو مانا لري . خو په ادبياتو کې ددې کلمې متداوله مانا وضع کول او منځ ته راوړل دي . يانې ديو نوي شي پيداکولو ته انشا‌ء وايې .
په ادبي اصطلاح يو نوی فکر اونوی خيال په الفاظو کې څرګندول انشاء ده .
«ليکوالي په عامه مانا هغه فن اوليکنی هنر دی ،چې دهغه په وسيله کولی شو خپل افکار يا په بله وينا هغه مفاهيم ، مطالب اومعلومات،چې زموږ په ‌ذهن کې دي په ليکنې بڼه په ډيره اسانه او اغيزمنه توګه نوروته ورانتقال کړو.
دليکوالۍ د فن اومسلک لمن ډيره پراخه او ټولنيز ارزښت او اهميت يې ډېر دی.له عادي يادښتونو، شخصي او رسمي يا اداري ليکونو څخه نيولې بيا دلوړو تخليقي او تحقيقي ليکنو (انشاء) تر بيلا بيلو ډولونو پورې ددغه فن په پراخه لمن کې رانغښتي اوهر هغه څوک،چې خپل فکر ، پوهه او معلومات په ليکلې بڼه په سمه اومناسبه طريقه نوروته ور رسول يا ليږدول غواړي دغه فن ته اړتيالري.
دليکوالۍ پوهه او هنر تر ډيره حده دادبي اوعلمي اثارو په مطالعه او پرله پسې مشق او تمرين تر لاسه کيږي . ځکه چې ددغه فن بنسټ د زده کوونکي په فطري استعداد ،ذوق، تخيلي او بديعي ځواک ولاړ دی او داپه ليکوال پورې اړه لري،چې د خپل بديعي او تخيلي قوت په ملتيا دليکنې لپاره څه ډول مناسب الفاظ او د ليکنې کوم فورم او انداز وکاروي.
دليکوالۍ د فن په هکله څو عمومي لارښوونې او پاملرنې
په ښه او سمه توګه د ليکوالۍ د فن دزده کړې او پر هغې د پوهيدنې لپاره ډيرې آغيزمنې لارې چارې شته،چې ددغه هنر دپوهانو او څيړونکو له خوا په ګوته شوي دي . موږ دلته د هغو پاملرنو او لارښوونو له جملې څخه مهمو يادونه کوو :
۱ـ کوم ليکونکی،چې په يوه موضوع کې څه ليکي لو مړی بايد يو معين مقصد او هدف ولري او بيا خپل فکر او خيال په ښکلو خوږو الفاظو سره په ښه ترتيب او صورت داسې څرګند کړي،چې د ليکونکي مطلب په ښه ډول ښکاره شي او په لوستونکي ښه آغيزه او تاثير وکړي .
۲ـ ليکنه بايد ساده او عام فهمه وی . ليکوال بايد د مفهوم د افادې لپاره داسې کلمات انتخاب کړي،چې د خلکو ذهن ته ډير نژدې او عام فهمه وي. دليکنې جملې يې لنډې،عبارتونه يې بې تکلفه او له تصنع نه خلاص وی.
۳ـ بې ضرورته اوږده مقدمه ، ليکنه بې خونده کوي ، نو ښه داده چې اصلي مطلب په څرګندو الفاظوکې نورو ته وړاندې شي . هڅه دې وشي،چې د متن لمن له هر ډول ابهام څخه پاکه وي .
۴ـ دليکوال لپاره د ژبې پر ګرامري قاعدو پوهيدنه ضروري او اساسي شرط دی .
په ليکنه کې بايد دامکان تر بريده د هر ډول ګرامري غلطيو مخه ونيول شي او ټول کلمات د ګرامري اصولو سره سم استعمال شي .
۵ـ په ليکنه کې دې تر ډېرې کچې پورې دژبې معياري لهجه په پام کې ونيول شي.ترڅودهغې ژبې نورلوستونکي وګړي يې له ليکنې څخه مطلوبه ګټه واخلي .
۶ـ ليکوال دې بې ضرورته دنورو ژبو لغات نه استعمالوي ، تر ممکنې اندازې پورې دې هڅه وکړي،چې د خپلې ژبې لغات استعمال کړي .
۷ـ په ليکنه کې بايد د عطف اوربط توري ډير اوبې ضرورته استعمال نه شې ، ځکه چې د ليکنې لوستنه بې خونه کوي .
۸ـ ليکوال دې په ليکنه کې بايد دضعيفو ټکو او کمزورو استدلالونو څخه ډه ډه وکړي . هڅه دې وشي، چې ليکنه په پوخ استدلال او قوي منطق ولاړه وي.
۹ـ دمضمون او محتوا راښکون په ليکنه کې ډير اهميت لري . مانا په کلمو او جملو کې داسې ترتيب شي ،چې له پيل څخه تر پايه پورې لوستونکي په ځان پسې راوکاږي او د لوستونکي تخيلي او فکري قوه د پايه پورې بلې خواته پرې نه ږدي .
۱۰ـ ليکوال بايد په خپله ليکنه ټينګه عقيده ولري او په دې ډاډ من وي څه چې ليکي هغه يې د زړه او ضمير غږ دی ، په ليکنه کې بايد صداقت او صميميت موجود دي څو په لو ستونکو مطلوبه آغيزه وکړي.
۱۱ـ په ليکنه کې دنظم او ترتيب مراعات ډير ضروري دی ، ځکه چې په انشاء او ليکنه کې د الفاظو ،کلمو ،جملو او عبارتونو ګډوډي او بې ترتيبي ستر عيب ګڼل کيږي .
موضوع په داسې ډول بايد وڅيړل شي،چې مضمون له پيله تر پايه دمانا اومحتوا له مخې بې نظمه اوبې تر تيبه نه وي.
۱۲ـ دنوښت او ابتکار قوه په ليکنه کې ستر اهميت لري . د ليکوالۍ د هنر يوه ستره ځانګړنه داده، چې ليکوال له کتنو او اوريدنو څخه نو ي ، نوي مضامين پيداکوي او له عادي پيښونه نوي نتايج اخلي نو ابتکار د انشاء معنوي برخه ده او دانشاء ستر صفت دی .
