د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر استازو د سې شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې له لارې په دې ولایت کې د فساد او ناقانونیو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.د ولایتي شورا وکيل ډاکتر لعل محمد دُرانی وايي، ځيني شخصي کسان چې په تشکيلاتو کې رسميت نهلري له دولتي عایداتي ادارو څخه په یو او بل نوم باج اخلي.
نوموړی وايي:
"دغسې شخصي کسان چې د هر چا په نوم وي، موږ په والي صیب هم غږ کوو او په مرکزي چارواکو هم غږ کوو چې رسمي کسانو پرته نور موږ نه شخصي سلاکاران او نه شخصي سکرتر منو."
که څه هم ډاکټر لعل محمد دُراني دغه شخصي کسان مشخص نهکړل خو د ولایتي شورا بل وکيل ډاکتر ناصر کامهوال ادعا وکړه، دا هغه کسان دي چې د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل سره دې ولایت ته راغلي او د مشاورینو په پوستونو کار کوي.
نوموړی وايي:
"ما او بل وکيل سره شخصي کسان هېڅ جرأت نهشي کولای چې دولتي ادارو ته ورشي خو زه بهيې په ډاګه ووایم چې په دې وروستیو کې د والي سره ځيني کسان د مشاورینو په نومونو ورسره راغلي او دولتي ادارو ته ورځي هغوی شکایتونه کړي دي چې دا کسان ورځي او هغه څه چې موږ ته رسېدلي دي د باجونو ورکولو سلسله د ولایت نه ونیسئ تر وزارتونو پورې رسېدلې ده. "
د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې په ټوله کې د فساد شتون نهردوي، خو په خبرهيې د مخنیوي لپارهیې د ولایت مقام پوره هلې ځلې کوي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د دې انديښنو د لهمنځه تلو په خاطر ولایتي شورا که هر ډول قانوني تګلاره له ولایت مقام سره شریکه کړي، دوی بهيې عملي کړي.
نوموړی وايي:
"ممکن په ځينو برخو کې فساد شتون ولري موږ يې نهردوو، خو د ولایتي شورا نه غوښتنه کوو چې دوی که هر ډول مېکانیزم د فساد د مخنیوي په خاطر جوړ کړی موږ سره دې شریک کړي موږ ستاسو له لارې ورسره ژمنه کوو چې د فساد مخه به په کلکه ونیسو."
د کتونکو په اند که ولایتي شورا په رښتني ډول په اداراتو کې د فساد په اړه کره ثبوتونه ولایتي چارواکو او رسنیو سره شریک کړي او پر وړاندې یې جدي مبارزه پيل کړي نو تر یو حده به د فساد جړلې ختمې شي.