سرچینه: ځینو طالب مشرانو له ځینو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په انفرادي او ډله ییز ډول د پاکستان د استخباراتي ادارې او د ځینو طالب مشرانو نه په پټه، له ځینو هېوادونو سره خپل تماسونه زیات کړي او هڅه کوي چې په ځینو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.

یوې حکومتي سرچینی چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې طالبان دا کار وروسته له هغی کوي چې په پاکستان کې یو شمېر طالب قوماندانان په مرموز ډول ووژل شول، د امریکا نوې ستراتیژي د دوی د هیلو برخلاف راووتله، د برېکس کنفرانس په پرېکړه لیک او له هغی مخکې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا طالبان په رسمي ډول ترهګر وپېژندل شول

.

سرچینه وایي، د دوی د معلوماتو له مخې، ملا یعقوب په قطر کې په پټه د سیاسي پناه غوښتنه کړې او ملا صدر ابراهیم بیا په چین او ترکیه کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت دغه سرچینه وایي چې د نورو طالب قوماندانانو نومونه دوی د امنیتي ستونزو له کبله نشي څرګندولای.

د دې ترڅنګ، یو شمېر نورو طالب قوماندانانو بیا په پټه د افغانستان د سولې عالي شورا سره تماسونه نیولي دي.

دا معلومات په داسې وخت کې خپرېږي چې څه موده مخکې یو شمېر جګپوړي طالب چارواکي له خپلو کورنیو سره کندهار ته ورغلي او هلته یې اړولي دي.

د سرچینی له خوا په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه حالت پاکستان وارخطا کړی او هڅې یې پیل کړي چې د دې کار مخه ونیسي.

پاکستان په چین، ترکیه، قزاقستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو کې خپلو ډیپلوماټانو ته ویلي چې د طالبانو د غوښتنلیکونو په اړه دې جدي پلټنې وکړي او دغو هېوادونو ته دې د دوی د ورتګ مخه ونیسي.

سرچینه وایی چې د پاکستان هلوځلو ته په کتو، افغان حکومت غواړي چې طالب مشران په خوندي ډول له پاکستانه ووځي.

سرچینه وایی چې قزاقستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال، افغان حکومت له قزاقستاني او ترکي چارواکو سره، د دې مسئلې په اړه خبرې کړې دي.

خو سرچینې دا و نه ویل چې له دغو هېوادونو سره د دې مسئلې په تړاو څه ډول خبرې شوي او افغان حکومت کومې غوښتنې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه، په دې اړه څه نه دي ویلي.