دايران بله فرهنگی لومه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب الله غمخور

دمارچ پر ۲۴ مه مي دتاند په وزمينه پاڼه کي خبر ولوست چې : دفارسي ژبوهیوادونوپه غونډه کې دګډون لپاره دایران اوافغانستان وزیران دوشنبې ته روان شول . حيران پاته شوم چي دانوی نوم زموږ دهيوادلپاره له کومه شو؟ وړاندي په خبر کي تردې لاهم جالب ټکی ولوستل : دافغانستان،تاجکستان اوایران دبهرنیو اړیکودپراختیا لپاره غونډه کوي .
دایران دبهرنیوچارووزیر دایران،افغانستان اوتاجکستان دبهرنیوچارووزیرانودغونډې د اجنډا په هکله
متکي زیاته کړه چې دمواصلاتو،ترانسپورت،انرژۍ اودفارسي ژبې دپراختیا په برخوکې دهمکاریوزیاتېدا د دوی دغونډې اصلي هدفونه دي .
دیوه ګډ فارسي تلویزیون چې دسپوږمکۍ له لارې به خپرونې کوي،جوړول اود درو هیوادونودولسمشرانو دراتلونکې سرمشریزې داجنډا ټاکل هم دایران ،تاجکستان اوافغانستان دباندنیوچارووزیرانودغونډې په اجنډا کې شامل موضوعات دي .
دهمدې پاڼی په يوبل خبر کی راغلي دتاجکستان ولسمشرپه خپل وخت اوپه کامل ډول د درو هیوادونوترمنځ دلاسلیک شویوسندونوداجرا غوښتنه وکړه اوویې ویل لکه څرنګه چې موافقه شوې باید د درو هیوادونوګډ فارسي تلویزیون تاسیس او دسپوږمکۍ په وسیله دهغه خپرونې پیل شي .
موږ هيڅ وخت پر افغانستان داوسپنی کلا نه راگرځوو اونه هم ددې سره علاقه لرو چي زموږ هيواد په نړيوالو اېکوکي يوازي پاته سی . دټولي نړۍ دهيوادوسر ه ،خوپه ځانگړې توگه له جنوبي اوغربی گاونډيانوسره داړېکوپه ټولو برخو کې بايد له زيات احتيا ط اوغور نه کار واخيستل شی .
موږ له ايران اوپاکستان سره دناانډولواوخړوپړو مناسباتو لوي تاريخ لرو، له پاکستان سره زموږ اختلاف دډيورنډ پر منحوسه کرښه دی .دامسله ددي لامل گرځېدلې چي پاکستان دخپل جوړښت نه راپد ې خوا په افغانستان کي دهر ډول مداخلو اولاس وهنوڅخه استفاده کړېده . زموږ اختلاف دپاکستان سره پر خپل ځاي پاته دی اميدواريو دنوی حکومت په جوړېدوسره زموږ او پاکستان تر منځ خړ پړ مناسبات په دوستۍ اويوبل سره دهر اړخيزو همکاريو په روحيه بدل شی .
همدا سي غوښتنه دايرانی چارواکونه هم لرو ،مگر له بده مرغه ايرانی چارواکي دامريکا او اروپا سره دايران دټومی پروگرام پر سرد راولاړي شوی لانجي دښمنی دافغانانوپه خرابۍ اوبربادی کي لټوی .
همدا اوس څومره چي موږ ته پاکستان پرابلومونه پيداکوی ،ايران هم تر هغوي کم نه دی .
زه د افغانستان ،ايران اوتاجکستان دبهرنيو چارو دوزيرانو ددرې اړخيزو خبرو اوپه راتلونکی کښي ددغو هيوادو دمشرانوپر خبرو اودليدنې کتنې پر اجندأ کوم انتقاد نلرم ،يوازي دوه ټکی راته جالب اوغواړم دهغوپه هکله خپل نظر له درنو هيوادوالوسره شريک کړم .
۱ / افغانستان فارسی ژبۍ هيوادپه نوم يادول دپښتنو شتون اوډير والی تر سيوری لاندي راولي په افغانستان کي دومره وگړی دری ژبی ندي لکه په ايران او تاجکستان کي ،دافغانستان غوڅ اکثريت پښتانه اومورنۍ ربه ئې پښتو ده ،که دلته دافغانستان داکثريت ژبه مطرح وي بيانو داخبره دقيقه اوپر ځاي نده .
تاسو دواک فونډېشن راټول شويو معلوماتوته يوځل پاملرنه وکړی .
