اړتیا (ضرورت)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

داچې اړتیا څه ته وايې او څرنګه منځ ته راځي په لومړۍ نظر کې ډيره ساده او ټولو ته د پوهيدو وړ ده. موږ هره ورځ په خپل ورځني ژوند کې د اړتیا کلمه په کاروو، د بېلګې په توګه وايو: نویو جامو ته اړتيا لرم، پیسو ته اړتیا لرم، خوړو ته اړتيا لرم، درملنې ته اړتیا لرم، خوب ته اړتيا لرم، لږې دمې او استراحت ته اړتیا لرم او داسې نور.
دغه بېلګې ښیی چې اړتیا د کارولو یا استعمال پراخ ډګرونه لري.
موږ کولی شو اړتیا د هغې د ځانګړنو له مخې يو له بله توپیر کړو . اړتیا کېدی شي فزيکي یا بدني وي او یا کېدی شي روحي يا رواني وي. همدارنګه اړتیا کېدی شي ډیره مهمه وي او يادومره مهمه نه وي.
د یادولو وړ ده څو وویل شي چې اړتيا په حقیقت کې يوه بیولوژيکي او حيواني څرګندیدنه يا پديده ده. بیولوژیکي ځکه چې دا په ژونديو يا ژويو کې منځ ته راځي او حيواني ځکه چې حيوانات خپلې اړتیاوې د غبرګونونو له لارې څرګندوي او دهغې د له منځه وړلو یا پوره کولو هڅه کوي.
اړتیا د بیولوژیکي بهیرونو د ترسره کولو په ترڅ کې د ځنيو اساسي عناصرو د نشتوالې له امله رامنځ ته او د هغه عناصرو په تر لاسه کولو سره له منځه ځي، چې ورته اړتيا ده.
که ژوندي موجودات هغه اساسي عناصر چې د ژوندانه دبهیرونو د ترسره کولو دپاره مهم دي تر لاسه نه کړي نو له سختو ستونزو سره مخامخ کيږي. یانی دغه اړتیا ژوند ته ګواښ رامنځ ته کوي او د ژوندي موجود د کمزورتیا سبب کيږي. نو ځکه اړتیا داسې يو حالت دی چې ژوندی موجود باید دهغې د له منځه وړلو وس او توان ولري او له منځه يې يوسي او که نه نو داړتیا نه پوره کيدل به هغه په خپله له منځه يوسي.
د بېلګې په توګه که ژوندی موجود تږی شي نو دا ددې مانا لري چې دغه موجود اوبو ته اړتیا لري او باید اوبه تر لاسه کړي او که اوبه تر لاسه نه کړي نو جل یې وهي او جل وهنه په پای کې د مړینې سبب کيږي. که بوټي او ونې اوبه تر لاسه نه کړي نو په لومړي غبرګون کې یې پاڼې مړاوې او که دغه حالت دوام وکړي نو ورو ورو يې پاڼې رژیږي او بیایې څانګې په وچيدو پیل کوي او ورو ورو هغه بوټې یا ونه په بشپړه توګه وچیږي او له منځه ځي. ددې خبرې علت په دې کې دی چې ټول بيولوژيکې او کیمیاوي بهیرونه په اوبو کې او د اوبو په مرسته ترسره کيږي او چې اوبه نه وي نو دغه بهيرونه په ټپه دريږي چې د مړينې مانا ورکوي . د اړتیا په وخت کې حيوانات نه يوازې غبرګون ښيي بلکې د اوبو د تر لاسه کولو دپاره خپلواکه هڅه هم کوي. همداسې کله چې موږ ته خواړه نه رسيږي نو زموږ بدن دوخت په تیریدو سره کمزوری کيږي. دغه کمزورتیا د نورو نیمګړتیاو سبب هم کیږي لکه د انرژې د نشتوالی د بدن د دفاعي سیستم د کمزورۍ او په ناروغيو د اخته کيدو او داسې نورو.

