د ځوانانو سالمه روزنه او خنډونه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدایت

«دغه ليکنه ما څه موده مخکي د ښاغلي غمخورصاحب په غوښتنه بايد په هماغه وخت کې دسوېډن د مالمو په ښارکې د ځوانانو د سالمي روزني د علمي کنفرانس و درنو ګډونوالو ته وړاندي کړې وای خو د ځينو وجوهاتو او صحي معاذيرو په وجه ناتکميله پاتې او نيمګړې خپره سوه . څرنګه چې ما پردې ليکنه يو څه کار کړې وو نواوس يې دلته وړاندي کوم :»


« ځوان نسل او سالمه روزنه » کوم چې ددې کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده، يقين لرم چې په کنفرانس کې به زموږ دافغاني ټولني زړه سوانده او ددې برخي ځانګړي متخصصان او کار پوهه افغانان خپلي اکاډميکه شنني او پراخي تحليلي ليکني به ورباندي و کړي . هغوی به په دې عرصه کې هغه ستونزي او اميدونه هم را وسپړي کوم چې زموږ د ګران هېواد افغانستان د ځوان نسل په وړاندي پرتې او دهغوی په ورځني ژوندکې انعکاس پيداکوي .
نن سبا دځوانانو اود هغوی د سالمي روزني بهير نه يوازي دافغانانو په جګړه ځپلي ، وران او زخمي هيواد کې د مرګ او ژوند مسئله ده بلکه په ټوله نړۍ کې زموږ د پېړۍ ياني ديويشتمي پېړۍ يوه حياتي غوښتنه هم ده . دغه مسئله دنوي پېړۍ د بوداو نبود مسئله ده، د هست ونیست هغه خبره ده چې زموږ دنړۍ وراتلونکي ته لاره پرانيزي او دهغه مسير ور ټاکي . په واقعيت کې همدغه ځوانان دي چې ددې نړۍ و راتلونکې ته لوری ورکوي . خو په اوسني نړی وال روان حالت کې چې دقدرت خاوندان د يکه تازی خواته درومي او ټوله نړۍ ته يې د خپل پوځي ځواک په زور دلاندي کولو نيت لري ، داسي تلاښونه کوي تر څود ځوانانو ناسالمه کنټرول د خپلو اهدافو د تطبيق په خاطر په خپل لاس کې ونيسي او دهغوی راتلونکې د خپلو ګټو دتأمين لپاره و کاروي . داچې ددغه جدال پای به څه کيږي او د چا په ګټه به تماميږي دا هغه څه دي چي د همدا اوسه څخه يې د ځوانانو او دهغوی دسالمي روزني و مخي ته زیات چلنچونه پرې ايښي دي .
نن دنړۍ ځوانان دهغوی دارادې نه خلاف بېله دېنه چې کومه ګناه يې کړې وي د ټولنيزو بحرانو د رامينځته کېدو په وجه چې دلويو بازيګرانو لخوا پلې کيږي،پښې یې په لانجو کې اخښل کیږي او لويې قربانۍ ته ورکشيږي ، نن تر هر څه ړومبی لومړی بايد ددغي نړۍ والي ټولنيزي معضلې د حل په هکله هم جدي څېړنه او غور و سي . زموږ د هيواد په څېر په نورو جګړه څپلي هيوادو کې تر هرڅه لومړی بايد ديوه سوله ايزه ژوند بنيادونه کښېښودل سي او په سوله کې دټولني او د ځوانانو د ژوندانه د حق تضمين وسي . د سولي، ثبات او امنيت ته د رسېدو شرائط مساعد او د هغه درناوی وسي، وروسته نو بيا د ځوان قشر د سالمي روزني اساسات چې پر ډيموکراټيکو موازينو برابر وي او زموږ د دود اود ستور سره تطابق ولري، عملي ګامونه واخيستل سي .
