نړیوال بانک له افغانستان سره د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې اعلان کړی.
دا پیسې د درېیو کلونو په موده کې د روغتیا، تکنالوژۍ او د دولتي بانکونو د پرمختیا لپاره د دولتي بودیجې له لارې لګول کېږي.
حکومتي چارواکو ویلي، د مرستو په لګولو کې د پوره روڼتیا لپاره به روغتیايي پروژې د درېیم لوري لخوا و ارزول شي
.
افغانستان سره د ۶۹۱ میلیونه ډالره وړیا مرستې سند نن د مالیې وزارت او د نړیوال بانک استازو ترمنځ لاسلیک شو.
د دغې مرستې ۶۰۰ میلیونه ډالره د روغتیایي خدمتونو پراختیا ته ځانګړې شوې.
د روغتیا لپاره په دومره لویه پیمانه مرسته د داسې یوه هېواد لپاره چې لږ ترلږه ۴۰ سلنه وګړي یې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ښه زیری بلل کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د مرسته شویو پیسو پر لګښت د جدي څارنې خبره کړې.
ښاغلي فېروز ویلي، نادولتي موسسو ته به د هغوی پخوانیو اجرااتو ته په کتو نوي قرارداد ورکړل شي او خدمتونه به یې هم درېیم لوري لخوا وارزول شي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان کې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره اړ دي یو ساعت پیاده مزل وکړي.
د نړیوال بانک پاتې ۹۱ میلیونه ډالر به د ډیجیټل کاسا په نوم د نوري فایبر پر غځولو او د بانکي سیسټم پر ودې ولګول شي.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل؛ دا مرسته په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا ښکارندویه ده.
د نړیوال بانک نوې مرسته به د افغانستان د حکومتي بودیجې له لارې د مالیې او روغتیا وزارتونو لخوا لګول کېږي.
نړیوال بانک د افغانستان له لویو تمویلوونکو بنسټونو دی چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې شاوخوا څلور میلیارده ډالره دې هېواد سره مرسته کړې.
د افغانستان کلنۍ پراختیایي بودیجه ۱،۶ میلیارده ډالره ده چې لویه برخه یې له نړیوالو مرستو برابرېږي.