موږ په اوړي کې سړې هوا ته او په ژمي کې تودې هوا ته اړتیا لرو، ځنې خلک وايې: و ګورۍ انسان څومره کمزوری موجود دی ! نه د زياتې يخنۍ د زغملو وس لري او نه د زياتې ګرمۍ. دا خبره بيخي سمه ده خو پوښتنه پیداکيږي چې ولې موږ داسې يو چې نه ډیره توده هوا زغملی شو او نه ډيره سړه ؟
اوسنیو علمي او تکنالوژيکې پرمختياو ددې پوښتنې علت او دليل څرګند کړی دی. ددې کار علت دا دی چې زموږ په بدن کې ټول بیولوژیکي او کیماوي بهیرونه چې د ژوند بنسټیز بهیرونه دي د تودوخې په يوه ټاکلي درجه کې ترسره کیږي، که تودوخه له ټاکلې درجې ښکته او يا لوړه شي نو دغه بهیرونه ګډوډيږي او نه ترسره کيږي. څرګنده ده چې د چاپیريال توخه د ژونديو موجوداتو په کنترول کې نه ده نو ځکه ژوندي موجودات د خپل بدن د تودوخې د ثابت ساتلو دپاره نورلازم ميکانیزمونه په کار اچوي، لکه په زياته تودوخه کې موږ خوله کوو او د بدن اوبه مو د پوستکي د سوریو له لارې بهر ته را وځي چې موږ يې خوله بولو، دا کار ځکه ترسره کیږي څو د بدن تودوخه را ټيټه کړی شي، کله چې موږ تبه کوو او د بدن تودوخه مو له نورمال حالت څخه لوړیږي نو زموږ په بدن کې سخته نا آرامي او بې تابي رامنڅ ته کیږي چې موږ يې د تبې په نامه يادوو چې دا په حقیقت کې زموږ د بدن غبرګون دی او خطر ته زموږ پام را اړوي. نو ځکه موږ ددرملو دلارې د تبې د غورځولو یاټيټولو هڅه کوو خو که تبه له ټاکلي بریده پورته لاړه شي نو ژوند ته خطر رامنځ ته کیږي ځکه د بدن ټول بيالوژیکي او کیمیاوي بهیرونه ګډوډیږي. د ستړیا په وخت کې موږ دمی او استراحت ته اړتيا لرو . د قهر او غصې په وخت کې د عصابو آرامتیا ته اړتيا لرو.

هرڅه چې د اړتيا په توګه منځ ته راځي باید له منځه لاړ شي او که نه ژوند له ستونزو او خطرونو سره مخامخ کيږي. ژوندي موجودات د اړتیاو اغیز په مختلفو درجو کې احساسوي لکه د ځورېدنې، دردونو او سخت عذاب ، ناخوښې، خپګان ، پريشانۍ، دپريشن او داسې نورو ...په بڼه.
د اړتیاو له منځه تګ هم خپله اغیزه لري په تيره بیا په انسانانو کې دغه اغیزه ښه او په څرګنده توګه ليدلی شو. دا اغیزه د خوښۍ، رضایت، خوند او خوشحالۍ په بڼه راڅرګنديږي.
خو کله چې اړتيا له منځه نه ځي او یا د له منځه تللو امکان يې نه وي نو په ژوندي موجود په تیره بیا په انسان کې د له منځه تللو خطر او ډار رامنځ ته کوي.
اړتیا د خپل حيواني ځانګړنې او د رامنځ ته کيدو د دليلونو پر بنسټ په انسان کې په څو پړاونو کې په پام کې نیسو:

ټول خلک په لومړي ګام کې د ژوند دپاره اوبو، هوا او خوړو ته اړتیا لري. همدارنګه انسان او نور ژوندي موجودات د پورته درې ګونو موادو د تر لاسه کولو تر څنګ له خپل بدن څخه ددغه موادو څخه د رامنځ ته شویو فضولاتو د ایستلو بهیر ته هم اړتیا لري لکه د کاربن دوه اکساید اونورو په بڼه چې له بدنه ایستل کيږي.

همدارنګه انسان د نورو خلکو سره معاشرې او راشه درشه ته هم اړتيا لري. دا یوه ډیره غوره او مهمه ټولنیزه اړتيا ده. په انسان کې لکه د نورو حيواناتو په څير د ځوانۍ ددورې دمعاشرت اړتيا هم منځ ته راځي. په انسان کې دغه اړتيا د نورو حيواناتو په پرتله توپير لري. يو ډير مهم توپير يې دا دی چې انسان يوازی د ځوانۍ ددورې د معاشرت د اړتيا احساس نه کوي بلکې دهغې تر څنګ د يولړ پرنسیپونو او قواعدود پام کې نيولو د اړتیا احساس هم کوي. لکه پيژندګلوي، مينه، اخلاق ،ښکلا، معقوليت، ريښتينولي ،عدالت او داسې نور.