په دې ارتباط هغه څه ته چې دلته اشاره کيږي په واقعيت کې دا د هغه ژور تشويش يوه برخه ده چې په موجوده حالت کې ځوان نسل ورسره لاس اوګرېوان دی او عملاً هره ورځ دهغه سره مواجه کيږي . دډېرو په اند که په دغه روان حالت کې د جګړو او کړکېچ مخه و نه نيول سي او د ټولنيز عدالت دتأمين په لاره کې ګټور ګامونه پورته نسي او ژور بدلونونه رانسي دځوانانو دسالمي روزني په لاره کې چې همدا او اوس کوم خنډونه پراته دي نو هغه به لا نور هم ژور تيا و مومي . د ځوانانو د ژوندانه په چاپيريال کې دزياتو ناخوالو او د بلاتکليفه اړخونو موجوديت دکلونو په تېرېدو سره دهغوی په غاړه کې ځنځيرونه ور اچوي او د يوه لوی بحران او ګډوډی خواته يې کشوي . زه يقين لرم چې ددې کنفرانس اکاډميکي شنني به په دې مسير کې د ځوانانو په وړاندي د ستونزو،اميدونو، تاريکيو اوروښنیو په هکله به ډېر ارزښتمنده خبري راپورته او دستونزو دحل لاري چاري به په ګوته کړي .

د ځوانانو د سالمي روزني لپاره په کار ده چې په لومړي سرکې دغه پوښتونو ته ځواب وويل سي :

په اوسني حالت کې او په ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ځوانانو د سالمي روزني اساسات او ضرورتونه کوم دي ؟
د ځوانانو د سالمي روزني په لاره کې پراته خنډونه چيري دي؟
او د ځوانانو په ژوند او دهغوی دسالمي روزني په بهیر کې د تېرو او نويوکولتوري مناسباتو د ټکر موجبات او پايلې کومي دي ؟

لکه ټولو ته چې څرګنده ده دټولني لومړۍ خښته په کور کې ايښودل سوېده . کورنۍ د يوې ټولني کوچنۍ واحد بلل کيږي . څرنګه چې بشري ټولنه د کورنيو څخه جوړه سوې ده نو په ټولنه او د ځوانانو په سالمه روزنه کې هم د کورنيو دتأثير څخه انکار نسي کېدلا ی . د کورنيو دعمومي ځانګړتياوو تر څنګ دټولني هر صنف ا و ډله هم خپلي ځانګړتياوي لري . د انساني شخصيت د ودي لومړنۍ هسته د مور په غېږ کې راسپړېږي ، غوړيږي او وده کوي . دغه شخصيت د کورنۍ په ماحول او د خپلو مشرانو ، د ټولني د چاپېریال او د دولتي سیسټم د کړوړو څخه الهام اخلي . په هغه ټولنو کې چې دداسي يک لوخته موازينو اساسات حاکم وي او مواد یې د هغو څخه جوړ سوي وي نو همدغه شخصيت بيا د خپلي ټولني په ګډ فرهنګ کې هم انعکاس پيداکوي او وده کوي . فرهنګ د انسانانو په مغزو کې متقابله چلند لري .خو د نړۍ په دې ارت ميدان کې چې ورځ په ورځ يې تناونه لنډيږي او يو دبل سره يې اړيکي پېیل کيږي، په داسي جدي بدلونونو او لويه نړی واله لوبو کې چې ټوله يې د سر په سترګو ګوري، دغه د انسانانو د تشکل و ابتدایی، انساني او سپېڅلي بنيادو ته هم جدي تاوانونه پېښوي او د هغه پيوندونه سره شلوي . يعنی داسي تلاښونه کيږي چې کورنۍ او په کورنيو کې بیا هغه طبيعي د تکامل انساني ارزښتونه اود تشکل ریشتې چې اخلاقي پيغامونه لري، هغه له مينځه وړي . دغه نړۍ والي هڅي ځوانان د کورنيو د اخلاقي او وجداني مسؤليتونو څخه را باسي او وروسته یې بیا د غڼي په ځاله کې را ګيروي او په نورو مفاسدو کې چې د اوسني سیسټم کرغېړني بېلګې دي ډوبوي . ددې نړۍ وال جریان په بهير کې په ډېر مهارت سره لومړۍ ځوا نان په يکړه توګه د کورنیو سره اچوي اوبیا یې د خپل تسلط په ځنځير کې راښکېلوي او د ځان په ګټه کار ځيني اخلي اواستعمالوي يې .
