بسم الله الرحمن الرحیم وَاِذَاقِیْلَ لَهُمْ آمِنُوْاکَمَاآمَنَ النّاسُ قَالُوْااَنُؤْمِنُ کَمَاآمَنَ السّفَهآءُ اَلآاِنّهُمْ هُمُ السّفَهَآءُ وَلکِنْ لاّ یَعْلَمُوْنَ(۱۳)وَاِذَالَقُوْالّذِیْنَ امَنُواقَالُوْاآمَنّاوَاِذَاخَلَوْ اِلی شَیطِیْنِهِمْ قَالُ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لري
بسم الله الرحمن الرحیم

الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵ )

ژباړه :
ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵ )

لنډتفسیر :
الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي
ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی
هدیً للمتقین ( ۲ )له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د (اهدناالصراط المستقیم ) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟
الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری
هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .
دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی
والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری
په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی
اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .
پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی
(تفسیر عثمانی )