مذهبي انتهاخوښۍ ته اسعتماري قوتونو لمن وهي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: مدثرشاه

د تيرې جمعې پۀ ورځ (د جنورۍ دويمه )چې زما لور مسکا د مکتب نه کور ته واپس راغله نو ما ته ئې ووئيل : بابا نن بيا استاذې زما ډائرۍ کې څۀ ليکلي دي . تۀ ئې وګوره: ما چې د خپلې لور د سکول کتابچه وکتله نو پۀ کې ليکل شوي وو چې سکول به د دريمې څخه تر يوولسمې جنورۍ تړلى وي او پۀ دولسمه جنورۍ د ګل پۀ ورځ به خلاصيږي. زۀ پۀ موضوع پوهه شوم خو بيا هم ما غوښتل چې د سکول مشرانو سره پۀ دې معامله خبرې وکړم . ما چې سکول ته فون ووکړو نو د سکول سرمعلمې ماته ووئيل چې تاسو ته معلومه ده چې د محرم مياشت پيل شوې ده نو پۀ دې خاطر مو ماشومانو ته رخـصتي ورکړه . ما ترې ووپوښتل چې نور کله خو به د محرم پۀ موقعه فقط دوه ورځې رخصتي وه دا اوس ولې نهۀ ورځې شوې . د سکول مشرې ووئيل چې دا ځل د خرابې امنيتي وضعې له امله نۀ يوازې صوبائي حکومت د محرم ړومبۍ لسو ورځو کې د مکتبونو تړلو امر ورکړى دى بلکې دسکولونو مشرانو هم پريکړه کړې ده چې دغه ورځو کې به مکتبونه بند وي چې د شر خوښو د ممکنه کاروايو څخه ماشومان ووژغورل شي .

مونږ عجيبه هيواد کې ژوند کوو چې اختر، شوقدر، روژې او محرم هم پۀ مذهبي جوش او جذبې سره نۀ شو نمانځلى او هر وخت راسره دا ويره او ترهه وي چې چرته ناڅاپه يوه خونړۍ غميزه رامينځ ته نۀ شي چې هر څۀ به تاله او ترغه کړي .

شپيتۀ اويا کاله اګاهو کۀ يو خوا هند کې د فرنګي استعمار څخه د اذادۍ غورځنګ پۀ خپل شدت وو نو بل خوا مونږ بډې راښکلې وې چې هند به ضرور د مسلمان او هندو تر مينځه ويشو ځکه چې مسلمانان د :مکار: :چالاک: او :خود غرضه: هندو سره ژوند نۀ شي کولى. مونږ هله ساه واخسته چې ځان له مو پاکه او صفا ټوټه د هند څخه جدا کړه او نوم مو پرې پاکستان يعنې د پاکو خلکو ځائې کيښودو. خوشحاله وو چې اوس به مونږ د هندو د چالاکۍ نه اذاد يُو. خو ورستو معلومه شوه چې هندو سره د جګړو نه پس اوس مونږ خپلو کې هم نۀ يُو جوړ، خپلو کې مو جګړې شروع کړې او داسې ښکاري چې مونږ دا خاوره نوره هم پاکول غواړو.

