دطالبانو سره خبری باید دخارجی هیوادو له مداخلو سیوا ترسره شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

له ډېرې مودې راهيسې له طالبانو سره د مذاکراتو خبرې کېږی او دولت هم د مذاکراتو دروازه پرانستې ساتلې او څوځلې يی هم په رسمی توګه طالبان د خبرو مېزته رابللي دي
دامریکا ولسمشربارک اوباماپه روانه اوونۍ کې له وسله والوطالبانوسره دخبرووړاندیز مطرح کړ خو په کابل کې افغان اوبهرني مقامات وايي چې دطالبانوله مشرانوسره لومړنۍ یا ابتدايي خبرې مخکې لا پیل شوې دي اودامریکادملاتړ په صورت کې دا خبرې لا رسمي بڼه خپلولی او پرمختګ کولی شي خو د امریکا ددفاع وزیر بیا نن ضد اونقیض نظرلری ؟ دامریکا د دفاع وزارت وايي چې پینټاګون به دطالبانوله مشرملاعمرسره چې القاعده شبکې ته یې پناه ورکړې وه ، دپخلاینې دهلوځلوملاتړ ونه کړي .
دامریکا د دفاع وزارت(پینټاګون) مطبوعاتي مشر جیف موریل تېره شپه وویل : داسي پرېکړه (له ملاعمرسره خبرې) چې له چاسره خبرې باید وشي دافغانستان دحکومت حق دی خوپه دې ودانۍ ( پینټاګون) کې داسي څوک نشته چې له هغه چاسره پخلا شي چې د دې هیواد(امریکا) دخلکو د وینو په تویولوکې یې لاس درلود .
اکثره افغانان باورلري ترڅو چې په خبرو کې دطالبانودتحریک مشرملا عمرنه وي شامل ،هیڅ راز خبرې نتیجه نه شي لرلی. ملا عمر لا هم دټولوطالبانو مشردی اوتردې دمه هیڅ طالب دهغه له مشرۍ انکارنه دی کړی .
دامریکا ولسمشرد روانې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې امریکايی پوځیان باید له منځلارو طالبانو سره په خبرو غوروکړي خو طالبانودهغه خبره رد کړه او ویې ویل چې دوی یولاس دي او دمنځلارو او توندلارو خبره غیرمنطقي ده .
خودښاغلي اوباما مرستیال جوبایډن د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل چې : (( موږدهرې هغې هڅې پوره ملاتړکووچې له طالبانو سره دپخلاینې لپاره دافغانستان دحکومت له لوري ترسره کېږي.هغه دغه راز وویل چې دکابل له حکومت سره به په ګډه کاروکړي چې طالبان وسله پرمځکه کښېږدي اویا لږترلږه په افغانستان کې دافغان حکومت اوزموږ دځواکونوپرضد د وسلې له کارولو لاس واخلي
دا په داسي حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ګڼه کې دځینوپخوانیوطالب چارواکو له خولې راپورورکړ چې له طالبانوسره دافغانستان دحکومت خبرې مخکې تردې چې ولسمشربارک اوباما دخبرو وړاندیز وکړي، بیل شوي اویواړپرمختګونه یې هم کړي دي .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې په روانه اوونۍ کې یې له طالبانوسره دخبرو په باب دولسمشربارک اوباما مرکه خپره کړې وه ،په ننۍ ګڼه کې راپور وکړی چې په کابل کې مقامات وايي دافغانستان حکومت وروسته له دې چې تېر کال یې له طالبانوسره لومړنۍ خبرې وکړې دملاعمرپه مشرۍ دطالبانوله شورا اودمجاهدینوله پخواني مشرګلبدین حکمتیارسره دموثروخبروهلې ځلې کوي.
دنیویارک ټایمز له لیکنې سره سم دسولې دخبرووړاندیز وروسته له دې چې سعودي عربستان یې ملاتړ وکړ اوپه پاکستان کې ملکي حکومت واګې په لاس کې واخیستې اودواړو پرطالبانوفشار زیات کړ چې پخلاینې ته غاړه کښېږدي ،نورپرمختګ وکړ.
نیویارک ټایمز دافغان مقاماتواولوېدیځو دیپلوماتانو له قوله وايي چې که دافغان حکومت چارواکواواودامریکامتحدوایالتونولا جدي هڅه کړې وای نو دسولې خبرو به پخوا لا زیات پرمختګ کړی وو.
دوی همداراز وايي چې په خبرو کې باید دطالبانوټول مشران شامل شي اودا دریځ چې یوازې دې له منځلارو طالبانوسره خبرې وشي ، نتیحه نه لري.
د سناتورارسلا رحماني په څېرمقامات چې له طالبانوسره تماس لري ، وايي چې ګټورې خبرې روانې دي اوافغان حکومت له طالبانوغوښتي چې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي ،پرښوونځیو،سړکونو،ښوونکو اوانجنیرانوحملې بندې کړي.
نیویارک ټایمز وايي چې دافغانستان دمشرانوجرګې غړي ارسلا رحماني اوپه ولسي جرګې کې وکیل ملاراکټي په خبرو کې شامل دي.
دورځپاڼې په وینا طالبان دحکومت دغوښتنوپه وړاندې نورې غوښتنې لري ،هغوی وايي چې باید دکورونوتلاشۍ اونیونې پای ته ورسول شي،دګوانتنامواوبګرام دمحبسونوپه شموال دافغانستان اوامریکا له بندیخانوطالب بندیان خوشي شي.
ښاغلی رحماني وايي چې په نورومسایلولکه پرحکومتي سیستم اواساسي قانون به وروسته خبرې وشي اواوس موږهڅه کوو چې د دواړو خواوو ترمنځ داعتماد فضا برابره کړو څو دوی دننه په افغانستان کې سره وویني.