پيژندګلوي، معقولیت، عدالت، ښکلا، مېنه د انسانانو د ژوندانه مهم هدف دی. خو دا مساله نیغ په نیغه د انسان له بدني اړتیاو سره اړيکه نه لري. پر انسان باندې نه يوازې د انسان اړتیاوې اغیز لري بلکې د انسان علاقه مندي هم ډیره اغیزه لري.
نو ځکه د شهواني اړتیا تر څنګ اخلاقي او روحي اړتیاوي، د مشغولتیا ، ساعتېرۍ، دسيل اوصفا اود نويو چاپیریالونو اړتیا هم رامنځ ته کیږي. دا په دې مانا ده چې زموږ بدني اړتیاوې د اخلاقي او رواني اړتیاو په وسیله بشپړ او کنترولیږي.
ددې خبرې مانا داده چې انسان د نورو حيواناتو پرخلاف یو ساده شهواني موجود نه دی. انسانان يوازې د شهوت د عنصر پر بنسټ په خپلو کې اړيکې نه ټينګوي ، بلکې انسان په دغه برخه کې د مينې عامل ته برتیا ورکوي. یانې انسان غواړي له نورو سره مينه وکړي او غواړي له ده سره هم مينه وشي. مينه او مينه کول انسانی شهواني اړتيا له حيواني شهواني اړتیا څخه جلا او بېلوي. نو ځکه دهمدغه اصل پر بنسټ انسانان کورنۍ رامنځ ته کوي او په کورنۍ کې يو له بل سره مينه، الفت، شفقت او مهرباني کوي او ددوې تر منځ د دوه اړخیز درناوي اړیکې ټينګيږي. په انسانانو کې دوه اړخیزه مينه د کورنيو اساس او بنسټ غښتلی کوي. خو په تاسف سره باید ووایو چې زموږ په ټولنه کې کله نا کله ناوړه ټولنيز دودونه او رواجونه او د کورنۍ ژوند په هکله لږ مالومات ددې سبب کيږي څو ډيرې کورنۍ د خپلو اولادونو ژوند له ستونز او پريشانيو سره مخامخ کړي. د بېلګې په توګه هغه ودونه چې د دوه ځوانانو د متقابلې مينې پر بنسټ نه وي رامنځ شوي ددې سبب کيږي چې دواړه اړخونه د خپلو اړيکو نه هيڅکله هم لازم رضایت تر لاسه نه کړي او دواړه خواوې د ژوندانه اوږده کالونه د ګوزارې په بڼه او يا د زور د عنصر پر بنسټ سره یوځای تیروي او د ژوندانه په يو پړاو کې کله چې ددغه غیر طبعيي پيوند د له منځه تللو حالات برابر شي نو دغه پيوند له منځه ځي. زموږ په هیواد کې داسې پيښې ډيرې دي چې پلارونه د اقتصادي ستونزو اويا شخصي علاقه منديو پر بنسټ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې پلوري . يا ځنې کسان چې عمر یې له ۷۰ یا ۸۰ کلونو زیات دی خو د زياتې شتمنۍ له برکته د کوچنيوانجونو سره واده کوي چې د عمر له پلوه سره هيڅ تناسب نه لري چې داسې ودونه يوازی د هوس او غریزې پر بنسټ ترسره کيږي او په حقیقت کې د سوداګرۍ يوه مامله ده چې بنسټ يې پانګه او زور دی، نه مينه اونه محبت. داسې کورنۍ ټينګښت او پايښت نه لري او هيڅکله هم په داسې کورنيو کې خوښي نه ليدل کيږي .
په انساني ټولنه کې اخلاق تر خوړو دمخه راځي. مادي څیزونه او بدني اړتياوې په ګډه د ټولنیزو غوښتنو او فعالیتونو په بهیر کې پوره کيږي. موږ په عادي ژوند کې په داسې حالت کې ځان نه وينو چې وکولی شو لومړی خپلې بدني غوښتنې يا اړتیاوې پوره او تر هغې وروسته ټولنیز نورمونه کوم چې زموږ ټولنه يې تل په ياد کې ساتي او ورته ارزښت ورکوي، په پام کې ونیسو. په انسانانو کې د اړتیاو پوره کيدل په خپله د ټولنیزو نورمونو او ارزښتونو په وسیله کنترولیږي.
