محب: ملا ذاکر او ځینې نور طالبان داعش سره یو ځای ‏شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، تر هغو چې پاکستان طالبان د وسلې ایښودو ته ونه هڅوي، د امریکا او طالبانو کېدونکې ‏هوکړه روانه جګړه نه شي ختمولی‎.‎
حمدالله محب نن د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې طالبان د سولې په پلمه د امتیاز په لټه کې دي او د ده په ټکو د ‏ملا ذاکر په ګډون یو شمېر طالبان د جګړې لپاره داعش وسله والې ډلې سره یوځای شوي دي‎.‎
ملا ذاکر چې په ملاعبدالقیوم ذاکر مشهور دی، د وسله والو طالبانو پوځي مسؤل و. خو وروسته دې ډلې ویلي وو نوموړي د خپلې ‏ناروغۍ له امله استعفا ورکړې او استعفا یې منل شوې وه
‎.‎
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د حمدالله محب ‏‎"‎اوتې بوتې ‏‎" ‎په ځواب نه ارزي او دوی په ‏دې اړه څه ویل نه غواړي‎.‎
ښاغلي محب همدارنګه وویل، په پخواني پلان کې له طالبانو سره د سولې په تړاو هېڅ قید او شرط نه لاره خو اوس یې لري‎:‎
‎"‎طالبان یو لاس نه دي، پر جنګ کنټرول نه لري او یو شمېر قومندانان یې داعش سره یوځای شوي. نو مهمه دا ده چې لومړی باید دوی ‏ځان ثابت کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري. وړاندیز مو دا دی چې هغه وخت د سولې خبرو ته کینو چې یو ‏میاشت اوربند وکړي‎".‎
نوموړي یوځل بیا طالبان د پاکستان لاسپوڅي وبلل او غږ یې پرې وکړ چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو څرنګوالی په ډاګه کړي‎.‎
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار همدارنګه ادعا کوي، د وسله والو طالبانو جګړه عقیدوي اړخ نه لري، خو د ده په ټکو ښايي ځینې وسله ‏وال یې په دې اند وي‎.‎
حمدالله محب وویل چې د دوی د څېړنو له مخې وسله وال طالبان په افغانستان کې د درېیو مواردو لپاره جګړه کوي‎.‎
نوموړي وايي، لومړی برخه یې د واک د اخېستلو په هوډ کې دي او غواړي واک ته ورسېږي، دویمه یې بیا په قاچاق کې لاس د دوی ‏لاس لرل دي، هغه که نشه يي توکي وي،الکول وي،وسلې وي او دده په ټکو که انساني قاچاق هم وي ټولو مواردو کې دوی لاس لري‎.‎
ښاغلي محب زیاته کړه چې درېیم مورد یې بیا د نورو له خوا لارښوونه ده، پیسې ورته ورکول کېږي او خپله جګړه د ترورېزم په ‏چوکاټ کې مخته بیايي او دده په وینا دلته هغه عقیدوي جنګ له منځه تللی او دا په وضاحت ثابتیږي چې د طالبانو ټوله رهبري په ‏قاچاقو کې شامله ده‎.‎
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستي سفر ته په اشارې وویل چې هغه ‏د سولې لپاره نه، بلکې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو د هڅو په موخه راغلی و‎.‎
نوموړي وویل، افغان حکومت له دغو استادانو سره همدردي لري او د را خوشې کېدو لپاره به یې له شته امکاناتو کار اخلي‎.‎
داسې راپورونه هم شته چې طالبان د دغو استادانو د خوشې کېدو په بدل کې د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي د زوی انس حقاني ‏خوشې کېدل غواړي، خو د ملي امنیت سلاکار وویل، تراوسه په دې اړه بحث نه دی شوی چې د امریکایي استادانو د خلاصون لپاره څه ‏باید وشي‎.‎
انس حقاني د افغان حکومت په بند کې دی. د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې یو شمېر افغانان او د سیمې هېوادونه ‏غواړي چې امریکا او طالبان بیا خبرې پيل او هوکړې ته سره ورسیږي‎.‎
د امریکا د سولې مرکچې زلمی خلیلزاد هم له څه ځنډ وروسته کابل ته راغی او ورپسې یې د سه شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ‏پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وکتل‎.‎
د عمران خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خان له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د افغان سولې په بهیر ‏کې د خپلې پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په خاطر باید ټولې خواوې ‏عملي ګامونه پورته کړي‎.‎
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، د سولې په برخه کې د شوی پرمختګ باید د منفي نظرونو له اغېزه خوندي وساتل شي. ده ویلي، ‏د هغو کسانو او هڅو مخنیوی دې وشي چې غواړي شوی پرمختګ کمزوری کړي‎.‎
د دې خبرپاڼې له مخې عمران خان ویلي، هېواد یې د یوه اسانچارې په توګه د سولې د بریالیبتوب لپاره هر ممکن کار ته چمتو دی‎.‎