مک‌ماسـټر: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مشاور مک‌ماسټر وايي، سپینه ماڼۍ په تمه ده چې په ټوله کې د پاکستان د چلند او په ځانګړي ډول له افغان طالبانو د ملاتړ په برخه کې بدلونونه وویني.

جنرال مک ماسټر وویل، ډونلډ ټرمپ په ډاګه کړې چې نور له طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ امریکا ته د زغم نه دی.

ښاغلي ماسټر په د شنبې ورځ له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړه، که څه هم پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې درانه زیانونه ليدلي، خو د ترهګرۍ پر وړاندې چلند یې انتخابي و.

پر پاکستان د ښه او بد ترهګرو توپیر ته د قایلېدو له امله فشارونه دي

.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پخپل کلني راپور کې چې دوه اونۍ وړاندې خپور شو، ویلي وو، که څه هم د پاکستان دولت په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې ګټور عملیات تر سره کړل، خو پخپله خاوره کې یې د افغان طالبانو او حقاني ډلې پر وړاندې چې پاکستان کې خوندي پټنځیونه لري، هیڅ د پاموړ کار نه دی کړی.

جنرال مک‌ماسټر دا خبره هم وکړه چې د افغانستان په اړه واشنګټن خپله نوې تګلاره لا نه ده اعلان کړې، خو په تګلاره کې په نظامي برخه کې ځینې تصمیمونه نیول شوي دي.

کابو دوه میاشتې وړاندې سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د پرېکړې واک د دفاع وزارت ته ور کړ. دغه وزارت تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده په ډاګه کړې.

تمه ده چې د امریکا په نوې تګلاره کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتوالي سره هوکړه وشي.

څه کم دوې میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت ته افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د پرېکړې اختیار ورکړ.

دغه وزارت تر اوسه په دې اړه نوې پرېکړه نه ده کړې.

امریکا دا مهال افغانستان کې تر اتو زرو ډېر پوځيان لري، چې ډېری یې د افغان ځواکونو پر روزنې او ملاتړو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن وړاندې ویلي وو، افغانستان کې یې د ماموریت د بریالیتوب لپاره نورو پوځیانو استولو ته اړتیا ده.

تمه ده چې افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت نوې تګلارې په اړه به دغه هېواد ته د نورو پوځيانو پر استولو هوکړه وشي.