د ډونلډ ټرمپ له خوا له ترکیې نه د پولادو او المونیمو پر واردولو د تعرفې له لوړولو وروسته د ترکي لیرې ارزښت د ډالر په مقابل کې ۲۰ سلنه رالوېدلی. په ورته وخت کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ لفظي شخړه هم ډېره شوې ده.
ټرمپ پخپل یوه ټویټ کې ویلي یو حکم یې لاسلیک کړی چې له ترکیې نه د المونیمو او پولادو پر وارداتو به تعرفه لوړوي
.
دی وايي، ترکي لیره د "ډالرو مقابل کې د سقوط حالت کې ده. ډالر لاهم قوي دی. له ترکیې سره زموږ اوسني اړیکي چندانې ښه نه دي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د امریکا دې پرېکړې ته غبرګون کې ترکان هڅولي چې: "که تاسو ډالر، یورو او تر بالښت لاندې زر لرئ، نو ولاړ شئ او پر ترکي لیره یې بدل کړئ، دا ملي جګړه ده. دا د دوی د اقتصادي جګړې پروړاندې زموږ غبرګون دی."
دا له واشنګټن سره د ترکیې د اړیکو ترینګلتیا په درشل کې له ۱۹۷۴ کال راهیسې پر قبرس د ترکیې له برید وروسته د ترکي لیرې لوېدو لومړۍ پېښه ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، امریکا باید پوه شي چې له دې فشارونو او بندیزونو یوازېنی پایله دا راوځي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شي.
د ناټو دغو دواړو غړو هېوادونو دوه کاله مخکې د بېلابېلو مسلو پرسر هم اختلاف درلود، چې تر ټولو ډېره اختلافي مسله یې د داعش، له روسیې نه د ترکیې د دفاعي توغندیو اخیستلو پرېکړه او امریکا کې د مېشت ترکي دولت مخالف فتح الله ګولن سپارل وو.
فتح الله ګولن د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر شا په لاس لرلو تورن دی.
په تېرو څو اونیو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترکیه کې د یوه امریکايي پادري د بندي کېدو پرسر هم ترینګلې شوې؛ امریکا یې د سم لاسي خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو ترکیه وايي نوموړی یې د جاسوسۍ او ترهګریزو اعمالو په تور نیولی.
تېر کال هم ترکي لیرې د ډالر مقابل کې شاوخوا ۴۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی و.
د ټرمپ د پرېکړې له مخې به له ترکیې د پولادو پر واردولو ۵۰ سلنه او د المونیمو پر واردولو ۲۰ سلنه تعرفه وټاکل شي؛ چې د اوسنۍ کچې دوه برابره کېږي.
په ورته وخت کې د ترکیې د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت د امریکا دا پرېکړه د نړیوال سوداګریز قوانین ماتوونکې بللې ده.
ترکیې دا هم ویلي چې د ایران پرضد به بندیزونه عملي نه شي او ترکیه به د ایران د ګازو واردولو ته دوام ورکړي.
ترکیې د سوریې په شمال کې له کردي جنګیالیو د امریکا پر ملاتړ هم نیوکه کړې چې وايي دوی د پي کې کې ټلواله کې دي چې د ترکیې په اند دا یوه "ترهګره" ډله ده.