قومي جوړښت:
د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د قومي جوړښت شپږ کلنې ( ۱۹۹۱ – ۱۹۹۶) سروې او څېړنې وښوده چې پښتانه په سلو کې د افغانستان د ټول نفوس ۶۲،۷۳ (دوه شپېته اعشاریه دري آویا)، تاجک ۱۲،۳۸(دولس اعشاریه آته دېرش)، هزاره ۹( نهه)، اوزبک ۶،۱۰ (شپږ اعشاریه لس)، ترکمن ۲،۶۹( دوه اعشاریه نهه شپېته) او ایماق ۲،۶۸( دوه اعشاریه آته شپېته) نفوس جوړوي.( وګورئ: د افغانستان قومي جوړښت، د افغانستان له پاره د واک فونډېشن شپږ کلنه، ۱۹۹۱-۱۹۹۶، سروې او څېړنه، د ساپی د پښتو څېړنو او پراختیا د مرکز چاپ، ۱۳۷۷ لمریز کال، پېښور).
د افغانستان له پاره د واک فونډېشن د سروې او څېړنې سلنې تر اوسه پورې د افغانستان د قومي جوړښت په اړه له ټولو بهرنیو اوکورنیو خپرو شویو سلنو نه درنې او د اعتبار وړ دي. څنگه کېداي شي افغانستان يو فارسی ژبۍ هيواد ونومول سی ؟
۲ / دتير کال راپدي خوا ايران په خپل ټول قوت ددې لپار کار کوی چي دافغانستان ،ايران اوتاجکستان يوه گډه تلويزيونی شبکه فعاله سی . ددې لپاره تاجکستان خپلي گټي اوموخی لري ،غواړي تاجکان دروسی پر ځاي فارسی ته مخه کړی . ايران غواړي دهمدې شبکې له لاري په خلاص لاس خپل سياسي اومذهبی تبليغ دگډ ی شبکې تر نامه لاندي تر سره کړی .
ددې لپاره چې روښانه شي ولي موږ دايران سره دکلتوري اړيکوپه هکله دولتی چارواکوته داحتياط څخه دکار اخيستلو يوصيه کوو؟
افغانستان د تاريخ په اوږدوكې د بېلابېلو هېوادونو او زبرځواکونو تر سياسي، پوځي او كلتوري يرغل لاندې راغلى دى . مگر افغان ولس په ډيره مېړانه اوسرښندنه د پرديو سياسي او پوځي يرغلونه پر شا تمبولي اوخوله ماتونکی ځواب ئي ورکړئ دی ،مگر ديو شمير هيوادود كلتوري يرغلونو اغېزې اونښانې تر اوسه لاپاته دی .
زه دکلتوريرغل پر ډولونو اوپخوانيو رېښو خبري نه کوم ،يوازي په افغانستان کي دايران لخوا دکلتوری يرغل تاثيراتو اوددي هيواد ددولتی اومذهبی چارواکو دوه مخی دوستۍ ته ځغلنده کته کوم .
ايراني پوهانو، ليكوالو،مذهبی رهبرانو اودوخت سياستوالو هېڅكله هم په افغانستان كې دفارسی ژبې دپراختيا لېوالتيا نده پټه كړې .
ښاغلی اسماعيل يون پخپله يوه په زړه یوري تحليلي ليکنه کښي ليکی : ((ايرانيان افغانستان خپله ژبنۍ او فرهنګي حوزه ګڼي، د فرهنګي او مذهبي اغېز د ساتلو تر سيوري لاندې غواړي د اوږدې مودې لپاره خپلې سياسي ګټې هم خوندي او ترلاسه كړي. له همدې امله له پېړيو راهيسې د ايران د هر وخت حكومتونو هڅه كړې، په افغانستان كې د سياسي لاسو هنې تر څنګ فرهنګي لاسوهنه هم وكړي .
