د انټرنېټ اغېزمن استعمال

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حېران

د امريکې اوسني ولسمشر بارک اوباما چې په کوم دروند اکثريت د خپل مخالف جان مکين څخه ټولټاکنې وګټلې او په داسې حال کې يې د سپينې ماڼۍ واګې په لاس کې واخيستلې چې دغه هېواد په ګرده نړۍ کې د يو شمېر غټو بحرانونو سره مخ و او د حالاتو د بهير او ناکامو سياسي تګلارو له امله ناهيلي شوي

ولس يې يو نوي پېغام يا داسې نارې ته اړتيا لرله چې که د عمل له پلوه نه وي نو چې لږ تر لږه د بيان تر بريده خو يو څه نوښت او ژوند ولري، نو د دغو ټولټاکنو د نژدې څارونکو وېنا ده چې په دې برياليتوب کې د نورو ډېرو کمالونو تر څنګ يو مهم کمال دا هم و چې بارک اوباما په خلاص مټ د انټرنېټ استعمال وکړ.

د هغه د نژدې ملګرو له مخې، بارک اوباما د انټرنېټ د ټيکنالوژۍ سره ډېره علاقه مندي لري او د ټولټاکنو لپاره چې يې کوم کمپاين ترسره کړ نو يواځې د "مونږ بدلون راوستلى شو" ناره يا پېغام نه و چې د امريکې سپين او تور، نر او ښځې، او غريب او شتمن خلک يې دې ته وهڅول چې رايې ورته ورکړي، بلکې مهمه خبره دا وه چې دغه پېغام او ناره هغۀ د انټرنېټ په پراخ استعمال سره د خپل ولس د هر وګړي غوږ او سترګو ته په داسې منظمه او پرله پسې طريقه ورسوله چې د ټولټاکنو څخه څو ورځې وړاندې لا خلک پوهېدلي وو چې هغه د برياليتوب درشل ته رسېدلى دى.

د انټرنېټ دغه استعمال د بارک اوباما د ټولټاکنو کمپاين يواځې د امريکې تر پولو محدود پاتې نه کړ بلکې په ګرده نړۍ کې د دغه ټول کمپاين پر مهال داسې احساسېدله لکه ټولټاکنې چې د امريکا نه بلکې د ګردې نړۍ د يو عمومي مشر لپاره ترسره کېږي. دا ځکه چې پر نړيوالو رسنيو برسېره، هغه سرچينې چې د ټولټاکنو په کمپاين کې، په ځانګړې توګه د بارک اوباما د ډلې لخوا، استعمالېدلې هغه د نړۍ په هر ګوټ کې هر چا لوستلى، اورېدلى او ليدلى شوې او ښکاره خبره ده چې د انټرنېټ د نړيوال جال د تارونو سره مربوط خلک که په هر ځاى کې وو د دې د اغېز نه لرې نۀ شو پاتې کېدلى.

د ځينو څېړنو له مخې، برسېره پر برېښناليکونو (Emails )، د معلوماتو د شريکولو (Information sharing ) او ټولنيزو اړيکو (Social networks ) د وېبپاڼو پراخ استعمال هغه څه وو چې د دغه کمپاين تله يې ان په نيمايي کې د بارک اوباما په لور درنه کړله. يُوټيوب (www.youtube.com ) او فېس بُک (www.facebook.com ) دوه هغه ټولنيزې اړيکې جوړوونکې وېبپاڼې دي چې په ګرده نړۍ کې په ملياردونو غړي او کتونکي لري او خلک پکې د دوستۍ په جوړولو په هره ژبه کې يو بل سره معلومات، نظرونه، سياسي او ټولنيزې هلې ځلې، علمي کارونه، ويډيو فيلمونه، سندرې، مذهبي عقيدې او غرض هر هغه څه شريکوي چې انسان په ورځنيو چارو کې د څه مقصد او يا هسې ساعت تېرۍ لپاره ترې کار اخلي او يا ورته اړتيا لري. ټوِټر (www.twitter.com ) د لنډو پېغامونو او خپل ملګري، خپلوان، او اشنايان د خپلو بوختياو څخه د خبرولو لپاره تر ټولو زياته محبوبيت لرونکې پاڼه ده چې د زيات نه زيات ١٤٠ تورو لنډ پېغامونه په يو وار نه يواځې دا چې په اړيکو کې درسره شريکو خلکو ته رسوي بلکې په ځينو نورو غټو وېبپاڼو او بلاګونو يې هم شريکوي.

نو يو بېخي نابلده تن هم د دې نه اندازه لګولى شي چې انټرنېټ په نننۍ نړۍ کې د انساني ژوند څومره لويه اړتيا ګرځېدلې ده؛ د نړۍ غځېدلي اړخونه يې څومره له يو بل سره مربوط کړي او رانژدې کړي دي؛ په ژوند کې يې څومره تېزي راوستې ده؛ د نړۍ په هره خوا کې د يوې عقيدې يا يو نظر يا يو مسلک خلک يې څومره له يو بل سره تړلي دي؛ او کارونه يې څومره اسان کړي او ډېر کړي دي.