دهمدې ځنځير په کړيو کې نن زموږ په افغاني ټولنه کې د ځوانانو دسالمي روزني مسئله نه يوازي داچې ددريو لسيزو د خونړيو پېښو ناوړه تأثيرات ورباندي پراته دي اوس په خپل ذات کې يوه ډېره پېچلې او ستونزمنه مسئله هم گرځېدلېده. خو د نړۍ د يو قطبي کېدو او جهاني کېدو په عرصه کې هم دځوانانو سالمه روزنه يوه دپام وړ پروسه ده. زموږ په وطن کې د ځوانانو د سالمي روزني جريان پرون د کفر اوالحاد په نامه او داچې اسلام په خطر کې دي تر شعار لاندي ځپل کېدله، وروسته بيا داسلام او جهاد په نامه تر ناوړه فشارو لاندي راغلې وه او د تر همدې نامه لاندي يې د وحشت او بربريت کارونه ورباندي تپله . په عامه توګه کله چې څوک زموږ په ګران وطن کې د ځوان نسل د سالمي روزني په هکله فکر کوي يا غواړي څه ورباندي و ليکي نو په لومړي سر کې يې دهغوي د سختو ورځو او کلونو تېرسوي او اوسني پړاوونه يې تر سترګو تيريږي او وروسته يې بيا دسالمي روزني په باره کې چې د جنګسالارانو لخوا په سراب کې لاهو سوېده سوچ کوي . ددې سره سره چې دنړۍ ځوانان مشترکي ستونزي او ګډ اميدونه لري خو زموږ دهيواد د ځوانانو او تنکي ځوانانو (دواړه نجوني او هلکان )د ژوندانه مسير يا په وطن کې د سيمه ايزه بې سواده او د همدې بې مسلکه جګړه ماره جنګسالارانو تر ولکې لاندي را غلي دي او ياد کور په چار دېواليو کې بندياني پاتي دي . زموږ ځوانان ددې وضعي د ايجاد نه د نړۍ واله طراحانو او وطني اجيرانو د فسادنه ډکو کړو څخه په زړونو او مغزونوکې ژوندي پراته زخمونه اوتصويرونه لري .

هغه ځوانان چې بيا د مهاجرت کډه يې پر اوږو بار او د مهاجر په څېر په پاکستان او ايران کې او ياد نړۍ په هر کونج کې تيت او پاشانه مېشته دي، د ژوندانه هره څپېړه که زغمي نوددې هيوادو کولتوري او د خلاصي ټولني ناخوالي يې هم په ځان پسې را کشوي . نن چې بيا ټوله نړۍ د ټروريزم سره د مبارزې په نامه د جګړې په خلاص ميدان باندي اوښتېده ، دغه موضوع ياني د ځوانانو سالمه روزنه بيا هم د يوې نړۍ والي لانجې او د يوې لويې ټولنيزي ستونزي په حيث پاتي کيږي . هغه اقتصادي، ټولنيز، کلتوري او سياسي يکه تازي چې نن يې دنړۍ يويا په ګډه څو برلاسي هېوادونو په خپل پوځي ، اقتصادي او تکنالوژيکي طاقت سره غواړي ځان د نړۍ پر مقدراتو باندي حاکم اوخپل فرهنګي او کلتوري بريدونه ور باندي شروع کړي ، هغوي د نړۍ په کچه په خاص ډول د ختيځو هيوادو د ځوانانو د سالمي روزني په مسير کې بنيادي او عمدي خنډونه را مينځته کوي . هغوي په دې فکر کې دي او داسي تلاښ کوي چې د ځوانانو مادي او معنوي هستي او استعداد لومړي هغه د بازار ديوې متاع په څېر رانيسي او د خپل ځان په ولکه کې يې راولي، او وروسته يې بيا دهغوي څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي . خپل فرهنګ، خپل کلتور، خپله ژبه او خپل هر څه ورباندي تحميل کړي .