په ايران كې مېشت اته ګوني شيعه ګوندونه چې له مذهبي او ژبني پلوه يې د دوى ايډيالوژي تعقيبوله، په خپلو ټولو امكاناتو يې ښه سمبال كړل او ډېر يې ونازول، ايران مېشتې شيعه مذهبي ډلې دومره زياتې د ايران تر اغېزې لاندې راغلې، چې د ايران مذهبي او سياسي مشران يې خپل مشران ګڼل او د هغوى پر مشرۍ يې وياړ كاو ه. د ايران حكومت له ژبني او مذهبي پلوه پر ايران مېشتو اته ګونو شيعه ګوندونو سربېره، له پاكستان مېشتي اسلامي جمعيت ګوند سره هم ښه اړيكي درلودل. له جمعيت تنظيم سره د ايران د خوږو اړيكو درلودلو د علت مركزي ټكى د هغوى ژبنۍ او فرهنګي لېوالتيا وه. ))
زموږ دهيواد يوبل پياوړی ليکوال میرعبدالرحیم عزیز دايران دلاس وهنو اوفرهنگی يرغل په هکله ليکی :
از سال ۱۹۷۹ بدینسو، سیاست خارجی ایران در افغانستان نظر به حالات سیاسی كشور ما تغییر خورده است. در مجموع ایران در جستجوی افغانستانی است كه نفوذ ایران در آنجا قابل پذیرش بوده، عمال شان در پست های حساس قرار گرفته و هرات به حیث حایل به نفع ایران شناخته شود. دهۀ هشتاد و بلاخص دهۀ نود، فرصت طلائی را برای نفوذ سازمان جاسوسی ایران در افغانستان مهیا ساخت. از اواخر سال ۲۰۰۱ بدینسو، ایران در تمام ساحات به سرعت در افغانستان به پیشروی خود ادامه داده است. هرج و مرج دركشوروموجودیت یك حكومت ناتوان درمركز، هر دوكشور همسایه و دشمن افغانستان، یعنی ایران و پاكستان را در موقعیت بی نظیر قرار داده است . نظام كنونی افغانستان نه قادر است و نه مایل كه جلو فعالیت های تخریبی ایران و عمال ایران را بگیرد. در نتیجه، افغانستان هویت فرهنگی و سیاسی خود را به نفع ایران خواهد باخت .
ایران در آغاز بیشترین توجه را در مناطق مركزی افغانستان و شعیه نشین هرات داشته كه این خود تشنج را بین شیعه و سنی در هرات دامن زده است. یكی از پالیسی های تثبیت شدۀ ایران در افغانستان دامن زدن و توسعه دادن اختلافات قومی و مذهبی در افغانستان است. اسوشیت پرس بتاریخ ۲۳ جنوری سال ۲۰۰۷، از قول رفیق شهیر رئیس مجلس محلی گزارش داد كه "حمایت ایران از هزاره هاه دست نشانده ایران كه در هرات روز افزون اند، به ظهور دوباره طالبان كمك می نماید. نظر به تحریكات ایران و فعالیت سازمان جاسوسی آن كشور در هرات، سال گذشته برخورد های شدیدی بین سنی ها و شیعه ها در هرات در گرفت."
مير عبدالرحيم عزيز دخپلی مقالې په يوبل ځاي ليکی : ایران نیز که در طول تاریخ چیزی جز کینه، نفرت و خشونت نثار ما نکرده در تلاش اعاده حیثیت و تلافی شکست های نظامی اش در برابر میرویس نیکه و اولاده او (که ان هم به استناد فرموده مورخ کم نظیر کشور شادروان غبار با «عسکر پښتون و ازبک و هزاره و تاجیک» یعنی تنها پښتون ها نی بلکه تقریبا همه ملیت های ساکن کشور مان) و بعدا احمدشاه بابا ابدالی، خواب ارام نداشته و در چاق کردن بحران سالهای اخیر دست کمی از پاکستان ندارد. اګر پاکستان بوسیله طالبان مسلح به کشتار افغانها و تخریب تاسیسات میهن ما میپردازند، ګروه دیګری قلم خود را برچه ساخته و در خوشخدمتی به بیګانګان به تفرقه افګنی و دشمنی بین ملیت ها و افروختن اتش فتنه جدید دامن زده و در صدد تخریب ویا بخشایش خاک و ارزشها و ثروت های فرهنګی ما به بیګانګان میباشند.
دوي هم لکه پاکستان په افغانستان کې خپل لاس پوڅۍ رژيم غواړې ،ځکه یې دهيواد په دننه کي دمذهبي او سياسي کړيو په منځ کي اړېکي ډيري دي . خبره داده چې ښاغلۍ احمدي نژاد پدې ښه پوهېږي چې (( غوا توره اوشيدې سپيني دي )) . که په افغانستان سوکاله ژوندوي ،دموکراسي پلې شي دخلکو په ژوند کښي دسترگوليدلی بدلون راشي ،بيانوپه ايران کي دچالپاره داخوندانواودتورتم رژيم چي نه دموکراسي اونه دعدالت اثارپکښي ليدل کيږي دقبول وړدی . بل دليل دادی که سپنتا اوښاغلی کرزی هرڅومره وعدې ورکړی هغودافغانستان تر ديپلوماتونوديپلومات اوترسياست والويي سياستوال دي اوپدي ښه پوهېږي چي اوس په نړئ اوسيمه کې تصميم بل څوک نسي .
