د جنت خاتون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انور شاهين خانخېل

د څلورمې خور ٣ نېټه د خداے د ګران رسول (ص) د خوږې لور، د امام الاولياء حضر علی کر الله وجهه د ګرانې مېرمن، د حسنېنو(ع) د مور، د جنت د خاتون او د نړۍ د ښځو د سردارې حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها د رحلت د ورځې په مناسبت

د عقيدت ډالۍ: انور شاهين خانخېل

دا يو سلام قبول کړه اے خاتونې د جنت مېرمن تۀ د کرم يې د بخشش او د رحمت ټوټه ، د سترګو تور، د زړۀ قرار د پېغمبر يې بی بی د هغه چا يې چې تاجدار د ولايت تۀ مور د حسنېنو او د زېنبِ کبری يې په پاک لمن کښې کړے تا د دوی دے تربيت جبريل او ملائک واړه د در دې خدمتګار دی سردار د انبياء به پاڅېدو درته اوچت چې پټې دې شوې سترګې د بابا له دې جهانه په تا باندې شروع شول ستمونه د امت ناراضه چې تۀ چا کړې خداے، رسول يې کړو ناراضه ؤ ټولو اورېدلے دا حديث له پاک حضرت دنيا ښځو لپاره يو مثال يې د ژوندون کاميابې هغه ښځې چې يې خپل کړو ستا سيرت شاهين څه توښه نۀ لری چې ځان سره يې يوسی بس تــــــۀ يې شفــــــــــاعت وکــــــــړې په ورځـــــــې د قيـــــامت