کله چې موږ د ځوانانو د سالمي روزني پر سر ږغېږو نو دا پر يو څو کلېشه يي خبرو باندي بحث ندي چې په رسمياتو کې هغه وپړسول سي او وروسته بيا هغه ددې يا هغه ښاغلي د ښو او بدو کړو په عملنامو کې حساب سي . نن دوطن په کچه، د سيمي په کچه او د ټولي نړۍ په کچه د ځوانانو د سالمي روزني لاره د نړۍ داوسني لانجمن روان حالت په ګرو کې راغلې ده . ځيني بيا غواړي او هڅه کوي هغه په سپين سترګي سره په هيوادونو کې د هغوي د انساني دود دستور نه او دهغوي د ملي مسؤليت د احساس او دبشري ټولني د اخلاقي معيارونو څخه هم خالي کړي . نن د ځوانانو دغه لوي لښکر په دغه اوسني سيسټم کې ويوې ښې او مصؤنه راتلونکي ته د ګذار په درشل کې په يوې ډېره خطرناکه، پېچلې اوستونزمنه مرحله کې ګام اخلي .

ددې نه علاوه هغه څه چې دځوانانو پر ښکلو هيلوباندي د غوړېدلو دوره د نا اوميديو اومرګ په سايه کې را پېچې او دسالمي روزني لاري يې تړلې ده هغه ددنيا په هرکونج او بيا په خاصه توګه زموږ په افغاني ټولنه کې د هغه کشمکشو او بحرانو دوام دی چې د پردو لخوا ايجاديږي او لمن ورته وهل کيږي . په دې لانجو کې دا ځوانان دي او دا افغانان دي چې پښې يې پکښې اخښل کېږي . تر دا اوسه پوري ليدل کيږي چې د نړۍ والو اعتراضو سره سره په افغانستان او د نړۍ په زياتو لانجمنو سيمو کې ځوانان د اجېرومليشاوو لخوا په جبر سره د جګړې و ميدان ته را کشيږي ، د جګړې دقربانيانو په لومړۍ ليکو کې درول کيږي او ددوي د غوښتنو پر خلاف په زورسره دخپل ولس پر ضد باندي استعماليږي . دغه کار چې هيڅ انساني، اسلامي، اخلاقي او افغاني معيار يې نه مني خو په سپينه ورځ تر سره کيږي .
دبلي خوا په ځوانانو کې د مخدره موادو د معتادينو د فيصدي زياتوالي دهغوي و راتلونکې او سالمي روزني ته ستر ګواښونه دي چې ځوانان يې دسالمي روزني څخه ليري ساتلي دي . زياتره په داسي يو ه ماحول کې د ځوانانو و سالمي روزني ته پاملرنه د ياده ايستل سوې ده او يا هم تشريفاتي او عوامفريبانه بڼه يې غوره کړېده .نن د نړۍ ستر پانګه وال هيوادونه د خپلو اهدافو د پلي کېدو او جهاني کېدو لپاره د بشري ټولنو د ملي هويت په نابودۍ پسې را اخيستې ده . هغوي د هغو پراخوځنځيري رسنيو د امکاناتو په درلودلو سره غواړي د هېوادو او ملتونو او په لومړي سر کې، د دې هيوادو د ځوانانو د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو ، فرهنګي او کولتوري عرصو باندي بريد وکړي او سر رښته يې په لاس کې ونيسي. نن موږ اخلاقي ضد فلمونه، هنري دبدلمنيو څرګنده نندارې، دانټرنيټ په پاڼو کې د ځوانانو د اخلاقي انحراف د فساد نه ډک رنګارنګه تجارتي او انحرافي سايټونه ، پرېمانه اخلاقي ضد