د ليکوال د تخيلي ځواک څومره والی او څنګه والی دهغه په ليکنه جوته آغيزه لري . تخيلي ځواک دابتکار اونو ښت تو منه ده، څومره،چې دليکوال او شاعر تخيلي قوه پياوړې وي په هماغه پيمانه يې دابتکار او نوښت قوت ډېر وي .
۱۳ـ په ليکنه کي د ليکوال ټولنيز شخصيت او اخلاقي شجاعت ډيره آغيزه لري .
همدغه احساس هغه ته دا جرأت ورکوي،چې ټولنيز واقيعتونه ، حقايق او دردونه په صراحت سره بيان کړي .
۱۴ـ دمنل شويو عقيدوي ، کلتوري اوټولنيزو معيارونو په چوکاټ کې فکري ازادي د ليکوالۍ لپاره يو ه ضروري اولازمي ځانګړنه ده . څومره،چي ليکوال ازاد فکر کولای شي ليکنه يې په هماغه پيمانه ابتذال نه لرې ، تجدد اونوښت پکې زيات وي .
۱۵ـ ليکوال بايد دليکنې لپاره داسې موضوع انتخاب کړي، چې پکې پوره معلومات ولري . پر موضوع بشپړ حاکميت لرل د ښې ليکنې اساسي شرط دی .
۱۶ـ دليکنې دعنوان په ټاکنه کې بايد ډير ِغور اودقت څخه کار واخيستل شي ، داسې عنوان وټاکي،چې معنوي جامعيت ولري او لوستونکي ته تر ډيره حده دليکنې داساسي هدف دپس منظر مفهوم افاده کړي .
۱۷ـ تر ليکلو ورسته خپله ليکنه څوځله ولولي ، ستاسې هر ځل لوستنه به په ليکنه کې خامخا لفظي او معنوي اصلاح اوسمون راولي .
۱۸ـ که کيدلای شي خپله ليکنه تر ليکنې وروسته خپل خوا خوږي ته چې تر تاسې يې علميت ، پوهه او استعداد لوړ اودليکوالۍ په فن کې يې تجربه ډېره وي دکتنې لپاره ورکړﺉ ، کيدای شي د ليکنې د سمون او بشپړتيا په برخه کې په زړه پورې مشورې درکړي .
۱۹ـ په ليکنه کې دمعلوماتو منابع او مآخذ ښودنه اساسي شرط دی . دا چار ستاسې علمي اومعلوماتي کمزوري نه ده ، بلکې دليکنې ارزښت مو لاپسې زياتوي .
۲۰ـ په ليکنه کې دليک نښو استعمال لازمي او حتمي دی ، هر ليکو ال ته ددغو نښو نښانو زده کړه ، پرې پوهيدنه اودهغو داستعمال د ځای پيژندنه ضروري ده .


د مقالې ليکنې عمومي چوکات
د يوې بشپړې ،علمي، تحقيقي معياري مقالې په ليکني چوکاټ کې دا لاندې درې برخې شاملې دي :
۱ـ سريزه ۲ـ اصلي مطلب ۳ـ لنډيز او نتيجه
۱ـ سريزه:ـ سريزه (مقدمه ) دليکنۍ لومړۍ ،خو اساسي برخه ده . په سريزه کې ليکوال معمولاً هغه کلمات او عام ټکي راوړي،چې وروسته ورباندې په اصلي برخه کې خبرې کيږي .
سريزه د ليکنې دروح،محتوا او مانا د هندارې حيثيت لري . څومره چې لنډه خو جامع جذابه ،خوندوره اومنظمه وي هغومره پکې دهڅونې قوت ډېر وي .
په مقدمه کې ليکوال په عمومي توګه دايادونه کوي،چې ولې يې داموضوع انتخاب کړه،څه دلچسپې يې ورسره لرله،دليکنې هدف اواهميت يې څه دی؟.
۲ـ اصلي مطلب:
دادليکنې تر تولو مهمه برخه ده، چې ليکوال پکښې د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي اومرکزي موضوع بحث کوي . په دې برخه کې ټول اړوند مطالب په بيلوبيلو پراګرافونو کې او که لازمه وليدل شي په بيلوبيلوڅنګزنو (بغلي) عنوانونوکي يو په بل پسې تشريح او څيړله کيږي .
په اصلي برخه کي بايد ټول مسايل داصلي موضوع پرشاوخوا وڅرخيږي. په دې برخه کی تر ټولو مهم او ستر کار دواقيعتونو څيړنه اوسپړنه ده . ليکوال بايد هڅه وکړي،چې موضوع دحقايقو په رڼا کې لوستونکوته وړاندې کړي اود موضوع تياره اړخونه دپاخه استدلال اومنطق په رڼا کې روښانه کړي . دبرخو ترمنځ بايد منطقي ترتيب په پام کې ونيسي .
ليکوال په دې برخه کې معمولاً نظريات او شواهد را ټولوي او بيا پرې د خپل فکري او علمي قوت په وسيله يوه رايه قايموي .
۳ـ لنډيز او پايله:
دادليکنې وروستۍ برخه ده . په دغه برخه کې ليکوال لومړی د ځينو هغو مهمو مسايلو چې د اصلي موضوع دروښانتيا او ثبوت لپاره په بيلا بيلو پراګرافونو کې راغلي په ډير لنډيز سره يادونه کوي اوبيا په ځانګړي ليکني مهارت سره له ټول بحث اوليکنې نه يوه لنډه ،خو جامع پايله اخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کوي .
دلنډيز او پايلې په برخه کې کله – کله ليکوال دهغو ټکو لنډه غوندې يادونه هم کوي،چې دموضوع په روښانتيا کې پوره آغيزه لري خوله ده څخه داصلي برخې دليکنې پروخت پاتې شوې او هير شوې وي .
يادونه : ديوې علمي، بشپړې او جامع ليکنې (مقالې) په چوکاټ کې د پورته ياد شويو درې واړو برخو شته والی اساسي شرط دی ، چې له هغو پرته ديوې مقالې جوړښت نيمګړی دی .