لومړۍ : په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون اخوندي واک ته جدي گواښ بولي ،غواړي له دغه گواښه ځان وژغوري اودافغانانودوينوپه قيمت امريکاپه سيمه کښي ناکامه اوله سيمې وتلوته اړباسي .
دوهم : غواړي له دې لاري ځان په نړيوالو سياسي سياليو او سيمه کښي دنفوذ لرو نکي هيوادپه توگه مطرح کړي .
دريم : دداډول تبليغاتي فشارواوکړنو په پايله کښي غواړي له يوې خوا په سيمه کې امتياز تر لاسه کړي اوله بلې خوا دخپل اټومي پلان دپلي کولو په مقابل کښي نړيواله ټولنه نرمش ته اړه کړي ،يا يي لاقل مصروفه اوسرگردانه وساتی .
دزياتوبېلگو پر اساس ايران په افغانستان کښي دبې امنۍ او بهرني ځواکونو گونډه کولو ته ارام نه دي ناست . بيله دېنه ددوي له لپاره ژوند ناارامه دی ،هغوي خپلو پولو ته نږدې دهيواد په غربی اومرکزي ولاياتو کښي دجاسوسي جال غوړوي ،پخوانۍ دوستۍ او اړېکي تازه کوي تر څوپدې نامه چې په سيمه کښي معينه وزنه او نفوذ لري ځان مطرح اوخپله سياسي گټه ترلاسه کړي .
افغانان بايد پدې پوه وي چې احمدي نژاد يو سياسي څيره ده هغه ته تر هر څه دمخه دخپلي ډلي، ټپلي گټي ارزښت لری ، هغه دخپلوگټو په خاطر هر څه کوي دبېلگې په توگه که داحمدي نژاد هغه وروستۍ ليک چي دامريکا خلکو ته دخطاب په نامه خپورشو په يوځاي کي وايي : ((...همه از ترویج ارزشها و خصلتهای انسانی نظیر محبت، وحدت و همدلی، احترام به حقوق انسان ها و پشتیبانی از حق و انصاف و دفاع از انسانهای مظلوم در برابر زورگویان خرسند می‌شوند ولذت می‌برند. .....همه در خوبیها، درخدمت به یكدیگر بویژه در خدمت به محرومان و مظلومان میل مشترك داریم و از بیعدالتی ها، پایمال شدن حقوق انسانها و تحقیرها ناراحت می‌شویم . . . )) ريانووستي
خوپه مقابل کښي په خپل ټول قوت اوطاقت دسياسي مذهبي تبليغاتو له لاري تلاښ کوي چي افغانان په افغانستان کي دبهرنيور پر خلاف وجنگېږي ترڅوله هغوي سره دافغانانودسرپه قيمت ددوي دښمنی تر سره شی .
داڅرگنده خبره ده چې دوي دافغان ولس سره هيڅ ډول خواخوږي نلري .که داسي نه ده نو تاسو په ايران کښي له بېوزلوافغان کډوالو نه پرته ليدېنه چې شعيه دی اوکه سوني دايراني چارواکو دنارواکړنوقيصو ته غوږ شۍ :
يو مهاجر کډوال رمضانعلی شفیعی دافغانانو سره دايراني اخوت نه پردۀ پورته کوی ډله ايزو رسنيوته په خپل رالېږل سوی ليک کښي ليکې :
وای ازغم بی کسی
احتمال آن می رفت که باسردشدن وضعیت هوا،فشاربالای مهاجرین افغانی مقیم ایران ازسوی دولت ابران کاهش یابد (کم شود)وبرنامه بازداشت وردمرز آوارگان به دلیل برودت شدیدسرمای امسال درافغانستان ، ازطرف ایران به تعلیق انجامد.امامتاسفانه باکمال ناباوری وبدورازانتظار،سخت گیری وبازداشت مهاجرین افغانی مقیم ایران ،هرروزبیشترمی گردد.دولت ایران طرحهای متعددی جهت درتنگناقراردادن مهاجرین دراجرا گذاشته است.بعنوان نمونه به چندموردازاین طرحهااشاره می شود:
۱- اخذعوارض شهرداری. مبلغ اخذعوارض شهرداری دراستانهای ایران متفاوت است دراصفهان این مالیات برای هرنفرمبلغ 23000وبرای نوزادمبلغ 7000تومان می باشد ودربعضی شهرهای ایران این مبلغ بالای 100000تومان می باشد.
