د ماتې لامل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی: نسيم پسرلی


هرمزان، يو مخور ايرانۍ سرلښکر وو چې د وعدې په نه پوره کولو ډېر مشهور وو، له مسلمانانو سره يې جګړه وکړه چې ماته يې وخوړه، ونيول سو، بيا يې سوله وکړه او خلاص سو چې له خلاصون وروسته يې بيا يې د وعدې خلاف جګړه وکړه٠
په وروستی ځل چې يې کله ماته وخوړه نو مسلمانانو ونيو او د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کې د حاضرولو لپاره يې مدينې منورې ته واستاوه، کله چې د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کښې حاضر کړای سو نو حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) ورته وفرمايل: هرمزانه! ودې ليدل چې الله(جل جلاله) څنګه ستا سلطنت در دړې وړې کړ او ته يې در په در کړې٠
هرمزان د دې خبرې په اورېدلو ډېر حيران سو چې حضرت عمر فاروق(رضی الله عنه) د ايران فتح خپله کړنه نه بولي بلکه د خدای(جل جلاله) لخوا يې ګڼي، هرمزان د خبرې تل ته رسېدلی وو، هغه د خبرو اجازه وغوښته او بيا يې وويل: اې عمره! کله چې مقابله زموږ او تاسې تر منځ وه نو موږ په تاسې غښتلي او بريالي وو خو کله چې داسې وسول چې الله (جل جلاله) له تاسې سره سو نو موږ په تاسې ولې او څنګه غښتلي سو٠