دکتاب ليکنې عمومي چوکاټ
ديو علمي او تحقيقي کتاب ليکنې په چوکاټ کې دا لاندې برخې شاملې دي :
۱ـ کتاب پيژندنه ۲ـ فهرست ۳ـ سريزه ۴ـ اصلي موضوع
۵ـ لنډيزاوپايله ۶ـ تعليقات ۷ـ نومليک ۸ـمآخذونه
۱ـ کتاب پيژندنه :
دکتاب پيژندنې په برخه کې معمولاً دکتاب نوم ، دمؤلف يا ژباړونکي نوم ، دخپرونکي موسسې ،ادارې يا شخص نوم ، دخپريدو نيټه ، دچاپ شمير او ... راځي.
۲ـ فهرست:
دادکتاب هغه برخه ده،چې معمولاً دکتاب تر دويم سرليک اوکتاب پيژندنې وروسته راځي.په فهرست کې ټول هغه سرليکونه،چې دکتاب په بيلا بيلو برخو کې راغلي په ماده وار لست کې د شميرنې اومخ ښودنې سره راځي.
۳ـ سريزه ياسريزې:
پرکتاب معمولاً دوه ډوله سريزې ليکل کيږي:
لومړی هغه،چې دنورو له خوا د ليکوال پر اثر ليکل شوې وي . په دغو ليکنوکې دسريزې ليکوال ،دکتاب محتوی، علمي او فني اړخونه په پوره غور ارزيابي او په ګوته کوي .
په کتاب کې دراغلو مطالبو علمي ، هنري اوادبي ښيګڼې ارزښت او اهميت لوستونکو ته ښيي.
دوهم هغه سريزه ده، چې پخپله دليکونکي يا ژباړونکي له خوا ليکل کيږي:
که په يو کتاب کې هر څومره سرېزې راغلې وي هر يوه يې په ځانګړو مخونوکې د خپلو ټاکلو سرليکونولاندې راځي . دکتاب ليکوال نورو ته ددرناوي لومړی دنورو اوبيا خپله سريزه راوړي.
هڅه دې وشي،چې دکتاب سريزه ډيره جامع ،منظمه اوجذابه وي تر څو په لوستونکي کې دلوستنې ذوق او هڅونه زياته کړي او هغه مجبور کړي چې په اثر کې شامل مطالب په پوره غور اومينه تر پايه پورې ولولي.
۴ـ اصلي موضوع:
په علمي او تحقيقي اثارو کې اصلي موضوع دکتاب هغه برخه تشکيلوي چې دکتاب اړوند مطلب د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي او مرکزي موضوع بحث کوي.
د کتاب په دی برخه کې ټول مطالب په منطقي توګه يوپه بل پسې څيړل کيږي.
ليکوال د موضوع د اهميت له مخې په پيل کې مطالب په بيلا بيلو څپرکو ويشي او بيا د هر مطلب په اړونده څپرکو کې تر لويو او څنګزنو (بغلي) سرليکونو لاندې معلومات وړاندې کوي.
ليکوال د ليکنې په دغه برخه کې د بيلا بيلومنابعو څخه مطلوب معلومات ،نظريات او شواهد راټولوي اودخپل علمي او فکري استدلالي قوت په ملتيا هغه تحليل ، توضيح او تشريح کوي په پای کې يوه جامع نتيجه ترې راوباسي
۵ـ لنډيز او پايله :
دادليکنې هغه برخه ده،چې تر اصلي موضوع وروسته راځې . دلنډيزاونتيجې کموالی ،زياتوالی دمتن داصلي برخې په حجم اود مطالبو په تنوع پورې اړه لري.
ځينې ليکوالان داصلي برخې دهرې موضوع او فصل لنډيز دهماغه فصل په پای کې راوړي او ځينې بيا دټولو فصلونو يو لنډ خو جامع جاج اخلي اودکتاب داصلي برخې تر پای ته رسيدو وروسته يې په يو يا څوځانګړو مخونو کې راوړي.
دلنډيز اونتيجې په برخه کې ليکوال هڅه کوي،چې دکتاب داساسي موضوع په رڼا کې دټولو مهمو ټکو اومسايلو لنډه او ځغلنده يادونه وکړي اوبيا ترې د خپل علم ،پوهې،فکر ،بصيرت اواستعداد په قوت په ډير دقت سره يوه لنډه او جامع نتيجه واخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کړي .
۶ ـ تعليقات:
په تعليقاتوکې معمولاً په متن کې د شاملو مهمو لغاتو ، اصطلاحاتو ، پيښو ،مسايلو او داسې نورواجزاؤ مدللـه اومستنده شرحه راځي،چې زياتې تشريح او توضيح ته ضرورت لري.
خود کتاب د مخونو په لمن ليکونو کې نشې ځائيدای. پخوا به داکار د کتابونودمخونو په څنډو(حاشيو) کې ترسره کيده .
په کتابونو کې دتعليقاتو دبرخې شته والی ډير زيات علمي ارزښت لري له يوې خوا د اثر له لوستونکي سره دمتن د مشکلو برخو په تحليل او پوهيدنه کې بشپړه مرسته کوي او له بلې خوايې د معلوماتو پانګه ورزياتوي اودڅيړنې نوي موضوعات ورته رالوڅوي .
۷ـ نومليک:
په مردف ډول (دالفبا په ترتيب) په کتاب کې دشاملونومونو ،ځای نومونو،شخص نومونو....
اصطلاحات اوداسې نور لستونه ، چې د کتاب په پای کې داړوند مخونو دشمېر سره يو ځای معمولاً تر مأخذونو دمخه راځي .
دتعليقاتو سره دنومليک تو پير دادی،چې په تعليقاتو کې نومونه يا اصطلاحات په تفصيل سره شرحه او څيړل شوې وي، خو په نومليک کې يواځې دمتن هغه مخونه ورسره ښودل شوي وي،چې دغه نومونه او اصطلا حات پکښې راغلې وي .
۸ـ مآخذونه :
په دغه برخه کې هغه چاپ او ناچاپ شوي آثار او منابع په ګوته کيږي،چې د اثر ليکوال ور څخه دليکلو پروخت استفاده کړې وي .
په مآخذ ښودنه کې داثر دليکوال تخلص ، نوم، داثر نوم،د خپريدونکی موسسې ، ادارې يا شخص نوم ،دخپريدو ځای نوم، د خپريدونيټه ،شمير اود کتاب دمخونو شميره راځي.
