که غواړي چه بریالې شې نوله وسله والو طالبانو سره با ید خبری وکی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د رویټرز خبري اژانس د یوه تحلیلي راپورله مخې دسیمې دچارواکثره شناندي وايي که امریکا غواړي چې په افغانستان کې بریالۍ شي ، باید له وسله والوطالبانوسره خبرې وکړي.
خود دې کار لپاره پکارده چې دهند اوپاکستان سیالۍ ته دحل یوه لار پیدا کړي ځکه چې دواړه هیوادونه دافغانستان دمسلې په دایمي حل کې مهم رول لري .
دافغانستان لپاره دملګروملتوترټولوجګپوړي استازي دشنبې په ورځ(حمل لومړۍ\مارچ۲۱)وویل چې دامریکا متحدایالتونه باید په افغانستان کې له طالبانوسره خبرې اترې پیل کړي.
دافغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي کای ایدې د فرانسې مشهورې ورځپاڼې لې موند (Le
Monde) ته په مرکه کې وویل : زه دخبرو پلوی یم.پخلاینه په افغانستان کې یومهم عنصردی خوخبرې باید له هغه چارسره وشي چې حساب ورباندې کېدای شي .
دامریکا ولسمشربارک اوباما د روان مارچ په لومړیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو چې دی له منځلارو طالبانوسره دخبرو مخالف نه دی .
خودافغانستان لپاره د ملګروملتوخاص استازی وايي چې له ځینوطالبانوسره خبرې اوځینې نورله پامه غورځول نتیجه نه شي لرلی باید په خبرو کې دطالبانوټول تحریک شامل وي .
کای ایدې په عین حال کې دشرطونوغوښتنه وکړه او ویې ویل له طالبانوسره په خبرو کې باید داشرط کېښودل شي چې هغوی به ځان له القاده شبکې لېرې کوي،له وسله والې مبارزې لاس اخلي اوښځوته به دتعلیم یا زده کړې حق ورکوي .
د ملګروملتوځانګړي استازي همداراز وویل چې د خبرو اترو پروسه باید دافغانستان دحکومت له لوري ترتیب اوپرمخ بېول شي خودی تیار دی چې په دې پروسه کې رول ولوبوي .
ښاغلي ایدې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی له طالبانوسره تماس لري ، وویل : طالبانوپه ځینو بشري مسایلو کې زموږځینوغوښتنوته مثبت ځواب ویلی اودا امکان شته چې له تاوتریخوالولاس واخلي .
دافغانستان لپاره دملګروملتوخاص استازي زیاته کړه : زه نور دغومایوسوونکو خبرداریوته ،چې ډېرهغه مبصران یې ورکوي چې په ندرت سره افغانستان ته سفرکوي،توجه نه کوم .بې له شکه په افغانستان کې جدي ستونزې شته خوډېرمهم پرمختګونه هم شته .
دسینګاپوردنانیانګ پوهنتون دجنوبي اسیا دمطالعاتوداستاد (سي راجا موهن په وینا دا کار اسانه نه دی اودلته دهرګام پورته کول پېچلی کاردی .
په داسي حال کې چې امریکا ویلي چې له وسله والوطالبانوسره به خبرې پیل کړي ځینې څارونکي وايي چې له طالبانوسره هرراز تماس هند ته اندېښنه زېږولی شي ځکه چې طالبان دپاکستان دګټو لپاره جنګېږي .
څارونکي وايي پاکستان له پیله د دې لپاره دطالبانوملاتړکړی چې په کابل کې د دغه هیواد لاسپوڅي واکمن وي اوپه دې ډول د ستراتیژیک عمق هدف لاس ته راوړي څوله هند سره دجګړې په صورت کې ترې استفاده وکړي .
هغوی همداراز وايي چې دکابل په اوسني حکومت کې دهند زیاتېدونکی نفوذ دپاکستان داندېښنې سبب شوی اوفکرکوي چې په دې ډول له ختیځ اولوېدیځ څخه محاصره شوی دی .
درویټرز خبري اژانس په وینا هندي شناندي وايي چې هند کوم دلیل نه ویني چې له افغان طالبانو سره دسیاسي روغې مخالفت وکړي ځکه چې طالبان پښتانه دي چې په افغانستان کې اکثریت جوړوي اوپه ۲۰۰۱ کال دطالبانود رژیم له پرزېدو سره یې واک کم کړای شوی .
متقاعدهندی دیپلومات ایم .کې .بادراکومار وايي : له طالبانوسره خبرې ضروري دي .هغه زیاته کړه چې هندوستان ترخپلې خپلواکۍ لا دمخه له پښتنوسره ښې اړیکې لري خوپاکستان د دې لپاره چې ځان یې پښتنوته ورنژدې کړی وي، دافراطي اسلام دخپرولوهڅه کړې ده .