۲- اخذمبلغ 70000تومان بابت حق اجازه کار(البته فقط شغلهای سنگین). درجدیدترین اقدام دولت ایران برای تحت فشارقرادادن مهاجرین افغانی اعلام کرده است که هرگارگرافغانی باید(ماهانه یاسه ماه یکبار) مبلغ 70000تومان به دولت مالیات پرداخت نماید.
۳ /مهاجرین افغانی به هیچ وجه حق کارهای سبک پردرآمد(چه دولتی وچه خصوصی) راندارند.تنهامی توانند به کارها سنگین که ازطرف دولت معین می شود،کارنمایند.دراین موردازطریق مسولین مربوطه ایرانی گفته شده که کارهای سنگین که کارگرهای ایرانی قادربه انجام آنهانیستندبرای افغانیهااجازه کاردرهمان مورد، داده می شود....این بدان معنی است که مهاجرین افغانی مقیم ایران به یک حیوان بارکش بی زبان پنداشته شده است،که وظیفه آن فقط حمل بارهای سنگین ،بدون حق اعتراض می باشد.
ايران هغه هيواد دې چي په تيرو څو لسيزو کې کښي دافغانستان دسياسي او نظامي حالاتو په وړاندي بې طرفه او بي تفاوته نه دۍ پاته سوۍ .ايراني چارواکو په افغانستان کي دخپل سياسي ژبني او مذهبي نفوذ دساتلو لپاره خپلي ټولې اړيکي ساتلي دي ،دافغانستان په کورنيو چاروکي دايران دماهرانه لاسوهنو بيلگې يو عادي افغان ته هم معولوميږي .
په دغه نږدې څوکلوکښي زموږ په هيوادکې تر پښتو اوسوچه دري ژبې ، ايرانۍ فارسي په دولتي ادارو کي اوډله ايزو رسنيوکي ډيره داستعمال وړ گرځيدلې ده، حتا ځيني سياست وال خو لا بيخې په ايراني فرهنگ پوري ځانونه دومره په افتخار تړلي بولي چې په ښکاره له ايراني فرهنگ سره دخپلو اړيکو په څرگندلووياړي . داچې ايراني اخوندان وتوانيدلاي سوه زموږ داطلاعاتواوکلتور وزارت تر خپل تاثيرلاندي راولې پر دغه مسله دبحث په خاطر فکر کوم دافغان روڼ اندو خولې ستړي شوې .
دايران ددغو ټولو فرهنگي تيريو ،لاسوهنو ، په علمي او تاريخي اثاروکې دځان په گټه له سره اصلاح راوستلو، او نورو ډول ډول مداخلوباندي سترگي پټيږي .
په امريکا کې دافغانستان د اسلامی جمهوريت سفير ښاغلي طیب جواد دامريکا تايم له مجلې سره پر ځاي ويلي: ماهمسایگان خود را به اختیار خود انتخاب نکردیم .... ایران بطور فزاینده ای به یک قدرت خصمانه تبدیل شده است.
پر دې ټولو خبرو سربېره دادی يوځل بياغواړي دافغانستان ،تاجکستان اوايران په نامه تلويزيوني شبکه جوړه کړی .
موږ ئي همدا اوس وينو چي دافغانستان په ډله ايزورسنيوکي دايران نفوذ څومره پياوړی دئ ، ددې لپاره چې موږ ئې هغه تاثيرات کم کړو دوي نورهم لاسونه رااوږدوی .
هيوادوال دي خبروی چي ددې تلويزيونی چينل مرکز به په ايران کي وی ،يعنی دايران تر کاملي ادادرې لاندي به خپل پروگرامونه پر مخ بيايي .