ځينې ليکوالان مآخذونه داړوندې پاڼې په متن کې په عددونو سره په نښه کوي او په لمن ليک کې يې ديادوشويو مشخصاتو سره سم د مآخذ يادونه کوي . او ځينې ليکوالان دکتاب په متن کې هماغه برخه،چې دبل اثر نه يې په کښې مستقيمه يا غير مستقيمه استفاده کړې په عدد سره په نښه او دکتاب يا دهغه دهر فصل په پای کې په ترتيب سره په يو مشرح نوم لړ(لست) کې راوړي.
ځينې بيا داثر په اړوندو مخونوکې ځای نه په نخښه کوي خو په پای کې په عمومي توګه دهغو اثارو نومونه اخلي،چې په کتاب کې يې ور څخه لږه يا ډيره استفاده شوې ده .
د څيړنې د علمي ميتود له مخې غوره داده،چې دمتن په هره برخه کې،چې له نورو اثارو څخه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه مطالب اومفاهيم راخستل کيږي بايد،چې په عدد په نښه شي او بيا يې په لمن ليک (پاورقي) او ياد کتاب په پای کې په ترتيب سره دمآخذ ښودنې له اصولو سره سمه يادونه وشي.



ليک نخښې ) (Punctuation


بې له تورو نه يو شمېر علامې ،ټکي او نښې شته،چې دليک په لوستلو کې دخل لري،او يوه جمله يا کلمه د اشتباه او ابهام څخه ژغوري . يانې ددغو نښو اوټکو په ليکلو سړی پوهيږي،چې په کوم ټکي بايد ودريږي اوکومه جمله يا کلمه په بلې پورې وتړي.
دتعجب ، نوا ، پوښتنې ، خطاب اونورو کيفياتو څرګندونه په همدغو نښو اوټکيو کيږي.چې په ليکو کې ډير اهميت لري.ددې لپاره، چې دلوستونکي سره دليکنې په برخه کې پوره مرسته شوي وي په لنډه توګه ځينې ليک نخښې اود هغو د استعمال ځايونه در پيژنو ، کوم چې په پښتو اودري ژبو کې يې استعمال او کارونه دود ده :
۱ـ ټکی (.)Full stop :
دانحښه په لاندې دوو صورتونوکې استعماليږي:
۱ـ د هرې بشپړې او مستقلې جملې په پای کې د پوره توقف ، سا اخيستنې اوودريدنې لپاره راځي. لکه : د حقې لارې لاروی ددين او وطن نه ددفاع په سنګر کې پراته دي.
۲ـ په ليکنه کې ترمخففاتو وروسته راځي اودغسې هر توری د خپل ځانګړې کلمې د مفهوم دافادې نمايندګي کوي .لکه : د م.م. سره منشي وويل چې بايد په منځني ختيځ کې دايمي سوله منځ ته راشي .
يادونه : (م.م) ملګري ملتونه مخفف شکل دی .
۲ـ ندايه (!) يا «Exclamation »:
دانښه په لاندينيو ځايونو کې استعماليږي:
۱ـ دافسوس ،ارمان او حيرانتيا په وخت کې .لکه :
چې زه هم در سره وای ! ـ ارمان چې تللی وای !
۲ـ د غږ او بلنې په وخت کې : احمده ! دلته راشه .
۳ـ د خطاب لپاره : ښاغلو ! درنو حاضرينو ! ورونو !
۴ـ دامر په وخت کې: ودريږه ! پاڅيږه ! لاړشه !
۵ـ د هيلې اوخواهش د څرګندونې په وخت : کاشکې احمد مې ليدلای وای!
۶ـ د تحسين او آفرين پروخت: آفرين ! ستا په همت .شاباس ! ښه کار دې وکړ
۷ـ د استهزا او تمسخر په توګه کوم ناپوهه شخص ته ووايې : نابغه ! دادې څه کار وکړ. دې عقلمند! ته ګوره !
۳ـ چپه پيښ (،) يا «Comma »
په ډېريو لويديځو هيوادو کې کامه د (و) په بڼه ليکل کيږي ، مګر په پښتو او دري کې ددې لپاره،چې (واو ) ونه لوستل شي سرچپه يې ليکي . په ليک نښو کې کامه ډيره زياته استعماليږي او په مختلفو ځايونو کې ترينه کار اخستل کیږي .(دې نښې ته بيلوونې هم وايي) په َعمومي توګه يې داستعمال ځايونه دادي :
۱ـ دبيلولو دپاره :
الف :ـ اوږدې جملې،چې د څوساده جملو څخه جوړې شوې وي د کامې په واسطه بيليږي. لکه : دالاندې مثالونه:
ـ توريالي زماليک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی ، داګمان مې هم نه شې ، چې له دې وروسته به څواب ورکړي.
ـ ده زيار ويوست ، چې سنک له ځانه سره ملګری کړي ، مګر سنک هيڅ کله دانه شو منلای ، چې بې سببه د چا دښمنې ته ملاوتړي .
ـ څه دې چې راکړه ، بيرته مې درکړه .
ب:ـ يوه مقدماتي فقره داصلې جملي نه جلا کوي .لکه :
ـ ددې تړون پر اساس ، غړي هيوادونه تعهد کوي ، چې په ښوونه اوروزنه کې له تبعيض نه کار نه اخلي .
ج:ـ معترضه جمله يا فقره ددوو کامو ترمنځ نيول کيږي .لکه : زه به دخالي په ورځ ، که خيروي ، ستاسې کره در شم .
د:ـ ديولړ مختلفو کلمو دجلا کولو لپاره .لکه : ده خپل کتابونه ،قلمونه ، بکس، اونور تدريسي لوازم له ځان سره واخستل .
ه:ـ ددې لپاره چې جمله يا شعر غلط ونه لوستل شې . لکه دا لاندې مثالونه :
ما ،ماما ته يو کتاب راوړ .
ماما ، ماته يو کتاب راوړ .
