په خوست کی د سی،آی،ای دکارمندانو دمرګ په باب تازه ځیړني

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله ( رحمت )

دتیری چهارشنبی په ورځ دافغانستن خوست ولایت کی دامریکا دڅارګری اداری (آی،اس،ای) په ملکی کارمندانو باندی یو ځان مرګی برید تر سره شو چی دهغه په نتجه کی داووه نفرودمرګ او شپږو نورو دزخمی کیدو راپورونه دامریکایی اونورو مختلفو رسنیو له لاری تاید شول،په لومړی سرکی دبرید مسولیت طالبانو قبول کړی او رسنیو ته یی وویل چی دابرید ددوی له لوری دملی اردو دیوه افسر له لوری چی له دوی سره یی ارتباط درلود تر سره کړی دی ،ولی په دی باب فعلا مختلف جلا جلا نظرونه څرګند شوي دې .
پاکستاني طالبان وايي په خوست کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې د سي آی اې پر غړیو د چهارشبې د ورځې ځانمرګی برید یوه عرب چی همام خلیل محمد نومیږی ترسره کړی دي او وایی نوموړی داردن دهیواد تبع دی چی دډیره وخته راهسی دپاکستانی طالبانو سره په تماس کی ؤ .
د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې چې خلیل محمد د اردن استخباراتو جذب کړی وو چې د القاعده شبکې له دوهم نمبر مشرایمن الظواهري سره وویني. د ده په وینا هومام محمد لومړنی عرب وو چې له پاکستاني طالبانو سره ملګری شو .
د پاکستاني طالبانو یوه مقام وویل چې هومام محمد ، چې عملیات یې ترسره کړل د یوه کال په مخه د اردن او امریکا استخبارات تیر ایستل او کله چې په خوست کې د سي ای اې له مقاماتو سره کتنې ته وروبلل شو، له هغه څخه تلاشي وانخیستل شوه،نوموړی منبع وویل چی ډیر ژر به په دی اړه مستند فلم رسنیو ته وړاندی شی .
تردې مخکې افغان طالبانو ادعا کړې وه چې حمله کوونکی د افغانستان د ملي اردو یو صاحب منصب وو چې له دوی سره یې اړیکې لرلې خو د افغانستان ملي اردو دا راپور په کلکه رد کړی وو .
ځینی معتبر راپورونو بیا وایی هغه انتحاري حمله کوونکی چې د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا د مرکزی استخباراتو یا سي آی اې څو مامورین په خوست ولایت کې ووژل ، له مالوماتو سره سم د سي آی اې د مامورینو له لوري خپلې اډې ته وربلل شوی وو .
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سي آی اې یوه پخواني مقام ویلي چې ځانوژونکي د امریکايي ځواکونو لپاره د مخبرپه توګه کار کاوه خودا لومړی ځل وو چې د امریکايي ځواکونو اډې ته بلل شوی وو .
له هغه سره د کتلو لپاره د سي آی اې یوه زوړ او تجربه کار مامورله کابله خوست ته ورغلی وو چې د طالبانو په باب مالومات ترې واخلي
په داسی حال کی چی مخکی ویل شوي وو چې یو تن چې د افغانستان د ملي اردود صاحب منصبانو یونیفورم یې په تن وو، په خوست کې د امریکايي ځواکونو اډې ته ننوت او په هغه جمنازیم کې یې ځان والوځاوه چې د سي آی اې له مامورینوسره یې پکې کتنه کوله دا څرګندونې د سي آی اې پخوانیومقاماتوپه دې شرط کړي چې نومونه به یې نه ا خیستل کیږی ،دسی،آی،ای مشر ویلی دی چی دوی به ددی برید غچ له طالبانو ځخه واخلی
د امریکا ولسمشربارک اوباما د پنجشنبې په ورځ د سي ای اې د مامورینو پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې دغو امریکایانو د خپل هیواد لپاره د خدمت په لاره کې ځانونه قربان کړل .
اوباما د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې ته په یوه لیک کې ویلي :د چهارشنبې په ورځ اوو امریکایانوپه افغانستان کې خپل ژوند د خپل هیواد د خدمت لپاره ورکړ.دغو سړو او ښځو چې په افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړ، خپل مسوولیت او دنده په زړورتیا او ښه ډول ترسره کړه او موږ باید د هغوی له سرشیندنې قوت واخلو
سي آی اې په دې باب څیړنی پیل کړي چې ځان ته دامعلومه کړي په خوست کې د چهارشنبې په ورځ د امریکايي ځواکونو اډې ته هغه ځانمرګی څرنګه ننوت چې د دې ادارې مامورین یې ووژل .
امریکايي مقامات وايي په خوست کې په یووار د امریکاد سي اې اې د اوو مامورینو وژل کیده د سي اې اې په تاریخ کې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره ترټولو لویه پیښه وه .
سي آی اې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د دې ادارې اووه کارکوونکي د پاکستان پولې ته نژدې د امریکايي ځواکونو په اډه کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول .
هغوی وايي چې دا پېښه په ۱۹۸۳ ع کال د لبنان د بیروت له چاودنې راوروسته ، چې په ترڅ کې یې د سي آی اې اته غړي وژل شوي ول ، ترټولو خونړۍ پیښه ده .
ویل کېږي چې د سي آی اې دا مامورین په دې سیمه کې د هغو بې پیلوټه الوتکو د لارښوونې لپاره ځای پرځای شوي ول چې په وزیرستان کې بمبارۍ کوي .
څارونکي دا برید د سي آی اې لپاره په داسې وخت کې لوی ګوزار بولي چې امریکا غواړي په سیمه کې د خپلو سرتیرو شمېرزیات کړي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویل : د افغان ملي اردو صاحب منصب هغه مهال ځان والوځاوه چې هغوی د ((مجاهدینو)) پرضد مالومات راټولول .
د سي آی اې مشر(ډایریکتر)لیون پینې تا وویل چې دا برید او مرګ ژوبلې به دوی ونه وېروي .
یوه بل امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې داسې ډېرکسان شته چې په مینه غواړي د وژل شویو کسانو پرځای سیمې ته لاړ شي او د هغوی کار پر مخ بوځي .
دیوه تازه راپور په اساس په خوست ولايت کې د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ دطوفان په نامه اووتنو ساتونکي ته مرګ ژوبله واوښته .
طوفان امنيتي کمپني هغه شخصي کمپني ده، کومه چې په خوست کې ولايت کې میشتو نړيوالو ځواکونو ته د لېږديدونکو اکمالاتي موادو څخه د خوست_ ګرديز د لويې لارې په اوږدو کې ساتنه کوي .
د تیرو څو کلنو په بهير کې د خوست_ ګرديز د لويې لارې په اوږدو کې د طوفان امنيتي کمپنۍ لسګونه سرتیری د سړک غاړو بمي چاودنو او مخامخ وسله والو بريدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي .پای رحمت اله ( رحمت )