د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ اختلاف حل شوی او دواړه لوري د بلخ ولایت لپاره پر نوي والي هوکړې ته رسېدلي دي.
دغې سرچینې چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، بي بي سي ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه ۱۲ کسیز نوملړ له منځه یو کس د بلخ د والي په توګه ټاکلی چې د جمعیت ګوند لخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوی و.
د سرچینې په خبره، اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی
.
ویل کېږي ښاغلی رهګذر د جمعیت ګوند غړی او د عطا محمد نور یو نژدې کس دی.
تر اوسه جمعیت ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بلخ ولایت پر سر د ارګ او جمعیت ګوند د اختلافونو د حل کېدو په اړه ضد و نقیض څرګندونې کېږي.
تېره ورځ (مارچ ۱۲مه) اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونډه کې د بلخ ولایت پر سر د ارګ او جمعیت ګوند د اختلافونو د حل کېدو خبره کړې وه:
"د کال په وروستیو ورځو کې ډېر خوشاله یم چې د بلخ ولایت پر سر اختلافونه د حل کېدو په درشل کې دي."
ښاغلی عبدالله په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
خو د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړي محی الدین مهدي ویلي وو، په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د ارګ یوې بلې سرچینې هم تېره ورځ دا موضوع تایید کړې وه او ویلي یې وو هیله من دی د نوي کال له رارسېدو وړاندې اختلافونه حل شي:
"جمعیت ګوند د ښاغلي نور د ځایناستي ټاکلو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوملړ سپارلی د دغه ګوند د مشر صلاح الدین رباني وروستۍ هوکړې ته په تمه دي."
د جمعیت ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د راپورونو له مخې دمګړۍ له هېواده بهر دی.
یوه اونۍ وړاندې یوه دولتي پلاوي هم د بلخ ولایت د اختلافونو حلولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و، خو د سفر په اړه یې جزیات خپاره نه شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند ترمنځ د بلخ ولایت د برخلیک په اړه له څو میاشتو راهیسې اختلافونه پیل شوي دي.
د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا یې منلې ده.
عطامحمد نور یې په غبرګون کې وویل، استعفا یې مشروطه وه او د ملي وحدت حکومت او جمعیت ګوند تر منځ د شوې هوکړې له مخې د بلخ والي ټاکل شوی او تر هغه چې جمعیت ګوند تصمیم ونه نیسي، له بلخ ولایت څخه به لرې نه شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه، خو نوموړی تر اوسه نه دی توانېدلی د دندې د پیل لپاره بلخ ته لاړ شي.