د رحمان بابا دالاندې بيت وګورﺉ، چې لومړی شکل يې سم او دوهم شکل يې نا سم دی:
۱- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو
ته يو څاڅکی شه داوښکو ، ګوهر مشه
۲- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو
ته يو څاڅکی شه ، د اوښکو ګوهر مشه
و:ـ دزرګونو اوميليونونود بيلولو دپاره لکه :
نوموړي شرکت په تير کال کې پنځه ديرش ميلونه (۳۵۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ خالصه ګټه کړې ده .
يادونه : دتيليفون شمېره ، دکوڅې شمېره او تاريخي کلونه کامه نه غواړي .

ـ دتړلو او بندولود پاره :
الف :ـ په معترضه فقرو اوالفاظو پسې بايد کامه راوړل شي .لکه : زما په عقيده ، که ته موافقه کوې يايې نه کوې ، دشکسپير سره په ډرامه ليکلوکې څوک سيالي نه شي کولی.
ب:ـ له منادی نه وروسته کامه راځي .لکه : زلميه ، اجازه ده،چې له تانه پوښتنه وکړم ؟
چې کرې ، هغه به ريبې ـ مه کوه په چا ، چې ونه شي په تا
۴ـ دپوښتنې نخښه : (؟) يا «Question mark »
دا نښه دسوال اوپوښتنې علامه ده . د هرې جملې په اخير کې چې دغه نښه وي هغه جمله داستفهام مانا لري.
دپوښتنې نښه په لاندې ځايونوکې استعماليږي :
۱ـ دمخامخ پوښتنې په پای کې : ستا نوم څه دی ؟ ته څه وخت هرات ته ځې؟
۲ـ د شک او ترديد دپاره : که دکوم چاد زيږيدنې يا مړينې او يا دکومې تاريخي واقعې د پيښېدنې په کال کې شک موجود وي تر شکمنې نيټې وروسته دپوښتنې علامه په قوسونوکې راځي .
لکه : درحمان بابا دمړينې کال ۱۱۲۸ه،ق (؟) دی.
يا : دی د خپلو همکارانوسره همدردي (؟) لري.
۳ـ کله چې په يوه جمله کې دننه کومه پوښتنه راغلې وي ، لکه : دولس کاله پخوادې په ياد دي ؟ روسان له افغانستان نه په ماتې ووتل
۵ـ ممزه (ځنډ نخښه ) (؛) يا «Semicolon »
دا نښه نه دټکي (.) په شان د بشپړ تو قف لپاره اونه د کامې (،) د لږ څنډ او ساه اخستلو لپاره استعماليږي بلکې دداړوترمنځ ځانګړی حد او له دواړو نخښو سره توپير لري .
په لاندې ځايونوکې استعماليږي:
۱ـ که چيرې دوې جملې چې تقريباً يوه له بلې سره مساوي وزن او اهميت ولري څنګ په څنګ راشي دهغو ترمنځ ميمزه (؛) استعمالولي شو .لکه : لاندې مثالونه په تير کال کې حکومت د قاچاق مخه ونيوله ؛ بډې خور ته يې سزا ورکړه ؛ اختلاس کوونکي يې محاکمه کړل؛ او اجتماعي عدالت دتآمينولو په برخه کې يې په هر اړخيزو اقداماتو لاس پورې کړ .
يا :موږ دوی ته دليلونه وويل ؛ ډير عذرونه اوزارۍ مو ورته وکړې؛ له فشار او تهديد نه مو کار واخيست ؛ خو دوی له موږ سره ملګر تيا ونه کړه او خبره يې راسره ونه منله .
۶ـ دندايې او سواليې مرکب شکل(!؟):
کله کله ځينې ليکوال دسواليې اوندايې علامې دواړه څنګ په څنګ ديوې جملې په پای کې راوړي ، خو شرط دادی،چې ندايه به لومړې او سواليه به وروسته وي . په دې کې دليکوال هدف دادی،چې دهغه په واسطه له يوې خوا دلوستونکي پاملرنه جلبوي او له بلې خوا يې پکښې پوښتنه غرض وي . په لنډه وينا ويلای شو،چې ديوې ډيرې مهمې پوښتنې په پای کې دندايې اوسواليې مرکب شکل راځې .لکه : ته نه يې خبر چې دافغان انګليس په يوه جګړه کې دپنځلس زره انګريزي پوځ نه يواځې ډاکټر برايډن مړ ژواندی خلاص شو!؟
يا : ته نه پوهيږې دافغانستان خومؤمنو خلکو پاڅون بالاخره دروسيي ښکيلاک ټغر له ټولې نړۍ نه ټول کړ !؟
۷ـ شارحه ( : ) يا «colon »
دا نښه ديو لغت يا فقرې دشرح کولو دپاره استعماليږي . کله چې لوستونکی دانښه وويني هغه ته دا توقع پيداکيږي،چې راتلونکی عبارت به دوعدې سره سم پر مطلب باندې نوره رڼا هم واچوي .
دالاندې نمونې وګورﺉ :
۱ـ دسياستمدار لپاره دا خواص ډير مهم دي : درې درجې جرآت او يوه درجه پوهه
۲ـ د افغانستان مشهور ښارونه دادی : کابل ، ننګرهار ، کندهار ، هرات ... .
د بل چا دنقل قول په صورت کې تر غبرګو ليندکيو (قوسونو) دمخه راځې .لکه : رسول الله (ص) فرمايلي دي : «... آيا زه تاسې ته ونه وايم،چې دوزخي څوک دی ؟
واورﺉ ! هر کبر جن ، بد خويه اوبخيل دوزخي دي »
۸ـ وړې ليندۍ ( ) يا Small bracket» »
په عمومې ډول ليندۍ په دې لاندې ځايونوکې استعماليږي :
۱ـ کله چې معترضه فقره داصلي جملې په منځ کې راشي .لکه : دحمان بابا اشعار،چې (ستا ډير خوښ دي ) د ساده انشاء ډيره ښه نمونه ده .
زه سبا (که خدای کول ) ننګرهار ته ځم .