خپروني وينو . ددې ټولو هدف دادي چې د ځوان نسل فکري انحراف ته چټکتيا او دکورنيو سره دهغوي د ټکر او د هغوي د زوال زمينې را مينځته کړي . د ځوانانو وراتلونکي ته لوي او بلقوه تهديدونه جوړکړي . دغه تهديدونه هغه وخت ښه ترها ارزول کېداي سي چې څوک ددې پروسې دېرش څلوېښت کال باد و پاېلوته ځيرسي . نن زموږ دغه ځوان نسل چې په دغسي يوه ماحول کې لويئږي او دشپيشتو پر درخته باندي دريږي نو که دهغوي داولادو راتلونکې ته چې ددغه شاني اخلاقي معيارو پرخلاف لوي سوي وي وګورو ، هغوي به څه ډول پيداکړو ؟. زموږ نړۍ په دغه اوسني حالت کې چې مطلقاً د اخلاقي انحطاط وخواته روانه ده د ځوانانو د ناسالمي روزني موارد په ډېر ظرافت او دځوانانو دشوق او ذوق په پيدا کولو سره پرمخ درومي،اخلاقي سرکښي او انحراف يې هدف او هغه ته لاره پيدا کوي . همدغه بېلګې دي چې د ختيځ او لوېديځ فرهنګي جګړه چې په بېلا بېلو نومونو روانه او اوس يې ځانته دغه شاني نوي ابعاد غوره کړي دي زموږ د نړۍ د ځوان نسل و سالمي روزني ته زياتي ستونزي پېښي کړي دي .

په دې اړه هغه رسمي ارقام چې تېر کال د ملګرو ملتو د ځوانانو د وضعي په هکله په يوه ګزارش کې خپاره سویدي په يوې سر سري کتني سره دنړۍ ځوانانو د ژوند حالت داسي انځوروي :
په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ ملیونه ځوانان د لوږي سره مخامخ دي، ۱۳۰ مليونه ځوانان بې سواده او ۸۸ ملیونه هم بېکاره دي . د نړۍ په زیاتو برخو کې خاصتاً په افريقا او په جنوب ختيځي آسیا کې د لس میلیونو نه زیات ځوانان د ایدز په مرض اخته دي ، ۱۱۳ملیونه ځوانان و مکتب ته د شاملېدو توان نلري . د ۱۵ نه بيا تر ۲۴ کلوپوري ځوانان چې د نړۍ د ځوانانوپه سلو کې ۲۰ جوړوي یعنی په حساب ۲۰۹ میلیونه تنه ځوانان دورځي په يوه ډالر خپل ژوند سبا کوي . او په سلو کې ۴۵ یې چې ۵۱۵ میلیونه ځوانان کيږي دورځي دوه ډالره عايد لري .

عموماً په لوېديځه نړۍ کې د ځوانانو د ځان غوښتني پر روحيه باندي زيات کار کيږي او د کورنۍ په اړه يې ديوه بې مسؤليته عنصر او د يوه فارغه الحاله انسان په توګه رامينځته کوي . په ځوانانو کې یې دکورنۍ په اړه د مسؤليت احساس لا دپخوا نه وژلی دی او يا داچې د ورځنيو مشغولا او ناپايه آزاديو په ګرداو کې يې ډوب کړي دي . حال داچې په شرقي ټولنو او دهغه جملې نه په افغاني ټولنه او فرهنګ کې د کورنۍ ارزښت او په هغه کې بيا د پلار او مور او مشرانو درناوی او دهغوی نه اطاعت يوه اخلاقي او دوديزه وجيبه ګڼل کيږي . افغاني ځوانان د کورنۍ په وړاندي د جدي مسؤليت احساس کوي او دامسؤليت دځان دپاره هم يوه اخلاقي دنده بولي او هم يې د خپلي ټولني د فرهنګ يو جز ګڼي .