په استثنايي حالاتو کې کله چې د خوړو د موادو اویا د مادیاتو اود اخلاقو ترمنځ د غوراوي پوښتنه رامنځ ته کیږي ـ په داسې حالت کې له نورو انسانانو سره د انسان اړیکي د حيواني ارزښتونو پر بنسټ ارزول کيږي ـ پايلې يې لا له وړاندې څرګندې دي. ځنې خلک ځانته د زیاتو شتمنیو او مادیاتو د تر لاسه کولو هدف ټاکي او دغه څيزونه په هره وسیله چې وي تر لاسه کوي او په دغه لاره کې هر ډول خنډونه په بې رحمۍ سره له منځه وړي که څه هم داکار د نورو خلکو په زیان او ضرر تمام شي او یا د نورو د له منځه تللو سبب شي. هر څوک د خپلو اړتياو د له منځه وړلو غوراوی په خپله کولی شي. يو څوک غوره بولي څو خپلې اړټیاوې په هر بڼه چې وي یانې که په ډیرو ناولو وسیلو هم وي، پوره کړي. خو ځنې نور خلک غواړي د ټاکلو انساني ارزښتونو په اډانه کې خپلې هيلې پوره کړي او په غیر انساني لارو د بدني اړتیاو د پوره کيدو څخه ډډه کوي او ان مړينه له يو ناوړه ژوند څخه غوره بولي ځکه هغوي ته حيواني ژوند ښه نه بريښي او غواړي انساني ژوند وکړي چيرې چې انساني ارزښتونه په پام کې نیول شوي وي. خو که ټولنه پر انساني اصولو سمباله نه وي نو د فرد دپاره به ډیره ګرانه وي څو په حيواني چاپیريال کې انساني ژوند غوره کړي نو دلته دی چې د ټولنې د انساني کولو اړتيا منځ ته راځي ځکه ټولنه يو سیستم دی او که دغه سیستم پر انساني اصولو او قوانینو سمبال شي او د انسانانو د اړتیاو د له منځه وړلو دپاره انساني لارې چارې برابرې شي نو ټولنه به د حيوان صفته انسانانو د حيواني چلند له خطره وژغورل شي.
دلته دی چې دانساني ټولنې د اړتیا مفهوم منځ ته راځي. انساني ټولنه خپل اصول او نورمونه لري او دغه اصول او نورمونه يو ټولنیز سیستم منځ ته راوړي او دغه ټولنیز سیستم کله کله له فردي اړتيا سره په ټکر کې راځي ځکه په دغه سیستم کې د انسانانو حقوق په يو شان په پام کې نیول شوي وي. د ټولنیزې اړتيا په سیستم کې د فرد اړتياوې د يو ټولنیز سيستم په اډانه کې په پام کې نيول کيږي.

ټولنیزې اړتياوې څه دي؟ اوڅه ته موږ ټولنیزې اړتياوې وايو یا په بل عبارت ټولنه څه ته اړتيالري؟ هماغسې چې فرد فردي اړتياوې لري ټولنه هم چې د انسانانو د راټوليدو یو سیستم دی خپلې ټولنیزې یا ګډې اړتیاوې لري یانې د ټولو انسانانو ګډې اړتياوې. بشري ټولنه په عمومي ډول ګډې اړتياوې لري چې کولی شو د عدالت ،سولې، ثبات ، قانونیت ، پرمختیا، هوساینې او نورو څخه یادونه وکړو. خو ټولنیزې اړتياوې په ټولو ټولنو کې يوشان هم نه دي اویولړ توپیرونه هم لري دا توپیر د ټولنې د پرمختيا او تکامل په کچې پورې اړه لري. دلته به یوازې څو مهمې ټولنیزې اړتیاوې له نظره تير کړو.

سوله: دا يوه ډیره مهمه ټولنيزه اړتيا ده. که سوله نه وي پرمختيا نشته، که سوله نه وي، مصونيت نشته، که سوله نه وي ټولنيز عدالت نه شته، که سوله نه وي ټولنيزه هوساينه منځ ته نه راځي، دموکراسې منځ ته نه راځي او آزادي منځ ته نه راځي او داسې نور.

