ديمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح د حوثيانو له غورځنگ سره په جگړه کې وژل شوى دى.
د "المسيره" په نامه د حوثي ياغيانو يوۀ ټلويزيوني چينل د دغه غورځنگ د چارواکو په وينا ويلي "په دغه مليشه ډله کې د خيانت کړکېچ پاى ته ورسېد او خاينانو مشر ووژل شو."
داسې انځورونه او ويډيوگانې پر انټرنېټ خپاره شوي چې ظاهرا" د ښاغلي صالح مړى ښېي چې په سر لگېدلى دى
.
د ښاغلي صالح د گوند "د خلکو کانگرېس" چارواکو وويل نوموړى د پلازمينې صنعا په سويل کې په يوۀ بريد کې ووژل شو.
د حوثي ياغيانو مشر د ښاغلي صالح وژنه "ستره او مهمه پېښه وبلله.
عبداالمالک حوثي وويل د سعودي په مشرۍ ټلوالې يوه "توطيه" يې شنډه کړه.
حوثي ياغيانو هغه سيمه لاندې کړه چې د نوموړي کور په کې دى.
ښاغلى صالح تر تېرې اوونۍ پورې د حوثي ياغيانو متحد و او يمن د اوسمهالي ولسمشر عبدربه منصور هادي پر وړاندې جگړه کوله.
خو وروسته د ښاغلي صالح وسلوال ځواکونه په پلازمېنه صنعا کې له حوثيانو سره په نښتو کې ښکېل شول او نوموړي د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره د خبرو وړانديز وکړ.
ښاغلي صالح ويلي و "که ټلواله د يمن اقتصادي کلابندي ختمه او بريدونه ودروي نو دى خبرو اترو ته چمتو دى."
د ښاغلي صالح دا پرېکړه د سعودي په مشرۍ ټلوالې له هرکلي سره مخ شو.
ټلوالې ويلي و "ښاغلى صالح چې د خپلو خلکو ترڅنگ ودرېږي نو يمن به له ايران پلويو مليشو آزاد کړي."
د حوثي ياغيانو مشر عبدالمالک حوثي پر ښاغلي صالح غږ کړى و چې له خپلې دغې کړنې لاس پر سر شي.
د کورنيو جگړو له امله د يمن د ٢٨ ميليون وگړو ٦٥ سلنه پر بشري مرستو پايي چې يو شمېر يې د قحطې څنډې ته رسېدلي دي.
د ملگرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ اوسمهال د کولرا مشکوکې پېښې له ٢٠٠ زرو اوښتي او ١٣ زره کسانو وار له مخه خپل ژوند بايللى دی.