هغه منفي اړخونه چې زموږ ځوانان يې په غربي هيوادو کې ددې ماحوله څخه زده کوي اويا دهغه نه الهام اخلي مسلماً دهغوی پر راتلونکې باندي منفي اثر ږدي . هغه څه چې نن زموږ په غمځپلې افغاني ټولنه کې دځوان نسل لومړنۍ غوښتنه ده هغه په سوله کې دداسي شرايطو او فرصتونو رامينځته کول دي چې هغوی ته باید دژوندانه مصؤن ضمانت او اميد ورکړل سي، هغوی ته په افغاني سوله ایزه ماحول کې امنيت، د هغوی و شخصیت ته ددې ټولني دراتلونکو معمارانو په حيث د سالمي ودي او تحرک امکانات برابرکړي ، هغوی ته دوطنپالني اوافغانپالني عالي سالمه روزنه ورکړي او هغوی په انساني، مترقي اواخلاقي افغاني ادابو مجهز کړي . د هر ملي، مترقي او اسلامي دولتونو او حکومتونه، ګوندونو او سازمانو مسؤليت او لومړنۍ وظيفه دا ده چې د ځوانانو د سالمي روزني دپاره ټوله مادي او معنوي امکانات دهغوی دخدمت دپاره په کارواچوي . ملي ارزښتونو او افغاني ملي هويت ته يې درناوی وسي، هغه وساتل سي، په وطن کې سوله او امنيت تأمين اوځوانان د بې مسؤليته جنګسالارانو او بنسټپالانو دولکې نه خلاص کړي او د دغه انساني او اخلاقی غوښتونو په وړاندي ددې وطن دراتلونکې وارثینو په توګه د هغوی په وړاندي د مسؤليت احساس وکړي .
په بهر کې دافغاني ځوانانو د سالمي روزني په بهير کې به ښایی د ډېرو په اند پردې خبره سلاوي چې ځوانان بايد دغه واقعيت ته نن تن ورکړې چې په نورو ټولنو کې دوی په افغاني هويت سره پېژندل کيږي . هغوی په لومړي ګام کې خپل دغه د افغانی کورنیو کرکټر او هويت بايد و ساتي او اجازه ورنکړي چې دلوېديځ فرهنګ يې د شپيشتو پر درخته و خېژوي او دواړي يې ورخطا کړي .
دسالمي روزني په بل ګام کې د خپلي ژبي ساتل او هغه ته وده ورکول دي . ځوانانو ته دغه واقعيت روښانه دی چې د هغوی د ژبي وده دهغوی د افغاني شخصيت دساتلو معیار دی . مشرانو ته درناوی هم هغه اصل دی چې د ځوانانو افغاني کرکټر پکښې تمثليږي او يقين دی چې ځوانان به په ډېر مسؤليت سره وهغه ته توجه کوي . البته دغه احترام داقتصادي وابستګۍ په خاطر نه بلکه د کورنيو د اخلاقي اړيکو د ودي او ساتني په خاطر ارزول کيږي . ډېر ځوانان په دې باور دي چې ودې اصل ته دهغوی پاملرنه په دې خاطر هم ده چې همدا دوی دي چې سبا به د خپلو مشرانو ځای نيسي او پخپله به د افغاني کورنيومشران وي او هغه وخت به بیا همدا دوی وي چې دغه شاني درناوی به دځان حق بولي . مشر او د مشرانو احترام او درناوی د انسانی او افغانی اخلاقو دادابو اوج او په افغاني ټولنه کې همدغه اصل د « ځوانانو د سالمي روزني » په ترازو کې دروند وزن لري .