۲ـ هغه رقمونه او د ابجد توري،چې د ويش د ښودلو دپاره راځي دلينديو ترمنځ نيول کيږي . لکه : داسلام پنځه بناوې دادي :
(۱) کلمه (۲)لمونځ (۳)روژه (۴) زکات (۵) حج
۳ـ په قانوني او تجارتي پاڼو کې دپيسو مقدار لومړی په تورولو ورپسې دلينديو ترمنخ په رقمونو ليکل کيږي .لکه :
ددې تړون له مخې به نوموړي کور مياشتنۍ کرايه دوه زره څلور سوه پنځه ويشت (۲۴۲۵) افغانۍ وي .
۴ـ په ليکنه کې ليکوال دنورو ژبو د لغاتومانا په وړو لينديوکې ليکي ،لکه :
د هر سياسي نظام منطق (پوخوالی ) هغه د پاليسۍ (کړنلارې) څخه څرګنديږي
۵ـ ليکونکی ځينې تاکيدي کلمې ، فني او تخنيکي اصطلاحات په وړو قوسونوکې ليکي.
۶ـ ځينې ليکوالان ديوې موضوع مآخذ هم په وړو لينديو کې ليکي ،لکه :
روسان د۱۳۶۷ه ش کال ددلوې په (۲۶) مه نيټه د شرميدلې ماتې په نتيجه کې له افغانستان نه ووتل . (د ژنيوروغه جوړه ، د ډاکټرحسن کاکړ ليکنه ،۲۰ مخ)
۷ـ ديوشخص دزيږيدنې او ميړنې نيټه هم په قوسونوکې راځې ،لکه :
احمدشاه بابا (۱۷۲۳ـ۱۷۷۲م) دپاني پت په جګړه کې پر مرهټيانو بريالی شو .
۹ـ غبرګ قوسونه («») يا دنقل نخښه «Snorted comma »
دنقل نښه په لاندې ځايونوکې استعماليږي :
۱ـ ټول مستقيم نقل قولونه په غبرګو لينديو کې راځي، لکه :
د بشريت ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمايلي دي :
«مسلمانان په خپلو کې سره ورونه دي ... هغوی دې نه په امانت کې خيانت کوي ، نه دې په خپلو کې سره دروغ وايې اونه دې يو بل سره رسوا او شرمنده کوي . د هر مسلمان ورور عزت ، آبرو ، مال او وينه تويول حرام دي . دانسان دپاره همدا ناوړه خوی دی،چې هغه بل مسلمان ورور سپک اوخواروګڼي.» (ترمذي)
۲ـ که له يوه اثر څو پراګرافه رانقل کيږي بايد د هر پراګراف په سر کې دنقل نښې راشي .
لکه:«په عراق کې عربي ويونکي پنځه ميليونه شپږسوه پنځوس زره تنه دي »
«په ترکيه ايران اوافغانستان کې عربې ويونکي شپږويشت ميليونه اوه سوه پنځه ديرش زره تنه دي.»
۳ـ دوياند (نطاق) دتغيير په حال کې:
په کيسو او ډرامو کې،چې د خبرو نوبت بدليږي نودنوي وياندخبرې معمولاً په نوې کرښه کې راځي اودنقل دنښو ترمنځ نيول کيږي:
«خان ميره!ما ګومان کاوه چې ته به څومره غيرتي سړی يې ،مګر خبر نه وم، چې ته ګيدړ وختې ... دخپل لاس ټوپک مې درکړ، چې ته به حېدر مړکړې....»
«خان صاحب له ځانه سره به فکر وکړم . دلته خو زه څوک نه لرم، چې مشوره او مصلحت ورسره وکړم»
۴ـ کله ليکوال ځانته خاصه اصطلاح وضع کوي،چې په محيط کې عموميت نه لري ، لکه : دی «ګيډيالوجست» دی له خپلې ګيدې لغتونه وضع کوي .
۵ـ د تاکيد او توجه جلبولو دپاره،لکه : «حق» ورکول کيږی نه ، اخيستل کيږي.
۶ـ دمقالوعنوانونه :
په کابل مجله کې مې د «زبې او کلتور » په باره کې مقاله ډيره خوښه شوه .
۷ـ په متن کې د ځينو خاصو نومونو راخيستنې به وخت کې هغه نومونه په غبرګو ليندکيو کې نيول کيږي .لکه: مرحوم پوهاند عبدالحی حبيبې په خپل مشهور اثر «د پښتو ادبياتو تاريخ» کې پښتوادب پر پنځو دورو ويشلی دی.
۱۰ـ ستوری ( ٭ )يا «One star »
په لاندې ځايونوکې کارول کيږي:
۱ـ ځينې ليکوالان يې په متن کې کلمې تر څنګ ږدی،چې په لمن ليک (پاروقي) کې د هغې په هکله خاصې خبرې اوتوضيحات ليکي .
۲ـ ځينې ليکوالان يې دهغه ټکې ترڅنګ ږدی،چې په متن کې يې راوړي خو په صحت يې باورنه لري.
يادونه : بايد ووايو چې ځينې ليکوال دهغه ټکې ترڅنګ،چې په صحت يې بارو نه لري په قوس کې سواليه (؟) ليکي. په دغو دواړو صورتونوکې :ستوری ايښودل کيږي او که دپوښتنې نښه ، لازمه ده چې په لمن ليک کې يې توضيح وشی .
۱۱ـ درې ستوري(٭٭٭)يا«Three star »:
چيرته چې دمقالې يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږي نوددواړو برخوترمنځ دغه نښه يانې ستوري ليکي،چې يوه برخه له بلې نه بيله شي.
درې ستوري معمولاً ديو ډرام يا داستان په يوه پرده يابرخه کې چې څومفکورې په جلاجلا پراګرفونو کې څيړل کيږي ، نودهرې مفکورې تر پای ته رسيدو وروسته په يو خالي کې درې ستوري (٭٭٭) ايښودل کيږي.
۱۲ـ ډش يا لنډکش خط(ـ)يا «Dash »
په لاندې ځايونوکې استعماليږي:
۱ـ دهغه مرکب خاص نوم په منځ کې،چې دوه توکي ولري، لکه : دکابل ـ کندهار لويه لار(شاهراه)
۲ـ ځينې ليکوال په جمله کې معترضه برخه ددوو ډشونوترمنځ رااخلي . لکه : په يو مضمون کې دشاګرد پوهه ـ لکه چې تجربو ښودلې ده ـ دهغه له پوښتنو معلوميږي.
