سپینې ماڼې کې د خبرو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اعلان وکړ، چې له ډېر مهال راهیسې یې اټکلونه کېدل. نوموړي شېبه مخکې وویل د امریکا متحده ایالتونه اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني.
ولسمشر ټرمپ ویلي، که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو هېوادونو حل ملاتړ کوي.
د ولسمشر ټرمپ له خبرو مخکې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس یوه ویاند خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره 'خطرناکې پایلې ' ولري
.
سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ وویل باور یې دا دی، چې دغه پرېکړه د امریکا لپاره او دغه راز د فلسطین او اسراییلو تر منځ د سولې راتګ لپاره ګټوره ده.
ولسمشر دغه راز ویلي د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدولو ته چمتوالی وکړي.
بیت المقدس ښار کې داسې ځایونه شته، چې د درېیو توحیدي مذهبونو پیروانو لپاره سپېڅلي دي. ختیځ بیت المقدس چې زوړ ښار دی، د ۱۹۶۷ جګړې پر شپږمه ورځ اسراییلو خپلې خاورې پورې ضمیمه کړ، خو په نړیواله توګه د اسراییلو د برخې په توګه نه دی منل شوی.
د اسرایلو لومړي وزیر بنیامن نتانیاهو د ولسمشر ټرمپ له خبرو یوازې څو شیبې وروسته پر تلویزیون را څرګند شو او د امریکايي ولسمشر د پرېکړې تود هرکلی یې وکړي.
ښاغلي نتانیاهو وویل:
''اسرایل به هیڅکله د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه هېره نه کړي ''
د امریکا دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په اسلامي نړۍ کې د امریکا متحدینو هم له دغې پرېکړې سره مخالفت کاوه.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته توند غبرګون ښوولی او وايي، دغه پرېکړه ورته د منلو نه ده. نوموړی وايي، دغه اقدام به د بیت المقدس اوسنۍ بڼه بدله نه کړي.
ښاغلي عباس په خبري ناسته کې وویل چې د نړۍ له مسلمانانو او عربي هېوادونو به وغواړي چې دبیت المقدس دفاع وکړي.
خو شنونکي وايي، له تل ابیب نه بیت المقدس نه ته د امریکا سفارت لېږد د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه ژمنه وه، چې پوره کېده به یې د نوموړي یو شمېر ښي اړخه ملګري خوشحاله کړي.
د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس منل د امریکا هغې پالیسې پر شا بیول دي، چې له لسیزو راهیسې یې خپله کړې وه او دغه راز په څرګند ډول د نړۍ ډېری هېوادونو له دریځ سره توپیر لري.
فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د راتلونکي لپاره د فلسطین پلازمېنه بولي او د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د ۱۹۹۳ کال د سولې هوکړې له مخې به د دغه ښار برخلیک په اړه راتلونکو خبرو کې پرېکړه کېږي.