رحماني وايي چې دیوشمېرطالب بندیانودخلاصون په برخه کې محدود پرمختګ شوی دی.
نیویارک ټایمزدولسي جرګې دغړي اودجمعیت اسلامي ګوند دمشربرهان الدین رباني له قوله لیکلي چې وايي ښاغلي حکمتیار ولسمشرکرزي ته دوه لیکونه استولي ، ده په خپله دا لیکونه لیدلي اوله حکمتیارسره یې دخبرو ملاتړ کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکي دملا عمر د اوسېدو دځای په هکله مالومات نشته خودهغه غښتلی قومندان اومرستیال ملابرادر له حکومت سره تماس لري او ویل کېږي چې نوموړی په کراچۍ کې اوسي .دپاکستان په دغه بندري ښارکې دکوټې دشورا اکثره غړي مېشت دي.
په دې اړه دولت او بهرني هېوادونه کارکوی اوومولېدل چې په دې وروستيوکې د امريکی جمهور رئيس اوباما هم په ډاګه وويل چې له منځ لارو طالبانو سره بايد د مذاکراتو لپاره کاروکړی. ورسره د طالبانو يو وياند وويل چې طالبان ټول يولاس خلک دي او په دوی کی تندلاری او منځ لاری نشته، خو دغه څرګندونې يواځي په دپلوماتيک ډګرکې د هغوی يوځانګړی تبليغاتي کمپاين دي او په حقيقت کې له تيرو دوو کلونو راهيسې طالبانو څوځلی په سعودي عربستان او اروپاکې پټ مذاکرات لرل، خو داچې له دغو مذاکراتو څخه يی د خپلې خوښې پايلی نه دي تر لاسه کړی، نو پرې منکر يږی او وايی چی هيڅ ډول مذاکرات يی نه دی کړي.
اوس داچې مذاکرات شوی که نه، ښکاره ده چې شوي او همدا اوس هم د مختلفو کورنيو او بهرنيو چينلونو له لاري دوام لري او اصلی خبره او ستونزه په همدغه ځای کې ده چې له يوې خوادغه مذاکرات له هېواده بهردی او نور هېوادونه پکښی ځای لري او بلخوا هم بهرني هېوادونه په دغه لړۍ کې د افغانستان د دولت په پرتله ډېره ونډه لري او دغه ډول مذاکرات که کومې پايلې ته هم ورسېږی، افغانانو ته به يی ګټه هومره نه وی لکه طالبانو او ځينو نور لوريوته، ځکه خو يې د هېواد په دننه کې هم بېل بېل دريځونه رامنځه کړی او پخپله دغه مذاکرات هم پټ ساتلي شويدي.
د مذاکراتو په اړه که کوم بهرنۍ لوري منځګړی توب هم وکړی، بايد دغه منځګړ توب يواځې منځګړ توب وی، نه داسې چې دغه بهرنی لوری پکښی دکور خاوند او د خبرو اجندا جوړوونکی وی او افغان دولت ته يواځې ديو ميلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړی شي او دغه حق بايد دولت په ډاګه و غواړي. ځکه له دولت پرته له طالبانو سره مذاکرات نه د دولت په ګټه دی او نه هم زموږ د خلکو او پخپل وار د يوې بلی غميزی سناريو جوړوی او بهرني لوري په دې توګه هڅه کوی په راتلونکې کې د خپلو ګټود ساتلو لپاره له همدې اوسه طالبانو ته کرېدت ورکړی چی په طبيعی توګه به طالبان هم دهغوی له دغه کريدت څخه اغېز من کيږی او هرومرو به څه سر ورسره خوځوي.
په هرصورت څلورکاله وړاندی په دغه ارزونه کې چی طالبان ختم شول او نور دولت او بهرنيو عسکرو ته هيڅ سرخوږی نه شی پيداکولای، دولت او د ناټو لوريو ټولو اشتباه وکړه اوهغه مهال چې دولت او بهرنيو عسکرو په ډېر لوړ مورال خبرې کولې، بايد دغه واقعيت يې ارزيابی کړی وای چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي، نوښه به وی هغوی مذاکراتوته رايې وبولي او په دی توګه له افغانستان څخه د پاکستان د مداخلو لاس په بېخ کې ورلنډ کړي.
خو اوس چې طالبان بيا ښه ژوندي شوی او په لوړ مورال خبری کوي، نو د مذاکراتو په ډګرکې هم ډېر څه غواړی، دې اړتيا شته چې دولت ټولو بهرنيو لوريوته ووايی چې د مذاکراتو لړۍ بايد د طالبانو او دولت ترمنځ جوړه شی او بهرني لوري پکښې مداخله ونه کړی او بل داچې دولت د طالبانو په شرايطوهم داوس مهال په عقل فکر وکړی او دوخت په ژبه ورسره خبرې وکړي او داسې لاره ددغې عمليې لپاره غوره کړی چی دعملی کېدلو وي. ځکه په جګړه کې همدا اوس ډېر زيانونه عام ولس ته رسېږي او دغه حالت هيچاته هم د زغملونه دی نو په دې حساب که د سياسی دولتی او مخالفينو د لوريو په زهر خوړلو هم ستونزه اوارېږی، بايد د افغان ولس د سوکالۍ لپاره دغه د زهرو جام هم غړپ کړی او په ابتکار او ښه تدبير دجګړی دخونړۍ سيلۍ مخه بلې خواته واړوي او که خبره همداسی د اوس په شان په شفشف او دپلوماسۍ کې وي، غريبان او عام ولس به مري او ددوی د شهادتونو لړۍ به يواځې ددوی د سياسی تبصره لپاره ښه خام مواد وی اوبس.
وسلام
رحمت اله روان