دلته د پرمختيا، مصونیت، عدالت، هوساینې، دموکراسۍ او آزادۍ څخه يادونه وشوه چې دا ډیرې مهمې ټولنیزې اړتیاوې دي. دغه اړتیاوې يو له بل سره دوه اړخیزه او څو اړخيزه پیوندونه لري که يو نه وي بل هم له خطر سره مخامخ کيږي . ددغه اړتیاو له پام کې نيولو پرته ټولنیز سیستم خپل ارزښت د لاسه ورکوي. يانې دغه اړتياوې يو د بل سره ټينګې اړيکې لري او یو پر بل اغیزه لري او که يو له دغو په پام کې ونه نيول شي نو ټولنیز سيستم سست او لړزانده کيږي او د سیستم د له منځه تللو سبب کيږي. که عدالت نه وي نو خلک د عدالت د رامنځ ته کولو په خاطر له ځانه غبرګون ښکاره کوي او که د عدالت د پاره د خلکو غوښتنه په پام کې ونه نیول شي نو خلک د حالت د بدلون دپاره په اقدامونو لاس پورې کوي چې په پايله کې ټولنیز ې کشالې رامنځ ته کيږي چې همدغه کشالې سوله او ټولنيزامنیت له ګواښ سره مخامخوي.
دلته به دغه مساله د بيلګې په توګه د یوازې د افغانستان د وروستيو کلونو په بدلونو کې په پام کې ونیسو ځکه د افغانستان د ټولو بدلونونو څيړنه زیات وخت ته اړتیا لري.
نړيوالې ټولنې وپتيله څو په افغانستان کې د يوسياسي، ټولنیز او اقتصادي نظام بنسټ کيږدي، دوې افغانانو ته د سولې، مصونیت، عدالت، پرمختیا، دموکراسۍ او هوساينې ژمنه او وعده ورکړه. افغانان د نړيوال ملاتړ او ژمنو په اډانه کې دې ته هيله مند ول څو هيواد ته یې سوکاله، پرمختیا، دموکراسي، مصونیت او قانونیت راشي. خو داسې ونه شول نن وروسته له اته کلونو دغه هيواد يوځل بیا د خونړیو جګړو په اور کې سوځي او وریتیږي او افغانستان د نړۍ د ډیرو بې ثباته او وروسته پاتې ملکونو څخه ګڼل کيږي. ولې سوله، ثبات ، پرمختیا او غوړیدنه منځ ته رانغله؟ ددې پوښتنې ځواب ساده او څرګند دی. تر هر څه لومړی عدالت تر پښو لاندي شو، ځکه کومه اداره چې جوړه شوه هغه د آزمايل شویو چپاولګرانو او لوټمارانو له ترکيبه یوه اداره وه، دا کار ددې سبب شو څو مصونیت منځ ته رانه شی ، د پرمختیا ژمنې يوازې ژمنو په توګه پاتې شي، ريښتنې دموکراسي منځ ته رانه شي، قانونیت، مصونیت ، امنیت منځ را نه شی او چوراوچپاول او تیری د ژوند پرقانون بدل شي، نه کوچنی ماشوم ځان په امن کې احساس کړي اونه سل کلن سپین ږیری.
لومړی تیر وتنه د لومړۍ ورځی له پوځي عملياتو پيل شوه. نړيوالې ټولنې د هغه نظام چې بايد ړنګ شوی وای د ړنګولو سم وسایل نه ول برابر کړي. نه يوازې سم وسایل په پام کې نه ول نيول شوي بلکې غلط وسايل وکارول شول. نړيوالې ټولنې د خپلو هدفونو د ترسره کولو دپاره هغه ځواکونه و کارول چې په افغانستان کې يې بې شمیره جنايتونه او خيانتونه ترسره کړی ول چې اوس هم کله چې خلک هغه کیسې رایادوي نو له ویرې پر بدن يې لړزه راګډه شي او په ډار کې لویږي. په دې مانا چې د نوي او عادلانه نظام د جوړولو کار د وحشي جنایتکارانو په لاس ورکړی شو. یا په بل عبارت هغه ځواکونه چې دوی ته دانساني چلند پرځای تل حيواني چلند غوراوی او لومړی توب درلود، واک ته ورسول شول. په دې ډول د عدالت اصل هیر او تر پښو لاندې شو او خلک د یو ناوړه بې عدالتۍ په منګولو کې وسپارل شول. پايله يې د تکراري جنايتونو ترسره کيدل ول چې عام قتلونه او چور او چپاول يې څرګنده ځانګړنه ده.