راجا موهن هم وايي چې دپښتنوخپلول واقعاً په هره دایمي روغه کې اساسي اوکلیدي عنصردی .هغه زیاتوي حقیقت دا دی چې درست طالبان پښتانه دي ،نه ټول پښتانه طالبان .
ښاغلی موهن همداراز وايي په دې هیڅکله دچا بارونه شي راتلای چې دسخت دریځوپه ملاتړ کې دې دامریکا اوپاکستان ګټې سره شریکې شي .په داسي حال کې چې پاکستان اړتیا لري چې دین په پښتنوکې غښتلی پاتې وي ترڅودپاکستان دګټولپاره ترې کارواخلي ،امریکااړتیا لري چې محافظه کاره پښتانه له افراطي اسلامي ایډیالوژۍ راوګرځوي .دا دهند غوښتنه اوهدف هم دی .
خوپاکستاني شناندي وايي چې دهند دا شک چې دپاکستان پوځ اوپه ځانګړي ډول د دغه هیواد دپوځ استخباراتي اداره په افغانستان کې دسخت دریځوملاتړ کوي ،نوره زړه خبره ده .
دوی وايي چې دپاکستان دپوځ لوی درستیزپروېزکیاني ستراتیژیک عمق داسي نه تعریفوي چې ګواکي د افغانستان په نیولوترلاسه کېږي بلکې هغه باورلري چې هرڅومره چې پاکستان له اقتصادي نظره غښتلی اوباثباته شي ، دا هدف هومره ترلاسه کېدای شي .
پاکستانی کارپوه شجاع نواز چې د متحدوایالتونوداتلانتیک شورا دجنوبي اسیا دمرکز رييس دی ، وايي چې داسي ښکاري چې دپاکستان پوځي مشران خپلوهدفونو ته درسېدو لپاره له مذهبه استفادې ته شا اړوي ځکه هغوی پوهېږي چې دا کار نورې ستونزې لري اومذهبیون دباور وړ نه دي .
په لندن کې دپاکستان دسفیرمرستیال اصف دراني وايي که په افغانستان کې طالبان وځپل شي ،په پاکستان کې یې هم ملا ماتېږي ځکه چې د کرښې د دواړو غاړو سخت دریځي بښتانه دي اوله یوبل سره مرسته کوي .هغه همداراز وايي په پاکستان کې طالبان د هغه څه په عکس العمل کې پیدا شوي چې په افغانستان کې پېښ شوي .
ښاغلی درانی وايي هره ورځ چې په افغانستان کې جګړه ودرېږي ،په هماغه ورځ په پاکستان کې پای ته رسېږي اودا سوله به پرکشمیرهم اغېزولري .
د فرانسې دفاع وزیرد سې شنبې په ورځ(مارچ۱۷) وویل چې دناټو غړي هیوادونه باید په افغانستان کې پرخپلوځواکونودابندیزونه لېرې کړي چې چېرته اوڅنګه ځای پرځای شي.
دناټو ځینو غړیو لکه جرمني افغانستان ته دخپلو سرتېرو داستولو لپاره شرطونه وضع کړي چې ددغه هیوادپه کومو سیمو کې باید مېشت وي .اکثره لوېدیځوال نه غواړي چې ځواکونه یې دافغانستان په جنوب کې چې طالبان پکې فعال دي ، ځای پرځای شي.
دفرانسې دفاع وزیرهیرف مورین په داسي حال کې چې امریکا افغانستان ته دنوروځواکونوپر لېږلو غور کوي ، وویل : فرانسه به افغانستان ته دنوروسرتېرو یا جنګي وسایلو دلېږلو ژمنه ونه کړي.
تراوسه پورې په افغانستان کې اووه ویشت فرانسوي سرتېري وژل شوي. دغه هیواد د تېرکال له جون وروسته کاپیسا ته، چې طالبان اودګلبدین حکمتیارپلویان پکې فعال دي ، سرتېري واستول .تردې مخکې فرانسې هم نه غوښتل چې جنګي سیمو ته یې ځواکونه لاړ شي.
مورین دولسمشربارک اوباما له لوري دافغانستان لپاره دلاهراړخیزې ستراتیژۍ دجوړولو هرکلی وکړاو ویې ویل : په افغانستان کې دامریکايي عسکروله زیاتېدو سره به دسولې پراخې هلې ځلې تشویق شي.
هغه وویل اوس موږپه داسي یوحالت کې یو چې دپام وړ پرمختګ نه شو کولی .باید ستراتیژیک بدلون راشي کنې که زموږځواکونه په اوسني شکل په افغانستان کې شل کاله نورهم پاتې شي خاص بدلون نه شي راتلای.
