په کمپیوتر کی ویروس پیژندل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سمسور ظفرزی " اهتمام :"

دکمپيوټر ويرس يو ورانکاری پروګرام دی , کوربه ته اړتيا لري چې خپل ځان د کمپيوټر په ډسک کې کاپي کړي. چې دا ويروس بياد پروګرام فايل سره ځان يو ځای او يا ترې جلا کوي او بيا کمپيوټر ته زيان رسوي. ټول ويروسونه د کمپيوټر د پروګرام جوړونکو له خوا چې د کمپيوټر په پروګرام جوړونه پوهيږي جوړيږي.


ولي دې ورانکاری پروګرام ته ويروس وايي؟

داسې ويل کيږي چې دا ورانکاری پروګرام په ١٩٤٩ م کال جوړ شوی او په ١٩٦٠ م کال په شاوخوا کې لومړنی ويرس جوړ او ازمايل شوي و. په١٩٨٤ م کال کې د يو پوهنتون پروفيسر دې ته د ويروس نوم کيښود ځکه چې دا بيالوژيکې ويروس ته ورته دې، کمپيوټري ويروس کوچنی دی، دخپل ځان کاپې ګانې جوړوي او د کوربه نه پرته اوسيدلی نه شي.
کله چې کمپيوټر ډير وپيژندل شو نو کمپيوټرې ويروس هم د١٩٨٦ نه تر ١٩٨٧ په شاوخوا کې را څرګند شو. په لومړيو کې دا د يوې ټوکې او تجربې په ډول په کاريده خو اوس يې
مقصدورانکاري او پيسې ګتل دي.

کمپيوټري چينجی (Worm ) څه شی دی؟

کله چې انټرنټ (نړيوال جال) ښه وپيژندل شو بريښناليک ته اړتيا پيدا شوه نو ورانکارو د ويروس او په خاص ډول د کمپيوټرې چينجيو د خپرولو له پاره يوه ښه لار وموندله. کمپيوټرې چينجی ويروس ته ورته دي ، ځان کاپي کوي خو دا کار په کوربه کې له بدلون پرته تر سره کوی . دا د ويروس په شان ښايي د تکرارول (Replicate ) څخه پرته کوم عمل وکړي او يا يې ونه کړي.

تروجن آس (Trojan horse ) څه شی دی؟

د Trojan horse پروګرام نوم د هغه قوی لرګين آس نه چې يونانی عسکر يې پټول او د تروی (Troy ) په لرغونې ښار به يې حمله کوله اخستل شوي. دهمدې چل په شان د تروجن آس پروګرام هم پټې لارښوونې ساتی. دا پټې لارښوونې کيدای شي ټوکې او يا ورانکاري وي، خو ورانکاري تروجن آس پروګرام د خلکو د معلوماتو د ورانولو له پاره کار ول کيږي او په دې هم پوه دي چې خلک هغه پروګرامونه چې په زړه پورې نومونه لري چلوي.

آيا دا پروګرامونه ټول ورانکاري دي؟

دا پروګرامونه د کمپيوټر ماغزه او يا زيرمې ورانوي، دکمپيوټر کار بتي کوي، د کمپيوټر چلوونکی سيستم او يا د کمپيوټر نور پروګرامونو خرابوي. دا ډول پروګرامونه ددې له پاره جوړيږي چې د ويروس ضد پروګرامونه ارزښت او بيه لوړه بوځي. ځکه که يو کمپيوټر وران شې نو د هغه بيرته جوړول د خلکو له پاره ډير وخت نيسي.

ولې او څوک دا پروګرامونه جوړوي؟

دځينو ويروس جوړونکو مقصد تجربه،ټوکې، اود ډيرو ورانکاري وي. اکثره ددې ويروس جوړونکو څخه تکړه او پوه نارينه وي چې عمر يې له ١٥ نه تر ٢٣ کلونو پوري وي. او بعضې نور يې د ويروس جوړونکو يو ګروپ وي چې د بيلا بيلو مقصدونو له پاره دا کار کوي.
څنګه دوې ويروسونه خپروي؟
دوی د بيلا بيلو لارو پواسطه د يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته ويرسونه او تروجنونه خپروي چې دا ټول دکمپيوټرد کاروونکو د بې پروايې له امله کيږي. ځينې خلک هيڅ د داسې ستونزو سره نه مخامخ کيږي خو ځينې د احتياط نه کولو له کبله ددې ستونزو سره مخامخ کيږي لکه، د فايلونوراښکته کول، د ويروس لرونکو سې ډې ګانو کارول او داسې نور. په (نيټ ورک) کې ويروس په چټکې سره له يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته خپريدی شي په خاص ډول د بريښناليک د مل په توګه.

څنګه پوهيږو چې زمونږ په کمپيوټر کې ويروس شته؟


ځنې وختونه ويروس په کمپيوټر کې ناشنا کارونه کوي، ځينې ويروسونه په کمپيوټر کې هيڅ کار هم نه کوي خو خپل شتوالي ښيي، ددې له پاره تاسو د ويروس ضد پروګرامونه کارولي شئ چې پيژندل شوي پروګرامونه يې Norton او McAfee دي خو دا پروګرامونه بايد وخت په وخت د انټرنټ نه تازه شي.
څنګه تاسو خپل معلومات ساتلي شي؟
که نه غواړئ چې خپل معلومات د لاسه ورکړئ نو بايد د خپلو معلوماتو نه بله کاپې هم جوړه کړئ، ځکه چې که کوم ويروس ستاسو ارزښتناکه معلومات له منځه يوسي دابه تاسو ته ډيره ګرانه شی چې خپلی لیکنی په لاس راوری.