بله خبره داده چي موږ يوازي پدې کي سره شريک يو چي درې واړه هيواونه دمسلمانو هيوادوپه نوم يادېږو،نور زموږ دريو واړو هيوادوتر منځ دټولنيز ،سياسي ،اقتصادي اوکلتوری ژوند په ټولو اړخونوکې ستر توپير ونه شته ، څنگه کېداي سي د تلويزيون خپرونې دی ددريو واړو هيوادو دليدونکو لپاره دمنلو وړ وي ؟
په لاندي ټکو کښې موږ يودبل نه توپير لرو :
۱ / دژبی په وبرخه کي :
لومړۍ زموږ دهيواد غوڅ اکثريت پښاتانه اومورنۍ ژبه ئي پښتو ده ،دبه پلوه دايران فارسي اوزموږ در ي ډير فرق سره لري ،هغه لغاتونه چې ه فارسی کي استعماليږي دری ژبی یرې نه یوهېږي اويايې استعمال ددري ژبې دجرړو ايستلو معنا لري . دبېلگې په توگه دالغاتونه : هواپيما، طياره
پزشكى ، صحى . بازرگاني ، تجارتي . خوابگاه ، ليليه . پالشگاه ، تصفيه گاه .شهروند ، باشنده .شهردار ، شاروال .مرز ، سرحد .دادگاه ، محكمه .فرودگاه ، ميدان هوايى .دبير ، مدير .آمار ، احصائيه اونور په زرگونه .
۲ / په دوديزه برخه کي :
هغه دوداودستور چې په افغانستان کي رواج لري اوموږ غواړو هغه وساتو دايرانيانو لپاره بېگانه دی ،دبېلگې په توگه : جرگه ،نرخ ،کورنی مناسبات . ايران دجرگې عنعنه نلري ،نرخ اوکورنی مناسبات يې دافغانانو سره لوي توپير لري .موږ نکاح تړو دوي کېداسي يوه ښځه صيغه هم کړی اوداسي نور ي برخی .
۳ / مذهبي برخه کي ځينی توپيرونه :
دمذهبی مراسموداجراپه بڼواومذهبی ارکانوتر منځ پوره توپير سره لرو. دافغانستان غوڅ اکثريت وگړی سونی مذهبه دی اودايران بيا شعيه مذهبه . ايران غواړي دشعيه مذهب لپاره تبليغ وکړی،خوپه افغانستان کي بيا دينی علما غواړي دمذاهيبوتر منځ انډول وساتي اوپردې خبره سربېره لوي اکثريت غواړی ددوي دمذهب (سوني مذهب) تبليغ وشي .دا انډول به څنگه ساتل کيږي ؟
۴ / دمذهبی ازاديوپه برخه کي هم زموږ او ايران تر منځ زيات تفاوتونه شته .
۵ / دبيان اوعقيدې آزادي په افغانستان کي تر يوسرحده تامين ده ،مگر په ايران اوتاجکستان کي بياد داسي ازاديوڅخه ولس محروم دی .
۶ / دسياسی فعاليت په برخه کي : په افغانستان دگوندونو اوټولنيزو سازمانو دسالم فعاليت لپاره دقانون له مخې لاره هواره شوېده ،پداسي حال کي چي په ايران او تاجکستان کي سياسي پرفعاليت بنديزونه شته او ټولنيزسازمانونه يوازي ددولتي پاليسۍ په رڼاکي ددولت لپاره فعاليت کولاي شي .
۷ / دبهرنيو اړيکو په برخه کي : افغانستان همدا اوس دامريکا ،انگلستان اوناټو غړو هيوادوسره تر ټولو زيات نږدې اړېکي لري ،مگر بل لورته ايران ددوي سره اختلاف لري اودا ختلاف کله کله ددښمن تر کچي رسېږي .تاجکستان هم دروسيې تر تاثيرلاندي يو هيوادپه توگه نشی کولاي له دغو هيوادوسره چي افغانستان نيک مناسبات لري ښې اړېکی ولري . دغه تلويزون به دجوړونکی ډلې کوم ډول بهرنۍ سياست تبليغوی اودچاپه گټه پاليسی به تعقيبوی ؟
۸ / په اقتصادي برخه کي :
دافغانستان ،ايران اوتاجکستان تر منځ لوړ توپير موجود دی ،ايران غواړي په يو اټومی قدرت بدل شي ،تاجکستان هم په اقتصادي لحاظ تر افغانستان مخکی دي . داناانډول توب به دتلويزيون په تبليغاتو کي څنگه ساتل کيږي اودابه دچاپه گټه تبليغات کوی ؟
داسي نور زيات توپيرونه شته ې خبري اوبحث ورباندي کېداي شی .
له دې امله زه ددې تلويزيوني گډ چيينل جوړول يوازي د ايران په گټه اوددوي يو بله فرهنگی لوم بولم . وسلام