کرزی طالبانو ته د مځکې ، روزګار، او تقاعد د برابرولو په وړانديز سره د هغوي د ملاتړ حاصلولو پلان لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرچېنه او نيټه : ګارډين ـ جنوري ۲۰۱

ليکونکی : جولين بارګر د لشکرګاه څخه


‌‌‌‌ژباړه او لنډيز : نوروهاب څپاند



افغان ولسمشر هغه پلان اعلان کړ چې په هغه کې طالب جنګياليو ته د روزګار ، ښوونې او روزنې ، تقاعد او د مځکې‏ د برابرولو وړانديز شوی دی .

حامد کرزی غواړي د افغانستان په باب د لندن د کنفرانس څخه وروسته په پيل کېدونکي اونۍ کې د ملي روغې جوړې او په ټولنه کې د بيا ورګډيدو يا انټزګريشن د پلان په عملي کولو پېل وکړي . هغه تر فشار لاندي راغلی وو تر څو د کنفرانس څخه وړاندي د خپل پلان تفصیلات اعلان کړي ، چې د نړيوالو ملاتړ کوونکو حمايت ترلاسه شي .



افغان ولسمشر همدارنګه وعده کړي چې د سولې نوی کنفرانس يا لويه جرګه راوبولي او د هغو باغيانو لپاره چې د هېواد د اساسي قانون له مخې لوړي کولو ته تيار دي ، د هغوی په هکله د خپلي بلني د موقف بيا څرګندونه وکړي .

ديويد ميليبند وعده کړې چې دا موقف به نړيوال ملاتړ خپل کړي .

د بهرنيو چارو سکريتري کله چې د کنفرانس لپاره د تياری په موخه له افغانستان څخه ليدنه کوله د ګارډين اخبار ته وويل : « موږ د افغانانو له لوري خوزښت ته سترګې اړوو چې هغوی څه ډول قانوني ميکانيزم تعقيبول غواړي ، همدارنګه موږ په نړۍ کې د خپلو همکارانو سره په نږدې خبرو اترو کې يو او غواړو له دې لارې څرګنده کړو چې زموږ پلان په ټولنه کې د ور ګډيدو يا انټګريشن لپاره يو حياتې پلان دی .

کابل له پخوا څخه د هغو کسانو لپاره چې د طالبانو له ملاتړ څخه اوښتې په ټولنه کې د بيا ورګډيدو لپاره روانه پاليسي وړاندې کړې . څرنګه چې دا پروګرام په ناسمه توګه او ښکته کچه تمويل شوی او په ټوټو ، ټوټو عملي شوی ، له دې کبله دا پلان پاتې راغی او د ټولو هغو جنګياليو برخه يې نه ده احتوا کړې چې خپلي وسلې په مځکه ږدي .

افغان مامورين وايي چې د کابل حکومت د خپلو تېروتنو څخه زده کړه کړې او وعده کوي چې پلان به زيات هراړخيز وي ، په ځينو حالاتو کې ښايي هغه طالبانو ته نوی ژوند ورکړي .

دا نوښت چې د روزګار ، د کښت لپاره د مځکي ، د ځوانو جنګيالو لپاره د ښوونې او روزنې او د هغو باغيانو لپاره چې د پاخه عمر خاوندان دي او په تېرو دري لسېزو کې جنګېدلي د تقاعد دبرابرولو موارد لري، لا د وخته ابوظبې کې غربي ديپلوماتانو ته وړاندي شوی. همدارنګه دامجموعه به د هغوي څخه د بدل د اخستنې په برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي .

هغه مامور چې د پلان په اړه مالومات لري وويل : « داسې شواهد تر سترګو کېږي چې د باغيانو زياته برخه ستړې ده او يوې معاملې ته تياري کوي . دوی د هغو عربو څخه په تنګ راغلي چې په القاعده پوري تړلي دي » . مامور زياتوي « هغوي ته سياسي اشاره ورکول بايد روښانه وي او د مصونيت ضمانت يې هم وشي » .

د نوښتونو مجموعه به د ځانګړو اشخاصو پر ځای په هغو ټولنو تمرکزوکړي چې په جلا والي کې پاته دي . په کليو کې به هغو ډلو ته چې د هغوي زامن د جګړي د ډګر څخه بېرته کورونو ته راستنېږي ډاډګېرنه ورکړل شي . داسې اټکل کېږي چې دا ډلې بايد دومره پياوړتيا ولري چې خپل امنيت خوندي کړلاي شي او ددې احتمال يې لږ شي چې طالبانو ته د ورګرځېدو لپاره زړه ښه کړي .

يوه ديپلومات چې د نوم د ښودلو څخه يې ډډه کوله په کابل کې وويل : دلته يو لړ اندېښنې شته چې ښايي د طالبانو سره د ځېنو افغانانو ډډه ونه لګېږي او په جلا پاتې کېدو کې ژوند کولو ته ترجيح ورکړي . د هغه په خبره « دا د قومونو په مېنځ کې يو موقتی او تلافې کېدونکی عمل دی » .

تورن جنرال سر ګريم لمب د برتانيا د ځانګړو پوځونو پخوانی قوماندان چې د ايساف د ځواکونو له پلوه يې د ملي پخلاينې پروګرام مخته بيولو ، هغه په ټولنه کې د بيا ورګډيدو د پروګرام په جوړولو او نقشه کولو کې مرسته کړې ده.

د ايساف جګپوړي مامورين عقيده لري چې دا نوښت لږ وختي په لاره اچول شوی او موخه داده چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د بېړنې ډيريدو د اغېزو څخه ګټه پورته شي .

امريکايې ديپلوماتان انديښنه څرګندوي ، افغان دولت چې خپلو خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې وړتيا نه درلوده ، ښايي يو ځلې بيا ثابته کړي چې هغه دداسي پېچلې دندې د سرته رسولو توان نه لري .

افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک وويل : اوسنۍ هڅه به د پخوانيو هڅو څخه توپېر ولري . هغه زياته کړه « حالت له دې څخه نه شي خرابيدلاي » .