دفرانسې دبهرنیوچارو وزیر وویل موږباید له هغوطالبانوسره وږغېږوچې خبرو ته تیار دي.هغه زیاته کړه په طالبانوکې راز راز کسان شته ،ځینې وايي چې جهاد کوي ،ځینې له لوېدیځ سره دښمني لري اوځینې عادي طالبان دي چې په خپل هیواد کې شرعي قوانین غواړي.
مورین زیاته کړه چې داګست دشلمې نېټې دجمهوري ریاست په انتخاباتو کې د داسي دیالوګ لاره اوارېدلی شي.
اکثره فرانسویانوته دا د منلو وړ نه ښکاري چې د دوی هیواد ته دې له یوولس زره کیلومتره لېرې واټن څخه خطر وي خومورین په داسي حال کې چې له افغانستانه دځواکونوایستل ناسم بولي پوښتنه کوي چې ایا افغانستان دطالبانو،پاکستان اوایران لاس ته پرېښودل شي ؟
- دبریتانیا ابزرور ورځپاڼې دیکشنبې په ګڼه کې په دې اړه چې امریکا هڅه کوي طالبان دسولې پروسې ته راولي ، په یوه مقاله کې کښلي :امریکا د دې لپاره چې دافغانستان مسئلې ته یوه سوله ییزه حل لاره ومومي ،دیوې نوې طرحې یادونه کړې چې پراساس یې طالبان دافغانستان سیاسي پروسې ته راوستل شي.
په کابل کې دامریکا سفیرابزرور ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا تیاره ده چې دیوې سیاسي ستراتیژۍ دبرخې په توګه په دې خبرې وکړي چې طالبان دیو سیاسي ګوند ومني اویا حتی په انتخاباتوکې دطالبانوکاندیدان ومني څوله دې لارې دافغانستان جګړه پای ته ورسېږي.
ابزرور ورځپاڼې همداراز لیکلي چې په یولړنورو نظرونوهم خبرې شوي لکه داچې د دې لپاره چې بالقوه اواغېزمنو خبرو ته لار اواره شي اساسي قانون بدل شي یا دطالبانوجګپوړي مشران د ملګروملتو له تورلیسته وایستل شي اوبندیان یې خوشي شي.
په افغانستان کې دامریکا سفیرولیم ووډ ،چې دماموریت دوره یې پای ته رسېدلې او ولسمشربارک اوباما دهغه پرځای په افغانستان کې دناټوپخوانی امریکايي قومندان ایکین بیري نومولی ، ابزرور ورځپاڼې ته وویل چې دټولوجګړو په شان بلواوې هغه مهال پای ته رسېږي چې موافقه وشي.
ښاغلي ووډ په عین حال کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د قدرت وېشلواویا طالبانوته دیوې خاصې سیمې دسپارلوامکان نه ویني خودا امکان ویني چې(طالبان اونورمخالف وسله وال) سیاسي ګوندونه جوړ کړي اوپه انتخاباتوکې برخه واخلي چې دتوپک په خولې واک ته دځان رسولوله طریقې سره ډېره متفاوته لار ده خود ویلیم ووډ په وینا د دې لپاره اساسي اړتیا دا ده چې دافغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي.
دامریکا سفیروايي : دوی(طالبانو)ویلي دي ترڅوچې بهرنیان له افغانستانه وتلي نه وي ، خبرو ته نه حاضرېږي ،داغوښتنه جدي نه ده خوراځئ چې جدي یې وګڼو.
ابزرور ادعا کوي چې دې ورځپاڼې ته د افغانستان دحکومت له مخالفو وسله والوسره دخبرو اترولږترلږه درې هڅې په په ډاګه شوې دي چې په یومورد کې یې ګلبدین حکتیارپلویان هم شامل ول.ابزرو دطالبانودیوه پخواني مشرارسلا رحماني له قوله زیاتوي چې دوې اوونۍ دمخه دحکمتیارد استازو اودافغانستان دحکومت د مسوولانوترمنځ د دوبۍ په یوه هوټل کې خبرې وشوې .ښاغلی رحماني د روغې جوړې په روانو هلوځلوکې خورا فعال رول لوبولی اوګڼو لوېدیځوورځپاڼود هغه نقش مهم بللی دی.
دابزرور د راپورله مخې رحماني همداراز ادعا کوي چې له مولوي جلال الدین حقاني سره هم په تماس کې دی.
دغه مضمون دمعتبرو رسنیو په مټ تهیه او تر تیب شوی ده هیله لرم ددرنولوستونکو ددلچسپی سبب و ګر ځی ،په ډیر درنښت رحمت اله روان