یومازدیګری په جلال آباد کی د پښتنود سترمشرخان عبدالغفارخان په بڼ کی دنورو میلمنوپه ملګرتیا دخان صیب سره ځما دسترګولیدلی حال 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

دخدای بښلی مرحوم اوشهید استاد میر اکبر خیبر دجنازی دمراسموڅخه یو ورځ مخکی کله چی دهغه دجنازی دپورته کولو اودتکفین دپاره دافغانستان ددیموکراتیک دواحد ګوند رهبری اوګڼ شمیر کدرونه سره په مکرویان کی راټول شوی وه اودجنا زی دمراسموسره ترتیبات نیول اود ټولو له څیرو څخه دغم اود ماتم نښی اونښانی راښکاریدله ، زه هم هلته حاضر اوډیر غمګین اوم ، چی سمدلاسه ځما په اوږه باندی ملګری نورمحمد نور لاس کیښود ،خما لاس یی ونیول او محترم مرحوم اوشهید نورمحمد ترکی د واحد ګوند(ح د خ ا ) مشرته چی دنورو ملګرو سره ولاړ وه ویوړلم اوهغه ته معرفی کړم اودمعرفی کولو په وخت کی هغه ته وویل چی داکتر مل یو زمونږ دښو با اعتمادو ملګرو له جملی څخه دی ، نو که دستاسو اجازه وی ، مل به جلال آباد ته ولیږو او خان عبد الغفارخان به د استاد خیبر له شهدات څخه خبر کړی او هم هغه ته بلنه ورکړی چی د استاد خیبر دجنازی په مراسمو کی ګډون وکړی ،مرحوم ترکی صیب وروسته له روعبړ څخه ، ملګری نور ته وویل چه هغه سپین ږیری ولی په عذاب کړو بیا هم دملګری کارمل سره په دی مورد کی مشوره وکړی اودهغه نظر واخلی ، وروسته بیا مونږ دواړه ملګری مرحوم او خدای بښلی کارمل صیب ته چی دیوشمیر ملګروسره ولاړ اولازم لارښونه کول لاړو او ملګری نور کارمل صیب ته ټول جریان په عرض ورسول ، مرحوم کارمل صیب دموضوع داوریدوڅخه ماته داسی وویل : ملګری (مله) ته به اوس سمدلاسه جلال آباد ته لاړ شه او دخیبر صیب دمړنی اود شهید کیدو په اړین خان عبدالغفار خان ته خبر ویسه او دادی هم باید په پام کی وساتی چی سر دننه دهغه د کور ددروازی په خوله کی به سپاهیان ولاړ وی او لکه مخکی په شان به نه وی چی د هغه دروازه دټولو مراجیعنو پر مخ خلاص وی ، حتماً دځان پام باید وساتی .زه د همدی خبرو په نظر کی نیولوسره زر پل محمودخان ته لاړم او یو والګا ټکسی می دربسته تر جلال اباد پوری کرایه کړ ،پس له څه کم دووساعتنو جلال اباد ته ورسیدم اود کابل له هډی څخه تر شیشم باغ پوری په یو ریکشا کی سپور اوهلته ورسیدم ، کله چی د ستر خان صیب د کور او د بڼ دروازی ته نژدی شم ومی لید چی څلور نفر مسلح ګارد دخان صیب ددروازی په خوله کی ولاړ دی اوبی دخان صیب داجازی نه هیڅوک نشی کولی چی بڼ ته ورننوځي ، اوزه هم یو پیزندل شوی داکتر یم چی د ننګرهار د طب دپوهنځی په روغتون کی کار کوم او ټول ننګرهاریان ما پیژنی ، په هرصورت دروازی ته نژدی شم او دګارد یوتن ته می ځان معرفی کړ ، ګارد ماته وویل چی یو څو دقیقی تم شه چی مونږ دخان صیب نفر ته خبر ورکړو چی تاسی ته دداخلیدو اجازه ورکوی اویاکه نه ؟ یو نفر ګارد لاړ چی خبر ننه ته ویوسی ، څو شیبی وروسته د ګارد سره یوځای احمد کاکا چی د خان صیب ډیر نژدی ملګری او دخدایی خدمتګارانو له جملی څخه ډیر سرشناس سړی وه راغی اوکله چی نظر یی پرما ولګید پرما غږ وکړ داکتر صیب مهربانی وکړه راشه دننه شه ، همغه وه چی د احمد کاکا سره یوځای د ستر مشر خان صیب ته لاړم دهغه سره می روغبړ وکړ او په کټونو کی د یوشمیرناستو میلمنو سره له روغبړه وروسته په یو خالی ځای کی دیو کټ پرسرکیښناستم ،خان صیب دراغلو میلمنو سره خبری کول ، اوزه هم مجبوراوم چی لکه دنورو میلمنو په څیر دخان صیب خبرو ته غوږشم ،ا وپه یو منا سب فرصت کی داستاد خیبر دشهدات په اړین خان صیب خبر کړم ، زه لا د موقع په انتظار کی اوم چی یوه ډله نور میلمانه بڼ ته داخل او مونږ سره په همدی ناست ځای کی کیښیناستل خان صیب په دی وخت کی مخ راواړول او له دی نوی راغلو میلمنو څخه پوښتنه وکړ چی تاسی څوک یاست اودڅه دپاره راغلی یاست ؟ نو دغه راغلی کسان ځانونه معرفی کړل چا وویل چی زه دجنګ داخبار چلونکی یم ، چا وویل چی زه د پښتنو د تحریک او بل وویل چی زه دایم اوهغه یم ، خان صیب ددی خبرو له اوریدوڅخه وروسته په ډیر قهر او لوړ آواز سره هغو ته وویل « دلته می هم نه پریږدی ، عمر می د ستاسو پښتنو د عزت او د حرمت دګټلو اودلاسته راوړلو دپاره کړاونه ،زخمتونه وګالل ،بندی خانه اوجیلونه می تیر کړ ، دتاسو د قومونو اود خیلو دروازه می وټکول چی را ځی سره یو شو او خپل برخه لیک وټاکو ، نړی ته ځان دیو آزاد ، با همت او سر لوړی ملت په حیث وروپیژنواوله دی بدبختی او ذلت څخه ځان خلاص کړو و مګرهیچا زما خبری وانه وردل ،اوخپل ځان او عزت په پردی اود پښتون دقام پر دښمنانو باندی خرڅ کړل ، لکه زه چی پوهیږم اوتر دی دمه چی می تجربی تر لاسه کړی پښتانه هرشی ته ټینګیږی خو د دپیسو په مقابل کی ملای ماتیږی ، نه چی تاسی بیاهم دپنجابیانو نه پیسی نه وی اخیستی او دلته د کوم خبری د خبریدو د پاره نه وی راغلی ؟ ځی مخ مو ورک کړی زه هیڅ نه غواړم چی دتا سو سره مرکه یا مصاحبه وکړم» راغلی ډلی د خان صیب د خبرو داوریدو نه وروسته په اصطلاح خجالت زده له بڼ څخه ووتل او پخپل مخه لاړ .وروسته له څو شيبو څخه چی میلمانه په وتلو وه ماداستاد خیبر د شهدات په اړین خان صیب ته خپل عرض وړاندی کړ او ماته وویل چی زه هرومرودرځم ! زما مطلب ددی سترګی لید حال یادونه له دی کبله دی چی د خان صیب خبری د کرزی دغیر مشروع مفسد ، لوټمار ، سپین سترګی ،ناپوه بیغیرت پر ډلو ټپلو با ندی ښه صدق کوی ، مخکی خومعاملی تر پردی شاته کیدل ، مګر کرزی صیب دا دداړه مارانو مشر اود طالبانو پټ استاذی اوس په قانونی بڼی سره طالبانو ته معاشونه ټاکی او اقغانان لکه دخپل په شان په بډو او رشوت سره بلدوی ، تر څو چی ټول بیکار اوبی روزګار خلک که طالب هم نه وی دطالبانو د تحریک کارتونه تر لاسه کړی اود میاشتی په اخر کی د معاشونو دورکړی په کړکیو کی قطار ودریږی او پیسی تر لاسه کړی ، دغه دی ابتکار ؟ دغه دی رهبری ؟ دغه دی غیرت ؟ هیڅ نه شرمیږی ، لرګی ، تیګی ،بوټی ، زوړ ،ځوان ، نر اوښځه دوست اودښمن ، اودنړی ټول خلک په لوړ آواز سره وایی دکرزی مفسد ، غیر مشروع ، .....دولت نشی کولی چی سوله راولی یا دا وطن آباد کړی ، مګر کرزی سترګی سپین کړی ، کله دانګریز اوکله دامریکی اوهم بیا د زرداری دا دانګلیس د برکټی د کور دروازه ټکوی او سوال کوی ، دافغانانو پت ، حرمت ، سرلوړی ،او پنځه زره کلن تاریخ ته نه ګوری په شرمو یی وشرمولو ، اواوس دادی چی زمونږ دپلارنیکه دوطن قباله دمکناټن لمسیانو ته دودسته په لندن کی وړاندی کوی ؟
ګرانو وطنوالو له خوبه راویښ شی ، بس دی نوردغه ډلی ټپلی مه پریږدی چی پرتاسوباندی حکومت وکړی ،مګر بیا موهم اختیار خپل دی ، مګر زه په پوره ډاد تاسو ته ویلی شم چی حقیقت هیڅکله پټ نه پاتی کیږی چا چی هر شی کرلی وی هغه به ریبی اود ملت له منګلو څخه هیڅوک نشی خلاصیدلی .
په درناوی