کۀ د پاکستان د جوړښت نه پس د لياقت علي خان د غلطو کړنلارو، د ايوب خان د کتاتوري نظام او د جناح د جوړکړى شوي پاکستان د دوه ټوټې کيدو واقعاتو نه تير شو نو داسې بريښي چې د جنرال ضياالحق د واک اخستو پورې پاکستان کې مذهبي فرقه بندۍ دومره وده نۀ وه کړې. اکثره کسان وائي چې هاغه وختونو کې به سني مسلمانانو د شيعه مسلمانانو ماتمي جلوسونو کې شربتونه ويړيا ويشل. خو دا افت هاغه وخت راغلو کله چې د پخواني شوروي اتحاد قواوې افغانستان ته داخلې شوې او غربي استعاري هيوادونو پريکړه وکړه چې دغه کمونستي طاقت به افغانستان کې پۀ هر شکل ماتي سره مخ کوي. ددغه هيوادونو پوهان پۀ دې موافق شول چې د شوروي اتحاد پر ضد به د ټولو نه موثره وسله د مذهب کارول وي. هغوي هم دغه رنګ وکړل چې د ټولې نړۍ مذهبي انتهاخوښي ئې پاکستان او بيا پۀ خصوصي توګه پښتونخوا کې سره راغونډ کړل. ضياالحق هم د هيواد د سباون نه سترګې پټې کړې او خپل دکتاتوري حکومت ته د دوام ورکولو پۀ خاطر ئې د هر رقم جنايت کارانو ملا وټپوله. هاغه مذهبي مدرسې چې د امن، ورورولۍ او د اسلام د سپيڅلي دين درسونه به پۀ کې ورکړل کيدل بيخي لږې پاتې شوې او د خريړو پۀ شان دداسې مدرسو جال خور شو چرته چې به فقط عسکري تربيت ورکړى کيدو. ددې نه وړاندې چې څوک د سني شيعه اختلافاتو نه ناخبره وو يا ورته معلومه نۀ وه چې اهلحديث، اهلسنت، وهابي، ديوبندي، بريلوي يا داسې نورو فرقو کې فرق څۀ دى اوس پورته ذکر شوو يوې فرقې سره داسې کلک وتړل شول چې هر يو ته خپله فرقه سوچه او د بل جوټا ښکاره شوه، نۀ يوازې دا بلکې د يو بل خلاف ئې د کفر فتوې ورکړې چې نتيجه کې ئې ټولو اړخونو ته مرګ ژوبلې هم واوړيدې. د بده مرغه دغه لړۍ اوس هم دوام لري او حالت دادى چې جوماتونو کې د جمعې خطبې او نورې مذهبي دستورې د امنيتي ځواکونو د سيوري لاندې کيږي او کله چې د محرم مياشت شروع شي نو واکداران دې ورځو کې د امام باړو د تحفظ پۀ خاطر خصوصي ګامونه پورته کوي چې پۀ کې د نورو فرقو مذهبي عالمانو باندې د خپلې سيمې څخه بلې ته پۀ تګ بنديز هم شامل وي. دغه راز دا ځل هم حکومت د شر خوښود شومو هڅو شنډولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي او ټي وي چينلونو خپلو خبريالانو ته پۀ حساسو ځايونو د ژور نظر ساتلو وينا کړې ده. خدائې دې خير کړي.

حقيقت دادى چې د اسلام پۀ شمول د نړۍ هيڅ يو مذهب هم خپلو منونکو ته د تشدد ليار نۀ ښائي بلکې هر مذهب پۀ خپل انداز د امن، ورورولۍ او مينې درس ورکوي، البته هر مذهب کې داسې يو شمير کسان د تاريخ پۀ پاڼو کې ليدل کيږي چې مذهب ئې د خپلو شومو اغراضو لپاره پۀ ناسمه معنو کارولى دى او د بې ګناه خلکو وينې ئې بيولي دي. دغه تاريخ مونږ ته عيسائيت کې هم ښکاري، هندو مذهب کې هم داسې واقعات شته او د کربلا واقعه اسلام کې غټ مثال دى چې يزيد د اقتدار لپاره پۀ حضرت امام حسين ₯ او د هغۀ پۀ ملګرو د ظلم انتها وکړه.خو دا هم حقيقت دى چې هر دور کې د يزيد غوندې کردار لرونکي د مخنيوي لپاره د حضرت امام حسين ₯ غوندې اتلان پيدا شوي دي. نن هم ضرورت ددې خبرې دى چې د ټولنې هر تن د مذهبي انتها پسندۍ پر ضد خپل کردار ولوبوي. مذهبي عالمان د فرقه ايزو کرکو او تعصباتو د خا تمې لپاره دامن، مينې او ورورولۍ درس ورکړي. سياسي مشران بايد دنړيوالو سياستونو څخه ځان خبر وساتي او پښتنه سيمه د تباهۍ او بربادۍ څخه وژغوري. پوهان، ژورنالستان، ليکوالان او شاعران بايد پرته د څۀ ويرې هاغه پټ لاسونه پۀ ګوته کړي چې فرقه ايز نفرتونو پيدا کولو کې ککړ دي، کۀ هغه خارجي دي او کۀ داخلي.