خو په یقین سره د مشرانو هم دې نکتې ته پام دی چې نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده . دغه بدلون د ځوانانو د سالمي روزني پروسه تر تأثير لاندي راولي . دې خبري ته سوچ په کاردی او لا د همدااوسه څخه روښانه ده چې کله نني ځوانان و پنځوس کلني ته رسیږي نو د نړۍ نفوس به نهه مليارډه بني آدمان و لري يعنی دنني نفوس نه دوه ځله زیات . په هغه وخت کې به دغه دنفوسو تراکم او ورسره نوري ستونزي او ډېري ژوري ناخوالي به طبعاً د هغه څه نه ډېر توپير ولري کوم چې نن يې ځوانان آزمويي . د غذایی منابعو تدارک،لوږه، مهاجرت، کار، ښونه او روزنه او د چاپيريال اقليمي بدلون به په هغه وخت کې بل شاني مفاهيم ولري . د نن ورځي ځوانان چې د دومره روحي، محيطي او د جګړې نه راپېښ سوی رنځونو سره لاس اوګرېوان دي په راتلونکي کې باید ډېري نوري ستونزي هم حل کړي . خو په سبا پسې باید د همدې نن څخه پل راواخيستل سي . دهغه سبا بنیادونه باید همدا نن کښېښودل سي . هغه څه چې د ځوانانو راتلونکې تهدیدوي د هغه دپاره باید همدا نن اقدام وسي او هغه هم په ډېره مسؤلانه او واقعبينانه توګه . یقیناً د ځوانانو په وړاندي به د سبا نوي ستونزي د ننيو اوپرونيو ستونزو سره يو ځای حل کيږي او د ا به د همدې نسل پر اوږو يو لوی بار وي .
د مشرانواو کورنيو مسئولينو اوس بايد ودې ټکي ته پام وي چې د خپل عادت پر خلاف دځوانانو په باره کې يوازي دلته او هلته څه و نه وایی، بلکه په مستقیمه توګه د هغوی سره خبري و کړي .هغه ستونزي او دامونه چې د ځوانانو په وړاندي پراته دي هغه په علمي او ریالیسټکي توګه هغوی ته ور په ګوته کړي .
ددغه سرګردانه او بې ګناه ځوان نسل، ددې غملړلې وضعي نه د را وتلو او نجات لاري اوس هم په کورنيو کې نغښتي دي او حل يې هم باید د همدې ځايه څخه را شروع سي او په هر لحظه کې پل پسې راواخيستل سي . کورنۍ په ګډه مخکې تردې چې ځوان نسل داوسنيو ناخوالو په ګرداو کې ډوب سي باید هغوی دداسي ناخوالو او پرتو دامو څخه باخبره او راويښ کړي . هغوی د خپلو انساني او اخلاقي رسالت و درک ته متوجه اودهغوی د مسؤليت احساس دوه ځله زيات تحريک او تقويه کړي . په بهر کې چې دغه موجوده فرصتونه په لاس کې دي که دهغه نه د ځوان نسل سره په ژوندي مثالو د افهام او تفهيم په روحيه سره کار وسي ، مشران به ددغه فرصت نه په استفادې سره دلته دغه امکان ولري چې د ځوانانو سره د بحث د ژوندي مثالونو او د روزني د میټوډیکي مسئلو عملي عرصې پراخي او د لوېدیځي ټولني دغه رواني بې بندوباريو نتېجې د ځوانانو په واک کې کښېښږدي . دلته اوس په امر ونهي سره نه بلکه د کار په علمي او منطقئ میټود او د ژوندي مثالو په را وړلو سره د ځوانانو دسالمي روزني اصول د ورځي د غوښتونو او شرايطو سره بدلون پيداکولای سي . خو هدف یې هماغه په بشري ټولنه کې د انساني عواطفو او اخلاقياتو ساتل او هغه بیا و هغه ځاي ته رسول دي چې د انسان اوانسانیت د اشرف المخلوقاتو وجه پکښې منعکس او و خپلو اخلاقي مدارجو ته و رسول سي .
دافغاني کورنيو اصالت او راتلونکې باید وساتل سي ، دا کورنۍ دي چې په ځوانان کې ددغه شاني مسؤليت يو احساس را پاروي او هغه بيا پالي د هغوی پاېلې دي چې د ځوانانو په ژوند کې پاتي کيږي او وده کوي .