د امریکا حکومت چې تېرو کلونو کې یې په ایران کې د مظاهرو په هکله یواځې غبرګون ښودلی وايي، د ایران د خلکو ملاتړ کوي او د لاریونوالو نیول غندي.
له تېرې پنجشنبې راهیسې د ایران پلازمېنې تهران په ګډون اصفهان، کرمانشاه، رشت، قم، ساري، همدان او قزوین ښارونو کې د ناوړه اقتصادي حالت له امله د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې دي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د فساد د مخنیوي او لومړنیو حقونو لپاره د ایراني ولس د غوښتنو ښکاره ملاتړ وکړي
.
هتر نویرت زیاتوي: "ایراني مشرانو په تاریخ او کلتور شتمن ایران په سرکښ او کمزوري هېواد بدل کړی دی، چې لوی صادرات یې تاوتریخوالی، وینه بهول او ګډوډي ده".
نوموړي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو یادونه هم وکړه، چې ویلي یې دي: "د ایراني مشرانو له هڅو اصلي ځورېدونکي خپله د ایران ولس دی".
ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي،ایرانی ولس د خپل حکومت له فساد او په "ترهګرۍ" د دوی د شتمنۍ له لګېدلو ستړی شوی دی.
نوموړي د ایران پر حکومت غږ کړی چې د بیان د ازادۍ په ګډون د خپلو خلکو لومړني حقونه ور کړي.
"هغه ایرانیان چې سوله ییزې مظاهرې کوي، د حکومت له فساد او د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره د خپل هېواد د شتمنۍ له بربادېدلو تر پوزې راغلي دي".
د سپینې ماڼۍ ویانده، هم وايي نړۍ په ایران کې روانو مظاهرو ته د حکومت غبرګون څاري.
ساره هکابي سنډرز دعوه کوي چې ایرانی ولس د حکومت له فساد تنګ شوی دی.
د ایران پلازمېنه تهران کې د تېرې پنجشنبې ورځې مظاهرې اوس د دغه هېواد نورو سترو ښارونو ته هم خورې شوې دي.
روانه اونۍ امریکا کې د کرېسمیس او نوي کال له امله رخصتي ده او ډېرې دولتي ادارې تړلې دي.
خو د امریکا له اوسني غبرګون مخکې د دغه هېواد د ولسي جرګې مشر پل رایان په یوه ټوېټ کې وویل، چې هېواد یې باید په ایران کې د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ وکړي.
دغه جمهوريپال نامتو مشر زیاتوي: ایت الله له میلیاردونو ډالرو سره چې له اټومي تړون وروسته یې په نصیب شول، لا هم د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره نه کړې، ځکه چې هغوی دا ټولې پیسې په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د یرغلیزو عملیاتو لپاره کاروي.
مظاهرې د ایران شمال کې په رشت ښار او لوېدیځ کې په کرمانشاه کې خورا لویې دي، خو په شېراز، اصفهان او همدان کې وړې دي.
د لاریونوالو غوښتنې
- لاریونونه د فساد او اقتصادي وضعیت په تړاو پیل شول، خو اوس یې سیاسي بڼه خپله کړې ده.
- که د ولسمشر روحاني پرضد نه وي، خو د ایت الله خامنه يي او اوسني نظام پرضد شعارونه ور کول کېږي.
- د معلوماتو له مخې دا شعارونه هم لیکل شوي: خلک وږي دي او مولا خدای جوړ شوی دی.
- په دې مظاهرو کې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ په تېره لبنان او غزه کې د لاسوهنې خلاف څرګندونې هم کېږي.
حکومت سره له دې چې دا مظاهرې بې قانونه بولي، خو بیا هم خلک پر خوله رسنیو د مظاهرو غوښتنه کوي.
په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ نښته ښيي.
دا مظاهرې تېره پنجشنبه له هغه وروسته پیل شوې چې د حسن روحاني حکومت د زیاتېدونکو بیو په کابو کولو کې پاتې راغی او یواځې په یوه اونۍ کې د هګۍ بیه دوه چنده شوه.
خو ځینې لاریونوالو د بیو او ناوړه اقتصادي حالت له امله دا مظاهرې د حکومت پر خلاف لاریونونو بدلې کړې.
دوی د سیاسي بندیانو د خوشي کولو او د پولیسو د وزور زیاتي د ختمېدلو غوښتنه کوي.
دوی دا هم وايي چې حکومت د کورنیو ستونزو د اوراولو پر ځای پر بهرنۍ پالیسۍ بوخت دی.