د نړي پوځۍ بوديجه د يو تريليون ډالرو نه واوښته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبدالملک پرهیز

د نړي بيلابيلو هيوادونو په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې تر يو تريليون(زر ميليارده) ډالرو زياتې پيسې خپلو پوځونوته بيلې کړي دي

په سويدن کې دسولې دڅيړنې بين المللې موسسې د نړي دهيوادونو د پوځۍ لګښت په هکله د يو رپوت په خپرولو سره په تير کال کې دغه لګښتونه د سړي جګړي د وخت له لګښتونو څخه خورا زيات بللې

چۍ د هغې ريښتنې ارزښت په تيرو شلو کې دپوځی لګښتونو له ډيري لوړي اندازي نه لږ څه ټيټ دي

په ١٩٨٧ او ١٩٨٨ کالونو کې د نړي د پوځۍ بودجې ريښتنې ارزښت چۍ په تيرو کالونو کې تر ټولو لوړه بودجه ګڼل کيده، يوازي په سلو کې شپږ د تير کال په پرتله زياته وه

د ٢٠٠٣ کال په پرتله، په ٢٠٠٤ کال کې پوځۍ بودجې ، په سلو کې تر شپږو زياته وده کړي او په امريکې کې د سپتامبر د مياشتې د ځان وژونکو بريدونو نه د وروسته وخت په پرتله دهغې ودي دومره توپير نه دي کړي. په تير

کال کې د نړي د پوځی بودجی د زياتوالې (چۍ يو تريليون او دري سوه او پنځوس ميليونه ډالره کيږي، يانې د نړي د ټولو هيوادونو د ټول ناخالص توليد په سلو کې ٢پر ٦ جوړوي)، يو دليل په امريکې کې د تروريزم پر خلاف د مبارزي کړنلاره ګڼل شوي ده

د امريکې د متحده ايالاتو ونډه د نړي دټولې پوځې بودجی په سلو کې ٤٧ ده اودفرانسې او انګلستان ونډه دهر يوه په سلو کې پنځه ده

په ټوليزه توګه د نړي د بودجې په سلو کې ٨٢ د نړي په ١٥ هيوادونو پوري اړه لري

د هند او چين د پوځی بودجې زياتوالې هم د يو بل دليل په توګه وړاندي شوي چۍ په نړي کې د پوځې لګښت د چټک زياتوالی سبب شوي

په همدغه رپوټ کی زياته شوي ده چۍ کيدي شې د نړي رپښتنې پوځۍ بودجه له دي څخه چۍ اعلان شوي ده نوره هم زياته وې

په دي وروستيو کالونو کې دډيرو هيوادونو پوځی جوړښتونه د خپلو زياتيدونکو جګړ ايزو فعاليتونو دلګښت لکه د پوځۍ ښوونې او روزنۍ او اکمالاتو زياته برخه شرکتونو او نورو موسسو ته سپارلي او د هغوي لګښتونه د پوځۍ لګښتونو په برخه کې نه شميرل کيږي

د اټکل له مخې په تيرو ١٥ کلونو کې ددوي لګښت دوه برابره شوي چۍ په ٢٠٠٤ کال کې د سل ميليونه ډالرو په خوا او شا کې اټکل کيږي او تر ٢٠١٠ کاله پوري ګومان کيږي چۍ دا اندازه به دوه برابره شې

د نړي د بيلابيلو هيوادونو په پرتله د اسيا په جنوبې سيمه کې دغه لګښت تر ټولو زيات ؤ چۍ دهغی اصلې دليل د هند په پوځۍ بودجه کې په سلو کې د ١٩ زياتوالې دليل ګڼل کيږي چۍ پاکستان سره د کړکيچ په دليل رامځ ته شوي

د سولې د نړيوالې څيړنې د مرکز په رپوټ کې د چين په هکله څرګنده شوي ده چۍ د چين ددولت له خوا اعلان شوي پوځۍ بودچه له هغی څخه ډيره لږه ښودل شوي چۍ د چين په پوځۍ برخه کې لګيږي

ددغه رپوټ دليکونکې په خبره په تير کال کې د چين پوځۍ بوجه د ٣٥ ميليارده ډالرو په شااو خوا کې اټکل کيداي شې چۍ له رسمې اندازي په سلو کې ٧٠ زياته ده

په وروستيو کالونو کې د وسلو د سوداګري اندازه هم تر پخوا ډيره زياته شوي او د وسلو د جوړولو اصلې شرکتونو د وسلو خرڅلاو په ٢٠٠٢ او٢٠٠٣ کلونو کې په سلو کې ٢٥ زيات کړي دي

په ٢٠٠٤ کال کې د وسلو د سوداګري اندازه لا تر اوسه نه ده تر لاسه شوي خو په ٢٠٠٢ او٢٠٠٣ کلونو کې دغه اندازه په ترتيب کې ١٨٨ او ٢٣٦ ميليارده ډالره ښودل شوي ده

يوازي امريکا ونډه په ٢٠٠٣ کال کې په کې وسلو ٦٣ وه . منځنی ختيځ د وسلو د رانيولو تر ټولو ستر مرکز ؤ. د نړي په نورو هيوادونو کې هم د سلو درانيولو زياتيدونکې نښې ليدل کيږي