ولايتي شورا: ګل اغا شېرزی مو د اداري فساد پر ضد مبارزې ته نه پرېږدي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ارشاد رغاند

د ننګرهار ولايتي شورا وايي والي ګل آغا شېرزی يې د هڅو او فعاليتونو پر وړاندې خنډونه ولاړوي او نه پرېږدي چې دوی په ننګرهار کې د اداري فساد د له منځه وړلو هلې، ځلې وکړي.

د دې شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني نړۍ اونيزې ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې د والي شېرزي د دې هڅو ښه بېلګه د سولې او پرمختګ د جرګې جوړول دي.

د سولې او پرمختګ جرګه د ننګرهار د نوې ولايتي شورا له اعلانېدو لږ مخکې د والي ګل اغا لخوا د ختيز زون په کچه رامنځته شوه، موخه يې په ختيز زون کې د دولت وسله والو مخالفينو سره د خبرو هڅې وښودل شوې خو نوې ولايتي شورا وايي د دې جرګې موخه دولت ضدو وسله والو سره خبرې نه بلکې د ولايتي شورا په خوا کې د يوې بلې موازي شورا د شتوالي هڅه ده.

مفتي حقاني زياتوي: (( دلته چې کومه مشروعه او رسمي شورا ده او خلکو زرګونه رايې ورکړي، د امنيت ساتنې او پخلاينې ټولو په لارو چارو پوهېږي)) د مفتي حقاني په خبره والي شېرزی غواړي د ولايتي شورا د پريکړو د کمزوري کولو او همدا شان ضعيفولو لپاره د سولې او پرمختګ جرګه جوړه کړې.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال دعوه لري چې د سولې او پرمختګ جرګې غړي د ننګرهار د والي خصوصي کسان دي چې د شخصي ګټو د خوندي والي لپاره يې کار کوي.

خو د سولې او پرمختګ جرګې غړی او د ننګرهار د پخوانۍ ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز خيرخواه نړۍ اونيزې سره مرکه کې دا رد کړه چې ګواکې جرګه يې د ننګرهار د ولايتي شورا پر ضد جوړه کړې.

خيرخواه وايي جرګه يې له ولايتي شورا سره ډېر توپېرونه لري چې تر ټولو لويه هغه يې د ده په خبره دولت ضدو وسله والو سره د دوی د خبرو موخه ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي هم نړۍ اونيزې سره خبرو کې دا رد کړه چې ګوندې والي او د سولې او پرمختګ په نامه جرګه د ولايتي شورا پر ضد په هڅو بوخت دي.

عبدالزي د پرمختګ په نامه جوړه شوې جرګه چې ده يې د ننګرهار والي بنسټګر او د ختيزو نورو ولايتونو واليان ملاتړ کوونکو ياد کړل، موخه يې نه يوازې په ننګرهار بلکې په ټوله ختيزه سيمه او د شونتيا پر مهال په ټول هېواد کې د سولې لپاره هڅې وګڼلې. خو د نړۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې دې جرګې له جوړيدو راهيسې د سولې او پرمختګ لپاره څه کړي دي؟ وويل : دوی ايله لا پخپلو تشکيلاتي جوړښتونو بوخت ول او له دې وروسته به په منظمه توګه خپلې هڅې پيلوي.

د ننګرهار د والي وياند همدا شان دغه جرګه له نوې جوړې شوې شورا مخکې جوړه شوې وګڼله او زياته يې کړه چې ولايتي شورا سره يې کارونو په توپېر کې دي.

خو په ننګرهار کې د يوې رسنۍ خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، نړۍ اونيزې ته وويل چې والي ګل اغا له پخوا پوهېده چې د ننګرهار د ولايتي شورا په ټاکنو کې د ننګرهار د پخواني والي حاجي قدير د کورنۍ ډېری غړي چې وېل کېږي ده سره مخالفتونه لري بريالي کېږي.

د دغه خبريال په خبره والي په يوه خبري ناسته کې د غيرې رسمي خبرو پر مهال رسنيو ته منلې وه چې نوې شورا سره چل، ول نه شي کولای او د پرمختګ جرګه يې پر وړاندې مبارزې ته جوړوي.

د ننګرهار ولايتي شورا ريس حاجي نصرت الله د ريس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته وويل چې د شورا لومړۍ موخه به يې په ننګرهار کې د اداري فساد،ټوپکسالارۍ او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وي، د شورا رېس همدا شان له والي وغوښتل چې په دې هڅو کې يې مرسته وکړي او که مرسته نه کړي نو بايد د هڅو خنډ يې هم نه شي.

خو د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي يې په ځواب کې هماغه شېبه وويل چې په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې نړيوال د فساد او زورواکۍ پر ضد مبارزه کوي خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

پورتنيو خبرو او يو شمېر نورو ټکو ته په پام سره يو شمېر شنونکي وايي د ولايتي شورا او ولايت مقام ترمنځ يو لړ اختلافات شته، دا ډله شنونکي چارواکو سره د شورا اختلاف ته په دې خوشاله دي چې په وينا يې ښايي ولس ته يې خير په دې ورسيږي چې د دوی په ادعا پخوانۍ شورا د ځينو ځاني ګټو په بدل کې د چارواکو پر نېمګړتياوو سترګې پټولې.

دا چې دا اټکلونه او وړاندوينې به څومره پر ځاى وي ، په راتلونکې کې ځوابيدونکې پوښتنه ده خو هغه څه چې وليدل شول دا وو چې د ننګرهار ولايتي ادارې سره د ښو اړيکو لرونکې پخوانۍ شورا چې ډېر غړي يې بيا ځلي ټاکنو ته هم نوماندان ول د خلکو په اند همدې ځاني ګټو ته په پام سره مات شول، د اوسنۍ دغې په اړه يو شمېر هيلې دا دي چې ولس ته کار وکړي، او که داسې ونه کړي نو د شنونکو په خبره دوی به هم د ولس ملاتړ وبايلي او د تېرې شورا له برخليک سره به مخ شي.