يا : هغه ورځ ـ خدای (ج)دې بيا نه راولي ـ په مسلمانانو څومره وغميدله،چې په افعانستان کې کمونيستې ريژيم اعلان شو .
۳ـ په داستان يا ډرامه کې،چې ددوو تنو ترمنځ خبرې اترې وي ، نودهر يوه خبره په همدغه نښه بيلوي اودنوم دتکراري ليکنې مخه نيسي ،لکه :
احمد، محمود ته وويل :
هغه به ووينې؟
ـ هو! که وخت مې پيداکړ
ـ که وخت دې پيدا نه کړ؟
ـ بيابه ارومرم اخبرکړم .
۴ـ داعدادو ،ارقامو اونيپو ښودلو لپاره هم استعماليږي ، لکه: سږ کال د زمري له ۱۵ـ۲۰ پورې سخته ګرمي وه .
يا: د (۱۹۳۹ـ۱۹۴۵) کلونوترمنځ په دويمه نړواله جګړه کې په ميليونونوانسانان ووژل شول .
۵ـ په يوه مادوار لست کې د عددونو کيڼ اړخ ته ايښودل کيږي ، لکه :
دښه وياند (نطاق) صفتونه دادي:
۱ـ دخبرو منطقي تسلسل
۲ـ په موضوع حاکميت
۳ـ ښه غږ لرل
۴ـ داوريدونکو له روحياتو الهام اخيستل
۱۳ـ درې ټکي (...) يا «Ellipsis mark »
درې ټکي په لاندې ځايونوکې استعماليږي :
۱ـ دجملې په پيل هغه وخت راځي،چې ليکوال په خپله ليکنه کې د بل چاد خبرې يوه برخه رانقلوي، نو کومه مخکينۍ برخه چې د ده له موضوع سره اړخ نه لګوي پرځای يې درې ټکې (...) ږدې .لکه : «... اسلامي اخلاق هيڅ کله دانه ايجابوي، چې څوک خپل خير دنورو په شرکې ولټوي.»
۲ـ دجملو په منځ کې هم د متن د يوې برخې څخه، چې مطلوبه نه وي د حذف او صرف نظر کولو په منظور راځي .لکه : دا فغانستان مؤمن خلک، چې لرغونی کلتور او له وياړه ډک تاريخ لري ... د بهرنيو يرغلګرو پر ضد يې په پوره ميړانې سره مبارزه او مجاهده کړې او ... ددې خبرې دثبوت لپاره د افغانانو او انګريزانو ترمنځ درې جګړې او له روسانو سره لس کلنه جګړه ډيرې ښې نمونې دي .
۳ـ کله چې دبل چاقول رانقلوو حذف شوي عبارتونه ددرې ټکو په واسطه ښودل کيږي.
که حذف شوی عبارت د جملې په پای کې راغلی وي او جمله ور باندې ختمه شوې وي، څلور ټکي ايښودل کيږي ، درې يې د حذف شوي عبارت پر ځای او يو ټکی د جملې د پای دپاره .
۴ـ دمتن په ليکنه کې دهغې کلمې پرځای هم درې ټکی راوړي،چې دويلو نه وي او دقلم عفت يې دليکلو اجازه نه ورکوي او يا ليکوال نه غواړي، چې هغه وليکي .
۱۴ـ دټينګار نخښه يا اوږد کش خط (ـــ ):
کله چې په يوه ليکنه کې داسې کلمې ،جملې يا پراګرافونه راځي،چې دنورو کلمو، جملو او پراګرافونو په نسبت يې اهميت زيات او ورته پاملرنه مطلوبه وي او يا دليکوال داهدف وي،چې پر دغه برخه زيات تاکيد او ټينګار وکړي نو ددې لپاره دا لاندې لارې شته :
۱ـ دغه برخه بايد دنور متن څخه په برجسته توګه وليکل شي.
۲ـ دليک په ډول کې تو پير راولي، په دې ډول، چې که نور متن په نسخ ليک ليکل شوی وي دا برخه بايد په نستعليق وليکل شي، چې له نور متن څخه د مطلوبې برخې تو پير وشي .
۳ـ معمولاً ليکوالان دمطلوبې برخې دښودلو لپاره تر هغې لاندې کرښه کش کوي ،لکه :په افغانستان کې د کمونستانو جناياتو مؤمنوافغانانو ته دهغوی دتيرايستونکي شعار «کور ، کالي ، ډوډۍ» اصلي ماهيت ښه په ډاګه کړ .
۱۵ـ غشی ( ):
دغه نښه په عام مفهوم دلوري او طرف څرګندونه يا ښودنه کوي . په ليکنو کې معمولاً ددو مقصدونو لپاره استعماليږي .‏‏‏
۱ـ کله چې ليکونکی په توضيحي او تشريحي لمن ليک (پاورقې ) کې کومه توضيح يا تشريح ليکي او په هماغه مخ کې يې ليکنه ځای نه شي نو لازماً بايد تر هغه ورسته مخ ته نقل شي نو د راغلې تو ضيح په اخرنې برخه کې
( ) د غشي په راوړلو سره لو ستونکی ته ښودنه کوي،چې نوره توضيح په راتلونکی مخ کې ولولی . په راتلونکي مخ کې د تو ضيح ليکلو دمخه بياهم
( ) غشي نښه ايښودل کيږي تر څو لوستونکی ته وښيي ،چې دا توضيح د مخکني مخ څخه دلته راغلې ده .
۲ـ د يوې ترکيبي کلمی د تجزيې اوياد څوجزونودترکيب ښودنې لپاره راځي .لکه:دوست + ي = دوستي يا : پوهنه +تون = پوهنتون .
۱۶ـ لوی قوسونه ( [ ])يا «Bracket » :
دقوسونوداخاص شکل هغووخت استعماليږي،چې ليکوال په خپله ليکنه کې دکوم ضرورت له مخې دبل چاعبارت رانقل کړي اوغواړي،چې هغه ښه توضيح کړي اوله ځانه پرې څه اضافه کړی ، نوهغه دبل چانقل قول خوپه وړو غبرګو ليندکيو کې نيول کيږي ، پخپله دليکوال له خوا اضافه شوي توضيحات په دغو لويو قوسونو [ ] کې راځي .