د بن کنفرانس د يوې ډلې یا د پورته نومول شوې ډلې تر بشپړ کنترول او دهغوې په ګټه تر سره شو. او د رټل شويو تنظيمونو فاسد نظام يې د افغانستان پر خلکو وتپلو. نویو غاصبانو بې له ډار دعامه شتمنیو په چور او تالان لاس پورې کړ او د ټولو خلکو ژوند او مال یې خپل شخصي غنیمت وګاڼه.
تیر اته کالونه دبې عدالتۍ او د عدالت د تر پښو لاندې کولو تر ټولو بد کالونه ول، نن چې نن دی آن نن هم د عامو خلکو ژوند او مال او عزت هيڅ تضمین او مصونیت نه لري دغه نظام يوازې د جنايت کارانو امنيت او مصونيت تامين کړ، جنایتکارانو د ځان د بښلو منشور جوړ او پراولس يې تحميل کړ.
د ايتلاف ځواکونوهم افغانستان ته د يو ملي خپلواکۍ لرونکي هيواد په سترګه و نه کتل او هغه يې یو وړیا غنیمت وګاڼه او په بشپړه بې پروايې سره يې په هرځای او هر چا چې زړه غوښتل بمونه وغورځول او بې له قانوني اجازې د خلکو پر کورونو ننوتل او د خلکو دود او عنعنو ته يې په سپکه سترګه وکتل. لنډه داچې خلک له څو لوريو تر برید لاند ې راغلل له يوې خوا واکمنو فاسدو دولتي کړيو له وخت نه په ګټې اخیستلو سره پر خلکو له هيڅ ډول ظلم څخه ډه ډه ونه کړه او بهرنيو ځواکونو د بري تر غرور لاندې هر کار ځانته روا او مجاز و ګاڼه او افغانستان یې د خپلو پوځي او سیاسي تجربو پر لابراتوار بدل کړ. ددې حالاتو نه په ګټې اخيستلو سره شړل شویو طالبانو هم بیا سر را پورته کړ او په داسې عملياتو يې لاس پورې کړ چې اساسي ښکار یې عادي او بې ګناه خلک او د عامه ګټو موسسې لکه ښووځي او روغتونونه او نور دعامه ګټو مرکزونه وګرزيدل چې ددې ټولو کړنو په پايله کې د مصونيت بحران رامنځ ته شو او په زرګونه خلک له دربدرۍ او بدمرغۍ سره مخامخ شول.
نړيوالې ټولنې د اته کالونو په تیريدو سره د خپلو کړنو دقیقه ارزونه ونه کړه، په ټوله دغه موده کې هغوې پر نظامي بري ډه ډه ولګوله دوې د بیا جوړونې، عدالت ، مصونیت او قانونیت مساله په بې رحمۍ سره تر پښو لاندې کړه نو ځکه د افغانستان د خلکو کړاونه او ستونزي وروسته له اته کالونو نه یوازې کمې نه بلکې زياتې هم شولۍ.
خلک چې په پيل کې يو څه هيله مند شوي ول و رو ورو له تش په نامه دولت چې په حقیقت کې د جنګي ډلو ټپلو او جنایت کارانو او د مخدره موادو د مافیا دولت دی څخه واټن واخیست او پر بهرنيانو يې خپل بشپړباور د لاسه ورکړ. دغو اقدامونو ډیرې بدې پايلې افغاني ټولنې ته رامنځ ته کړل چې اوږده کالونه به افغانان له هغې څخه ځوریږي ، يو له دغه پايلو څخه بنسټ پالنه او تند لاري ده.
لکه څنګه چې پورته وويل شو د حالاتو سمون غوښتنه کوي چې د ټولنې اصلي او بنسټيزو اړتياو ته ژوره کتنه او پاملرنه وشي او ددې اړتياو د ډله ایز حل لارې چارې ولټول شي. که د ټولو اړتياو د له منځه وړلو دپاره کمپلکسي اقدام ونه شي د يوې او دوه ستونزو په حل سره به دا بحران حل او له منځه لاړ نه شي. او دغه کړکيچ به لا ژور، اوږد او بې علاجه شي.