د انسان ژوند چې څومره خواره واره اړخونه لري انټرنېټ هماغه هومره ورته خپله لمن خوره کړې او دغه هر څه يې پکې راغونډ کړي دي. په ګرده نړۍ کې دا مهال په ملينونو وېبپاڼې د دې شبکې سره تړل شوې دي چې هره يوه يې د سياست نه واخله د ساعت تېرۍ د چارو پورې هر څه لري او مينه والو ته رسوي. د نړۍ هره ژبه چې څه نا څه ساه پکې پاتې وي د خپلو تخنيکي ځوانانو د هلو ځلو په مټ خپل تارونه د انټرنېټ په جال کې بُڼلي دي او د کرښې نه بهر نه ده پاتې شوې. بيا په دې جال کې د يو باقاعده نظام په توګه خپل قوانين، لارې چارې او تنظيموونکې ادارې هم شته چې د هغو مناسب او په مهارت استعمال په لږ وخت کې په ډېره ګټه تمامېدى شي.

د بېلګې په توګه، د ټولنيزو اړيکو، د معلوماتو د شريکولو، د بحث د فورمونو، د شخصي او کاروباري وېبپاڼو، او تخنيکي چارو د حل لپاره د جوړو شويو کرښو استعمال بې شکه چې د هر چا د اړتيا او کار شيان دي خو دا پوښتنه چې دا هر څه په ياد ساتل او ورته لاسرسى لرل څنګه اسانېدى شي، د هغې لپاره د ګُوګل (www.google.com ) په نامه د لټون ماشين لاره دومره لنډه کړې ده چې په يو ټک سره درته هر څه چې دې پکار وي او په هره وېبپاڼه کې وي راوباسي يې. دغه لټون کول هم خپل يو مهارت غواړي، ځکه ځينې وخت يو څوک د يو څه لټون کوي خو سره د دې چې هغه هر څه په انټرنېټ موجود وي بيا هم نه پېدا کېږي، لامل يې دا وي چې لټون په خپلو اصولو برابر نه وي شوى. برسېره پر دې، ګُوګل يواځې د لټون ماشين نۀ دى بلکې نور ډېر داسې پروګرامونه هم لري چې د انټرنېټ د ودانۍ مهمې ستنې ورته ويلى شو لکه د دې خپل برېښناليک (gmail )، د نړۍ نقشه (google earth )، د تجارتي اعلانونو خدمت (google adsense )، کتابتون (online library )، او داسې نور. ياهو (yahoo.com ) هم پرته پر برېښناليک، ډېر نور داسې خدمتونه لري چې د پر کرښه نړۍ مهمې چارې پر مخ وړي.

د نېکمرغۍ خبره دا ده چې پښتو ژبې هم د انټرنېټ په نړيوال جال کښې خپل تارونه بُڼلي دي او هر څو که د نړۍ د پر مخ تلليو ژبو د کچې سره د سيالۍ حد ته يې ځان نه دى رسولى خو د کتار نه هم وتلې نه ده. د تخنيک په نړۍ کې د خپلو اتلو ځوانانو په هاند او هڅو مونږ دا دى د يو شمېر ښو عمومي وېبپاڼو تر څنګ ځينې ځانګړې وېبپاڼې لرو او ژبه مو تر ډېرو نويو جوړېدونکو پروګرامونو او تخنيکونو رسېدلې ده. که ژوند و چيرته بل وخت به د دې وېبپاڼو په کميت او کيفيت هم په تفصيل سره يو څه وليکم. اوسنۍ خبره تر دې ځايه بس ده چې انټرنېټ د نننۍ نړۍ يوه مهمه اړتيا ده چې د انسان ژوند ته يې په هره چاره کې وده او بدلون ورکړى دى او زمونږ د ځوانانو د ښه راتلونکي لپاره ضروري ده چې دغه هر څه وپېژني. ځکه چې څومره زيات مونږ د دې په استعمال پوهه يو هومره به يې د خپل مقصد او د هغې د اغېزمن کېدو په لور بوتلو کې بريالي يو.

د پورته يادوو شوو وېبپاڼو څخه پرته د نړۍ يو څو نورې غټې او مهمې وېبپاڼې:

د هر ډول معلوماتو لپاره: www.wikipedia.org

د پر کرښه بانکدارۍ او د پېسو د چټک لېږد رالېږد لپاره: www.paypal.com

د پر کرښه اخيستلو او خرڅولو لپاره: www.ebay.com

په انګليسي کې د بلاګ ليکلو لپاره: www.blogger.com

د انځورونو د ساتلو او شريکولو لپاره: www.flicker.com

د وېبپاڼو، ډومين نومونو، او ورسره چارو لپاره: www.godaddy.com

د کومې ژبې په زده کولو کې د هغې ژبې د يو ويونکي د موندلو لپاره: www.mylanguageexchange.com

د انګليسي د زده کړې لپاره: www.bbc.co.uk (د learning English برخه)

د نړۍ د باوري او تفصيلي خبرونو، تبصرو او ليکنو لپاره: www.nytimes.com

د دې ليکنې پر مهال، د اليکسا (www.alexa.com )، چې د وېب د نړۍ احصاييې وړاندې کوي، له مخې د نړۍ تر ټولو زياتې کتل کېدونکې شل وېبپاڼې دا لاندې دي:

(١) www.google.com
(٢) www.yahoo.com
(٣) www.youtube.com
(٤) www.facebook.com
(٥) www.live.com
(٦) www.msn.com
(٧) www.wikipedia.org
(٨) www.blogger.com
(٩) www.baidu.com
(١٠) www.yahoo.co.jp
(١١) www.myspace.com
(١٢) www.google.co.in
(١٣) www.google.de
(١٤) www.qq.com
(١٥) www.microsoft.com
(١٦) www.rapidshare.com
(١٧) www.sina.com.cn
(١٨) www.google.fr
(١٩) www.wordpress.com
(٢٠) www.google.co.uk