« دمخه په سيمه ايزه اونړيواله سطحه دا ذهنيت موجود وو ،چې دروسې يرغلګر پوځونه ماتې نه خوړونکي دي ، نوځکه يې چا دمقابلې لپاره زړه نه شو کولای اودنړۍ ډيره برخه يې تر ګواښ او تهديد لاندې وه [ خومؤمنو افغانانو هغوی له شرميدلې ماتې سره مخامخ اونړۍ يې دهغو له شر نه وژغورله ]...»
۱۷ـ ويرګول (/):
دويرګول لفظ دلاتيني د (ويرګوله ) څخه اخيستل شوی دی. چې په اصل کې واړه ميل او سيخ ته ويل کيږي. دويرګول نښه،چې دلته ددوو لينديو ترمنځ ښودل کيږي (/) په انګليسي کې دبار په نوم ياديږي . زموږ زيات شمير ليکونکي سرچپه واو(،)ته ويرګول وايې ، مګر دانګليسي قاموسونه اودليکوالی په باب کتابونه ويرګول او سرچپه واو دوه بيلې بيلې نښې ګني .
ويرګول په لاندې ځايونوکې استعماليږي:
۱ـ معمولاً د ( او /يا ) ترمنځ ويرګول نښه ايښودل کيږي .
که موږ دالاندې جملې ولولو :
(هلکان او /يا نجونې دواليبال ننداره کوي) مانايې داده،چې هلکان او نجونې يا هلکان يانجونې دواليبال ننداره کوي .
۲ـ ويرګول دنيټې د ليکلو دپاره هم استعماليږي . مثلاً ددې پرځای،چې د ۱۳۵۷ کال دثور اومه نيټه وليکو کولای شو داسانتيا دپاره ويرګول استعمال کړه اوداسي يې وليکو : ۱۳۵۷/۲/۷ .
۳ـ کله ديو بيت دمسريو ترمنځ فاصله نه پريښودل کيږي پر ځای يې ديوګول نښه استعماليږي . لکه دخوشحال خټک دا بيت :
درست افغان له کندهاره تر اټکه سره يودننګ په کارپټ اواشکار
۱۸ـ لمن ليک (پاورقي):
کوم وخت چې ديو اثر څخه عبارت يا مفکوره را نقل کيږي بايد په لمن ليک کې دليکونکي، دکتاب دخپرونکی مؤسسې ، دچاپ نيټې اودکتاب صفحې ته په ترتيب سره اشاره وشي .لکه دالاندې مثال :
ګل پاچا الفت ، لوړ خيالونه اوژور فکرونه ، پښتو ټولنه ، ۱۳۳۵، ۲۹مخ .
که چيرې کتاب په بيبلو ګرافي کې معرفي کيږي ، داصلي نوم نه تخلص مخکې راوړل کيږي . لکه :
الفت ګل پا چا ، لوړ خيالونه او ژود فکرونه ، پښتوټولنه ،۱۳۳۵.
کله کله د کتاب د چاپ ځای اونيټه په ليندکيو کې نيول کيږي . لکه :
ګل پاچا الفت ، لوړ خيالونه او ژور فکرونه ، (کابل : دپښتو ټولنه ،۱۳۳۵) ،۲۵۰مخ.
که چيرې څيړونکي غواړي ديوې مجلې څخه عبارت راواخلي نودمقالې نوم دنقل دنښو ترمنځ ليکي ، ورپسې دمجلې نوم دچاپ څای ،نيټې او مخونوته اشاره کوي .لکه :
محمد ٌصديق روهي ، « د فولکلوري څيړنې ميتودولوژي» فولکلور ، د فولکلوراو ادب ټولنه ، ۱۳۵۲، لومړۍ ګڼه ، لومړی کال ،۸مخ .







اخځليکونه
۱- افق ، محمد ظاهر، ليک نښې
۲- الفت،ګل پاچا، ليکوالي املاء انشاء،کابل:پښتو ټولنه،۱۳۳۹ کال
۳- الهام،محمد رحيم، دهريرت پنزل پښتو ګرامر ژباړه
۴- بخاري،عظيم شاه خيال،صرف ونحوپښتو،پېښور! ۱۹۴۴ ز .کال
۵- بېنوا،عبدالرؤف،اوسنی ليکوال،کابل : پښتوټولنه ۱۳۴۲ کال
۶-حبيبي،عبدالحی،پښتانه شعراء،کابل :پښتوټولنه،۱۳۲۰ کال
۷- حبيبي،عبدالحی،دپښتو ادبياتو تاريخ لومړی ټوک او دوهم ټوک ، پېښور:دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال
۸- رحمان بابا،ديوان،پيښور: قصه خوانی، ۱۹۹۷ زيږديز کال
۹- روهي،محمدصديق،څېړنې لارښود،کابل:پښتوټولنه،۱۳۵۴ يونيز کال
۱۰- روهي،محمدصديق.پښتوادبياتو تاريخ معاصره دوره، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۴ کال
۱۱- رښتين،صديق الله،دپښتواشتقاقونه اوترکيبونه،پيښور: دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ۱۳۸۳ کال .
۱۲- رښتين،صديق الله،ژبښودنه،پيښور : خاور خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال
۱۳- زرغونه،زېور،پښتوګرامر،دژبو اوادبياتوپوهنځی درسي لکچرنوټ
۱۴- زرغونه،زېور،پښتونحو،پيښور: دساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز، ۱۳۸۴ کال
۱۵- زيار،مجاوراحمد،پښتوپښويه،پيښور : دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال
۱۶- زيور،زېورالدين،پښتوادبياتوتاريخ لرغونی،کلاسيکه او اوسنۍ دوره، دژبو ادبياتو پوهنځی درسي لکچر نوټ
۱۷- مومند،عبدالحميد،ديوان،پيښ،ر: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال
۱۸- مشواڼی،عبدالقيوم،دخوشحال خان کليات،پيښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال
۱۹- نيازی،سنګروال شهسوار،دپښتوادبياتومعاصرتاريخ،پيښور:احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۵ کال
۲۰- هاشمي،سيدمحی الدين، دليکوالۍ فن، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۲ کال