په دې لاره کې لومړی ګام دادی چې یوه سالمه اداره، چې عدالت، مصونیت، قانونیت او پرمختیا رامنځ ته کولی وشي او دغه اصولو ته ژمن او وفاداره و اوسي، رامنځ ته شي. ټول جنايتکاره ډلې ټپلې بايد د قانون تر واکمنۍ لاندې راوستل شي اود عدالت د تطبیق دپاره بايد کوټلي ګامونه پورته شي. د خلکو د ژوندانه د حالاتو د سمون دپاره باید ټاکلي اقتصادي او ټولنیز پروګرامونه ترسره شي. د جګړې د درولو دپاره واقعي سياسي اقدامونو ترسره شي. د سیاسي حل د رامنځ ته کولو دپاره بايد لازم سیاسي حالات رامنځ ته کړی شي چې ټولو ته د قناعت وړ وي. پر کليو او ښارونو دې پوځي عملياتو ودرول شي او د عامو خلکو د وژلو مخنیوی دی وشي. د بيګناه خلکو وژونکي که بهرني وي که کورني باید د قانون سره سم په سزا ورسول شي. ددې سره سم د جنګ ځپلو سيمو د قتصادي پرمختيا او بیا رغوني دپاره ژر او بنسټيز پلانو نه تر کار لاندې ونيول شي او خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړی شي. او د ترور پر خلاف جګړه بايد د ترور پرمرکزونو متمرکزه شي.
البته دا يو جلا بحث دی. چې دلته د اړتيا د ټولنیز مفهوم د روښانه کولو په لړ کې ورته په لنډ ډول اشاره وشوه.

اړتیا کېدی شي ریښتنې (حقیقي) اویا مصنوعي واوسي. حقیقي اړتيا هغه اړتیا ده چې د ژوندي موجود له غوښتنې او ارادې پرته منځ ته راځي او د ژوندي موجود ژوند او دوام په هغې پورې اړه لري. لکه اوبه، خواړه، هوا او داسې نور. که د اوبو په نشتوالي کې يوڅوک له منځه ځي نو د سولې، ثبات او عدالت په نشتوالي کې د يوې ټولنې شتون له خطر سره مخامخ کيږي نو ځکه ويلی شو چې سوله، ثبات او عدالت او قانونیت د ټولنې ريښنتې اړتيا ده لکه څنګه چې خواړه اوبه او هوا د انسان د ژوند اصلي اړتیا ده. د مصنوعي اړتیا توپير په دې کې دی چې دغه اړتيا د حالاتو تر اغیز لاندې منځ ته راځي او قانونمند بهیر نه لري.

د مصنوعي اړتیا د منځ ته راتللو عوامل زیات دی چې دلته به يو څو مهمو عواملو ته لنډه اشاره وکړو.
بازار او سوداګري په ټولنه کې د مصنوعي اړتيا د رامنځ ته کیدو سبب کيږي . په دې تړاو ويلی شو چې که سوداګري او بازار د لګښت یا مصرف غوښتنه وکړي دا کارپه ټولنه کې دخلکو ترمنځ مصنوعي اړتيا منځ ته راوړي. داسې غوښتنې کېدی شي ددې سبب شي څو بازار هڅه وکړي په ټولنیزو سیستمونو کې لګښت وهڅوي، چې داکار د اکثریت له ګټو سره سمون نه لري. په دی تړاو موږ کولی شو د لګښتیزم يا مصرفیسم مفهوم وکاروو چې ځانګړنه يې داده چې لګښت ته د اړتیا له مخې نه بلکې یوازې د لګښت په خاطر د ښکلا او سېنګار او یا شوق له مخې علاقه ښودل کيږي.
انسان د خپل اړتيا د له منځه وړلو په کار کې له نورو ژويو ځخه توپیر لري.
موږ پټاټې یا کچالو لومړی پخوو او بیایې خورو، شيدې لومړی اېشوو او غوړ ترې باسو او بیا يې څکو همدارنګه د خوړو په مهال یو لړ ټولنیز اداب هم لرو چې په پام کی یې نیسو. موږ د کار د ټولنیز سیستم يوه برخه یو ، چې په منطقي ډول دغه خبره ترې را څرګنديږي چې موږ هر هغه څه چې تر لاسه کوو سم د لاسه ترې کار نه اخلو. همدارنګه موږ خپل څیزونه له نورو سره بدلوو یا خرڅوو څو د هغو د بدلولو یا خرڅولو د لارې ځان ته نوي څیزونه راو نیسو. ددې مانا داده چې د انسان ټو لنیز او اقتصادي فعالیتونه د ټولنیزو او اقتصادي قوانینو په وسیله تنظیمیږي.
کله چې موږ بازار ته ځو نو موږ ته راز راز څیزونه را تر سترګو شي لکه په سل ګونو ډوله تلویزيونه، موبیل تلفونونه، موټرې او داسې نور. هر کال موږ ددې شاهد يو چې د څیزونو نوي مودلونه او ډولونه جوړ او بازار ته وړاندې کيږي، دا کومه عادي خبره نه ده دغه څیزونه پر موږ لکه د جادو اغیز کوي او موږ ځان ته رابولي که څه هم موږ په کور کې کمپیوتر لرو خو نوی مودل له نویو ځانګړتياو سره په موږ کې دا حس را پاروي چې دا نوی مودل را ونیسو يانې موږ د اړتیا له مخې نه بلکې د شوق له مخې داکارکوو. د نوي کمپيوتر نوی نسل د زاړه په پرتله نوي او په زړه پورې ځانګړتیاوي لري چې زموږ کار په لږ وخت کې اوپه ښه کیفیت تر سره کوي. خو موږ دې ته پام نه کوو چې دغه موجزه هسې په خپل سر نه رامنځ ته کیږي. ددې څیزونو په جوړولو کې ټولن پيژاندونکي، اروا پیژاندونکي، اقتصاد پوهان، علمي څيړونکي، انجینران او کارګران برخه اخلي او د څیزونو په جوړولوکې ټولنیز، علمي، میخانیکي او د وخت ټولې لاس ته راوړنې ، ځانګړنې او نوښتونه په پام کې نیسي. نو ځکه دغه څيزونه د یو پيچلي بهیر له تیرولو وروسته جوړ او بازار ته وړاندې کیږي چې پر هر لېدونکي چټکه اغیزه کوي او د هغې د خپلولو تلوسه ورته پيداکیږي. نوي وړاندې شوي څیزونه تر پخوانیو څیزونو ښه، مودرنه ،ښکلي، د ښه کیفیت لرونکي او د بیی یا نرخ له پلوه هم مناسب وي او د رانيونکو اقتصادي وس او توان ته په کې پاملرنه شوې وي. دې ته د سوداګرۍ هنر او فن ویل کيږي. د سوداګرۍ فن او هنر په دې کې دې څو هغه اصول او نورمونه مات کړي چې د هغو له مخې انسان له حيوان څخه توپیریږي یانې د عقل پر ځای غریزي انګیزې په انسان کې هڅوي. سوداګریزې موسسې، تل ددې غوښتنه کوي چې په ټولنه کې دلګښتونو اندازه لوړه شي او زموږ احساس د بازار د مالونو په وسيله ولمسول شي او د بازار تر اغیز لاندې پاتې شي. بازار نوي څیزونه زړوي او دهغو پرځای نور نوي څیزونه وړاندې کوي، موږ هم نوي څیزونه زړوو او بیا نوي څيزونه رانیسو. دا د لګښت یا مصرف سیستم دی.
بازارهڅه کوي لګښت ته وده ورکړي او غښتلی يې کړي او زموږ احساس تر خپل کنترول لاندې راولي. په دې ډول بازار په خلکو کې مصنوعي اړتیا منځ ته راوړي.

مصنوعی اړتیا په دقیقه توګه د نارکوتیک یا نشه ای موادو په وسیله هم منځ ته راځي. په الکولي او په مخدره موادو د اخته کسانو یا معتادو کسانو په منځ کې دغه اړتیا په پراخه توګه تر سترګو کیږي. د اخته کسانو بدن یا ارګانیزم ددې د پاره چې سم کار و کولی وشي باید دغه مواد تر لاسه کړي. ددې کسانو د پاره له دغه دخانیاتو څخه یو چټک مخنیوی به ددغه کسانو روغتیا او ژوند له خطر سره مخامخ کړي ځکه ددوې ارګانیزم ددغه موادو له ترلاسه کولو پرته سم کار نه کوي. دغه مصنوعي اړتیا، د قاعدې له مخې ، د ارګانیزم دفزیولوژيکي اړتیا د پوره کيدو مخه نیسي او د بدن عضوي اړتیاوې په منظمه توګه پوره کولی او کنترولی نه شي.
په ورځني ژوند کې سړی کولی شي د اړتیا د بیلابیلو درجو او ډولونو په هکله خبرې وکړي، لکه د بريښنا د اړتيا ، کډوالو ته د کور د اړتيا او داسې نورو په هکله. له تیوریتیکي پلوه دا مهمه ده چې سړی اړتیا څنګه مانا کوي او څه مفهوم ترې اخلي.